منډيګک
افغان تاريخ

امیر عبدالرحمن خان د خپل عمل په هینداره کي

امير عبدالرحمن خان د خپلي کابينې سره.
0 604

څه کم شل کاله مخکي، د کوټي په ښار کي، د پولیسو یوه متقاعد پښتون منصبدار، له کندهار څخه برټانوي هند ته، د برټانوي رپوټ لیکونکو، د لېږل سویو رپوټونو یوه مجموعه را وسپارله، چي څه کم دوه زره مخه کېږي او د کندهار نیوزلیټرز په نوم  په لسو ټوکونو کي راغونډ سوي دي. دا رپوټونه د امیر عبدالرحمن خان د پاچهي د دریم کال یعني ۱۸۸۳ څخه پیل کېږي او د امیر حبیب الله خان د پاچهی تر څلورم کال ۱۹۰۵ پوري دوام کوي. ما د افغانستان د تاریخ لیکونکو په آثارو کي دې اسنادو او رپوټونو ته اشاره نه ده لیدلې، ځکه مي نو لازمه وبلله چي ځیني برخي یې د خپلو لوستونکو سره شریکي کړم.

دا رپوټونه ټول د برټانوي هند هغو مسلمانو خبرلیکونکو لیکلي او د کوټي ښار ته لېږلي دي چي د افغانستان د حکومت په اجازه په کندهار کي اوسېدل. یوازي اووم ټوک په کابل کي اوسېدونکي خبرلیکونکي میرهاشم، چي فکر کېږي په کابل کي یې د ډاکټر د مرستیال وظیفه درلوده لیکلي دي. نور رپوټونه مختلو خبرلیکونکو له کندهار څخه لېږلي او په کوټه کي ترجمه سوي او د برټانوي هند په آرشیف کي خوندي سوي دي. ما د دې رپوټونو یوازي د هغي برخي څخه استفاده کړې ده چي خبرلیکونکی یې د خپلو سترګو لیدلی حال بولي، یا د کندهار د نایب الحکومه له خپلي خولې خبري کوي او یا یې د هغه په دربار کي لیکلي مکتوبونه لیدلي دي. هغه رپوټونه مي چي پر آوازو ولاړ دي، هیڅ نه دي اخیستي او په هغو رپوټونو کي چي زما په اند یو څه مستند ښکاري هم داسي خبري راغلي دي چي بېخي د منلو نه دي. خو څرنګه چي رپوټونه موءظفو کسانو لیکلي او مسوولو مقاماتو ترنظر تېرکړي او ترجمه کړي دي او په مقابل کي یې د رد لپاره بل هیڅ مدرک نسته نو مي لازمه وبلل چي د لوستونکو سره یې شریک کړم. لکه مخکي چي مي وویل دا مکتوبونه په لسو ټوکونو کي را غونډ سوي دي او چي کله زه استناد په کوم نو د کندهارمکتوبونه  په نامه یې یادوم او ټوک او صفحې ته یې اشاره کوم.

امیر عبدالرحمن خان د افغانستان د تاریخ له تر ټولو مهمو شخصیتونو څخه دی او د هغه د پاچهی دوره، چي د نولسمي سدۍ وروستي شل کلونه کېږي، له ترټولو مهمو او حساسو دورو څخه ګڼل کېږي. د همدغه امیر په زمانه کي د افغانستان اوسني حدود، د وروستي ځل لپاره، ټاکل سوي او د همدغه امیر په زمانه کي افغانستان یو موټی سوی او د عصري کېدلو پروګرامونه پیل سوي دي. د امیر عبدالرحمن خان په باره کي به نوري علمي لیکني هم وسي او زه یقین لرم چي دا دوره په لا ډېرو زیاتو علمي او تاریخي څېړنو ارزي.

امیر عبدالرحمن خان په داسي شرایطو کي د کابل پر تخت کښېناست چي نه ارګ موجود وو، نه پوځ درک درلودی او نه په خزانه کي یوه پیسه موجوده وه؛ او د دې ترڅنګ لا هیواد داسي ټوټه ټوټه وو چي د ده په قول هر آخوند او ملا او د هري طایفې او قوم مشر ځان مستقل پاچا باله.   تاج التواریخ ص ۲۴۰ دی وايی د خپلو جاسوسانو په وسیله مي دوست او دښمن وپېژندی. څوک چي مي دوستان ول او زما سره همکاری کولو ته حاضر ول هغوی مي ونازول او څوک چي مي مخالف ول او لاري ته نه راتلل هغوی مي یا له وطنه وشړل او یا مي ترټولو سختي سزاوي ورکړې. هغه کتاب ص ۲۲۸

امیر د افغانستان د یو موټی کولو او عصري کولو په لاره کي هر ګام له خنډ‌ونو او مقاومتونو سره مخامخ وو. هغه وايی دی ځکه اوسپنیز واکمن بلل کېږي چي پر اوسپنیزو خلکو باندي حکومت کوي. افغانستان  مکمن ص ۲۳۸

امیر د خپلو دښمنانو او مخالفینو د مقاومتونو او مخالفتونو د ماتولو او یوه عصري هیواد د جوړولو لپاره یوه زورور او په عصري وسلو سمبال پوځ ته ضرورت درلود او د منظم پوځ د جوړولو لپاره پیسې په کار وې. امیر له خلکو څخه په وچ زور پیسې واخیستلې، په وچ زور یې منظم پوځ جوړ او د مخالفینو په ځپلو کي یې د هیڅ ډول سخت سلو ک څخه مخ وانه ړاوه. د هیواد د سمسورولو لپاره یې صعنتي او تجارتي انکشاف او د کانونو را ایستلو ته ضرورت درلود او دې کارونو بشپړ امنیت ته ضرورت درلود. امیردې ټکي ته متوجه وو او داسي امنیت یې ټینګ کړ چي د هغه زوی امیر حبیب الله خان یې ثمره ولیدله او په دې لاره کي یې چنداني تکلیف ونه لیدی. اروپايی لیکوالان د هغه وخت په باره کي لیکي چي پر لارو باندي امنیت ټینګ وو، او په هیواد کي د خلکو د غوښتنو سره سم پرمختګ روان وو او د نور او لا نورپرمختګ او سمسورتیا هیله کېدله. هر چا ته یو څه  رسېدله او له شته منه تر نېستمن پوري خوښ ول. د کلیوالو زامن په پوځي خدمت کي برتۍ کېدل او حکومتي ماموریتونه یې تر لاسه کول. هغه کتاب ص ۲۳۹

تور امير يا پولادي امير
Abdur Rahman Khan – Amir of Afghanistan
عبدالرحمن خان ا

مورخ میرغلام محمدغبار، چي د امیر عبدالرحمن خان د مطلقه سلطنت د سسټم او د ادارې له طرز سره سخت مخالف دی، هم د امیر په وخت کي د امنیت ستاینه کوي او وايی چي د امیر په وخت کي امنیت ټینګ وو، په بازارونو کي نکلچیانو قصې کولې او په جوماتونو کي ملایان په خپل دیني تبلیغ لګیا ول. خلک مېلو او سات تېري ته تلل؛ رقص او سازونه چالان ول او د پایتخت د خرابات محله د ساز او سروز مرکز وو… امیر له خپلو خلکو څخه د بې قید او شرطه اطاعت غوښتنه کول او بس(  افغانستان در مسیرتاریخ جلد اول ص۶۵۷

امیر د امنیت د ټینګولو او خپلو مخالفینو د ځپلو تر څنګ د تجارت، کرني او صنعت ودي او انکشاف ته ډېر سخت متوجه وو. البته د دې تر څنګ یې د فرهنګ برخي ته، چي د هیواد د عمومي انکشاف اساس او بنسټ بلل کېدلای سي، هیڅ توجه ونه کړه. هغه تقریبا یوویشت کاله د افغانستان مطلق العنان پاچا وو او په دې دومره اوږده موده کي یې په زرګونو ځوانان روزلای سوای. په داسي حال کي چي امیر پخپله دې نقیصې ته متوجه دی، مګر هیڅ اقدام یې نه دی کړی. دی پخپله لیکي چي په هیواد کي مي اعلان وکړ چي دېرش تنه  داسي منشیان مي په کار دي چي پخپله ژبه لیک لوست وکړای سي. تر دریو تنو زیات مي پیدا نه کړل. د خدای شکر ادا کوم چي اوس مي د رعیت زر تنه لیک لوست کولای سي. ( تاج التواریخ ص ۳۵۶)

ګریګوریان لیکي« امیر عبدالرحمن خان د ښووني او رزني برخي ته چنداني توجه ونه کړه او په دې برخه کي یې کوم خاص اهداف نه درلودل. که څه هم چي د اروپا پر طرز د عالي تحصیلاتو د سسټم په ارزښت پوهېدی او په دې هم ښه خبر وو چي په هیواد کي یوې ورځپاڼي ته څومره ضرورت دی، خو په دواړو برخو کي یې هیڅ ونه کړل. پر فارسي ادب مین وو؛ ځکه یې نو فارسي ملي او رسمي ژبه ګرځولې وه او پښتو او یا بلي کومي ژبي ته یې هیڅ توجه ونه کړه. یوازي څو تنه هندوان او ارمنیان، چي په هند کي په عیسوي مذهبي مدرسو کي روزل سوي ول، په انګرېزي ژبه پوهېدل. د نسخو اخیستلو او ترجمه کولو وظیفه دغو کسانو ته سپارله سوې وه. مسیحي مبلغین او خارجي ښوونځي افغانستان ته نه سوای داخلېدلای او حکومت بهر ته شاګردان هم ونه لېږل. څرنګه چي خلک د خارجي ژبو او کلتور سره بلد نه سول، نو دې کار د هیواد د عصري کېدلو د تحریک او عمومي ودي مخه ونیوله» ګریګوریان   ص ص ۱۵۰-۱۵۱

د امیر د وخت د اجتماعي حالاتو په باب، په هغه وخت کي، په افغانستان کي دننه چا چنداني څه نه دي لیکلي. یوازي میرزا یعقوب علي خافي په خپل مغتنم کتاب پادشاهان متاخر افغانستان، دوهم جلد، کي د امیر د وخت د امنیت بې اندازې ډېر صفت کړی دی. که څه هم چي پخپله میرزا په دغه وخت کي په سمرقند کي وو او د مشهور مورخ احمدعلي کهزاد په قول، چنداني سواد یې هم نه درلود. دغه راز د مشهور مورخ ملافیض محمد کاتب  سراج التواریخ دریم جلد ډېر ښه ماخذ دی؛ خو څرنګه چي د امیر حبیب الله خان په دربار کي، د امیر تر سخت او ورځني نظارت لاندي لیکل سوی دی نو د فیض محمد کاتب د نظر ښکارندوی نه سي بلل کېدلای. البته تر ټولو نورو داخلي ماءخذونو معتبر دی. په دې حساب نو سړی مجبورېږي چي د دې دورې په باره کي هم زیاتره خارجي منابعو ته مراجعه وکړي. بهرنیو لیکوالانو چي څه لیدلي هغه یې لیکلي دي او څرنګه چي د امیر د ادارې او استبداد تر اغېزي لاندي نه ول نو سړی یې په لیکنو اعتبار کولای سي.

