منډيګک
افغان تاريخ

د افغانستان روپۍ او پېسې

ليکواله: صفيه حليم

د افغانستان لومړنی نوټ، ۱۹۲۵ع کال
0 988

تر شلمې ميلادي پېړۍ په افغانستان کې دوه ډوله روپۍ چلېدې. “کابلي روپۍ” او ”هندي روپۍ” چې د دې دواړو ارزښت معلوم او يو بل نه يې لږ توپير لرلو.
کابلي روپۍ هم دوه ډوله وه. “پخه کابلي روپۍ هغه وه چې په مشين جوړه شوې او هواره وه. خامه يا کچه کابلي روپۍ هغه وه چې په لاس جوړه شوې او هواره نه وه. په وزن دواړه يو شان (دوه مثقاله) او ارزښت کې يې دومره توپير نه و.
يوه روپۍ په شپېتو پيسو يا پولي وېشل شوې وه. د يوې پېسې دا سکه د مسو نه جوړه وه.
د پينځو پېسو يوه مسينه سکه ” شاهي” بلل کېده. دا دوه سکې به لس شاهي او درې به يې پينځلس شاهي نومېدل. د شلو پېسو سکه د نقرې ( سپينو) جوړه وه چې “څلور شاهي” يا ” ټنگه” به يې ورته وېل. دا سکه د ” عباسي ” په نوم هم خلکو پېژندله.
د سپينو يوه وړه سكه “سدنار” نومېده چې د صد دينار نه وران شوې شکل و او د يوې روپۍ د شپږمې برخې ارزښت يې لرلو.

د روپۍ نيمايي سکه ” قيران” يا غيران بلل کېده.
د کندهار قيران په وزن کې د کابلي قيران نه دروند او ارزښت يې د کابلي قيران نه ۲۰ في صده زيات و..

کلدار به يې هغه نقريي سکې ته وېل چې ورباندې عربي توري کنده و. دا به ” کليمه داره روپۍ” نومېده چې د وخت په تېرېدو کلداره شوه.
کوچيانو ښځو به په خپلو کميسونو د ښکلا لپاره گنډله. په دې اړه ولسي سندرې او لنډۍ هم شته.
په دې دوره کې د سرو زرو سکې يواځې د باچا له خوا د ځانگړو لمانځنو په وياړ جوړېدې چې شمېره يې لږ وه. د پينځو روپو نه واخلې تر ۴۰ روپو د ارزښت طلاي سيکې په جوړېدې چې د واکمنو له خوا په اختر کې خلکو ته وېشل کېدې. يا بيا د خلکو له خوا واکمنو ته د نذر په توگه وړاندې کېدل. د دوي ارزښت به د خپل تاکل شوي حد نه ۵۰ في صده زيات و.

په افغانستان کې سکې لږ وې نو ځکه په غېر قانوني توگه د پارس “ډبل کران” چې د يو کابلي روپۍ سره برابر و، راکړه ورکړه کېده.

کابلۍ روپي ۱۸۵۴ع کال

 


هغه وخت په افغانستان کې بانک نه و او د هند (انگرېزي) بانکي نوټ ته به يې د شک په سترگه کتل. د پېسو کاروبار زيات وخت د هندوانو او ارمني يهودانو په لاس کې و.
د ۱۸۹۱ م نه وړاندې په افغانستان کې د سپينو روپۍ کارېدې چې ورسره د مسو “فلوس” او د سرو زرو “مهر” هم چلېدل. دې درې واړه د يو بل سره د بدلون لپاره څه خاصه اندازه نه لرله. د هرې سيمې خپله سکه وه. هرات چې د پارس تر اغېز لاندې و، پکې د هغه ځاې سکه کارېده.
د افغانستان شاهي خزانې له خوا په ۱۹۱۹ م کې چاپ شول چې يو، ۵، ۱۰، ۵۰، او ۱۰۰ نوټ و.
په ۱۹۲۵ م کې ” افغاني” د روپۍ ځاې واخستو او اوس د دې هېواد سرکاري سکه ده.

ځواب پرېږدئ

ستاسي ايميل به خپور نسي

error: Protected contents!