منډيګک
افغان تاريخ

هغه ظلم چي نادر شاه د شاغاسیانو پر خاندان روا ګڼلی و د هغه ظلم څخه کم نه و چي د څرخي پر کورنۍ یې کړی و

لیکوال: کاندید اکاډمیسین محمد اعظم سیستانی ژباړن: حُسن بارک شاغاسی

1 387

د شاغاسي خیلو خاندان چي لویناب شېردل خان بارکزي او د هغه وروڼو ته منسوب دئ د امیر شېر علي خان او امان الله خان د سلطنتونو یوه قدرتمنده او دولت ته د با اعتباره کورنیو څخه وه او د دې دولتونو د استحکام په لار کښي یې د هیڅ ډول سرښندني او فداکارۍ څخه ډډه نه ده کړې.

لوی ناب شېردل خان شاغاسي چي د امير شېر علي خان د پاچايۍ په وخت کښي لوی چارواکی او سيمه ايز سردار و. هغه د امير امان الله خان مورنی نيکه دئ. په بله وينا هغه د امير حبيب الله خان خسر، د امير حبيب الله خان د ماينې، عليا حضرت سرور سلطانه بېگم پلار او د امير امان الله خان نيکه و.

د امان الله خان مور، علیاحضرت سراج الخواتین هم د همدې کورنۍ څخه وه، او د امیر شېر علي خان او اماني رژیم د دولت عمده ارکان هم همدغه خاندان تشکیلول. خو د اماني دولت د سقوط او د هیواد څخه د علیاحضرتي د وتلو سره سم د دې خاندان د اقبال ستوری هم ولوېد، او د دې خاندان رجال او نامداره شخصیتونه په ځانګړې توګه د نادر شاه او صدراعظم هاشم خان په دوره کښي، په بېلابیلو پلمو او تورنو زنداني، شکنجه، مصادره او د خپل مال او دارائي څخه محروم کړل سول.

افغان پوه، داکټر سید عبدالله کاظم خپل په یوه جالب تحقیق کښي وايي: نادرشاه د شاه امان الله او استعمار ضد عناصرو لکه: محمدولي خان دروازی او مهدی خان چنداولی او غلام نبي خان څرخی او وروڼو د اعدام، او د څرخي کورنۍ د ښځو او ماشومانو د زندان ته اچولو وروسته «د امان الله خان سره تړلي د یوې بلي ستري کورنۍ د نابودۍ په لټه کښي سو او دا کورنۍ د “شاغاسي خیلو” [شاغاسیانو] په نامه مشهوره وه چي ټول منسوبین یې د شاه غازي امان الله خان د مور علیاحضرت سراج الخواتین خپلوان او عزیزان وه.

شاغاسۍ انا (علیا حضرته)!
علیا حضرته سرور سلطانه، چي د سراج الخواتین، دلچسپه زړور باز او شاغاسۍ انا په نومونو هم یادول سوېده، د سراج الملت والدین امیر حبیب الله خان رسمي ملکه او د اعلیحضرت امیر امان الله خان مور وه. سرور سلطانه سراج الخواتین، لومړنۍ مېرمن وه چي د معاصر افغانستان په سیاسي ډګر کښي وځلېده. سرور سلطان بېګمي، وطنپرستي، آزادي خواهي او سیاسي تفکر له خپل پلار لویناب شاغاسي شېردل خان او نیکه شاغاسي میرداد خان بارکزي څخه په میراث راوړی و. او خپل زوی اعلیحضرت امیر امان الله خان ته یې په هماغه وطنپرستۍ، آزادي خواهۍ او لوړ سیاسي تفکر وده ورکړه او سلطنت ته یې ورساوه. د شاه امان الله خان د اوږد اوروپایي سفر پر مهال، علیا حضرت بېګمي د اماني سلطنت د ستنو په ټینګولو کښي تر ټولو ښه او ستر رول ولوباوه. دا دلچسپه زړور باز د خپل خاندان سره یوځای چي د شاغاسیانو په کورنۍ او خاندان باندي یادول کېږي او د (کندهار د معروف) اصلي اوسېدونکي دي او د یاسین خان بارکزي (عمر خانزي) اولاده ده؛ د اماني دورې له پیل څخه تر پایه پوري یعني د ماشومتوب څخه نېولې بیا د اماني سلطنت تر پایه پوري یې بې ساري خدمتګذارۍ او سرښندني کړي دي.