خارجي لیکوالانو چي د امیر د ادارې او شخصیت په باب لیکني کړي دي نو زیاترو یې هغه یو مستبد او خپل سری سړی بللی دی. خو استبداد خپل تعریف او حدود لري. امیر عبدالرحمن خان د یاغي او خپل سرو خانانو او روحانیونو د اېلولو لپاره، چي هم یې د مرکزي ادارې د ټینګېدلو مخه نیوله او هم یې پر خلکو ظلمونه کول، استبداد ته مجبور وو؛ له سهاره تر ماښامه یې کار کاوه او په ډېرو وړو وړو قضیو کي یې پخپله اجرآت کول. خو کله کله به یې استبداد داسي حالت ته ورسېدی چي سړی یې ظلم، جنایت او حتی لېونتوب بللای سي.

جنرال مک من د برټانوي انجنیر سرسالټر پاین  له قوله، چي په کابل کي یې ډېر زیات وخت تېر کړی وو، لیکي چي امیر یوه ورځ قصر ته وبللم. په برنډه کي ناست وو او شیریخ یې خوړ. په دې وخت کي یې د هرات څلور سوه یاغي سوي عسکر ورته راوستل. امیر حکم وکړ چي د ټولو څخه سترګي وباسي. زه هلته ناست وم چي دا حکم عملي سو. ما خپل شیریخ ختم نه کړ، خو امیر خپله برخه ټوله وخوړه. افغانستان مکمن ص ۲۴۵

که د سالټر پاین په دغه لیکنه یا رپوټ کي، چي د امیر عبدالرحمن انتها قساوت بیانوي، یوه اندازه قدر ریشتیا هم وجود ولري نو د برټانوي هند د خبر لیکونکو رپوټونه، چي موږ یې د ردولو لپاره دلایل او یا نور مواد هم په لاس کي نه لرو، باید حقیقت ولري.

کله چي د امیر دغه راز اعمالو ته ګورو نو ویلای سو چي د هغه اعمال د استبداد تر سرحد اوښتي او وچ کلک ظلم دی، چي زیاتره وختونه یې سړی لېونتوب او ناروغي بللای سي. په کندهار نیوز لیټرز Kandahar Newslettersکي اکثر د خبرلیکونکو د سترګو لیدلي حالات راغلي دي، او د امیر او د هغه د مامورینو او حاکمانو دغه راز عملونه په ښه توګه بیانوي.

د امير عبدالرحمن خان دربار
په منځنی برنډه کي امير عبدالرحمن خان ښکاري ،لکړه یی په لاس کي ده.

خبرلیکونکی په یوه رپوټ کي وايی چي د فیروز په نوم د چنداول یوه اوسېدونکي امیر ظالم بللی او ویلي یې وه چي افغانستان د اوسېدلو ځای نه دی. امیر د هغه ژبه پرې کړه، مېرمن او دوه زامن یې ووژل.  د کندهارمکتوبونه  اووم جلد ص ۱۸۵

کوټوال محمدخان لس تنه ملکان ځکه ونیول چي د امیر د تاج او ضیاءالملته والدین د لقب لپاره یې پیسې نه ورکولې او ویلي يې وه چي انګرېزانو چي امیر پاچاکاوه د تاج پیسې دي هم ورکړي. امیر هغوی ټول اعدام کړل.   هغه کتاب ص ۱۷۲

د غزني پخوانی کوټوال محمدخان درې کاله مخکي د رشوت اخیستلو په ګناه بندي سو. هغه په بندیخانه کي مړسو. امیر د هغه مېرمن او دوه زامن ځکه بندیان کړل چي پر کوټوال باندي لګېدلې جریمه نه وه تحویل سوې. څرنګه چي کوټوال ډېر خپلوان نه درلودل نو امیر د هغه پر کلیوالو باندي د جریمې پوره کول حواله کړه. دغه راز یې د کوټوال پنځه لس کلنه کوزده سوې لورپه څلور زره روپۍ د کلي ملک ته ورکړه. هغه کتاب ص ۱۴۷

د ۱۸۹۶ کال د جنوري په میاشت کي د کابل په بندیخانو کي، چي د ژوند کولو هیڅ ډول وسایل یې نه درلودل، څوارلس زره نارینه او شپږ زره ښځي بندیاني وې. دوو تنو بندیانو، چي دوې ورځي یې ډوډۍ نه وه خوړلې، له لوږي د یوه بل بندي ډوډۍ ورڅخه غلا کړه؛ امیر د دواړو په سترګو کي آهک واچول او ړانده یې کړل.  هغه کتاب ص ۱۴۳

د امیر لپاره د خلکو د ژوند اخیستل، سترګي ړندول او لاسونه پرې کول د ټوکو او سات تېري موضوع وه. په دې برخه کي هیڅ ډول قانون موجود نه وو او امیر خپل ځان نه اسماني او نه مدني قانون ته مسوول باله. کله چي سړی د هغه ظالمانه او عاجلو احکامو ته ګوري نو ویلای سی چي د افغانستان اولسونو یوویشت کاله د یوه ناروغ او لېوني تر لاس لاندي ژوند کړی دی.

د ۱۸۹۶ کال د فبروري په میاشت کي کوټوال محمدحسین خان اووه تنه قماربازان ونیول او د امیر حضور ته یې بوتلل. امیر د ټولو چپ لاسونه ورڅخه پرې کړل. هغه کتاب ص  ۹۱  داسي ښکاري چي د امیر لپاره د انسان د لاس پرې کول او د سترګو ایستل یوه عادي خبره وه؛ ځکه چي په هیڅ مدني قانون او اسماني کتاب کي د قمار په ګناه د چا د لاس د پرې کولو سزا نسته.

د لغمان حاکم خپل یو مامور عجب خان د دریو زرو روپیو رشوت اخیستلو په تور ونیوی. امیر د هغه د اعدام حکم وکړ. هغه کتاب ص ۹۴

د همدغه کال د فبروري په میاشت کي څلوېښت هزاره ګان بغداد ته د تېښتي په لاره کي په میمنه کي ونیول سول. امیر ټول اعدام کړل. هغه کتاب ص ۱۷۶

د همدغه کال د سپټمبر په میاشت کي ملک تاج ګل د خوست د حاکم د ظلم او تېري له لاسه امیر ته شکایت وکړ. امیر د هغه شکایت دروغ وباله. د ملک ژبه یې پرې کړه او بندیخانې ته یې واستاوه. هغه کتاب ص ۱۸۹

په دې برخه کي دونه مثالونه دي چي یو بشپړ کتاب ورڅخه جوړېږي.

د همدغه کال د اګسټ په میاشت کي دیارلسو تنو د کوهدامن حاکم احمدیارخان وواژه. امیر د ټولو دیارلسو تنو د سترګو د ایستلو حکم وکړ. خو کله چي هغوی امیر ته پېشنهاد وکړ چي د سړي پر سر به دوه زره روپۍ تحویل کړي. امیر قبوله کړه او د پیسو له اخیستلو څخه وروسته یې ټول خوشي کړل. هغه کتاب ص ۱۸۶

د اوسني ارګ د جوړېدو د بنسټ ډبره، د امیر عبدالرحمن خان له لوري، په ۱۳۰۰ هجري قمري کال کې په شاوخوا دوه سوه جریبه ځمکه کېښودل شوه. هغه مهال، په دې ساحه کې آبادي او بازار نه و او شاوخوا یې تر یوه ځایه کرنیزې ځمکې او باغونه لیدل کېدل. د پادشاهانو د حکمرانۍ او د اوسېدو ځای په توګه دغلته د امیر عبدالرحمن خان له لوري د ارګ لپاره د ځای تثبیت وروسته له هغه وشو، چې د انګرېزانو د یرغل پر مهال د کابل بالاحصار، چې د افغانستان شاهي مرکز و، ویجاړ شو.

امیر د خپل رعیت سره د یوه پاچا په حیث نه بلکه د یوه مالک او بادار په حیث سلوک کاوه. کله به یې  په ډېره وړه ګناه د خلکو سترګي ایستلې او حتی اعدام به یې کړل او کله به یې ډېر لوی لوی جنایتونه، حتی قتلونه، بخښل. په رپوټونو کي داسي کیسې راغلي دي چي سړی یې یوازي د الف لیله په افسانو کي لیدلای سي. په هغو رپوټونو کي چي د ۱۸۹۶ کال د فبروري په میاشت کي له کابل څخه لېږل سوي دي راغلي دي چي د غزني د لمبردار ورور یو سړی قتل کړ او پولیسو ونیوی. کله چي د امیر په مخ کي حاضر سو نو وې ویل چي د هغه ورور په غزني کي یو مشهور او د عزت خاوند سړی دی. خو له ده سره یې ډېر بد سلوک کړی او سپک کړی یې دی او له کوره یې شړلی دی؛ ځکه نو د غزني ټولو خلکو ده ته په سپکه سترګه کتل. هغه سړي چي ده قتل کړ،  ده ته یې ښکنځل وکړل او د ده ورور، چي یو حکومتي مامور او د عزت خاوند سړی دی، د ده پر عرض او شکایت غوږ ونه نیوی نو دی مجبور سو چي هغه سړی قتل کړي چي ده ته یې سپکي سپوري ویلي وې. امیر وویل چي د دې ټولي بدي پېښي علت د قاتل ورور دی. هغه یې راووست، اعدام یې کړ او قاتل یې د خپل ورور پر ځای لمبردار مقرر کړ. هغه کتاب ص ۸۳

یوه ورځ یوه سړي د شکایاتو په صندوق کي یو لیک اچولی او لیکلي یې وه چي د ده ـ خدایداد اوسېدونکي، ملک سیف الدین، الله داد، شاه نواز، شیرخان او خان محمد خاینان دي او دعا یې کړې ده چي خدای دي انګریزان کابل ته راولي چي امیر تباه کړي. امیر له تحقیق او پلټني پرته د پنځو واړو د اعدام حکم وکړ او امر یې وکړ چي د کاغذ لیکونکی دي پیدا کړه سي. هغه کتاب ص ۱۹۸

د شته منیو او پیسو ضبطول:

د رعیت او پاچا ترمنځ د اجتماعي قرارداد بنسټ دا دی چي رعیت خپل واک پاچا ته تسلیموي او پاچا په عوض کي د هغوی د سر او مال د ساتني ضمانت کوي. امیر عبدالرحمن خان، لکه څرنګه چي پورته مو ولوستل، د هیچا د سر او ژوند اخیستلو پروا نه کوله او د دې تر څنګ یې د افغانستان د ټولو خلکو شته منيو ته د خپل شخصي مال په سترګه کتل. د خلکو پیسې او شته مني یې د یوه پاچا په څېر نه بلکه کټ مټ د یوه داړه مار په څېر غصبولې. امیر د لوږي او نېستۍ تصور نه سو کولای، ځکه چي ده او دده حرم، دوستانو او سردارانو ټولو په ناز او نعمت کي ژوند کاوه. کنه نو د یوه سړي یا کورنۍ د شته منی ضبطېدلو په حقیقت کي د هغه د تباه کېدلو، ګدايی ته د مجبورولو او بالاخره له لوږي د وژلو معنی درلوده.

