منډيګک
افغان تاريخ

مسکو ته د ولسمشر محمد داود سفر او دوه متضاد انځورونه

0 331

کومه پېښه چې يوازې يو عيني شاهد ولري او يوازې د همده لخوا ثبت شي؛ نو هر څه چې دغه لومړني شاهد ليکلي وي، هماغه د خلکو لپاره سرچينه وګرځي، اوس دا په دغه يوازيني شاهد پورې اړه لري چې ده دغه پېښه څومره سمه ثبت او ليکلې ده. که چېرته پېښه دوه يا له دې هم زيات شاهدان ولري؛ نو شايد چې دواړه (يا ټول) شاهدان همدا يوه پېښه په جلا جلا ډول انځور کړي. دا چې د کوم يوه ثبت شوې پېښه دې سمه وي، بيا هم قضاوت کول ګران دي.

همداسې يوه پېښه د ولسمشر محمد داود د ولسمشرۍ پر مهال هم شوې ده. په ۱۹۷۷ ز کال کې محمد داود مسکو (روسيې) ته سفر کړی او پېښه عبدالصمد غوث، چې د باندنيو چارو د وزارت لوړ پوړی چارواکی وه، په خپل کتاب (د افغانستان سقوط[1]) کې ثبت کړې ده. دغه کتاب په ۱۹۸۸-۸۹ ز کال کې په انګرېزۍ ليکل شوی دی. پښتو ژباړه يې ډاکټر شېر زمان طايزي کړې چې له پښتو نه فارسي ته محمد يونس طغيان ساکايي ژباړلی دی. ما سره يې همدغه د ساکايي ژباړل شوی کتاب دی چې په ۱۳۸۸ هـ کال کې دانش خپرندويې ټولنې خپور کړی دی.

د سفر جريان (د محمد داود او بريژنېف تر منځ خبرېد اپرېل ۱۴مه) صمد غوث داسې ثبت کړي دي… د ملاقات په اوږدو کې بريژنېف نېغ محمد داود خان ته وکتل او خبرې يې وکړې، ګاوريلوف چې ترجمان وه په دې خبرو ډېر ناارامه شو؛ خو له لږ ځنډ وروسته يې دغه خبرې ترجمه کړې. بريژنېف شکايت وکړ چې… په افغانستان کې د ملګرو ملتونو په پروژو کې د ناټو د غړو هېوادونو متخصصين ډېر شوي دي. په تېر کې د افغانستان حکومتونو دغو متخصصينو ته، په ځانګړي ډول د افغانستان شمال ته دعوت نه ورکوه؛ خو اوس پرې عمل نه کيږي، هغه وويل چې شوروي اتحاد دغه کار ته په بد نظر ګوري او د افغانستان له حکومت نه غوښتنه کوي چې ځان د هغوی له ولکې نه خلاص کړي، هغوی له جاسوسانو پرته بل څوک نه دي او د امپرياليستي اهدافو له پاره کار کوي.( سقوط افغانستان، ۲۳۸مخ).

د داودخان دکابینې وزیران:
۱-محمد داود خان (ددولت رئیس اوصدر اعظم چې د دفاع او بهرنیو چارو وزارتونه هم مخ ته وړي .
۲-ډاکترر محمد حسن شرق (معاون صدارت )
۳-ډاکتر عبدالمجید (د عدلیې وزیر )
۴-سید عبدالاله (د مالیې وزیر )
۵ – فیض محمد ( داخله وزیر)
۶-دوکتور نعمت الله پژواک (د معارف وزیر)
۷-پاچا گل (د اقوام اوقبایلو وزیر)
۸-ډاکتر عبدالقیوم (دمعادن او صنایع وزیر )
۹-غوث الدین (د فواید عامې وزیر )
۱۰-انجنیر عبدالحمید ( دمخابراتو وزیر )
۱۱-پوهاند دوکتور نظر محمد سکندر (دروغتیا وزیر )
۱۱-پوهاند ډاکتر عبدالرحیم نوین (د اطلاعاتواو فرهنگ وزیر )
۱۳-غلام جیلانی باختری (دزراعت وزیر )

غوث ليکي هغه څه چې محمد داود(د بريژنېف د خبرو په ځواب کې) وويل اوس مې هم په بشپړ ډول ياد دي، هغه وويل: موږ به هېڅکله هم تاسو ته د دې اجازه درنکړو چې موږ ته حکم وکړئ، چې څه ډول خپل هېواد اداره کړو، څوک په افغانستان کې استخدام کړو، څنګه او چېرته متخصصين وټاکو، دا هر څه يوازې د افغانستان دولت پورې اړه لري، که اړتيا وليدل شي افغانستان به غريب پاتې شي؛خو په خپلو پرېکړو کې به ازاد وي.

