منډيګک
افغان تاريخ

سردار نصرالله خان؛ د افغانستان د پوهنې لومړنی ناظم

ګل اغا احمدي

0 1،536

سردار نصرالله خان نایب السلطنه د افغانستان د پوهنې لومړنی وزیر دی، چې د افغانستان د پوهنې وزارت د عکسونو په آرشیف کې یې فوتو د مختصرو معلوماتو سره یو ځای خوندي دی.
موږ غواړو چې په خپله لیکنه کې د افغانستان د پوهنې د لومړني وزیر د ژوند او د هغه مهال د پوهنیز نظام په هکله لنډ معلومات د مینه والو خدمت ته وړاندې کړو.
شهید سردار نصرالله خان نایب السلطنه د امیر عبدالر حمان خان زوی دی. نوموړی په ۱۲۵۳ هجري لمریز کال چې د ۱۸۷۴ زېږدیز کال سره برابر دی، په روسي سمرقند کې هغه مهال زېږدلی ،چې پلار یې امیر عبدالرحمان خان له خپل هېواد څخه لرې د تبعید په حالت کې په سمرقند کې اوسېده او د ۴۵ کلونو په عمر په ۱۲۹۹ لمریز کال چې د ۱۹۲۰ مېلادي کال سره برابر دی، په کابل کې وژل شوی دی.
ښاغلی سردار نصرالله خان متعددې مېرمنې په نکاح کړې چې دافغانستان له مختلفو ولایتونو څخه وې او نوموړي ۱۱ زامن او ۱۵ لوڼې درلودې. مخکې له دې چې د هغه مهال د پوهنې په نظام خبرې و شي باید یادونه وکړو ،چې ښاغلی سردار نصرالله خان نایب السلطنه د ۱۲۹۸ لمریز کال د کب د میاشتې په لومړۍ نېټه هغه مهال خپل ځان په جلال آباد کې د افغانستان پاچا اعلان کړ ،چې امیر حبیب الله خان د لغمان په کله ګوش سیمه کې د نامعلوم شخص له لوري د توپانچې په ډزو ووژل شو او د ۱۲۹۸ کال د کب د میاشتې تر ۸ مې نېټې پورې یانې د یوې اونۍ لپاره د افغانستان پاچا تېر شوی، چې بیا وروسته د غازی امیر امان الله خان له لوري له واک څخه لرې شو.

مارشال سردار نصر الله خان نايب السلطنة اعتواد الدولة (۷ د اپرېل، ۱۸۷۵ ز. – ۳۱ د مۍ، ۱۹۲۰ ز.) د امير عبدالرحمن خان او اصل بېگم زوی، د امير حبيب الله خان ورور او د امير امان الله خان تره و. کله چې امير حبيب الله خان د لغمان ولايت په کله گوش کې ووژل شو نو سردار نصرالله خان په ننگرهار کې ځان د افغانستان پاچا اعلان کړ چې ډېر ژر د امير امان الله خان په امر ونيول شو او بندي شو.

ښاغلي سردار نصرالله خان خپلې زده کړې په خصوصي او دودیزه توګه په شاهي دربار کې کړې وي او خپله دنده یې له خزانه دارۍ څخه پيل کړې، په ۱۲۸۵ کال کې یې د کابل د والي په توګه هم دنده اجرا کړې او داسې ویل کېږي چې د حبیبیه د عالي لېسې مدېریت یې هم کړی دی.

د امیر حبیب الله خان د شاهي حکومت په کابینه کې د پوهنې د وزیر په توګه د ښاغلي سردار نصرالله خان نایب السلطنه د کار موده له ۱۲۸۰ څخه ۱۲۹۱ هجري لمریز پورې ښودل شوې ده، چې په دې وخت کې، د افغانستان د پوهنې نظام د دې هېواد په تاریخ کې د لومړي ځل لپاره د عصریت په لوري ګامونه اېښي دي.

باید وویل شي چې په افغانستان کې عصري زده کړې د امیر حبیب الله خان په زمانه کې پيل شوه او د همدې امیر په ۱۲۸۲ کال امر په کابل کې د حبیبیه لېسه بنسټ کېښودل شو، چې درې مرحلې یې درلودې لکه ابتدايي، رشدي او اعدادي. چې ابتدايي مرحله ۴ کاله، رشدي مرحله ۳ کاله او اعدادي مرحله هم ۳ کاله وه.

پر دې سربېره د حبیبیه لېسې ۶ نورې اړوندې څانګې هم په کابل کې جوړې شوې ،چې په دې نومونو یادېدې:

۱.د باغ نواب لومړنی ښوونځی،
۲.د تنورسازي لومړنی ښوونځی،
۳.د خافیانو لومړنی ښوونځی،
۴.د برانچو لومړنی ښوونځی،
۵.د اهل هنودو لومړنی ښوونځی،
۶.د شاهزاده ګانو یا خدام حضار عالي لومړنی ښوونځی.

په دې وخت کې د لېسو د زده کوونکو شمېر ۲۶۹ او د لومړنیو ښوونځیو د زده کوونکو شمېر ۷۰۰ تنو ته رسېده ،چې څو کاله وروسته نوموړی شمېر ۱۵۳۴ تنو ته و رسېد، چې د ۵۵ تنو ښوونکو له خوا ورته تدریس کېده. د حبیبیه د لیسې تر تشکیل وروسته د امیر حبیب الله خان په امر د افغانستان د حربیې ښوونځی تاسیس شو، چې په هغه کې هم د زده کوونکو شمېر لومړی ۱۵۰ تنه وو ،چې وروسته دغه شمېر ۹۰۰ تنو ته و رسېد. په ۱۲۸۹ کال په کابل کې د لومړي ځل لپاره یو باب دارالایتام تشکیل شو ،چې بې وزلو او یتیمو زده کوونکو ته یې د مجاني زده کړو خدمات وړاندې کول.
همدارنګه په ۱۲۹۱ کال لومړنی دارالمعلمین په کابل کې تاسیس شو چې ۱۶۰ محصلین یې درلودل.

باید وویل شي چې په تاسیس شوو تعلیمي موسساتو کې به د افغاني ښوونکو سربېره هغو ترکي او هندي مسلکي ښوونکو هم تدریس کاوه، چې د افغانستان د پوهنې له نظام سره د مرستې په موخه رابلل شوي وو.

په همدې وخت کې که څه هم چې په کابل کې ځینې تعلیمي موسسې تشکیل او د عصري زده کړو لړي پيل شوه ،خو د هېواد د ولایتونو په کچه لا هم کومه تعلیمي موسسه رامنځته نه شوه.

هغه مهال د عصري زده کړو د پيل تر څنګ د هېواد په لویو جوماتونو کې په سنتي ډول وګړو له ملا امامانو دیني زده کړې کولې.

اخځلیکونه:

۱.غبار، میر غلام محمد، افغانستان در مسیر تاریخ.
۲.احمدي وردګ، ګل آغا، محمد ارسلان سلیمي د افغانستان پیاوړې څېره.
۳.کامګار، محمد جمیل، تاریخ معارف افغانستان،
۴.فرهنګ، میر محمد صدیق، افغانستان در پنج قرن اخیر،
۵.دولت آبادي، بصیراحمد، شناسنامه افغانستان،
۶.اندیشمند، محمد اکرام، معارف عصري در افغانستان،
۷.سحر، علم ګل، تاریخچه و فهرست موضوعي مجله عرفان،
۸.د پوهنې وزارت آرشیف.

ځواب پرېږدئ

ستاسي ايميل به خپور نسي

error: Protected contents!