د میرزا ولي محمدخان په نوم یوه سړي له یوې کونډي سره، چي په کوهدامن کي اوسېدله، واده وکړ. امیر ته چا رپوټ ورکړ چي دغي کونډي اتیا زره روپۍ درلودلې او هغه پیسې ټولي میرزا ته رسېدلي دي. امیر میرزا وروباله او ورته وې ویل چي د کونډي پخوانی مېړه د امیر شېرعلي خان په حکومت کي یو خاین مامور وو؛ او ټولي پیسې یې په خیانت او اختلاس جمع کړي دي نو له هغه څخه پاته سوي پیسې د حکومت مال دی. میرزا وویل چي دا پیسې اوس د هغه مال دی او دی هیڅ مجبوریت نه لري چي حکومت ته یې تحویل کړي. امیر وویل چي دا سړی د پاچا اطاعت نه کوي او زه ګومان کوم چي یوه ورځ به حکومت ته تاوان ورسوي. د میرزا پیسې یې ضبط کړې او هغه یې اعدام کړ. هغه کتاب ص ۱۰۴

عبدالصمد جان یو شته من سړی دی. د هغه یوه نوکره له یوه سړي سره وتښتېدله. ده کوټوالی ته رپوټ ورکړ. کوټوال خبره امیر ته ورسوله او امیر له سړي څخه پوښتنه وکړه چي څو نوکراني لري؟ سړي ورته وویل چي څلور. امیر ورته وویل چي ته په کابل کي کوچنی پاچا یې؛ ځکه چي ته د خپلي مېرمني لپاره څلور نوکراني لرې. امیر حکم وکړ چي عبدالصمد جان دي بندي سي او د هغه شته مني او نوکران دي وپلورل سي. هغه کتاب ص ۱۱۵

د میمنې څو تنو اوسېدونکو د هغو عسکرو د اکمالولو لپاره چي د نورستان په جنګونو کي یې برخه اخیستله له حکومت سره یو قرارداد کړی وو. د هغوی په حساب کي غلطي پېښه سوې وه او د څلوردېرش زرو روپیو پر ځای یې د پنځه دېرشو زرو روپیو غوښتنه کړې وه. امیر د ټولو شته مني ورڅخه ضبط کړه او هغوی یې بندیان کړل. هغه کتاب ص ۱۰۳

امیر ته رپوټ ورسېدی چي د ایسفرزه اوسېدونکی عبدالغفار یو لک روپۍ لري. امیر له سړي څخه پوښتنه وکړه، خو هغه په لومړي سر کي منکر سو او وروسته یې په شکنجه کي اقرار وکړ. امیر هغه بندي کړ او د دروغ ویلو په ګناه یې د هغه ټوله شته مني ضبط کړه. هغه کتاب ص ۱۳۸

امیر د کندهار پخواني نایب الحکومه سردارعبدالرسول خان ته احوال واستاوه او له هغه څخه یې یو لک روپۍ باقیات طلب کړل. عبدالرسول خان پخپله امیر ته ورغی او ورته وې ویل چي هغه دوولس کاله مخکي حکومتي وظیفه پرې ایښې ده، دا باقیات له کومه سوي دي. امیر په جواب کي ورته وویل دا مهمه نه ده چي ته لس کاله او که دوولس کاله مخکي بېکاره سوی یې. دا د امیر پیسې دي او دا امیر عبدالرحمن خان دی چي په دې باره کي فیصله کوي. هغه تر اوسه پوري پاچا دی او څوک یې پر ځای باندي نه دی کښېنستلی. امیر حکم وکړ چي سردار دي بندي سي او د هغه له شته منی څخه دي باقیات حصول سي. هغه کتاب ص ۱۷۹

#دچارواکوخاطرې ۷۳مه برخه:[ د #امير_عبدالرحمن_خان_خواړه…]تاريخونه ليکي چي د امير عبدالرحمن خان خواړه به په لوړه کچه…

Geplaatst door Sardar Wali op Woensdag 23 oktober 2019

سردار سالو خان امیر ته رپوټ ورکړ چي د چاردهي اوسېدونکی ګنیشا هندو یو  سېرمرغلري، دوه سېره یاقوت او نیم سېر بدخشاني یاقوت لري. امیر ګنیشا هندو را وباله او د اقرار تر اخیستلو وروسته یې د غمیو په شمول ټوله شته مني ورڅخه ضبط کړه او هندو یې بندیخانې ته واستاوه. هغه کتاب ص ۱۵۴

داسي ښکاري چي امیر له شته منو خلکو څخه وېره درلوده. ده ښايی فکر کاوه چي غریب خلک د ده پر ضد په هیڅ ډول دسیسه او اقدام کي برخي اخیستلو ته نه زړه ښه کوي او نه یې په وس پوره ده؛ ځکه یې نو د شته منو خلکو جایدادونه او پیسې ورڅخه ضبطولې. د تاشقرغان یوه ډېر شته من او مشهور سړي خیرالله خان امیر ته درې لکه روپۍ په سوغات کي راوړې. امیر د هغه ډېر قدر وکړ. مګر کله چي له درباره څخه ووت نو کوټوال ته یې امر وکړ چي بندي یې کړي او شته مني یې ضبط کړي. هغه کتاب ص ۱۵۴

یوازي امیر عبدالرحمن خان نه وو چي د هرچا د شته منی غصبول یې ځانته روابلل، بلکه د کورنۍ هر غړي یې د خلکو د مالونو د لوټلو حق درلود. حرم صاحبې د کشن په نوم یوه هندو تاجرته خپله نوکره ولېږله او د جامو لپاره د ټوکرانو غوښتنه یې ورڅخه وکړه. کله چي هندو ټوکران حاضر کړل؛ حرم صاحبه ورباندي په غوسه سول او ورته وې ویل چي هغه په کوم جرأت د پاچا مېرمني ته دومره بې کیفیته ټوکران راوړي دي. بزاز ورته وویل چي د کابل په ټول ښار کي تر دې بهتر ورېښمین ټوکران نه پیداکېږي. حرم صاحبه ورباندي په قار سول، هغه یې سپین سترګی وباله او پنځه سوه روپۍ یې جریمه کړ. البته د هندو زاریو هیڅ ګټه ونه کړه. هغه کتاب ص ۱۱۶

البته دا او ځیني نوري پېښي یوازي په ۱۸۹۶ کال کي په کابل کي منځته راغلي دي او سړی له دې څخه د امیر د شپاړسو کلونو مخکي او پنځو کلونو وروسته اجراآتو په برخه کي اټکل کولای سي. امیر که له یوې خوا د دریو زرو روپیو رشوت اخیستلو په ګناه خپل یو مامور اعداماوه له بلي خوا یې کوټوال محمدحسین خان ته، چي یو ځل یې شپږزره روپی ص ۱۹۳ او بل ځل یې د دېوان نرنجنداس د رپوټ په اساس پنځه ویشت زره روپۍ اختلاس کړي وې، هیڅ ونه ویل او صرف اختلاس کړي پیسې یې بیرته ورڅخه واخیستلې. امیر هغه ته وویل چي که غواړې خپل مقام وساتې نو پیسې راوړه او که غواړې پیسې وساتې نو له کاره به لیري کېږې. هغه کتاب ص ۱۹۶

له دې څخه ښکاري چي امیر له خپلو حکومتي مقاماتو سره په فساد کي شریک وو. سردار عبدالقدوس خان امیر ته څلور آسونه او څلور له غمیو ډک طلاکار زینونه په سوغات کي راوړل. امیر هغه ته پنځه زره روپۍ انعام ورکړ. هغه کتاب ص ۲۱۱

د انعام له اندازې څخه سړی د سوغات د ارزښت اټکل کولای سي. مګر امیر له خپل سردار څخه پوښتنه نه کوي چي دا دونه ارزښتناک زینونه یې له کومه کړي دي.

سردار نیک محمدخان امیر ته زر روپۍ نغدي، اووه زره میتره په کندهار کي جوړ سوی اعلی ټوکر او  شل اېرانی قالیني په تحفه کي راوړې او امیر قبولي کړې. هغه کتاب ص ۱۳۳

د ترکستان حاکم او سپه سالار، د اختر په مناسبت، امیر ته څلوېښت زره روپۍ او پنځه قېمتي آسونه را ولېږل. امیر سوغات قبول کړ. پیسې یې خزانې ته او آسونه یې طویلې ته واستول. هغه کتاب ص ۱۱۲

د بدخشان حاکم امیر ته پنځه لس سوه طلاوي په سوغات کي واستولې او امیر قبولي کړې. په مقابل کي یې د جلال آباد له کوټوال شیرزمان خان څخه پوښتنه وکړه چي د خپل ماموریت په وخت کي به یې څومره پیسې غونډي کړي وي؟ هغه ورته وویل چي ټول ژوند یې په خپله حلاله تنخوا ګوزاره کړې ده او په جیب کي هیڅ نه لري. امیر ورته وویل چي زما ستا په شان غریب مامورین په کار نه دي. شیرزمان یې په هماغه ورځ برطرف کړ او پر ځای باندي يې بل څوک مقرر کړ. هغه کتاب ص ۱۹۸

په ۱۸۹۶ کال کي د کابل غوړه مالو سردارانو او نازولو امیر ته د ضیاء الملته والدین لقب او د سلطان مقام ورکړ. امیر دا لقب په ډېره خوشالي ومانه او د دې لقب په مناسبت یې د یوه تاج د جوړولو حکم هم وکړ. د تاج لګښت یې پر رعیت حواله کړ. امیر حکم وکړ چي د ده د تاج لپاره دي خلک له یوې روپۍ څخه نیولې تر پنځوسوو روپیو پوري ورکړي. محمدزیو او بارکزیو، هر یوه، د یوه کال تنخوا د امیر د تاج لپاره ورکړه. له ټولو پوځي او ملکي مامورینو څخه د یوې یوې میاشتي تنخواوي وګرځول سوې. هغه کتاب ص ۱۶۳

د امیر تاج د خلکو لپاره یو لوی غضب سو. د امیر کوټوالانو د خلکو څخه په زور پیسې اخیستلې او چا چي نه ورکولې هغه سمدستي بندیخانې ته روانېدی. او که یې لا د څه ویلو جرأت هم کړی وای نو یا یې ژبه پرې کېدله او یا د امیر په حکم اعدامېدی. کوټوال میرزا محمدحسین خان یو ځل پنځه اویا زره روپۍ ص ۱۷۳ او بل ځل لس لکه روپۍ غونډي کړې. هغه کتاب ص ۱۸۴

البته دا په هغه زمانه کي چي په پنځه زره روپۍ بشپړ جایداد اخیستل کېدلای سوای، د خلکو تر تصور لوړي پیسې وې.

