منډيګک
افغان تاريخ

د «پېړۍ» په مانا کي تېروتنه

0 457

«پېړۍ» د هندي او پښتو ژبو خورا لرغونی ټکی دئ، چي له عمرونو څخه تر اوسه د پښتنو په اولسي محاورو او ادبي اثارو کي پراخ استعمال لري. علمي شواهد ښيي، چي دا ټکی په پخوا زمانو کي پر اولسي محاورو سربېره د پښتو په علمي – ادبي اثارو کي هم هر ځای په خپله سهي او اصلي مانا کارېدئ؛ خو له څو لسيزو راهيسي يې زموږ په تقريباً ټولو پښتو اثارو کي سهي او دقيقه مانا تر ډېر ځايه تحريف سوې؛ او له نوميالييو پوهانو څخه تر ما غوندي تازه کاره شاگردانو پوري، هر چيري د هر چا په خبرو او ليکنو کي په ناسمه او جعل سوې مانا کارېږي.

داسي ښکاري چي په ناسمه او غيردقيقه مانا د «پېړۍ» استعمال، د پښتو ژبي د «سوچه کولو» له غورځنگ څخه را پيل سوي يي(وي)؛ ځکه له همدې وخت څخه، «پېړۍ»  هر چيري زموږ په سرکاري پښتو کي، د سلو کالو په مفهوم د عربي «قرن» يا هندي «سيکړې» پر ځای درول سوې ده؛ حال دا چي د عربي «قرن»، هندي «سيکړې» يا سنسکريت «سدۍ» پر ځای يې درول د دې ټکي په مانا کي تېروتنه او لاسوهنه گڼل کېږي.

په دې لنډکۍ مقاله کي اول د ايتيمولوژۍ (ريښه پېژندني) او ليکسيکالوژۍ (لغتپوهني) له نظره د «پېړۍ» د مانا او مفهوم په اړه څو لنډي خبري کوو؛ وروسته د علمي اسنادو او ادبي شواهدو په وړاندي کولو سره ښيو، چي «پېړۍ» پر هندي ژبه سربېره په پښتو ادب کي هم قطعاً د سلو کالو په مانا نه ده کار سوې. په دې خاطر ئې نو موږ هم بايد تر دې وروسته هيڅکله د «قرن»، «سيکړې» او «سدۍ» پر ځای استعمال نه کو. تر دې لنډو خبرو مخکي، راسئ په هندي او سنسکړيت/ سنسکريت ژبو کي هم د «پېړۍ» د پلار، مور او تربرو په باره کي يو څو ټکي بيان کو؛ ځکه د پښتو «پېړۍ» په واقعيت کي له هندي او سنسکريت ژبو سره نه شلېدونکی ارتباط لري. په بله وينا، «پېړۍ» په اصل کي له سنسکريت څخه و پښتو، پراکړيت/ پراکريت، هندي او ځينو نـورو ايندو- آريايي (Indo-Aryan)  ژبو ته تللې ده.

«پېړۍ» په هندي ژبه کي د معروفي/ لنډي او مجهوله/ اوږدې ياء په دواړو بڼو راغلې ده. «پيړهي pīŗhī۱» يې د معروفي/ لنډي ياء او «پېړي peŗī۲» يې د مجهولي/ اوږدې ياء بڼه ده. و جمعي تې «پيړهياں/ پېړياں» وايي. په پراکريت کي د «پيړهيا piŗhīā۳» او په سنسکريت کي د «پيټهيکاpiŗhikā ۴» په ډَول راغلې ده. البته، په سنسکريت او هندي کي و «پېړۍ» ته نور مترادف او متقارب ټکي هم استعمالېږي، چي ځيني عام او مشهور يې دا دي (د ښې او دقيقي پېژندني دپاره هر ټکی په لمنليک کي په اصلي دېوناگري Devanāgri ليکدود هم کښل سوئ دئ): پرَجَنن prajnan۵، جَنَن janan۶، اوتپادَن utpādan۷، اؤتپتي utpatti۸، سنتان santān۹، ونشvanś۱۰، پؤشت puśt۱۱ او داسي نور.

