منډيګک
افغان تاريخ

محمد داود او اخوانيان

داودخان
0 449

کابل کې د محمد داود د کودتايي جمهوريت په راتلو سره په کورني او بهرني سياست کې لوی بدلونونه رامنځته شول. په لومړي ځل د يوې ځانګړې ايډيالوژۍ لرونکي خلک واک ته ورسېدل. پرچميان، چې واک ته د محمد داود په رسولو کې يې ورسره مرسته کړې وه، په حکومت يې لويه برخه ترلاسه کړه. واک کې د پرچميانو په راتګ سره دوی د اسلامپالو (اخوانيانو)، نشنلېستانو او د خپلو نورو سياسي مخالفينو په ځپلو پېل وکړ.

پوهاند کاکړ ليکلي چې د اسلامپالو (اخوانيانو) مشرانو د سرطان له کودتا نه وروسته محمد داود ته څرګنده کړې وه چې د حکومت په چلولو کې ورسره مرسته وکړي؛ خو ده د هغوی بلنه نه وه منلې. دوی محمد داود ته ځکه دغه وړانديز کړی و، چې هغه د دوی په فکر مسلمان افغان و؛ خو چپيانو چارپېر کړی و[1].

د داودخان دکابینې وزیران:
۱-محمد داود خان (ددولت رئیس اوصدر اعظم چې د دفاع او بهرنیو چارو وزارتونه هم مخ ته وړي .
۲-ډاکترر محمد حسن شرق (معاون صدارت )
۳-ډاکتر عبدالمجید (د عدلیې وزیر )
۴-سید عبدالاله (د مالیې وزیر )
۵ – فیض محمد ( داخله وزیر)
۶-دوکتور نعمت الله پژواک (د معارف وزیر)
۷-پاچا گل (د اقوام اوقبایلو وزیر)
۸-ډاکتر عبدالقیوم (دمعادن او صنایع وزیر )
۹-غوث الدین (د فواید عامې وزیر )
۱۰-انجنیر عبدالحمید ( دمخابراتو وزیر )
۱۱-پوهاند دوکتور نظر محمد سکندر (دروغتیا وزیر )
۱۱-پوهاند ډاکتر عبدالرحیم نوین (د اطلاعاتواو فرهنگ وزیر )
۱۳-غلام جیلانی باختری (دزراعت وزیر )

دغه اخوانيان د محمد داود د کودتا مخالف و. ګلبدين حکمتيار چې د کودتا پر مهال زندان کې يې وايي، چې د کودتاد د اورېدو خبره راته د ژوند تر ټولو غمناکه او ترخه وه. حکمتيار د خپلو وروڼو (اخوانيانو) په مشرۍ وايي چې موږ تل سردار داود په هېواد کې د کمونېزم باني او حامي ګڼلواو په خپلو تظاهراتو او اجتماعاتو کې به مو د ده په خلاف د کمونېستي ډلو د مؤسس په نامه شعارونه ورکول[2]. حکمتيار د محمد داود د سرطان د کودتا پلان په مسکو کې جوړ شوی ګڼي چې په وينا يې کابل کې د شوروي سفارت يې د عملي کولو دنده درلوده؛ خو د حکمتيار دغه خبره سمه نه ده.

دوی چې هغه مهال د افغانستان د اسلامي نهضت (جوانان مسلمان) غړي وو او عامو افغانانو اخوانيان بلل، د پرچمي حکومتي چارواکو له لوري د بندي کولو او ځورولو له وېرې پاکستان ته په تېښتې اړ شول. د خلق دېموکراتيک ګوند د يوه غړي راز محمد پکتين په وينا دوی د جمهوريت خلاف دريځ غوره کړ[3].

د اخوانيانو او افغان کمونستان تر منځ د جګړې تود ډګر د کابل پوهنتون او د کابل پوليتخنيک و. حکمتيار په خپل کتاب کې داسې څو پېښې رانقل کړي چې دی په کې دخيل وي او له کمونستانو سره يې د پوهنتون په انګړ کې جګړې کړې وي. د کابل پوهنتون د شريعاتو پوهنځي ډېری محصلين اخوانيان و چې د دغه پوهنځي يو شمېر استادانو يې مشري کوله. احمد شاه احمدزي په يوه مرکه کې ويلي چې کمونستان په ښوونې روزنې پوهنځي کې ډېر فعال و[4].

