منډيګک
افغان تاريخ

شاه زمان خان

0 618

اعليحضرت تېمور شاه زوى ، د لوى ، ملي اتل او ټولواكمن اعليحضرت احمد شاه بابا لمسى وو ، چې په ۱۷۷۰ ز كال كې زېږېدلې دى . دغه نوميالى امپراتور په ۱۷۹۳ ز كال كې د خپل پلار تېمور شاه له مړينې وروسته د افغانستان پاچا شو . له احمد ساه بابا نه وروسته په ملي تاريخ كې اعليحضرت شاه زمان يوه داسې روښانه څېره ده ، چې ملي تاريخ يې په ښه نامه يادوي . شازمان ته كه ربړونه نه واى پېښ شوي نه يوازې چې افغانستان يې ساته ، بلكې هندوستان ته يې هم د انگرېزانو له نېواك نه نجات وركاوه .اعليحضرت شاه زمان په ملي تاريخ كې يو مدبر ، هيله من ، سياستوال او زړور سرلښكر پېژندل شوى . دغه دوران زموږ په ملي تاريخ كې د اهميت وړ دى ، چې زموږ دوه دوښمنان سره يو كيږي او لوى افغانستان كوچنى كيږي . دې خبرې ته پاملرنه په كار ده ، چې كه چيرې د افغان بچي ته د همت او سرلوړۍ هيله پيدا كېدله ، نو په كار دي چې بيا دغه عوامل وپېژني .كله چې اعليحضرت شاه زمان پاچا شو ، بهرني او كورني حالات ډېره له خطره ډك وو . بهر كې انگليسانو د هند زياته برخه نېولې وه . په ايران كې هم قاجاري حكومت ټينگ شوى وو .

