منډيګک
افغان تاريخ

د معاصر تاریخ له پاڼو

0 750

اماني دوره له څو اړخونو پاموړ ده:
په راس کي د غازي امان غوندي خواخوږی، وطنپال او روشنفکره مشر، د جریان وطنپال او سرښندونکي غړي، تر څنګ یې انګرېزخوښه او پردیپال د لستوڼي ماران او بېعقل احساساتیان.یو له هغو کسانو څخه چي پر وطن او امان الله خان تر سر و مال تېر وو ارواښاد جرنیل غلام نبي خان څرخی وو. د ده پلار سپهسالار غلام حیدر خان څرخی نومېدی او د لوګر ولایت د څرخ اولسوالۍ د یوسفزو یوې مشهوري کورنۍ ته منسوب دئ.
غلام نبي خان څرخی په ۱۸۹۰ع کال د لوګر په څرخ کي وزېږېدی، تر ابتدایي زدکړو وروسته په نظامي چارو کي د ځانګړي علاقمندۍ پر اساس شامل او د خپل پلار غلام حیدر خان راسته لاس سو. د سراج المله حبیب الله خان په واکمني کي یې پر بېلابېلو نظامي دندو کار وکړ، دا چي د امان الله خان خاص همفکره او ملګری وو د هغه ارواښاد په واکمني کي یې د نظامي وظیفو تر څنګ په پاریس، مسکو او ترکیه کي د سفارت چاري هم مخته وړي دي.

په عکس کي ناست مرحوم جرنیل غلام نبي خان څرخی دئ، ورسره ولاړ کس یې یاور کرنیل محمدشریف شریفي دئ [مسکو، د افغانستان سفارت].

د سقاوي اړودوړ پر مهال په مسکو کي د افغانستان سفیر وو، د دغي بخولي د ختم په موخه د هیواد شمالي ولایاتو ته راغی او د اماني دورې د بیرته اعادې له پاره یې کوښښونه وکړل، وروسته یې محمدنادر خان ته په دې خاطر لاس ورکړ چي د امان الله خان له پاره واکمني وګټي. د دغه غوبل ختمولو له پاره یې مالي و ځاني قربانۍ ورکړې. کله چي نادرخان واک ته ورسېد، مرحوم څرخی یې ترکیې ته د سفیر په توګه ولېږه. څرخي مرحوم د نادر خان د کړو وعدو د وفا په تمه وو، خو نادر خان کرار کرار پر وعدو تله تېروله او پر چوکۍ یې خېټه اچوله. ارواښاد څرخي اوضاع څارل. دغه مهال د نادر خان او په هند کي د انګرېز ګورنر په شخصي روابطو خبر سو، په لومړي قدم کي یې له سفارته استعفی ورکړه، ورپسې د اروپا مېشتو افغانانو، روشنفکرانو او محصلینو په منسجمولو بوخت سو.
له کابله د نادرخان پرلپسې لیکونه ورتلل او غوړي غوړي وعدې یې ورکولې. لیکونو هیڅ کار و نه کړ، بالاخره یې خپل ورور شاه ولي خان ترکیې ته ورولېږه او د ځانګړو تعهداتو په ورکولو یې مرحوم څرخی دې ته راضي کړ چي کابل ته راسي. [د ارواښاد څرخي وراره خالد صدیق څرخي لیکي چي په دغو تعهداتو یوازي نادرخان، د هغه ورور شاه ولي خان او خپله مرحوم څرخي خبر ول، بل هیچا حال نه په درلود].
کابل ته د جرنیل له تګ سره د محمود طرزي په شمول زیاتو نورو افغانانو مخالفت وښود، خو جرنیل د نادرخان په وعدو خطاووت او د کراچي پر لار کابل ته د مارشال شاه ولي خان په ملګرتیا راغی، ورپسې کابل ته راستون سو. شپږویشت ورځي یې په کابل کي تېري کړي او په اووه ویشتمه ورځ د نادرخان په خاصه غوښتنه د څرخي کورنۍ د ځینو نورو غړو سره دلکشاه ماڼۍ د مېلمستیا په بهانه ته وغوښتل سو، په دا سبا یې مرحوم څرخی په بې رحمانه ډول وواژه [۱۹۳۲ع] او د څرخي کورنۍ نور غړي د زندان مېلمانه سول.
سهار په مطبوعاتو کي خبر خپور سو چي غلام نبي څرخی د کودتا کولو په جرم ووژل سو 

ځواب پرېږدئ

ستاسي ايميل به خپور نسي

error: Protected contents!