د پښتنو دغه الميه خو په خپل ځائے چې اوس يې هېڅ علاج نشته چې دې د دين د غلط تعبير او تفهيم په وجه د خپل تاريخ، خپلې ژبې، خپل ادب او خپل ثقافت نه محروم کړے شو چې مونږ ورته د قومى ياداشت او حافظې ورکېدو په نظر کتلے شو.
اندازه د دې نه اولګوئ چې اوس لږه موده کېږى، غالباً چې د ضياالحق دور وۀ د پښتونخوا په اسمبلۍ کښې يو ممبر چې نوم يې ما نه اوس هېر دے هغۀ اووې چې زمونږ ثقافتى ورثه يعنې اثار قديمه ورکېږى لګيا دى ځکه چې کوم آثار تر لاسه شوى دى سرکارى اهل کارو هغه غېب کړى او سمګل کړى دى او د هغو په ځائے يې جعلى آثار په ميوزمونو او ذخيرو کښې ايښى دى. د دې قومى ثقافتى ورثې د حفاظت بندوبست پکار دے. ناڅاپه د دير نه د اسمبلۍ يو اسلامى پارټۍ سره تعلق لرونکے ممبر راپاڅېدۀ، قراقلى يې په سر سمه کړه او شروع شو چې زمونږ دغه د کفر آثار زمونږ ثقافت نۀ دے زمونږ ثقافت اسلام دے، دغه کفرى آثار چې څومره تلف کړے شى ښه ده، دغه ممبر د ډاکټر لکۍ هم لرله نو چې اوس دا حال دے نو پخوا به څۀ حال وۀ. د کفر د ضائع کولو دپاره. د دې الميې نه بيا بله الميه دا راپېدا شوه چې دغه د کفر نه خالى کړے شوے ځائے د مختلفو قامونو او ملکونو محققانو ډکول شروع کړل. او ماچې لکه وړاندې اووې چې دغه ټولو خلقو سره د پښتنو ډغرې جنګونه او دښمنۍ پاتې وې نو ډېره په ګرانه يې چرته د پښتنو په حق کښې څۀ د خېر خبره اوتې ده.
کوم يو لوئے شمېر د محققانو چې مونږ ورته مشتشرقين وايو او زمونږ د تاريخ په حقله ډېر معتبر نومونه شمېرلى شى د هغوى هم دا حال دے بلکه يوه بله خبره هم پکښې شامله ده او هغه دا چې د سپاړلسمې صدۍ نه پس چې په يورپ کښې کومه نشاة ثانيه راغله او بې شماره علومو بې پناه ترقى اوکړه او د دغه ترقۍ په زور باندې مغرب په مشرق باندې د هر قسم يلغار اوکړو او کامياب هم شول ځکه چې مشرقى اقوام خاص طور سره هغه اقوام چې مسلمانان په دغه وخت د جهالت په تيرو کښې ګرفتار وو د عياشو او خپلو کښې د بې مقصده جګړو نه علاوه بل څۀ کار نۀ وو د مغرب د هر قسمه بالا دستۍ د لاندې راغلل يا به دا ووايو چې يورپ عالمى فاتح او مشرق مفتوح شو.
نو ورو ورو په دغه مغربى قومونو کښې د برترۍ يو داسې احساس پېدا شو چې کۀ وړوکے وۀ کۀ لوئے وۀ، عالم وۀ کۀ جاهل وۀ، د قلم خاوند وۀ، کۀ د تورې د هغه په نظر کښې مشرق صرف د جاهلانو بې غېرتو، بزدلانو احمقانو او وحشيانو په طور مشهور شو_ نو په دغه دور کښې چې کومو مشتشرقينو د مشرق باره کښې څۀ هم ليکلى دى د خپلې برترۍ او د مشرق د کمترۍ د يو احساس لاندې يې ليکلى او دا تاثر يې پېدا کړے دے چې مشرق د همېشه راهسې کمتر او کمتر دے او کمتر به وى او يورپ د هېمشه راهسې برتر وۀ او برتر به وى او په دې بنياد د حکمرانۍ حق صرف د يورپ خلقو ته حاصل دے_ نو هغوى چې تاريخ ليکى نو د برترۍ د يو احساس د لاندې ليکى او د دې خبرې د ثابتولو کوشش کوى چې په مشرق کښې صرف جاهلان او بې کاره ، بې علمه خلق اوسېږى په دغه زمره کښې پښتانۀ هم اچولى شوى دى بلکه يوه دانه زيات بغض او عناد ورسره پالى ځکه چې پښتانۀ تر اخره پورې د مغربى سامراج سره جنګيدلى دى او هېچرې يې هم په صحيح توګه منلى نۀ دى.
