منډيګک
افغان تاريخ

د پیسو جوړولو تاریخچه

0 970

بریتانیا کې پر دې بحث روان دی چې د انګلستان د مرکزي بانک په نوټونو کې د ۱۹ پېړۍ ؟یو نامتو انځورګر، جوزف ملورډ ویلیام ټرنر، انځور چاپ شي که نه.

په دې هکله عام خلک هم کولای شي خپل نظرونو شریک کړي چې د چا عکس دې پر نویو شل پونډي نوټونو موجود وي چې په ۲۰۲۰ کال کې به چلند ته راو وځي.

د انګلستان د بانک نوي پنځه پونډي او لس پونډي نوټونه سږ کال او راتلونکي کال کې راوځي، او شل پونډي نوټ به له پلاستیک څخه جوړېږي.

په دې مقالې کې په بریتانیا او نورې نړۍ کې د پيسو د بدلونونو تاریخ ته کتنه شوې.

پلاستیکي نوټونه- چې د نویو پنځه پونډي نوټونو سره پيلېږي او په سپټمبر کې راوځي، به د بریتانیا د یوه پخواني لومړي وزیر سر وینسټون چرچل تصویر ولري- او له پنبې نه جوړو شویو نوټونو ځای به نیسي، چې له تېرو څه باندې ۱۰۰ کلونو راهیسې ورڅخه کار اخیستل کېږي.

له ډېرو اړخونو، دا د پيسو جوړولو په طريقې کې یو مهم بدلون ګڼل کېږي، ځکه چې د لومړي ځل لپاره به د انګلستان د بانک نوټونه دومره پیاوړي وي چې د مینځلو په ماشین کې به له منځه نه ځي.

خو، د تاریخ په اوږدو کې د پيسو جوړولو په طریقو کې نورې انقلابي پېښې هم لیدل شوې.

د بریتانیا په موزیم کې د پيسو د نندارتون مشر، بن الساپ، او د دې نندارتون د پوهنې روزنې د چارو مدیر، میکا هاریس، د نندارتون له مجموعې څخه د پنځو شیانو په مرسته د پيسو د تاریخ یوه برخه بیانوي.

سکې، هغسې چې موږ يې پېژنو

سره د دې چې غټوالی او څېره يې منظمه نه ده، د عیسی (ع) له پيدايښت نه مخکې شپږمې – اوومې پېړۍ د لیدیا امپراتورۍ دغو سکو دقیق وزن او معیار درلوده۰ (تصویر د بریټیش موزیم)

دا سکه د الکټروم (Electrum) څخه جوړه شوې ده، چې د سرو او سپینو زرو یو طبیعي مخلوط دی چې د سیندونو په تل کې پېدا کېږي- دا د سکو د لومړنیو مثالونو څخه دی، او د سکو جوړولو د لوېدیځو دودونو پيل ګڼل کېږي چې تراوسه رواج لري.

دا سکه، څه باندې ۲،۵۰۰ کاله پخوا، د عیسی له زېږون نه مخکې اوومه پېړۍ کې، د لیدیا په امپراتورۍ کې چې د اوسنۍ ترکيې لوېدیځه برخه ده، جوړه شوې وه.

 

په دې سکو کې، د زمري سر لیدل کېږي، او ټاکلی وزن او سوچه توب يې درلوده، له دې امله يې یو ارزښت درلود او د هېوادونو تر منځ سوداګرۍ کې ورڅخه کار اخیستل کېده- په داسې حال کې چې له دې نه مخکې به تجارتي شیان، یو د بل په مقابل کې تبادله کېدل.

دغې وړې سکې، ډېر ارزښت درلود، نو ځکه د لوړې کچې سوداګرۍ کې ورڅخه کار اخيستل کېده، لکه د پاچاهانو ترمنځ یو بل ته د ډاليو په ورکړه، او عسکرو ته د تنخا ورکولو لپاره.

