منډيګک
افغان تاريخ

د وردګو دچک ولسوالۍ نهه برجه کلا

د وردګو دچک ولسوالۍ نهه برجه کلا
0 571

د وردګ نوم د تاریخ په حافظه کې په څه توپیر او تغیر په بېلابیلو ډولونو او وختونو کې یاد سوی دی. له ننه شاوخوا درې زره پنځه سوه کاله پخوا په ویدي سرودنو کې د ( وردیګا) په نوم یاد سوی دی ، تر هغه وروسته د اویستا کتاب په شپاړسو ښېرازه ولایتونو کې اوومه سیمه د ( ویکرته) یا (وردګ) په بڼه راغلې ده ، بطلیموس په دوهمه مېلادي پېړۍ کې ( اورتیکا) یادکړی دی ، په زند کتاب کې (ویکرتانه) راغلی دی ، چینايي زیارت کوونکي هیون تسانګ(Xuanzang 玄奘=) په ۶۴۴م، زېږدي کې د ( درګې ستانه = وردګي ستانه) په شکل او نوم یاد کړی دی ، په دهخدا لغت نامه کې (وردکه )د خاشو څخه جوړي سوي کوډلي او کور په معنی راغلی دی ، فرهنګ رشیدي کې هم وردوک او وردوکه د لومړي (و) په زور او دال په پېښ د خاشو جوړ سوي کور په معنی استعمال سوی دی چې په هندي کې ورته (چهپر) وايي . لغت الفرس کې هم ورتیج (ورتیګ) راغلی دی لیکي :« پرنده ایست از دراج خرد تر یعني ولج و ګویند که جر ولج است به تازي سماني(السمان) و سلوي ګویند .»

غازي خدای نظر خان وردګ کلا

برهان قاطع کې د (وردوکه )، (وردوګه) او معربه یې (وردیج )په بڼه راغلی دی وردیج د ابجد په جېم د سرپېچ پر وزن یو کوچنی مرغه دی چې په تاریخي متونو کې ورنېج هم بلل سوی دی ، ، عربان یې سلوی او السمان او ترکان یې (بلدرچین) بولي ورتېج ( هـ . م ) وردج ورتګ ، ورتګ = وردګ ، په زړه هندي کې ورتیکا (vartika) ، په پهلوي کې ورتک (vatak) یوناني کې (ortux) ، کردي ژبه کې (verdi) او ( Havarde) چې په پښتو کندهارۍ لهجه کې (کرک) او ختیځه لهجه کې (مړز ) بولي. پورتنیو یاداښتونو ته په اغلب پام سره ویلای سو چې د (وردګ) تاریخي سیمې وجه تسمیه د مړزانو او کرکانو د ځای په معنی و ، دې ځای کې له پخوا څخه په کښتونو او غرنو کې کرکان زیات موندل کېدلاو د ځایي خلکو په وینا چې تر اوسه پوري يې هم ښکار رواج لرياو ورسره دا سیمه په همدې نامه یاده سوې ده ، زموږ د دې دلیل لپاره په همدې تاریخي سیمه کې یو بل تاکیدي سند هم لرو ، هغه د همدې وردګو په سیداباد کې یو غر دی چې شمال او سویل پروت دی خلک ورته ګوربته وايي ، ګوربت چې مونث يې ګوربته دی په تاریخونو کې برګویت ، برګرود په بڼو هم راغلی دی چې د عقاب معنی ښندي ، ، ګربت د مرغانو پاچاه دی دا غر هم دګربتانو داوسېدو په وجه د ګربت په نوم یاد سوی او عام سوی دی ، دې ته ورته موږ د هلمند د سنګین( سروان کلا) په سویل ختیځ کې یو غر لرو چې سپېرکي غر یادیږي ، دې غره کې سپېرکونډه کې ( یو ډول خړې چوغکې چې خوږه غوښه لري) ښکارېدلې ، چې د سپېرکونډکو د غره په نوم مشهور سو اوس يې ځایی خلک د ژبني اسانتیا له مخي لنډیز او تصغیر کې (سپېرکي غر) بولې ، تر څنګ يې جوخت بل غر د (شرمښانو غر) په نامه پېژندوی دی هغه چې شرمښان پکې زیات دي ، دا ډول بېلګې په افغانستان کې لږ نه دي، دا نومونې د ولسي خلکو لخوا سوي وي ، تر تاریخونو رسېدلې ، عامي او مشهور سوي وي.

اخځلیکونه:

۱ : برهان قاطع د محمد حسین بن خلف (۱۰۶۲هـ.ق) ، څلورم ټوک ، دوهم چاپ تهران ، ۱۳۴۲ شمسی،۲۲۶۸مخ

۲ : فرهنګ رشیدي ، دمحمد عباسی په سمون ، دوهم ټوک ، انتشارات کتابفروشی بارانی تهران چاپ،۱۴۵۵مخ

۳ : فرهنګ لغت فرس ، بدرالدین ابراهیم د دکتور حبیب طالبی په سمون ، موسسه فرهنګی و انتشارات فرهنګي پازینه ، ۱۳۸۱ شمسی ، ۲۶۲مخ

۴ : دهخدا لغت نامه د ( و ) برخه ، ۱۳۸۵ شمسی ، ۳۱۲۶مخ

۵ : علامه پوهاند عبدالشکور رشاد ، دسیمو تاریخي جغرافیه ، میوند کلتوري ټولنه    ۱۳۸۴ ل ، ۲۰۷ ، ۲۴۱ مخونه

۶ : استاد احمد علي کهزاد ، اریانا ،شرکت کتاب شاه محمد ــ کابل دوهم چاپ ۱۳۸۰ شمسی ، ۲۱مخ

 

ځواب پرېږدئ

ستاسي ايميل به خپور نسي

error: Protected contents!