منډيګک
افغان تاريخ

په بلوچستان کښي د پښتو د ديني او ادبي تاريخ او ارتقا

پروفېسر مولانا عبدالخالق مندوخېل

0 575

د بلوچستان ايالت پښتون وطن د علم و دانش ځانګو بلل شوې ده، دلته د علم و ادب هغه ځلانده ستوري او قيمتي غمي پېدا شوي دي، چي د علم و ادب د تاريخ پر پاڼو ئې دوام داره نقوش ثبت کړي دي.

موږ غواړو چي په دې مضمون کښي د ديني علومو خصوصاً د علم فقه په ډګر کښي د دې سيمي د فقهاوو او علماوو د علمي و فقهي خدماتو جاج واخلو. د ديني علومو په ډګر کښي د دې سيمي د محققينو او مصنفينو د علمي کار تاريخ و ارتقا٫ ته کتنه وکړو او په ژور نظر وګورو چي د تاريخ په اوږدو کښي د دې وطن علمي و فقهي روايت څنګه راچلېدلی دی ؟ د پښتو د ديني ادب په ارتقا٫ کښي د دې سيمي برخه څومره ده ؟ دلته چا و چا په کومو کومو علومو او فنونو کښي په کومه کومه زمانه کښي کتابونه ليکلي دي ؟ د علم و تحقيق کار پر مخ څنګه تللی دی ؟ او په کومه کومه صدۍ کښي د تحقيق او تصنيف کار څومره تر سره شوی دی ؟ او څۀ اثرات ئې مرتب شوي دي؟ د علمائي اسلاف دغه علمي کار مطبوعه شوی دی، او که په مخطوطه صورت کښي پاته دی؟ د وخت ضرورت ګڼو چي د دغو ټولو علمي سوالاتو جواب ولټوو.

د دې تحقيقي کار اهميت و افاديت ډېر اړخيځ دی. يو دا چي د لرغوني ديني و فقهي اثارو او تصانيفو په باب منظم معلومات را يوځائ ته کړل شي، او لرغوني ديني او فقهي ورثه و پېژندل شي او له دې څخه د علمي استفادې لاري پرانستل شي.

بله دا چي د لرغوني اثارو او تصانيفو په متعارف کولو سره به زموږ ديني علمي ورثه دنيا والو ته څرګنده شي، د علم و ادب د مينه والو به د  دستار شمله په جګه او د سر سترګي به په سړې شي.

قديم دور (۲۰۰ هـ ۹۰۰ هـ )

په قديم دور کښي د بلوچستان ايالت په پښتني سيمه کښي د پښتو د ديني و فقهي ادب پېل کله شوی دی؟ او بيا مخ په وړاندي څنګه  تللی دی؟ په دې اړه د يو متعين نظم يا نثر ذکر په يوه متعين زمانه کښي نۀ موندل کېږي. ولي بيا هم د دې وطن د علم و ادب د تاريخ په قديم دور کښي د بېټ نيکه (حدود : ۳۵۰ هـ تا ۴۰۰ هـ) خرشبون نيکه (۴۰۰ هـ) شېخ تېمن نيکه (۵۵۰ هـ) او څۀ نورو مشاهيرو د علمي، ادبي او عرفاني شهرت تذکره مؤرخينو کړې ده. د کتب تاريخ له مطالعې دا هم ښکاري چي هغه محال ديني و فقهي ادب په نظم او نثر کښي موجود ؤ. خو له بد مرغۍ د دغه قديم دور علمي آثار د زمانې د بې رحمه انقلاباتو په څپو کښي زيان شوي او تباه شوي دي. دغه تاريخي حقيقت ته لوی استاد علامه حبيبي داسي اشاره کړې ده:

” د ځينو مؤرخانو له اشارو څخه ښکاري چي د اسلام په ابتدائي پېړيو کي هم په پښتو ځيني کتابونه کښل شوي وو او لکه خلکو چي په دې ژبه اشعار وئيل کتابونه ئې هم پکې کښل مګر تر ۶۰۰ هجري وروستو پر خراسان او پښتونخوا د مغولو هسې يو مدهش تاړاک راغی چي ډېر مدني آثار ئې له منځه يووړل نو ښايي چي په دغه تاړاک کي د پښتو کتب او آثار تباه شوي وي، نو ګويا اسلامي دورې لومړۍ پنځه پېړۍ هسي وختونه دي چي موږ د پښتو کوم منثور کتاب نه شو پکې موندلای.” (۱)

د اردو دائرۃ المعارف الا سلاميه مقاله نګار د پښتو د علمي آثارو د ړومبي دور په  هکله داسي ليکي:

“غرض کہ پہلے دور (۲۰۰ھ تا ۹۰۰ھ) کے پشتو ادب میں موضوع سخن کے لحاظ سے حمد و مناجات ، نعت و منقبت ، دینیات و اخلاقیات، تصوف و سلوک، حماست و سیاست، ۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔ ترجمے، تصنیفات، تالیفات، دیوان، تذکرے، تاریخ اور دینیات میں بھی کئی کئی کتابیں لکھی گئی تھی ۔۔۔۔۔ تاہم پہلے دور کا یہ طویل عرصہ بے انتہا سیاسی بے چینی ، بے اطمینانی اور کشمکش میں گزرا ہے۔ ایسے پر اشوب اور پر انقلاب زمانے میں خود قوم کو سکون و آرام میسر نہیں آیا ہوگا، نہ دلجمعی اور آسودگی خاطر انہیں نصیب ہوئی ہوگی۔” (۲)

لسمه صدۍ هجري/ (۱۵۲۲ع)

د بلوچستان په پښتني سيمه کښي د پښتو د ديني او فقهي ادب د تاريخ په لړ کښي په لسمه صدۍ هجري کښي د پښتو د ديني ادب پر اسمان ړومبي ستوري ملا بابړ خان او ملا دوست محمد خان کاکړ ځلېږي، مؤلف پټه خزانه محمد هوتک ليکي:

“په لسمه هجري /۱۵۲۲ ع  کښي د ژوب په علاقه کښي ملا بابړ خان او ملا دوست محمد کاکړ د  تصنيف خاوندان، ليکوالان او شاعران تېر شوي دي، دوئ د تذکره غرغشت په نامه يو منظوم کتاب ليکلی وو، چي د دين او اخلاق په مباحثو او مسائلو محيط ؤ. دغه کتاب به کچنيانو ته په ښونځيو کښي درسا وئيل کېدو او د پښتنو په ادبي محافلو کښي ئې زيات شهرت مندلی وو. (۳) ”

اولسمه او اتلسمه صدۍ عيسوي

د بلوچستان ايالت په پښتني سيمه کښي د ديني علومو مخ په وړاندي تګ يا ارتقا په ډګر کښي په اولسمه او اتلسمه پېړۍ کښي د ميا عبدالحکيم نانا صاحب ، ملا پير محمد کاکړ، او ملا عبدالله مندوخېل (ايربزئي) نومونه او علمي کار په ځانګړي توګه د ذکر او اهميت وړ دي. د دې مشاهيرو علماؤ و تاريخي سابقې ته لنډه کتنه کوو.

(۱): ميا عبدالحکيم نانا صاحب عليه الرحمه (۱۶۷۹ تا ۱۷۴۰ ع)

