بهلول څوک و؟

بهلول په تاریخ کی یو مشهور شخص تیر سوی دی چی هر څوک یې د نوم سره ډیر اشنا دی. خو مهمه مسأله دا ده چی د « بهلول دانا »  یا هوښیار بهلول په هکله یوه مغالطه وجود لری . هغه دا چی په تاریخ کی درې بهلوله تیر سوي دي خو ډیرئ خلک یو بهلول په هغه بل بهلول سره نوموي او غلطي کوی . باید وویل سی چی لومړنی بهلول په کوفه او بغداد کی اوسیدی او متباقي دوه بهلوله په غزني کی اوسیدل .

نو ښه به دا وی چی هر بهلول بیل بیل وپیژنو . لومړی به یې د اصلي بهلول ( یعنی پوه ، دانا ، حکیم ، او عاقل بهلول ) څخه راپیل کړو .

لومړی ـ اصلي بهلول

نوم یې « وهیب بن عمرو » یا « وهاب بن عمرو » دی چی د دوهمی هجري پیړۍ په وروستیو کی ژوندی و . ده ته بهلول دانا یا بهلول مجنون یا بهلول مجذوب یا هوښیار لیونی هم وایی .

د « بهلول » لغت د خندان یا د خوښیو درلوونکي شخص په معنی دی . د بهلولي صفت ( بهلته ) په عربي ژبه کی د یو عارف پر زړه باندی د یوې غیبي جلوې لویدلو ته وایی چی له امله یې دنیوي چاری پریږدي او باطني دنیا ته ځي .

بهلول په کوفه کی زیږيدلې او د امام جعفر صادق څخه يې زدکړه کړې وه .ایراني منابع وایی چی د امام جعفر زوی امام موسی الکاظم ، عباسي خلفاوو څو وارې د خپلو افکارو له کبله زنداني کړ . یو وخت خليفه هارون الرشيد امام کاظم په دې تور ونیوئ چی ځینو خلکو به خمس ( د حاصل پنځمه برخه ) ورته ډالۍ کوله . بیا ځینو خلکو خلیفه ته وویل چی امام کاظم د بغاوت پلان جوړ کړی دی . نو قاضي القضات ته امر وسو چی د ښار له دیني علماوو څخه رایه واخلي او د سزا فیصله وکړي . په دغو خلکو کی واهب بن عمرو ( یعنی بهلول ) هم شامل و ( ویکی پیډیا ویب پاڼه ـ بهلول ) .

هر چا امام کاظم د مرګ په سزا محکوم کړ، خو واهب خپله فیصله ورنکړه . یو روایت دی چی بهلول زندان ته ورغی او د امام څخه يې مشوره وغوښته . امام د محافظانو له بيرې پر کاغذ د « ج » توری ورته ولیکی .

بهلول دا د « جنون » په معنی تعبیر کړ. نو خپل شتمن ژوند يې پریښود ، او بله ورځ په شکیدلو جامو کی کوڅې ته راووتی او په زوره زوره يې خندل ( هماغه ).

له همدې راهیسی بهلول (هغه چی خاندي) په بغداد کی مشهور سو . دئ به له ښاره بهر په دښتو کی ګرځيدی او د چارواکو یا خلیفه پر ضد چی به یې څه خبره وکړه نو په لیونتوب به حساب سو .

بهلول د عباسي خلیفه هارون الرشید د واک پر مهال ژوند کاوه . دئ په ۹۰۶  هجري کال کی د عراق په کوفه کی زوکیدلی او هلته غټ سوی دی چی بیا وروسته په بغداد کی اوسیدی . ویل کیږی چی خلیفه هارون الرشید به د ده څخه نصیحتونه او پندونه اوریدل ( هماغه ویب پاڼه ).

په هر صورت ، بهلول خوږه او پسته لهجه لرل او په خبرو کی به یې ترخه واقعیتونه بیانول او د چا پروا یې نلرل . د ده ویناوی او پندونه نوادر بلل سوي دي چی سارئ نلری .

ویل کیږی چی د بهلول کلام او بیان دومره اغیزمن و چی هر څوک به یې اول خنداوه ، لاکن د خندا په اوج او موج کی به ځانته متوجه سو چی دا څه کوم ؟ باید پام او دقت وکړم ، ځکه دا خو زه پر بل نه بلکی پر ځان خاندم ! کله چی به دې باریکۍ ته متوجه سو نو پر خپل حال به یې وژړل .

