منډيګک
افغان تاريخ

د پښتنو تاريخي ښار بست

سيد خېر محمد عارف

د بست کلا، دروازه، په شلمه پېړۍ کي... هلمند عکاس: سرچينه:
0 578

د ځوانۍ په اول پړاؤ کښي چي به کله د بوري په کليو کښي له بازاره د مېلمستيا په ست ووتو نو خصوصاً د ژمي په شپو کښي به هلته اکثره د چيغکي مېله وه او هسي هم هغه وخت په بوري کښي د لاندي مېلمستيا او د ځوانانو يو ځائ کېدل او د باهمي اتفاق او ميني د دغه کلتور په باره يو مثال ؤ چي ژمی د مړو پسرلی دی. د هم دغه پسرلي په مناسبت ؤ چي په ژمي کښي به کله د يوه کلي او بل کلي تر ميان د (ډاپو) مقابله وه او کله به د موخي (د ليندې او غشي) مقابله وه. په ورځ به دغه مېله وه او ماښام به د دغه دواړو کلي پاستکي يو ځائ په هم هغه کلي مېلمانه وو چرته چي به د مقابلې انعقاد شوی ؤ. تقريباً په دغه ګړده سيمه کښي به د لوبو او مېلمستيا دغه سلسله جاري وه. ځکه به ئې وئيل چي ژمی د مړو پسرلی دی او چي به د کليو تر مابېن دغه مقابلې سرته ورسېدې، نو بيا به په کلي کښي کله په يوه او کله په بل مېلمستون کښي په څۀ بېل انداز  و دغه ناستو ته ورته به نوري د سات تېري چاري تر سره کېدې. دلته به د کلي يوه پلستي چيغکه يا نکلچي راوستلی ؤ. نورو ته به ئې د راتګ ست کړی ؤ. دلته به لږ مېلمانۀ وو او د نور کلي پلستکي به په خپل کور کښي له مړۍ خوړلو وروسته هم دغه مېلمستون ته راغلو او ټولو به د چيغکي سره د چيغکباڼي له خُلې غاړي اورېدې. په غاړو کښي به هم دوه ډوله غاړي په خصوصيت سره د ځوانانو په خوښه اورېدل کېدې. يو د ځوانۍ غاړي او بل د مړو غاړي. کله کله به د فرمائش پر غاړه په کوټه کښي دننه د توپنچې ټکان هم اوشو او پر غاړو به و چيغکباڼو ته پيسې هم ورلوېدې. په مابېن کښي به د چايو وقفه وه بيا به بېرته چيغکباڼي غاړي کولې او کله به ئې د غاړو پر څنګ په محفل کښي د خوند پېدا کولو د پاره د اتڼ له کسرونو سره نعرې هم اورولې.

بست دروازه

له دې علاوه به کله کله چا مجلس ته مشهور نکلچي راغوښتی ؤ. هغه به خپل شپانه وټاکی او نکلچي په ډېر خوندور اواز کښي نکلونه کول. شپانه به آ ښۀ، آ ښۀ ورته کول. چي کله به نکلچي دې ځائ ته راورسېدی چي هغې يا هغه ناره پر اوکړه نو شپانه ورته وئيل څه بې وئيلي وي، نکلچي به خپل ترنم کښي هغه ناره پورته کړه، ورسره پر څنګ دوو يا درو ملګرو هغه ناره په ګډ اوازونو کښي واوروله او بيا به بيا نکل شروع شو. په دغه نکلونو کښي به کله د فتح خان بړېڅي نکل هم ؤ، ولي په دغه نارو کښي به زما چرت په دغه يوه ناره کښي ډېر بند ؤ چي وئيل به ئې:

 که دوې دي کلا بيس دروازې دوې

پر يوه فتح خان وزي پر دا بله ئې د مور سوي نعرې دي

د بست کلا، هلمند

هم دغه کلابست زما دپاره يو داسي توری ؤ چي کلابست به څنګه کلا وي. ډېر وروسته په دا ورسېدم چي کلا د قلعې په معنا او بست د يو ځائ نوم دی چي په نکل کښي هم دغه بست ته کلا بيس وئيل شوی دی. خو د وخت په تېرېدو سره  دا هم راته معلومه شوه چي دغه  بست د تاريخ په اوږدو کښي يو داسي مرکزي ښار پاته شوی چي د سهېلي پښتونخوا او د اوسني کندهار مرکز ؤ. نن دلته، د بست په باره کښي يو څو توري وړاندي کوم چي له هغه سره سره د ځينو نورو سيمو نومونه هم په لږ و ډېر توپير سره خوندي شوي دي او ځيني ورسره نور ذکر شوي نومونه اوس هم لټون غواړي. او که چرته محققين ورباندي نوره څېړنه وکړي نو شايد څه نوي مباحث هم منځ ته راشي. خو زۀ به صرف دلته د بست په اړه په څو حوالو وړاندي کولو باندي اکتفا وکړم.

بست: د پښتنو هغه پخوانی ښار دی چي په تاريخونو کښي ئې ځائ په ځائ د برم ذکر راغلی دی او زما دپاره د دلچسپۍ وړ دی ځکه ضروري دی چي دا د کندهار تر ابادۍ له مخه اباد ؤ او زموږ د دغي سيمي مرکز ګڼل کېدو. سر اولف کېرو په “دي پټان” کښي ليکي چي؛ بست هغه وخت د هلمند او ګنداب (ارغنداؤ) د يو کېدو پر ځائ باندي ډېر لوئ ښار ؤ. خو نن سبا د زرنج غوندي بست هم په کنډوالو بدل شوی دی. له بست څخه پر (۲۵ ميله) باندي ( ګرشک ) ا‌باد کړل شوی دی.

سراولف کېرو  ورپسې ليکي چي په اسلامي دوره کښي چرته چي هم ځائي او مسلمانان مؤرخين د زرنج له مرکزي ښار څخه د مسلمانانو د برياليتوب او پر مخ تګ واقعات قلم ته سپاري، نو هغه چرته هم د کندهار تذکره نۀ کوي، بلکې د اراکوزيا د اراکوسيا سيمه چي د اوسني کندهار ځائ ئې نيولی دی او عربو ورته الرخج وئيل د پخواني دارالحکومت بست په شاوخوا کښي ؤ. بست هم هغه ښار دی چي په نهمه صدۍ عيسوي کښي د صفاريانو سکې په کښي جوړېدلې. تر ۱۱۵۰ عيسوي کاله پوري چي علاؤالدين غوري جهانسوز لابست نۀ ؤ تباه کړی تر هغه وخته پوري چا د کندهار نوم په نومو کښي هم نۀ دی اخستی. ګوا د لوئ کندهار دغه سيمي هغه وخت له بست سره تړلي وې.

هم دغه رنګه     اصطخري په “ المسالک والممالک” کښي بست روزان، سروان، صائقان، بغينن، درغش، تل، بشلنګ، پنجوائي، کوهک، غزنه، قصر سيوي، (سيوۍ) اسفنجائي (سنځاوۍ) او حابائي دسستان له ښارونو څخه يو ښار بولي او تر ټولو لوئ ښار زرنج ګڼي يعني هغه وخت دا سيمي د سيستان سره تړلي وې. خدائ بخښلی رشاد د محمد البشاري المقدسي د تاليف ” احسن التقاسيم” (۳۷۵ هـ) کال په حواله وائي؛ بست قصہ مرکزی آن سرزمین است، و شہر ہائے مربوط آن عبادت اند۔ از  (جالقان، صادقان زائقان) چي اوس د کندهار په ۱۰ ميلي کښي د زله خان په معنٰی موجود دی.