له کودتا وروسته وېل کېږي چې اخوانيانو د حبيب الرحمن په مشرۍ کودتا کول غوښتل؛ خو هغه حکومت کشف کړه. امين الله دريځ په خپل کتاب کې دغې خبرې ته اشاره کړې؛ خو عاصم اکرم چې د محمد داود په اړه يې يو پنډ کتاب ليکلی د کودتا په تړاو يې څه نه دي ويلي. واک کې د محمد داود له راتګ وروسته د ۱۹۷۳ ز کال په پای کې اخوانيانو په بدخشان کې يو کمزوری پاڅون وکړ؛ خو حکومت ناکامه کړ. له دې وروسته د محمد داود په مشرۍ نظام کې موجودو پرچميانو په منظمه توګه د اخوانيانو په ټکولو پېل وکړ. د اخوانيانو او د دوی تر منځ پخوانۍ تربګنۍ بشپړه رسمي بڼه غوره کړه. اوس پرچميانو د حکومت له رسمي ادرسه او دولتي امکاناتو نه په ګټنې د خپلو مخالفينو په ځپلو پېل وکړ. اکرام اندېشمند ليکي چې د ۱۳۵۳ هـ کال په لومړيو کې (انجينر) حبيب الرحمن د اسلامي نهضت لومړنی غړی و چې ونيول شو او بيا اعدام شو. ورپسې غلام محمد نيازی زندان ته يوړل شو او د پوليسو له لوري د اسلامي نهضت د غړو نيولو زور واخيست[5]. د دوی له نيولو وروسته و چې نور اخوانيان تښتېدو او وطن پرېښودو ته اړ شول. د نهضت يو غړي، برهان الدين رباني د تحليل ها و خاطره ها ليکوال ته ويلي چې پوليس يې د نيولو په موخه ورغلي وو؛ خو دی ترې جلال اباد او بيا د کنړ له لارې پاکستان ته وتښتي.

له پاکستانه د محمد داود پر ضد د اخوانيانو جګړه

فضل هادي شينواری، د ننګرهار د نجم المدارس استاد، لومړنی شخص و چې پاکستان ته واوښت. وروسته نور اخوانيان حکمتيار، رباني او مسعود له ډيورنډ کرښې واوښتل.

پاکستان ته په ور اوښتو د ذوالفقار علي بوټو حکومت دغو اخوانيانو ته ښه راغلاست ووايه او په خپله غېږه کې يې ونيول. هغه مهال دواړو حکومتونو د يوه بل د مخالفينو ملاتړ کاوه. د پوهاند کاکړ په وينا دغه اخوانيان د پاکستان د حکومت په لګښت د پېښور بېرسکو چوک ځای پر ځای شول[6].

پوهاند کاکړ ليکلي چې فضل هادي شينواري پاکستان ته ور اوښتي اخوانيان د سرحدي صوبې د والي (ګورنر) اسلم خټک په واسطه نصيرالله بابر ته، چې هغه مهال د قبايلي سيمو  د ملېشو مشر و، ور وپېژندل شول.

بوټو چې له وړاندې يې د افغان سېل په نوم يوه اداره د افغانستان په تړاو د مخکې تګ پاليسۍ په موخه جوړه کړې وه، د دې ادارې فعاليت يې نور هم چټک کړ.  په لومړيو کې اته سوه اخوانيان پاکستاني مقاماتو ساتل چې وروسته يې شمېر تر پنځو زرو ورسېده. پاکستان دغو اخوانيانو ته روزنه ورکړه، وسلې يې ورکړې او بيا يې د محمد داود په مشرۍ د نظام پر ضد پاڅون ته وهڅول.