پر افغانستان د روسيې يرغل:

پر افغانستان د روسيې يرغل ډاکومنټري: ۱برخه۴۰ کاله پخوا د ۱۹۷۹ کال ډسمبر پر ۲۷ مه، شوروي اتحاد چي د هغه مهال لوی ځواک و، د مخکيني ۱۹۷۸ کال افغان شوروي دوستۍ تړون ساتلو په پلمه پر افغانستان يرغل وکړ. ورپسې افغانستان کي د شوروي جګړه څه د پاسه نهه کاله وغځېده چي اټکل يو ميليون ملکي افغانان پکښي ووژل شول او پنځه ميليون له خپلو کورونو ګاونډيو هېوادونو ته تېښتي او کډوالۍ ته اړ شول.📝 ويډيو ترتيب: ◀️د نورو ورته تاريخي ويډيوګانو د پاره زموږ يوټيوب پاڼه خوښه او شريکه کړئ:https://bit.ly/33Ba4Fl ✅

Geplaatst door Mundigak Historical videos op Woensdag 2 oktober 2019

داود له دې خبرو وروسته په ناڅاپي ډول پاڅېده، ټول افغانان هم ورسره پاڅېدل او د سر په اشاره يې خدای پاماني وکړه او د لوی هال د دروازې په خوا روان شو. بريژنېف، پودګورني، کاسيګين او ترجمان په داود پسې روان شول. زه (صمد غوث) او وحيد عبدالله ولسمشر ته نږدې وو، وحيد عبدالله د داود خان په غوږ کې وويل چې ديپلوماتيکو نزاکتونو ته په کتو بايد د روسانو نه اجازه واخيستل شي، کنه نو د روسيې سفر به په بشپړ ډول ناکام وي. دا خبرې يې څو ځل تکرار کړې. محمد داود وګرځېد… د بريژنېف لړزانده لاسونه يې ونيول، بريژنېف په تبسم سره وويل چې ما ته ويل شوي دي چې تاسو(داود) غواړئ زما(بريژنېف) سره يوه خصوصي ليدنه وکړئ، زه ستاسو په خدمت کې يم… سردار محمد داود خان په لوړ غږ وويل، غواړم تاسو ته ووايم چې نور داسې ملاقاتونو ته اړتيا نشته او له دې سره يې د پودګورني او کاسيګين سره خدای پاماني وکړه او ووت.(سقوط افغانستان، ۲۳۹مخ).

دا مسکو ته د محمد داود د سفر مهمه برخه وه چې عبدالصمد غوث په خپل کتاب کې ليکلې ده او د صديق فرهنګ، ابراهيم عطايي په شمول ډېرو افغان ليکوالو ترې اخيستنه کړې او مأخذ يې ګرځولی دی. په عامو افغانانو کې هم د محمد داود دغه سفر او د خبرو تبادله ډېره مشهوره شوې او دې کار ورته په خلکو کې ډېر محبوبيت ورکړی دی.

هغه مهال محمد داود کوښښ کوي، چې ځان د روسيې له بشپړې تکيې نه راوباسي او خپله خپلواکي ورته وښايي، له دې سفر وړاندې يې ځينې عربي او غرب ته نږدې اسلامي هېوادونو ته هم سفرونه کړي وو تر څو ښې اړيکې ورسره ولري. د پاکستان، سربېره مصر، سعودي، ايران او نورو غرب ته نږدې هېوادونو ته سفرونه کوي، تر څو په دې ډول يو توازن رامنځته کړي. غرب ته نږدې کېدو به طبعاً شوروي اتحاد، که ډېر نه وي نو لږ به يې محمد داود ته په قهر کړی وي؛ خو دا چې له دې سفر وروسته، ځينو ليکوالو د افغانستان او شوروي اتحاد د اړيکو خرابوالی له حده ډېر ښودلی، لامل يې د صمد غوث ذکر شوی کتاب دی.