دا مؤرخ ليکي چي:

بست یکہزار و یکصد(۱۱۰۰) روستا دارد. ورپسې وائي؛ برخی این شہر رابہ سیستان منسوب دارند. ولی سہواست، حتیٰ کہ ابو زید بلخی (متوفي ۳۲۲ هـ ق)نوسیندہ.کتاب الاشکال تالیف (۳۰۹ هـ ق) غزنین و بست را جز سجستان قرار دادہ است برخی از مردم آن راکرہ واحدی بنام کابلستان می شمارند۔

هم دغه رنګه د پښتو يو څېړونکی ښاغلی عارف غروال 1 په خپله څېړنه کښي ليکي. بست ښار د لرغوني کندهار د واکمنۍ مرکز ؤ. تاريخ ښئي چي دا ښار تر اسلام وړاندي ودان شوی دی. هغه وخت د نوشېروان ساساني په لاس کښي ؤ.

د پښتو نومياتي محقق او مؤرخ خدائ بخښلی رشاد په ياداښتونو نومي کتاب کښي ليکي چي د هلمند د غاړي په سيمو او ښارونو کښي بغني (بغين) بغران زينداور سروان (کلا) بست خلج او بولان هغه سيمي يا ښارونه دي چي په زړو متنونو کښي ئې يادونه شوې ده. بست د پښتو کلابيس د ابن واضح يعقوبي (۸۸۸- ۹۵۸) په “البدان” (۵۶ مخ) کښي بست د سيستان له لويو ښارونو څخه ښوول شوی دی. رخج يا الرخج ئې هم د سيستان يوه ناحيه بللې ده او د رتبيلانو باچهي تر زرنجه پوري اوږده ښئي.

راورټي ليکي چي تر (۴۳ هـ) کاله پوري مسلمانان د هلمند تر غاړي بست او شا و خوا سيمو پوري رسېدلي وو. له دې څه معلومه ده چي هغه وخت  بست يو مرکزي او تاريخي ښار ؤ.

عبدالحی حبيبي په خپل فارسي اثر په “ افغانستان بعد از اسلام” کښي د دغه ښار په اړه ليکي:

په (۱۶۶ هـ ق) کال خراسانيان و عباسي والي منيب بن زهير ته پورته شول. د چا مرکز چي د کندهار سيمه وه. چي کله په دې پېښه باندي خليفه المهدي عباسي (۱۵۸- ۱۶۹ هـ ق) خبر شو نو سم دستي ئې د ملک خراسان حاکم فضل بن سلېمان طوسي وټاکی او ورسره ورسره ئې سيستان هم د دۀ تر فرمان لاندي کړ. فضل بن سلېمان طوسي بيا له خپلي خوا څه تيمم بن سعيد ته اختيار ورکړ او هغه ئې د سيستان لوئ حاکم  ودراوو. تيمم بن سعيد په (۱۶۹ هـ ق) کښي د صفر پر ۲۲ مه نېټه د سيستان مرکز زرنج ته ځان ورساوه، يو څه وخت چي تېر شو نو پر بست او رخد باندي ئې حمله وکړه. د جنګ په دوران کښي ئې د بست د واکمن رتبيل ورور ونيولو او د بندي په حېث ئې و عراق ته ولېږلو.

حبيبي مرحوم يو بل ځائ ليکي 1 د اسلام په دوره کښي لومړنۍ سل کاله (۱۰۰ هـ ق) د دې هېواد د جګړو او مقاومت دور ؤ. د اسلام مجاهدين او فاتحين په دغه مځکو کښي تل په جګړو بوخت وو. داسي ښکاري لکه د هرات د غربي خواو خلګ د سيستان بست زمينداور بادغيس پوشنج او هم د شمالي څنډو خلګ تر بلخ پوري په لومړۍ اسلامي پېړۍ کښي مسلمانان شوي دي. مګر د شرقي خوا يعني د سلېمان غرۀ او سپين غرۀ پښتانۀ د اباسين تر غاړي پوري وروسته مسلمانان شوي دي. پر مخ ليکي چي؛ د ابن واضح اليعقوبي په قول په (۸۰ هـ) کال عبدالرحمٰن بن محمد د حجاج له خوا د لسو زرو عربو سره پر سيستان راغلی او په ۸۳ هـ ئې رتبيل ته په بست کښي ماته ورکړه. بيا قتيبه په (۹۲هـ) د رتبيل سره په سيستان کښي مقابل شو.