ميا عبدالحکيم عليه الرحمه د موجوده ضلع پښين د خانوزۍ په کلي کښي په کال ۱۶۷۹ کښي زوکړی دی. نانا ئې احترامي لقب دی. دی د  خپل عصر لوئ عالم او عارف بالله ؤ. په ديني علومو کښي ئې لوئ لاس او په تصوف او طريقت کښي ئې دروند عرفاني شهرت درلود. د تاريخي رواياتو له مخي نانا صاحب عليه الرحمه چي کله د طريقت له مشائخو د خلافت خرقه تر لاسه کړه نو کندهار ته ولاړ، په دې غرض چي هلته د ديني علومو درس و تدريس وکړي. دغه زمانه (۱۱۲۱هـ /۱۷۰۹ع) په کندهار د حاجي ميروېس خان هوتک حکومت ؤ. بيا په کال ۱۱۴۲ هـ /۱۷۲۹ع کښي چي کله شاه حسېن د کندهار باچا شو. نو د نوموړي تعلقات له ميا عليه الرحمه سره خراب شول. او ميا عليه الرحمه ته ئې د کندهار نه د کډه کولو حکم صادر کړ. د شاهي حکم پر مهال نانا عليه الرحمه له خپلو بې شمېرو شاګردانو او مريدانو سره کندهار پرېښود. په کډه راووتلو او خپل پلارني کلي خانوزۍ ته راغلو. يو کال ئې دلته تېر کړو. بيا موضع چټيالي ته لاړ او هلته ئې سکونت اختيار کړ، او د خپل ژوند  روستي شپږ کلونه ئې هلته تېر کړو، او په ۱۱۵۳ هـ/ ۱۷۴۰ع کښي وفات شو. (عليه الرحمه والغفران)

دې ته به نظر کړو چي په دې سيمه کښي د ديني علومو پرمختګ کښي د نانا عليه الرحمه خدمات او برخه څومره ده؟

په علمي ډګر کښي د ميا عليه الرحمه د لاس ليک شپږ تصانيف تر موږه (يعني زموږ تر زمانې) رارسېدلي دي، چي درې پکښي چاپ شوي دي او درې مخطوطه پاتي دي. د تصانيفو نومونه ئې دا دي.

۱: مقامات توحيد

۲: حصن الايمان

۳: مجموعه رسائل

۴: رسائل حکميه

۵: تعليم السلوک

۶: ملفوظات ونصائح

مقامات التوحيد يو وار له کندهاره شائع شوی دی خو اوس دا کتاب عام نۀ موندل کېږي، حصن الايمان، حافظ خان محمد عليه الرحمه  له خپلي عالمانه دېباچي سره په ۱۹۵۲ع کښي شائع کړی دی دا د علم العقائد (کلام) پر مسائلو او مباحثو معنوي کتاب دی.

مجموعه رسائل نومي کتاب چي په مخطوطه صورت کښي وو هغه پروفېسر صاحب زاده حميد الله صاحب د “اکتسابات روحاني” په نوم په ۱۹۹۹ کښي له صاحب زاده کتب خانه پښين څخه شائع کړی دی.

د ملفوظات و نصائح نومي کتاب يوه قلمي نسخه د مولوي عبدالحئ مندوخېل عليه الرحمه (ږوب) په کتب خانه کښي خوندي ده. دا نسخه زموږ تر نظر تېره شوې ده په فارسي ژبه کښي ليکل شوې يو سل څلور پاڼي قلمي نسخه ده چي موضوعات و مضامين ئې فنا فی الله، تنزيه، فيوضات، حقيقت حضور حق، حقيقت نور محمديﷺ وغيره دي.

د نانا عليه الرحمه د ذکر شوو تصانيفو نه څرګنده ده چي دۀ  ته په ظاهري او باطني دواړو علومو کښي اوچته مرتبه حاصله وه. او دۀ د درس و تدريس، وعظ و نصيحت په ذريعه خپل علمي، روحاني، اخلاقي او اصلاحي فيوضات عام کړي وو. او د خپلو  تصانيفو په ذريعه سره ئې علمي او عرفاني خدمتو ته تر دې زمانې دوام بخښلی دی.