ابراهيم عطايي ليکي: د داود خان دې ملاقات ډېر ترخه عواقب درلودل، شوروي اتحاد چې د داود خان د چپه کولو کوم پلان درلود، هغه يې سم دستي تر لاس لاندې ونيوه، دا ټکر شوروي په دې قانع کړ چې داود نور د شوروي په کړۍ کې ځان نه مقيدوي (د افغانستان پر معاصر تاريخ يوه لنډه کتنه، ۲۹۳مخ).

صديق فرهنګ هم په خپل کتاب کې د صمد غوث له کتابه د سفر جريان ليکلی دی او ليکي: چې دې عمل په شوروي اتحاد کې د يوه ديکتاتور واکمن په موجوديت کې د افغانستان لپاره ډېر ناوړه عواقب درلودل. فرهنګ خو لا دا هم ليکلي چې دا (قهر او غصه) د محمد داود خوی او خصلت وه چې په شاهي مجلسونو کې هم ترې څرګندېده او اوس ترې په نړيواله کچه هم څرګنده شوه.

د محمد داود د سفر جريان صمد غوث په خپل کتاب (۱۹۸۸ز) کال کې ليکلی او ثبت کړی دی. له صمد غوث وروسته نږدې دوه لسيزې همدغه نظر او انځور شوي حالات په کتابونو کې چاپېدل او خلکو هم د صمد غوث نظر تائيدوه.

خو عبدالجليل جميلي چې دی هم د همدغه رسمي سفر رسمي غړی او د دغو حالاتو او خبرو په اوږدو کې موجود وه او عيني شاهد پاتې شوی، د محمد داود او بريژنېف تر منځ ټکر! او خبرې اترې يې د صمد غوث د خبرو بلکل برعکس ليکلي دي.

عبدالجليل جميلي که ژوندی وي؛ نو شايد نږدې ۹۰ کلن به وي. هغه په خپله يوه ليکنه: (مرحوم محمد داود خان اولين رئيس جمهور افغانستان و جريان مکمل و واقعی سفر رسمی ۱۹۷۷ ايشان به مسکو) کې د محمد داود او بريژنېف تر منځ د خبرو اترو حالات بل ډول انځور کړي دي. ليکنه يې په افغان جرمن انلاين کې خپره شوې او مؤرخ حسن کاکړ به شايد يوازينی څوک وي چې په خپل کتاب کې يې ترې يادونه کړې ده. دا چې جميلي دا ليکنه کله کړې، په ليکنه يې نېټه نه ده ليکل شوې؛ خو مؤرخ کاکړ د جميلي د ليکنې د ليکلو تاريخ (۲۰۰۶ ز) کال ښيي.

عبدالجليل جميلي د بريژنېف خبرې راخيستي او څنګه چې صمد غوث د ناټو يادونه کوي، جميلي د ناټو ذکر نه کوي، يوازې د بريژنېف د (دشمنان ما) خبره يې ليکلې… د بريژنېف د خبرو په پای کې ليکي چې د افغانستان حکومت بايد دغه ټول اشخاص له افغانستان نه وباسي… نور څه چې صمد غوث ليکلي جميلي هم هماغه ډول د بريژنېف خبرې رانقل کړي دي او دومره توپير په کې نشته.

جميلي ليکي چې دغه خبرې ترجمان (ګاوريلوف) غلطې ترجمه کړې او ما د وزارت معاون (وحيد عبدالله) ته چې يو نفر اخوا رانه ناست وه وويل، چې ترجمه درسته نه ده، په دې سره ولسمشر داود خان په قهرجنه لهجه وويل چې (چه ګپ است؟) عرض مې وکړ چې همدا وروستی مطلب چې ترجمان ترجمه کړ، درست يې نه دی ترجمه کړی. جميلي ليکي چې بريژنېف په جدي ډول پوښتنه وکړه چې (څه خبره ده؟). ژر مې هغه ته مخ ورواړه وه او ورته مې وويل چې هغه څه چې تاسو (بريژنېف) وويل، ترجمان په درست ډول نه دي ترجمه کړي او په بل ډول يې موږ ته ترجمه کړل چې ستاسو په نظر به هم درسته ترجمه نه وي.

