د پېښور بالاحصار

په پېښور کې د يوې شاهي استوګنځي زکر تر ټولو لومړې ۶۳۰ م کې د چن نامتو بودايي راهب خوان زانګ وکړو. دی پخپلو يادښتونو کې د ماڼۍ لپاره يو چيناي تورې “کنګ شينګ” کاروي. دی ليکي چې دا د ښار په هغې برخې کې و چې دېوال ترې تاو و. هغه د ښار په اړه وايي چې دېوال يې نه لرلو. دا ښايي چې شاهي ماڼۍ په يوې غونډۍ جوړه وه چې چاپېره ترې د اوبو خندق و.
د باړې سيند هغه وخت د پېښور ښار د منځ نه تيرېدو او اوبه يې د کلا يا د ماڼۍ د لوړ دېوال نه بهر بهيدې. دا کلا په اتلسمې پېړۍ کې د کابل د شاهي استوګنځي په نوم ” بالاحصار” ونومول شوه چې د پېښور د زاړه ښار په شمالي څنډو د يوې لوړې غونډۍ د پاسه جوړ دی. خو دا د کابل په پرتله وړه ده او شا و خوا ۲۰۰ او ۲۲۰ ګزه زمکه يې نيولې ده.
د بالا حصار په اړه د غزنويانو او د غوريانو په تاريخ کې هيڅ نه دي ليکل شوي. د هندوشاهي پر وخت ممکن دا يو وړوکي ماڼۍ په توګه ساتل شوې وي خو په هغه زمانه کې باچا به تل د خپل پوځ سره نږدې پاتې کيدو چې د اباسين پر غاړه د هنډ، لاهور او د سوابۍ سيمه کې ساتل کيده.

د پيښور بالا حصار ۱۹۲۰
د پيښور بالا حصار  ۲۰۲۰

به تاريخونو کې د افغانستان د لارې حمله کوونکي به زيات وخت د باجوړ او يا د ګومل د لارې راتلل. بابر باچا هم چې کله پېښور ته راغلو نو د دې کلا به اړه يې څه نه دي ليکلي. د شېر شاه سوري پام د جهلم روهتاس کلا ته وه خو د ده نه وروستو د بابر زوې همايون د پېښور په کلا کې ايسار شو او د دې د جوړولو کار يې تر خپلې څارنې لاندې وکړو.

دا کلا دومره تاریخي او پخوانۍ ده لکه پېښور ښار. مغل پاچا ظهیرالدین بابر خپله ډایري کې د دې یادونه کړې. د دورانیو کورنۍ د واکمنۍ په وخت دا کلا په یخني کې د دوی مرکز و. د رنجت سینګ په زمانه کې سیکانو د کلا په ډول کاروله.د بالاحصار کلا ۱۵ اېکړه مربع سره جوړه شوې، د ننه برخه یې لس اېکړه ده، دېوالونه یې تر پنځه نوي متره هم لوړ دي. اوس دې کلا ته عام خلک ورتلی نه شي او د تګ لپاره د پېښور ستره محکمه کې غوښتنه کېږي.