(۲): ملا پير محمد کاکړ (۱۱۲۰هـ تا۱۱۹۶ هـ/۱۷۰۸ تا ۱۷۸۱)

ملا پير محمد کاکړ د علم و فضل او پښتوادب هغه ځلانده ستوری دی، چي ټول قدرمن پښتانۀ د دۀ په علمي او ادبي کمالاتو وياړ کوي. ملا پير محمد کاکړ په کال (تخميناً ۱۱۲۰ هـ / ۱۷۸۱ ع) کښي د اوسنۍ ضلع قلعه سيف الله علاقه کاڼ مهترزۍ کښي زوکړی دی، دا د احمد شاه بابا د واکمنۍ زمانه وه، د ملا پير محمد کاکړ د علم او ادب شهرت نارې تر احمد شاهي درباره ورسېدې نو دغه علم پالونکي پاچا دی خپل شاهي دربار ته وبللی او د شاهي دربار علمي رکن ئې جوړ کړ، او د شهزاده سليمان د تربيت او روزني لپاره ئې اتاليق مقرر کړ.

لوئ استاد علامه حبيبي د دۀ په هکله داسي ليکي:

“ملا پير محمد کاکړ د خپل عصر لوئ عالم او مدرس وو چي د دۀ شاګردان لا تر ډېره پوري ژوندي وو. يو د دوئ د شاګردانو څخه ابراهيم کاکړ دی چي د دۀ دېوان ئې په ۱۲۰۳ هـ کښي نقل کړی دی. پير محمد د خپل عصر د لويو ادباو او شعراوو څخه دئ چي د کلام په سلاست، بلاغت او متانت کي ئي له ټولو څخه نوم وړی دئ. ………… د مضمون په لحاظ سره د دۀ شعر په اخلاقي، عشقي، تصوفي مدح او رثا او داسي نورو باندي ويشل کېږي او د پښتو علاوه ئي په عربي او فارسي کښي هم شعر وئيلی دی چي د ده پر لوی علم او حاوي ادب باندي دلالت کوي “(۴)

(۳): ملا عبدالله مندوخېل (ايربزئي) (۱۷۲۰ تا ۱۷۹۰ع)

په اتلسمه پېړۍ کښي د دې وطن په ممتاز علمي و ديني شخصياتو کښي يو دروند علمي و روحاني شخصيت د ملا عبدالله مندوخېل ؤ، چي د ملا رحمت زوئ او د قبيله ايربزئي روحاني پېشوا تېر شوی دی، د دې سيمي يو محقق عالم ملا خير الله عليه الرحمه په خپل لاس ليک قلمي کتاب کښي چي په کال ۱۸۶۷ کښي ئې تصنيف کړی دی، ملا عبدالله د يو لوئ عالم بزرګ شخصيت، او د ډېر علمي فضل کمال خاوند په صفاتو سره ستايلی او ياد کړی دی. (۵)

بلي خواته صاحب ديوان شاعر ملا عبدالمجيد صابر (متوفي ۱۹۸۵) هم په خپل ديوان کښي د ملا عبدالله د علمي او عرفاني عظمت تذکره کړې ده، دی وائي:

د ملا رحمت الله زوئ ؤ ملا عبدالله ګرانه

ښه عالم ؤ هم فقير ښه ئې ميړانه(۶)

دۀ د علم فقه پر مسائلو د جواهر الفقه په نوم کتاب تصنيف کړی دی، چي کم و بېش دوه نيم سوه کاله قديم قلمي نسخه ده، او د ملا عصمت الله اخوندزاده مندوخېل ايربزئي عليه الرحمه په کتب خانه کښي خوندي ده.

له دې قلمي نسخې دا څرګندېږي چي د بلوچستان ايالت په پښتني وطن کښي په ديني علومو کښي د تصنيف و تاليف روايت څومره قديم او مستحکم راچلېدلی دی!

