منډيګک
افغان تاريخ

سدوزی کهول

0 973

سدوزي له آره سړبڼي پښتانه دي او دپوپلزيو د قبيلې يوه څانګه ګڼل کيږي ٠ ددغې قبيلې مورث اعلی يا ستر نېکه اسدالله خان و چې په ٩٦٥ لمريز کال زيږېدلی او په ١٠٢١ لمريز کال يې له دې نړۍ نه ستر ګې پټې کړي دي٠ نو موړی په عوامو کې په ملک سدو مشهور و اودده دنامه له کبله دغه قبيله په سدوزيو سره مشهوره شوه.

تاريخ حيات افغاني د سدوزيو د قبيلې په اړوند داسې کښلي دي:

” سدوزي د پوپلزيو يوه څانګه ده، سدوزيان تر ډېره وخته پورې نه يوازې دپو پلزيو د قبيلې، بلکې د درانيود ټولې قبېلې خانان او مشران شمېرل کېدل او جوته ده چې سدوزيان د دراني قبيلو په ټولو څانګو کې دځانګړي درناوي نه برخمنه قبيله ګڼله کېدله، داځکه چې د افغانستان بنسټ ايښودونکی او واکمن لوی احمد شاه بابا عليه الرحمه د سدوزي د ټبر نه و نو ځکه سدوزيان يوه بېله قبيله ګڼله کيږي، خو په اصل کې دغه قبيله د پوپلزيو د قبيلې يوه څانګه ده٠ “(١)

ملک سدو يو ډېر پوه او هو ښيار سړی و چې د خپل قوم لپاره يې ډېر خد متو نه وکړل او په پای کې د خپل عمر په ٧٥ کلنۍ کې يې ددې فاني نړۍ نه ستر ګې پټې کړې ٠ دملک سدو نه پنځه زامن پا تې شول چې خواجه خضر خان، مودود خان، زعفران خان، کامران خان او بهادرخان نو ميدل،چې بيا خواجه خضر خان د ولس او خپلې قبيلې دخلکوپه خو ښه په مشرتا به وټا کل شو او شل کاله يې دخپل قوم خد مت وکړ ٠ خو اجه خضر خان دوه زامن درلودل چې يو يې خداداد سلطان او دويم يې شير خان نو مېدل (٢)٠ تر پلار ورو سته خداداد سلطان دقبيلې مشر شو چې يو با تدبيره او ځيرک انسان و او دقبيلې ټو لې شخړې او لانجې يې دجر ګو له لارې اوارولې٠ خداداد سلطان دغلجيانو او ابد اليانو تر مينځ پو لې د ورور ګلويزو اړېکوپر بنسټ و ټا کلې او بيا يې دقبيلې مشري خپل ورور شېر خان ته وسپارله٠

شېر خان د خپلې مشرۍ په وخت کې د ايران دبيګلر بيګي يا سياسي استازي سره په کند هار کې په مخا لفت لاس پورې کړ٠ ده هم د خپل عمر په ٦٥ کلنۍ کې له دې نړۍ نه ستر ګي پټې کړې٠ تر شير خان نه وروسته يې زوی سر مست خان د سدو زيوقبيلې مشر وټا کل شو او ديرش کاله ددغې قبيلې د مشر په تو ګه پا تې شو، چې بيا دهغه ځای نا ستی دهغه زوی دولت خان و، خو ددې له پاره چې نو مو ړی په عمر کو چنی و نو د قبيلې دمشر تابه چارې به دده اکا (تره )حيات سلطان پر مخ بيولې٠ وروسته دولت خان ا و دهغه زوی نظر محمد خان په کند هار کې دايران دبيګلر بيګي ګورګين د تو طيو له مخې ووژل شول٠ ددولت خان تر مړ ينې وروسته دده نه دوه نور زامن پا تې شول چې يو يې رستم خان او بل يې زما نخان ول ٠ کله چې رستم خان د خپل پلار تر وژل کيدو وروسته دسدو زيو دقبيلې مشر شو ، نو دی هم دظالم ګورګين له خوا ووژل شو٠ په دغه وخت کې د سدو زيو قبيله بې مشره پا تې شوه٠

احمد شاه درانی د سدو ( اسدالله خان) کړوسی دی؛ سدو خان د ۱۰۰۰ هجري قمري کال په شا و خوا کې د کندهار په سویل کې د ابدالي قوم مشرتوب په غاړه درلود او سدوزیان د همدغه سدو خان له نسب څخه دي. موږ هم له همدغه منل شوي دود سره سم هغه دولت چې بنسټ ېې احمد شاه دراني په ۱۷۴۷ ز کال کې اېـښـی دلته د سدوزي دولت په نامه یاد کړی دی.

