منډيګک
افغان تاريخ

د مارشال شاولي خان خاطرې

ليکوال: مارشال شاولي خان ژباړن: داود افغان

0 1،358

بسم الله الرحمن الرحیم

د ليکوال موخه
ددې کتاب د لیکلو څخه مې موخه دا نه ده چې زه د ژوند ټولې برياوې، شاتګونه، خوږې، ترخې، ستونزې او مشکلات په دا لنډکي کتاب کې ځای پر ځای کړم، بلکه د هغه لپاره مې یو بل ستر کتاب تر لاس لاندې دی او ډېر ژر به يې درنو لوستونکو ته چمتو کړم. ان شاء الله تعالی
په ډې ټولګه کې د دوو سترو پېښو یادونه شوېده چې ما خپل په سترګو ليدلې دي.
همدا دوې سترې پېښې چې زما د ژوند بنسټ او پانګه تشکیلوي هره پېښه يې د يوې سپېڅلې موخې لپاره تر سره شوې دي.
هغه موخه چې زما د ژوند هیله وه، بلکه د هر افغان هیله هم همدا وه چې باید تر لاسه شي، هغه د خپلې خاورې خپلواکي بيا ځلې تر لاسه کول وه.
دغه دوې سترې پېښې چې يوه يې د هېواد خپلواکي ګټل وه او بله يې هم نجات وه، زما په اند د کورني پاڅون ريښه هم د هېواد د خپلواکۍ بيا ګټلو پورې تړل کېدای شي.
نو ما او ټولو هېوادپالو باور درلود که دا پيل شوی کورنی ښورښ نور هم دوام پيدا کړي، نو زمونږ د ملت يووالی به له منځه یوسي، ولسونو چې د هېواد د خپلواکۍ د بیرته تر لاسه کولو په سپېڅلې لاره کې يې سترې قربانۍ ورکړې وې، او اوس يې نو وخت رارسېدلی و چې ټول ملت خپله توانايي او ځواک د هېواد په بيا رغوونه کې ولګوي په ټپه ودرېده ، او زمونږ هېواد د يوه ناوړه سقوط سره مخ شو.
ولې؛ تاریخ شاهد دی چې په ټولو تيرو دورو کې د خپلواکۍ ګټلو په لاره کې تل ټول ملت په ګډه لاس په کار شوی او خپلواکي يې تر لاسه کړې ده. د خپلواکۍ سره زمونږ او زمونږ د درنې کورنۍ بې درېغه مينه ډېر بیان ته اړتيا لري. کله چې لا ماشوم وم، او تازه مې د ژوند تور او سپين پېژندلې وه، زمونږ د پلرونو او مېندو د هېواد ساتلو د خونړیو مبارزو نکلونو زمونږ د پوهې او هېوادپالنې روحیه لوړول، زه او زما وروڼه تل همدې اتلوليو بوخت ساتلي وو.
د تیرو دورو یادونه، د کور او کورنۍ د حال پوښتنه، د هېواد د ښکلو منظرو صفتونه، د دښمن د موخو پېژندنه مې تل د خپلې کورنۍ د مشرانو، او په ځانګړي ډول د خپلې مور له خولې اورېدل، د مور، نیکه، پلار او ترونو په څېرو کې د تېرو شويو ناخوالو ، دردونو او کړاونو ليدلو راباندې ډېر اغېز کاوه او په مونږ کې يې د صبر او زغم توان لوړاوه.
کلونه تېر شوې دي، مګر بیا هم هغه فکرونه، خيالونه، د هېواد د لېدنې لېونۍ مينه او هېواد ته د چوپړ کولو هيلې مو د خوږو خاطرو او خوږو خوبونو په څېر په یاد کې پاتې دي. او په یادېدلو سره يې تل اغېزمن کيږم.
کله چې د هېواد څخه د باندې هم و، او په ښکاره د وطن څخه لیري و، مګر مونږ ته داسې یو فکري چاپېریال جوړ شوی لکه په خپل وطن کې چې اوسیږو.
ښه مي په یاد دي کله چې د اعلیحضرت ضياء الملة والدین لخوا رالېږل شوی پيغام د سفیر سردار محمد اسماعیل خان لخوا زمونږ کورنۍ ته راورسېد او هېواد ته يې د بیرته راګرځېدلو اجازه راکړې وه، د کوچنیتوب سره، سره بيا هم ډېر زیات خوشال شوم. او اوس هم کله چې هغه ګړی رایاد کړم نو زیات مې خوشالوي.
کله چې کابل ته ورسېدو نو پسرلی و، او هر څه زما تر سترګو روښانه ښکارېدل. او د خپلې خاورې د هرې تیږي په ليدو مې خوند اخیست.
د لارې په اوږدو کې د پرتو کلیو او غرونو د نومونږ پوښتنه مې کول، د خپل پلار او مور د خولې د هغو غرونو او کلیو نومونه او د افغانانو د جګړو او اتلوليو کیسې چې؛ اورېدلي وې، په ماشومانه اندازه مې په ځير، ځير کتل او د تیرو ویاړلو کیسو او تر سره شويو مېړانو داستانونه مې ور پورې تړل.
کله چې اعلیحضرت سراج الملة والدین ( امیرحبیب الله خان) د پوځي دندې لپاره وګمارلم، او زما په لاس يې توره راکړه، نو د هغې ورځې خوشالي به مې تر مرګه هېره نه شي، او داسې فکر مې کاوه چې زه یوازې د همدې دندې لپاره پيدا شوی یم.
هغه وخت مې د ځوانۍ پيل و چې؛ رکاب باشي شوم او د دربار د یوې ډلې سرتیرو بولندۍ وټاکل شوم. باور لرم چې دا احساس د هېواد په ډېری ځوانانو کې پروت و، لا تر اوسه هېواد خپله خپلواکي په بشپړ ډول نه وه تر لاسه کړې، لا تر اوسه هم د خلګو په منځ کې د خپلواکۍ د لارې د سرښندنې او وینې توېدنې کیسې ژوندۍ پاتې وې.
