منډيګک
افغان تاريخ

شاهنامه او تاریخي افسانې

0 359

د فردوسي د شاهنامې تاریخي پس منظر:

لکه څرنګه چي د فردوسي شاهنامه له عجایبو او غرایبو څخه ډکه ده او له سره تر پایه د شیرینو افسانو یو اوږد داستان دی، چي سړی یې فوکلوري تاریخ بللای سي؛ دغه ډول پخپله د شاهنامې تاریخ او د فردوسي تر قلم پوري رسېدلو نکل هم په افسانو کي پټ دی. خو موږ به یې د هغه نکل، چي نسبتاً ډېر مشهور دی، یوه لنډه خلاصه را واخلو؛ ځکه چي په یوه لنډ مضمون کي ټوله کیسه نه ځایيږي.

ویل کیږي چي د شاهنامې اساس د ساسانیانو یوه له تر ټولو مشهورو پاچاهانو انوشېروان عادل کښېښود.

انو شېروان عادل، چي ویل کیږي کلیله و دمنه هم د ده په وخت کي له هند څخه ايران ته یووړل سوه او په پهلوي ژبه ترجمه سوه، د پخوانیو پاچاهانو د کیسو د ټولولو او له هغوی څخه د پند او عبرت اخیستلو لېواله وو. هغه د خپل دربار پوهانو ته امر وکړ چي د کیومرث له زمانې څخه، چي عجم یې تر ټولو پخوانی او لومړنی پاچا بولي، بیا د ده تر زمانې پوري د پاچاهانو د کړنو او پېښو په باره کي یو کتاب ولیکي. د هغه د دربار پوهانو شاهنامه ولیکله چي وروسته کرار کرار مواد ورباندي زیات سول. سعد بن وقاص ته، د ايران د فتح کولو په نتیجه کي، د یزدګرد له خزانو څخه دا کتاب هم په لاس ورغی. هغه دا کتاب خلیفه عمر بن خطاب ته واستاوه او کله چي هغه ته ځیني برخي ولوستلي سوې نو هغه امر وکړ چي کتاب دي په عربي وژباړل سي. د عربو او حبشې د پخوانۍ دوستۍ له مخي، دا کتاب له ځینو نورو قېمتي سوغاتونو سره حبشې ته ولېږل سو. دا کتاب په حبشه کي ترجمه سو؛ له هغه ځایه هند ته ورسېدی او کله چي قدرت یعقوب اللیث صفاري ته ورسېدی نو هغه امر وکړ چي دا کتاب ورته راوړي او خپل معتمدالملک ابومنصور عبدالرزاق بن عبدالله ته یې امر وکړ چي په فارسي یې ورته وژباړي. له دغه کتاب سره یې د خسرو پرویز له زمانې بیا د یزدګُرد تر ماتي او وژل کېدلو پوري ټول نکل اضافه کړ. دا کتاب بالاخره سامانیانو ته ورسېدی د آل سامان پاچاهانو دقيقي بلخي ته د هغه د منظومولو وظیفه ورکړه. دقیقي ایله زر بیته منظوم کړي وه چي د خپل غلام له لاسه ووژل سو او د نظم کار نیمګړی پاته سو. کله چي نوبت په غزني کي سلطان محمود بن سبکتګین ته ورسېدی او هغه د دې کتاب له وجوده خبر وو او پخپله یې هم د پاچاهانو له داستانونو سره مینه درلوده نو غوښتل یې چي یو څوک هغه ورته منظوم کړي. سلطان په لومړي سر کي غوښتل چي د دې کتاب منظومول خپل د دربار تر ټولو مشهور او نازولي شاعر عنصري ته وسپاري. هغه ته لا دا کتاب نه وو سپارل سوی چي له قضا څخه فردوسي له طوس څخه غزني ته ولاړ او د شاعرانو او سلطان په حضور کي یې د ډېرو لږو فی البدیهه نظمونو په ویلو او په شاهنامه کي د پوهي لرلو په وسیله خپل لیاقت ثابت کړ او د دې مهم کتاب د ترجمه کولو وظیفه هغه ته ورکړه سوه.

د شاهنامېه بایسنقري نخسه

ویل کیږي چي سلطان محمود له فردوسي سره د هرو زرو بیتونو په بدل کي د زرو طلاوو ژمنه کړې وه خو داسي ښکاري چي سلطان د فردوسي د زحمتونو په بدل ورکولو کي پر خپل قول نه وي درېدلی او ډېري لږي پیسې یې، چي فردوسي د ځان او خپلو زحمتونو او ادبي شهکار له پاره سپکاوی باله، ورکړي وي. فردوسي له غزني څخه پټ روان سو او ویل کیږي چي د سلطان محمود او د هغه د دربار په غندنه کي یې څه باندي دوه زره بیتونه ولیکل. د قهستان حکمران ناصرلک، چي د سلطان محمود مخلص وو، په دې کیسه خبر سو. د فردوسي یې ډېر قدر وکړ او هغه ته یې زارۍ وکړې چي دا بیتونه نشر نه کړي. فردوسي ته یې سل زره درهمه ورکړل او له هغه څخه یې ټول جوړ کړي هجویه بیتونه واخیستل. فردوسي د دې پيښي په باره کي لیکلي دي:

 

به غزني مرا ګرچه خون شد جګر   ز بیداد آنشاه بیدادګر
کزان هیچ شد رنج سي ساله ام   شنید از زمین آسمان ناله ام
همیخواستم تا فغانها کنم   بګیتی ازو داستانها کنم
بګویم زمادرش نیز از پدرش   نترسم بغیر از خداوند عرش
کنم آنچنان روسیه از نخست   که نتواند آنرا به هیچ آب شست
چو دشمن نمیداند از دوست باز   به تیغ زبانش کنم پوست باز
ولیکن ز فرموده محتشم   ندانم کزین بیش سر چون کشم
فرستادم ار ګفته ای داشتم   بنزدیک خود هیچ نګذاشتم
اګر باشد این ګفتها ناصواب   بسوزان در آتش بشو آن در آب
رسد لطف یزدان بفریاد من   ستاند بمحشر ازو داد من

 

له دې څخه وروسته د فردوسي له باقي ژوند سره ډېري افسانې او کیسې تړلي دي خو یوه مشهوره کیسه یې دا ده چي د قهستان حاکم له فردوسي سره د لیدلو او له سلطان څخه د هغه د شکایت کولو نکل د سلطان محمود تر غوږونو رسولی وو او سلطان د هغه له ژبي څخه سخت بېرېدلی وو. د فردوسي د راضي کولو له پاره یې هغه ته څلوېښت یا شپېته زره طلاوي ورلېږلي وې خو دا طلاوي په داسي وخت کي هغه ته ورسېدلې چي فردوسي په هغه ورځ وفات سوی وو؛ او طلاوو او انعامونو هیڅ ګټه نه ورته کوله.