په دې ډله کي «پښت» کليمه زموږ له ژبي او فرهنگ سره ډېر نيژدې او ټينگ اړېکی لري. دا کليمه په واقعيت کي د سنسکريت له «پړَښټهـ/ پرَښټهـ praşţh۱۲» ټکي څخه را وتلې ده؛ او له اوږدو زمانو څخه په پښتو ژبه کي استعمالېږي. د سنسکريت «پړَښټهـ/ پرَښټهـ» په زند کي د «پَرش parś» او په پاړسي کي د «پُشت puśt» په بڼه اوښتې ده۱۳. هندي ژبي هم کټ مټ پاړسي بڼه خپله کړې ده؛ او په پوره مينه يې په خبرو او ليکنو دواړو کي کاريي.

د هندي ژبي په ټولو معتبرو او مؤثقو فرهنگو کي «پيړهي/ پېړي» په دغو دوو ماناوو ثبت سوې ده، چي له هغو څخه يې يوازي لومړۍ مانا زموږ د پام وړ ده:

۱/ پښت، نسل، خېل، ټبر، کورنۍ، تېر سوي او راتلونکي نسلونه (اجداد او اولاد)، چي په انگرېزي کې «generation »، « age group»، «descent»، «extraction»، «pedigree» او داسي نور بولي.

۲/ هغه کوچنۍ، جگه او بې لاستي چوکۍ، چي په انگرېزي کې د سټؤل (stool) په نامه ياديي۱۴.

لکه څنگه چي گورو، د «پېړۍ» په دې دواړو ماناوو کي د سلو کالو يا سل کلنۍ هيڅ يادونه نسته. بايد هم نه يي؛ ځکه د سلو کالو يا سلو (سده، قرن، سيکړه) او پېړۍ (پښت يا نسل) تر منځ خو ډېر لوی توپير دئ. له همدې خاطره په هندي او نورو ايندو – آريايي ژبوکي د سلو کالو دپاره زياتره دغه ټکي کاريږي: پَداهتي padhdati۱۵، شَتَک śatak۱۶، شَتابدي śatābdī۱۷، شَيلي śailī۱۸، سَديsadī۱۹، سيکړا saikŗā۲۰، سَؤ سال sau sāl ۲۱، سَؤ ورښ/ ورش sau varş۲۲ .

په خواشينۍ سره، زموږ زياتره ليکوال او څېړونکي د «پېړۍ» او «سدۍ» د لغوي مانا د تحقيق دپاره د هندي قاموسو د ليدو امکانات نه لري، ځکه نو بې گټي نه ده، چي دې اړتيا ته په پام سره د «پېړۍ» د لغوي مفهوم د لا ښه توضيح او تفسير دپاره د هند د محبوب سندرغاړي، پنکج اؤدهاس، په ښکلي ږغ کي د «يکيسوي  سدي» تر عنوان لاندي د هندي شاعر، ظفر گورکهپؤري، د خوندور نظم ويډيويي بڼه وړاندي کو. ښاغلي اؤدهاس د دې په زړه پوري نظم د محتوا تشريح کولو په ترڅ کي د «پېړۍ» مفهوم هم په خورا ښه ډول بيان کړئ دئ. د يوټيوب په دې ويډيو کې وگورئ او خوند واخلئ:

د «پېړۍ» او «سدۍ» فرق په څه کي دئ؟

«پېړۍ» د نيکه، پلار، لمسي، کړوسي، کودي او داسي نورو په شان يوه نسل يا يوه پښت ته وايي؛ حال دا چي «سدۍ»، «سيکړه» يا «قرن» درې سره د پوره سلو کالو په مانا دي. په يوه سدۍ يا يوه قرن کي معمولاً درې، خو استثناءً  څلور يا پينځه (نيکه، پلار، زوی، لمسی، کړوسی) پښته ژوند کيي. که و وايو: «درې سدۍ، درې سيکړې يا درې قرنه مخکي». مانا يې دا ده چي نه يوکم نه يو زيات پوره درې سوه کاله دمخه.که و وايو: «درې پېړۍ دمخه». مانا يې دا ده، چي درې پښته يا درې نسله دمخه. دا درې پښته که له حاضر نسل څخه و لوړي خوا ته وشمېرو، نو پلار دوهم او نيکه دريم پښت بلل کيږي. برعکس،کې له حاضر پښت څخه وکښتي خوا ته وشمارو، بيا نو زوی دوهم او لمسی دريم پښت بلل کيږي. بل مثال: که څوک و وايي: «موږ شپږ يا اووه سدۍ په پلاني ځای کي استوگه کړې ده». مانا يې په روښانه ډول شپږ يا اووه سوه کاله دي. که و وايي: «زموږ شپږ يا اووه پېړۍ په پلاني ځای کي مېشتي وې». د دې خبري مانا دا ده، چي شپږ – اووه نسلونه يې په پلاني ځای کي مېشت وو. کېدای سي دا شپږ – اووه نسلونه گرده په دوو – دوو نيمو سوو کالو کي تېر سوي يي؛ حال دا چي شپږ – اووه قرنه پوره شپږ – اووه سوه کاله کيږي. دوه – دوه نيمه سوه کاله چيري او شپږ – اووه سوه کاله چيري؟! د دې دوو زماني واټنو په مينځ کي د شلو – دېرشو کالو نه، بلکي سوو کلونو فرق دئ.

البته، که څوک و وايي، چي موږ له پېړييو پېړييو څخه په بزگرۍ، سوداگرۍ يا څه بل کِسب و کار اخته يو، دا کاملاً سمه او سهي خبره ده؛ ځکه دلته و سووکلونو ته نه، بلکي د اسلافو او اخلافو (پلرو او اولادو) و څو نسلو ته اشاره سوې ده.

په دې ترتيب گورو، چي پښت يا نسل  د انسانانو، حيوانانو يا نورو موجوداتو هغه ډلي يا ټولۍ دي، چي په يوه ټاکلي عصر او زمان کي ژوند کيي. موبايل فونونه په پام کي ونيسئ. واردواره يې جسم غټ، خو کمال لږ ؤ. څو کاله وروسته يې جسامت کوچنی، خو صفتونه او ښېگڼي يو څه زياتي سوې. شل کاله وروسته دا دئ د موبايل فونو په ټيکنالوژۍ کي د يوه اريانؤنکي انقلاب شاهدان يو؛ ځکه هر سمارټ فون (smart phone) په خپل کوچنيوالي سره د يوه پېچلي او پرمختللي کمپوټر کارونه او کمالونه کيي. په انگرېزي ژبه کي د دغو موبايل فونو و هري ټولۍ يا هري ډلي ته نوی «جنريشن generation» فونونه وايي، چي ترجمه يې په پښتو کي همغه پېړۍ، پښت يا نسل کيږي.

موږ و تاسي د سر په سترگو و کتل، چي د موبايل فونو هر جنريشن تر اوو – اتو کالو زيات وخت نه دئ نيولئ. بېله شکه د ساينس او ټيکنالوژۍ نور پيدوار هم موبايل فونو غوندي تر څه مودې وروسته خپل شکل او شمايل اړيي؛ او په دې توگه و خپلو نوو نسلو يا جنرېشنو ته لار هواريي.

د دې استدلال له مخي، څنگه کولای سو سل کاله (قرن) او پېړۍ يو شی و بولو؛ او د مترادفو ټکو په څېر يې يو د بل پر ځای استعمال کو؟! د ساينس او ټيکنالوژۍ په نړۍ کي خو د پېړۍ يا جنرېشن موده حتا د انسانانو او حيوانانو تر پېړۍ يا پښت هم ډېره لنډه ده، چي په هيڅ وجه له سدۍ يا قرن سره د پرتلې وړ نه ده.