په ولایاتو کي هم وضع تر دې ښه نه وه. د افغانستان په نورو ولایاتو کي د حکومتي مامورینو د ظلمونو په باب چنداني اطلاع نه لرو خو له کندهار څخه، چي د انګرېزانو خبرلیکونکی د هغه ښار او شاوخوا سیمو په باب رپوټونه لېږي، داسي ښکاري چي هلته وضع نوره هم خرابه ده او خلک د حکومتي مامورینو د ظالمانه اجرآتو څخه تر پزي رسېدلي دي. د انګرېزانو خبرلیکونکی میرزا محمدتقي په خپل یوه رپوټ کي لیکي چي په تېرو دوو دریو ورځو کي شپږ تنه تاجران نیول سوي او شته منی یې ضبط سوي دي. نور تاجران او شته من خلک ځکه پر  ځانونو بېرېږي چي د نیول سویو کسانو د ګناه او خطا په باب څه نه دي ویل سوي او ټول بېګناه کسان دي. د کندهارمکتوبونه  دریم جلد ص ۸۴

د کندهار نایب الحکومه ته امیر هدایت کړی دی چی ټول هغه تره کي مالدار ونیسي او شته مني یې ضبط کړي چي د ملک کاک او نورو هغو کسانو سره یې اړېکي درلودلي دي چي د اندړو په ښورښ کي یې برخه اخیستې وه.د پشت رود حاکم مولاداد خان ته هم دغه ته ورته هدایت رسېدلی دی. هغه د ګرشک او کلابست په شاوخوا کي ټول تره کي ونیول او پرته له دې چي د چا څخه پوښتنه او تحقیق وکړي د ټولو شته مني او مالونه یې ضبط کړل. هغه کتاب ص ۹۷

په یوه بل رپوټ کي راغلي دي چي اته لس نارینه او دېرش ښځینه تره کي نیول سوي دي. د هغوی مالونه، چي سل اوښان او دوه زر پسونه دي، ضبط سوي دي د کندهار په ښار کي لیلام سول. هغه کتاب ص ۱۱۲

په یوه بل رپوټ کي راغلي دي چي په کندهار کي آوازه ده چي د هرات عسکرو ښورښ کړی دی او سپه سالار فرامرز خان یې وژلی دی. نایب الحکومه امر کړی دی چي که چا د دغه راز موضوعاتو په باب خبري کولې ژبه یې پرې کېږي او زر روپۍ به جریمه سي. خلک په دې باره کي هیڅ خبري نه کوي. مګر د کوټوالی مامورینو ته خدای ورکړه او چي هر څوک ویني د حکومت په باب د خبرو کولو په تور یې نیسي؛ خپلي پیسې ورڅخه اخلي او خوشي کوي یې. اوس خلک دونه بېرېدلي دي چي د خپلو شخصي چارو په باب هم له یوه بل سره د خبرو کولو جرأت نه لري. هغه کتاب ص ۱۳۵

په زور اخیستل سوي پیسې څرنګه لګېدلې؟

که څه هم چي هیڅ مدني قانون او هیڅ اسماني کتاب هیڅ واکمن ته له چا څخه په زور د پیسو د اخیستلو جواز نه ورکوي. خو که امیر دا پیسې د وطن په ابادولو او امنیت په ټینګولو لګولای نو، که نور هیڅ نه وي، یو عذر خو وو. مګر امیراو د هغه کورنۍ او نازولو، له خلکو څخه په غصب سويو پیسو، په منتهی ناز او نعمت کي ژوند کاوه. لکه څرنګه چي د افغانستان تقریبا ټولو اوسېدونکو ته د امیر د لاسه مځکه سره تبۍ وه د حرم د اوسېدونکو لپاره د مځکي پر سر جنت جوړ وو.

امیر په خپل کتاب تاج التواریخ کي په پوره بې پروايی د خپل حرم د غړیو د تنخواګانو او لګښتونو په باب وايي:

« مېرمنو، زامنو او لوڼو او د زامنو مېرمنو او د هغوی اولادونو او نوکرانو ته، پر خوړو، لباسونو، آسونو او کورونو برسېره، د هغوی د رتبې په اساس، هره میاشت له دولتي خزانې څخه پیسې ورکولي کېږي. مشرانو  زامنو حبیب الله او نصرالله ته د میاشتي شل شل زره روپۍ د جېب خرڅ په توګه ورکوم. او د هغوی مېرمنو او شخصي نوکرانو ته هم په دغه ډول جلاجلا تنخواوي ورکولي کېږي. زما دوې مېرمني چي یوه یې د میرحکیم خان او بله د میرجهاندارشاه لور، یعني د حبیب الله او نصرالله مورده، او د محمدعمرخان مور، او د امین الله خان مور، او د غلام علي خان مور، او د مرحوم حفیظ الله خان او اسدالله خان مور او د فاطمه جاني مور هره یوه له دریو څخه تر اتو زرو روپیو پوري د جېب خرڅ په توګه اخلي.اود هغوی د لباس، کورونو او نورو لوازمو لپاره پر دې برسېره نوري پیسې هم ورکولي کېږي. هغوی رنګ په رنګ لباسونه اغوندي چي ځیني یې د فرنګیانو پر طرز او ځیني یې د شرقیانو پر طرز جوړېږي.

وړوکي زامن او لمسیان مي هم د خوړو او لباسونو پر لګښتونو برسېره خپلي میاشتنی تنخواوي لري. د اخترونو او نوروز په ورځو کي هم خپلو مېرمنو او اولادونو ته ، د مبارکی په توګه، لباسونه اخلم او نغدي پیسې او ګاڼې ورکوم. درباریان، نوکران او صاحب منصبان مي هم په دغو ورځو کي پیسې راڅخه اخلي» تاج التواریخ ص ۳۹۸

په هغه وخت کي د کندهار د نایب الحکومه میاشتنی تنخوا ۶۹۴ روپۍ او د هرات د نایب الحکومه میاشتنی تنخوا ۸۳۳ روپۍ وه. په دې حساب د حبیب الله او نصرالله هر یوه د یوې میاشتنی جېب خرڅ د هرات د نایب الحکومه د دوو کالو تنخوا وه. که د امیر د ټول حرم لګښتونه، د هغه د خپلي لیکني سره سم، محاسبه کړو نو د انګرېزانو کلنۍ مستمري، چي امیر ته یې و رکوله، او په لومړي سر کي دوولس لکه او د ډیورنډ د معاهدې څخه وروسته اته لس لکه کلداري سوې، د امیر د حرم خرڅ نه سوای پوره کولای. په داسي حال کي چي دا پیسې د پوځ د منظم کولو، عصري کولو او د هیواد د آبادولو لپاره ورکول کېدلې.

دا چي امیر د اسلامي شریعت د ټولو احکامو په خلاف د اوو مېرمنو پر درلودلو اقرار کوي، او د اسماني کتاب د څرګند حکم پروا نه ساتي هغه خو لا بله خبره ده. او په دغه حالت کي لا وايی چي د افغانستان د امارت تصدیق یې د پیغمبر صلعم څخه تر لاسه کړی دی. هغه ته یې په خوب کي وعده ورکړې ده چي عدالت به کوي، بُتان به ماتوي او پر ځای باندي به یې جوماتونه جوړوي. هغه کتاب ص ۲۵۱

امیر د ټولو محمدزایانو لپاره، چي یوازي د سردارپاینده خان اولاده نه، بلکه د هغه د نورو وروڼو حاجي دروېش خان او عبدالحبیب خان اولادونه هم پکښي شامل ول، کلنی تنخوا ټاکلې وه. ټولو نارینه وو ته په کال کي څلور سوه روپۍ او ښځو ته درې سوه روپۍ ورکولي کېدلې. د امیر شېرعلي خان زوی سردار محمدابراهیم خان، چي په هند کي یې ژوند کاوه د کاله ۴۸ زره روپۍ تنخوا تر لاسه کوله. په داسي حال کي چي د مرحوم غبار په قول په افغانستان کي د بیت المال د یو زر روپیو پر سر یوه بشپړه کورنۍ له منځه وړله کېدله. افغانستان در مسیر تاریخ ص ۶۶۱

د امیر په حرمسرایونو کي، د امیر پر اوو مېرمنو برسېره، په لس هاوو مینځیاني، نوکراني او د امیر مږندي اوسېدلې اودې ټولو تنخواګاني او د یوه پاچا د دربار او حرم په سطح لباسونه او راز راز لګښتونه درلودل. په ۱۸۹۶ کال کي د امیر د یوې مېرمني حرم صاحبه لګښت ۱۶۰ زره کلدارو یا څه باندي دوه لکه روپیو ته رسېدلی وو.د کندهارمکتوبونه  اووم جلد ص ۱۸۵

سردارحبیب الله خان د امیرعبدالرحمن خان، حرم صاحبې او عالي رتبه حکومتي مقاماتو لپاره په یوه درې ورځنی مېلمستیا کي اووه زره روپۍ ولګولې. هغه کتاب ۱۶۲

امیر په ریشخور کي د اته دېرشو زرو روپیو په ارزښت مځکه واخیستله او لومړۍ مېرمني یې د چوب فروشي له اوسېدونکي میرزاحیدرخان څخه د پنځو زرو روپیو په اندازه مځکه رانیوله. هغه کتاب ص ۱۳۱

حرم صاحبې په بت خاک کي ۱۲۰ جریبه او په بن حصار کي دوه سوه جریبه مځکه رانیوله. حرم صاحبې ویلي دي چي هر کله د هغې زوی محمدعمرجان واده وکړ دا مځکي د هغه مېرمني ته ورکوي. هغه کتاب ص ۱۷۱

دغه راز امیر د پنځوسو زرو روپیو په ارزښت مځکي واخیستلې او میرسعدالله یې د ناظر په حیث ورباندي مقرر کړ. ص ۱۸۳ او په باغ بالا کي یې د ملاویس الدین څخه د اته لسو زرو رپیو په ارزښت مځکه واخیستله او پر هغه جایداد یې د دریو بنګلو د جوړولو حکم وکړ. هغه کتاب ص ۱۹۵

سردارنصرالله خان د ۱۸۹۵ کال د آګست په میاشت کي د لندن څخه د هند او کندهار له لاري افغانستان ته ستون سو. امیر، نظام الدین ته حکم وکړ چي په کندهار کي د نصرالله خان د څو ورځو تم کېدلو او استراحت او سات تېري لپاره د ارغنداب د سیند پر غاړه د یو لک روپیو په ارزښت باغونه او مځکي رانیسي. هغه کتاب ص ۵۶

که امیر د اته لسو زرو روپیو په ارزښت اخیستې مځکه باندي درې بنګلې جوړوي، نو سړی د یو لک روپیو په ارزښت اخیستو مځکو دپراخوالي په باره کي په اسانه اټکل کولای سي.

