د افغانستان او مصر د اړيکو تاريخ

کله چې د مصر چارواکي خبرل شول افغان پاچا غازي امان الله خان د اروپا شپږ میاشتنی سفر پیل کړی او د مصر له لارې دې وچې ته ځي، نو دا یې زرین فرصت وباله، چې شاه امان الله غازي ته بلنه ور کړي.

د مصرد پخواني پاچا دفتر مشر احمد شفیق پاشا په “حولیات مصر السیاسیة” کتاب کې لیکي:

“مصر وغوښتل چې د ختیځ دا ستر پاچا ته بلنه ور کړي، ځکه پاچا شاه فؤاد د جلالتماب په نوم بلنه واستوله او د افغانستان جلالتماب پاچا هم ومنله”.

د مصر قاهرې “البلاغ” اونیزې پربنسټ، شاه امان الله غازي د ۱۹۲۷ د ډیسمبر پر ۲۱ له عدن د مصر بندر پورت سعید ته روانېږي.

مصر ته د دغه ښاغلي افغان تر رسېدلو مخکې مصرۍ رسنۍ هم دا خبرونه خپروي. البلاغ رسنۍ د ډیسمبر پر ۲۷ لیکي:

“دوه ورځې وروسته د افغانستان جلالتماب پاچا امان الله خان مصر ته رسېږي، هغه پاچا چې مصریانو یې په ځلونو د ملت د پرمختګ او ازادۍ اخیستلو کې د مېړانې نوم او کارنامې اورېدلې دي”.

دا رسنۍ زیاتوي، مصریان د نوموړي د راتګ په خبر ویاړي او هرکلی یې کوي، له پخوا یې هیله وه چې که شونې وي هغوی له دغه ملت سره اړیکه ولري، مصریان یې د هڅو درناوی وکړي او یو بل سره د ورورۍ او ملګرتیا هیلې تبادله کړه.

یوولسمه شمېره نظامي ګارډ د شاه امان الله خان هرکلی کوي او ځانګړو تشریفاتو او اورګاډي کې قاهرې ته روانېږي، لومړي تمځي کې په ښکلې شوې سره غالۍ ګام ږدي او د مصر پاچا فؤاد او نور لوړ پوړي چارواکي ورته ولاړ وي.

شاهي ماڼۍ ته امان الله خان او ملک فؤاد یوه او افغان او مصرۍ ملکې په بل موټر کې نوربارپاشا شاهۍ ماڼۍ ته روانېږي.

د مصر یوشمېر ښځې او ملکې د افغانستان له ملکې ثریا سره ګوري او خپل اندونه سره شریکوي.

پوهنتونونو او پارلمان کې ویناوې

شاه امان الله خان پر چارواکو سربېره د ډیسمبر پر ۲۹ ځینې سیلاني او تاریخي ځایونو ته ځي، همدارنګه ازهر پوهنتون ته سر ور ښکاروي.

پر ۳۱ ازهر کې د هندي زدکوونکو غوښتنه مني او ور سره جلا ویني، په دغه ورځ د قاهرې انجینري پوهنځي ته هم ورځي او زدکوونکو ته وینا کوي.

د مصر قضايي اداره ویني، هغه مېلمستا کې ګډون کوي چې دې ادارې ورته برابره کړې، بیا پارلمان ته وینا کوي. د شاه امان الله خان وینا ته د مصر مشهورې ورځپاڼې ‘المنار’ بنسټګر محمد عبده او د هغه شاګرد شیخ رشید رضا هم ناست دي.

د افغانستان اعلیحضرت بیا د مصر پارلمان ته وینا کوي.

د ۱۹۲۸ د جنورۍ په لومړۍ د مصر د ولس یا عامو خلکو مېلمستیا کې هم ګډون کوي.

پر دویمه د مصر موزیم ننداره کوي او پر دریمه جیزه کې د مصر اهرامونو سیل ته وځي.

 

غازي امان الله خان خپلې دوه تورې، دوه قلمونه او څو خطي نسخې د یادګار په توګه د مصر موزیم ته سپاري.

غازي امان الله خان د مصر شاهي ماڼۍ ته په ستنېدلو سره ملک فؤاد ته د افغانستان تر ټولو ستره دولتي نښه لمر (اعلی) ورکوي.