دې ستري کورنۍ په رښتینولي او صداقت او پرته له کومي خاصي هیلي د شاه امان الله د حمایت لپاره د افغانستان د ولایاتو په اداري چارو کښي خدمت کاوه او د شاه امان الله خان د سلطنت ساتلو ته یوه ستره تکیه ګڼل کېدله. خو نادر شاه د هغوی سره د څوجانبه دوستیو او خېښیو په درلودلو سربېره، د افغانستان د ننه یې د دې کورنۍ د پراخ نفوس څخه وېره درلوده او په عین حال کښي یې داسي یو دلیل په لاس کښي نه درلود چي هغوی دي د نورو په څېر په یوه پلمه محاکمه کړي، ځکه چي هغوی له پُخوا څخه تر اوسه د کوم جرم مرتکب سوي نه وه. ځکه نادرشاه د وطن څخه د هغوی د لیري کولو په موخه بله لاره په نظر کښي ونیوله، هغه هم د دې کورنۍ مؤثر اکثریت د “نفی البلد” یا بهر ته تبعید و. هغه د هند بریټانوي له حکومت څخه غوښتنه وکړه چي هغوی دي د کورنۍ او ماشومانو سره په هغه ځای کښي تر نظارت لاندي ونیسي.

د 1309 کال د انیس جریدې (مخ 9-11) لاندي متن د یوې اعلامیې په بڼه خپور کړ: لاندي اشخاص په نفی البلد محکوم سول، باید فوراً د افغانستان ځخه  ووځي او جایدادونه یې ضبط دي: 1ـ عبدالحبیب خان؛ 2 ـ عبدالغفورخان؛ 3 ـ احمدشاه خان؛ 4 ـ زبیرخان؛ 5 ـ امیرمحمدخان؛ 6 ـ محمد یعقوب خان پُخوانی وزیردربار؛ 7 ـ محمد سمیع خان پُخوانی قوماندان ؛ 8 ـ محمدطاهرخان پیش خدمت؛ 9 ـ محمد عمرخان؛ 10 ـ محمدامین خان د وروڼو او اکاګانو سره؛ 11 ـ عبدالعزیز خان پُخوانی وزیر حرب؛ 12 ـ عبدالحکیم خان پُخوا د جنوبي سمت حاکم اعالی؛ 13 ـ سکندرخان پُخوانی فراش باشي د زامنو نیک محمد، فیض محمد او صالح محمد سره؛ 14 ـ محمودخان پُخوانی یاور؛ 15 ـ محمد اسلم خان د جرنیل محمداکرم زوی؛ 16 ـ حفیظ الله د تاشکند جنرال قنسل؛ 17 ـ میرزا عبدالله د امیرمحمد کلاه دوز زوی؛ 18 ـ میرزا محمدهاشم کور.» (د عبدالشکور حکم د لیکل سوي “ازعیاری تا امارت” څخه نقل (مخ560)).