شاه زمان خان

ايران ددې لپاره چې د افغانستان لوديځ ولايتونه لكه نيشاپور ، مشهد او هرات ونيسي ، هم له روسانو نه مرسته غوښته او هم يې د لوى افغانستان پر خلاف په ۱۸۰۰ ز كال كې له انگليسانو سره يو تړون لاسليك كړ او په ښكاره يې دا ومنله ، چې كه اعليحضرت شاه زمان د هند خواته حركت وكړي ، ايران به پر لوېديزو ولايتونو بريد كوي او كه چيرې اعليحضرت شاه زمان د ايران په لوري وخوځيږي ، انگليسان به په ختيزو ولايتونو وردانگي .يو بهرنى ليكوال وايي ، چې د اعليحضرت شاه زمان پادشاهي د اس پر زين تېره شوه ، ځكه چې دى هر وخت په سفر كې وو . د خراسان او هند ترمنځ په منډو وو او دده پادشاهي ددې خبرې ښه ثبوت دى ، چې په يوه وخت كې دواړوو خواوو سره جنگېدل گران وو . شاه زمان چې ډېر گړندى سړى وو له هرې خوا گرم شو . په دې مهال انگرېزانو ډيلي ته ځان رسولى وو ، سكهانو هم يوه مشري او انتظام موندلى وو .خو تر ټولو گرانه خبره سلطان محمود دده ورور وو ، چې د شاه محمود سدوزي په نامه ياديږي . وزير فتح خان ، چې دده ماما او لوى وزير وو ، يو ناكراره او خاين سړى وو.ځينې كورني تاريخ ليكونكي پر اعليحضرت شاه زمان دا اعتراض لري ، چې تا شاه محمود دوه پلا ونيوه ولې دې مړ نه كړ ؟ بهرنيو مورخينو دا نيوكه كوله ، چې شاه زمان لومړى بايد له ايران سره معامله پاى ته رسولې واى ، بيا يې هند ته مخه كړې واى . ټول هندوستان شاه زمان ته انتظار درلود ، چې له انگيسانو يې خلاص كړى واى . شاه زمان د خپلواكۍ اتل بلل كېده او د هند د ميسور استازى دده حضور ته راغى ، چې پر هند حمله وكړي . په داسې حال كې د هند ملي پرگنو د شاه زمان په لوري كتل . انگيسانو بله چاره نه درلوده ، پرته له دې چې د ايران له قاجاري حكومت نه مرسته وغواړي . د ايران قاجاري پاچا آغا محمد خان قاجار يو ډېر ظالم سړى وو . بيا هم د خراسان ولايت په نيولو ايرانيانو ورسره مرسته كوله .د ((دره الزمان )) په كتاب كې د انگلستان د سفير نظر ، چې ايران ته تللى وو ، داسې راغلى دى : (( زمان شاه د افاغنه وو سلطان زه د يوه غښتالي دښمن په توگه په هند كې پېژنم . زمان شاه پرته له كومې بهرنۍ مرستې نه كولاى شي ، چې پخپلو مټو په مساعد وخت كې پر هندوستان حمله وكړي . زمان شاه هله درولى شو ، چې دده په تومن ( هېواد ) كې نفاق ته لمن ووهو . ))د زمان شاه فصل په ملي تاريخ كې په دې ډېر اهميت لري ، چې له همدې ځايه د افغانستان امپراتوري يا لوى افغانستان نړيږي . شاه زمان پخپله يو ملي اتل دى ، خو دده اخلاق داسې وو ، چې وروسته دى پخپلو اخلاقو گرم او ملامت وگڼل شو . اوس چې دا جريان وليكل شو ، تاسو لوستونكي پخپله قضاوت وكړئ ، چې ده څه بايد كړي واى ؟ دې نه مخكې د (( دره الزمان )) له مخې اعليحضرت شاه زمان ملي اتل او د ايران له دولت سره دده كړنه ليكم :په كال ۱۲۱۰ هـ ق كې شاه زمان په هند او پنجاب كې لگيا وو ، آغا محمد خان قاجار د زيارت په پلمه مشهد ته ننوت . د افغانستان له پلوه شاه رخ هلته واكمن وو ، هغه يې مړ كړ ، د هغه زوى نادر ميرزا كابل ته راغى . آقا محمد شاه ، چې له شاه زمان نه په وېره كې وو ، خپل استازى ، چې محمد حسين خان قراكوزلو نومېده ، له ډېر مال او ډاليو سره د شاه زمان دربار ته راولېږه . په دې كې دوه كيفيته وو : يو دا چې د مشهد د دريو كلو د خراج په اندازه يې سوغات ورولېږه ، او بله دا چې ده وويل ، غواړم بخارا ونيسم .افغان اتل شاه زمان مخكې له دې چې د ايران سفير ومني ، هغه ته يې دا وښودله چې دى غواړي هندوستان فتح كړي او انگليسان له هغې زمكې نه وباسي . نو د ايران سفير ته يې خپل پوځي رسم گذشت وښود . كله چې د ايران سفير د افغانستان د لښكرو څرنگوالى آقامحمد قاجار ته څرگند كړ ، دى پوه شو او د خراسان له حدودو يې خپل لښكر په بشپړه توگه وايست . شاه زمان خپل سفير گدا محمد ، چې په گدو خان اوڅار وو ، تهران ته واستاوه . كله چې د آغا محمد خان قاجار درپار ته ورغى ، د هغه مهال له دود سره سم ، ((امين خلوت )) لكه د دربار وزير وو ، گدا محمد يې له لاسه ونيوه ، آقامحمد قاجار ته يې وويل : دا دى د دراني پاچا سفير گدا محمد قدم بوسۍ يانې پښو ښكلولو ته حاضر دى . افغان سفير په قهر شو ، د امين خلوت لاس يې پورې واهه او ويي ويل : دا څه چټيات (( شطحيات )) واييې . آقامحمد قاجار حيران شو ، امين خلوت ته يې وويل ، څوك د يوه معظم دولت سفير داسې نه معرفي كوي . اوس به وگورئ چې شاه محمود سدوزى او وزير فتح خان ، ماما او خوريي څه كوي ؟ په كال ۱۲۱۲ هـ ق كې چې كله آقامحمد قاجار ووژل شو ، فتح علي شاه قاجار دده پر ځاى د تهران پر تخت كېني .شاه محمود سدوزى او وزير فتح خان د فتح علي شاه قاجار دربار ته ځي ، د خراسان ولايت هغه ته سپاري او له شاه زمان سره د مقابلې لپاره مرسته اخلي . يانې د خپل ورور په مقابل كې . شاه زمان او شاه محمود دواړه د تېمور شاه دراني زامن دي . كله چې شاه زمان ته رسيږي ، شاه محمود د مقابلې توان په ځان كې نه ويني ، نو خپله مور ، چې د سردار پاينده خان خور وه ، قران شريف په سر شاه زمان ته ليږي . د شاه محمود مور خپل ټيكرى وغوړوي او قران شريف ورباندې كېږدي . شاه زمان دغه عذر او ننواتې ومنلې ، مگر هېواد ته لويه صدمه ورسېده . شاه زمان بايد دا نه واى منلې ؟ ځكه دى پوهېده ، چې اسلام او پښتونولي دوى صرف خپل ځانونه خلاصوي . نو په كار وو چې دې خبرو ته يې نه واى كتلې ؟ چې ورته ويې كتل بيا هېواد برباد شو . ددې خبرې قضاوت گران دى . بيا هم بويه قضاوت وشي ! ځكه سياست بد فن دى ، اخلاق او صداقت پكې نه ځاييږي .وروسته چې كله شاه محمود په ۱۸۰۹ ز كال كې پاچا شو ، قاجاريانو بې غمه د خراسان افغان ولايت ونيو . هغه ولايت چې صفاريانو ، غزنويانو ، غوريانو ، ابداليانو تر ۱۸۰۹ كاله پورې ساتلى وو . دادى د شخصي او كورنيو جگړو له كبله له لاسه ووت او قاجاريان په دې هم قانع نه شول ، دوى څو څو ځله فتح علي شاه قاجار ، محمد شاه قاجار ، ناصر الدين شاه قاجار بيا پر هرات حملې وكړې او هراتيانو يې پر وړاندې كلك مقاومت وكړ . صوفي اسلام هم د هرات په ساتنه كې شهيد شو .ورپسې سيكهانو په پنجاب كې پښې ټينگې كړې او لوى افغانستان مخ په نړېدو شو ، ځكه چې ملي مصالح چا نه وو پېژندلي او د باركزو سردارانو د سدوزو هېڅ ډول روغه ونه منله .همدغه شاه محمود او وزير فتح خان د شاه شجاع او شاه زمان لاس ته ورغلل ، خو هغو بيا وبښل او دوى بيا وتښتېدل او ايران ته يې پناه يووړه او قاجاريانو بيا مرسته وركړه