د بست کلا، په شلمه پېړۍ کي…
هلمند
عکاس:
سرچينه:

بلي خوا ته د يعقوب بن لېث په حواله رشاد 2  مرحوم ليکي چي؛ يعقوب لېث له سيستان څخه بست ته راغلی، بست ئې فتح کړ، له هغه ځايه څخه ئې پنجوائي او تګين آباد ته مخه وکړه، له زنبيل سره ئې ډغره ووهله. په چل باندي ئې زنبيل قتل کړو، پنجوائي رخود، ئې قبضه کړ. ورپسې ئې غزني ته مخه وکړه. زابلستان ئې فتح کړو. تر دې وروسته ګرديز ته ولاړو. له ابوالمنصور افلج بن خاقان سره ئې جنګ وکړو. آخر له يوه کاله پس ئې په زر درهمه (۱۰۰۰) باندي د کال خراج روغه وکړه چي دا به دی د سيستان دربار ته ورکوي.

بلخ او باميان ئې په (۲۵۶ هـ ق) کال کښي ونيول. د بلخ نوښار ئې تيت و پرک کړو. بېرته و کابل ته راستون شو. کابل ئې فتح کړو. د کابل تر فتح کولو وروسته بست ته ولاړ، د بست له خلګو څه خوابدی ؤ. په دغه سوب ئې د بست پر خلګو درانۀ خراجونه کښېښو. وروسته سيستان ته پسې ولاړ.

د عربو مؤرخينو له ليکنو څه جوته ده چي کله عربو پر دې سيمه قبضه کوله غالباً په ۵۰ هـ کال کښي بست بېخي ودان ښار ؤ. دا هغه وخت ؤ چي له کابل څه نيولې د سيستان تر زرنجه پوري دلته د رتبيلانو باچهي وه.

د بست د ورانولو په هکله مؤرخين ليکي چي اول ځل په (۵۴۸ هـ ق) کښي علا ؤالدين جهانسوز کوم چي د غور اوسېدونکی ؤ. هغه بست څۀ ناڅۀ وران کړو. خو بيا هم داسي معلومېږي چي د صفويانو او ګورګانيانو تر منځ پر اوسني کندهار باندي د درب يرغلونه روان وو او د بست کلا په دفاعي لحاظ د اهميت وړ وه. ولي اکثره مؤرخين په دې سځ دي چي علاؤالدين جهانسوز چي کله په غزني اور ولګولو نو د محمودغزنوي له قبره سوا ټول غزنی ئې وسوځلو، ورپسې راتېر شو تاريخي ښار بست ئې تيت و پرک کړ.دغه تفصيل چي روح لړزونکی دی او د تهذيب و تمدن د ختمولو يو بد نما داغ هم دی غواړم چي د علاؤالدين جهانسوز په سفاکانه طرز عمل باندي لږ رڼا واچوم.

علاؤالدين هغه وخت په غور کښي و اقتدار ته ورسېدو چي دلته د افغانستان پر خاوره د بهرام شاه غزنوي د اقتدار بېرغ رپېدلو. په دغه وخت کښي د غزني واکداران له ضعف او ستونزو سره مخامخ وو. و غوري حکمران ته دا معلومه وه چي بهرام شاه مقابله نۀ شي کولائ، ځکه هغه پر دارالحکومت غزني باندي  د حملې کولو د پاره لښکر ترتيب کړ.  بهرام شاه غزنوي که ورسره هر څو د مصالحت د پاره کوشش وکړ خو هغه ونۀ منل. تر درو جنګونو وروسته1 جهانسوز په ٫۱۱۴۸ د اور غزنی او تګين آباد2 لاندي کړو او بهرام شاه تر ماتي خوړلو وروسته د مشرقي ولاياتو په خوا فرار شو. هم هلته په ۱۱۵۲ ٫ کال کښي په حق ورسېدو.