په دې لست کښي د شاملو اشخاصو له ډلي څخه چي جمعاً د هري کورنۍ 21 کسو لویانو ته رسېږي د (6 ،7 ،8 ،10 ،16 ،17 او 18 شمېرو د بیلابیلو کورنیو د اشخاصو پرته)، نور ټول د امان الله خان د مور علیاحضرت سراج الخواتین د اکاګانو د شاغاسی خیلو [شاغاسیان] د کورنۍ غړي وه. قرار پر دې و چي هغوی ټول د خپلو کورنیو سره چي مېرمني، ماشومان او نارینه او ښځینه ځوانان پکښي شامل وه او تعداد یې د 70 نفرو څخه ډېر و، د محمد نادرشاه په امر “نفی البلد” یا په بل عبارت برټانوي هند ته تبعید سي. د تبعید د مراحلو د اکمال او انګلیسانو د موافقت د ترلاسه کولو لپاره یې هغو لومړی له کابله لیري کړل او د جلال آباد په ښار کښي يې په یوه زړه کلا کښي چي د زندان په څېر وه، په موقته توګه مسکون کړل. انګلیسانو د ځینو دلایلو پربنیاد. [د دې خاندان د سرښندني، فداکارۍ او د پُخوا څخه په هیڅ یوه جرم د نه مرتکب کېدلو د پلمې نه درلودل. شاغاسی]

د دې کورنۍ د قبلولو څخه ډډه وکړه او حکومت د اوو میاشتو لپاره، هغوی د دوبي په ټکنده ګرمیو کښي په جلال آباد کښي نظربند وساتل چي د ګرمیو او د صحي مواظبت د نه شتون په پایله کښي د دې کورنۍ یو تعداد کوچني ماشومان، سپین سري ښځينه او سپين ږیزي نارینه په هماغه ځای کښي مړه سوه. د حکومت سره پرته له دې چي هغوی بېرته کابل ته راوګرځوي بله چاره نه وه او هر یو یې په داسي حال کښي په خپلو کورونو کښي نظربند وساتل چي ډېری جایدادونه یې لا پُخوا د دولت له خوا ضبط سوي وه. »

  (ډاکټر کاظم، د سردار یحییٰ خان د کورنئ لوېدلو او لوړېدلو ته یوه لنډه کتنه (79 برخه)).

باید وویل سي چي د دې کورنۍ په نامداره رجالو کښي، د شاغاسي محمد شاه خان زامن، لکه یاورمحمود خان، شاغاسي عبدالحبیب خان، احمد شاه خان رئیس او عبدالغفور خان او زامن یې او اکاګان، ماماګان، د هغوی زامن او ټول خپلوان یې چي د ځینو څخه به لاندي یادونه وسي، د اماني رژیم د سقوط څخه وروسته ډېر وکړول سول، ډېرو یې د زندان کړاوونه تېر کړل او د تهمت زهر په وچيشل سوه.

د شاغاسي محمد شاه خان یو لمسی، شاغاسي جیلاني خان چي یو پوه او کاردانه سړی و، د امریکا چاپ امید جریدې د مدیر سره په یوه مصاحبه کښي د نادرشاه او صدراعظم هاشم خان پر مهال د شاغاسی خیلو [شاغاسیانو] د خاندان د غم انګیزه سرګذشت څخه یادونه کړې وه چي زه یې د لوستلو څخه ډېر متأثر سوم.