قومندان نعیم خان د امیر پخوانی غلام بچه وو. څو ورځي مخکي یې د کابل د یوه مهم سړي له لور سره د واده کولو فیصله وکړه. امیر له خزانې څخه دوه زره روپۍ ورکړې او خپل یو بالاپوښ يې، چي شپږ سوه روپۍ ارزښت یې درلود، هغه ته په مبارکي کي ورکړ.  دغه راز ګل شاه، چي خور یې تازه په نڅا پیل کړی دی، د امیر دربار ته د نڅا لپاره بوتلل سو. د امیر په مخکي ونڅېدی او امیر ته یې نڅا ډېر خوند ورکړ. ګل شاه ته یې دوه سوه روپۍ ورکړې او ورته وې ویل چي هر کله یې زړه سو د امیر په مخ کي د نڅېدلو لپاره دي راځي. هغه کتاب ص ۹۵

امير عبدالرحمن خان د خپلي کابينې سره.

امنیت او عامه نظم:

د امیر عبدالرحمن خان د سختو سزاوو، لاسونو پرې کېدلو، سترګوایستلو، په سیاه چاه کي لوېدلو او اعدامونو له وېري په کابل او نیژدې اطرافو کي چا د غلا او داړه ماری نوم پر  خوله نه سو راوړلای. خارجیانو چي د امیر د وخت د امنیت به باب څه رپوټونه لیکلي دي د کابل د ښار او شاوخوا سیمو په باره کي دي. که په هغه وخت کي د کندهار او شاوخوا سیمو په باره کي د امنیتي وضع او حکومتي اجرآتو په باره کي رپوټونه وګورو نو د افغانستان د نورو ولایاتو د امنیت او حکومتي اجرآتو په باره کي، چي چنداني څه نه دي ورباندي لیکل سوي، اټکل کولای سو.

د کندهار د زله خان د کلي یوه اوسېدونکي خپله د کاکا لور د میراث په خاطر وژلې ده، قاتل نیول سوی او اقرار یې کړی دی، خو نایب الحکومه غواړي چي د ټول کلي خلک جریمه کړي. د کندهار مکتوبونه لومړی ټوک ص ۳۸

د هلمند کوټوال، پر خلکو باندي د هر راز  ظلمونو تر څنګ، د یوه سړي مېرمن کورته وړې ده او پلمه یې دا ده چي هغه د یوه محمدزايي مینځه ده چي هندوستان ته تښتېدلی دی. د ښځي مېړه نارې وهي چي هغه یې خپله مېرمن ده او د واده یې څو کاله تېر سوي دي مګر څوک یې پر عرض غوږ نه نیسي. هغه کتاب ص ۴۳

د کندهار د شاوخوا علاقو د خراب امنیتي حالت په باره کي پرله پسې رپوټونه ورکول کېږي. د کوکران او د ښار ترمنځ ډ ېري زیاتي غلاوي کېږي او خلک په لویو لارو کي شکول کېږي او د غلو د لاسه د میوند، سیاه سنګ او درزل؟ پر لویو لارو باندي د خلکو تګ راتګ په ټپه ولاړ دی. هغه کتاب ص ۵۸

د لویو لارو یو مشهور غل کابل ته د استول کېدلو په ترڅ کي له امنیتی کسانو څخه تښتېدلی او اته لس نور غله او داړه ماران یې ورسره ملګري کړي دي. دې غلو د لویو لارو او ارغنداب امنیت ډېر سخت خراب کړی دی. پوځیان نه یوازي د دې غلو مخه نه سي نیولای بلکه، کله چي دغلو د نیول کېدلو د پاره واستول سي، لا پر خلکو باندي نور ظلمونه هم کوي. هغه کتاب ص ۶۱

په یوه بل رپوټ کي راغلي دي چي د کندهار په ښار او شاوخوا کي عسکر له خلکو سره ډېر بد سلوک کوي او حتی ښځي بې آبه کوي. خو کله چي خلک نایب الحکومه ته شکایت وکړي، هغه یې سپه سالار ته واستوي؛ سپه سالار د خلکو پر شکایتونو غوږ نه نیسي او ورته وايی چي تاسي ټول دروغ وایاست. خلک وايی چي دا کارونه به پخپله د امیر په تشویق او ملاتړ کېږي کنه نو عسکرو او سپه سالار څرنګه داسي بد سلوک کولای سوای. دوی وايي سره له هغه چي د انګرېزانو او د کندهار د خلکو ترمنځ مذهبي دښمني وه خو حتی هغوی هم له خلکو سره دومره جفا نه وه کړې. هغه کتاب ص ۷۴

کله چي خلکو د حکومتي مامورینو له بد سلوک او اجرآتو څخه امیر ته شکایت وکړ؛ امیر کوټوال او نایب الحکومه ته هدایت ورکړ چي د شکایت استونکي ونیسي، شکنجه یې کړي او ټوله شته مني یې غصب کړي. په دې کسانو کي سید بلوڅ خان او د هغه ورور صالح محمد، اسحق زی او غلام رسول بابی شامل دي. د دې ټولو کسانو شته مني ضبط سوي دي. امیر نایب الحکومه ته لیکلي دي چي د کندهار خلک هیڅ وخت، په سمه، لاري ته نه راځي. هغه کتاب ص ۹۳

د کندهار کوټوال هندوان او مسلمان تاجران نیولي او شکنجه کړي دي او ورته وايی چي ستاسي سره د پخواني ګودامدار راجا او د کندهار د پخواني والي سردارشېرعلي خان د وروڼو پیسې دي. څوک د خلکو پرعرضونو غوږ نه نیسي او نایب الحکومه ورته وايی چي هغه بې وسه دی ځکه چي کوټوال مستقیما له کابل څخه هدایت اخلي. د کندهار مکتوبونه دریم جلد ص ۲۷

د هلمند د اوسېدونکي سالو اڅکزي سره شپېته تنه نور غله او داړه ماران ملګري سوي او د ښار د شاوخوا امنیت یې خراب کړی دی. نایب الحکومه د هغه د نیولو لپاره دوولس تنه سپاره عسکر لېږلي دي. عسکر له سالو سره  د مخامخ کېدلو توان نه لري او په عوض کي د کلیو د خلکو څخه پیسې او مالونه لوټي. که څوک مقاومت وکړي نو سمدستي یې د سالو د ملګري په نوم نیسي، او نایب الحکومه هم عسکرو ته څه نه وايي. هغه کتاب ص ۵۵

یو رپوټ خو  وايی چي د هزاري کنډک په نوم د سپرو عسکرو یوه ډله هم پر لویو لارو او د ښار په منځ کي خلک لوټي او قتلونه کوي. په دې کیسه ټول خلک خبر دي مګر څرنګه چي له چا سره سند او شاهدان نسته نو هغوی سرې سترګي ګرځي. هغه کتاب ص ۲۳۴

یو رپوټ وايی چي په کندهار کي قتلونه ځکه زیات سوي دي چي قاضي د اسلامي شریعت په عملي کولو کي له ستونزو سره مخامخ دی او پر قاتل باندي جرم ثابتولای نه سي. نیول سوی او تورن سړی یوه سپکه جریمه تحویلوي او آزاد ګرځي. د کندهار مکتوبونه څلورم جلد ص ۵۰

په کندهار او شاخوا علاقو کي چي هر څوک وفات سي د کوټوالی مامورین یې جایداد او شته مني ضبطوي او وايی چي دا د حکومت مال دی. خلکو نایب الحکومه ته شکایت کړی دی چي د متوفی د قانوني وارثانو د موجودیت په صورت کي، د کوټوالی مامورین څرنګه جایدادونه او شته مني ضبطولای سي؟نایب الحکومه په دې غیرقانوني اعمالو کي لاس نه لري، مګر څرنګه چي د کوټوالی مامورین په کابل کي د نایب میرسلطان له خوا مقرر سوي دي نو نایب الحکومه بې وسه دی. هغه کتاب ص ۵۶

په دې سلسله کي کله کله بېخي عجایبي او په ضمن کي زړه دردوونکي پېښي منځته راتللې. د مثال په ډول د نایب الحکومه دفتر ته د کابل څخه یو لیست راغلی دی چي په هغه کي د مسلمانو او هندو دوکاندارانو نومونه دي؛ او له ټولو څخه له څلوېښتو زرو څخه تر شپېتو زرو رپیو پوري غوښتل سوي دي. داسي ښکاري چي دا لیست د کابل د پخواني نایب کوټوال میرسلطان د دفتر په کاغذونو کي پیدا سوی دی. خو دا کیسه د شپږو اوو کالو زړه قضیه ده، چي د کندهار تاجران په دې تورن سوي ول چي د هغو کسانو پیسې ورسره دي چي د امیر سره مخالف ول او هندوستان ته تښتېدلي دي. البته په دې برخه کي هیڅ ثبوت تر لاسه نه سو او قضیه وتړل سوه. خو اوس دا زوړ کاغذ پیدا سوی او امیر حکم کړی دی چی د کندهار له دوکاندارانو څخه دي تقریبا نهه لکه روپۍ واخیستلي سي. نایب الحکومه په دې برخه کي هیڅ نه سي کولای، او مامورینو ته خدای ورکړې ده او هر یو خپل جېبونه ډکوي.  د کندهارمکتوبونه  پنځم جلد ص ۷۹

بل رپوټ وايی چي په ښار کي پولیس ځکه پر خلکو باندي هر ډول ظلمونه کوي او چي زړه یې غواړي هغومره پیسې ورڅخه اخلي چي نایب الحکومه په ښار کي نسته او خواجه ملک ته تللی دی . دغه راز د معروف او ارغسان په سیمو کي غلاوي او داړې دونه زیاتي سوي دي چي خلک یې تر پزي رسولي دي. بالاخره تاجران په ډله په خواجه ملک کي نایب الحکومه ته ورغلل او د لارو او کورونو د بې امنیو شکایت یې ورته وکړ. نایب الحکومه د معروف او ارغسان ملکان د تحقیق لپاره ورغوښتي دي. د کندهار مکتوبونه دریم جلد ص ۱۰۲

کله کله به داسي هم پېښېدله چي په ښارونو کي به د مامورینو تر منځ د اختلاف او یا به د مامورینو او په کابل کي د بېلو بېلو عالي رتبه مقاماتو ترمنځ د اړېکو او خپلویو له امله هم اداري نظم بې خونده سو. چاچي به په کابل کي لویه واسطه درلوده هغه په ولایاتو کي د خپلو والیانو او حاکمانو پروا نه ساتله او په نتیجه کي به په اداره کي بې نظمي راغله. د انګرېزانو خبرلیکونکی د ۱۸۹۱ کال د جولای د میاشتي د شپاړسمي په رپوټ کي لیکي چي په کندهار کي هیڅ حاکم نسته او هر مامور د خپل سر پاچا دی. د کندهار د یو شمېر مامورینو ترمنځ د اختلافاتو په وجه د ښار خلک سخت په عذاب دي. حکومتي مامورین یو پر بل تورونه لګوي او د حکومت په چارو کي د ناوړه اجرآتو پړه پر یوه بل اچوي، او پر خلکو باندي لويي جریمې ایږدي. که د امیر وېره نه وای، ښايی په کندهار کي ډېره لویه بې نظمي او بلوا جوړه سوې وای. کندهار دریم جلد ص ۳۳