«سدۍ» که څه هم په اصل کي له سنسکريت «شت śat ۲۳» څخه را ټوکېدلې ده، چي د سلو مانا لري؛ خو په اوسني رنگ او شکل له هندي ژبې څخه و پښتو ته را غلې ده، چي هغه هم په خپل وار سره د پاړسي ژبي له «سده» څخه اخيستل سوې ده۲۴. تاسي وگورئ، هندي ژبي د سنسکريت «شت» له ريښې څخه د پاړسي ژبي «سده» خوندي کړې ده، خو موږ په پښتو کي دا تاريخي ټکی له ياده ايستلئ دئ. د افغانستان په معاصرو ليکوالو او څېړونکو کي، يوازي استاد حبيبي (۱۲۸۹ش/ ۱۹۱۰ع  – ۱۳۶۳ ش/ ۱۹۸۴ع ) او استاد رشاد (۱۳۰۰ش/۱۹۲۱ع – ۱۳۸۳ش/ ۲۰۰۴ع) کله کله د «پېړۍ» او «قرن» ترڅنگ په خپلو ليکنو کي کاروله.

پر «سدۍ» او «قرن» سربېره، «سيکړه» هم زموږ په عامو خلگو کي د سلو (۱۰۰) عدد او سلو کالو په مانا پراخ استعمال لري.

لکه څنگه چي مخکي هم اشاره وسوه، «پېړۍ» نورو ايندو- آريايي (Indo-Aryan) ژبو غوندي، زموږ په لرغوني ادب کي هم هر ځای د پښت، نسل او داسي نورو په مانا راغلې ده، نه د سلو کالو په مانا، چي نن سبا يې بې استثناء د هر چا په خبرو او ليکنو کي گورو. دلته يې د پښتو ادب د وتلي او منلي بابا – خوشال خان خټک (۱۰۲۲- ١١٠٠ هـ ق ) له کُلياتو څخه څو بولگې وړاندي کوو:

شپږ اووه پېړۍ زما و گـور ته ولاړې

همگي په وينو رنگ، په تېغ ورژلي

(د خوشال خان خټک کليات: ۶۵۶)

په يو بل بيت کي وايي:

د چنگېز لښـــــکر کافــــــــر و

څو پېړيې[پېړييه] ستمگر و

(د خوشال خان خټک کليات: ۸۲۰)

بل ځای يې داسي راوړي دي:

د مغول نمک مي و خوړ شپږ پېړۍ

ما د زرو په کې روغي کـــــړې بېړۍ

(د خوشال خان خټک کليات: ۹۱۹)

په دغو درو سرو بيتو کي له ورايه گورو، چي خوشال خان خټک هر ځای «پېړۍ» د پښت يا نسل په مانا کار کړې ده، نه د قرن يا سلوکالو په مانا؛ ځکه دا روښانه تاريخي حقايق له هيڅ پوه او باخبره لوستونکي څخه پټ نه دي، چي نه چنگېز څو سوه کاله ژوند کړئ ؤ؛ او نه هم خوشال خان خټک په يوازي سر شپږ – اووه سوه کاله د مغولو نمک خوړلئ ؤ. په دواړو حوالو کې هدف او مخسد همغه څو پښتونه يا نسلونه دي، چي گرده په واقعيت کي د دوو – دوو نيم سوو کالو په شاوخوا کي تېر سوي دي.