تاریخی روایتونه وایی چی بهلول ډیر پوه ، عاقل ، حاضرجوابه او تأثیرناکه انسان و . یعنی په اصل کی عالم و خو لباس یې د مجذوب او لیوني و . دا ځکه چی خپل اصلی حالت او لیاقت یې احیانأ د خلیفه له بیری په همدې نقاب کی پټ کړی و .

داسی روایتونه هم سته چی بهلول تر جنون یا لیونتوب مخکی درې ځانګړتیاوی لرلې . لومړی دا چی د کوفې په ښار کی یو مشهور عالم و ، دوهم دا چی ښه متنفذ او محبوب و ، او درېیم دا چی ښه شتمن او متمَول و . ده په کوفه کی خلکو ته علم او ادب ورزده کاوه څو چی وروسته له خلکو ګوښه سو . مطلب دا چی لږ وخت وروسته یو دم د ده ټولنیز حیثیت او مقام له مځکي ووهل سو . یعنی ګوښه نشین سو ، فقیر او ملنګ سو ، مجذوب او آواره سو او د فقیرانو غوندی خیرن ، څیری او شوړیدلي کالي به یې اغوستي وو او د کوفې په هدیرو او کوڅو کی به لالهانده ګرځیدئ .

دا چی ولی د دومره عالي دریځ څخه داسی کرغیړن حالت ته راولوید ، څو دلایل او عوامل ښودل سوي دي :

لومړی ـ ویل کیږی چی هارون الرشید ترې وغوښته چی د قضا عالی مقام قبول کړی ، خو بهلول د دې کار سره مخالف و څو چی د خلیفه د فشار او تهدید سره مخامخ سو او ده هم ځان پر لیونتوب واچاوه .

دغسی ادعاګانی یوازی ایراني آثار وړاندی کوی چی د عباسي خلیفه ګانو سره د مذهبي اختلاف تومنه لری . ویل کیږی چی د عباسي واکمنو په زمانه کی مخالفینو د ځان د خلاصون درې لاری چاری لرلې چی هر یو د « ج » په حرف سره پیلیږی :

الف ـ جلا وطن ، یعنی له هیواده تښتېدل ؛ ب ـ جمل یعنی غره ته ختل یا بیابان ته وتل او پټېدل ؛ ج ـ ځان پر جنون یا لیونتوب اچول ( حوزه مجله ) .

ویل کیږی چی بهلول همدا درېیمه چاره او طریقه ( یعنی جنون ) غوره کړ تر څو په خپل ښار یعنی کوفه او خپلو خلکو کی استوګن وی . خو معتبرو تاریخونو او د عرفان کتابونو دغسی ادعا نه ده راوړې . دا ادعا ځکه صحت نلری چی د ګڼو آثارو له مخی بهلول ډیر ځله د هارون الرشید دربار ته بلل سوی دی ، او بل دا چی ملکې ( یعنی زبیدې ) هم هر کله ورغوښت او پند یې ځنی اوریدئ . او تر ټولو مهمه دا چی په ګردو عباسي خلیفه ګانو کی هارون الرشید ظالم نه و . نو هغه به پر بهلول باندی ولی دومره ظلم او ستم کاوه ؟!

دوهم ـ په عرفاني متنونو کی راغلي چی بهلول او د ده غوندی نور دنیوي تارکین ( عقلأ المجانین ) د ایمان او الهي عشق له سببه د خلکو سره خپله رابطه او ناسته ولاړه پریږدي او د الهي محبت په سمندر ورګډیږی چی بهلول د دغسی کسانو مخکښ « یا سلطان المجذوب » بلل سوی دی ( حوزه مجله ) .

درېیم ـ بهلول د زیات علم او معرفت له امله د مال او دولت سره واټن ونیوئ او سوکه سوکه د امیرۍ څخه فقیرۍ ته ولاړ . ظاهري جلال یې ترک او باطني وصال یې غوره کړ یعنی خپل عقل یې پر نفس غالب کړ . مطلب دا چی ده د دین په خاطر دنیا ترک کړه او لوړو معنوي مدارجو او پړاوونو ته ورسیدی .