دا نښان په هغه وخت کې د افغان شاهي حکومت د احترام او درنښت ستره نښه وه.

شاه امان الله غازي د جنورۍ په څلورمه د البلاغ، السیاسه او الاهرام په څېر مصري رسنیو سره مرکه کوي. له قاهرې سکندریې ته روانېږي او د جنورۍ پر ۵ مصرۍ بېړۍ کې ایټالیا ته د سفر موزې په پښو کوي.

له شاه امان الله غازي سره د مصر دغه سفر کې پر ملکه ثریا سربېره، د بهرنیو چارو وزیر محمود طرزی، د کورنیو چارو وزارت سرپرست غلام صدیق خان، د دربار وزیر محمد یعقوب خان، د ملي شورا مشر شېر احمد خان، د کابل والي علي احمد خان، او نور پوځي او منیتي چارواکي هم وي.

شاه امان الله ته مصر څومره مهم و؟

الاهرام ورځپانې د جنورۍ په ۴ ولیکل، چې افغان پاچا د مصر لومړي وزیر عبدالخالق ثروت پاشا سره د خپلمنځي ملګرتیا تړون لاسلیکولو خبرې کړې او دا تړون به د دواړو هېوادونو ترمنځ د سیاسي اړیکو بنسټ وي.

ورځپاڼه زیاتوي، مصر ته د شاه امان الله له رسېدو مخکې د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزارت د تشریفاتو مشر ایمان بک د نوموړي استوګنځي ته ځانګړې پاڼې وړې چې د سیاسي استازۍ او ملګرتیا تړون په هکله پکې ځانګړې لارښوونه شوې ده.

په دې ډول مصر ته د شاه امان الله خان په تګ سره د افغانستان او مصر ترمنځ اول ځل دوستي ته لار جوړه شوه او دا اړیکي افغان پاچا ته دومره مهم و چې د اروپا د سفر تر بشبړېدو مخکې یې پرېکړه وکړه چې د خپل ملګري پلاوي غړی لکه په افغان تاج مشهور او د کابل والي علي احمد خان قاهرې ته واستوي او د ۱۹۲۸کال د مۍ پر ۳۰ د مصر له بهرنیو چارو وزیر واصف بطرس غالي سره په څلورو مادو کې د ملګرتیا تړون لاسلیک کړي.

څلور میاشتې وروسته او هغه ورځ چې حافظ عفیفي د مصر د بهرنیو چارو وزیر کېږي د دغه هېواد پاچا دا تړون تاییدوي.

هیلې نیمګړې پاتېدل

د مصر او افغانستان پاچایان لېوال وو چې د یو بل هېواد کې استازۍ ولري، خو د اسنادو له تبادلې یوه میاشت وروسته د ۱۹۲۹ کال د جنورۍ پر ۱۴ د امان الله خان پاچاهي وپرځېده. د محمد نادرشاه په وخت محمد صادق مجددي پر ۱۹۳۰ د لومړي افغان سفیر یا مختار وزیر په توګه قاهرې ته لېږل کېږي. خو مصر پنځه کاله افغانستان کې خپله استازي نه پرانیځي او د عراق سفیر یې د افغانستان چارې هم اداره کوي، ځکه افغانستان هم مجددي حجاز ته لېږي او له هغه ځای د مصر چارې اداره کوي. خو د ۱۹۳۹ کا مۍ کې مجددي بیا قاهرې ته ځي او د مصر پاچا ملک فاروق یې باور لیک مني.

تودې اړیکي

د پخواني پاچا محمد ظاهره شاه په وخت کې د مصر پاچایانو ملک فؤاد او ملک فاروق له افغانستان سره اړیکي ډېر ګرم کړل.

پر ۱۹۵۲ د جولای پر ۲۳ مصر کې د پوځي افسرانو له بریالیتوب وروسته دا اړیکي نور هم ښه شول.

د دغه هېواد لومړي ولسمشر جنرال محمد نجیب پر ۱۹۵۳ کال د افغانستان د خپلواکۍ ورځې لمانځلو مراسمو ته پخپله افغان سفارت ته لاړ.