کابل ته د پاکستان د پخواني وزیراعظم ذوالفقار علی بوټو تاريخي سفر

کابل ته د پاکستان د پخواني وزیراعظم ذوالفقار علی بوټو تاريخي سفر🗓 ۱۹۷۵ع📝 ويډيو ترتيب او اوډنه: افغان فلم◀️د نورو تاريخي ويډيوګانو د پاره دا پاڼه خوښه او شريکه کړئ.ــــــــــــــــــــــــــــــکه مو ويډيو خوښه سوې وي، منډيګک پاڼه خوښه او دغه ویډيو له ملګرو سره شريک کړئ✅

Geplaatst door Mundigak Historical videos op Vrijdag 11 oktober 2019

د اخوانيانو تر منځ يو لړ اختلافاتو شتون درلود. ځينو چې مشري يې حکمتيار کوله د محمد داود د حکومت له منځه وړل او پر ضد يې جګړه کول لومړيتوب ګڼه. حکمتيار له دې وړاندې د شاهي دورې د دېموکراسۍ د لسيزې  د حکومتونو پر ضد هم مبارزه کول غوښتل او هغه مهال چې د دوی يو مشر عبدالرحيم نيازی مړ شي (۱۳۵۰هـ)، حکمتيار له نويو غړو غواړي چې له موږ سره د داخلېدو يو شرط به د حاکم نظام پر ضد مبارزه  او ورسره مقاطعه وي؛ خو صبغت الله مجددي يې د دغه شرط مخالفت وکړي.

حکمتيار لکه وړاندې چې مو ورته اشاره وکړه، د محمد داود د کودتا مخالف و؛ نو د حکومت پر ضد يې پاڅون کول او له منځه وړل يې کومه نوې او حېرانوونکې پرېکړه نه وه. حکمتيار په دې نظر و، لکه چې د خاطره ها و تحليل ها ليکوال ته يې ويلي چې واک له کمونستانو سره و؛ ځکه مو وسله راواخيسته. هغه وايي د محمد داود د کودتا موخه د اسلامي نهضت له منځه وړل و؛ موږ دغه خطر حس کړ او اړ شو چې د دولت پر ضد مبارزه مخکې يوسو. د حکمتيار له نظره د محمد داود د کودتا يوه دنده د اسلامي نهضت ټکول و[7].

خو ټول اخوانيان د محمد داود پر ضد د پاڅون پلويان نه و. احمد شاه مسعود چې د رباني په مشرۍ د ډلې غړی او د محمد داود پر ضد د پاڅون له قومندانانو څخه و، د محمد داود د حکومت پر ضد پاڅون يې د اسلام د اساساتو ضد او ترهګريز ګام ګاڼه. مسعود وروسته په يوه مرکه کې ويلي چې حکمتيار ويل همدا (د محمد داود پر ضد جګړه) جهاد دی؛ خو ما (مسعود) ويل چې ته (حکمتيار) اشتباه کوې او پاکستان له تا ګټه پورته کوي[8]. رباني هم د محمد داود د حکومت پر ضد د پاڅون مخالف وي؛ څرګندېږي چې دا به يوازې حکمتيار و چې ټول اخوانيان يې د محمد داود پر ضد پاڅون کولو ته قانع کړل. پرته له شکه نږدې ټول ليکوال په دې نظر دي او تاييدوي چې د بوټو حکومت هم د دوی په مسلح کولو او پاڅون ته هڅولو کې رول لوبولی دی او ښايي د پاکستان  رول او فشار به له حکمتيار نه هم زيات وي.

د اخوانيانو له پاڅون وړاندې پاکستان کې مهمه پېښه شوې وه. د (۱۹۷۵) ز کال د فبرورۍ په اتمه د بوټو د ګوند غړی او وتلی سياستوال حيات محمد خان شېرپاو پېښور پوهنتون کې په يوه بمي چاودنه کې ووژل شي. دغه کار د پاکستان حکومت، بيا په ځانګړي ډول د پاکستاني نظاميانو غوسه راوپاروله. پاکستاني نظاميان چې له وړاندې بلوچستان کې د بلوچ بېلتون پالو سره په جګړه اخته و، هلته يې د بلوچ بېلتون پالو پر ضد عمليات نور هم چټک کړل. دغه راز د نېپ (نشنل عوامي ګوند) حکومت، چې مشري يې ولي خان کوله، د بوټو حکومت يې حکومت ړنګ کړ او د نېپ ډېری غړي ونيول شول. پاکستاني حکومت د شېرپاو د وژلو پړه په نېپ واچوله او د محمد داود حکومت يې تورن کړ چې د دوی ملاتړ کوي.