په ډیرو آثارو کی راغلي چی بهلول به کله کله د خلیفه سره کتل داسی چی هر ځل به خلیفه خپل دربار ته وباله . خو د ایراني اثارو له مخي هغه یو ځل ( یعنی په ۸۰۴ میلادي کی ) د هارون الرشید سره کتلی دي . خلیفه به همیشه ورغوښت او نصیحتونه او پندونه به یې ځنی اوریدل . همدا علت دی چی دئ په « بهلول دانا » سره شهرت لری .

بهلول د هر سوال په وړاندی بېله ځنډه نېغ او تریخ ځواب وایه که به د پوښتونکې خوښ و یا نه . بهلول په حاضرځوابۍ کی سارئ نلری . هر ډول سوال ته یې ځای پر ځای ډیر معقول او جالب ځواب وایه . ده په خپله طنزیه او نېښ لرونکې لهجه سره خپل ژوند ځانته آسانه کړی و او په دې ډول یې د خپلو اوږو دروند بار خورا سپک کړی و . نو ځکه روحأ او ذهنأ آرام و ( حوزه مجله ) .

د ده ځوابونه اکثرأ کنایې ، استعارې او طنزونه دي چی د تاریخ پاڼی په ډکي دي . ښه به دا وی چی یو څو بیلګې یې وړاندی کړو :

لومړنی مثال : یوه ورځ بهلول صاحب په بازار کی ناست و ، چی خلیفه هارون الرشید تیرېدﺉ او هغه یې ولیدی . ورغی او پوښتنه یې ځنی وکړه چی بهلول صاحب ، څه کوې ؟ هغه په ځواب کی ورته وویل چی د الله او بندګانو تر منځ سوله راوړم ، یعنی هغوی سره پخلا کوم . خلیفه ورڅخه وپوښتل چی آیا هغوی دی سره پخلا او راضي کړل ؟ بهلول ورته وویل چی الله تعالی یې منی او راضی دی مګر بندګان یې نه منی او نه حاضریږی .

تصادفأ څو ورځی وروسته هارون الرشید د یوې هدیرې تر څنګ تیرېدﺉ چی بیا یې بهلول ولیدی او دا ځل د قبرونو په منځ کی ناست دی . ورغی او پوښتنه یې ځنی وکړه چی بهلول صاحب ، دلته څه کوې ؟ بهلول هماغه ځواب ورکړ یعنی دا چی د الله او بندګانو تر منځ سوله راوړم . خلیفه بیا ورغبرګه کړه چی نو څنګه سو ، آیا هغوی دې سره پخلا او راضي کړل ؟ بهلول ورته وویل چی نن یې بیا بندګان منی او هر څه ته حاضر دي ، خو الله تعالی یې نه منی ! ( اخلاقي کنایې ـ دوهم جلد : ۳۱ ـ ۳۲ مخونه ) .

دوهم مثال : روایت دی چی یوه ورځ هارون الرشید یو غټ مبلغ پیسې بهلول ته ورکړې او ورته ویې ویل چی ته خو فقیران او بې وزلي ښه پیژنې ، دا روپۍ پر مستحقو مسکینانو وویشه .

بهلول هم څو ګامه دوری هوری واخیستل او هغه ټوله پیسې یې بیرته خلیفه ته ورکړې .

خلیفه یعنی هارون الرشید ورڅخه وپوښتل چی دا پیسې دې ولی بیرته راکړې ؟

بهلول په ځواب کی ورته وویل چی ما هر څه فکر وکړ ، تر تا می بل غریب او فقیر پیدا نکړ ، نو ځکه هغه بیرته تا ته درکوم .

هارون الرشید توضیح ورڅخه وغوښتله .

بهلول ورته وویل چی زه ټوله ورځ په بازار کی ګورم چی ستا مامورین او محاصلان پر دکانونو ګرځی او د هغوی څخه د مالیې او نورو شیانو په نوم پیسې غواړی او هغه راوړي ستا په خزانه کی یې اچوی . نو ستا څخه می بل فقیر و نه لیدﺉ چی دا پیسې ورکړم ، او ځکه یې نو تا ته درکوم ( هماغه : ۶۷ مخ ) .

