منډيګک
افغان تاريخ

بغلان

صديق الله بدر

د سرخ كوتل كتيبه په افغانستان كې تقريباَ ۴۰ كاله د مخه پيدا شوې، خو د رباطك كتيبه درې څلور كاله وړاندې موندل شوې ده، چې دا كتيبه د لوى كنشكا د پاچاهۍ د لومړي كال محصول دى.
0 534

د سرخ كوتل په كتيبه كې د بغلان د كليمې شته والى دا ښيي، چې تقريباَ ۱۸۰۰ كاله پخوا دغه نوم مروج و.

پوښتنه: درنه استاده! كه مهرباني وكړئ و واياست، چې د بغلان كله څه معنى لري او د تسميې وجه يې څه ده؟

ځواب: د بغلان د كلمې ريشه بګ ده، بګ اوس هم په پښتو كې د لوى په معنا ده او په انګليسي كې هم همدامعنى ښندي. په روسي ژبه بوګ خداى ته وايي او په هندي ژبه كې بګوان د خداى معنى لري. همدارنګه په فغفور، بګپور او بغپور كې هم دا ريشه موجوده ده.

په زړو متونو كې مخصوصاَ سرخ د كوتل په كتيبه كې د دې ښار نوم بګولانګ شوى دى. د بغلان د كليمې لومړى برخه د خداى او حكمران معنى وركوي او هغه بله برخه يې بايد د ظرفيت مفهوم ولري.

د سرخ كوتل په كتيبه كې د بغلان د كليمې شته والى دا ښيي، چې تقريباَ ۱۸۰۰ كاله پخوا دغه نوم مروج و. په دې سيمه كې موږ دوې لويې او مهمې كتيبې لرو، چې يوه يې د سرخ كوتل او بله يې د رباطك كتيبه ده، چې د كوشاني پاچا كنشكا په وختو كې ليكل شوې دي او د هغه ذكر په كې راغلى دى.

د كنشكا كورنۍ د كوشانيانو په نامه د افغانستان په تاريخ كې ثبت ده.

د كوشانيانو لومړى پاچا كجولا كتفيسس دى، چې هغه د لوى كنشكا غور نيكه كيږي.

په دقيق ډول د اوسني بغلان ذكر په دوهمه پيړۍ كې په دغه كتيبه كې بالكل ثابت دى او د كنشكا غوندې د لوى پاچا په زمانې پورې اړه لري.

د سرخ كوتل كتيبه په افغانستان كې تقريباَ ۴۰ كاله د مخه پيدا شوې، خو د رباطك كتيبه درې څلور كاله وړاندې موندل شوې ده، چې دا كتيبه د لوى كنشكا د پاچاهۍ د لومړي كال محصول دى.

د سرخ كوتل كتيبه په افغانستان كې تقريباَ ۴۰ كاله د مخه پيدا شوې، خو د رباطك كتيبه درې څلور كاله وړاندې موندل شوې ده، چې دا كتيبه د لوى كنشكا د پاچاهۍ د لومړي كال محصول دى.
ځواب پرېږدئ

ستاسي ايميل به خپور نسي

error: Protected contents!