کندهار ته د خان عبدالغفار خان راتگ

کندهار ته د خان عبدالغفار خان راتگ:
کله چي په ۱۹۶۰ع [؟] لسيزه کي #پاچاخان د ولایاتو د سفر په لړ کي کندهار ته راغلی نو ويل کېږي چي رسمي کوربه (مهماندار) ئې  اغامحمد خان کرزی [د کندهار نامتو شخص او کندهار مجلې مدير] وو. د اوسېدني له پاره ئې حکومت له کندهار هوټل پرته بل ځای نه درلود. د وخت والي [؟] له سوداگر[حاجي امیر جان ناصر] څخه وغوښتل چي دده په کوټۍ کي د پاچاخان له پاره د استوگني انتظام برابر کاندي. حاجي امیر جان ناصر حاضر سو چي د پاچاخان د مېلمستیا ټوله کاروایي پر غاړه واخلي. پاچا خان په اولسواليو او ښوونځيو هم گرځېد.
استاد  معصوم هوتک وايي:

” زه په دغه وخت کي د میرویس لېسې په لسم ټولگي کي وم چي پاچا خان په یوه باراني ورځ لېسې ته راغی. د کالیو کوچنۍ غوټه ئې پخپله ورسره را اخیستې وه. موږ په دهلېز کي مېز و چوکۍ ورته کښېښووله او ده د تعلیم پر اړتیا او د ژبي پر اهمیت خبري راته وکړې. زموږ د انگرېزي ژبي ښوونکی یو هندوستانی وو چي [#مسټر_سیتي] نومېدی، دی د پاچاخان په لیدو سره دومره احساساتي سو چي په پښو کي ورولوېد. د پاچاخان دغه لیدنه او وینا موږ ته هغه وخت نه معلومېده . اوس چي ورته گورو، نو ددغه عظیم انسان عظمت ته د درناوی سر ټیټ کړو. په دغه وخت کي د گرداب [د کندهار د سياسي مجلس ادرس] له غړو د عبدالرحيم هاتف ورور [لالا واسع] پخپل کور کي پاچاخان ته مېلمستیا وکړه او د گرداب پر غړو سربېره ئې د کندهار نور منورین هم مېلمانه کړل. ښه درنه مېلمستیا وه، خو پاچاخان له وچي ډوډۍ سره یوازي سوزي [سابه] وخوړل او د مېلمستیا زیات لگښت خوند ور نه کړ. داخبره ئې د مجلس حاضرینو ته وهم کړه”.

د کندهار يو مشر واحد صديقي وايي:

“غفار خان زموږ کور ته راغلی وو، ‌‌‌‌‌‌ډېر خلګ ئې ليدو ته را غلي وه چي په کوڅه کښي دباندي لا خلګو انتظار کاوه چي خان غفارخان وویني، البته زموږ کور دخلګو ‌‌‌‌‌‌ډک وو نور خلګ نه ځايدل، زه د عبدالرحیم هاتف او خان غفار خان په مابین کښي ناست وم ځکه زه پر مرحوم هاتف ‌‌‌‌‌‌ډیر ګران وم.
کله چي خان عبدالغفار خان په کندهار کي وو، د مېلمستياوو په لړۍ کي يوه ورځ د [محمد حليم سليمي] په کور کي د ماپښين دچايو عصريه وه چي د کندهار منورين او مشران هم حاضر وه. کله چي خان صاحب راغلی د ښه راغلاست د تشريفاتو وروسته يو ګړی مطلق وقفه وه چي هيچا خبري ونه کړې، بيا لالا واسع خان صاحب مخاطب کړ او ورته وويل: “خان صاحب! موږ د کابل راډيو څه هر ماښام اورو چي دا [پښتونستان زموږ] او دا [#پښتونستان زموږ]! اوس موږ پوره نه پوهيږو چي [دا پښتونستان بايد څنګه وي]؟
۱-يو مستقل مملکت به وي؟
۲-يو صوبه د پاکستان به وي؟
۳- که د افغانستان سره بايد يو ځاي سي؟
اوس نو لطفًا که ته روښنایي پر واچوې چي په دغه درې قسمه کي به څنګه وي؟”.
باچاخان صاحب وويل:

“تر دغه پوري به زه يو کسه درته وکړم، کيسه داسي وه چي يو وخت يو سړی پر لار روان وو مخامخ ئي يو فيل وليد، سړي دومره وډاريد چي غره ته وخوت. وروسته ئې ولیدل چي يو بل سړي دغه فیل کله تر شونډک ونيسي، کله بيا شاته ولاړ سي تر لکۍ ئې ونیسی… دغه ډارېدلي سړي جرات پيداکړ، د غره څخه راکښته سو او بل نفر ته ئي وويل چي ته ډېر دلاوره يې، زه وډارېدم غره ته وختم ليکن ته دومره دلاور یې چي لوبي ورسره کوې. هغه بل سړی ورته وویل چي زه هم دلاوره نه یم خو زما څخه ئي شا او مخ ورک دئ.
خان صاحب وویل چي د پښتونستان دموضوع څخه د افغانستان چارواکو او د پاکستان مشرانو داسي يو شی جوړ کړی دئ لکه هغه فیل چي مخ او شا یې چاته نه معلومېږی، پښتون يو پښتون دئ که په افغانستان کي وي که په پاکستان کي؛ ليکن استعمار سره جلا کړي دي”.

ليکن خان صاحب ښکاره نه کړه چي د لالا واسع په دريو کي کوم يو دئ؟.

زما [پښتون زوی] د ارواښا پلار (حاجي موسی جان) له خولې چي کله پاچاخان زموږ د ارغسان اولسوالۍ ته راغلی نو زما په ګډون ټولو مشرانو ورسره ستړې مسې وکړه، کله چي پاچاخان په خبرو پيل وکړ او اکثره خبري ئې پر ويښتوب راڅرخېدې، نو د خبرو په وخت کي اولسوال [د حنيف اتمر پلار؟] ورباندي ږغ کړه چي:
“خان صاب، ددې دېوال سيوري ته راسه، هلته لمر تېز دئ او ګرمي ده…”
ارواښاد پاچاخان بېله منني ورغبرګه کړه چي: “سيوري ته دي دا ستا غوندي اشراف خلګ کښيني!، اولس چي لمر ته ناست وي زه حق نه لرمه چي سيوري ته کښېنم…”
پاچاخان په ارغسان کي دوې ورځي او يوه شپه تېره کړېده او ويل کېږي چي د اوس د قومي مشرانو برخلاف ئې دولتي مېلمستياوي نه کولې.
په وینا يې چي ممبر فخر کولو
هغه خلک دي خدای وبخښي اوس مړه دي
سلیم

د پښتون مبارز باچاخان د لاس او مبارزې اثار، ۱۹۲۱ع

د پښتون مبارز باچاخان د لاس او مبارزې اثار، ۱۹۲۱ع
د پښتون مبارز باچاخان د لاس او مبارزې اثار، ۱۹۲۱ع
د پښتون مبارز باچاخان د لاس او مبارزې اثار، ۱۹۲۱ع
د پښتون مبارز باچاخان د لاس او مبارزې اثار، ۱۹۲۱ع

د پښتون مبارز باچاخان د لاس او مبارزې اثار، ۱۹۲۱ع

 


ارغسانپاچاخانپښتونستانخان عبدالغفار خانلالا واسعمحمد حليم سليمي
نظريات (0)
نظر اضافه کول