درېیم مثال : یوه ورځ بهلول شاهی ماڼۍ ته ننوت او هلته یې د هارون الرشید تخت خالی ولیدی ، نو برابر ورغی او پر هغه کښېناست . امنیتي کسان هم راغلل او بهلول یې ټینګ وډباوه او په کشولو یې له تخته لاندی واچاوه او هلته لیری یې وغورځاوه . بهلول هلته ګوښه کښېناست او ژړل یې .

دا مهال خلیفه راغی او ویې لیده چی بهلول ګوښه ناست دی او مسلسل ژاړی . د امنیتی کسانو څخه یې د هغه د ژړا او بد حالت علت وپوښتیً . هغوی ورته وویل چی دغه لیونی راغی او ستاسو پر تخت کښېناستی نو ځکه موږ وډباوه . هارون رشید پر هغوی منت او قهر وکړ او ورغی بهلول یې ونازاوه او دلاسا یې کړ .

بهلول ورته وویل چی اې هارونه ! زه د ځان پر حال نه ژاړم بلکی ستا پر حال ژاړم . ځکه ، زه چی صرف څو ثانیې ستا پر تخت کښېنستلم دا حال می دی چی په ډیرو وهلو یې تک شین کړم ، ته چی کلونه کلونه پر هغه ناست یې څه حال به دی وی ! زه خو بندګانو ووهلم لاکن تا به الله تعالی وهی ، نو ځکه د ځان غم وخوره .

هارون الرشید هم راغی او بهلول یې په غیږ کی ټینګ ونیوئ ، ډیر یې وژړل او تر پخوا لا هم عادل سو ( هماغه : ۹۶ ـ ۹۷ مخونه ) .

څلورم مثال : یو چا د بهلول څخه وپوښتل چی هغه سړی چی غلا یې کړې وه ونیول سو . نو ستا په نظر څه سزا باید ورکول سی ؟

بهلول ورته وویل چی باید د ښار د حاکم لاس پرې ( غوڅ ) کړل سی .

ترې ویې وپوښتل چی دا څه وایې ؟! ولی باید د حاکم لاس غوڅ سی ؟ هغه خو غل نه دی چی لاس یې باید پرې سی !

بهلول وویل چی اصلی ګناه کار ځکه د ښار حاکم دی چی رعیت یې د روزي او ډوډۍ له پاره غلا ته مجبوریږی ! ( هماغه : ۳۰۳ مخ ) .

دوهم ـ شاعر بهلول

د غزني په شمال کی د یوې غونډۍ له پاسه یو زیارت واقع دی چی د بهلول مرقد نومیږی . اکثریت خلک وایی چی دا هماغه د هارون الرشید همعصره بهلول دی ( چی مخکی ذکر سو ) . که داسی وی ، نو پوښتنه دا ده چی هغه خو په بغداد کی مړ سوی دی او همالته یې قبر هم موجود دی ، نو بیا د هغه جسد څنګه په زرګونو کیلومتره لیری غزنی ته راوړل سو او ولی ؟ دا افسانه هم د حضرت علی (رض) د قبر حالت ته ورته ده ، داسی چی هغه هم په عراق کی شهید سوی او همالته ښخ دی مګر زموږ ځینی خلک وایی چی یا ، د هغه قبر په مزار شریف کی دی ! دغه کسان بېله منطقي دلایلو او بیله تاریخی شواهدو څخه په زوره د حضرت علی (رض) قبر په مزار کی بولي او هر کال د نوروز په مراسمو کی له بدعته کار اخلی او تجارت ورباندی کوی .

په هر صورت ، د ځینو تاریخي آثارو له مخی د غزني دغه بهلول ( امام محمد زاهد ) نومیږی چی د سلطان محمود غزنوي په عصر کی اوسیدئ او سلطان ډیر ارادت او اخلاص ورته درلود . که څه هم د بهلول په نوم یو شاعر هم سته خو اشعار یې ضعیف او د ده د فکر او عرفان نمایندګي نسي کولای ( د غزنی تاریخی جغرافیه ۳۴۷ مخ ) .

دا لا څه ، ډیرئ لیکونکي او څیړونکي وایی چی د غزنی دغه قبر په اصل کی یو لوی عارف و چی شیخ عثمان نومیدئ . خو د هغه د ژوند په هکله پوره معلومات نسته ( غزنه و غزنویان ۲۸۸ مخ ) .