په ښارونو او اطرافو کي د مالیاتو ټولولو مامورین یا محصلان ډېر لوی غضب وو. د مالیې ټولونکي به کلیو او ښارګوټو ته تلل، هلته به یې شپې او ورځي تېرولې او خلک مجبور ول چي د هغوی د ځای او ډوډۍ غم وخوري. خبرلیکونکی وايی چي شمالي سیمو ته ډېر زیات محصلان تللي دي او خلکو ته یې ډېر زیات تکلیف پېښ کړی دی. هر کلي ته یو مامور د پسونو د شمېر د معلومولو لپاره ورغلی دی. بل مامور دا معلوموي چي په هغه کلي کي په تېرو دریو کالو کي څو ودونه سوي دي او دغه راز په تېرو دریو کالو کي څو کسان مړه سوي دي چي حکومت د هغوی له شته منیو څخه مالیه ترلاسه کړي. دریم مامور د خلکو د سر شمېرني وظیفه لري او څلورم مامور ته وظیفه ورکړه سوې ده چي د سردارعبدالقدوس خان تر قوماندې لاندي عسکرو لپاره پیسې جمع کړي. د دې ترڅنګ یو شمېر نور مامورین د راز راز کارونو لپاره کلیو ته لېږل سوي دي او خلک په سخت عذاب اخته دي. هغه کتاب ص ۳۸

ځیني کیسې خو دونه زړه دردوونکي دي چي سړی فکر کوي اصلا به پېښي سوي نه وي. د ۱۸۸۴ کال په مارچ کي، یوه اڅکزي، د ګرشک د حاکم ورور قتل کړ. قاتل وتښتېدی. په هغه وخت کي په ګرشک کي له سلو څخه تر یونیم سل کورنیو پوري اڅکزي اوسېدل. دوی ټول یولک او شل زره روپۍ جریمه سول. امیر حکم وکړ چي له هري کورنۍ څخه درې سوه روپۍ نوري هم واخیستلي سي. پوره یوه میاشت د هغوی پر کورونو باندي دوه درې سوه خاصه داران ناست ول، چي د هري شپې لګښت یې له دریو څخه تر څلور سوه روپیو پوري وو. اڅکزیو دا پیسې نه سوای برابرولای او حکومت مهلت هم نه ورکاوه. هغوی بالاخره مجبور سول چي یو څه پیسې حکومت ته ورکړي او د باقي پاته پیسو د پوره کولو لپاره مړوښي ښځي او پېغلي نجوني وپلوري. په لومړي سر کي چا له وېري نه سوای رانیولای خو د ګرشک حاکم هغوی ته وویل چي دا ښځي واخلي او خلک له تکلیفه خلاص کړي. د کندهار مکتوبونه دوهم جلد ص ۱۶

امیرله هغو کسانو څخه ډېر راضي وو چي د ده لپاره یې په مشروع او غیرمشروع توګه پیسې جمع کولې او بل هغه څوک ډېر ورته ګران ول چي ده ته یې شپه او ورځ جاسوسي کوله. دا چي د پیسو په ټولولو کي د څومره خلکو کورونه تباه کېدل او د رپوټونو په وجه څونه بېګناه خلک د ده د قهر قرباني کېدل دا مهمه نه وه.

په کندهار کي د حبیب الله په نوم یوه شاعر، چي چنداني په سد کي هم نه وو، د امیر په توصیف کي یو شعر ولیکی. کابل ته ولاړ او په یوه چل یې ځان د امیر حضور ته ورساوه. د امیر په مخ کي یې شعر ولووست. د امیر خوښ سو، انعام یې ورکړ او کلنۍ تنخوا یې لا هم ورته مقرره کړه. امیر، شاعر حبیب الله ته پټ وویل چي کندهار ته ولاړ سي، د هري ورځي احوال باید ولیکي او چي څه ویني او یا یې اوري امیر ته اطلاع ورکړي.

حبیب الله کندهار ته له رسېدلو سره سم، خپله کیسه په یوه او یل ډول د خلکو تر غوږونو ورسوله. نور نو هم حکومتي مامورین او هم رعیت ورڅخه بېرېدل. هغه په خپل کور کي دربار جوړ کړ. نه یوازي یې د خلکو دعوې فیصله کولې بلکه خپل ځانته یې یوه بندیخانه جوړه کړه او چي زړه یې غوښت هغه کس یې بندي کاوه. خلکو نایب الحکومه ته عریضه وکړه. نایب الحکومه البته پوهېدی چي هیڅ یې له وسه نه کېږي خو له خلکو سره یې ژمنه وکړه چي د هغوی عرض به د امیر تر غوږه ورسوي. د کندهار مکتوبونه څلورم جلد ص ۸۴

کله منارونه:

کله منار د افغانانو لپاره بې سابقې شی وو. د مغول جلال الدین اکبر څخه تر اورنګزېب پوري، ټولو مغولو سلطانانو له یوسفزیو، مومندو، اپرېدیو، خټکو او نورو پښتني قبایلو سره لوی او واړه جنګونه وکړل او کله کله خو به یې د پښتنو په غرونو او کمرونو کي په زرګونو تلفات ولیدل او د خیبر مهمه تجارتي او ستراتیژیکه لار به یې ورته سره تبۍ کړه، مګر هیڅ وخت یې د پښتنو کله منار جوړ نه کړ. او نه صفوي پاچاهانو په هرات، کندهار یا قلات کي د پښتنو کله منار جوړولو ته زړه ښه کړ. امیر عبدالرحمن، چي د استبداد په هره برخه کي یې افراط کړی وو، بالاخره دې وحشیانه کارته هم زړه ښه کړ او د ګوډ تېمور او بابر خاطرات یې ژوندي کړل.

د انګرېزانو خبرلیکونکی لیکي چي د کندهار نایب الحکومه ته د خپل زوی سردارباز محمد لیک رسېدلی دی او لیکلي یې دي چي امیر شینوارو ته سخته ماته ورکړه. اته سوه تنه یې قتل کړل او اته سوه یې ژوندي ونیول. د څلورو سوو سرونه یې د جلال اباد په یوه دروازه او څلور سوه یې په بله دروازه کي کوټه کړل. ویل کېږي چي امیر به ډېر ژر کابل ته حرکت وکړي. اوس په سیمه کي امنیت ټینګ دی؛ او دغه سخته سزا چي شینواریو ولیدله د نورو لپاره به عبرت سي. د کندهار مکتوبونه لومړی ټوک ص ۴۳

زه یقین لرم چي د شینوارو په فوکلور کي به د امیر هغه وحشت تر اوسه پوري ژوندی وي. د شینوارو په زړونو کي د دې دښمنۍ اورونه تر ډېره وخته بل پاته سول. همدغو شینوارو د امیر حبیب الله خان په وخت کي ښورښ وکړ. د اعلیحضرت امان الله خان د تخت د چپه کېدلو عمده علت سو او د نادرخان او ظاهرشاه د قدرت په کلونو کي یې وار به وار لويي او وړې ستونزي پېښي کړې.

امیر د کندهار د شاوخوا سیمو او ولایتونو له غلجیو سره عین سلوک، او لا تر دې هم سخت سلوک وکړ.

د ۱۸۸۷ کال د جولای پر یوویشتمه د هغو یاغي غلجیانو یو سل او لس سرونه کندهار ته راوړل سول چي په وروستیو جنګونو کي وژل سوي ول. نایب الحکومه یو جګ منار جوړ کړ او دا سرونه یې پکښي نصب کړل. خبرلیکونکی وايی په کندهار کي په لومړي سر کي آوازه ګډه سوه چي د ښځو له سرونو څخه یې منار جوړ کړی دی. کله چي زه نیژدې ورغلم نو ومي لیدل چي اکثر د ناصرانو سرونه ول چي اوږدې څوڼي پرېږدي او ځکه نو خلکو ګومان کاوه چي دا به ښځي وي، او ډېر بد عکس العمل یې تولید کړی وو. په سرونو کي یوازي اته د اندړو ول چي وېښتان یې لنډ ول او د ناصرانو له سرونو څخه یې د ورایه توپیر درلودی. د کندهار غلجي په دې کار سخت خپه دي، ځکه چي حکومت لا یاغیان او کافران هم ورته وايي.د کندهار مکتوبونه دریم ټوک ص ۱۹۶

د یاغي غلجیو سره د امیر جنګونو دوه کاله نور هم دوام وکړ. د ملکیانو او پوځیانو په زرونو سرونه ورغړېدل او امیر د خپل ځان او کورنۍ لپاره دایمي دښمنان پیدا کړل. تصادفي نه ده چي کله اعلیحضرت امان الله خان، د سقاو له زوی سره د جنګ لپاره، له کندهار څخه د کابل پر لور حرکت وکړ له قلاته تر غزني پوري پرتو غلجي قومونو ځای پر ځای حملې ورباندي کولې او د امان الله خان د ماتي عمده علت همدغه د غلجیو حملې وې. د کندهارد ښار او شاوخوا سیمو غلجي خانان او مشران د سقاو د زوی تر سقوط پوري د هغه په ملاتړ ودرېدل. بېسواده غلجي او د هغوی مشران په دې نه پوهېدل چي امیر عبدالرحمن خان له هغوی سره کومه خاصه دښمني نه درلوده بلکه هغوی د وخت د حکومت د ظالمانه او غلطو پالیسیو قرباني سول.

امیر عبدالرحمن خان ښايی له انګرېزانو څخه دا زده کړي وه چي تفرقه واچوه سلطنت وکړه. خو دا پالیسي هغوی د پردیو قومونو د اېلولو او لاندي کولو لپاره په کار اچوله، نه د خپل هیواد د خلکو په حق کي.