د دې ټولو وجوهاتو له کبله د پښتنو تاريخ اول خو شته نه او کۀ څۀ شته هم نو هغه د نورو بيانونه دى يا به داسې اووايو چې د پښتنو مثال د هغه کس په شان دے چې د خپل يادداشت نه محروم وى او صرف هغه کوى کوم چې نور پرې باندې کوى هم دغه وجه ده چې د پښتنو تاريخ د دوو عقيدو د پرچار نه علاوه نور هيڅ نۀ دے.دوه نظريې د وړاندې نه جوړې شوى دى.بلکې دا به ووائيو چې پښتنو له په خلۀ کښې ورکړې شوې دى،او ورپسې چې څۀ هم ليکلى شوى دى هغه ددغې دوو نظريو د تبليغ نه علاوه نور هېڅ نۀ دى.چې چاته څۀ مات ګوډ او ړوند دليل په ګوتو ورغلے دے هغه يې د خپلې عقيدې دپاره استعمال کړے دے حالانکه ما وړاندې وئيلى دى چې د تاريخ په صفحه باندې بنى اسرائيل او آريا دواړه د پښتنو نه په سوؤنو بلکه زرګونو کاله کشران دى بلکه دغه دواړه شاخونه پخپله د پښتنو د سرچينې نه اوتې دى او دا هسې بې دليله دعوى نۀ ده بلکه ما په خپل کتاب “د پښتنو اصل نسل او نسليات ” کښې په پخو دلا ئلو ثابت کړى هم دى خو دې خبرې له به بيا راځو او د دغه دواړو اختلافى او متضاد نظريو جاج اخلو .
خبره زړه ده او بار بار په تاريخى نوشتو کښې راغلې هم ده خو بغېر د دغه بنيادى خبرې يا واقعې نه حقيقت ته رسېدل هم ګران دى. دا خبره د هغه وخت نه شروع کېږى چې د جهانګير په دربار کښې يو ايرانى سفير د پښتنو په باره کښې ډېر غلط اوغږيدو او مغل دربار کښې پرې ډېرې چک چکې پورته شوې ځکه چې ايرانيان او مغل دواړه د پښتنو دښمنان پاتې شوى وو او د صدو صدو تربګنى تر مينځه وه.خو په دغه دربار کښې چې کوم څو تنه پښتانۀ ناست وو هغوى د شرمه خولې خولې شول چې مشر يې خان جهان لودهى وۀ او پکښې مهابت خان، هيبت خان کاکړ او د پښتنو نور مشران شامل وو.