خلګو لا تر اوسه هم د زرګونو کلونو میراث چې بل ترې وړی و، نه و تر لاسه کړی. فکر مې کوه هغه ځواک چې زمونږ دا حق يې تلف کړی، په اسانۍ سره يې نه راسپاري، او په دې لاره کې جګړې او سرښندنې ته اړتیا لیدل کيږي.
زه خوار چې یو لیکوال او تاریخ لیکونکی نه یم، او زما د ژوند ډېره برخه هم په پوځي خدمت کې تېره شوې ده، د هغه وخت لپاره مې یو تعبیر پيدا کړی و چې؛ افغانستان د لويي لارې پر سر درول شوی او یوې لنډې دمې ته دې اړ کړای شوی وي، په دې مانا چې د تاریخ د يوه بې سارې خونړي جدال سره دې مخ شوی وی، د هغوی سرتيري شړل شوې مګر لا هم په بشپړ ډول دې خپلواکي نه وي تر لاسه شوې.
مونږ غوښتل چې څومره ژر کېدای شي له دې بد تمځای څخه ژر را ووځو او د هغوی شیطاني طلسم مات کړو.
هره بده پېښه چې رامنځ ته کېدل، نو فکر مې کاوه چې یوازې د همدې موخې لپاره به وي تر څو په نیمه لاره کې مونږ همداسې بند او نیمه خپلواک پاتې شو.
په جنوبي کې د جاندان خان احمدزي رامنځ ته شوې فتنه يې یوه بېلګه کېدای شي.
دا لومړنۍ ازموینه وه چې؛ زما ورور شهيد محمدنادرخان ور څخه بريالی راووت.
ځکه دا لومړنۍ پوځي ډله وه چې د سراج الملة والدین په دوره کې په نوې او عصري بڼه تنظیم او وروزل شوه، او زما د ورور تر مشرۍ لاندې په دې وتوانیده چې امن او نظم ټينګ کړي، یاد شر ختم او بیرته بریالي راستانه شي.
زما شهيد ورور اعلیحضرت محمدنادرخان چې کله پوځي دندې ته لاره وموندل، نو په دې تکل کې شو چې په افغانانو کې د جګړې غوښتنې کومه روحیه پرته ده، نو هغه دې د عصري پوځي زده کړو پر مټ او نويو وسلو سره بشپړه کړي. او د هېواد د سرتيرو روحیه چې د امیر شېرعلي خان تر دورې وروسته ګډه وډه شوې وه، دوهم ځلي بيا راژوندۍ کړي. په جنوبي کې د جانداد خان فتنې اور لا زیات شو، او سيمه ييز چارواکې او پوځ يې په کابو کولو کې پاته راغی، نو په همدې اساس سراج الملة والدین زما ورور د یاد اور د وژلو لپاره وګماره.
هغه د يوې ډلې سرتيرو سره يو ځای جنوبي ته ولاړ، او د جانداد خان فتنه يې د پوځي زور په کارولو سره پای ته ورسوله، جانداد خان ژوندی ونیول شو، او د خپلې سرکښۍ په سزا ورسېد، او د دولت پر وړاندې جنګېدونکو وسله والو خلګو خپل ځانونه سپه سالار ته وسپارل.
دې پېښې څو ګټې راوړې، یوه دا چې نويو پوځي زده کړو ښه پايله ورکړه، او بله همدا چې شر اچوونکي خلګ پوځي زور ته متوجه او له ښورښ څخه لاس پر سر شوه.
زما ورور چې په دې ښه پوهېده چې؛ په دا ډول فتنو کې د عامو خلګو ګناه نه وي، او یوازې د څو شراچوونکو مشرانو د لاس اله ګرځېدلي وي، نو د مرکزي حکومت څخه يې د جنوبي خلګو د بخښنې غوښتنه وکړه، او مرکزي حکومت هم ټول وبخښل، او نوموړي د جنوبي قومي مشران دې ته چمتو کړل تر څو هغوی خپل اولادونه کابل ته د زده کړو په موخه ولېږي او په ښوونځيو کې يې شامل کړي.
دولت هم د سپه سالار په وړانديز د هغوی لپاره په کابل کې ځانګړی ښوونځی جوړ کړ، د جنوبي نامتو څېرې هم په همدې ښوونځي کې وروزل شوې، دیني زده کړې يې وکړې او د افغان پوځ په لیکو کې پر لوړو څوکیو دندې تر سره کړې، تر څو چې د امیر حبیب الله خان دوره پای ته ورسېده او نوموړی پاچاه په شهادت ورسېد.
د سراجي دورې په وروستیو کې شهيد سردارمحمدنادرخان سپه سالار و، سردار شاه محمودخان سر سراوس ( د شاه د حضور د سرو سانو د ټولۍ آمر) ، زه رکاب باشي او سرخاب اسپور ( د دربار د خانزاده ګانو د سپرو ټولۍ آمر)، پلار او تره مې د پاچاه خاص سلاکاران، او مشر ورور مو سردارمحمدعزیزخان په بهرینو چارو وزارت کې د شاغاسي په توګه، سردارمحمدهاشم خان په هرات کې د مرستيال سپه سالار په توګه ګمارل شوی او سردارمحمدعلي خان د شاهي رسالو مسول و.
د امیرحبیب الله خان د واکمنۍ نږدې وروستی کال و چې ورانوونکې لومړۍ نړیواله جګړه پای ته ورسېده. سره له دې چې المان او ملګرو هېوادونو يې د ملګرتيا لیکونه او استازې کابل ته رالېږلې او د زیاتو مرستو ژمنې يې کړې وې، مګر بیا هم د اعلیحضرت امیر حبیب الله خان د حاکمانه تدبیر او پوهنې په رڼا کې افغانستان ځان له جګړې وژغوره او خپله بې طرفي يې وساتل.