ګریګوریان لیکي« ده دغه راز د تفرقه واچوه سلطنت وکړه اصول مخي ته واچول او د غلجیو د مقاومت د ځپلو لپاره یې، چي د پاچا د منظمو مالیاتو په مقابل کي یې ښورښونه کړي وه، د درانیو او غلجیو تر منځ د عنعنوي دښمنی څخه استفاده وکړه.د غلجیانو، او په حقیقت کي د ټولو قبیلوي مشرانو، په مقابل کي له مذهبي وسلې څخه هم کار واخیستل سو او ټول هغه خانان او مشران یې خاینان او یاغیان وبلل چي د حکومت په مقابل کي یې وسلې ته لاس اچولی وو، او په ډېر بېرحمانه توګه یې قتل کړل»  ګریګوریان ص ۱۳۲

د امیر عبدالرحمن خان دغه غلطه او غیر اولسي پالیسي د کندهار نایب الحکومه هم تعقیبوله. د انګرېزانو خبریال رپوت ورکوي چي د ۱۸۸۷ کال د اپرېل پر یوویشتمه نایب الحکومه د بارکزیو، پوپلزیو او الکوزیو خانانو ته په یوه خصوصي مجلس کي د غلجیو او درانیو ترمنځ د دښمنی په باره کي وږغېدی او دوی ته یې وویل چي اوس نو هغه وخت راغلی دی چي تاسي دراني خانان خپل خپل ځوانان را غونډ کړی، وسلې واخلی او د غلجیانو په جنګ ورسی. هم خپل عزت خوندي کړی او هم امیر خوشاله کړی. خانانو ورته وویل چي دوی به مجلس سره وکړي او نتیجه به ورته ووايي. دوی په خپل خصوصي مجلس کي سره وویل چي که د نایب الحکومه غوښتنه ونه مني او مرسته ورسره ونه کړي او د غلجیو ښورښ هم ډېر ژر وځپل سي نو ګواکي د امیر دښمني یې واخیستله. نو دوی سره ومنله چي د نایب الحکومه د غوښتني د منلو څخه چاره نه لرو؛ ټول به د عسکرو په جمع کولو او را ټولولو لګیا سو او وبه ګورو چي څه پېښېږي. محمداعظم خان او عبدالله خان الکوزي جلدک او ترنک ته، چي الکوزي پکښي اوسېدل، خپل سړي واستول. د یحیی خان پوپلزي زوی فتح محمد خان پخپله کاریز او نیش ته ولاړ او نور خانان هر یو خپلو کلیو ته ولاړل. نایب الحکومه ژمنه کړې ده چي هرکله د دوی سړي د هوتکو سیمي ته ورسېدل نو خرڅ خوراک به ورته حواله کړي؛ البته تر هغه مخکي یې نه سي ورته حواله کولای. هغه کتاب ص ۱۴۴

سړی دا نه سي منلای چي امیر به له غلجیو او یا له هزاره ګانو سره خاصه دښمني درلوده. ځکه یو پاچا نه سي کولای چي د خپل اولس سره په لوی لاس دښمني وکړي او حکومت هم ورباندي وکړي. البته شرایط داسي راغلل چي غلجیو، چي اکثریت یې مالدارول، د مالیاتو له ورکولو او یا مالیاتو ل زیاتېدلو سره مقاومت وکړ. امیر، د خپل طبیعت او فطرت سره سم، د زور څخه کار واخیست. غلجیانو د خپل مال، سر او ناموس څخه د دفاع لپاره وسلې ته لاس واچاوه. امیر پر غلجیو باندي اعتماد له لاسه ورکړ او دراني قبایل یې، چي له غلجیو سره یې پخوانی دښمني درلوده، مرستي ته را وبلل.

امیر، د خپل فطرت سره سم، د غلجیو په مقابل کي د هیڅ قسم وحشت او ظلم څخه مخ وانه ړاوه. په ګرشک کي یې هغه اته لس تنه اندړ چي په بندیخانه کي ناست ول، بېله هیڅه اعدام کړل؛ که څه هم چي څوارلسو تنو یې ویل چي دوی اصلا د کندهار دي او د خپلو نورو اندړو سره د اختلاف په وجه ګرشک ته راغلي دي. مګر دا یې قواله په چا یې منې؟ امیر د خپلو شلو نورو عسکرو څخه  چي د اندړو د قبیلې وه د بې اعتمادی په وجه وسلې واخیستلې او رخصت یې کړل، مګر د کندهار نایب الحکومه هغوی ټول بندیان کړل. هغه کتاب ص ۱۹۷

کله چي د معروف او ارغسان اوسېدونکو هوتکو جنرال محمدعیسی خان په جنګ کي وواژه نو له خلکو سره وېره پیدا سوه چي هوتک به معروف او ارغسان ونیسي؛ د کندهار نایب الحکومه د هغوی د ځپلو لپاره نورمحمدخان اڅکزي ته وظیفه ورکړه چي اڅکزي ځوانان راغونډ او د هوتکو جنګ ته یې ولېږي. هغه کتاب ص ۱۳۴

خبره بالاخره دې ځای ته ورسېده چي د کندهار نایب الحکومه خپلو ځینو مامورینو ته په دربار کي وویل چي زه فکر کوم غلجیان زموږ څخه د ښو تمه نه لري او موږ هم پر دوی باندي په هیڅ توګه اعتماد نه سو کولای. زما په عقیده غلجیان ملامت نه دي ځکه چي موږ بېحده زیات ظلمونه ورباندي کړي دي. هغه کتاب ص ۱۲۳

یا د امیر غلطو پالیسیو او یا حالاتو داسي شرایط منځته راوړل چي د پښتنو  دا دوې لويی قبیلې ، چي په پېړیو یې د یوه بل په څنګ کي ژوند کړی وو، داسي سره ولوېدلې چي د یوه بل په مقابل کي یې وسلو ته لاس کړ او ګټه یې د پښتنو دښمنانو ته ورسېده. دا دښمني بالاخره دې سرحد ته ورسېده چي ځینو درانیو غلجیانو ته د کفارو خطاب وکړ. د ابوبکر په نوم یوه دراني ملا یو کال مخکی خپله یوه لور د حاجي دلاور په نوم یوه غلجي ته واده کړې وه. ملا ابوبکر غوښتل چي حاجي دلاور د هغه لور طلاقه کړي ځکه چي هغه غلجی وو. د طالبانو، چي اکثریت یې دراني ملېشه ول، او منظمو عسکرو ترمنځ څو ځله جنګونه وسول ځکه چي طالبانو ویل غلجیان کافران دي او له هغوی سره د درانیو د ښځو نکاح شرعا ناروا ده او غلجیان باید ټولي درانی ښځي طلاقي کړي. هغه کتاب ص ۱۶

د امیر عبدالرحمن خان د قدرت په وخت کي عصري پوځ او اداره منځته راغله، د خانانو او ملکانو، چي د ده په قول هر یوه ځانته پاچا وایه، قدرتونه وځپل سول. یوموټی افغانستان، چي تر دغه وخته یې چنداني درک نه درلود، منځته راغی. خو د افغانستان اولسونه، په تېره بیا پښتانه په فرهنګي لحاظ یو قرن شاته پاته سول او د هغه بېحده ظالمانه او سختو پالیسیو د خلکو روحیات او معنویات، چي یو ملت په هر وخت کي ضرورت ورته لري، د پېړیو لپاره وځپل.

امیر عبدالرحمن خان د افغانستان د تاریخ تر ټولو مستبد پاچا تېر سوی دی. هغه ښايي د خپل استبداد لپاره په ځینو وختونو کي قوي یا کمزوری دلیل درلود خو زیاتره وختونه یې پرته له هیڅ دلیله خلکو ته ډېري درندې سزاوي ورکولې. د هغه له وېري هیچا د آرامی خوب نه سو کولای؛ خو څرنګه چي دی پوهېدی چي پر خلکو یې ظلمونه کړي دي نو ده هم د انتقام له وېري خوب نه درلود. هره شپه له دوو ډکو توپنچو سره ویده کېدی. حتی د شپې یې چنداني خوب نه سو کولای. او د یوه تاریخ لیکونکي په قول امیرځکه د شپې نه ویده کېدی چی پر هر چا بې اعتماده وو او په دې پوهېدی چي دسیسې ټولي د شپې جوړېږي.هغه پخپلو خاطراتو کي وايی چي کرۍ شپه خلک کتابونه راته لولي او ما په بستر کي غوږ ورته نیولی وي. دا چي د عمر په وروستیو کلونو کي په میاشت کي یو ځل هم حرم ته نه سو تللای یو علت یې دا وو چي د شپې یې خوب نه درلود، او مجبور وو چي کرۍ شپه په دربار کي په ویښه پر کټ باندي تېره کړي.

امیر له ډېرو کمزورو او بې آزارو خلکو څخه هم وېرېدی او له منځه یې وړل. د امیر دغه، د ناروغی تر سرحده، وېري له هغه څخه لړم جوړ کړی وو او د خلکو کړول او وژل یې عادت ګرځېدلی وو. امیر ته رپوټ ورسېدی چي د کندهار یو اوسېدونکی فیض الله د سردار ایوب خان د یوه دوست او ملګري میربادشاه له خپلوانو څخه دی او یوه ورځ ښايی کومه ناوړه پېښه منځته راوړي. فیض الله یې امیر ته راووست او هغه سمدستي پوښتنه ورڅخه وکړه چي دغه اوسنی حکومت دي خوښ دی کنه؟ هغه په جواب کي ورته وویل چي ستا تخت دي خدای پر قراره لري، زه ډېر خوشاله یم. امیر ورته وویل چي که ایوب خان دا پاچهي ونیسي نو ته به ښې مېلې وکړې. سړي ورته وویل چي موږ غریب خلک یو پر موږ باندي ستا او د ایوب خان څه فرق دی. موږ له هغه سره هیڅ ډول اړه او ارتباط نه لرو. امیر وویل چي دا د ایوب خان ملګری دی؛ مګر په ظاهره هیڅ نه وايي. دی هغه ځای ته واستوی چي د ایوب خان نور دوستان پکښي اوسېږي. امیر حکم وکړ چي په سیاه چاه کي یې واچوی او  ټوله شته مني یې ضبط کړی. د امیر حکم په هغه ګړي عملي سو. د کندهار مکتوبونه اووم جلد ص ۱۱۵

امیر حتی له خپل زوی حبیب الله څخه، چي په خپل ژوند کي یې د پاچهی ډېر زیات اختیارات ورسپارلي او د ژوند ټول نعمتونه یې ورباندي پېرزو کړي وه، وېرېدی، او بشپړ اعتماد یې نه سو ورباندي کولای.

د ۱۸۹۶ کال د مارچ پر څلورمه، سردار حبیب الله خان د امیرخصوصي دربار ته ورغی او هغه ته یې وویل چي ما ته حکم سوی دی چي د حکومتي چارو لپاره جلال آباد ته ولاړ سم او نصرالله جان باید کندهار ته ولاړ سي. موږ غواړو پوه سو چي کله روان سو، څو د سفر توښه او ترتیب برابر کړو. امیر عصبي سو او له غوسې څخه په ډک آواز یې ورته وویل چي تاسي ټول زما څخه تښتی او ماته داسي ښکاري چي زما په حکومت خوشاله نه یاست او غواړی پخپله حکومت وکړی. سردار د امیر د خبرو د اورېدلو سره سمدستي د هغه په مخ کي پر مځکه پرېوتی؛ په داسي حال کي چي سر ترنوکه رېږدېدی، امیر ته یې وویل چي موږ ټول ستاسی غلامان یو. موږ دا قدرت نه لرو چي په ذهن کي داسي خیالات را وګرځوو. امیر شاغاسي ته امر وکړ چي سردار د مځکي څخه پورته کړي. شاغاسي سردار له مځکي څخه پورته کړ او امیر، سردار حبیب الله ته وویل چي زه نور په تاسي هیڅ اعتماد نه لرم. تاسي خپل پاچا ډېر سخت په غوسه کړی دی. سردار یو ځل بیا پر مځکه پرېووت او امیر ته یې وویل چي که به مي په زړه کي داسي خیالات را ګرځېدلي وي خدای دي د مرګ په وخت کي زما مخ د سپي په شان کړي. خدای دي د قیامت په ورځ ما د پیغمبر له شفاعت څخه محروم کړي. په پای کي امیر هغه له مځکي څخه پورته کړ او اوښکي یې ورپاکي کړې او ورته وې ویل چي ځه خپل ځای ته ولاړ سه. سردار وویل چي که ته زما په باره کي داسي فکر کوې چي مخکي دي وویل نو زما غوښتنه دا ده چي ستا په مخ کي په پرته توپنچه مي ووله، ځکه چي خدای دي د پاچا دښمنان یوه شېبه نور ژوندي نه پرېږدي. امیر هغه په غېږ کي ونیوی او ورته وې ویل چي زه نه غواړم ته زما څخه لیري سې. سردار ته یې له دربار څخه د وتلو اجازه ورکړه او په خپلو حکومتي چارو بوخت سو. هغه کتاب ص ۱۰۵

