منډيګک
افغان تاريخ

د هرات نوميالي – لومړۍ برخه

0 1،098

ژباړه او ټولونه : تېمورشاه یوسفزی

لنډه یادونه   

 

هرات یو وخت د پوهي او ادب زانګو وه؛ له ختيځ څخه ګڼ شمېر ولسونه دې ادب خيزي مځکي ته پناه راوړې ، علم او فنون يې زده کړي او بیرته خپلو سیمو ته  تللي او هلته يې د هرات د نوم و نشان د بیانولو تر څنګ نور ولسونه هڅولي چي د علم ګټلو لپاره هرات ته را ودانګي… له بغداد، مصر، مشهد، نيشاپور او ګڼو نورو سیمو څخه خلګ راغلي او آن ځينو يې دلې دايمي پاتې شوي او په دولتي چارو کي يې هم ونډه اخیستې ده.

هرات د اولياء الله ښار په نوم هم یادیږي؛ ځکه په هرات کي ګڼشمېر اولياء او عالمان دفن دي چي له دې جملې څخه د خواجه عبدالله انصاري چي په پیر هرات مشهور دی، ميرعبدالواحد مشهور په سلطان آغا، مولانا عبدالرحمان جامي، خواجه غلطان ولي او  ګڼ شمېر نور یادولی شو.

په تاريخي کتابونو کي له هرات  څخه د یوه اسلامي مرکز په نوم یادونه شوې ده.

هرات د باستان په نوم هم یاديږي؛ دا ښار  ډېر لرغونی ښار دئ، یو وخت د ابرېښم تجارتي لاره له همدې ښاره  تېرېدله چي هند، منځني ختيځ، مرکزي آسيا او اروپا يې د تجارت په کړۍ نښلوله. د دې ترڅنګ د ارګ کلا(اختيارالدين کلا)، د تېموريانو د دورې مصلی او منارونه، شنه جامع او ګڼ نور تاريخي ځایونه د هرات پر لرغونتوب شهادت ورکوي.

دا چي د هرات د مشاهيرو یا نومياليو په اړه داسي کوم ځانګړی اثر مي تر سترګو نه شو چي په هغه کي دي ددوی شناخت او پېژندګلوي شوې وي، نو ځکه مي د دغه خاليګاه د ډکولو لپاره هڅه وکړه چي په دې اړه یوه کوچنۍ غوندي رساله برابره کړم.

په دې رساله کي مي کوښښ کړی چي سوانحې د کابل مجلې، آريانا دايرة المعارف، د افغانستان نوميالي کتاب،  د هرات په اړه ليکل شوي پخواني کتابونه ، انټرنيټ پاڼي او په هرات کي د شته قبرونو ډبرليکونو او پېژند لیکونه وګورم.

هيله ده دا رسانه د یو تاريخي سند په حيث د خلګو په شخصي  او عامه کتابتونو کي پاتې شي او زموږ د لرغوني هرات د تاريخ  د څرګندولو یوه کوچنۍ هڅه حساب شي.

لاندي د الپوبې په ترتيب د هرات د نومياليو(مشاهيرو) معرفت شوی دئ.

آتون هروي

د ملا بقائي هروي ماندينه او د دري ژبي شوخ طبعه شاعره وه. د دې مېړه ملا بقائي هم د دري ژبي ظريف شاعر او د هرات د نامتو او پوهاند وزير امير عليشر نوايي مصاحب و. څنګه چي د مېړه او ماندينې د دواړو طبع شوخي او ظرافت ته مايله وه نو ځکه دوی دواړو خپل منځ کي د شعر په ژبه يو له بله سره ټوکي کولې، مثلاً یو وخت چي ملا بقائي د خپلي ماندينې په باب دا رباعي وویله:

ياران ستم پيره زنی کشت مرا

کاواک شده چو نئ از و پشت مرا

گر پشت بسوی او دمی خواب کنم

بیدار کند بضرب انگشت مرا

نو مېرمن آتون يې داسي جواب ووايه:

همخوابکی سست رگی کشت مرا

روزی نبود از و بجز پشت مرا

قوت نه چنانکه پا تواند برداشت

بهتر بود از پشت دوصد مشت مرا

منبع: د افغانستان نوميالی – لومړی ټوک – ۴ مخ

آثم هروي

ملا محمد حسين د خليفه عبدالاحد سلجوقي زوی مشهور په «خليفه » چي د حضرت جي بخاري خليفه او په نقشبنديه طريقه کي د هغه پر ځای ناست و.  ښه عالم او د دري ژبي شاعر تېر شوی دئ. معقول او منقول علوم يې له خپل پلار څخه لوستي او په نستعليق خط کي د مرحوم ميرزا عبدالرحمن هروي شاګرد و په اشعارو کي يې «آثم» او کله يې هم «حسين» تخلص کاوه. د ده په ښکلي خط ليکلي شوي څو غزلي پر یوه بياض د ښاغلي فکري هروي سره موجودي وې، او د مرحوم مفتي عبدالحق د شهادت په نسبت يې چي د مرحوم فيض الله بادمرغاني خلف و، د تاريخ يوه قطعه ویلې او په خپل ښکلي خط يې د هغه د مزار پر شناخته (لوحه) ليکلې ده چي لومړی بیت يې دا دئ:

ای دل آن به بجهان کز سرجان درگذریم

کز سراپای جهان رفت برون جان جهان

خليفه آثم په (۱۳۳۳ هـ ق) کال وفات سوی او د مولانا جامي د هديرې د باغچې له څنګه په سلجوقيه مقبره کي ښخ دئ.