سره له دې چې لومړۍ نړیوالې جګړې په دنیا کې ګڼ بدلونونه رامنځ ته کړه، مګر بیا هم برتانویانو د افغانستان بشپړه خپلواکي ور نه کړه، او خپلواکي يې په نیم ځوړند حالت کې پرېښودل، ممکن لامل یې په نړيواله جګړه کې د برتانيې د بريا غرور و.
اعلیحضرت امیر امان الله خان د ۱۲۹۸ ل.ل کال په پسرلي کې د برتانيې هېواد سره د جګړې اعلان وکړ. د انګرېزانو سفیر له هېواده وشړل شو، عمومي احضارات (چمتووالی) پيل شو، او د خطر زنګ وګړنګېد.
امیر امان الله خان په داسې حال کې چې زمونږ ټوله کورنۍ بېکاره وه، او د بېکارۍ لاملونه او بیان به زما تر لاس لاندې کتاب کې روښانه شي، مهرباني وکړه او د هېواد د خپلواکۍ موضوع يې زما د ورور شهيد محمدنادرخان او ټولې کورنۍ سره شريکه کړه.
د افغانستان ځواکونه په درو برخو ووېشل شوه،
صالح محمدخان چې تازه يې سپه سالارۍ ته ترفیع کړې وه، د زیات شمېر سرتيرو سره د ختیځ پر لور،
لومړی وزیر سردارعبدالقدوس خان د کندهار پر لور، او زما ورور (نادرخان) د جنوبي پر لور په دندو وګمارل شوه او د نادرخان سره يوه وړه ډله سرتیرې هم مله شوه.
د سراج الملة والدین شهادت په ټول هېواد کې امن او ثبات له منځه وړی و، هغه ښورښونه چې په مشرقي، هرات او مزار کې را پورته شوې وه ټول هېواد ته وغځېدل.
او څرنګه چې په مشرقي کې رامنځ ته شوی ښورښ خپله د دولتي سرتيرو لخوا تر سره شوی و، او د پلازمينې او جلال اباد ترمنځ راپورته شوې اختلاف په سبب د پوځ په مشرانو کې یې بدلونونه رامنځ ته کړې وه، دې پيښو په پوځي لیکو کې ګډوډي رامنځ ته کړې وه.
نو د خپلواکۍ چیغه چې ټول ملت يې غوښتونکی او په تمه و، په همدې وخت کې پورته شوه.
له نېکمرغه زه او ورور مې سردار شاه محمود خان هم وګمارل شو، تر څو د ستر قوماندان سپه سالار محمدنادرخان له لښکر سره يو ځای جنوبي ته ولاړ شو.
زما د خوښۍ احساسات د هغې دندې د سر ته رسولو لپاره چې کلونه يې په تمه وم، زه يې د صفت او بیان څخه ناتوان یم.
اوس چې له هغې ورځې څلوېښت کلونه تيريږي، او د افغانستان ولس يې په ویاړ ستر جشنونه جوړوي، نو زه هم د هغې سپېڅلې جګړې د یوه سرتيري په توګه خپل یادښتونه په همدې کتاب کې ليکم او هغه افغان مېړني پوځ ته د يوې وړې ډالۍ په توګه وړاندې کوم.
دا اثر ما د ځان او خپل خدمت د ستاینې لپاره نه دی ليکلی، ځکه ما داسې کوم کار نه دی تر سره کړی چې زما تر دندې دې لوړ او ستر وي. د خپلواکۍ سره زما او زما د ملت مینه مې تر خدمت پورته نه وه.
زه د یوه سرتېرې په توګه چې اوس له صحنې وتلی او زړه مې تر وروستی سلګۍ د هېواد په مينه ټوپونه وهي خپله دنده ګڼم چې؛ د خپلواکۍ ساتنې په لاره کې د افغان ملت پياوړې روحيه او سرښندنې وستايم. او اوس چې څلوېښت کاله له يادې پيښې تېر شوې دي، یو ځل بيا د ولس د معنوي او بې بېلګې مېړانې څخه چې د خپلواکۍ تر لاسه کولو په اوږده مزل او لاره کې يې تر سره کړي دي، مننه او قدرداني وکړم.

مارشال شاولي خان
زما خاطرې؛ مارشال شاه ولي خان:
دا کتاب چي اصلاً د سردار مارشال شاه ولي خان یاداښتونه نومیږي. د مارشال شاه ولي خان لخوا په ۱۹۵۹م کال د افغانستان د خپلواکۍ د څلوېښتمي کلیزي په ویاړ په کابل کي په دري ژبه لیکل سوی او په کابل کي پنځه ځله چاپ سوی چي د ښاغلي داود افغان لخوا په پښتو ترجمه سوی دی.
سردار مارشال شاه ولي خان چي د کابل په سوبمن یا فاتح سره شهرت لري د ۱۸۸۸م کال د آپریل میاشتي پر ۱۶نېټه زېږېدلی او د ۱۹۷۷ کال په آپریل کي وفات سوی دی.
نوموړی د سردار محمد یوسف خان زوی او د سردار یحیی خان لمسی دی او د خپل ورور اعلیحضرت غازي محمدنادر خان د مصاحبینو او د افغانستان د پخواني او وروستي پاچا اعلیحضرت محمدظاهر شاه ـ اکا “تره” او د جنرال سردار عبدالولي پلار و.
سردار شاه ولي خان په ۱۹۰۶م کال کي د شاهي ساتونکو بولندوی، په ۱۹۲۱ کال کي د سپرو پوځیانو بولندوی او په ۱۹۲۶م کي د افغانستان د خپلواکۍ د اتل غازي امان الله خان د شاهي پوځ غړی و.