 

په ١٠٢٩هجري کال کې د حيات سلطان زوی عبد الله خان او دهغه زوی اسد الله خان چې ملتان ته تللی ول له ملتا نه بېرته کند هار ته راغلل او عبد الله خان ددغې قبيلې مشري ې په غاړه واخيستله٠ عبد الله خان او زوی يې اسد الله خان بيا هرات ته ولاړل، خو د هرات ګورنر عباس قلي خان دواړه بند يان کړل٠ په دغه وخت کې دهرات قزلبا شانو د عباس قلي خان پر خلاف بغا وت وکړ او عباس قلي خان هم مجبور شو چې له هراته وتښتي٠ په دې وخت کې عبد الله خان او زوی يې ا سد الله خان چې د عبا س قلي خان په بند يخا نه کې بند يان ول د عبا س قلي خان دتيښتې سره سم له بنديخانې وتښتيدل او غرو نو ته وختل او په بغاوت يې لاس پورې کړ او بيا دهرات دنيولو لپاره دښار په لور وروخو ځيدل٠ له ښاره يو فر سخ ليرې د دسدو زيو او اير انيا نو تر منځ جګړه ونښته چې په نتيجه کې ايراني حاکم جعفر خان ونيول شو او سدوزيانو ښار کلابندکړ او په دې تو ګه دهرات ښار سدو زيو ته په لاس ورغی٠ ورو سته اسد الله خان سدوزی دفراه په جګړه کې د محمود له خوا ووژل شو٠

تر دې پېښو وروسته عبد الله خان سدوزی هم وفات شوا و بياد خلکو په اتفاق سره زمانخان د سدوزيو دقبيلي مشري پرغاړه واخيسته ا و دايرا ني پو ځو نو سره په مېړانه وجنګېد ٠ دده زوی ذوالفقار خان هم د ايرانيا نو سره ډېرې جګړې وکړې٠

تر هغه وو سته دسدو زيو په قبيله کې لوی احمد شاه بابا د ١٧٤٧ نه تر ١٧٧٣زيږ دېزه پورې دافغا نستان واکمن شو او يوه ستره امپر اتوري يې جوړه کړه چې په تاريخ کې ددرانيانو دامپر اتورۍ په نا مه سره مشهوره ده چې ددې امپر اتورۍ لمن په لو يدېز کې تر اصفهان او نيشا پوره ، په ختيز کې ترکشمېر،لاهور ،پنجاب او ډيلي پورې او په شمال کې تر مروې او بخا را پورې پراخه وه٠

پټه دې نه وي چې سدوزيان، درانيان او ابد اليان په مجمو ع کې سره تو پير نلري او ديو ټبر او يوه پلار او لاده ګڼل کيږي، خو يوازې دا چې سدوزي د پو پلزيود قبيلې يو ه څا نګه ده٠ لوی احمد شاه بابا په تا ريخ کېکله دسدوزي ، کله دابد الي او کله هم ددراني په نو مو نو او لقبو نو سره ياد شوی دی ٠ (٣)

نن ورځ د سدوزي د قبيلې پورې اړونده خلک په کند هار ، هرات ،فراه، هيلمند، زابل ،کابل، ايران، پېښور، پښتو نخوا،اټک ،کو يټه ،لاهور ، ملتان کر اچۍ دېره جا تو،کشمير ،هند او ډېرو بهر نيو هيو ادو نو کې استو ګنه لري٠

د ابداليانو شجره

ماخذونه او منابع:

(١) تاريخ حيات افغا ني، دويم چاپ ١٤٢ نه تر ١٥٢ پورې مخو نه، پېښور، دانش٠خپرندویه ټولنه.

(٢)پښتانه دتاريخ په رڼا کې ، ١٢٧٨- ١٢٧٩ مخو نه٠

(٣)پښتني قبيلې،١٦٢،١٦٣،١٦٤ مخونه، دويم چاپ، پېښور، دانش خپرندویه ټولنه.

د کشميري سدوزيو [سدهن] د پښې د نواب او ور نيکه نواب جسي خان شجره، ۱۷۹۹ع…. د کشمير سدوزو شجرو مطابق د نواب جسي خان يو زوى پنجم خان سوات کې ميشته شوى وو کله چې دوي د نواب جسيم خان د هډوکو او دده د اولاده سائينسي تجزيه وکړه نو پر سوات سيدو شريف کې هم ده نواب جسي خان اولاد ټريس شو.
د سدوزي ټبر د ملتان وروستی پښتون واکمن نواب مظفرخان سدوزی، نوموړی له ۱۷۷۹-۱۸۱۸ع
ځواب پرېږدئ

ستاسي ايميل به خپور نسي

error: Protected contents!