ټول حقوق د منډيګک بنسټ سره محفوظ دي
ابو ريحان محمد بن احمد البیروني افغان شمېرپوه، ستورپوه، تقویمپوه، وګړپوه، هندپوه، تاریخپوه او طبیعیتپوه و چې په څلورمه او پینځمه هجري پېړۍ کې یې ژوند کاوه. البېروني په ټولو عصرونو کې د اسلامي نړۍ له سترو پوهانو او د افغانستان یو له سترو پوهانو ګڼل کېږي. دې د هندپوهنې او هندپېژندې او وګړپوهنې پلار ګڼل کېږي. دې په خوارزمي، پارسي، عربي او سانسکریټي ژبو برلاسی و. او په لرغوني یوناني، عبري توراني او سوریاني ژبو هم پوهېده. البېروني د مختلفو وګړو د آندو آند او کولتوري کړو وړو د راټولونونکي په توګه یو بې پرې تاریخ لیکوال و. البېروني چې اصلي نوم یې محمد د احمد زوی او مشهور په ابو ریحان البیروني و؛ د ۳۶۲ هـ کال د ذي الحجې په درېمه او د ۹۷۳ هـ د ستمبر په څلرمه د پنجشنبې په ورځ سهار په «بيرون» کې زېږېدلی او د ۴۴۰ هـ کال د رجب په دوهمه او د ۱۰۴۸ زېږيز کال د ستمبر په يوولسمه د جمهې د ورځې په ماښام په «غزني» کې وفات شوی او همدلته ښخ دی.
د بيرون په باب بېلابېل اندونه شته زياتره مورخان «بيرون» خوارزم يو کلی گڼي ځينې بيا «بيرون» دري کلمه بولي چې د باندې = خارج مانا لري او ليکي چې خوارزميانو هر هغه سړي ته چې تر خوارزم دباندې اوسېده بيروني ويل نو ځنگه چې ابوريحان خپل زيات ژوند تر خوارزم دباندې تېر کړی ؤ ځکه په بيروني مشهور شوی دی دا توجيه عبدالکريم د محمد سمعاني زوی پخپل «کتاب الانساب» کې راوړې ده او ياقوت حموي هم ددې توجيې تاييد پخپل کتاب «معجم الادبا» کې ليکلی دی او زياتوي چې «زما په خيال ابوريحان د رُستاق يانې د ښار له دباندې خلکو څخه ؤ».
البېروني په مختلفو ژبو کتابونه لیکلي چې شمېر یې له ۱۴۶ زیات ښودل شوی، چې د د ټولو کرښې یې په ټولیزه توګه ۱۳ زرو پورته اټکل شوي. سایت حوزه دده مهم اثار د التنجیم چې په شمېرپوهنه او نجوم کې یې لیکلی، اثار الباقیة په تاریخ او ځمکپوهنې، قانون مسعودي چې یو ډول پوهنغونډ یې بللی شو، تحقیق ماللهند د هند هېواد د وګړو د کړو وړو، خویي بوي، ټولنیز جوړښت، تاریخ، جغرافیې په اړه بحث کوی. البېروني خپل کتاب دانشنامه د غزنوي واکمن سلطان مسعود غزنوي په نامه کړه چې ددې کتاب په بدله کې ورته سلطان درې اوښه بار سپین زر ډالۍ وړاندې کړه چې دده له خوا رد کړای شوه. بېرته یې سلطان ته ولیکل چې کتاب یې د پوهې د پراختیا په پار لیکلی، نه د پیسو لپاره. البېروني د ابن سینای بلخي همپېره و چې په اصفهان کې پاتې کېده، او د دوي دواړو ترمنځ به هر وخت د لیکنو لېږد رالېږد ترسره کېدو.
البېروني له محمود غزنوي سره د هند نیمې وچې په سوبو کې ملتیا کوله چې ددې سفر په ترڅ کې یې وکولای شول خپل مهم اثر هندپوهنه ولیکي او د هندي وګړو د روسومو، تقالیدو او مذهبي کړنو په اړه دقیقه مطالعه د قلم ژبې ته وسپاري. دده بل اثر چې د کتاب الصیدنه في الطب ته اشاره وکړو چې د درملیزو بوټو په اړه یې کښلی یاد کړو.
سرچینې:
- آثار الباقیه عن القرون الخالیه: ابوریحان بیرونی، مصحح: عزیزالله علیزاده، تهران: فردوس، ۱۳۹۰، ۵۶۰ صفحه. شابک: ۸–۴۶۴–۳۲۰–۹۶۴–۹۷۸
- تاریخ علوم عقلی در تمدن اسلامی، جلد اول، صفحهٔ ۲۸۲
- تحلیل نثر فارسی ابوریحان بیرونی و برخی از فواید لغوی التّفهیم، اسماعیل حاکمی
- کينډۍ:یادکرد وب
- کينډۍ:یادکرد ویکی
- دائرةالمعارف بزرگ زرین، بابک حقایق، بابک ریاحی پور، چاپ دوم، ۱۳۸۰، مؤسسه فرهنگی امید
- کينډۍ:یادکرد دانشنامه
- کویر، محمود، هزارهٔ ققنوس: ساسانیان تا سامانیان، صفحه ۳۱۴، انتشارات اچانداس مدیا، لندن، چاپ ۱۳۹۶
- مرکز دائرةالمعارف بزرگ اسلامی، ۱۳۹۳