د پېښور بالا حصار ۱۸۸۰

د کلا د بېرته جوړولو په اړه د اکبر باچا مورخ ابوالفضل د مرزا کامران له خلې ليکي چې افغانانو د بګرام، چې اوس پېښور نومېږي، کلا ورانه کړې وه نو همايون باچا د دې د بېرته جوړولو هوډ وکړو. وئيل يې چې دا کلا به زما لپاره د هندوستان د بېرته نيولو پېل وي. د ده افسران زړه نا زړه وو او غوښتل يې چې زر کابل ته ولاړ شي. “خو جهان باني ( همايون) ډېر په جوش د دې د رغولو لپاره ملا وتړله او په لږ وخت کې دا کلا جوړه شوه. پهلوان دوست ميربر، د باچا د امر سره سم دندې په افسرانو ووېشلې و او کار زر ختم شو. بيا دلته سکندر خان ازبک يې مشر په توګه پرېښودو او اعلا حضرت کابل ته ولاړو. ”
وروستو ابوالفضل ليکي چې افغانانو په دې کلا حمله وکړه خو سکندر خان ازبک يې دفاع وکړه او دوي يې په شا وتمبول. په اکبر نامه کې د پېښور د کلا زکر بيا بيا شوې دی چې هغه وخت د يوسفزو او د نورو پښتنو د بغاوت له دې ځايه مدافعه کيده و. د روښاني پاڅون په وخت هم دا کلا کې د مغلو چاوڼۍ وه او دوي به ترېنه يوې او بلې خوا ته لښکرې لېږلې.
د پوځ نه علاوه دلته د مغلو شاهي خزانه او نور توکي هم اېښودل کيده چې د هر يو حاکم په اختيار کې به وو. په ۱۵۸۶ م کې نظام الدين احمد به طبقات اکبري کې ليکي چې د پېښور په کلا کې اور ولګيدو او د زرو اوښانو بار تجارتي مال پکې وسوځيدو.
تر ۱۶۶۸ م پورې د پېښور کلا د مغلو سره وه او د ژمي په مياشتو کې د کابل حاکم به پکې مېشت و. دا هغه وخت و چې د مغلو په ضد پښتنو يو پاڅون کړې و او د اېمل خان په مشرۍ يو وخت دا کلا يې ونيوله خو بيا يې پرېښوده. څو کاله وروستو پېښور د پارس نادر شاه ته تسليم شو او هغه د کلا د رغولو امر وکړو.
په ۱۷۴۷ م کې کلا د افغانانو لاس ته ورغله او ښايي احمد شاه دراني پکې ايسار شوې وي. د ده زوې تېمور شاه به د ژمي سړې مياشتې هم دلته تېرولې او ښايي د هغه په وخت کې د جوړښتونو او د ترميم کار کيدو. پنځوس کاله وروستو د تيمور شاه کشر زوې شاه شجاع هم دلته د بريطانيې د لومړي استاځي اېلفنسټون سره وليدل. څو کاله وروستو په ۱۸۱۵ م کې سيکانو ټول پنجاب ونيولو او د دوي يو تکړه کوماندان هري سنګ نالوه د خپل ځواک سره د اباسين نه پورې پېښور ته مخه کړه. شاو خوا درې کاله د سيمې خلکو د دوي مقابله کوله خو اخر دوي پېښور ته ورننوتل.

دوي د بالاحصار دېوالونه ړنګ کړل او د دې مخ ته د شاهي باغ نه يې ونې پرېکړې. خو لږه موده وروستو د رنجيت سنګ په امر دا کلا بېرته جوړه شوه او د “سمير ګړ” نوم يې ورله ورکړو ( سميرد هماليه د غرونو يوه لوړه څوکه ده) د سيکانو دوره لنډه وه او په ۱۸۴۸ م کې انګرېزان راغلل نو دوي د سيکانو جوړښت ووساتلو خو نورې پخې خښتې يې پکې وکارولې.
بالا حصار دوه غټ دېوالونه لرې چې د دواړو په منځ کې سړک جوړ شوی دی. دا دېوال ۲۵ فټ لوړ دی او دننه دېوال د بهرني نه هم لوړ جوړ شوی دی چې دبخو خښتو دی. په دې کې د ورننوتو دروازه په شمال کې ده او دننه به ورتلو ګس لاس ته يوه بله دروازه ده چې سړک پرې جوړ شوې دی. د دې به لوې دروازې د مرمرو په يوې ډبرې ليکلي دي چې دا ښارمهاراجه رنجيت سنګه په ۱۸۱۹ م کې فتح کړې و
د کلا دننه دېوال کې د پوځيانو بارکونه و او د دې په ختيځ دېوال کې دننه يو زيارت جوړ و. خلک ورته د مستان شاه زيارت وايي او د کلا د يوې برخې په توګه تر اوسه ساتل شوې دی.
د پېښور په دې تاريخي کلا تر اوسه کله د پوليسو او کله د ملېشيا په لاس کې وه خو عام خلک او بهرنيانو ته هم دننه د ورتلو اجازه وه. د يويشتمې پېړۍ د بېل راهيسې د دې دروازې د خلکو په مخ وتړل شوې. اوس د خېبر پښتونخوا حکومت په پارليمان کې د اکثرېت يوه راې منلې ده چې دا سېلانيانو لپاره دې پرانستل شي.
سرچينې
۱. سردار محمد جعفر، پېښور د سرحد ښار- ليکنې او مضمونونه- راټولونکې احمد سليم، اکسفورډ پوهنتون پرېس ۲۰۰۸ م – د ۷۱ نه تر ۷۵ مخ
۲ . احمد حسن داني، پېښور د سرحد تاريخي ښار، سنګ ميل دوېم چاپ، ۲۰۲ م

د پېښور په بالاحصار کې دا هغه خونه ده، چې انګرېزانو په کې پښتانه ازادي غوښتونکي بندي کړی وه. د معاصر تاریخ یو لوی څپرکی له دې خونې سره اړیکه لري. د بند دغه خونه په نمونوي ډول دغسې جوړه شوې ده.

 

بالاحصارد پېښور
نظريات (0)
نظر اضافه کول