ده په اماني دوره کي د خپل ورور اعلیحضرت نادرشاه سره یو ځای د جنوب په محاذ کي د پیرنګیانو پر خلاف د افغانانو په درېیمه جګړه کي پوځي دنده درلوده.

د جنوبي ( لويې پکتيا) پر لور تګ
د ۱۲۹۸ ل. ل کال د غوايي میاشتې درېیمه وه چې د جنوبي پر لور روان شوو. سپه سالار وړې پوځي ډلې ته لارښوونه کړې وه څومره ژر چې کېدای شي ځان ګردېز ته ورسوئ. پوځ پر دريو محاذونو وېشل شوې او لږ شمېر یې هم په کابل کې پاتې شوې و، زمونږ وسلې د هغې ستونزمنې دندې پر وړاندې چې زمونږ پر وړاندې پرته وه، ډېرې لږ وې. سپه سالار په دې تکل کې شو چې څومره ژر ممکن وي ځان ګردېز ته ورسوي، د پوځي سرتيرو تر رارسېدلو وړاندې په ټولو قومونو او پرګنو کې د هېواد د خپلواکۍ چېغه پورته، او د همدې مقدسې دندې لپاره قومي لښکر چمتو کړي.
د پلار، مشر تره او د کورنۍ د ټولو مشرانو سره مې مخه ښه وکړه، مور مې چې درې واړه زامن يې د جګړې ډګر ته تلل پر ژړا راغلې وه، خو نه یې غوښتل خپل درد بیان او اوښکې توی کړي. خو له اوښکو ډکو سترګو سره يې پر سر او مخ ښکل کړم او په ډېرې ستونزې سره يې لاندې څو ټکي راته وویل:
« تاسو پر لوی الله ج سپارم، هیله لرم چې بريالي راستانه شئ، خدای ج دې تاسو په ټول ژوند کې په ما ناکام نه ویني».
د یوې وړې ډلې سره مو پلازمینه پرېښودل.
تر هغو چې له ښاره وتلو نو د لويې لارې پر سر به هر ځای خلګ زمونږ څخه راچاپېره کېدل او زمونږ د بريا لپاره به يې دعاوې کولې، او آن ځوانانو به د سپه سالار د اس رکابونه ښکلول. د ښار څخه تر وتلو پورې همدا ولسي ګرمو احساساتو زمونږ وړه ډله بدرګه کړه.
لومړۍ شپه مو په چهار آسياب، دوهمه شپه د لوګر په کلنګار او درېیمه شپه مو ګردېز ته ورسول. د هرې کلا او کلي څخه چې به تېرېدو نو ډلې، ډلې خلګ به راتلل او له مونږ څخه به را چاپېره کېدل، ځوانان به د سپه سالار د تبلیغاتو پر وړاندې په ډېرې مینې او لېوالتيا سره جګړې ته چمتو کېدل، او سپين ږیري به د خپلو تیرو ځوانیو او پخوانیو ملي سردارانو چې ورته چارې به یې سرته رسولې په یاد کې ډوبېدل او په ډېر حسرت سره به یې د سپه سالار پر لورې کتل.
هر کله چې به سپه سالار د راټولو شويو خلګو له ډلې رخصتېده، نو د آذان په لوړ غږ به بدرګه شو، دا د افغانانو لرغونی دود و چې د هرې غزا لپاره په تلونکې ډلې پسې به آذان کېده، حتی اوس هم په ځینو سیمو کې چې کله څوک په سفر روانیږي، نو آذان ور پسې کیږي. او د تکبیر لوړې چیغې به تر ډېره ځایه زمونږ په غوږونو کې ازانګې کولې او اورېدل کېدې به.
کله، کله به خلګو وپوښتل چې؛ د دومره وړې ډلې سره تاسو د انګریزي پوځ په غېږ ورځئ؟
نو سپه سالار به ورغبره کړه چې؛ نور پوځ د شا لخوا راروان دی، او بله دا چې دا جګړه ګټل د عامو افغانانو په مېړانې او همت پورې تړلې ده، او يوه ملي پاڅون ته اړتیا ده. نو هغه وخت به يې د خپلواکۍ تر لاسه کولو ملې داعيې لپاره د جګړې د اړتیا په پار دلیلونه وړاندې کول، او پر وړاندې به يې ولسي خوځښت او احساسات داسې پارېدل چې زه یې د ویلو څخه ناتوانه کېږم. ځوانان به هغه ګړی د جګړې لپاره چمتو کېدل، او آن ځينو ځوانانو به د لوړ ملي احساس په خاطر په لاره کې ځان وغورځاوه او زمونږ د ډلې سره د يو ځای تلو غوښتنه به يې کول، مګر سپه سالار به يې مخه نيول او ورته ویل به چې؛ تاسو تر هغو ځانونه چمتو او زما د امر په تمه شئ، د امر رسېدلو سره سم ځانونه ګردېز ته راورسوئ.
زمونږ دا کار خورا اغېزمن پرېوت، په دې ډول چې د چهاراسياب څخه تر ګردېز پورې د جهاد چیغه پورته شوه، او دا اوازه تر ډېرو ځایونو ورسېدل، تر څو خلګ د غزا لپاره ځانونه چمتو او د خپل هېواد چې په ناوړه حالت کې ( نیمه خپلواکۍ) کې قرار لري خلاص او خپلواک کړي.