د فردوسي شاهنامې یا پخپله فردوسي ته د سلطان محمود څخه د شکایت په اړه، په څه کم یو سل اولس بیتونو کي، یوه اوږده هجویه منسوبه ده. په دې هجو کي یې د سلطان ډېره زیاته غندنه کړې ده. خو منقدین یې د فردوسي شعر او کلمات نه بولي. که څه هم چي د فردوسي له شاهنامې سره دا هجویه معمولاً چاپ ته سپارل کیږی خو کلام د هغه نه ګڼل کیږي. البته له دې اوږدې هجو څخه ښکاري چي فردوسي له سلطان څخه ډېر سخت ناراض وو؛ کنه نو چا به پر دونه اوږده نظم باندي، که پخپله د فردوسي نه وي، ځان نه وو ستړی کړی.

بسی رنج بردم دراینسال سي عجم زنده کردم بدین پارسي
اګر شاه را شاه بودي پدر بسر برنهادي مرا تاج زر
و ګر مادر شاه بانو بودي مراسیم و زر تا بزانو بودي
بزرګي سراسر بګفتار نیست دوصد ګفته مانند نیم کردار نیست

 

دا معلومات مي د هغي شاهنامې له مقدمې څخه چي په دې مضمون کي مي استفاده ورڅخه کړې ده را اخیستي دي.

 

د فردوسي د شاهنامې ادبي او تاریخي ارزښت:

د فردوسي شاهنامه، چي یوازي اته ځله په انګلیسي او درې ځله په جرمني او د نړۍ په نورو لویو ژبو ترجمه سوې ده، نه یوازي د فارسي، نه یوازي د سیمي بلکه د نړۍ د ادبیاتو په لار کي د یوه ځلېدونکي الماس حیثیت لري. د شهنامې د شپېتو زرو بیتونو څخه،

 

تن شاه محمود آباد باد سرش سبز بادا دلش شاد باد
بدو ماندم این نامه را یادګار بشش بیور ابیاتش آمد هزار ( ۶۰۰۰۰)

 

چي د فردوسي د تقریبا پنځه دېرشو کالو زیار محصول ده، اکثریت بیتونه یې دونه ښایسته دي چي سړی ویلای سي چي لیکل یې د هر شاعر کار نه دی او دا چي اته ځله یوازي په انګرېزي ژبه ترجمه سوې ده نو خبره یوازي د متن او تاریخي افسانو نه بلکه د شکل ښایست هم دی. خو د فردوسي شهنامه، د خپل ټول ادبي ارزښت او لوی والي سره سره، تر ډېره ځایه افسانوي حیثیت لري او پر ايران او د هغې خاوري پر تاریخي عظمت باندي د یوه مین شاعر د احساساتو ښکارندوی ده. د فردوسي شهنامه د تاریخي ارزښت له مخي، ډېره کمزورې څه چي، په بشپړه توګه یو افسانوي کتاب دی. زموږ ځینو محقيقینو له هغه څخه د یوه تاریخي سند په حیث کار اخیستی او ښايي له لوستونکو څخه یې، په ټاکلو مسایلو کي، لاره ورکه کړې وي. د مثال په توګه، په دې منظومه کي موږ ګورو چي جمشید اووه سوه کاله پاچهي کوي. ضحاک تازي تر زر کاله پاچهۍ او د فریدون په لاس تر پرزېدلو وروسته لا هم ژوندی دی او د دماوند په غرونو کي بندي کیږي. پخپله فریدون پنځه سوه کاله پاچهي کوي. رستم په سل هاوو کلونه ژوند کوي او یوازي د انسانانو او لښکرو په جنګ څه چي د لویو دېوانو په جنګ ورځي او له هر میدان څخه بریالی راځي. د فردوسي شاهنامه، په لومړي سر کي، د نه منلو په افسانو پیل کیږي او تر افسانې وروسته د ساسانیانو په دوره کي، کرار کرار یو څه تاریخي رنګ اخلي؛ او د یزد ګُرد او عربو د لښکرو د مخامخ کېدلو صحنه خو یې، په بشپړه توګه، تاریخي رنګ لري.

فردوسي پر خپلي خاوري مین دی او شاهنامه یې، تر ډېره ځایه د همدغي اورنۍ میني محصول ده. د فردوسي له پاره ځان او جهان ټوله ایران دی او چي په شعر کي د ښکلا، عظمت، قهر، شجاعت او هر څه مفاهیم کارول کېدلای سي هغه یې د خپلي خاوري له پاره کارولي دي. د ايران سره د فردوسي مینه د جنون په سرحد کي ده؛ ځکه یې نو کله کله څه چي په اکثرو ځایونو کي واقعیتونه تر ایرانیت قرباني کړي دي. د فردوسي د ايرانیت احساسات سړی خصوصا، د کتاب په پای کي، هغه وخت ښه درک کولای سي چي د اسلام لښکري، د سعد بن ابي وقاص په مشرۍ، د ايرانیانو سره، د قادسیې په جنګ کي مخامخ کيږي. په دغه وخت کي نو د فردوسي شاهنامه یوازي د تاریخي افسانو شاعرانه تصویر نه بلکه پخپله د تاریخي پیښو تحریف سوی بیان دی. دلته کله کله فردوسي دونه د ايرانیت تر احساساتو لاندي راځي او د عربو په مقابل کي داسي کلمات استعمالوي چي سړی د هغه پر مسلماني باندي شکمن کیږي. هغه عربو ته دومره په غوسه دی او دومره سپک خلک یې بولي چي د داسي یوه هیواد چي زیات و کم څلورسوه کاله یې د مسلمانۍ کیږي، د یوه مسلمان شاعر سره نه ښايي؛ ځکه چي دا وخت د عربو نوم له اسلام سره تړلی دی او مسلمانان، چي په سر کي یې معمولاً عربان دي، چي هره جګړه کوي نو هدف یې د اسلام د دین خپرول دي. د قادسیې جنګ د هجرت په پنځه لسم کال کي پېښ سو او د ايران د ساسانیانو وروستي پاچا یزدګُرد، چي ايراني او خارجي مؤرخین یې ډېر بې زړه او بېرندوکی بولي، او یوازي فردوسي یې د توري، شجاعت او اصلیت صفت کوي، خپل تر ټولو زړه ور او مشهور سپه سالار رستم فرُخ زاد د عربو مقابلې ته واستاوه. رستم فرخ زاد، له خپلو ډېرو جنرالانو او زړه ورو جنګیالیو سره، د قادسیې په جنګ کي، ماته وکړه. فردوسي د قادسیې د جنګ او د عربو د وروسته فتوحاتو په باره کي وايي:

چو بخت عرب بر عجم چیره شد همی بخت ساسانیان تیره شد
برامد شاهان جهانرا قفیز نهان شد زر و ګشت پیدا پشیز
همان زشت خوب و شده خوب زشت شده راه دوزخ پدید از بهشت

 

کله چي رستم فرخ زاد، یزد ګُرد ته د هغه د مشورې په خلاف، د سعد بن ابې وقاص جنګ ته استول کیږي؛ رستم د جنګ په میدان کي فال ګوري. فالبینان هغه ته ښه زېری نه ورکوي او دغه راز لا له عربو سره د هغه جنګ او خپل سرنوشت په باره کي یو ډېر بد خوب هم ویني؛ نو خپل ورور ته د جنګ له میدان څخه یو زړه ماتوونکی او وېروونکی لیک استوي او پکښي وايي:

 

بایرانیان زار ګریان شدم ز ساسانیان نیز بیزار شدم
دریغ آن سرو تاج و اورنګ و تخت دریغ آن بزرګي و آن فر و بخت
کزین پس شکست آید از تازیان ستاره نګردد مګر بر زیان …
چو با تخت منبر برابر شود همه نام بوبکر و عمر شود
تبه ګردد این رنجهای دراز نشیبی دراز است پیش فراز
ج
نه تخت و نه دیهیم بیني نه شهر ز اختر همه تازیانراست بهر

 

او په دې ترڅ کي رستم، د جنګ په میدان کي، سعد بن ابی وقاص ته د یوه لیک په ترڅ کي عربان داسي خلک بولي چي د اوښي په شیدو ګوزاره کوي او شرموښکۍ خوري. مګر په دغه حالت کي دونه زړه ور او ګستاخ سوي دي چي د ایران د تخت و تاج د لاندي کولو شوق ور ولاړسوی دی نو توف دي پر اسمان وي.

زشیر شتر خوردن و سوسمار عرب را بجايي رسیداست کار
که تاج کیانرا کند آروزی  تفوی باد بر چرخ ګردان تفوی
شمارا بدیده درون شرم نیست زراه خرد مهر و آزرم نیست
بدینچهر و ین مهر و اینراه و خوی همی تخت و تاج آیدت آرزوی.

 

د فردوسي ایرانی غرور دا هم نه سي منلای چي د هغه وطندار سپه سالار، رستم فرخ زاد دي د یوه عادي عرب سره په جنګ کي د هغه په توره ووژل سي. ځکه نو خپل افسانوي قهرمان رستم فرخ زاد، لږ تر لږه د سیالۍ په خاطر، د عربو د لوی او میدانونو آزمېیلي قهرمان سعد بن ابي وقاص سره، په تن په تن، جګړه کي مخا مخ کوي چي تر سختي جګړې او مقابلې وروسته رستم وژل کیږي. کله چي فردوسي خپل قهرمان له سعد بن ابي وقاص سره مخامخ کوي نو وايي چي رستم د تندر په څېر غړمبېدی او د سعد پر اس باندي یې د توري ګوزار وکړ او هغه یې له آس څخه لاندي وغورځاووه؛ او غوښتل یې چي په بل ګوزار یې سر له تنه بېل کړي چي ناڅاپه دوړي سوې او د رستم له سترګو هر څه پټ سول. فردوسي وايي د قادسیې جنګ درې ورځي دوام وکړ او د ايرانیانو پوځ د اوبو له داسي کمبود سره مخامخ سو چي پخپله رستم ته هم د چيښلو له پاره اوبه نه رسېدلې او آسونو او انسانانو د حلقونو د لمدولو له پاره خټي خوړلې؛ او په دې وخت کي لا ګردو غبار هم سو.

 

لب رستم از تشنګي شد چو خاک زبان ګشت اندر دهان چاک چاک
چنان تنګ شد روزګار نبرد ګل تر بخوردن ګرفت اسپ و مرد
خروشي برآمد بکردار رعد ازینروی رستم و زانروی سعد
برفتند هردو ز قلب سپاه بیکسو کشیدند از آوردګاه
چو از لشکر هر دو تنها شدند بزیر یکي تند بالا شدند
همي تاختند اندران رزمګاه دوسالار بر یکدیګر کینه خواه
خروشي برآمد ز رستم چو رعد یکي تیغ زد بر سر اسپ سعد
تکاور ز درد اندر آمد بسر جدا ګشت ازو سعد پرخاشګر
برآهیخت رستم یکي تیغ تیز بدان تا نماید بدو رستخیز
همیخواست ز تن تا سرش رابرید ز ګرد سپاه این مرآنرا ندید
فرود آمد از اسپ ذرین پلنګ بزد بر کمر بر سر پا لهنګ
بپوشید دیدار رستم ز ګرد بشد سعد پویان ز جای نبرد
یکي تیغ زد بر سر ترک اوی که خون اندرآمد ز ترکش بروی
چو دیدار رستم ز خون تیره ګشت جهانجوی تازي بر او چیره ګشت
دګر تیغ زد بر سرو ګردنش بخاک اندر افګند جنګی تنش

 

فردوسي وايي کله چي، یو ګړی وروسته، ایرانیان د خپل لوی سپه سالار له وژل کېدلو څخه خبر سول نو په ايراني لښکرو ماته ګډه سوه او ډېر نامتو ایرانیان ووژل سول. فردوسي وايي دا وخت د ایران پاچا یزدګرد په بغداد کي وو او کله چي د رستم د وژل کېدلو او د ایران د پوځ د ماتي خبر ورته ورسېدی نو اوښکي یې تويي کړې.