ولي سردار محمد داود خان پر محمد ظاهر شاه کودتا وکړه؟

ولي سردار محمد داود خان پر محمد ظاهر شاه کودتا وکړه؟"۴۶ کاله مخکې په نننۍ ورځ افغانستان کې د پاچا محمد ظاهر پر ضد کودتاه وشوه. د دې کودتاه مشري سردار محمد داود خان کوله او پوځي افسرانو د کودتاه په پایله کې شاهی نظام ړنګ او پر ځای یې جمهوریت اعلان کړ. داود خان ویل ژور اصلاحات غواړي. پاچاګل وفادار د داود خان په کابینه کې د سرحدونو چارو وزیر و او له سردار محمد داود خان سره نژدې پاتې شوی. نوموړي د چنګاښ ۲۶مې په کودتاه کې هم ونډه لرله. له ښاغلي وفادار سره سپین تڼي مرکه کړې او په پیل کې یې ترې پوښتلی چې ولې داود خان پر پاچا کودتاه وکړه؟"سرچينه: بي بي سي پښتوـــــــــــــــــــــــــــــ#منډيګک_تاريخي_بنسټ د نورو تاريخي موادو د پاره منډيګک پاڼه خوښه او دغه ويډيو شريکه کړئ!

Geplaatst door ‎پښتو Mundigak‎ op Woensdag 17 juli 2019

 

محمد داود چې د پښتنو د حق خوداراديت ټينګ پلوی و، د نېپ غړو ته يې ځای ورکړی او د دوی ملاتړ يې کاوه. د شېرپاو له وژلو څلور مياشتې وروسته اخوانيانو د پاکستان په هڅونه او ملاتړ د محمد داود پر ضد پاڅون وکړ.

دغه پاڅون چې د کودتا شکل يې درلود د ۱۳۵۴ هـ کال د اسد (۱۹۷۵-جولای) کې شوی. اخوانيانو پلان درلود چې پوځي ملګري به يې کابل او دوی به په ولاياتو(پنجشير، کنړ او لغمان) کې پاڅون کوي. کابل کې د اخواني پوځيانو پاڅون له بشپړې ناکامۍ سره مخ شو، دوی يوازې دومره وکولای شول چې د کابل ښار برېښنا د څه مودې له پاره پرې کړي. په پنجشير ولسوالۍ کې د دوی پاڅون لږ څه کامياب و. دوی وکولای شول چې د پنجشير ولسوالۍ مرکز د څه مودې له پاره ونيسي؛ خو عامو خلکو په ټولو کې سيمو کې د اخوانيانو ملاتړ و نه کړ او د دوی دغه پاڅون چې د پاکستان په مرسته او روزنه شوی و، له بشپړې ناکامۍ سره مخ شو.

د پاڅون له ناکامۍ وروسته مهال کې د کابل او اسلام اباد په اړيکو کې ښه والی ليدل کېږي. پاکستان هم له کورنيو مسئلو سره مخ و او د اخوانيانو له ناکام پاڅون وروسته و چې محمد داود هم له پاکستان سره د پښتنو پر سر خبرو کولو ته زړه ښه کړ. له پاڅون وروسته چې افغانستان کې زلزله شوې وه، د بوټو حکومت د مرستې غږ وکړ چې محمد داود ومانه. وروسته بوټو کابل ته رسمي سفر وکړ. دغه راز محمد داود اسلام اباد او بيا په دويم ځل بوټو کابل ته سفر وکړ چې ورسره ترينګلي حالات بېرته عادي شول. بل خوا په کورني سياست کې، د اخوانيانو له ناکام پاڅون ژر وروسته محمد داود له حکومتي چوکيونو نه د پرچمي چارواکو په لرې کولو پېل وکړ، ځينې يې ګوښه او ځينې د سفيرانو په نوم له هېواد نه وويستل.