د شاه زمان په اړه د بهرنيانو نظريات:
((فرير)) د افغانستان په كتاب كې ليكي :

(( شاه زمان هوښيار ، زړور ، پوه او فعال مېړنى وو . هغه تل د اس پر زين سپور له يې جگړې نه بلې ته روان وو . د افغنستان خلكو هغه ته د تېمور شاه له نورو زامنو نه ډېر درناوى درلود )) . ((سري ويليم جان وايي : (( په هند كې د انگليس ټول دوښمنان د كابل خواته گوري او ټولو شاه زمان ته بلنه وركړې ، چې هند ته راشي . وزير علي ، سلطان ټيپو او د جوناگړ راجا ټول د افغانستان پادشاه هڅوي چې هندوستان ته راشي او د افغاني لښكر ټول خرڅ به دوى وركړي . ان د رامپور نواب غلام محمد پخپله د شاه زمان دربار ته راغلى )) .افغانستان په نولسمه پېړۍ كې وايي : (( تاريخ شهادت وركوي او بهرني مولفين ټول اتفاق لري ، چې شاه زمان يوه ستره نقشه درلوده . ده غوښتل چې د احمد شاه بابا امپراتوري بېرته ژوندۍ كړي ، خو د يوه پياوړي او كلك دولت د تشكيل د بنسڼټ له مخې يې د ملك نيولو په جنبه اكتفا ونه كړه او غوښتل يې چې افغانستان يو مقتدر او متمدن دولت وگرزوي ، چې نه يوازې د سياسي او پوځي ځواك ښكارندوى وي ، بلكې په ختپځ كې د پوهنې ، كولتور او تمدن مركز هم وپېژندل شي ))

