منډيګک
افغان تاريخ

سرتور فقیر

0 384

سوات ته په لار د چکدرې یوه غونډۍ “چرچل پیکټ” نومېږي. پښتانه ډېر په ویاړمیلمنو (بهرنیانو) ته د دې معلومات ورکوي. خو دوی “سرتورفقیر” (ملا مستان) نه پېژني چې په ۱۸۹۷ م د انګریز خلاف ۲۰ زره لښکر راټول کړو او چرچل له دغه غونډۍ څارولو.
د ده نوم سېد الله (سعید الله) او د بونیر “رېګه کلي” د ملک حمیدالله زوی و. ممکن د ۱۸۳۰ م په لسیزه کې زېږیدلې، په بدن تکړه او پهلواني يې کوله. یوه ورځ په جګړه کې ده یا بل ورور په لاس یو ورور وژل شو. ملک له کلي وشړل شو، سېد الله هند ته لاړو او څه موده د اجمیر په زیارت کی میشت و. بیا په بخارا، ورپسې مزارشریف، کابل او جلال اباد کې يې ژوند وکړو. دی چې بیرته بونیرته لاړو نو د سیمې پښتانه يې د غیرشرعي کارونو نه منع کول خو ملایان د ده په ضد شول. سېدالله به ناهیلې د پیر بابا په زیارت کې ناست و. هغه وخت په رېګه کې د ده زوي د خپل تربورله خوا ووژل شو. خو سېدالله د بدل اخیستو په ځای د هغه قاتل معاف کړو. په زیارت کې خلکو ورته شکرانې راوړې چې په حاجتمندو به يې وویشلې. سېدالله پټکی یا ټوپې نه په سراو، ځکه د “سرتور” په لقب مشهور و. د سرتور له خوا د غزا (جهاد) اعلان سره انګریزان اندیښمن شول ځکه امیرعبد الرحمان په هغو ورځو کی د “ترغیب الجهاد” په نوم یوه رساله خپره کړې وه. دوی شک لرلو چی د افغانستان نه د شکرانې پېسې هغه ته د جهاد لپاره راتلې. د سرتور معاون د بونیر یو هندوستاني مجاهد و او دا شک هم کیدو چې ممکن د پېسو سرچینه په هند کې وه.

د سرتور فقير خيالي انځور

د انګریز سیاسي استاځي “هیرالډ ډين” د سیمې خانانو نه، چې د انګریز نه يې مراعات اخیستل د سرتور په اړه پوښتنې پېل کړې نو هغوی مشوره ورکړه چې پام پرې مه کوئ. د سوات میاګل خو انګریزانو له ډاډ ورکړو چی دی به سرتورد ملاکنډ نه وباسي. یو چا هغه “لیونی” وبللو نو انګریز افسر کلکتې ته خبر ورکړو چې دغه ملا “مېډ” یاني په ریښتیا لیونی و.
سرتورملنګ یو جذاب شخصیت لرلو، هغه به د ولس پښتو وئیله، ټوکې به يې هم کولې او د عامو وګړو خوښیدو. ده د جهاد په اړه د قران ځینې آیتونه خلکو ته وئیل. خو د ځینو خبرو مفهوم په افسانو واوختل. یوه دا چې څلور پیران د ده مرستې ته را روان دي یا د غزا په وخت به د جنت نالیدلې پوځ ورسره وي، د انګریزانو د توپو او ټوپکو خلې به پخپله بند او ګولۍ به اوبه شي. ځوانان د غزا په شوق به ده ته ورغلل نو سرتور به ورله په سرسپین پټکی وتړلو او وئیل به يې، ” زه د ډېلي باچا شوې”. د ده په سپین بیرغ (پرچم) سره میاشت جوړه وه.
په ۲۶ جولاي ۱۸۹۷ م سرتورملا په “لنډاکي” کې د الله اکبر په ناره د ځوانانو یوې ډلې سره په پښو روان شو. دغه وړوکي ډله د لنډاکي نه الا ډنډ ته چۍ رسېده نو د بانډو نور خلک هم ورسره مله وو. خانان او ملکان د یو بل سره په سیالۍ کې د خپلو وسلو او اسونو سره راوتل. د غازیانو شمیره ۱۰۰۰ شوه نو د سوات عبد الودود هم د خپلوانو سره ورغلو خو په جنګي صفونو کی ترټولو شا ته ودریدو.
ماښام محال د لښکر یوه برخه چکدره کې پاتې شوه او بله په مالاکنډ د حملې لپاره لاړه. سېدالله غازیانو ته امرکړې و چې په لاره به شنه پټي نه خرابوي، د سیند د پاسه پلونه به نه ورانوي او په اسونو او خچرو به ډزې نه کوي.

د سر تور فقير توره, پګړۍ او بړستن چه د فرنګيانو خلاف د مبارزې په وختونو کې به يې استعمالول