پر ۱۹۵۵ جمال عبدالناصر او مرستیال یې محمد انور سادات کابل ته لاړل له پاچا ظاهرشاه او لومړي وزیر محمد دواد سره پر لیدنه سربېره کابل پوهنتون کې د افغان سید جمال الدین مزار ته هم لاړل. محمد داود خان پر ۱۹۵۷ او محمد ظاهر شاه پر ۱۹۶۰ کلونو د مصر په رسمي بلنه قاهرې ته لاړل.

سفارت که د ازادي غوښتونکو او پوهانو مرکز

په دغو کلونو کې قاهره کې افغان سفارت د الجزایري، تونسي او فلسطنیي ازادي غوښتونکو د ټولېدو او همدارنګه د مصر د ډاکټر طه حسین او عباس محمود العقاد او نورو مخکښو پوهانو او ادیبانو د جرګې مرکز و.

افغان سید جمال الدین د مصر او افغانستان د ۹۰ کلونو ملګرتیا پیوندوونکی او د دواړو ملتونو ترمنځ د دوستۍ ساتونکی دی.

مصري ادیبانو، لیکوالو او پوهانو په دې کلونو کې پر نوموړي ډېر کتابونه لیکلي، ځکه نوموړی پر افغانستان سربېره مصر او د ختیځ د ویښتابه ستر بیداروونکی او د مصر د ازادۍ مبارزانو او مشرانو لکه شیخ محمد عبده، عرابي پاشا، سعد زعلول او نورو مشر او استاد پاتې شوی دی.

ټاکلې ده ډېر لنډ وخت کې د سید جمال الدین افغان مجسمه د دغه ستر افغان د ۱۸۰ زوکلیزې او د افغان مصر دوستۍ ۹۰ کلیزې په مناسبت قاهره کې په ازادي او دوستي باغ کې ولګېږي.

اړیکې پرېکېدل او بیا پیلېدل

خو پر ۱۹۷۹ کال پر افغانستان د پخواني شوروي له یرغل وروسته د کابل او قاهرې اړیکې پرې شوې. هند قاهره کې د افغان ګټو ساتونکي په توګه کلونه کلونه کار وکړ.

په ۱۹۹۲ کال، افغانستان کې د پخوانیو مجاهدینو په واکمنېدو سره، محمد صدیق سلجوقي له ۱۴ کلن ځنډ وروسته مصر ته د افغان سفیر په توګه واستول شو او د مصر د هغه وخت د ولسمشر حسني مبارک په بلنه برهان الدین رباني مصر ته وغوښتل شول. د حامد کرزي په واکمنۍ کې هم له مصر سره اړیکي و او اوس هم شته. خو بیا هغسې ګرم اړیکي جوړ نه شول، لکه د پخواني پاچا محمد ظاهره شاه په وخت چې افغانستان له مصر سره درلودل.

 

سید جمال الدین افغان د افغانستان، هندوستان، ایران، او ترکیې په څیر له مصر نه هم د خپلو سیاسي او ایډیالوژیکو فعالیتونو له کبله ایستل شوی و.

خو د هغه لارښوونې، چی په میراث یې پریښې وې، نوموړی بېرته مصر ته راستون کړ او مصریان یې تر نن ورځې یادوي. مصر ته د سید جمال الدین افغان لومړی سفر په ۱۸۷۱ کال کې د مارچ میاشتې په ۲۲مه نېټه و.

تاریخ لیکونکي په دې باور دي چې دا سفر یوازې د ۴۰ ورځو لپاره و. نوموړی له مصر نه وروسته بیا د عثماني خلافت پلازمېنې استانبول ته ولاړ. خو تر لږ ځنډ وروسته بېرته قاهرې ته ستون شو. دویم سفر یې ۸ کاله ښودل شوی چې د ۱۸۷۱-۱۸۷۹ کال پورې یې دوام وکړ. دا ځل مصر ته له رارسېدو سره یې د وخت د عثماني خلافت وزیر ریاض پاشا سره ولیدل.

وزیر د سید جمال الدین افغان له نظریاتو دومره اغېزمن شو چې حکومت ورته د قاهرې په مرکزي سیمه خان خلیلي کې کور هم ورکړ.