د شاه زمان دربار

له بده مرغه دغه نوميالى افغان مشر له سختو داخلي كړكېچونو سره مخامخ كيږي او د شاه له خوا ، يانې د خپل ورور او محمدزاييانو له خوا وهل كيږي . انگرېزان او ايرانيان دده له بريدونو خلاصيږي او د شاه زمان لپاره ستونزې جوړوي .
هند ته د شاه زمان د يوې لښكركشۍ په اړه:
اعليحضرت شاه زمان د ۱۷۹۸ ز كال په سر كې له يوه لوى لښكر سره د هند په لوري حركت كوي او نېغ په لاهور كې اړوي . كله چې شاه زمان لاهور ته رسيږي د هند په مسلمانانو او هغو ټولو خلكو كې ، چې پوهېدل انگرېزي دوكاندارانو د دوى ملك نيولى ، يوه عجيبه ولوله ، شور او ځوگ پيدا كيږي او په ټول هندوستان كې د اعليحضرت شاه زمان افغان ډنډورې غږېدلې او خلك دده په انتظار كې ول ، چې افغان ژغورونكى شاه زمان لاهور ته رسېدلېى . ان مرهټه او نور هندوان هم دا ځل خوشال ول ، چې انگرېزان به د دوى له خاورې وايستل شي . انگرېزان سخت وارخطا شول او حاضر وو ، چې په شمالي هند كې افغاني واكمني په رسميت وپېژني ، خو په دې شرط چې د فرانسې او روسيې مخه ونيسي ، چې په دې وخت كې يې غوښتل ، هند ته ځانونه ورسوي .داسې ويل كيږي ، چې د ناپليون بوناپارت استازى هم د شاه زمان حضور ته راغلى وو ، خو له بده مرغه د اعليحضرت شاه زمان ورور محمود ، چې د هرات والي وو ، پر كندهار راځي ، ځان پادشاه اعلانوي او د كابل په لور خوځيږي . محمود ددې پر ځاى ، چې په دغسې يوه حساس وخت كې د خپل هغه مدبر ورور ، چې ختيځ او لوېديځ ، روس او انگليس ترې په وېره كې ول ، د بخارا ، ايران او هند بادشاهان ترې خپل موجوديت په خطر كې ليده ، ملاتړ وكړي ، د ايرانيانو په مرسته د هغه راپرزولو ته ملا تړي او هېڅ ډول ملي شعور او وجدان نه لري . په اسيا كې افغانستان او د هغه لښكر او سر لښكر يوازينى هېواد دى ، چې كولاى شي انگرېزان له هند څخه وشړي او اعليحضرت شاه زمان په همدغه نيت هند ته تللى دى . اوس دې هر افغان يوه پلا د شاه زمان په موقعيت كې وگوري ، چې څه بايد وكړي ؟ په داسې حال كې ، چې محمود له ايراني پادشاه څخه مرسته اخيستې ، د نيشاپور ، مشهد او نورو لوېدېزو سيمو په سودا كولو كې دى ، د زرگونو افغانانو وينې هلته توى شوې دي .د ملي تاريخ دغه دوران ډېر سخت دوران دى ، چې د ميليونونو افغانانو او پښتنو د تباهۍ موجبات راغونډوي .اعليحضرت شاه زمان د هندوستان د ميليونونو خلكو هيلې هم ( يو شمېر بې خبرو او له ملي شعوره بې برخو افغانانو د غلطو اقداماتو په اثر ) تر پښو لاندې كړې او بېرته د كابل او كندهار په لور راخوځيږي ، خو اعليحضرت شاه زمان له هغو كسانو څخه نه دى ، چې خپل هوډ پرېږدي .مردان خپل هوډ نه پرېږدي له لاسه – كه يې سرشي د خوني زمري تر زامه د بخارا پادشاه هم پر شمالي سيمو رادنگلي وو ، خو شاه زما د بخارا پادشاه ، د ايران پادشاه او سيكهان ټول وځپل او ځينې دده له وېري پخپله په شاه ولاړل .