فردوسي د دې مهم جنګ په باره کي، چي د ساسانیانو د امپراطورۍ سرنوشت یې تعین کړ، موږ ته ټول حقایق په شاعرانه خو تحریف سوي شکل رارسوي. په داسي حال کي چي ټول تاریخي متون موږ ته وايي چي سعد بن ابي وقاص، د قادسیې د جنګ د لوی سپه سالار په حیث، په میدان کي له سره برخه نه درلوده نو ځکه د رستم سره، په جنګ کي د هغه د مخامخ کېدلو خبره بېخي مطرح نه ده. هغه خپلو نورو قوماندانانو ته د جبهې له مرکز څخه هدایتونه ورکول او رستم د یوه بل عرب په لاس ووژل سو؛ البته یوازي د فردوسي ایرانی غرور دا حقیقت نه سي منلای.

تاریخ طبري، چي اکثرو اسلامي مؤرخینو تعقیب کړی دی د دې وروستیو پیښو تفصیل داسي راکوي:

“د ورځي په نیمايي کي د پارسیانو د پوځ په مرکز کي درز ولوېدی او پر هغوی باندي ډېري سختي دوړي پرېوتلې. ډېر توند باد لګېدی او د رستم د تخت چتر یې وشلاووه… قعقاع او له هغه سره ملګري کسان تخت ته نیژدې ورغلل او ویې لیدل چي هغه خالي دی. رستم دغه وخت هغو یابو ګانو ته ورغلی وو چي په دغه ورځ یې بارونه راوړي وه او دی د هغوی په منځ کي تر یوې لويي خېمې لاندي پټ وو.

هلال بن علقمه د هغې خیمې تناوونه وشلول چي رستم تر لاندي پټ وو او د هغه یو لوی تیر پر رستم باندي را ولوېدی، چي هلال هغه نه لیدی. د رستم د ملا هډوکي مات سول او هلال د توري ګوزار پر وکړ. رستم له هغه ځایه پورته سو او په یوه غارکي ولوېدی. هلال په رستم پسي، چي په اوبو کي لوېدلی وو، ورغی؛ له اوبو څخه یې را وایستی او په توره یې پر سر وواهه او مړ یې کړ. هلال د هغه مړی د یابو ګانو په پښو کي وغورځاووه او د رستم له تخت څخه یې نارې کړې چي رستم ووژل سو ستاسي دي د کعبې په خدای قسم وي زما خوا ته راسی. خلک د هغه پر شاوخوا باندي را وګرځېدل. تخت نه معلومېدی، رستم چا نه لیدی او ټولو د الله اکبر نارې پورته کړې. په دغه وخت کي د مشرکانو لښکر تیت و پرک سو او ماته په ګډه سوه… وروسته له جنګ څخه لاس ته راغلي غنیمتونه، چي مسلمانانو تر دغه وخته پوري هیڅکله نه وه لیدلي، میدان ته راغلل. سعد، هلال ور وباله او له هغه څخه یې سوال وکړ چي رفیق دي څه سو؟ هلال ورته وویل چي د یابوګانو په پښو کي مي غورځولی دی. سعد ورته وویل چي ورسه رایې وړه. هلال ولاړ او د رستم مړی یې راووړ([1])

مسعودي هم وايي چي رستم د هلال بن علقمه په لاس ووژل سو او لیکي چي د رستم له وژل کېدلو څخه وروسته مشرکان وبېرېدل او په تېښته کي سوه دی وايي چي دېرشو زرو عسکرو ځانونه په ځنځیرونو او تناوونو سره تړلي ول او په نور او آتشکدو یې سوګند یاد کړی وو چي تر څو پوري یې په جنګ کي بری ترلاسه کړی نه وي یا وژل سوي نه وي له ځایه به ښور نه خوري او هغوی ټول ووژل سول. مسعودي وروسته لیکي چي په دغه ورځ ضرار بن خطاب د کاویان بیرغ، چي د پړانګ له پوست څخه جوړ سوی او ټول په جواهرو کي پټ وو، تر لاسه کړاو دېرش زره دیناره یې واخیستل. په داسي حال کي چي د بیرغ اصلي بیه دوه میلیونه دوه سوه زره دیناره وه. دی وايي چي په دغه ورځ د کاویان د بیرغ پر شاوخوا باندي پر هغو دېرشو زرو فارسیانو برسېره لس زره نور هم ووژل سول([2]).

موږ ګورو چي فردوسي له خپل ايراني غرور څخه، چي د یوه ايراني په حیث حق هم لري، کار اخلي او د خپل قهرمان او د عربو د سپه سالار سعد بن وقاص تر منځ د جنګ صحنه داسي جوړوي لکه دی چي په جنګ کي حضور لري؛ مګر د ده قهرمان د یوه عادي عرب جنګیالي په لاس وژل کیږي. په داسي حال کي چي سعد د هغه جنګ په ورځ ناروغ وو او له خپل ځایه څخه نه دی خوځېدلی.

له مسلمانانو څخه یوه تن په هغه ورځ یو شعر ووایه:

موږ وجنګېدلو او خدای مو بری په برخه کړ
او سعد په قادسیه کي په خپل قصر کي پټ وو
له جنګ څخه راغلو او ډېري ښځي کونډي سولې

مګر په کونډیانو کي د سعد ښځي نه وې.

وايي کله چي دا خبري سعد ته ورسېدلې نو هغه دباندي راووت او پر خپل ورانه باندي ختلي دانې یې خلکو ته وښودلې او خلکو یې عذر قبول کړ ځکه چي سعد بېرندوکی او بې زړه سړی نه وو([3]).