د جهانسوز د ظلم و ستم په باره کښي منهاج السراج ليکي چي؛ کله علاؤالدين جهانسوز غزنی ونيولو نو د قتل و غارتګرۍ مېدان ئې تود کړ. و ټول ښار ته ئې اور واچوی. هغه وخت غزنی د دانش و فرهنګ د هنر او اقتصاد او له پېړيو پېړيو څه د تهذيب او تمدن يو داسي مرکز ګڼل کېدو چي ورته “عروس البلاد” هم وئيل کېدو. د علم و عرفان له دغه ښار څخه د لائبرېريانو، علمي مرکزونو، او شاهي قصرونو څخه اووه ورځي اووه شپې لمبې او لوخړي پورته کېدې. هان چي له لمبو څخه به شپه د ورځي په شان رڼارڼا وه.

د ښار له سوځولو سره سم ئې دا حکم صادر کړ چي د غزنوي شاهي خاندان قصرونه وران کړئ. د باچهانو قبرونه او ګومبتي 1 ونړوئ او ټول قبرونه ئې وسوځوئ. هم دا اوشو، ټول ښار او شاهي قبرستان تالا والا شو، په دې اړه د “طبقات ناصري” الفاظ دا دي چي؛ ټول نارينه ئې وژل، ښځي او ماشومان ئې بندي کول. پر مخ ليکي چي فرمان داد تاکل سلاطین محمودی را از خاک بر آورند و بسوخت۔ پر مخ ليکي چي د سلطان محمودغزنوي، سلطان مسحود او سلطان ابراهيم قبرونه ئې نۀ وسوځل. تر دا وروسته ئې هغه چل اوکړ چي روم جل رہاتھا اور نیرو بانسری بجا رہاتھا۔ د قصرونه پر خرابو ئې د شراب و کباب او عيش و عشرت محفل ساز کړو. دغه اووه ورځي، دا سلسله روانه وه ، د ښار او د علمي خزانې د لمبو په رڼا کښي دغه محفل دوام درلود.

دغه تاريخ ليکي چي په دغه محفل کښي علاؤالدين جهانسوز خپل يو نظم و مطربانو ته ورکړ چي هغه به په ساز و آهنګ سره ورته وړاندي کولو. نظم څه دا ډول ؤ.

جہاں داند کہ سلطان جہانم

علاوالدین حسین بن حسینم

چو بر           گلگونہ        دولت               نشینم

امل مصرع زن گرد سپاہم

ہمہ عالم بگیرم چوں سکندر

برآن بودم کہ با اوباش غزینن

بہ بخشیدم بدلیشان جان ایشان

چراغ دودہ عباسیانم

کہ باقی داد ملک جاودانم

یکی باشد زمین و اسمانم

اجل بازیگر نوک سنانم

بہ ہر شہری شہی دیگر نشانم

چو رودی نیل جوی خون برانم

کہ باداجان شان پیوند جانم

 

د دغه ناورين جوړولو پس په اتمه ورځ بست ته روان شو. بست چي هغه وخت د سلطنت دوهم مهم ښار ؤ هلته ئې ځان ورساوه. په دغه ښار کښي د غزنوي سلطنت د سلاطينو ماڼۍ وې، هغه ئې هم لوټي لوټي کړې. وائي

وچوں بشہر بست  رسید قصور و عمارات محمودی را کہ در آفاق مثل آں نبود تمام خراب کرد۔ و کل ولایت کہ بر محمودیان مضاف بود جملہ را خراب کرد و ویران کردانید۔

د بست کلا، دروازه، په شلمه پېړۍ کي…
هلمند
عکاس:
سرچينه:

بهرحال په تاريخي اعتبار د يزيد بن منصور تر دور وروسته معن سينيائي دوهم عباسي خليفه د منصور عباسي او امر په امر (۱۳۶- ۱۵۸هـ ق) د سيستان ګورنر مقرر کړل شو. هغه (۱۵۱ هـ ق کال) د لنډي برات په مياشت په (رخد) کندهار کښي له رتبيلانو سره جنګ اوکړ.