د شاغاسي جیلاني خان په وینا، د سقاوي اغتشاش وروسته، عبدالحبیب خان بریټانوي هند او بیا ایټالیا ته د اعلیحضرت امان الله خان او سردار عنایت الله خان یو له همراهانو څخه و، او کله چي نادر د سقو د زوی څخه قدرت وینوی، هغه د شاه امان الله او د هغه د مور علیاحضرت او ملکې ثریا څخه اجازه واخیسته او وطن ته ستون سو. هیواد ته د رسیدلو سره سم، نادرخان د شاغاسیانو ټوله کورنۍ د وزير صاحب عبدالعزيزخان او دهغه ورورعبدالحکيم خان، او سکندرخان د خپلو زامنو نيک محمدخان فرقه مشر، صالح جان او غنډمشر فيض محمدخان او د هغه نور وروڼه لکه نايب محمد عمرخان، محمدعلم خان، سلطان عليخان او ورور یې نورعلی خان، ياور محمودخان او ورور یې عبدالففورخان (دشاغاسی جيلانی خان پلار)، احمدشاه خان، محمد زبيرخان، زخمي امير محمدخان شاغاسی، سرجن محمدخان او محمدامين خان د کابل څخه جلال آباد ته په سراج العماره باغ او نورو تعميراتو کښي تبعيد اوتقسيم سوه. له دې چي انګلیسانو هند ته د شاغاسیانو د خاندان د منلو څخه انکار وکړ، د شاغاسیخلو د کورنۍ 27 نفره د تبعید پر مهال د ژوند کولو د بدو شرایطو په ترڅ کښي فوت سوه. څه موده وروسته دولت هغوی بیرته کابل ته راوغوښتل او د شاغاسیانو د کورنۍ ټول نارینه وګړي یې زندان ته واستول. ښځي او ماشومان په ګذرګاه کښي د نائب سالار دوست محمدخان او جرنيل خواجه محمدخان په کور کښي مېشت سوه. ټول جایدادونه یې ضبط سوه. په ګذرګاه کښي د شاغاسي عبدالحبیب خان په کلا کښي د جنوبي سمت عساکر ځایپرځای سوي وه. کله چي شاغاسي عبدالحبیب خان په زندان کښي مړ سو، جنازه یې ګذرګاه ته راوړل سوه او دفن سوه. ( د امید اونیزه، د امریکا چاپ، 437 ګڼه، ظهور مشروطیت وقربانیان استبداد، د سید مسعود پوهنیار لیکنه، ج2، مخ127). جیلانی خان شاغاسی زیاتوي:

د عبدالحبیب خان د مړیني د واقعې څخه وروسته د شاغاسیانو د کورنۍ ټول محبوسين له بنده خلاص سول. د دوو وروڼو، شاغاسي عبدالحبیب او نائب عبدالغفور خان شاغاسی ضبط سوي جايدادونه، د هغې جملې څخه د کندهار موجوده عسکري چوڼۍ چي څلورسوه جریبه مځکه ده، او د کندهار شتر خانه او باغ آغا او کرنا په روزګان ولایت کښي، مشمول وه. د شاغاسي عبدالحبیب خان د مرګ وروسته، د هغه د ورثې د عرض او داد او نورلمشایخ مجددي سره د توسل په ترڅ کښي، دولت په ګذرګاه کښي د شاغاسي لو کلا، باغ او شل جریبه مځکه او د کابل د چهاردهي د موسهي او د لوګر د موسهي، د چهارآسیاب د عباس قلي او څه ناڅه په روګان ولایت کښي بېرته ورکړل سوه، خو د کندهار په شهرنو کښي د عسکري چوڼۍ او په ښار کښي د شترخانې مځکي او د کرنا او باغ آغا مځکي چي څو زره جریبه مځکه کېږي، تر اوسه پوري د دولت د تصرف لاندي پاتي دي. د یاور محمود خان جایدادونه چي زربیګی او خپله د ګذرګاه کلا او باغ چي د چهاردهي محلي حکومت پکښي مستقر دئ او د ستري محکمې مقر چي په دارالامان کښي واقع دئ او د پغمان مځکمي چي د دولت له خوا څخه ضبط سوې او تر اوسه د دولت په تصرف کښي دي. د دارائی او جایداد د ضبطولو څو وروځي وروسته، یاور محمود خان او ورور یې محمد زبیر خان بېرته زنداني سوه.

شاغاسي جیلاني خان ډېروي:

د عبدلخالق له خوا د نادرشاه د قتل سره سم، غنډمشر فیض محمدخان سکندر د ډاکټر نظرمحمدسکندر مشر ورور زنداني سو او همدار راز محمد اسحاق جان شېردل او امان جان شېردل د نجات د ښوونځي زده کوونکي د نادرشاه د قتل په تور زندان ته واچول سوه. په 1325 (1946) کال د 13 کلونو حبس وروسته د شاه محمود خان د صدارت پر مهال، هغوی د یاور محمود خان او محمدزبیرخان سره یوځای د بندیخانې او زندان څخه خلاص سوه.