دغه راز د فردوسي هغه خبره هم سمه نه ده چي وايي پر ايراني پوځ باندي اوبه دونه کمي سوې چي د رستم ژبه په خوله کي وچه سوه او عسکرو او آسونو خټي خوړلې او ستوني یې په لندول. موږ ګورو چي هلال بن علقمه، له جنګه تښتېدلی رستم، د اوبو په ډنډ کي پیدا کوي او وژني یې.

یزد ګرد او ماهویه یا د شاهنامې ماهوی سوري:

د شاهنامې وروستۍ پرده، د فردوسي د داستانونو او افسانو د وروستي قهرمان یزدګُرد د وژل کېدلو تراژیدي ده. یزدګُرد، چي ټول تاریخي متون یې یو بې زړه، بېرندوکی او تښتېدلی پاچا بولي، چي خپله ټوله پاچهي یې، له خپلو لښکرو، خزانو او قلاوو سره، یوازي د یوې لويي ماتي له امله، خپلو دښمنانو ته پرېښودله او په تېښته ولاړ، د فردوسي له پاره بیا هم یو قهرمان، زړه ور، اصیل او د سترګو تور دی. یزدګُرد د قادسیې له جنګ څخه وروسته، څه باندي پنځه لس کاله په وېره او تېښته کي ژوند وکړ.

فردوسي د خپل تاریخ څخه دومره بې خبره دی چي وايي یزدګُرد په دغه وخت کي په بغداد کي وو چي دا خبر ورته ورسېدی.

ببغداد بود آنزمان یزدګُرد که اورا سپاه اندرآمد بګرد
بګفتند با او که رستم نماند زآنغم بدریا درون نم نماند

په داسي حال کي چي د بغداد پر ځای په دغه وخت کي یو وړوکی کلی وو؛ او ښار له سره آباد سوی نه وو او د بغداد د ښار تیږه، له دې پېښو څخه څه باندي ۱۳۰ کاله وروسته، د عباسیانو د دوهم خلیفه ابوجعفر منصور په وخت کي کښېښودله سوه([4]).له هغه وخته څخه وروسته، بغداد د اسلامي خلافت او تمدن مرکز او د نړۍ له ټولو مشهورو، ښایستو او شتمنو ښارونو څخه سو.

یزدګُرد په دې نسبتاً اوږده پنځه لس کلنه موده کي دومره ښارونو او سیمو ته په تېښته ولاړ چي ژوند یې په افسانو کي پټ دی او تاریخي متون چنداني توافق نه ورباندي لري او د دې مسئلې څېړل موږ له موضوع څخه لیري کوي. یزدګُرد، د خپل له لاسه تللي قدرت د شوړېدلي قلمرو په ټولو حکمرانانو او پهلوانانو کي بالاخره د مرو پر حکمران یا مرزبان ماهویه، یا د فردوسي په اصطلاح ماهوی سوري نژاد، باندي حساب کوي او له هغه څخه د مرستي غوښتنه کوي.

 

جهاندار چون کرد آهنګ مرو بماهوی سوري کنارنګ مرو

 

هغه ته یو خط استوي او د وروستیو غم لړلو پېښو او د سعد بن وقاص په لاس د خپل لوی سپه سالار د وژل کېدلو غم ورسره شریکوي. له هغه څخه د مرستي غوښتني په ضمن کي د چین د خاقان څخه د مرستي غوښتلو یادونه هم ورته کوي. البته هیڅ تاریخي متن ماهویه ته د یزدګُرد ددې لېږل سوي لیک په باره کي څه نه دي ویلي او دا لیک د فردوسي د خپل شاعرانه ذوق محصول دی. او یو ځل بیا یې پر سعد بن وقاص باندي زړه تش کړی او هغه یې داسي بې دانشه سړی بللی دی چي اصل او وطن یې معلوم نه دی.

 

ز رستم کجا کشته شد روز جنګ ز تیمار برما جهان ګشت تنګ
بدست یکی سعد وقاص نام نه بوم و نه زاد و نه دانش نه کام
تو با لشکرت رزم را ساز کن سپه را براین برهم آواز کن
بمرو آیم و کس فرستم بدین بخاقان ترک و به فغفور چین
وزایشان بخواهم فراوان سپاه مګر بخت برګشته آید براه
هیوني برافګند برسان باد بنزدیک ماهوی سوري نژاد

 

فردوسي له دې څخه وروسته بیتونو کي، لکه مخکي چي مو وویل، د یزدګُرد د لوی والي، اصیل والي او پوځي لیاقت صفت کوي. د هغه د پلرونو او نیکونو د یزدان شناسۍ صفت یې کړی دی، چي پخپله د زردشت د مذهب ستایلو ته ضمني اشاره ده. وروسته عرب، چي په دغه وخت کي د اسلام د دین د خپرولو یوازینی لښکر دی، ډېر په سپکه یادوي او حتی جاهل، بې نوم او نښانه او بې ننګه یې بولي. فردوسي وروسته دومره له حاله وزي، چي مسلماني ورڅخه هیریږي او د زردشت په آتشکدو او آتش پرستۍ پسي ارمان کوي او وايي چي قدرت د داسي نژاد په لاس ورغی چي نور به نو په هر هیواد او سیمه کي ظلم او ناروا پیل سي او دا د نوشیروان د خوب، چي د ايران د تیاره راتلونکي له پاره یې لیدلی وو، تعبیر بولي.