دا هغه وخت و چې سید جمال الدین افغان له افغانستان او هند څخه ناهیلی شوی و او د خپلو فعالیتونو لپاره د یوه مرکز موندلو په لټه کې و. مصر هغه وخت د عثماني خلافت یوه برخه وه او د علم او پوهې مرکز و او له همدې کبله سید جمال الدین افغان د خپلو فعالیتونو لپاره غوره ځای وباله.

نوموړي دا ځل خپلو هیلو ته د رسېدلو لپاره پوره چمووالی درلود او خپل سیاسي، ټولنیز او فیلسوفي فعالیتونه یې په خورا زور پیل کړل.

د مصري لیکوالانو ‍په اند، فعالیتونه یې یوازې تر لکچرونو او لوستو خلکو محدود نه و، بلکې د عام پوهاوي په برخه کې یې هم په ډېر عام ډول بیانونه کول. ان تر دې چې په مصر کې د انګرېزي ښکېلاک پر وړاندې د پاڅون په برخه کې د پراخو فعالیتونو له امله د وخت پاچا محمد توفیق پاشا له خوا په ۱۸۷۹م کال کې له مصره تبعید کړل شو.

په مصر کې د سید جمال الدین افغان هلې ځلې هر اړخیزې وې او د اسلامي علومو ترڅنګ یې د فلسفې، منطق، ادب، ستورپېژندنه او ریاضي تدریسوله.

د بېلګې په توګه، کله چې هغه مصر ته دویم ځل راستون شو، نو هغه وخت مطبوعات او رسنۍ نه یوازې په مصر کې بلکې په ډېرو هېوادونو کې د حکومتونو او د وخت د استعمارګرو تر اغېزې لاندې وې.

دوکتور محمد عماره په خپل کتاب “جمال الدین الافغاني: موقظ الشرق و فیلسوف الاسلام” (جمال الدین افغان: د ختیځ ویښوونکی او د اسلام فیلسوف) کې لیکي، سید خپل پیروان او همکاران وهڅول چې د ده ویناوې او لیکنې په ورځپاڼو او مجلو کې په خپلو نومونو خپرې کړي.

له دې سره یې یوه داسې ډله ځوانان په خپلو افکارو وروزل چې په دې برخه کې د مبارزې وړتیا ولري.

د همدې هلو ځلو له کبله د وخت په تېرېدو سره په مصر کې د ازادو رسنیو کلتور ته لاره هواره شوه.

سید همدارنګه د “نوښت او سمون غورځنګ” په نامه خپل کار پیل کړ او د “مصر” په نامه یوه ورځپاڼه هم له چاپه را ووته. نوموړي په سیاسي ډکر کې هم ډېر ښکاره دریځ درلود. خپلو شاګردانو ته به یې تل د تاریخ په اوږدو کې د حکومتونو جوړښتونه بیانول او ټینګار به یی کاوه چې واک ته د رسېدو لپاره دې شوراګانې تنظیم شي، چې اوس مهال یې پارلماني ټاکنې یوه ښه بېلګه یادولی شو.

د حاکمو واک ته رسېدل او یا هم له حاکمو کورنیو سره د واک پاتې کېدو پر ضد یې هم مبارزه کوله او تل د برابرۍ غوښتونکی و. د هغه وخت د اړتیا پر اساس یې”د وطن د ازادۍ ګوند” په نامه لومړنی سیاسي ګوند رامنځته کړ، چی ۱۸۷۹ کې یې په ښکاره او ازاد ډول فعالیت کاوه.

سید جمال الدین افغان سوله ییز ژوند او د امنیت راتلل د ری‍ښتني علم خ‍پرولو سره تړل او ویل به یې چې ریښتینی علم د هر هغه ناوړه کار مخه نیسي چې د ځمکې پر مخ د وینو تویولو سبب ګرځي.

یوه ځای کې وایي:

“هغه رښتینی او صحیح علم چې امکان لري بني ادم ورته ورسیږي، هغه دی چې پر مټ یې د فساد او وینو تویولو مخه ډب کړي”.

سید د وخت په تېرېدلو نه یوازې مصر بلکې په ټول منځني ختیځ کې ‍پیروان او شاګردان پیدا کړل.

په مصر کې د هغه د مشهورو شاګردانو څخه یو هم محمد عبده دی، چې په کال ۱۸۴۹م کې زیږیدلی.