كله چې محمود كندهار ونيو ، شازمان كندهار ته پسې ورځي ، خو محمود د هرات په لور په شاه ځي . شاه زمان هرات ته ورپسې ځي ، محمود د هرات په كلا كې ځان كلابندوي ، شاه زمان ته د خپلې مور په لاس توبه نامه لېږي او عذر ورنه غواړي . اعليحضرت شاه زمان د محمود د مور ، چې دده هم ميره كيږي ، عذر مني او محمود بښي او بېرته يې د هرات د والي په توگه ټاكي . خو محمود څه موده وروسته د كابل د نېولو په هڅه كې د ايران له قاجاري دولت نه د مرستې د ترلاسه كولو لپاره راوانيږي .مورخ غلام محمد غبار وايي : چې اعليحضرت شاه زمان شخصي او كورني عواطفو ته ولې پر ملي گټو غوره اهميت وركړ .؟ كه چيرې يې د محمود او د هغې د مور عذر نه واى منلى او محمود يې نيولى واى ، لوى افغانستان به نه واى وران شوى ! خو د ښځې پلو اچول او د ننواتې منل هم د پښتنو يو خصوصيت دى ، خو ځوانمردي او ناځوانمردي دوه بېلابېلې خبرې دي . البته په ملي تاريخ كې لويه تېروتنه وه .د ملي تاريخ په اوږدو كې نصير خان بلوڅ د احمد شاه بابا په مقابل كې ښورښ وكړ ، مگر كله چې نصير خان بلوڅ پوخلا شو ، نه يوازې چې پخپله نصير خان بلوڅ پر خپل قول صادق وو ، بلكې دده اولاد هم وفادار ياتې شو . نه يوازې وفادار پاتې شو ، ان نصير خان د هند په جگړه ييز سفر كې داسې كارنامې وكړې ، چې كه دى نه واى پخلا يا احمد شاه بابا دده پخلاتوب نه واى منلى ، لوى زيان به ملي تاريخ ته اوښتى واى .دغه مهال انگليسان هم د روحانيونو په جامه كې او هندي مياگان ، لكه ميا غلام محمد هندى افغانستان ته رالېږي او د اسلام پرده يې پر مخ اچولې وي .تاريخ پوهان وايي ، چې شاه زمان غوښتل ، چې مركزي حكومت پياوړى كړي ، قومي مشرانو نه كار واخلي ( دندې وركړي ) او ماهرو خلكو ته هم دندې وركړي . په دې مهال يو شمېر قومي مشران په دې فكر كې شول ، چې د شاه زمان پر ځاى بل څوك د افغانستان د پاچاه په توگه وټاكي . خو دغو مشرانو وضعه د خپلو شخصي گټو پر بنسټ سنجوله او هغه بدلون چې په هند ، ايران او اروپا كې راغلى وو ، په هغه نه پوهېدل ، نو ځكه يې دغسې له خطره ډك گام پورته كړ . يا په بله وينا ملي شعور كمزورى وو . كله چې د شاه زمان پرضد دغه دسيسه كشف شوه ، نو د هغې مشران اعدام شول ، چې په هغو كې سردار پاينده خان هم وو .وروسته د پاينده خان زامنو ، په تېره بيا وزير فتح خان ، چې چلباز او بې پښتو سړى وو ، د تېمور شاه زامن د پادشاهۍ په تمه استعمال كړل او وروڼه يې سره وجنگول ، چې په پايله كې د محمدزو بې غيرته كورنۍ منځته راغله ، چې يو يا دوه كسه به يې ښه خلك ول .په ۱۷۹۳ ز كال كې نصير خان بلوڅ ، چې يو مجرب ، ځوانمرد او مېړنى سړى وو ، سپين ږيرى شوى وو . شاه زمان پېښور ته ولاړ او هلته يې واورېدل ، چې دده بل ورور همايون پر كندهار بريد كړى . د بخارا امير شاه مراد بلخ ته ننوتى ، كله چې شاه زمان بېرته كندهار ته ولاړ ، همايون هرات ته وتښتېد او له بل ياغي شاهزاده محمود سره يوځاى شو . كله چې شاه زمان كابل ته راغى ، نو د بخارا سفير د عذر لپاره ورته راغى .اعليحضرت شاه زمان په دوو كلونو كې لوى افغانستان تامين كړ . په ۱۷۹۵ ز كال كې اعليحضرت شاه زمان يو ځل بيا د هند په لور وخوځېد ، ددې لپاره چې انگرېزان له هغه ځايه وشړي . بيا خبر شو ، چې آغا محمد خان قاجار ايرانى پادشاه نيشاپور او مشهد ته ننوت ، نو دې ته اړوت چې بېرته راوگرزي . په ۱۷۹۶ كال كې بيا پېښور ته راغى . په همدغه كال لاهور ته ننوت ، په ۱۷۹۷ ز كال كې شاه زمان په لاهور كې وو ، چې د هند د پاشاه شاه علم ليك ورته راغى او ده ته يې بلنه وركړې وه ، چې هندوستان ته تشريف راوړي . شاه زمان انگيسانو ته خبر وركړ ، چې دى غواړي هندوستان ته له سل زره كسيز لښكر سره ننوزي ، نو دوى دې په شاه ولاړ شي . له بده مرغه په دغسې يو تاريخي شېبه كې له افغنستان نه ورته خبر راورسېد ، چې محمود بيا باغي شوى . دغه مهال شاه زمان په دې پوه شو ، چې كه چيرې يې مخكې ځل دده او دده د مور عذر نه واى منلى ، دغه بدمرغي به نه واى ورپښه شوې . نو شاه زمان بيا د هندوستان د ټولو هغو خلكو هيلې ، چې په انگرېزي لومو كې نښتي وو ، خاورې كړې او د خپل احمق ورور او نورو خاينو خلكو د كرارولو لپاره راوگرزېد .په دې وخت كې د ايران پادشاه آغا محمد خان قاجار مړ شو او دده زوى فتح علي شاه يې پر ځاى پاچا شو . محمود او دده زوى كامران ايران ته پناه يووړه ، د ايران پاچا د دوى هركلى وكړ . كله چې شاه زمان هرات ته ورسېد ، نو ايرانيانو د خراسان ولايت ، مشهد او نيشاپور خوشي كړي ول . شاه زمان بېرته د افغانستان له خوا هلته واكمنان وټاكل . پخپله بېرته كابل ته راستون شو ، ددې لپاره چې د هند په لوري وخوځيږي . دى لا په كابل كې وو ، چې محمود له لس زره ايراني ځواك او نورو خپه شويو باركزو او الكوزو په مرسته پر هرات او فراه بريد وكړ . خو د هرات مدافعينو د قيصر او زمان خان په مشرۍ هغوى مات كړل . دا پلا محمود بخارا ته وتښتېد او هلته يې پناه واخيسته . له هغه ځايه خوارزم او بېرته ايران ته ولاړ او هلته يې هركلى وشو .