خو د هېواد په داخل کې د محمد داود د حکومت او اخوانيانو تر منځ اړيکې بيا هم عادي نه شوې. (له پاڅون وروسته) له يو شمېر کسانو پرته چې ونيول شول او محاکمه شول…دوه کاله وروسته ۲۱ تنه يې په عمري بند او څلور تنه يې په اعدام محکوم شول[9].

اخوانيان له ناکامې هڅې وروسته، د کاکړ په وينا د خپلو خلکو او پاکستان له اعتباره ولوېدل. حکمتيار چې د محمد داود پر ضد يې نور اخوانيان هم پاڅون ته هڅولي و، نور اخواني ملګري يې ملامت کړي. د دوی تر منځ ژور اختلافات رامنځته شي. دوی له دې وروسته تيت او پرک شي. ځينې يې هملته پاتې شي او ځينې يې پاکستان پرېږدي او ووځي چې زياتره يې د شوروي يرغل پورې ناڅرګند وي. په دوی کې دوه لوی تنظيمونه جوړ شي. د حکمتيار په مشرۍ حزب اسلامي او د رباني په مشرۍ جمعيت اسلامي. د ثور له کودتا او بيا په ځانګړي ډول له شوروي يرغل وروسته دوی بيا راڅرګند او حالات داسې شي چې دوی او پخواني تښتېدلي اخوانيان په کې د جهاد او مهاجرينو مشران شي.

که پېښو ته په ژور ډول نظر وکړو؛ نو په لومړيو کې دا د محمد داود د حکومت دننه يوه خاصه کړۍ وه چې د اخوانيانو سره يې د پخوانۍ ايډيالوژيکي دښمنۍ پر بنسټ پر دوی ځمکه راتنګه او هېواد پرېښودو ته يې اړ کړل. که د دوی تر منځ اړيکې عادي وای او پرچميانو د حکومتي واک نه د دوی پر ضد ناوړه استفاده نه وای کړې او دوی پاکستان ته په تېښتې نه وای اړ شوي، ښايي د افغانستان او پاکستان تر منځ اړيکې هغه ډول نه وې لکه اوس چې تاريخ ثبت کړي دي. دا د اخوانيانو د پاڅون له وېرې و چې محمد داود له پاکستان سره د مناسباتو د عادي کولو پرېکړه وکړه؛ ځکه پاکستان کولای شول چې په راتلونکې کې له اخوانيانو د محمد داود د نظام پر ضد بله ستره او ناوړه ګټه واخلي او د محمد داود له پاره لويې ستونزې جوړې کړي.

په داخل کې د محمد داود ملګري (پرچميان) هم هغه ډول محمد داود ته ژمن او د هغه ريښتيني ملګري نه و، څومره چې محمد داود پرې باور کړی و او د ثور په کودتا کې هر څه روښانه ليدل کېږي.

د محمد داود په اړه د اخوانيانو دغه نظر چې هغه مسلمان او افغان و، سم دی. په خپله محمد داود لکه صمد غوث چې ليکلي د ايران له سفر نه له راتګ وروسته يې هرات ولايت کې د چپي ايډلوژۍ څرګند مخالفت وکړ او ويې ويل چې سم مسلمان دی. د (۱۹۷۷) ز کال کې وروستيو کې په حکومت کې يو کمونېست وزير هم نه و[10].

د حکمتيار په مشرۍ د ځينو اخوانيانو نظر چې محمد داود د کمونستو ډلو حامي، ملګری او بنسټ ايښودونکی دی، سم نه دی. دا به ښايي له محمد داود نه د حکمتيار ناسمه پېژندنه او په لومړيو کې د هغه افراطي فکر او په خپله وينا يې دا (د ده په ډله کې د راټولو شويو ځوانانو) بې تجربه ګي او د کافي ديني پوهې نه لرل و چې حکمتيار به يې د محمد داود په تړاو دغسې فکر او پر ضد يې د پاڅون په شکل ګام پورته کولو ته اړ کړی وي.

