ټول حقوق د منډيګک بنسټ سره محفوظ دي
د سوله غوښتونکي پاچا خان په یاد کې
د کابل پوهنتون پخوانی استاد او د تاریخ دیپارتمت مشر، پوهاند دکتور کاکړ د افغانستان د معاصر تاریخ یو ستر نوم، چې پېژندنه یې له تاریخ لیکنې، تاریخ څېړنې، تاریخپوهنې، ژباړې، لیکوالۍ او ملي دریځ سره د سرو زرو په تار ګنډل شوې ده.
پوهاند ډاکتر کاکړ خپله لومړنۍ رسمي دنده د پښتو ټولنې د غړي په توګه پېل کړه او په ۱۳۳۷ لمریز (۱۹۵۸ زېږدیز) کال کې یې د کابل مجلې د چلولو مسئولیت هم پر غاړه واخیست. په دغه وخت کې د افغانستان ویاړلی، نامتو شاعر او لیکوال ګل پاچا الفت د پښتو ټولنې رئیس و. پوهاند کاکړ په عین وخت کې د کابل پوهنتون د ادبیاتو د پوهنځي استاد هم و.
کاکړ په ۱۳۴۰ لمریز (۱۹۶۱ زېږدیز) کال کې د افغانستان د حکومت په سکالرشپ د تخصصی تحصیلاتو له پاره لندن ته ولاړ، چې هلته یې د برتانوي لیسانس سره د افغاني لیسانس تر معادلولو وروسته د منځني ختیځ، اسلامي پېر او اروپا د تاریخ زده کړې پیل کړې. ده د امیر عبدالرحمان خان د سلطنت په هکله د موجودو ارشیفي اسنادو او لیکنو پر بنسټ د خپلې ماسترۍ له پاره څېړنې وکړې او په ۱۳۴۷ لمریز (۱۹۶۸ زېږدیز) کال یې د فلسفې د ماسترۍ په نوم اکادمیک سند ترلاسه کړ.
پوهاند کاکړ د امریکا متحده ایالاتو په هاوایې کې د ایست ویست مرکز د غړي په توګه او په سندیاګو کې یې د کلفرونیا په پوهنتون کې د پروفېسور او د هارورډ او پرنسټن په پوهنتونونو کې د ریسچر په توګه دندې ترسره کړي وې.
مخکنی پوسټ
راتلونکی پوسټ