تاسي وگورئ د پښتو مبتکر او مفکر شاعر په څونه فصاحت او بلاغت تاريخي واقعيتونه بيان کړي دي؛ خو موږ بيا هم د هغه د فصيح او بليغ کلام په مفهوم سر نه خلاصوو يا يې نه سو خلاصولای. د خوشال خان خټک کليات څو پلا د نوميالييو پښتنو او غيرپښتنو څېړونکو له خوا په افغانستان، پښتونخوا او اوروپا کي تصحيح سوي او چاپ سوي دي؛ ځينو «پوهاندانو» او «ډاکټرانو» خو لا د  خوشال ادبي «فرهنگ» په نامه د هغه د شاعرۍ پر لغوي زېرمه هم اوږدې پرپړې کښلي دي؛ خو سره له دې هم هيڅ ليکوال او څېړونکي تر نننه د هغه فرزانه شاعر په کلام کي د «پېړۍ» سهي او دقيق مفهوم نه دئ پېژندلئ! د خواشينۍ ځای خو لا دا دئ، چي دې او داسي نورو لغوي تېروتنو له ښايسته ډېره وخته د پښتو ژبي و ډول ډول قاموسو ته هم لار پيدا کړې ده. د افغانستان د علومو اکاډيمۍ پښتو – پښتو تشريحي قاموس، چي تر دې دمه د پښتو ژبي تر ټولو غني او علمي قاموس گڼل کيږي، هم له دې تېروتني څخه خوندي نه دئ پاته. د «پېړۍ» په ماناوو کې له يوې خوا «نسل» او له بلي خوا قرن يا سل (۱۰۰) کاله ليکلي دي۲۵.

کله چي د اکاډيميکو قاموسو په ليکنه کي هم د پلټني او څېړني پر ځای د شخصي تصرفاتو او ړانده تقليد لار واخيستله سي، بيا خو د تېروتنو، تصرفاتو او تحريفاتو و سمېدو ته هيڅ هيله او اوميد نه پاتيږي. شک نسته چي نور عالَم هم د څېړني او پلټني په کار کي تېروتني او تصحيفونه کيي، خو د هغو ښېگڼه او کمال په دې کي دئ، چي د ژوندانه هر اړخ او هري پېښي ته په انتقادي او اصلاحي نظر گوري. همدا وجه ده، چي په هغوی کي علمي تېروتني ډېر ژر برملا کيږي. برعکس، زموږ په تاريکه او سرتړلې ټولنه کي له ديني عقايدو څخه را نيولې بيا تر ژبپوهني، لغتپوهني او نورو علمي څانگو پوري هر څه په پټو سترگو د پخو او منلو حقايقو په توگه منل سوي او منل کيږي، چي دا کار په خپله د تېروتنو، تصرفونو او تحريفونو و نه پېژندلو او پايښت ته لار هواريي. د دغه راز پېچومو او گډوډييو د مخنيوي تر ټولو ښه او گټوره لار دا ده، چي زموږ درانه ژبپوهان او متنپوهان هيڅکله د خلگو په ژبه او ادبي اثارو کي خپلسري لاسوهني و نه کي؛ د ژبي هر ټکي او هر عبارت ته په انتقادي نظر وگوري؛ او د هري غؤټي او غؤړاشې د خلاصولو دپاره د علمي موازينو په روڼا کي و نه ستړي کېدونکو څېړنو او پلټنو ته اوږه ورکي. که د خلگو په شفاهي او تحريري ادب کي د پېچلو، تاريکو او شکمنو موضوعاتو د حل، توضيخ او تفسير څه څرک و نه موندل سو، هغه مهال نو خپل نظر د شخصي قياس او گومان، نه پاخه او ثابت کاڼي، په توگه و خلگو ته وړاندي کي. علمي او معياري فرهنگ ليکؤنکي هم بايد په خپل وار سره د بېلابېلو ټکو د سهي او دقيقو ماناوو په موندنه پسي پرله پسې خولې توی کي؛ د هغو ټکو، عبارتو او اصطلاحاتو د سمي او دقيقي پېژندني دپاره پراخ شواهد و پلټي، چي ماناوي يې واضح او روښانه نه دي.