مشهور تاریخپوه غلام جیلانی جلالي پنځوس کاله مخکی لیکلي دي چی « زهیر کندهاري » راته لیکلی دي چی ما د غزنوي بهلول یو قلمي دیوان میندلی دی چی ۲۵۰۰ بیتونه لری او په ۱۰۱۰ هجري کال کی قلمي سوی دی . خو دا اثر تر ننه هم نه دی چاپ سوی . مرحوم جلالي زیاتوي چی ما د دې اثر په هکله په غزنی کی د ځینو پوهانو او فاضلانو سره خبري وکړې او هغوی د دغسی یو خطي دیوان ادعا تایید کړه چی په غزنوي بهلول اړه لری . دئ زیاتوي چی ښایی دغه دیوان په غزنی کی د کوم بل بهلول نومي شاعر وی چی د ژوند حالات یې معلوم او ثابت نه دي بلکی یوازی د خلکو په خولو کی همدا خبره خپره ده ( هماغه ۲۸۹ مخ ) .

د غزني د اطلاعاتو او کلتور ادارې په دې وروستیو کی دا مقبره له سره ترمیم کړه او پر سر یې یوه شپږ متره ګنبده او تر لاندی یې یوه زیرخانه هم ورته جوړه کړه ( آوا خبري آژانس ، ویب پاڼه ) .

د غزني په ښآر کي د بهلول دانا مقبره

درېیم ـ د شاهي کورنۍ بهلول

ځینی باخبره غزنویان په دې رایه دي چی په غزني ښار کی د بهلول په نوم دوه جلا جلا قبرونه شتون لری . لومړنی مرقد پورته ذکر سو چی د غزنی د ښار په شمال کی د یوې غونډۍ له پاسه موجود دی . خو دوهم قبر په هغه کلي کی واقع دی چی د بهلول په نوم سره یادیږی . وایی چی دا اصلأ د سلطان محمود غزنوي د ورور قبر دی چی هغه هم بهلول نومیدئ . ډیرئ باخبره سپین ږیري ادعا کوی چی دغه بهلول د سلطان مشر او سکنی ورور و ( آوا خبري آژانس ، ویب پاڼه ) .

خو په مشهورو تاریخونو او معتبرو آثارو کی داسی ذکر نسه چی سلطان محمود غزنوي دې د بهلول مجذوب په نوم ورور درلود . په دغه بهلول پوری هم ډیري قصې جوړي سوي دي چی ګواکی د خپل ورور د پاچهۍ او دربار سره یې پرېکون کړی و .

په هر صورت ، د پورته ټول بیان او مختلفو ادعاګانو څخه ښکاری چی په اصل کی درې بهلوله تیر سوي دي چی یو یې په بغداد کی او دوه نور یې په غزني کی ښخ دي ، والله اعلم . دغه مسأله ډیری څیړنی او شننی ته اړتیا لری . زه د تاریخ له ځوانو مینه والو څخه هیله کوم چی په دې هکله پراخ تحقیقات او تتبعات وکړی ، والسلام .

اړونده مأخذونه :

۱ ـ غزنه و غزنویان ؛ غلام جیلانی جلالي ، کابل ، ۱۳۴۶ شمسی .

۲ ـ د غزني تاریخي جغرافیه ؛ محمد ولي ځلمی ، دوهم چاپ ، صدیقی خپرندویه ټولنه ، ۲۰۱۳ میلادي .

۳ ـ اخلاقي کنایې ـ دوهم ټوک ؛ ډاکټر نثار احمد صمد ، علامه رشاد خپرندویه ټولنه ، کندهار ، ۱۳۹۴ لمریز .

۴ ـ بهلول های غزنی ؛ آوا خبري آژانس ، ۲۵ جوزا ، ۱۳۹۲ شمسی .

۵ ـ حوزه آنلاین مجله ( فارسي ) ؛ ۲۹ ګڼه ، ۱۳۸۵ شمسی .

۶ ـ بهلول ؛ ویکی پیډیا ویب پاڼه ( انګریزي ) .

[ کندهار مجله ، درېیمه دوره ، د ۱۳۹۶ دوهمه ګڼه ( جوزا ـ سرطان ) ، پرله پسې ۸۱ ګڼه ، ۵۶ ـ ۶۰ مخونه ]

امام جعفر صادقبغدادبهلول داناحضرت عليعراقغزنینثار احمد واصفي
نظريات (0)
نظر اضافه کول