صمد غوث د اخوانيانو او محمد داود تر منځ يوه بل فکري اختلاف ته اشاره کړې. هغه دا چې اخوانيانو (محمد) داود او د هغه مترقي افکار نه خوښول. محمد داود د شاه امان الله په څېر مرتجع مسلمانان او د دوی مريدان او پېروان د خپلو عصري کولو پروګرامونو او (مترقي) افکارو ضد ګڼل[11].

محمد داود بې له شکه لکه د غوث په وينا (يک مسلمان مومن بود). اصلي ستونزه هغه مهال رامنځته شوه، کله چې محمد داود د چپيانو په ملګرتيا د کودتا له لارې يو قانوني، ملي او داسې نظام چې هېواد يې د پرمختګ پر لور روان کړی و، ړنګ کړ. چپيانو محمد داود واک ته ورسوه او بيا محمد داود چپيان په لوړو حکومتي پوستونو مقرر کړل. لکه وړاندې چې مو څرګنده کړه، چپيانو بيا له اخوانيانو سره دښمني پېل کړه او دوی يې هېواد پرېښودو ته اړ کړل.

دلته د پښتونستان کشالې هم تر يوه بريده رول لوبولی دی. پاکستان ته د اخوانيانو ور اوښتو پاکستان ته زرين چانس په لاس ورکړ، داسې چانس لکه محمد داود او له ده وړاندې افغان حکومتونو چې د پښتنو او بلوچو په شکل کې ترلاسه کړی و.

په هر حال! دغومره ستونزه په محمد داود کې نه وه؛ څومر چې د حکمتيار په مشرۍ اخوانيانو فکر کاوه. ستونزه تر ډېره په واک کې پرچمي چارواکو رامنځته کړې وه او په دویم ګام کې ځينو افراطي اخوانيانو.

ويل کېږي چې د پاکستان د جماعت اسلامي ګوند د هغه مهال مشر او مسلمان مفکر ابوالاعلی مودودي اخوانيانو ته ويلي و چې زموږ له (سوشلېسټ) بوټو نه ستاسو محمد داود ډېر ښه دی؛ خو اخوانيانو د محمد داود او د خپلو افغان کمونستانو پر وړاندې د هغه ډول زغم او صبر نه کار وانه خيست، لکه پاکستاني اخوانيانو يا لکه د عربي نړۍ اخوانيانو چې د خپلو سوشلېستو (کمونېستو) حکومتونو پر وړاندې اخيستی و.

[1]کاکړ، پوهاند محمد حسن، د سرطان کودتا. ۸۳ مخ.

[2]حکمتيار، اسلامي نهضت، ۲۲۷ مخ.

[3]پکتين، دوکتور راز محمد. افغانستان له دوهمې نړيوالې جګړې وروسته، ۵۷ مخ.

[4]ژمن.نټ. له احمد شاه احمدزي سره د اسلامي نهضت په اړه مرکه. ۲۱/۰۹/۲۰۱۴.

[5]اندېشمند، سالهای جهاد و مقاومت.۱۵ مخ. له الوطن العربی سره د مسعود له مرکې نه نقل قول.

[6]کاکړ، پوهاند محمد حسن، د افغان شوروي جګړه. ۱۹۶ مخ.

[7]اسلامي نهضت. ۲۲۸ مخ.

[8]اندېشمند. مخکينی اثر. ۱۶ مخ.

[9]کاکړ. د سرطان کودتا. ۸۴ مخ. د دريځ په حواله. ۵۹۱ مخ.

[10]غوث، عبدالصمد. سقوط افغانستان. ۲۴۹ مخ.

[11]غوث، مخکينی اثر. ۲۴۷ مخ.

ځواب پرېږدئ

ستاسي ايميل به خپور نسي

error: Protected contents!