ز شاه جهان یزدګُرد بزرګ پدر نامور شهریار سترګ
سپهدار ایران و پیروز ګر نګهبان و جویندهء بوم و بر
زتخم بزرګان یزدان شناس که از تاج دارند ز اختر سپاس …
چنین است پرکار چرخ بلند که آید بدین پادشاهي ګزند
ازین زاغ ساران بې آب و ننګ نه هوش و نه دانش نه نام و نه ننګ
بدین تخت شاهي نهادست روی شکم ګرسنه مرد دیهیجوی
انوشیروان دیده بود این بخواب کزین تخت بپراګند رنګ و آب …
هم آتش بمردی و آتشکده شدی نور نوروز و جشن سده
بایران و بابل زکشت و درود بچرخ زحل برشدي تیره دود
کنون خوابرا پاسخ آمد پدید زما بخت ګردون بخواهد کشید
شود خوار هر کس که بود ارجمند فرومایه از بخت ګردد بلند
پراګنده ګردد بدي در جهان ګزند آشکارا و خوبي نهان
به هر کشوري در ستمکارهء پدید آید و زشت پتیارهء

 

سړی نه پوهېږي چي سلطان محمود غزنوي، د یوه ټینګ سني مسلمان په حیث، چي د بُت شکن لقب یې درلود او د ملتان د اسماعیلیانو د ځپلو او ریښې ایستلو له پاره یې لښکرکښۍ کولې؛ او دربار یې ټول له سني علماوو او شاعرانو څخه ډک وو، څرنګه لا فردوسي ته انعامونه ورکول. ځکه چي د فردوسي په مقابل کي د سلطان د ذهنیت د خرابولو له پاره د هغه د شاهنامې درې څلور بیتونه کافي وه.

د قادسیې په جنګ کي د ایراني پوځونو د لويي ماتي څخه بیا د یزدګُرد تر وژل کېدلو پوري، په دې زیات و کم پنځه لسو کالو کي، پېښي دونه مغشوشي او په افسانو کي نغښتي دي چي تاریخي متون چنداني اتفاق نه ورباندي لري او دا موضوع زموږ له مضمون سره چنداني اړه هم نه لري. دونه معلومه ده چي د مرو حکمران ماهویه د یزدګُرد په وژلو کي برخه لري یا لږترلږه له هغه سره دونه نامردي کوي چي، د فردوسي په قول، هغه زړه ور او جنګیالی پاچا تېښتي ته مجبوریږي. له څو ورځو سرګردانیو او لوږي او تندي څخه وروسته یوې ژرندي ته رسیږی. ژرند ګړی یي وژني، پخپله ژرندګړی هم د ماهوی په امر وژل کیږی او ماهوی خپل ځان پاچا ګڼي.

د فردوسي په قول: ماهوی چي یو کم اصل او کم ذاته انسان وو او له شپونۍ څخه د مرو حکمرانۍ او سپه سالارۍ ته رسېدلی وو، د یزدګُرد د له منځه وړلو له پاره، د سمرقند له واکمن بیژن سره، چي په بل هیڅ تاریخي متن کي نه سته، لاس یو کوي؛ او کله چي د هغه په مرسته یزدګُرد له منځه وړي او ځان پاچا کوي نو پخپله پر بیژن باندي هم د حملې پلان تړي. د بیژن سپه سالار برسام د ماهوی مقابلې ته وزي. ماهوی سوري وژني او لږ وروسته بیژن پخپله هم لېونی کیږي او پخپله خپل ځان وژني. د فردوسي ایرانی غرور او د انتقام لمبه د ماهوی په تش وژل کېدلو نه قانع کیږي بلکه هغه ته، پخپل شاعرانه تصور کي، راز راز سزاوي او شکنجې ورکوي؛ بېژن د ماهوی لاسونه او پښې ورغوڅوي، سترګي یې باسي، پر سره ریګ باندي یې لمر ته غورځوي او په عذابونو کي یې وژني. بالاخره بیژن هم په خپله سزا رسیږي.

بدو ګفت بیژن که ای بدنژاد که چون تو پرستار کس را مباد
چرا کشتي آنداد ګر شاه را خداوند پیروزي و ګاه را
پدر بر پدر شاه و هم شهریار ز نوشیروان در جهان یادګار
چنین داد پاسخ که بر بد کنش نیاید مګر کشتن و سرزنش
بدن بد کنون ګردن من بزن بینداز در پیش این انجمن
بدو داد پاسخ که ایدون کنم که کین از دل خویش بیرون کنم
به شمشیر دستش ببرید و ګفت که این دست را در بدي نیست جفت
چو دستش ببرید ګفتا دو پای ببرند تا ماند ایدر بجای
بفرمود تا ګوش و بینیش پست ببرید و بر بارکي بر نشست
بفرمود کانرا بدین ریګ ګرم بدارید تاخوابش اید ز شرم .

 

سره له هغه چي د یزدګُرد وژل کېدلو پېښه، د هغه د ژوند د وروستیو پنځه لسو کالو په څېر، په افسانو کي پټه ده، خو تقریبا ټول مؤرخین په دې عقیده دي چي هغه په ۳۱ هجري قمري کي وژل سوی دی. “ژرندګړی یزدګُرد ته ورغی د هغه پر سر یې ډبره ایله کړه او مړ یې کړ. وروسته یې د هغه سر پرې کړ او ماهویه ته یې راوړ او بدن یې د مرغاب په رود کي خوشي کړ. د مرو اسقف راغی ؛ د یزدکُرد مړی یې د مرغاب له اوبو څخه را وایستی؛ په تابوت کي یې کښېښود او په استخر کي یې خاورو ته وسپاره “ طبري ص ۲۱۴۷ خو موږ، د فردوسي د خوښي په خلاف، له دې پېښي څخه تقریبا پنځه کاله وروسته، د حضرت علي د خلافت په زمانه کي د مرو له حکمران ماهویه سره مخامخ کیږو. هغه لا هم ژوندی دی؛ نه بېژن لاسونه او پښې ورڅخه پرې کړي دي او نه یې لمر ته غورځولی او په شکنجو کي وژلی دی. او څرنګه چي مسلمانانو ته د جزیې ورکول ورڅخه غوښتل کیږي نو د دې معنی دا ده چي لا مسلمان سوی نه دی. بیا هم د طبري د تاریخ په یوه ځای کي لولو “ابوجعفر وايي: په دغه کال، لکه څرنګه چي ویل کیږی د مرو مرزبان ماهویه علي ته راغی او هغه صلح یې تایيد کړه چي د هغه او د ابن عامر تر منځ سوې وه.

ابواسحق وايي: د مرو مرزبان ماهویه ابراز د جمل له جنګ څخه وروسته علي بن ابي طالب ته راغی او علي هغه ته مکتوب ولیکی.