نولسمه صدۍ (عيسوي)

د بلوچستان ايالت په پښتني وطن کښي د پښتو د ديني ادب د تاريخ او ارتقا په لړ کښي په نولسمه صدۍ کښي چي کومو علماوو او  فقهاوو علمي و تصنيفي خدمت کړی دی د هغو د علمي و تحقيقي کار تاريخي تذکره و تعارف مختصراً داسي دی:

۱: مولانا روح الله اخوندزاده ګانګلزئي (پښين) (۱۸۱۳ تا ۱۸۹۶)

دغه لوئ عالم او عارف بالله د ضلع پښين په خداداد زئي کلي کښي په کال (۱۸۱۳) کښي زوکړی دی. دی د تفسير، حديث، فقه، تصوف او نورو ديني علومو مُتَبَحِر عالم ؤ. په زرګونو شاګردانو او مريدانو ترېنه فېض اخستی دی، د ترويح الارواح په نوم ئې د متداول درسي تفسير جلالين شرح تاليف کړې ده. دغه تفسير ړومبی وار له بمبۍ (هند) څخه چاپ شوی دی او د پاکستان او افغانستان دواړو هېوادو علماوو زيات خوښ کړی دی.

(۲): ملا سيد تاج محمد (ږوب) ــــــ (حدود:۱۲۵۱ هـ / ۱۸۳۵ع)

د ضلع ږوب علاقه ګوسه ډبرۍ اوسېدونکی دغه عالم نسلاً سيد قريشی دی. د پښتو په ديني ادب کښي د دۀ لاس ليک ۱۸۰ کاله پخواني دغه لاندي درې تصانيف يکجا مجلد په قلمي صورت کښي موندل شوي دي.

(۱): معجزات

(۲): تفسير سورت الضحیٰ

(۳): سيرت حسن و حسين (منظوم)

دغه قلمي نسخې په ۱۲۵۱ هـ/ ۱۸۳۵ ع کښي ليکل شوي دي. او د حضرت مولانا عبدالحئ مندوخېل عليه الرحمه په کتابتون کښي خوندي دي.

له دې تصانيفو دا ثابته شوه چي د نولسمي پېړۍ په اول نيمي کښي هم د دې وطن  علماوو فقهاوو د تفسير، سيرت او تاريخ علوم د قلم پر څوکه راوړي دي. او د پښتو د ديني ادب پر مختګ لپاره ئې زيار کښلي دي.

(۳) ملا جان محمد کاکړ(ږوب) ـــــــــــــ (حدود ۱۲۵۸ هـ/ ۱۸۴۲ع)

په نولسمه صدۍ کښي د پښتو د ديني ادب د ترقي او پرمختګ په لړ کښي د ملا جان محمد کاکړ نوم د يادولو وړ دی، دغه نامتو عالم و شاعر د ږوب علاقه ګوسه کلي شمامزي اوسېدونکی ؤ او د خپل عصر لوئ عالم او اديب ؤ. علامه حبيبي د دۀ په هکله وائي:

“ملا جان محمد کاکړ د پښتو يو ډېر پوخ او خوږ ژبی شاعر ؤ د اشعارو له مطالعې څخه ئې څرګندېږي چي په فقه، تصوف، او نورو متداوله پوهنو کښي ئې لوئ لاس درلود. او په عربي او فارسي هم ډېر ښه پوهېدۀ.” (۷)

د دۀ هغه دېوان چي په ۱۲۱۵هـ/۱۸۰۰ع کښي ئې ليکلی دی د مولانا عبدالحئ مندوخېل عليه الرحمه په کتابتون کښي خوندي قلمي نسخې څخه پروفېسر عبدالکريم عامر لخوا په کال۲۰۱۰ کښي چاپ شوی دی.

د دۀ يو بل قلمي تصنيف د امالي په نوم هم شته چي قلمي نسخه ئې د حبيب الله رفيع په کتابتون کښي خوندي ده. د دغه کتاب موضوع او مباحث، ديني عقائد، سيرت النبيﷺ او د خلفا٫ راشدين سيرت دی.

