ټول حقوق د منډيګک بنسټ سره محفوظ دي
زموږ په اړه
افغانستان د خپل جغرافيايي جوړښت له کبله د سیمي په تاريخ او تمدن کي مهم ځای لري. دسیمي او افغانستان په سیاست، ټولنه او فرهنګ پوهېدلو کي د افغانستان تاریخ روښانه کول له بنسټيزو توکیو څخه دی.
منډيګک تاريخي بنسټ د نړۍ په مهمو ژبو د افغانستان د تاريخ اړوند لاندي ځانګړي هڅي کوي:
تګلاره:
منډيګک د هيواد او نړۍ په ګوټ-ګوټ کي د تاريخ پوهانو د يوې پراخي شبکې په درلودلو سره د افغانستان د تاريخ په اړه کتابونه، سندونه، کليکسونونه، آرشيفي انځورونه، فيچرونه، څېړني، ليکونه، نقشې، سيکې، ويډيو، ږغونه او ګڼ نور مواد د هيواد د رسمي ژبو تر څنګ په عربي، انګليسي، اردو، فرانسوي، روسي ژبو خپروي.
ماموريت:
منډيګک په يوه ځانګړې تګلاره د نړۍ د بېلابېلو سرچينو په مټ د افغان تاريخ باکیفیته، خلاق او مستند مواد خپرول، د څېړنو، زده کړو او پوهاوي په ترڅ کي د افغانستان د تاریخي اثارو د ژغورني په اړه عامه پوهاوی، د تاريخي زيرمو بيارغول، د تاریخي- څېړنیزو اسنادو راټولول، ډلبندي، وړاندي کول او له نورو سره شریکول؛ همدارنګه د افغان تاريخ اړوند څېړونکو سره په تېسيز، مونوګراف او مقاله ليکلو کي مرسته خپله دنده بولي.
موخه:
[افغان تاريخ] د منډيګک تاريخي بنسټ اصلي محتوا ده. د افغانستان د لرغوني او معاصر تاریخ اکاډمیکه، بې پلوه او ناپیېلې تاریخلیکنه خپله دنده بولي. مندیګک د تاریخي پېښو په اړه د نظرونو تنوع د تاریخي بحثونو په ژورتیا او پراخېدو کې بنیادي عامل ګڼي.
ناپيلتيا:
منډيګک په بشپړه توګه يوه خپلواکه اداره ده، د نړۍ په بېلابيلو برخو کي همفکره کارکونکي لري او په هيڅ سياسي يا سوداګريزه اداره پوري اړه نه لري.
منډيګک د عايد ځانګړې سرچينه نه لري، په مادي او معنوي برخه کي ستاسو لاسنیوی ته اړمنه ده.
منډيګک تاريخي بنسټ
افغانستان