نږدې لمر لوېده وه چې د ګردېز بالاحصار ته ورسېدو، د لرغونې کلا د لوړو برجونو، دنګو دېوالونو او د شهيدانو پر زیارتونو رپاندو جنډو یوه ښکلې منظره جوړه کړې وه. سپه سالار د شېپور په منځ کې د ګردېز د پوځي تشریفاتي ډلې د سلامۍ او درناوي لپاره راکښته شو. په هماغه شپه يې په خپل کار پيل وکړ، ځکه دی د خپلې ټولنې په نبض پوهېده چې څومره ژر کېدای شي د جنوبي د قومو او قبیلو مشران د خپلواکۍ د پيل کېدونکې غزا د پلان او د دولت له ارادې او ارمان څخه هغوی دلته په ګردېز کې خبر کړي. کورنی نفاق او قومي شخړې تر شا پرېږدې او د یوه ملي ارمان لپاره سره يو ځای شی. هغه پوهېده که د جهاد په دې خبر کې ځنډ راشي نو د دښمن لپاره به د منفي تبلیغاتو زمينه برابره شي.
په همهغه شپه يې د منګلو، توتاخیلو، ځدراڼو، احمدزیو، ځاځيو او د جنوبي نورو قومونو وه مشرانو ته ليکونه ولېږل.
په یادو لیکونو کې خلګو ته بلنه ورکول شوې وه چې هر مشر دې د خپل قومي لښکر سره يو ځای ځان ګردېز ته راورسوي، او په غزا کې دې ونډه واخلي، هر ډول کورني او قومي تربګنۍ دې د سترې دندې په درناوي سره تر شا پرېږدي.
لیکونه قومي مشرانو ته په بېلا بیلو وسیلو سره ورسول شوه، له بله اړخه سپه سالار به تر نیمې شپې د پوځ په غذا او لګښتونو غونډولو، د قومونو مشرانو او پولې ها غاړې قبایلو څخه د معلوماتو په راغونډولو بوخت و.
د درېیمې ورځ سهار و چې قومي لښکرې راښکاره شوې، ډلې، ډلې خلګ به د خپلو وسلو او وسایلو سره یو ځای د ګردېز ښار ته ننوتل، هر قومي مشر به هڅه کول چې تر نورو لومړی ځان ګردېز ته ورسوي او خپله دنده پر مخ یوسي.
سپه سالار په دوديزه قومي جرګو او غونډو جوړولو پيل وکړ، د هغه جرګو دود چې د خطر په وخت کې د همدې سیمې مشرانو له پېړيو راهیسي تر سره کړی دی.
یادې جرګې نه یوازې دا چې د قومي لښکرو، خوړو او وسلو د را غونډولو لپاره اړینې وې، بلکه د قومونو تر منځ د پرېکړو او تیږو ايښودلو لپاره خورا ارزښتمنې تمامېدلې. له بده مرغه چې لا تر اوسه هم قومي تربګنۍ او د سپين او تور ګوند په نوم ګڼ اختلافات موجود وه، له دې کبله د یوه ګوند سړي به د بل ګوند د غړي سره سخت مخالف لاره، او دا اختلافات چې بهرني لاسونه يې هم تر شاه او د عصبانیت ږېږنده وه له اوږدو کلونو را په دې خوا رامنځ ته شوې وه. د یادو اختلافونو له منځ وړل یوازې په يوې چارې تر سره کېدای شوای، هغه دا چې؛ ټول ولسونه باید د يوه ګډ ګواښ څخه چې هر تن ور سره مخ کېده متوجه کړای شي. د خپلواکۍ هغه مینه چې له کلونو راهیسې يې ولسونو په تر لاسه کولو کې سرښندنې کړې دي. سپه سالار په دې ښه پوهېده چې په څه ډول یاد ارزښتمن کار ته د هغوی پاملرنه راواړوي. نو په همدې اساس سپه سالار د هر قوم سره په غونډه کې هغوی يووالې او د يوه ستر ملي ارمان پر لورې متوجه کول. لکه څرنګه چې هغوی ټولو د جهاد او خپلواکۍ سپېڅلې ارمانونه درلودل، ژمنه يې وکړه چې؛ د جهاد تر پای ته رسېدلو پورې به خپلې ټولې قومي تربګنۍ تر شا پرېږدي او د وروڼو په ډول به اوږه پر اوږه په دې ملي پاڅون او غزا کې برخه اخلي. په ورته حالت کې دا ډول سوګندونه، ټينګ تړونونه او تيږې ايښودل همدلته لرغونی دود و.
يوه اونۍ په ورته غونډو او تیارو تېره شوه، د جنوبي قومونو د نظر په يووالې سره سپه سالار ازادو قبایلو ته په ډول، ډول وسایلو لیکونه ولېږل، د کابل څخه پوځي ډلې هم د اوونۍ په پای کې ګردېز ته راورسېدې، او ګردېز د پوځي او قومي لښکرو په یوې چاوڼۍ بدل شو.
وروسته له هغه چې قومي جرګې پای ته ورسېدې، زه او زما ورور سردارشاه محمود خان او د کابل څخه ور سره راغلي پوځي مشران د سپه سالار تر مشرۍ لاندې د جګړې په پلان او نقشه جوړولو بوخت شو، او هره ورځ به خبرونه رارسېدل چې انګرېزانو پولې ته تازه دمه سرتيرې رالېږلې او ټل يې د پوځي مرکز په توګه ټاکلی دی.
خبرونه مو تر لاسه کول چې تازه دمه انګلېسي سرتېرې په ازادو قبایلو او جنوبې کې په ډول، ډول لارو سره خوريږي او د بېلا بيلو اوازو په خپرولو سره ولسونه ګواښي. همدا ډول يې د ازادو قبایلو او جنوبي تر منځ د تګ راتګ لارې هغه وخت تر سخت څار لاندې ونيولې چې؛ کله هغوی پوه شوه چې د جهاد اعلان تر قبایلو هم رسېدلی او په هغوی کې يې ښورښ رامنځ ته کړی دی. ښکاره شوه چې د هغوی دا ډول فشارونه او ګواښونه زمونږ د معنوي پوځ او د ولسونو د ازادۍ غوښتنې پر روحیاتو هیڅ ډول ناوړه اغېز نه شي کولای. او له ګواښونو سره، سره د قبایلو مشرانو پر له پسې سپه سالار ته ځانګړې لیکونه رالېږل او هغه ته يې د هر ډول چوپړ ډاډ ورکاوه. همدارنګه د جنوبي پر خلګو هم د انګرېزانو دا ډول توطيو او ګواښونو هیڅ اغېز وه نه لیدل شو.