سیاسي اسلام اصلاح غوښتونکي

عبده د منطق، فلسفې او اسلامي تصوف په برخه کې په الازهر پوهنتون کې زدکړې وکړې او تر ډېره یې افکار د سید جمال الدین افغان په څېر وو.

دواړه د سیاسي اسلام اصلاح غوښتونکي وو او د غرب د نیواک پر وړاندې مبارزې په اړه سره یوه خوله وو.

محمد عبده هم د خپلو سیاسي فعالیتونو له کبله ۸ کاله له خپل وطن نه تبعید شوی و.

وروسته له سید جمال الدین افغان سره په پاریس کې یوځای شو او د “العروة الوثقی” ژورنال په خپرولو کې یې مرسته ورسره کوله. یاد ژورنال له پاریسه سیاسي او د استعمار ضد مقالې خپرولې.

عبده په ۱۸۸۸م کال کې بېرته خپل وطن ته ستون شو او وروسته د مصر د لوی مفتي په توګه وټاکل شو.

د یادولو ده چې د سید جمال الدین افغان ډېر شاګردان د وخت په تېرېدلو سره د مصر په لوړو مقامونو کې وټاکل شول.

د بیلګې په ډول یې لاندې نومونه یادوم:

سعد زغلول: (۱۸۵۹ – ۱۹۲۷) د مصر انقلابي مشر او پخوانی لومړی وزیر.

احمد عرابي: (۱۸۴۱-۱۹۱۱) مصری ملتپال، انقلابي او د مصري پوځ له تکړه افسرانو څخه یو او د مصر پخوانی لومړی وزیر.

محمود سامي البارودي: (۱۸۳۹-۱۹۰۴) د مصر مهم سیاسي شخصیت او یو مشهور شاعر و. هغه د ۱۸۸۲ کال د فبرورۍ له څلورمې د همدې کال تر می میاشتې د مصر لومړی وزیر و.

جورجي زیدان: (۱۸۶۱-۱۹۱۴) لبنانی لیکوال، ناول لیکونکی او ژورنالست.

يعقوب سنو: (۱۸۳۹ – ۱۹۱۲) مصری يهود ژورنالست و.

د مصر او افغانستان دوستي اوس ۹۰ کلنه شوه.

د دواړو هېوادونو ترمنځ سیاسي اړیکې او دوستي د شاه امان الله خان او د پاچا فؤاد په وخت کې پیل شوې.

خو سید جمال الدین افغان تر دې هر څه دمخه په مصر کې اوسیدلی، ازاد فعالیتونه یې کړي او د یو اتل په نامه د مصر په تاریخ کې یاد شوی.

سید د مصر له تبعید وروسته د یوې لنډی مودې لپاره د هند په ممبۍ ښار کی پاتې شو. له هغه ځایه لندن او بیا پاریس ته ولاړ او خپلو فعالیتونو ته یې دوام ورکړ. په مصر کې یې پر چارواکو او علماوو سربېره عام خلک هم پېژني او ډېر په درناوي یې یادوي. سید جمال الدین افغان د ۱۸۹۷م کال د مارچ د میاشتې پر ۹ نېټه د ستوني د سرطان د ناروغۍ له امله د ترکیې په استانبول ښار کې وفات شو او په ۱۹۴۴م کال کې د افغانستان دولت په غوښتنه یې تابوت افغانستان ته ولېږدول شو او د کابل پوهنتون په انګړ کې خاورو ته وسپارل شو.

دا مجسمه د قاهري په مرکزي برخه کې په یوه پارک کې اېښودل شوې

په بېلابيلو واکمنيو کي د مصر او افغانستان اړيکي:

قاهره کې لومړی افغان سیاسي استازی محمد صادق المجددي
د افغانستان او مصر د اړيکو متن

محمد موسی شفیق او محمد انورالسادات
شاه امان الله غازي او ملک فواد پر ۱۹۲۷ کال
پخوانی پاچا محمد ظاهر شاه او جمال ناصر: په دغه وخت خپلمنځي اړیکي ډېر کرم و.
امان الله خانسید جمال الدین افغانفلسطینمصر
نظريات (0)
نظر اضافه کول