بريژنېف په جدي ډول ترجمان ته وويل چې خبرې مې مه تحريفوه او هغه څه چې مې وويل هماغه ووايه. جميلي ليکي چې بريژنېف ۴۵ دقيقې خبرې وکړې او بيا يې ولسمشر داود خان ته وخت ورکړ. جميلي ليکي چې محمد داود د بريژنېف د خبرو په ځواب کې داسې وويل:

تاسو ښه پوهېږئ چې افغانستان د انکشاف په لور روان هېواد دی او موږ د خپلو اقتصادي مشکلاتو د حل په موخه د نړۍ د ټولو ملګرو هېوادونو مرستو ته اړتيا لرو…موږ د شوروي اتحاد د مرستو نه مننه کوو، موږ هيله لرو چې ملګري مو د اقتصادي مرستو سربېره د خپلو متخصصينو په لېږلو سره موږ سره مرسته وکړي؛ خو که د دغو مرستو او د متخصصينو د لېږلو هدف زموږ په کورنيو چارو کې مداخله وګڼل شي؛ نو موږ به ټول له هېواد (افغانستان) نه بهر کړو، حتی که د جرمني، فرانسې، شوروي اتحاد، امريکا، بلغاريې يا د کوم بل هېواد وي…محمد داود بيا خپلې خبرې تکرار کړې او د ذکر شويو هېوادونو نومونه يې واخيستل او ويې ويل: افغانستان يو غريب هېواد دی، ولې يو مستقل او ازاد هېواد دی او هيچا ته به اجازه ورنکړي چې د مرستو په نوم زموږ په داخلي چارو کې مداخله وکړي، د افغانستان د سرنوشت ټاکل د افغان ولس پورې اړه لري او يوازې د افغانستان خلک حق لري چې په اړه يې تصميم ونيسي.

صمد غوث هم د همدې ځای پورې خبرې رانقل کړي؛ خو ليکي چې محمد داود له دې خبرو وروسته په ناڅاپي ډول له خپلې چوکۍ پورته شو، افغانان هم ورسره پورته شول او د سر په اشاره يې خدای پاماني وکړه…

د صمد غوث خبرې مې پورته رانقل کړي دي؛ خو جميلي بيا وايي چې نه، داسې نه دي پېښ شوي.

جميلي زياتوي، صدراعظم کاسيګين چې ډېر دراک او تکړه سياستوال وه، حالاتو ته په کتو يې د ولسمشر محمد داود نه د موضوع نه بېخي خارج پوښتنه وکړه او د منځني ختيځ، پاکستان، ايران او د سيمې د حالاتو په اړه يې ترې نظر وغوښت او محمد داود په ډېر ښه ډول ورته ځواب ورکړ چې خبرې يې حيرانوونکې وې.

جميلي ليکي چې له دې خبرو (د کاسيګين د پوښتنې له ځوابولو) نه وروسته د مجلس پای ته رسېدل اعلان شول او دواړه هيئتونه له خپلو چوکيو پورته شول.

د افغانستان ولسمشر د خپل قطار نه د تالار خروجي دروازې ته راغی او يوازې د بريژنېف، پودګورني، کاسيګين او ګروميکو سره يې په لاس ورکولو باندې خدای پاماني وکړه.

جميلي ليکي:

ښاغلی لوستونکيه! د ښاغلي عبدالصمد غوث په کتاب کې چې کومې سهوې او انحرافات شوي د هغو د روښانه کولو په اړه بايد دومره ووايم چې: مرحوم محمد داود هېڅ بې ادبه حرکت نه دی کړی، حتی له خپلې چوکۍ يې هم حرکت نه دی کړی او نه يې خبره دې حد ته ورسوله چې مرحوم سيد وحيد عبدالله ته فرصت ورکړي، چې هغه (محمد داود) ته اشاره وکړي چې د مذاکراتو له مېز نه پاڅېدل يې له نزاکته لرې کار دی او نه شوروي هيئت داسې کوم حرکت وکړ چې په مجلس کې مشکلات رامنځته کړي.

جميلي د خپلې ليکنې په پېل کې د هغه وخت د عيني شاهدانو نومونه اخلي، چې شايد اوس به هم ژوندي وي او ليکي دوی دې هغه کتاب (سقوط افغانستان) او دغه متن (خپله ليکنه ښيي) مطالعه کړي، که کوم نظر يا تصحيح ته اړتيا لري، بايد چې د ناوخته کېدو وړاندې يې ستاسو هېوادوالو مخ ته کېږدي.