د حیرانتيا وړ خبره نه ده که ووایم چې؛ څلوېښت کاله د خلګو زغم چې هېواد يې نیمه ازاد و، د دښمن هڅو د ولسونو د ازادۍ غوښتنې روحياتو ځپلو او هغه ترخې تجربې چې ټولنې په وروستیو کې تیرې کړې وې، ددې پر ځای چې د ولسونو لرغونې احساسات مړاوې کړي، برعکس د خپلواکۍ غوښتنې هغه اور يې نور هم تازه کړی و. او د ستاینې دا ډول حالت د ولسونو په څېرو، تګ، راتګ، ناسته، پاسته، خبرو، سرښندو او قربانیو کې له ورایه ښکارېده.
سپه سالار پرېکړه وکړه چې؛ زمونږ سرتېرې به په دريو ډولو ووېشل شي:
لومړی ډله: خوست ته، چې د پوځ د قوماندې لوی مرکز به وي، هر لورې ته رسېدل ور څخه اسانه دي، او د ټل ښار چې د انګلېسي پوځونو مرکز دی هم خوست ته نږدې پروت دی.
دویمه ډله: ځاځيو کې، چې پر وړاندې يې کورمه ایجنسۍ او او تودګی پراته دي، او د ځاځيو ولسونه د دې توان لري چې خپله دنده په بشپړ ډول تر سره کړي.
دريمه ډله: اورګون ته؛ چې پر وړاندې يې وزیرستان پروت دی، او په غالب ګومان د اورګون شا وخوا کې د انګلېسیانو پوستې هم پرتې دي. او له دې ځایه د وزیرو مرستې په اسانۍ سره تر مونږ رسېدلی شي. سپه سالار باید په خوست کې ځای پر ځای وي، او پاتې دوه نور مرکزونه يې تر خپل امر او دید لاندې وي او خپله دې د دښمن پر ستر پوځي مرکز (ټـــل) بريد وکړي.
په دویمه ډله کې سردار شاه محمود خان او په درېیمه ډله کې زه وګمارل شوم، تر څو د سپه سالار د نقشې او لارښوونې سره سم په علمیاتو پيل وکړو.

ستره غونډه ( جرګه)
د دومره زیاتو ولولو، لېوالتياوو او پرېکړو په منځ کې مو خبر تر لاسه کړ، چې؛ یو تن زمونږ په منځ کې چې؛ نه غواړم نوم يې واخلم په ګډوډيو لاس پورې کړی، او غواړې د ناسمو اوازو په خپرولو سره د پوځي او قومي لښکرو تر منځ بېلوالی او دښمني رامنځ ته کړي. په داسې نازک وخت کې دا ډول خبر زه اندېښمن کړم، مګر سپه سالار چې د افغان سرتیرو او قومي لښکرو د خپلواکۍ غوښتنې په احساساتو پوه او د نظامي بچیانو نبض يې په خپل واک کې و هیڅ ډول اندېښنه وه نه کړه. او وه یې ویل: سبا چې د بالاحصار په ډګر کې پوځي او قومي لښکر زما د خبرو، موخو او لارښوونو لپاره راغونډيږي، نو هلته به ياده ستونزه هم روښانه شي.
تر یادې اوازې وړاندې ټولو پوځي ډلو او قومي مشرانو ته رسمي خبر لېږل شوی و، تر څو سبا هغوی خپل سرتيرې د سپه سالار لخوا د کتنې لپاره یو ځای راغونډ کړي. تر څو د هغوی د وسلو او وسایلو د معاینې تر څنګ هغوی ته اړینې لارښوونې وکړي. او تر هغه وروسته به ټولې ډلې خپلو ځانګړو شويو دریو محاذونو ته روانې شي.
سهار د لمر ختلو سره سم د قومي لښکرو د بیرغونو په منځ کې پوځي بیرغ هم ورپېد، قومي او پوځي لښکرې ټولې یوه ټاکل شوې ځای کې سره راغونډې شوې او د هر قوم د سرتیرو په مخ کې يې خپل قومي مشر ځای نیولی و، د مشرانو تر شا ډولونه وهل کېدل، سپه سالار په ساده جامو کې پر اس سپور او د خپلو پوځي او قومي سرتیرو لیدنه وکړه، د سلام او درناوي تر منلو وروسته دریځ ته لاړ او وینا یې پيل کړه، په جنوبي کې دا د هغه لومړی ځل و چې دومره سترې غونډې ته وینا اوروي.
سپه سالار خپلې خبرې د الله ج په ثناء او ستاینې سره پیل کړې، خلګو ته يې د خپلواکۍ ګټې بیان کړې، او په مخ کې د پرتې دندې په اړه زیاتې خبرې وکړې، د هېواد د خپلواکۍ ګټلو تاریخ په ځانګړې ډول په ورستۍ پېړۍ کې د افغانانو د هرې سرښندنې جلا، جلا یادونه یې وکړه، د تیرو څو نورو خونړيو سرښندو ذکر یې وکړ او د هېواد د نامتو غازي مشرانو کارنامې يې په ډېر جوش سره بیان کړې. د غونډې د ټولو ګډونوالو احساسات يې را وپارول او د سپه سالار وینا يې د تکبیرونو په نعرو سره بدرګه کړه، د ګډونوالو د خپلواکۍ غوښتنې او مذهبي باور احساس د يوه بل شوې اور په څېر راڅرګند او ښکاره شو.