چې دربار نه واپس راغلل نو په خپلو کښې سره جرګه شول چې اخر مونږ پورې به تر کومې خلق دا ټوقې مسخرې کوى او د نا معلومو نيکونو اولاد به راته وائى بيا په جمع يې نعمت الله هروى نومې سړے افغانستان ته اولېږلو او هغۀ د افغانستان نه هغه مشهوره قيصه او شجره راوړه چې د بنى اسرائيلى عقيدې او نظريې بنياد دے د کمال هنر مندى خو په دې عقيده کښې دا ده چې اول خو يې پښتانۀ بنى اسرائيل کړى دى او ټول مقدس پېغمبران يې ورله نيکونه کړى دى خو بيا يې خيال کړے دے چې لږه نوره ګړه پکښې اچول پکار دى چې حلوا نوره هم خوږه شى نو بيا يې د هغې بنى اسرائيلو نه يو کس د قېس عبدالرشيد نومې د اسلامى نبوت په دور کښې عربو ته لېږلے دے د خالدبن وليد لور يې ورته په نکاح کړې ده او دوېمې مقدسې سلسلې بنو اسماعيل سره يې هم ورله پېوند ورکړے دے داسې پښتانۀ د دنيا هغه واحد قوم دے چې بنى اسرائيل هم دى او بنو اسماعيل هم دى او تقريباً ټول پېغمبران يې په نيکونو کښې شامل دى_
اوس دا هيچا ته معلومه نۀ ده چې په افغانستان کښې هغه کومه داسې لائبرېرى وه چې دا ټولې شجرې پکښې د الف نه تر يې پورې محفوظې پرتې وې.؟
د دې قيصې مطابق د بنى اسرائيلو لس قبيلې د يرشلم د تباهۍ په وخت ورکې شوى دى دېخوا راغلى وې بيا چې اسلام راغلو نو خالد بن وليد په دوى پسې جواب راولېږلو د قيس په مشرۍ کښې يوه جرګه لاړه هلته يې زبردستې کارنامې اوکړې حضور صلى الله عليه واله وسلم ورله د بطان نوم ورکړو د قيس په ځائے عبدالرشيد نوم يې ورله کېښود خالد بن وليد لور ورته په نکاح کړه او دا ټول پښتانۀ د هم هغه قيس عبدالرشيد او د خالد بن وليد د لور اولاد دىچې دوى د دريو زامنو غرغشت، سړبڼ او بيټ نه خوارۀ شوى دى_
هسې خو دا نظريه ډېره جوړ په جوړ لګولې شوې ده خو ټول جوړونه يې سست او غلط دى اول خو دا چې ټول تورات لټ په لټ واړوې نه خو د سلېمان وزيران آصف برخيا او ارميا په نوم شته نۀ په ټول تورات کښې د “افغنه ” نوم شته او نۀ د بنى اسرائيلو لس ورکې قبيلې دېخوا راغلى دى.
او بيا د قيس قيصه په اسلامى تاريخ کښې هيچرته نشته حالانکه د اسلامى دور ټول واقعات په تاريخ کښې ريکارډ دى. حتى کۀ د حضور صلى الله علېه واله وسلم د خلې هر ګفت هم د احاديثو په شکل کښې محفوظ دے. د خالدبن وليد تاريخ هم په ريکاډ دے او هغه ټول وفود او جرګې هم ټولې بيان شوى دى چې په دغه وخت کښې راغلى او تلى دى د ټولو نه غټه خبره پکښې د بطان د نوم ده بطان د باطن او بط نه اوتے دے او د کشتۍ سينې ته وائى د بطې نومې مارغۀ د نوم وجه هم دا ده وائى چې حضور صلى الله علېه واله وسلم د ډېرې بهادرۍ په وجه قيس له دا خطاب ورکړے وۀ حالانکه کشتۍ سيند او د کشتۍ سينه د عربو او پښتنو دواړو دپاره يو ناليدلے څيز وۀ. د حضور صلى الله علېه واله وسلم غوندې فصيح و بليغ انسان نه دا توقع هډو کېدے نۀ شى چې هغه دې چا له داسې خطاب ورکړى چې نۀ يې هغه پېژنى او نۀ يې اورېدونکى او قيس چې کله تلو نو د څلوېښتو (بعضې اوياو) نورو مشرانو سره د وفد په شکل کښې تلے وۀ خو يقيناً د خپلو قبيلو يا خېلونو مشران به وو، چې پښتانۀ صرف د قېس اولاد دے نو د هغه نورو څلوېښتو يا اوياؤ مشرانو يا قبيلو اولاد څۀ شو.؟