مؤرخ حسن کاکړ ليکي: ما په تيليفون کې جميلي وپوښت جې صمد غوث چې د باندنيو چارو په وزارت کې د ده همکار وه، ولې په دغسې مهمې بين المللي موضوع کې هغه څه په ډراماتيک ډول ليکلي دي چې په اصل کې پېښ شوي نه دي. هغه دغومره وويل چې صمد غوث اوس کلک ناروغ دی او د ده خپله ليکنه پر واقعيت بنا ده او دی پرې ټينګ ولاړ دی. دلته د دغه ټکي يادول په کار دي چې د صمد غوث او عبدالجيل جميلي دغه ليکنې چې سره په څرګند ډول په تضاد کې دي، د دوی په قلم د دوی د خپلو ليدنو کتنو او مشاهدو محصول دي، نه د کومو رسمي څرګندونو او سندونو. (د سرطان کودتا،۱۱۹مخ)

صمد غوث او عبدالجليل جميلي دواړه هغه څوک دي چې د محمد داود او بريژنېف د خبرو په اوږدو کې موجود وو او دواړه د رسمي هيئت غړي هم وو؛ خو د دواړو د ليکنو تر منځ جوت توپير ليدل کيږي. ښکاري چې صمد غوث د جميلي د ليکنې د ليکلو پر مهال ژوندی وه، ځکه جميلي ليکي چې، موږ دواړه هېڅ سوء تفاهم نه لرو؛ خو د هغه ناروغتيا د دې لامل ده چې زه ورسره په مستقيم ډول اړيکه نه شم نيولای.

دا وه مسکو ته د محمد داود د سفر جريان چې دوه عيني شاهدانو په جلا ډول ثبت کړی دی او د دواړو تر منځ ښکاره تضاد ليدل کيږي.

تر دې وروستيو پورې د ثور د کودتا(۱۳۵۷) په اړه په زياتره کتابونو کې ليکل کېدل او هم په عامو خلکو کې همدا مشهوره وه، چې دغه کودتا د همدغه سفر پايله وه او ولسمشر محمد دواد په خپل سفر کې شوروي اتحاد، ځان ته په قهر کړ او بيا شورويانو د محمد داود د چپه کولو پلان جوړ کړ. مؤرخ حسن کاکړ ليکي:

د جميلي روايت د غوث له روايت نه په يوې مهمې موضوع کې دغسې اساسي توپير لري چې په هغه سره هغه تيوري بې مفهومه کيږي چې د وروستي (غوث) په روايت بنا شوې او عامه شوې ده، تيوري داده چې د محمد داود پر ضد د ثور کودتا د هغه لفظي ټکر نتيجه وه چې د کريملن په دغه غونډه کې د محمد داود او بريژنېف تر منځ پېښ شوی وه.

دا چې د صمد غوث يا هم د عبدالجليل جميلي وروسته به بل کوم عيني شاهد په دې اړه څه ليکلي وي، زه يې په اړه معلومات نه لرم. د جميلي د ليکنې نږدې درې کاله وروسته چې مؤرخ حسن کاکړ خپل کتاب (د سرطان کودتا) ليکه؛ نو د همدې دوه عيني شاهدانو له ليکنو يې ګټنه کړې وه. د شوروي خوا عيني شاهدان چې هلته موجود وه، داسې ښکاري چې هغوی دې هم د دغه سفر اړوند تر اوسه څه نه وي ليکلي، که څه يې ليکلي يا يې ويلي وای؛ نو شايد چې د کوم افغان ليکوال په کتاب کې يې ذکر شوی وای.

جميلي چې د صمد غوث خبرې رد کړي او خپل ليکل يې واقعيت ښودلی او ټينګ پرې ولاړ دی، د ده خبرې هم نشو رد کولای؛ خو صمد غوث چې هم عيني شاهد وه او څه يې چې ليکلي دي، ردول به يې ناانصافي وي. صمد غوث به شايد د جميلي له ليکنې وروسته د ناروغۍ يا هم د وفات له امله ځواب نه وي ورکړی. دا چې د کوم يوه نظر دې پوره صحيح وي، يوه بل عيني شاهد ته اړتيا ده چې د خپلو سترګو ليدل شوي حالات خلکو ته وړاندې کړي او څنګه چې جميلي ليکلي، د هغه مهال نور عيني شاهدان –که اوس ژوندي وي ـ بايد چې د ناوخته کېدو وړاندې هر څه روښانه کړي، تر څو موږ ته هم، د يوه د نظر تائيد والی او کره والی اسانه کړي.

 

[1]په انګريزۍ کې  The Fall of Afghanistan

 

ځواب پرېږدئ

ستاسي ايميل به خپور نسي

error: Protected contents!