داسې ښکارېده چې د دې خلګو په زړونو کې داسې يو اور شته چې په لږ خوځښت او پوکلو سره په اسانۍ تازه کېدای شي.
په يوه چیغه يې د ملي جهاد لپاره د خپل چمتوالې ږغ پورته کړ، او په یوه پاروونکي او سوځوونکي پرېکړې سره يې د ژمنتیا سخته لوړه وکړه. او چمتو شول تر څو په خپلو وسلو، خوراک او امکاناتو د سپه سالار تر امر لاندې خپله سپېڅلې دنده تر سره کړي.
زه او سردار شاه محمودخان د سپه سالار تر څنګ ولاړ او د یادې صحنې ننداره مو کول، د افغان ملت د هېوادپالنې، خپلواکۍ غوښتنې حس، ولولې، ښور او ږوږ د يوه څپڅپاند سېلاب په بڼه مو وليدل.
په ياد ټول جریان کې پوځي سرتيرې د قومي لښکر سره همږغې وه، د يوه اوسپنيزې ارادې په لرلو سره چې په دا ډول حالاتو کې د یوه سرښندونکي پوځ سره ښايي خپل جذبات او احساس ښکاره کړه.
پوځي او قومي سرتيرو ته د سپه سالار وینا پای ته ورسېده، او هیڅ داسې د پام وړ ناسم پوهاوی رامنځ ته نه شو.
زه نه شم کولای د هغې ورځې ننداره تاسو ته بیان او د هغې ورځې د ولسونو او پوځونو فولادي جذبات او احساسات تاسو ته د قلم په ژبه وليکم. خو یوازې دومره کولای شم ووایم چې؛ د ملي جهاد اراده په یوې میني او عشق واوښته، او یاد عشق د سرښندنې او یوې بې سارې لېونۍ مينې سره ګډ شو.
زما په اند همدا لېونۍ هېوادنۍ مینه ده چې افغان ملت يې سره له دې چې وسلې او تجهیزات نه لري، مګر د لوی الله ج په فضل سره د هر ډول ناوړه پيښو او خطرونو پر وړاندې ساتل شوی دی، او په خپل دې معنوي ځواک سره په ځلونو، ځلونو د ناوړه پيښو او خطرونو څخه روغ وتلی دی.
لومړنی چمتووالی
د سپه سالار د تېر څو ورځني پلان سره سم چې؛ د ګردېز په بالاحصار کې یې ترتيب کړی و، زمونږ ځواکونه په دریو ډلو ووېشل.
لومړی پوځي مرکز خوست و، دا په اصل کې د ټولو ځواکونو د قوماندې مرکز ټاکل شوی و.
زمونږ مشر بولندۍ هم په همدې مرکزې کې ځای پر ځای شوی و، ځکه خوست وه ټل ښار ته نږدې پروت و، هغه ځای چې انګلیسي پوځونو د هغې په شاوخوا کې ځانونه ځای پر ځای کړي او هغه يې د سرتيرو تر ټولو ستر مرکز ټاکلی و.
بله خبره دا وه چې سپه سالار کولای شوه چې له هغه ځایه د خپلو دوو نورو پوځي مرکزونو کنترول او خبرېدنه وکړي، له همدې ځایه د جنوبي او ازادو قبایلو له قومونو سره اړيکه ټینګه او د ګردېز سره په نېغ ډول نښتی وه اوسې. او بیا له دې ځایه د مرکز سره په اسانۍ اړيکې ټينګې کړي. تر دې ټولو بله مهمه اړتیا دا وه چې د خوست او ګردېز پر کلاوو د دښمن د بريدونو مخه ډب او د کابل- جنوبي تر منځ لویه لاره په خپله ولکه کې وساتي.
دویم مرکز ځاځي وه، چې پر وړاندې يې په کورمه او تودګي کې د دښمن پوځي چوڼۍ پرتې وې، او د ځاځيو پوځونو په اسانۍ سره رسېدنه کولای شوه.
دریم پوځي مرکز اورګون و، چې د وزیرستان قبایلو ته نږدې پروت او پر وړاندې يې د واڼا سیمې او نورې شا وخوا پوځي چوڼۍ پرتې وې. د دې نقشې سره سم هغه سرتيرې چې د کابل څخه راغلې دي، د ځدراڼو او منګلو د قومي لښکرو سره به یو ځای د سپه سالار تر مشرۍ لاندې خپله دنده پر مخ یوسي.
اړینې لارښوونې صادرې او د هر پوځي محاذ لپاره جوړې شوې جګړه ييزې نقشې ما ته وسپارل شوې.
د غوايي پر ۲۴ زه او شاه محمود خان د کم شمېر شاهي سپرو سرتيرو سره یو ځای د خپلو دندو پر لور وخوځېدو، د سپرلۍ وسایل مو اس او کچرې وې، څرنګه چې تر اوسه د تلیفوني اړيکو ټینګولو لپاره تارونه نه وه غځول شوي، (( ستاره دولت و سوار چپر مخابره می کردیم))
زه له دو شپو تېرولو وروسته اورګون ته ورسېدم، هلته يوه پوځي چوڼۍ پرته وه چې تل به درې کنډکه سرتيرې په کې ځای پر ځای وه. زما ورتګ د تاوده پوځي هرکلي سره مخ شو، ما باید په اورګون کې تر هر څه وړاندې پر دوو مسلو کار پيل کړی وای.
لومړی پوځي تیاری او چمتووالی:
دوهمه مسله د قومي لښکرو رابلل او د وزیرستان د ازادو قبایلو سره د اړېکو ټینګول وه. زمونږ پوځي کنډکونه په سملاسي توګه چمتو شوه، او د جګړې لارنقشه چې مې له ځان سره راوړې وه په اورګون کې مې د میشتو پوځي مشرانو په منځ کې کېښوده، او هر تن ته مې خپله، خپله دنده وسپارل. د پلان سره سم مې د جګړې لومړۍ کرښې چمتو او سرتيرې مې په کې ځای پر ځای کړه.