د مرو دهقانانو، سپرو او سپه سالارانو ته یې ولیکل:

د رحیم او رحمن خدای په نامه

پر ټولو هغو کسانو دي رحمت وي چي د هدایت پیرو دي. اما بعد د مرو مرزبان ماهویه ابراز ماته راغی او له هغه څخه راضي یم.

په کال شپږدېرش کي ولیکل سو.

وايي: هغه ډله وروسته له هغه بیرته کافران سول او د ښار دروازې یې وتړلې”([5])

بلاذري، چي خپل تاریخ فتو ح البلدان یې د طبري په زمانه کي لیکلی دی هم د دغي پېښي یادونه کوي. “وايي: کله چي علي بن ابي طالب د خپل خلافت په وخت کي په کوفه کي وو، د مرو مرزبان ماهویه د هغه په خدمت کي حاضر سو. علي سپرو عسکرو او افسرانو ته لیک واستاوه او په هغه کي یې ورته ولیکل چي ده ته جزیه ورکړي. د خراسان خلکو جزیه ونه منله. علي جعده بن هبیره مخزومي، چي د ابوطالب د لور ام هاني زوی وو، هغه ځای ته واستاوه. مګر فتح یې ونه کړه او د خراسان چاري د علي تر وژل کېدلو پوري همداسي ګډي وډي پاته سوې”([6])

البته د یعقوبي له متن څخه داسي ښکاري چي ماهویه لږترلږه یو ځل خراج ورکړی دی. یعقوبي لیکي”کله چي علی د جمل له جنګ څخه فارغ سو نو جعده بن هبیره بن ابي وهب مخزومي یې خراسان ته واستاوه او هلته د مرو له حکمران ماهویه سره مخامخ سو. هغه ته یې مکتوب ولیکی او د هغه پېشنهادونه یې لاسلیک کړل او ورته وې ویل چي په هغه اندازه خراج چي ورته ټاکل سوی دی هغه ورکړي. نو د هغه منل سوي قرارداد سره سم یې په ټاکلې اندازه مال تحویل کړ([7]).

سړی حیران پاتیږي چي فردوسي د دومره تاریخي متونو او اسنادو د موجودیت سره سره دونه په سپینو سترګو دروغ ولي وايي او دا کوم لیونتوب دی چي په ده باندي ژوندی سړی په خیال او تصور کي عذاب کشه کوي. زه دا نه سم ویلای چي فردوسي به ولي، د ټولو تاریخي متونو په خلاف، د مرو د حکمران ماهویه له پاره ماهوی سوري نژاد لیکلی وي. سړی فقط دونه ویلای سي چي دا کومه غلطي نه بلکه قصدي کار دی؛ دی ماهوی یو کم اصل او غیر مستحق سړی بولي چي یزدګُرد احسان ورسره کړی او له شپونتوب څخه یې حکمرانی ته رسولی دی؛ نه پوهېږم چي د ماهوی له نامه سره په دې لاحقه به یې خپل مطلب افاده کړی وي کنه. خو د فردوسي متن زموږ له ځینو محققینو سره دا غلط فهمي پیدا کړې ده چي ماهوی د پښتنو سوریانو سره وتړي او له همدغه نسله یې وبولي. خو که پښتني شجرو ته اهمیت ورکړو بیا نو ګورو چي د سوري قبیلې لوی نیکه به ان په دریمه هجري پېړۍ کي زېږېدلی او یا نه وي زېږېدلی. چي په دې حساب د شهنامې له هغه ماهوی سوري سره چي د لومړۍ هجري پېړۍ په سر کي ژوند کوي ځکه ارتباط نه سي پیدا کولای چي د سوریانو د لوی او لومړي نیکه زېږېدلو ته پېړۍ پاته دي.

د افغانستان له پاره د شاهنامې اهمیت:

شاهنامه، لکه مخکي چي مي اشاره ورته وکړه، داسي ادبي شهکار دی چي پر هنري ارزښت باندي یې په هیڅ توګه سترګي نه سي پټېدلای. داسي کلمات او الفاظ پکښي کارول سوي دي چي د جواهرو حیثیت لري او سړی ویلای سي چي په خپل جنس کي داسي یګانه کتاب دی چي د سیمي په ادبیاتو کي، تر اوسه پوري، بل نه دی ایجاد سوی. خو له تاریخي پلوه د نه منلو له افسانو ډک کتاب دی.

د افغانستان نامتومؤرخ او محقق مرحوم احمدعلي کهزاد، چي د افغانستان د تاریخ، په تېره بیا پخواني تاریخ، په لیکلو او نړۍ ته په معرفي کولو کي یې تر شمېر زیات خدمتونه کړي دي، شاهنامې ته د افغاني احساس له زاویې څخه ګوري. هغه وايي چي د افغان کلمه د شاهنامې په شهادت زر کلنه سابقه لري. د افغان کلمه هسي هم، د حدودالعالم په استناد، زرکلنه سابقه لري او له هغه څخه وروسته یې هم نورو کتابونو یادونه کړې ده؛ مګر په شاهنامه کي د افغان کلمه نه سته او هغه متن چي د رستم او کک کهزاد، چي افغان بلل سوی دی، تر منځ د مقابلې یادونه کوي هغه شاهنامه نه بلکه د ټولو محققینو په اتفاق د شاهنامې لاحقه ده، چي د شاهنامې له لیکل کېدلو څخه تقریبا درې سوه کاله وروسته ورپوري نښلول سوې ده. که په لاحقه کي د افغان نوم یاد سوی دی نو په ښه نوم نه دی یاد سوی بلکه د شهنامي د قهرمان رستم په مقابل کي د یوه بشپړقوم سپکاوی پکښي سوی دی. البته په رستم او د هغه په پلار زال یې دونه لاپي کړي دي چي په حقیقت کي یې زال او رستم هم سپک کړي دي.