(د امید اونیزه، د امریکا چاپ، 2000 کال، ګڼه 437).

کوم درس چي د دې تاریخي خاندان څخه اخیستل کېدلای سي دادئ چي د ظالم کور وجاړ دئ او هيڅ ظالم تر پایه پوري نه پاته کېږي. نادرخان هم د خپل ظلم پایله ولیدله او د ملي عناصرو او شاه امان الله د پلویانو د قلع وقمع کولو په اوج کښي د شاهي ارګ دننه د عبدالخالق په نوم د یوه هزاره ځوان په لاس ووژل سو خو له بده مرغه د مستبد د مرګ سربېره بیاهم د 13 نورو کلونو لپاره د نادرشاه  د ورور په لاس استبداد دوام درلود. ترهغه چي په 1325 کال د شاه محمود خان د روکارېدلو وروسته استبداد مخ پر کمېدو سو.

شاغاسي محمد سرور خان چي (سردار اعلی) او مشهور په (بابا) و، د شاغاسي عطاء الله خان زوی، د شاغاسي ميرداد خان بارکزي لمسی او د غازي امان الله خان د مور، ملکې سروري سلطاني شاغاسۍ د اکا زوی و.

تازه د شاغاسي حُسن مبارک له خوا څخه خبر سوم چي پر دې کورنۍ د نادرشاه د 1309 (1930) کلونو د استبداد وروسته د شاغاسیانو د خاندان مصادره سوي جایدادونه د 2022 کال په وروستیو میاشتو کښي د عمارت اسلامي د محکمې له خوا د هغوی ورثې ته بیرته مسترد سوي دي. [د دې مځکو د مستردیلو لپاره د جمهوریت له وخته هڅي رواني وې چي د جمهوریت د نړېدلو وروسته د 2022 کال په جریان کښي په مسترد سوي جایداونو کښي یوازي د زورګان د کرنا او تایباغ (باغ آغا) او د کندهار د ارغسان ځیني مځکي شاملي دي، د کندهار د شهر نو د عسکري چوڼۍ او مرکز شتر خانې، د کابل د پغمان او د لوګر د موسهي او د شاغاسیانو د خاندان ځيني نور جایدادونه لا تر اوسه د نادري استبداد راپه دې خوا د دولت تر تصرف لاندي دي. شاغاسی].

د شاغاسی خیلو (شاغاسیانو) د خاندان او د دې خاندان د غړو د سرښندونکی خدماتو په اړه، ما په خپل بل کتاب «سه مقالهٔ تاریخی دربارۀ سه خاندان تاریخئ قندهار» کښي مفصل معلومات ورکړي دي، مینه وال کولای سي چي هغه کتاب ته رجوع وکړي.

پای

لیکوال: کاندید اکاډمیسین محمد اعظم سیستانی 05/11/2022

ژباړن: حُسن بارک شاغاسی 06/11/2022

۱ نظر
  1. احمد فرهاد وايي

    واقعیت چه همداسی ده
    نادر خان د سردار عبدالرحمن ثانی چه د غني خان لمسی وه او د مشرقی زعیمانو سخه وه او د سردار رحیمداد خان اولاده وه وروسته د هغی د عبدالخالق هزاره ته لار ښونه وکړه چه جایداد یی د نادر خان په فرمان ضبت او دوی يي وزبین( سروبي ولسوالی) فراری شول
    مطلب د نادر خان اصلی قاتل عبدالرحمن ثانی وه چه په یوه سترگی وړوند وه .چه د انګلیس افغان دريمي جګړی کی لمړنی او محرم هیت د مذاکری وه

ځواب پرېږدئ

ستاسي ايميل به خپور نسي

error: Protected contents!