ډېری خلکو به دا ډول سکې نشوای لیدلای، او له سکو پرته به يې د څيزنونو سوداګري او تبادلې ته دوام ورکاوه- لکه هغسې چې ښارونو او امپراتوریو څه باندې ۲۰۰۰ کاله کاوه. بارتري تجارت یا د تجارتي شیانو تبادله تراوسه پورې هم رواج لري چې د پيسو په وسیله د سوداګرۍ ترڅنګ ترسره کېږي.

یوم که پيسې؟

د تاریخ په اوږدو کې، سکې راز راز وې او له اوسنیو سکو څخه چې موږ يې نن پېژنو ډېر

توپیر درلود.

د یوم په بڼه چینايي پېسې او د لسو پنسو بریتانیايي سکه

د یوم په بڼه دا پيسې، د عیسی (ع) له زېږون مخکې ۶مه پېړۍ کې رواج وې، هغه وخت چین کې یو شمېر جلا جلا دولتونه وو.

د دې لپاره چې د سوداګرو تر منځ باور او اعتماد وهڅول شي د یوم په بڼه دغه ډول برونزي پيسو څخه کار اخیستل کېده، چې کرنې د یوې وسیلې څېره يې درلوده او خلک ورسره آشنا وو، په داسې حال کې چې د فلزي سکې ګرده څېره پردۍ ښکارېده.

نژدې ۲۰۰ کاله وروسته، په چین کې د چاړه یا چاقو په بڼه فلزي سکې هم جوړې شوې وې، ځکه هغو خلکو چې په جګړو کې برخه درلوده دا څېره ښه پېژندله.

د ارزښت له پلوه، د څېرې په پر تله وزن ډېر مهم و.

سره د دې چې د لیدیانو د سکو په پر تله يې ډېر پراخ رواج درلود، خو د پېسو په توګه د سکو کارول د روم امپراتورۍ تر وخته پورې په عامو خلکو کې ډېر رواج نه درلود.

د بانکنوټونو زېږون

د بريتانيا موزیم په مجموعې کې تر ټولو پخوانی بانک نوټ همدغه دی چې د ستر مینګ په دورې پورې اړه لري او د ۱۴مې پېړۍ دی.

دا د ارزښت لرونکو “کاغذي” پيسو لومړۍ بېلګه ده. پر دې نوټ باندې چې ۳۴سانټي متره اوږدوالی او ۲۲ سانټي متره سور لري، لیکل شوي چې د کوان یو نوټ ۱،۰۰۰ سکې کېږي.

چینايي “کاغذي” بانکنوټونه اصلا د ونې له پوټکي جوړ شوي وو

مېرمن هاریس وايي: “خلکو دغه نوټونه د الوتونکو پيسو په نامه یادول ځکه چې د لوړې کچې سوداګرۍ لپاره ښه مناسب وو او هم د سکو په شان درانده نه وو.

“نو که په سمه توګه يې ټینګ په لاس کې و نه نیسئ، کېدای شي له لاسه مو والوزي.”

مرکزي چارواکو د دې کاغذي پيسو ملاتړ کاوه او د ښامارانو انځورونه او یو خبرداری ورباندې لیکل شوی و چې څوک يې باید په جعلي ډول جوړ نه کړي.

داسې ښکاري چې دغې خبرداري ته چا پام نه کاوه. کله چې د پيسو چاپول آسانه شول له امله يې جعلي پيسې ډېرې او د انفلاسیون کچه لوړه شوه، نو ځکه د چین حکومت د ۱۵مې پېړۍ په لومړیو کې د کاغذي نوټونو جوړول و درول او تر ۱۹مې پېړۍ پورې يې بیا پيل نه کړل.

محلي پيسې

کله چې په ۱۷مه پېړۍ کې په بریتانوي ټاپوګانو کې کورنۍ جګړه روانه وه، بې ثباتۍ ډېره وه او وړې پيسې ډېرې کمې وې.