دا رنګه ملا جان محمد کاکړ په ډېر علمي کمال او ادبي اسلوب نګارش سره ديني علوم لکه فقه، علم الکلام، تصوف و طريقت، تاريخ و سيرت او ادب و شاعرۍ تر  خپل عالمانه قلم لاندي راوستي دي. او په نولسمه صدۍ کښي ئي د ديني ادب پر مختګ لپاره  تاريخي هلي ځلي کړي دي.

(۴): مولانا سيد محمد يعقوب (پښين)(حدود:۱۲۹۴هـ / ۱۸۷۷ع)

د ضلع پښين د لاجور کلي اوسېدونکی دغه نامتو عالم چي په نولسمه پېړۍ کښي په دې وطن کښي د علوم اسلاميه او فنون حکميه متبحر عالم او فقيه تېر شوی دی، په بېلابېل علومو او فنونو کښي ئې دېرش کتابونه تصنيف کړي دي. يو کتاب ئې په پښتو ژبه د ضابطه ميراث په نوم هم ليکلی دی. چي قلمي نسخه ئې د مولانا سيد علاوالدين آغا الهامي په کتابتون کښي خوندي ده. دغه کتاب کښي ئې د علم المواريث (وراثت) اصول قواعد او احکام په دلا ئلو ښۀ واضح کړي دي.

(۵): مولانا عبدالرحيم (ږوب) (۱۳۰۹هـ / ۱۸۹۱ع)

د ضلع ږوب د اپوزۍ په کلي کښي اوسېدونکی دغه عالم او مصنف د پېښور له نواحي علاقې خليل شاهي څخه په ۱۸۹۱ کښي اپوزۍ ته راغلی ؤ او دلته ئې سکونت اختيار کړی ؤ. دۀ د شاه ولي الله عليه الرحمه تصنيف نورالعيون په پښتو ژبه د در مکنون په نوم په کال ۱۸۹۱ کښي ژباړلی دی. دا کتاب پر فتاویٰ احمد شاهي (مطبوعه ۱۳۲۲هـ / ۱۹۰۴) پر پاڼو باندي د حاشيه په  توګه چاپ شوی دی. او دغه فتاویٰ په در مکنون (پښتو) سره محشي شوې ده. د دې کتاب په پائ کښي دغه مصنف داسي ليکي:

“په در مکنون مي مسمٰی کړ ……. په ورځ د چارشمبې په اول تاريخ د رمضان ۱۳۰۹هـ په اپوزو د کاکړستان کي په پښتو ترجمه شو “(۸)

له دې پورته ذکر شوي توکي څرګندېږي چي د نولسمي پېړۍ د دې سيمي د پښتو په ديني ادب کښي تراجم  ( ژباړي ) هم شوي دي. د دې وطن د علم و قلم خاوندانو د پښتو د ديني ادب په لمن کښي د اهم ديني کتابو تراجم هم راغونډ کړي دي، او په دې سره ئې د پښتو د ديني ادب کور ودان کړی دی.            (نور بيا)

ماخذ او حوالې

۱: علامه عبدالحئ حبيبي، د پښتو ادبياتو تاريخ، دوهم ټوک، ص ۲۲۵

۲: اردو دائره المعارف الاسلاميه، م: پښتو، ص۲۷- ۶۲۸

۳: محمد هوتک، پټه خزانه، دارالتاليف رياست افغانستان، کابل، طبع

دوهم ۱۳۳۹هـ، ص:۸۹

۴: علامه حبيبي، پښتانۀ شعرا، دانش خپرندويه ټولنه، ټوک اول، ص: ۲۷۴

۵: قلمي نسخه، الاصول، ملا خير الله،

۶: ملا عبدالمجيد صابر، ديوان ملا عبدالمجيد، ص۱۳۸

۷: علامه حبيبي، پښتانۀ شعرا، درېيم ټوک، ص:۷۰۱

۸: فتاویٰ احمد شاهي، محشي به در مکنون ص:۱۷۹

ځواب پرېږدئ

ستاسي ايميل به خپور نسي

error: Protected contents!