دوهمه مسله د قومي لښکرو راغوښتل او د ازادو قبایلو سره د اړیکو ټينګول وه، اورګون ته د رسېدلو سره سم چې کله شا وخوا خلګ خبر شوه، او هغه ژمنه چې د سپه سالار سره ځايي مشرانو په ګردېز کې کړې وه، له هر ډول ځنډ او خنډ پرته په ډېره مېړانه سره د خپلو وسلو او وسایلو سره یو ځای حاضر شوه، او تر ټولو مهمه همدا چې هغوی خپل ټول کورني اختلافات تر شا پرې ايښي وه او هره دنده چې به زما لخوا ورسپارل کېده، نو په ورین تندي به يې منل او پلې کول. هغوی په اړینو ځایونو کې سنګرونه ونیول، او دا ټولې چارې په يوه اوونۍ دننه کې بشپړې شوې.
تر هغه وروسته مې د وزیرستان مشرانو ته ليکونه ولېږل او هغوی مې ملي جهاد ته راوبلل. دښمن هم د ځان په مجهز کولو او زمونږ پر وړاندې د ډول، ډول منفي تبلیغاتو کولو ته زور ورکړی و، تر څو زمونږ پلانونه شنډ او له منځه يوسي.
پر له پسې خبرونه رارسېدل چې؛ هغوی خپلو پوځي چوڼیو ته نوي جنګي وسایل راوړي او له بل طرفه یې زیاتې پيسې لګولې تر څو د موقع څخه په ګټې اخیستنې سره د میشتو قومونو تر منځ زړو تربګنیو ته لمن ووهي او خپل پخوانۍ کارېدلې وسله (نفاق اچونه) بيا وکاروي. او د پيسو د لګولو تر څنګ يې د ولسونو د وېرولو او ګواښولو څخه هم کار اخیست.
دا ډول رارسېدلي راپورونه زما د اندېښنې لامل کېدل، زه پوهېدم زمونږ هڅې او کوښښونه که هر څومره زیات هم وي، بيا هم د یوه تجربه لرونکي دښمن پر وړاندې چې له کلونو راهیسي يې د ورته حالت څخه د ځان ایستلو لپاره زړه غوښتی وای، تر سره کولای شوه، او زمونږ هڅې يې پر وړاندې په نشت حساب وې.
زما باور پر خپل خدای ج او د پښتونستان د ميشتو ولسونو د ازادۍ غوښتنې پر مينه او ولوولو تکیه و، چې له نېکمرغه زما باور یې زیانمن نه کړ. د دوهمې اوونۍ په پای کې د مسعودو، وزیرو، احمدزي وزیرو، کابل خیل وزیرو او نورو قومونو مشرانو په راتګ پيل وکړ.
ملي جرګې او غونډې مو جوړي کړې، لکه څرنګه چې ولسونه د افغان دولت په تکل او اراده خبر شوې او پوه شوې وه، او د کلونو راهیسي د همدې ورځې په تمه وه، نو په ډېرې مېړانې يې زما بلنه او غوښتنه ومنل، د هېواد د خپلواکۍ په لاره کې يې په خپلو وسلو او امکاناتو سره یو ځای د هر ډول همکارۍ او سرښندنې ژمنې وکړې، او ملي جهاد ته يې چې د ایمان يو اړین رکن دی چمتوالی وښود.
کله چې مې د قبایلي مشرانو داسې سپېڅلې احساسات ولېدل، نو هماغه د کوچنیوالي د پېر متل مې یاد ته راغی چې؛ وايي: (( پيښې د انسانانو اصلي جوهر او د خپلواکۍ غوښتنې روح له منځه نه شې وړای)).
قومي جرګې په دوو ورځو کې پای ته ورسېدې، د یادو جرګو ښه والی په دې کې و چې؛ زمونږ د ټاکل شوې ملي موخې سره هیچا هم د نظر اختلاف نه درلود، او که کله هم یو وړوکی اختلاف رامنځ ته کېده نو هغه به هم د کار د کولو پر ډول او بڼه و، او هغه به هم د جرګې په غوڅ اکثریت پرېکړه کېده.
په يادو دوو ورځو کې ارزښتمنې پرېکړې او تګلارې جوړې، او د پلې کېدو لپاره يې ټينګې ژمنې واخیستل شوې، پرېکړې په دې ډول وې : کوم پښتانه ملېشه ځوانان چې د برتانویانو سره د واڼې، وټه خيلو، اشپانه، خیبر او نورو پوځي چاوڼیو کې دندې پر مخ وړي، باید زمونږ د ملي قضیې څخه خبر کړای شي، او که ممکن وه چې؛ له مونږ سره مرستې وکړي.
د یادې موخې تر لاسه کولو لپاره مو په دې ډول ليکونه وليکل:
(( د خپلواکۍ جګړه ده، د افغانستان دولت د جهاد چېغه کړې، د ملتونو درناوی او عزت په خپلواکۍ کې نغښتی دی، تاسو چې مسلمانان او افغانان یاست او ډېرې ارزښتمنې نقطې هم ستاسو په لاس کې دي، وه به ګورو چې؛ تاسو په دې ستره غزا کې څه تر سره کوئ)).
د یادو لیکونو رسول خورا ستونزمن کار و، قبایلي مشرانو ژمنه وکړه چې؛ هغوی به دا خطر پر ځان مني او خپله به يې د انګرېزانو په پوځي چاوڼيو کې تر قبایلي ملېشو رسوي. او همداسي يې وکړه.

د لومړۍ برخي پای

دوهم برخه

 

ځواب پرېږدئ

ستاسي ايميل به خپور نسي

error: Protected contents!