مطلب دا چې اعليحضرت شاه زمان د ايران ، انگليسانو او سيكهانو له گډو عملياتو او تېريو سره هممهال مخامخ وو . كورنيو خپلچارو او جاهلانو تر ټولو بد او خطرناك حالات رامنځته كړل . اتل اعليحضرت شاه زمان اته كاله پر اس سپور له پنجابه تر نيشاپوره منډې وهلې .دومره پياوړې سوق او اداره په تاريخ كې سارى نه لري . ملي تاريخ د لوى افغانستان د سولې او امن د تامين په لاره كې دده پر دغو هلې ځلو افرين وايي او دده پر كورنيو مخالفينو لعنتونه . د ۱۷۹۸ ز كال د اكتوبر په مياشت كې شاه زمان بيا لاهور ته راغى . دا پلا سيكهانو هم اطاعت وكړ . د انگيسانو استازى ميرزا مهدي علي د انگليس حكومت ته ليكي : (( د ايران په مرسته مو شاه زمان دومره مشغول كړى ، چې لږ تر لږه تر دريو كلو پورې پر هند حمله نشي كولاى . ))په دې وخت كې بيا خبر راغى ، چې د ايران پادشاه فتح عليشاه او محمود بيا د خراسان ولايت ته ننوتلي . د ۱۷۹۹ ز كال په سر كې شاه زمان له لاهور نه پېښور ته راغى ، چې د ايران ددفعې لپاره ولاړ شي . ايرانيانو منظم عسكر او ښه وسله نه درلوده ، خو شاه زمان منظم عسكر ، توپخانه او ښه وسله درلوده ، انگرېزانو ايران ته خپل سلاكاران ورلېږلي ول او هغوى يې دغې حملې ته هڅولي وو.افغاني لښكرو د ايران پادشاه بيا په شاه وتمباوه . ميا غلام محمد هندي د اسلام په جامه كې په كندهار كې اوسېده او دانگرېزانو پټ سړى وو . ده دا هڅې كولې چې د شاه زمان پرضد د يوې بلې دسيسې كار ترسره كړي . پاينده باركزي ، عظيم الكوزي ، نورالله بابري ، اسلام پوپلزي ، حكمت سركاني ، سلطان نورزي ، خضر عليزي ، زمان پوپلزي ، جوانشير ارسلان ، جعفر جوانشير ، شريف قزلباش ، د ميا غلام محمد هندي په كور كې د شاه زمان د راپزولو دسيسه جوړه كړه . دغو افغانانو د هندوستان د خلكو د خلاصون ، د لوى افغانستان د تامين او د ايران د دسيسو فكر ونه كړ او د يوه فعال او نه ستړي كېدونكي پادشاه پر وړاندې راپورته شول . انگيسى سر جان ملكم په ايران كې ناست وو او د ايران د پادشاه سلا كار هم دى . شاه زمان دسيسه كوونكي اعدام كړل .پرنس ملكم خان ارمني ليكي : كه دغه مصيبت افغانستان ته نه واى ، چې افغانستان يې په وينو كې ډوب كړ او كه ايران د انگيسانو په چالونو پوهېداى ، هندوستان او ختيځ د انگيسانو له ښكېلاك څخه خلاص شوى وو او شاه زمان پرته له بهرنۍ مرستې نه دا توان درلود چې په يوازې ځان د انگرېزانو بېخ او بنياد وباسي . پورتنى مطلب او نور انگيسي مدارك د قاضي عطاوالله(( د پښتنو تاريخ )) په كتاب كې راغلي ، چې غبار ، فرهنگ ، رښتيا او نورو ليكوالو له هغه څخه نقلا ځينې برخې رااخيستې دي . ملكم په خپلو ليكونو كې خوشالي ښيي ، چې افغان قومي مشران د هغې دسيسې په اثر ، چې د ميا غلام محمد هندي په وسيله ترتيب شوې وه ، وژل شوي او اوس ټول اړوند خلك د شاه زمان پرضد پاڅېدلي دي . مالكم په يوه ليك كې ليكي : د انگليس د گټو لپاره د خراسان ولايت بايد خپلواك وي او كه چيرې د افغانستان يا ايران تر لاس لاندې وي ، نو ايران تر افغانستان ښه دى ، ځكه چې د ايران د پادشاه ځواك د افغانستان د پادشاه تر ځواكه ډېر كم دى .په بل ليك كې ليكي : شاه زمان په هند كې د انگيسي واكمنۍ يو پياوړى دوښمن دى او دى كولاى شي ، چې بې له بهرنۍ مرستې نه پر هندوستان ورودانگي .په بل ليك كې ليكي : (( د هندوستان د نيولو په برخه كې هېڅ يو شى د شاه زمان مخه نشي نيولاى ، پرته له دې چې دده په ملك كې نفاق پيدا شي او شاه زمان موقع ونه مومي ، چې له هند څخه انگرېزان وشړي )) . بل ځاى ليكي : (( افغانان تر نورو اسيايي خلكو مغرور ، كبرجن او كينه ناك دي )) په بل ليك بيا داسې ليكي : له اوسسنيو حالاتو داسې ښكاري ، چې سږ كال او بل كال به د افغانستا له پلوه كوم خطر هندوستان ته متوجه نه وي ، ځكه محمود له خراسان څخه د كندهار په لوري خوځېدلى او د كندهار شاوخوا سيمې يې نيولې ، ناراضي دراني مشران له محمود سره يو ځاى شوي او شاه زمان د ژمې له واورو نه كندهار ته نشي تللاى . د ايران پادشاه ژمنه كړې ، چې تر هغې به پر خراسان حملې كوي ، چې شازمان مصروف وساتل شي او پر هندوستان د حملې فرصت پيدا نه كړي . د داراني مشرانو نفاق او اختلاف يو ښه وخت مساعد كړى چې ايران افغاني خراسان ونيسي . د ملي تاريخ لوستونكي اوس پوهېداى شي ، چې په ملي گټو نه پوهېدل څومره خطر لري او موږ يې څنگه تباه كړي يو !!!له دغو پېښو نه مخكې شاهزاده همايون هم د مركزي دولت د مخالفت او ياغي كېدو په وجه ړوند شوى وو . كه څه هم نصير خان بلوڅ دده شفاعت وكړ او شاه زمان وباښه ، خو بيا هم په بغاوت سر شو . په كال ۱۷۹۶ ز كې د ډيلي سفير سيد محمود د شاه زمان حضور ته راغى او شاه زمان د ډيلي د پادشاه يو لړ اجراات وكتل او په دې ترڅ كې يې د هند د وليعهد تصديق هم وكړ .