سرکاري پوځ د وړاندې نه یو ممکن حملې ته ځان تیار کړې او د کومک لپاره ډګروال “میکرای” ۴ میله لیرې په امان دره کې و. د سرتور غازیان د شپې په مالاکنډ ډزې پېل کړې او یوه ډله د “جګړن ټېلر” په مشري روانه شوه چې د مقابل د پوزیشن او د ځواک اندازه ولګوي. بیا مېکرای هم د ۲۰ کسانو سره لاړو او جوابي ډزې يې پېل کړې. ټیلر ووژل شو او میکرای په څټ زخمي شو. نیمه شپه د چاوڼۍ جنګ بس شو خو بره په غرونو ناستو غازیانو ډزې کولې. د ۲۷ جولاي په سهارجنګ کې وقفه راغله او د لمانځه نه وروسته پښتنو خپل مړي او زخمیان له میدانه وویستل. د انګریز پوځ مشري اوس د “کلایمو” په لاس کې شوه. د بونېر باجوړ او سوات نه نور پښتانه هم لکه د مچ میږو غزا ته روان وو. ۱۲ زره پښتانه په مالاکنډ کی او ۸ زره چکدرې کی راټول وو. سهاراته بجې دوی بیا حمله وکړه او څو ساعته جنګ روان و. په ۲۸ جولای انګریزانو د شمال چاوڼې خوشې کړه، د مالاکنډ بازاريې وسیزلو او هغه ټولې ونې يې پریکړې چې د دوی مخه يې نیوله. په ۲۹ جولاي د کرنل ریډ د نوښار نه کومک سره ورسیدو. په دې کې د ۱۰۰۰ تنه پلي، ۲۵۰ سواره، ۵۰ انجینیران، دوه توپې، یو ګرځنده روغتون او په ۲۵۰ خچرو باردرې لکه کارتوس شامل و. په ۳۰ جولاي سهارغازیانو تازه حملې پېل کړې او ټوله ورځ سخت جنګ وشو. سرتور فقیر ټپي او د لاس ګوتې يې پرې شوې.
د مالاکنډ په جنګ کې د انګریز تاوان بې څارې و. درې لوړ افسران، مړه او ۱۰ ژوبل شول. ۷ هندي افسران مړه او ۱۵۳ ټیټ افسران مړه یا ژوبل شول. په ۳۱ جولای غازیانو په چکدره زور راوړو. د انګریز نوې جنګي مشر “بلډ” په ۱ اګست چکدرې ته وخوځیدو. میکل جان د توپو او نورو اکمالاتو سره او د سوارو یوه دسته د کیپټن بالډوین په مشرۍ د دوی نه وړاندې وه چي په لاره غازیانو پرې حمله وکړه. په ۲ اګست د چکدرې په حمله کې د انګریز ۳۳ کسان ووژل. انګریزانو هلته د فشارکمولو لپاره څو میله لیرې یو نوې کیمپ جوړکړو. تر ۵ اګست دلته جنګ کیدو خو ورو ورو پښتانه ووتل.
انګریز ته د سرتور د ځواک اندازه وشوه نو د سیمې خانانو ته پېسې او مراعات زیات کړل. ځینو سواتیانو سرتورته د دیر په نواب شریف خان د حملې غږ وکړو څکه ولس ترې تنګ و. خو داسې ښايي چې د دې تر شا د میانګل لاس و. د نومبر په ۳۰ ماښام سرتور د سواتیانو د لښکر سره پنجکوړې سیند په غاړه پړاو وکړو. هغه شپه د رباط عبد الله خان، د خپلو ۱۲۰۰ جنګیالو سره ورباندې چپاو وکړو. خلکو وئیل چې هغه د انګریز نه پېسې اخستې وې. د سرتور خلاف د سواتیانو یو بل لښکر لنډاکي ته نږدې “هیبت ګرام” ته ورسیدو. پښتانه پخپلو کې چې سره ونښتل نوغازیان هم خپلو کورونو ته لاړل او دا غزا ختمه شوه. انګریزانو د سوات میانګل په منځګړتوب، د دیرنواب، شامیزو، شموزو، سیبوجني او نیکپای قامونو سره یوه لوظنامه وکړه چې د انګریز حکومت دشمن به خپلې سیمې ته نه پریږدي.
سېد الله کوهستان ته لاړو او یو کال هم هلته و. په ۱۹۰۰ م کی انګریزانو ده ته د ملګرتیا لاس وغځوو او د سوات د نوابۍ وړاندیز يې وکړو. هغه دا و نه منل خو پېسې يې واخستې. په ۹ مې ۱۹۰۸ م د سوات والي انګریزانو ته خبر ورکړو چې سرتور بیا غازیان راټولوي خو دا دروغ وو. سرتور د میادم په “پېتۍ” ( فتح پور) کی میشت شو او هلته یو کس عبدالرحیم ورله خپله لور په نکاح کړه. د ده دوه نورې میرمنې او اولادونه په ریګه او کوهستان کې وو.
سېدالله په ۱۹۱۷ م کی ومړ او په پېتۍ کی خاورو ته وسپارل شو. انګریزان وايي چی سرتور ډېر هوښیار او اصولي کس و. هغوی دا خبره مني چی په صوبه سرحد کی سرتور د دوی یو سخت دښمن و چی مقابله ورسره ګرانه وه. د هغه له کبله په دې سیمې کی د خپلواکۍ او د جهاد جذبه ژوندۍ پاتې شوه.
په لنډاکی ورته ډېره سرتور فقیر دی
ډینګ فیرنګی د ځان په ویر دی
په دغه لنډۍ کی ډینګ (هیرالډ ډین) دی.

سرچینې
۱.افغانستان د تاریخ په بهیر کې. میر غلام محمد غبار. ژباړن اورنګزیب ارشاد. دانش خپرندویه ټولنه.۱۳۹۳لمریز،۲۰۱۵ م. ۹۰۹ او ۹۱۰ مخ.

1. Heros of the Age. Moral Fault Lines on the on the Afghan Frontier. David.B.Edwards.University of California press.1996.
2. Swat State(1915-1969) Sultan-i-Rome. Oxford University press.2008. pp 27-129
3. The Pathans, Olaf Caroe. Oxford University Press, Karachi, 1976, p. 422).
The story of the malakand Field Force.. An episode of Frontier war. By Sir Winston S. Churchil. Digital Library. Chapter 4.

ځواب پرېږدئ

ستاسي ايميل به خپور نسي

error: Protected contents!