مرحوم کهزاد وايي چي فردوسي خراسان ته د خپل هیواد په سترګه ګوري، غزني د خپل هیواد پایتخت بولي او سلطان محمود زابلي ته د خپل شهنشاه په سترګه ګوري او هغه په حقیقت کي د ایران شهنشاه بولي. زه مرحوم کهزاد او د هغه خدمتونو ته په بشپړ احترام او د خپلو مخکنیو مثالونو په استناد ویلای سم چي فردوسي له پوست څخه د هډوکو تر مغز پوري یوازي ایرانی وو او که یې د سلطان محمود صفتونه کړي دي نو هغه یې ښايي د صلې او انعام له خامي طمعي څخه کړي وي. او په هغو زمانو کي چي سلطانانو شاعرانو او مداحانو ته په طلاوو بار یابوګان بخښل نو شاعرانو هم د هغوی د ستایلو او مدحي له پاره سرحدونه نه درلودل. سلطان محمود ته یې د ایران شهنشاه نه بلکه د دنیا شهنشاه ویلای سوای. خو کله چي یې خوا ورته بده سوې ده نو بیا یې په هغه اندازه هجو هم کړې ده. او که د قهستان حکمران واسطه سوی نه وای او هغه ته یې سل زره درهمه ورکړي نه وای ښايي فردوسي سلطان محمود ډېر سخت ټکولی وای.

مرحوم کهزاد له دې امله هم د فردوسي ستاینه کوي چي د هغه په کتاب کي د اوسني افغانستان د ډېرو ښارونو یادونه سوې ده. په شاهنامه کي د افغانستان د ښارونو یادول ریشتیا هم ښه خبره ده او تر یوه ځایه شاهنامې ته افغاني رنګ ورکوي مګر دا به هغه وخت ډېر مهم وای چي تر شاهنامې مخکي یې په نورو کتابونو کي یادونه او معرفي نه وای سوې. په داسي حال کي چي له شاهنامې څخه څه باندي سل کاله مخکي تاریخ لیکونکو او جغرافیه لیکونکو دا سیمي هم په تاریخي پېښو کي یادي کړي او هم یې له جغرافیايي، اقتصادي او سیاسي پلوه په بشپړه توګه معرفي کړي دي. فردوسي له دې ښارونو سره ځکه علاقه لري او ځکه یې په بار بار یادوي چي هغه د ايران خاوره بولي.

که څه هم چي د فردوسي ژوند، د هغه د شاهنامې د قهرمانانو په څېر، په افسانو کي پټ دی؛ او د کلام د دومره ښایست او زور سره یې د ژوندحالات نه دي څرګند خو پر دې یوې خبري باندي د فردوسي د ژوند او شهنامې څېړونکي متفق دي چي هغه د محمود له درباره څخه په ښه زړه نه دی وتلی. که شاعرانو او مداحانو ته د سلطان محمود بخششونو ته وګورو چي د خپلو مداحانو کورونو ته یې په پیسو بار پیلان ورلېږل او د عنصري خوله یې د ایاز د زلفو له پاره د دوو بیتونو د ویلو په بدل کي د جواهراتو ور ډکه کړه نو دا نه سي کېدلای چي د فردوسي د دونه لوی ادبي شهکار په بدل کي دي د هغه زړه خوشاله نه کړي. او هغه دي دې ته مجبور کړي چي د سلطان محمود په هجو کي څه باندي سل بیتونه ولیکي. که چیري، د فردوسي د ژوند په باب، د روایاتو مطابق، سلطان محمود په ریشتیا هم پر فردوسي باندي دونه په غوسه سوی او دونه تش لاس یې خوشي کړی وي چي هغه د څه باندي دوه زره بیتونو هجا جوړولو ته مجبور کړي نو زه یقین لرم چي د محمود د غوسې علت به د شهنامې هغه وروستي بیتونه وي چي په څرګنده د عربو د لویو سپه سالارانو سپکاوی پکښي سوی او په مقابل کي د ساسانیانو دونه ستاینه پکښي سوې ده چي د هغوی په زردشتي مذهب او آتشکدو پسي یې هم ارمان کړی دی. په هر صورت، د فردوسي شهنامې ته باید یوازي او یوازي د یوه ستر ادبي شهکار په سترګه وکتل سي او که حتما د هغې مضمون او تاریخي ارزښت ته هم ګورو نو هغه د یوه ایراني شاعر د افراطي ایرانیت ښکارندوی دی.

یادونه: څلور کاله مخکي مي په کابل کي د ایران د سفارت له لاري د مجالس شاهنامه په نوم یو کتاب، چي پر اعلی ترین روغني کاغذ، له ډېرو ښایستو رنګینو تصویرونو سره چاپ سوی وو، ترلاسه کړ. ما دا کتاب د شاهنامې په ذوق او شوق قبول کړ؛ خو په امریکا کي مي یو وخت را واخیست او متوجه سوم چي د شاهنامې له شپېتو زرو بیتونو څخه یې یوازي تقریبا درې نیم زره بیتونه پکښي چاپ کړي او په دې چاپ سره یې د فارسي ژبي یو ستر ادبي شاهکار مسخ کړی وو.

مأخذونه

۱: فردوسي، حکیم ابوالقاسم. شهنامه فردوسي. (۱۸۶۴.ش) چاپ بمبیي.

۲: طبري، محمد بن جریر. تاریخ طبري یا تاریخ الرسل والملوک.چاپ اول ۱۳۵۲.ش) تهران.

۳: البلاذري، احمدبن یحیي. فتوح البلدان. بخش مربوط به ایران. (۱۳۴۶ش) انتشارات فرهنګ ایران.

۴: احمد بن ابي یعقوب. تاریخ یعقوبي. (۱۳۴۳.ش) تهران

۵: مسعودي، علي بن حسین. مروج الذهب و معادن الجوهر. جلد اول (۱۳۸۷.ش)  تهران.

۶: زیدان، جرجي. تاریخ تمدن اسلام. چاپ پانزدهم (۱۳۹۳.ش). موسسه انتشارات امیر کبیر. ایران

 ([1]) طبري،ص ۱۷۳۸-۱۷۳۹

([2])  مسعودي ص ۶۷۵-۶۷۶

 ([3])طبري ص ۱۷۵۳

 ([4]) زیدان ص ۷۱

 ([5])طبري ص ۲۴۹۴

 ([6])بلاذري ص ۲۹۲

 ([7])یعقوبي دوهم جلد ص ۸۲

ځواب پرېږدئ

ستاسي ايميل به خپور نسي

error: Protected contents!