ëëë

يادښتونه او ماخذونه:

۱ पीढ़ी     ۲  पेड़ी      ۳ पीढिआ     ۴ पीठिका     ۵प्रजनन      ۶ जनन      ۷ उत्पादन    ۸ उत्पत्ति      ۹संतान         ۱۰ वंश            ۱۱ पुश्त     ۱۲ पृष्ठ

  13 John T. Platts, A dictionary of Urdu, classical Hindi, and English (London: W. H. Allen &                          Co., 1884) 263.

 ۱۴وگورئ په دغو هندي قاموسو کي د «پېړۍ» دوې عامي او مروجي ماناوي:

Badri Nath Kapoor, Advanced English – Hindi Dictionary (New Delhi: Prabhat Prakashan,                      2012) 520.

Girirag Sharan Agarwal & Baljit Singh, Diamond Hindi English Dictionary (New Delhi:                     Diamond Pocket Books, 2012)189.

John Shakespear, A dictionary, Hindustani and English, 3rd ed. (London: Allen, & Co., 1834)                        469, 1957.

John T. Platts, A dictionary of Urdu, classical Hindi, and English (London: W. H. Allen &                  Co., 1884) 263.

Mahendra Caturvedi, A practical Hindi English dictionary (Delhi: National Publishing House,                1970) 428.

  1. K. Verma & R. N. Sahai, Oxford English Hindi Dictionary, 54th impression (New Delhi: Oxford University Press, 2013) 307.
  2. W.Fallon, A new Hindustani English dictionary, with illustrations from Hindustani literature and folk-lore) London: Trubner and Co., 1879) 394.

۱۵पध्दति      ۱۶ शतक       ۱۷ शताब्दी        ۱۸ शैली        ۱۹ सदी      ۲۰ सैकड़ा        ۲۱ सौ साल        ۲۲सौ वर्ष        ۲۳ शत          

۲۴ځيني بې خبره کسان د «صد» په ظاهري جوله تېروزي؛ ځکه نو د عربي کليمې گومان پر کيي؛ په داسي حال کي چي «صد» په واقعيت کي د پاړسي «سد» معربه بڼه ده. البته، دا تعريب عربانو نه، بلکي پاړسي ژبو ليکوالو او شاعرانو په خپله کړئ دئ. عربان «سد» يا «صد» د سلو په مانا نه پېژني، بلکي د دې مخسد دپاره خپل اصيل ټکی «مائة» کاريي. ويل کيږي چي د پاړسي ادب مخکښانو د خپلي ژبي له ځينو مشابه ټکو څخه د بېلولو په خاطر، په لوی لاس خپله «سد» کليمه د «صد» په عربي رنگ او جوله رواج کړې ده. وگ: د علامه دهخدا په لغتنامه، د ډاکټر محمد معين او حسن عميد په فارسی فرهنگو کي د «سد» شرحه. د پاړسي د معرب «صد» پر خلاف بايد، پښتو «سدۍ» هيڅکله په عربي صاد و نه ليکل سي.

۲۵څېړنمل  عزيزالله امرخېل، څېړنيار محمد نعيم سالارزی، څېړنيار علي محمد منگل، څېړنوال دوکتور دولت محمد لودين، څېړنوال دوکتور سيدالشاه پولاد، څېړنوال دوکتور عبدالحکيم هلالي، څېړونکی نصير هنر پښتون، څېړونکی ميرولي نيهام، څېړنوال حبيب الله اپرېدی، څېړنوال عبدالرحيم ځدراڼ، څېړونکی حضرت محمد وياړ، ضياء احمد ندرت، عبدالواحد فراهي، عبدالباري جهاني او څېړنوال دوست محمد دوست، د پښتو-  پښتو تشريحي قاموس،۴ ټوکه، دوهم چاپ (کابل: ميديوتيک، ۱۳۸۳) ۵۶۷.

ځواب پرېږدئ

ستاسي ايميل به خپور نسي

error: Protected contents!