امیر عبدالرحمن خان پخپله هم په دې پوهېدی چي د بېحده زیاتو ظلمونو له امله به د خلکو نفرت ورڅخه کېږي. یوه ورځ یې په دې اړه حتی له خپل پیشخدمت محمدالله بېګ څخه پوښتنه وکړه چي خلک زما په باره کي څه فکر کوي؟ هغه ورته وویل چي موږ خو له سهاره تر ماښامه د خپل امیر په خدمت کي ولاړ یو، نه مو له خلکو پوښتنه کړې ده او نه مو وخت پیدا کړی دی. امیر ورته وویل زه پوهېږم چي خلک زما څخه سخت ناراض دي، مګر تر هغه وخته پوري چي د خدای رضا وي ما ته هیڅوک تاوان نه سي رسولای. زما د سخت سلوک له برکته خزانه ډکه ده.د لوي پوځ په زور مي یاغیان ټول ځپلي دي. زه آرزو لرم چي ډېر وخت نور هم پاچهي وکړم. حاضرینو ټولو امیر ته د اوږده عمر دعا وکړه او د هغه د لیاقت او زړه ورتوب ستاینه یې وکړه. هغه کتاب ص ۱۴۴

یو شی چي امیر د عمر ترپایه لاس ورڅخه وانه خیست هغه د جهاد تبلیغ وو. امیر په دې تبلیغ سره هم د برټانوي حکومت ته اندېښنه پیدا کړې وه او هم د افغانستان خلک نه پوهېدل چي امیر بالاخره د چا سره جهاد کوي. البته کله چي د وزیرو مشهور مجاهد ملاپوونده د خپلو تقریبا څلور زره وزیرو مجاهدینو سره کابل ته راغی او له امیر څخه یې د انګرېزانو په مقابل کي  د وسلو او پیسو غوښتنه وکړه امیر په جواب کي ورته وویل چي د ملاپوونده لپاره خپل انګرېز دوستان نه سي خپله کولای او هغه یې د افغانستان له خاوري څخه وتلو ته مجبور کړ.

امیر ځکه د جهاد نارې وهلې چي ډېرو ملایانو، په تېره بیا ملا مشک عالم او د هغه له وفات څخه وروسته د هغه زوی ملاعبدالکریم او په کندهار او نورو سیمو کي ملایانو امیر د انګرېزانو نوکر او کافر باله. امیر نه غوښتل چي څوک یې د انګرېزانو ګوډاګی وبولي. دې نامه هم د هغه د واکمنی قانونیت او مشروعیت ته صدمه رسوله او هم د ده خپل شخصي غرور او خودخواهی زغملای نه سو. کله کله به یې د برټانوي هند تر کنترول لاندي سیمو په چارو کي لاس وهنه کوله او وایسرا به یې خپه کړ. کله کله به یې د یوه مستقل پاچا سره د معادلو حقوقو او حیثیت غوښتنه کوله؛ په داسي حال کي چي له انګرېزانو څخه یې کلنی مستمري او نوري مرستي تر لاسه کولې. انګرېزانو هم د امیر دوستی او راضي ساتلو ته ضرورت درلود. ځکه چي په پښتني سیمو کي د امیر لاس وهني هغوی ته سخته صدمه رسوله او د امیر نسکورېدلو په سیمه کي تازه ستونزي ورته پیدا کولې.

د برټانوي هند د پوځي قواووعمومي قوماندان لارډ رابرټس، چي په برټانوي ادبیاتو کي د کندهار د لارډ رابرټس په نوم مشهور دی، او امیر لارډ کرزن ته ویلي وه چي هغه باید د افغانستان د بېګناه انسانانو د ناحقه وژلو په تور محاکمه سي، له امیر څخه ډېر زیات ګیله من دی او لیکي« یوه له هغو موضوعاتو څخه چي په اوس وخت کي یې د حکومت ډېره زیاته توجه ور اړولې ده هغه زموږ سره د افغانستان د واکمن غیر دوستانه سلوک دی. داسي ښکاري چي عبدالرحمن خان دا خبره په بشپړه توګه هېره کړې وي چي هغه زموږ د هر څه پوروړی دی. که زموږمرستي، بېدرېغه پیسې او وسلې او مهمات نه وای نه به یې د کابل تخت نیولی او نه به یې ساتلی وای. که موږ دا مرستي له امیر شېرعلي خان سره کړي وای هغه به زموږ ډېر ټینګ دوست وای. مګر موږ له هغه سره دښمني را واخیستله او په مقابل کي مو له امیر عبدالرحمن خان سره مرستو ته زور ورکړ. موږ په حقیقت کي له ده څخه بېخي لویه بلا جوړه کړه او اوس مو له کنټروله وتلی دی. دی چي زموږ صبر اوحوصلې ته ګوري فکر کوي چي موږ کمزوري یو، او فکر کوي چي ډېر زورور او ډېر زیات مهم دی. ده خپل ځان د اېران له پاچا سره برابر باله او له دې امله یې ډېره خوا بده وه چي ولي د ملکې له وزیرانو سره د مستقیم تماس نیولو اجازه نه ورکوله کېږي…» لارډ رابرټس ص ۵۳۹

امیر ته هم د افغانستان حساس موقعیت، هم د انګرېزانو او روسانو پوځي طاقتونه او هم خپل زور معلوم وو. هغه انګرېزان داسي نه خوابدي کول چي د ده د نسکورولو لپاره دسیسې وکړي او دومره یې هم ځان نه ورنيژدې کاوه چي څوک یې کافر وبولي. هغه به کله کله په عام دربار کي د انګرېزانو په دوستي افتخار کاوه. په دې توګه به یې هم خپل رقیبان او سیالان وبېرول او هم به یې انګرېزان خوشاله کړل.

امیر یو ځل د کندهار د غلجیو د وېرولو لپاره د هغه ښار نایب الحکومه سردار نورمحمدخان ته داسي اعلان واستاوه چي هم یې د انګرېزانو سره خپله دوستي پکښي څرګنده کړې او هم یې د ده په خیال یاغي غلجي وېرولي او په ضمن کي یې د انګرېزانو له احتمالي مرستي څخه نا هیلي کړي ول. د انګرېزانو خبریال د مکتوب په حواله لیکي چي امیر په دې اعلان کي ویلي وه چي انګرېزانو د هغه سره د مرستي او د داخلي او خارجي دښمنانو په مقابل کي د دفاع لپاره د سرحد په بېلو بېلو سیمو کي خپلي قواوي تیارسی کړي دي او چي د افغانستان امیر یې په هر ځای کي وغواړي هلته به ورځي او په عملیاتو به پیل کوي. امیر لیکلي دي چي که څه هم چي زه پر خپلو دښمنانو غښتلی یم او د برټانیې پوځي مرستي ته به ضرورت پیدا نه سي خو د برټانیې پوځیان د دې لپاره هم تیارسی سوي دي چی هسي نه روسیه زما په وطن کي له ناکراریو څخه ګټه واخلي او پر افغانستان باندي حمله وکړي. ځکه چي روسان به داسي فکر وکړي چي غلجیو خپل پاچا، دین او وطن ټول پرې ایښي دي. د کندهار مکتوبونه دریم ټوک ص ۱۹۰

امیر عبدالرحمن خان، تر هر څه مخکي، هغه خانان او د مجاهدینو مشران له منځه یوړل چي د انګرېزانو او افغانانو په دوهم جنګ کي یې توره کړې وه. امیر د هغوی له محبوبیت څخه ډارېدی او دهغوی په وژلو سره یې هم د خپل قدرت په مقابل کي احتمالي خطرونه له منځه یووړل او هم یې خپل متحدین انګرېزان خوشاله کړل. امیر عبدالرحمن خان د غازي محمدجان خان وردګ، عصمت الله خان جبارخېل او باچا ګل په څېر مجاهدین له منځه یوړل او د ملا مشک عالم د له منځه وړلو لپاره یې خپل ټول وس تمام کړ. دا چي ولي د پښتو ژبي په منظومو ادبیاتو کي د دې پېښو انعکاس نه ښکاري یو علت یې دا کېدلای سي چي د امیر عبدالرحمن خان له وېري به چا د دې پېښو په باره کي د څه لیکلو جرأت نه وي کړی. د انګرېزانو په مقابل کي د لویو جنګیالیو مشرانو د له منځه وړل کېدلو په باره کي موږ ته یوه نیمه فوکلوري سندره راپاته ده چي د هغې ثبت هم د جم ډارمسټټر د همت برکت دی، کنه نو دا سندري به مو هم نه درلودلای. د پښتنخوا د شعر هاروبهار کي د محمدجان خان وردګ یادونه په دریو فوکلوري سندرو کي سوې ده چي په یوه کي یې د امیر عبدالرحمن خان څخه ګیله غوندي سوې ده او د نورو مجاهدینو نومونه هم ورسره یادوي:

محمدجان خان غازي شهید له دنیا تېر شه نه

مړ که امیر په ټګی ګير شه نه

محمدجان خان چي توره وکړه په اول باندي

عرض یې وکړ په پردي خپل باندي

عبدالرحمن سردار چي کښېناست په کابل باندي

ورک شه باور اوس یو په بل باندي

هردم چپاوکه میربچه او باچا ګل باندي

وژني غازیان ډېر په زلزل باندي

زه غریبی په زړه زخمي جاري مي شعر شه نه

مړ که امیر په ټګی ګیر شه نه

غریبی ساکن بټي کوټ علاقه ننګرهر

د پښتونخوا د شعر هارو بهار ص ۵۷

      ماخذونه

۱: عبدالرحمن خان، امیر. تاج التواریخ ( سفرنامه و خاطرات امیر عبدالرحمن خان و تاریخ افغانستان)، به کوشش ایرج افشار سیستاني. تهران، ۱۳۶۹ هجري شمسي.

۲: غبار، میرغلام محمد. افغانستان در مسیر تاریخ. کابل افغانستان، دولتي مطبعه. ۱۳۴۶(۱۹۶۷)

۳: ډارمسټټر، جم. د پښتنخوا د شعر هاروبهار. پښتو ټولنه ۱۳۵۶

4: Macmun, LT. General Sir George. Afghanistan from Darius to Amanullah. Second edition 1978 Pakistan.

5: Gregorian, Vartan. The Emergence of Modern Afghanistan. Stanford, California. 1979.

6: Kandahar Newsletters from the year 1883 to the year 1905. A set of ten volumes. Reprinted by Gosha-E- Adab, Jinnah Road, Quetta Pakistan.1990

7: Lord Roberts of Kandahar. Forty one Years in India. London 1898

ځواب پرېږدئ

ستاسي ايميل به خپور نسي

error: Protected contents!