کله چي ګوډ تېمور1 د کاشغر له باچا تغلق څخه په تېښته ولاړ. نو د افغانستان په جنوبي سيمو کښي پټ شو. له هغه ځايه څه په (۷۴۲ هـ)  (۱۳۶۲) کال کښي و سيستان ته ولاړ. د سيستان حاکم لا د مخۀ د ګوډ تېمور د مخ نيوي دپاره تيار ؤ. لهذا د سيستان د حاکم او ګوډ تېمور تر منځ سخته جګړه اوشوه، تېمور که څه هم ګرفتار نۀ کړی شو خو په دې جنګ کښي ګوډ شو. ځکه ورته تېمور لنګ وئيل کېږي. په (۷۸۵ هـ ق کال) کښي چي کله ګوډ تېمور د سيستان په نيولو کښي بريالی شو نو د سيستان د ورانولو پس ئې پر بست باندي حمله وکړه. په لاره کښي واقع د قلعه طاق ښار او د رستم بند د کوم په وجه چي سيستان آباد هغه ئې هم تيت و پرک کړ.

راورټي د ګرديز 1په حواله ليکي چي د امير بلکاتکين تر مړينه وروسته امير پېري د ساماني حکمرانانو له خوا د غزني او شاو خوا سيمو جاګيردار حاکم مقرر کړل شو. د اميرپېري په حکومت کښي زابلستان، غزنه، ګرديز، بروان او بست هم شامل وو.

په فتوح1 البدان  کښي د بست ذکر په دا ډول خوندي شوی دی چي د حضرت عثمان په دور خلافت کښي ابن عامر بست او زابل فتح کړو.

حبيبي2 مرحوم ليکي چي بست تر اسلام له مخۀ يو ودان ښار ؤ. دغه ښار او د غزنوي دورې نوري ودانۍ علاؤالدين غوري جهانسوز د (۵۵۰ هـ ق) په حدودو کښي په اور باندي وسوځلې يا اور ئې ورباندي بل کړو، خو بيا هم تر (۹۰۰ هـ ق) پوري د ابادۍ يو څه ګمان ورباندي کېدو. چي د ګوډ تېمور دوره راغله  هغه هم دا ښار لوټي لوټي کړ، خو يوه کلا لا پاته وه. چي درېيم سفاک حکمران نادر شاه افشار راورسېدو. هغه د (۱۱۵۰ هـ ق) په شاو خوا کښي دغه کلا هم ونړوله او دا رنګه د لوئ کندهار هغه سيمي چي د انګرېزانو تر راتګه پوري له خپل مرکز سره تړلي وې هغه له خپل مرکزي ښار بست څخه محرومه شوې، او د بست پر ځائ کندهار مرکزي حېثيت وموندلو.

هم دغه خبره اولف کېرو په دې انداز سره کوي هغه ليکي چي د افغاني سيمو سره د کرت خاندان تعلق هغه وخت پېدا شو کله چي کرت په ۱۲۸۱ کال کښي کندهار وينوو، په دغه وخت کښي اول ځل د کندهار نوم اورېدل کېږي. داسي معلومېږي چي کله علاؤالدين جهانسوز بست وسوځلی نو له هغه پس کندهار اباد کړل شو. له دې ټولو تاريخي شواهدو څخه دا څرګندېږي چي تر کندهار له مخۀ چي زموږ په دې سيمه کښي کوم مرکزي ښار ؤ هغه هم دغه بست دی چي کلابست يعني د بست د قلعې ذکر ورسره تړلی راغلی دی او ځينو مؤرخينو دغه نوم کلابيس هم ليکلی دی.

سرچينه د پښتنو تاريخي ښار بست (Bust)
ځواب پرېږدئ

ستاسي ايميل به خپور نسي

error: Protected contents!