منبع: د افغانستان نوميالي – لومړی ټوک –  ۵ مخ

آجه هروي

د هرات له بزرګانو څخه و، چي واعظ هروي پخپله « رساله مزارت هرات» کي د « آجه باجه » په نامه دوه مزارونه د « فيروز آباد» وره ته ته نژدې ښودلي دي او داسي ليکي:

« قريب درب فيروز آباد دو مزار است به یکديگر نزديک به آجه باجه مشهور و محلي بس بزرگ است و ملجأ نیازمندان بوده و هست»

منبع: رساله مزارات هرات – ۵۶ مخ – د کابل چاپ

آصفي هروي

مولانا آصفي د هرات د پوهانو او فضلاؤ څخه و. د پلار نوم يې خواجه نعمت الله دئ چي څه موده د سلطان ابو سعيد ميرزا و زير و، پخپله آصفي څو موده د نظام الدين علي شير سره و او څه موده يې د بديع الزمان ميرز ا په ملازمت کښي هم تېره کړې ده. په شاعرۍ کښي یې جګه مرتبه او په فضيلت کښي يې لومړۍ درجه درلوده، د غزلياتو يو مکمل دېوان لري او مثنوي هم لري چي د مخزن الاسرار په طرز يې انشاء کړې ده. ليکن شهرت يې نه دئ موندلی خو شعرونه يې ډېر لطیف او معنی دار دي. د ده د شعرونو څخه د ده د ژبي تېزي ښکاره ده لکه چي په خپله وايي:

تيغيست آبدار زبان تو آصفی

چاک لبت ز تيزی تيغ زبان تو است

دی د ۹۲۰ هـ يا ۹۲۶ هجري کال د شعبان په مياشت کښي په شپاړسم تاريخ مړ شوی دئ. مزار يې په هرات کښي دئ. امير سلطان ابراهيم اميني د ده د فوت تاريخ په دې ډول ویلی دئ:

چون آصفی آن چشم خرد را مردم

در ابر اجل گشت نهان چون انجم

پرسید دل از من که چه آید تاريخ

گفتم زهرات آمده روز دوم

دولت شاه چي د آصفي معاصر دئ. دی په خپله تذکره کښي د وزير زاده او بزرگ زاده په نامه معرفي کوي او ليکلي:( دا بزرگ زاده په شاعرۍ کښي جګه مرتبه او په فضيلت کښي کافي درجه لري، نن  د دې وخت اميران په زياته اندازه د دې بزرګ زاده احترام او عزت کوي د ده شريف حسب د ده د لويو اسلافو په منيف نسب عادل شاهد دئ پاک خدای دي د خپل فيض دروازې د ده په ښه طبعه پرانيستلي لري او د خپلو لويو اسلافو او مشرانو په چارو دې دی په زمانه کښي سر فراز او سرلوړی کړي).

منبع: آريانا دايرة المعارف -لومړی ټوک ۳۲۸ مخ

آغا بيگه

د سلطان حسين بهادر خان په وختو کښي د هرات له بډايانو او لوړو درجو ښځو څخه یوه آغابيکه وه، چي ډېره متموله او په عين تمول کښي يې له ادب، شعر او شاعرۍ سره زياته مينه درلوده. او هر کال به يې د خپل وخت د شاعرانو او فضلاوو سره مالي مرستې کولې، بلکه هر يوه ته يې معاش ټاکلی و.

يو کال  چي نا څاپه د خواجه آصفي معاش لږ څه تر خپل وخت ځنډېدلی و نو خواجه دا لاندي قطعه و مېرمن آغابيګې ته ولېږله، هغې چي ولوستله وې خندل او تر پخوا يې ډېره غله او نور شيان ورکړه.

قطعه دا ده :

ایا عروس خطا بخش جرم پوش بگو
که کی وظیفۀ  ما را فرار خواهی داد؟
بوقت غله مرا گفتۀ که بار دهم
سرم فدای درت چند بارخواهی داد

مېرمن بيګه پخپله هم شاعره وه، طبع يې ښه روانه وه، چي موږ ته يې دغه لاندي مطلع په لاس راغلې ده، ممکن چي نور ښه ښه آثار به هم لري مګر له بده مرغه د زمانې له لاسه برباد شوي دي.

مطلع:

آه ازان دامی که دارد رشتۀ  جان تاب ازو

وای ازان لعلی که هر دم میخورم خوناب ازو

منبع: پښتنې مېرمني، عبدالرؤوف بېنوا – ۱۳۲۳ ل- ۲۰ مخ

ځواب پرېږدئ

ستاسي ايميل به خپور نسي

error: Protected contents!