وړو سوداګرو او حکومتي چارواکو هغه وخت مداخله وکړه او خپلې سکې يې جوړې کړې چې مرکزي واکمنو نشوای کولای سکې جوړې کړي.

په ۱۷مه پېړۍ کې، په بریتانوي ټاپوګانو کې د کورنۍ جګړې په وخت کې محلي تولید شوې سکې ډېرې شوې (تصویر د بریټیش موزیم)

د ۱۷مې پېړۍ پر دې سکې باندې لیکل شوي چې دا سکه د جان ایوینګ لخوا خپره شوې ده، چې د لندن د سدرک د سیمې د سینټ جیورج کلیسا ته نژدې يې سوداګري کوله.

هغه تمباکو خرڅول، نو ځکه يې پر سکې باندې د یوې بیزو انځور دی چې د تمباکو د سکولو یو پایپ یې په خوله کې دی. د هغه مشتریانو کولای شول د دې سکو څخه کار واخلي، خو نورو محلي سوداګرو هم دا سکه منلی شوای.

د پيسو دا شخصي تولید له ډېرو اړخونو د محلي پيسو یوه پيلامه وه لکه هغه پونډونه چې د بریکسټن او بریسټل په سیمو کې تولید شوي وو، او هغه ډیجیټالي پيسې لکه بیټ کوین چې اوس په انټرنیټ کې ورڅخه کاراخیستل کېږي.

خو، دا سکې ډ ډېر وخت لپاره و نه کارول شوې. په ۱۶۶۰ کې د انګریزانو پاچاهۍ په بیا رامنځته کېدو سره، یوه شاهي اعلامیه خپره شوه چې ټولې محلي پيسې یې بندې کړي.

د پلاستیک عصر

ه څه هم پيسې د خپل طبیعت له مخې یو محافظه کاره شی دی، د دې لپاره چې د عامو خلکو له خوا ومنل شي، په دې برخه کې ځینې انقلابي پېښې شوې دي.

په ۱۹۵۸کې، د امریکا بانک لومړی بریالی عصري کریډټ کارت، بانک امیریکارد، پیل کړ

یوه يې د کرېډت کارت زېږېدل وو، سره د دې چې کرېډت یا اعتبار او ډیبیټ یا پور د پيسو په شان د ډېرې مودې راهیسې موجود و.

دا ځانګړی کارت چې په پورتنې تصویر کې ښودل شوی د امریکا د متحدو ایالتونو د ۱۹۶۰ کلونو یو لومړنی مثال دی.

په ځینو مغازو کې د کرېډټ حسابونو عمومیت درلوده، خو د کریډټ کارت په مرسته خلک کولای شي یو کارت د راز راز مغازو لپاره وکاروي، پرته له دې نه چې د پیسو نوټونه یا سکې له ځانه سره ولري.

ښاغلی اسلوپ وايي: “د دې لپاره چې خلک د دې کارتونو کارولو ته وهڅول شي، کارتونه به هغو خلکو ته هم د پوستې له لارې استول کېدل چې غوښتنه يې نه وه کړې، چې خلک وهڅوي د پيسو ورکولو دغې نوې لارې څخه کار واخلي”.

د کرېډټ کارتونو په برخه کې د نن ورځې په شان کومه اوتومات طریقه نه کارول کېده، نو ځکه به خلکو د سودا اخیستلو په وخت کې دا کارت دوکاندارانو ته ورښکاره کاوه او هغوې به یو بانک ته ټیلیفون کاوه . دغه بانک به بیا د سودا اخیستونکي شخص بانک ته ټیلیفون کاوه او په دې توګه به د سودا اخیستلو او د پيسو ورکړې ته اجازه ورکول کېده.

سرچينه htد پیسو جوړولو یوه لنډه تاریخچهtps://www.bbc.com/pashto
ځواب پرېږدئ

ستاسي ايميل به خپور نسي

error: Protected contents!