شاه زمان خان

دغه وخت د سردار پاينده خان زوى فتح خان ايران ته وتښتېد او له ياغي محمود سره يو ځاى شو . سردار پاينده خان د ميا غلام محمد هندي په دسيسه كې اعدام شوى وو . د اعليحضرت شاه زمان ټول پوځ سل زره سپاره او نور پياده بلل كېدل . لوى افغانستان د اسيا لوى طاقت د انگليس ، ايران ، شاهزادگانو او سردارانو د شومو هدفونو ښكاري كيږي . {…} نه وزير فتح خان وزير باتدبير وو ، نه دوست محمد خان امير باتدبير ، نه عبدالرحمان خان سياست پوه . ټول يو شمېر هرزه برزه او بې كفايته مخلوقات وو . ملي تاريخ به هر هغه څوك محكوم كړي ، چې له بهرنيو هېوادو نه د سياسي قدرت د اخيستلو لپاره مرسته وغواړي .شاه زمان خپل سفير د ايران پادشاه ته واستاوه ، چې د محمود او نورو شاهزادگانو له حمايې نه لاس واخلي او د ايران پادشاه هم ومنله ، ځكه چې وزير رحمت الله خان ( وفادار خان ) ويلي ، چې د افغانستان لښكر له هر ډول پېښې سره مفابلې ته چمتو دى . اعليحضرت شاه زمان له هراته بېرته كندهار او كابل ته راغى . كابل ته خبر راورسېد ، چې محمود او تښتېدلي دراني سرداران د ايران په مرسته پرته له دې ، چې خراسان او هرات ته ولاړ شي ، د ترشيز له لارې فراه ته راغلى او بيا كندهار ته نږدې شوي دي او د كندهار سرلښكر مهرعلي خان د هغوى مقابلې ته وتلى او دومره جنگېدلى ، چې شل ورځې يې خاينه اردو پخپله ځاى درولې وه . خو دننه په ښار كې چمكار خلك پيدا شول . مهر عليخان مخكې تر دې چې كندهار پرېږدې ، په لنډه موده كې يې دوه خاينان حسن خان او امام بخش اعدام كړل .شاه زمان د كندهار خواته روان شو ، خو انگليسي او ايراني جاسوسانو بد تبليغات پيل كړي ول .له بلې خوا د محمود لښكر ډېر او يو موټى شوى وو ، ځكه چې د پاينده خان له وژلو وروسته دراني سرداران د محمود ملگري ول . دغه سرداران په ملي كچه د خپلو اعمالو په نتيجه نه پوهېدل ، چې څومره خطرناك كار كوي . هغه وو چې شاه زمان بېرته كابل ته راغى ، ددې لپاره چې پېښور ته ولاړ شي او يو ښه لښكر برابر كړي . نو شاه زمان ، چې يو هوښيار او مدبر سړى وو ، له ډېر لږو كسانو سره د پېښور په لور وخوځېد . كله چې شينوارو ته ورسېد د ملا عاشق په كلا كې ، چې يوه لويه كلا وه ، د دمې جوړولو لپاره پاتې شو . شاه زمان وليدل ، چې د خاين عاشق په كلا كې بندي دى او د كلا شا وخوا ټوپك والا خلك ولاړ دي .دا مهال محمود كابل ته ورسېد او د شاه زمان له ايسارېدو خبر شو . له كابل نه محمود خلك ولېږل ، اعليحضرت ساه زمان يې ونيو لومړى يې دده سترگې ړندې كړې بيايې بندي كړ . په لوى افغانستان كې تياره شوه .د شاه د سترگو له رڼا سره يو ځاى د لوى افغانستان برم ولاړ . د كابل فتح د محمود او دراني سردارانو له خوا د نيشاپور ، مشهد ، اسفزار او نورو سيمو په بيه تمامه شوه ، چې د ايران لاس ته ورغلې . دا هغه لومړنى لوى خيانت وو ، چې د احمد شاه بابا له روح او اخلاقو سره وشو ، له دغې نېټې نه وروسته لوى افغانستان مخ په ځوړ روان شو او بربادي پيل شوه>

