ټول حقوق د منډيګک بنسټ سره محفوظ دي
خانگل خان تره خېل ( مست زمرى ) لكه د ازاد خان سلېمانخېل او سرخاني خان الكوزي په څېر يې په درسي كتابونو كې نوم نه دى راغلى . دى د كابل او شپږكروهي خلكو د (( مست زمري )) يا شېر مست په نامه ياداوه . خانگل خان تره خېل د ۱۸۴۲ ز كال د افغان او انگليس د لومړۍ جگړې پر مهال د همدغه كال د نوامبر د مياشتې د ملي پاڅون يو اتل وو . دى په خټه تره خېل او كابل ته نږدې په تره خېلو كې اوسېده . د پاى منارجي صاحب لنگرخانه هم همدلته وه . خانگل خان تره خېل د يوې عظيمې جثې خاوند وو . دى غښتلى، زړور او چست سړى وو . يو پياړوى اس دده په وړلو كې ستړى كېده.
حاجي صاحب پاى منارچه يو عالم روحاني مشر وو . حاجي صاحب د خانگل خان تره خېل په اړه فرمايي:
(( زديگر طرف خانگل تره خيل سرپشته با فوج آمد چو سيل )) لانديني شعر ته يام وكړئ : يل نامور خان گل شير مست – در آن عرصه عريان نهنگي در دست، (( بسى را بكشت اندران عرصه گاه – همان پيلتن مرد لشكر پناه )) د حاجي صاحب له دغه شعر نه مالوميږي ، چې له خانگل خان تره خېل سره د تره خيلو پوځ وو او مشري يې ده كوله . سر پشته هماغه د كابل د بي بي مهرو غونډۍ ده ، چې پخپله د انگليسانو په اعتراف اساسي ماتې يې همدلته وخوړه . د انگرېز ملا كه له يوې خوا د جزائيل ټوپكو ماته كړه ، له بلې خوا داسې مست زمريان هم ول ، چې حاجي صاحب يې پيل تن او مست زمرى بولي. دغه دوه صفته چې تاسې په يوه سړي كې ټول كړئ ، تاسو ته به د يوه پياوړي ، غښتلي ، څرب سړي تصور په ياد شي، چې زړور او غازي دى . تاسې په دې ښه پوه شئ ، چې ددغه پيلتن شير مست موږ ته څه شى پاتې دي ؟ دده د خولۍ مثال دى ( …د خانگل خولۍ ترې جوړه شوه ) . زه ددې په اورېدو سره او كله چې د خانگل خان نوم ياد كړم ، پخپل ځان كې ويلي ويلي شم ، چې زموږ د قسمت زمري دا حال دى ، چې خلك ترې خبر نه دي او د يو بد مثال په ډول يې نوم كاريږي . دا د ننگ او غيرت يوه ټوټه وه ، چې يوه عسكري قشله يا يو پوځي ښوونځى بايد دده په نامه نومول شوې واى . د مست زمري خانگل خان ډېر حق دده لپاره دا بسنه كوي ، چې يو عاليشان روحاني عالم ، د ستر زيارت خاوند ، د تاليفاتو خاوند ، رسېدلى سپېڅلى سړى چې موږ ته يې څلى زيارت دى ، د مست زمري داسې تمثيل كوي . يوه ورځ چې انگرېزان په چاوڼۍ كې كلابند ول ، كلابندي اوږده شوې وه ، لارې برې بندې وې ، نو ويل يې چې چاوڼۍ نه وزو او د بي بي مهرو غونډۍ ته خېژو . غونډۍ مو چې ونيوله ، بيا به نو حاكمه سيمه زموږ په لاس كې شي . ټول لښكر چې د حاجي له قوله دېرش زره سپاره او پلي ول ، په چټكۍ سره د بي بي مهرو غونډۍ ته ورسېدل . غازيان خبر شول ، تر انگرېزانو لا مهم دوى ونيوه ، چې غونډۍ به بېرته ترې نيسو . هر يو له غازيانو له يوې خوا ورغلل . عبدالله خان اڅکزی ، غازي امين الله خان لوگري ، عبدالسلام خان پوپلزى او نور .
له غازي مست زمري خانگل خان تره خېل سره اووه سوه كسان ول ، چې ډېر انگرېزان يې مړه كړل .مست زمرى داسې لگيا وو او جگړه يې كوله چې د ټوپكو په لوگيو كې نه ښكارېده . په دې پوه شولو چې خانگل خان تره خېل پياوړى سړى او عمر يې د څلېوښتو كالو اټكل كيږي . بويه چې څوك داسې جگړه كوي او قومي مشر هم دى ، بويه تر څلوېښتو د لږو كلو نه وي . زه په دې عقيده يم چې كه چيرې په وطن مين كوم سړى تره خېلو ته ولاړ شي او دده د قبر پوښتنه وكړي ، هرو مرو به هلته وي . ځكه چې دده كلى او د جگړې ډگر سره نږدې ول . كه هلته شهيد شوى نه وي نو پخپل طبيعي مرگ به وفات شوى وي . زما بل اټكل دا دى ، چې ښايي دده پاتې كسانو كې ، چې په عزت اوسېدل هغه جنرال پير محمد خان تره خېل ، ډگروال غلام حيدر خان تره خېل ، ډگروال نورمحمد خان تره خېل وو چې يو وخت د سرحداتو رئس وو . نو دوى به هم له همدغې كورنۍ نه وي . دوى ټول زړور ، پاك نفيسه خلك ول . دوى ټول وفات شوي ، زامن به يې هم سپين ږيري وي . كوم نور غازيان چې دلته ياد شوي ، هر يو يې د ډېر قدر وړ دى ، او د هغوى په اړه څه ناڅه خپرونې شوې دي .
اخځونه:
- قدرت الله حداد ( فرهاد ) ، د افغان ملي تاريخ ، ۱۴ – ۱۷ مخونه ، د ساپي د پښتو څېړونو او پراختيا مركز د ۱۳۸۳ لمريز كال چاپ .