د شاه زمان سيکه

شاه زمان وروستى احوال:
اوس تاسو يوه پلا بيا اعليحضرت شاه زمان وگورئ ، بيا ورسره خداى پاماني وكړئ . په ۱۸۰۸ ز كال كې د انگليسانو يو لوى پلاوى د الفينسټن په مشرۍ له ډيلي نه د پېښور په لور وخوځېد ، چې د الفينسټن په قول د افغان مغرور پادشاه ( كاشكې تر پايه مغرور پاتې واى ) وگوري او د ناپليون د نقشو په اړه خبرې ورسره وكړي .دا چې پلاوى د لوى افغانستان حدودو ته داخليږي ، تر دغه وخته پورې يوازې د خراسان ولايت له لاسه وتلى وو او نوره اميراتوري لا شته او د شاه شجاع لومړۍ دوره پاچاهي ده . پادشاه هم په پېښور كې دى . الفنسټڼ داسې ليكي : د ۱۸۰۹ ز كال د جولاى په لسمه مو له شاه زمان سره وكتل . د شاه زمان ليدنه د پادشاه تر ليدنې موږ ته لږ په زړه پورې نه وه . شاه زمان يو وخت په هندوستان او پارس كې د لوى نامه او اعتبار خاوند وو . دى مو په داسې حال كې وليد ، چې په خېمه كې يې غالۍ او ليمڅي هوار وو . شاه زمان پر يو لوى كوچ ناست وو . موږ ده ته مخامخ تر هغو ولاړ وو ، چې ده د كېناستلو اجازه راكړه . دده لباس ساده او ارت بې لستوڼو كوټ يې اغوستى وو ، چې ورېښمين گلان پرې گڼدل شوي ول . پر سر يې توره لونگۍ وه . څېره يې ډېره شاهانه وه ، دغه وخت دى څلوېښت كلن ښكارېده . غږ او حركت يې جگ او منظم وو . اوږد مخ او ښكلې ږيره يې درلوده . دده څېره په هېڅ صورت يوه ړانده ته نه پاتې كېده ، سره له دې چې سترگې يې ژوبلې وې ، خو بيا هم تورې برېښېدلې او دده څېرې ته يې تازه گي بښله . كله چې به چا ورسره خبرې كولې ، مخ به يې هغې خواته اړاوه . دده څېره غمجنه او له خپگان نه ډكه وه . كله چې موږ كېناستو ډېره چوپتيا خپره شوه . خو ده پخپله چوپتيا ماته كړه او د شاه شجاع د بدبختيو په باب يې خبرې وكړې او د شرايطو د ښه كېدو هيله يې وكړه . دا و د نوميالي پادشاه يو اخري انځور چې ومو ليد . د شاه زمان وروستۍ خبره ، چې دى زوړ ، ړوند او ناتوانه وو داده : (( پادشاهي بې تورې او توره بې هدفه نه وي )) .د لوى افغانستان نوميالى امپراتور اعليحضرت شاه زمان په ۱۸۴۴ ز كال كې ومړ او په سرهند كې خاورو ته وسپارل شو .
اخځونه:
[۱]
قدرت الله حداد ( فرهاد ) ، د افغان ملي تاريخ ، ۳۷۹ – ۳۸۰-۳۸۷ ، ۳۹۰-۳۹۱ ، ۳۱۳ – ۳۱۴ مخونه ، د ساپي د پښتو څېړنو او پراختيا د مركز د ۱۳۸۳ لمريز كال چاپ

 

ځواب پرېږدئ

ستاسي ايميل به خپور نسي

error: Protected contents!