ټول حقوق د منډيګک بنسټ سره محفوظ دي
د سيمو تاريخي جغرافيه؛ له علامه رشاد سره مركې …
يادونه:
د ستر څښتن شكر ادا كوم، چې دا توفيق يې راوباښه، چې له ارواښاد استاد علامه عبدالشكور رشاد سره، د مركو لړۍ د نيټ له لارې له تاسو درنو سره شريكوم.
دا هغه مركې دي، چې درې كاله مخكې د كتاب په بڼه د ميوند كلتوري ټولنې له خوا د ښاغلي عبدالنافع همت په زيار چاپ شوې دي، چې د سيمو تاريخي جغرافيه نومېږي. ما دغه مركې د كليد اوونېزې لپاره له علامه صاحب سره ترسره كړې وې، چې د نوموړې اوونېزې له ۸۲ ګڼې تر ۱۵۳ ګڼې پورې په مسلسل ډول چاپ شوې دي.
اوس چې دا كرښې ليكم سترګې مې له اوښكو ډكې دي او هغه شېبې رايادېږي، چې ډېر ځله به هغه ستر استاد د ډېرې سختې ناروغۍ په حال كې هم له مركې ډډه نه كوله او په پوره مينه يې زما پوښتنو ته ځواب وايه او دا ځكه، چې پر استاد خپل وطن، ولس او د كليد اوونېزې لوستونكي ډېر ګران وو او نه يې غوښته، چې لوستونكي بېنوا پرېږدي.
خداى دې د علامه صاحب اروا ښاده لري
پوښتنه: درنه استاده! كه مهرباني وكړئ وواياست، چې كورمه كوم تاريخي بهيرونه تر شا پرې ايښي او جغرافيايي موقعيت يې څه ډول دى، خوشاله به شو؟
ځواب: كورمه د پښتنو يوه داسې سيمه ده، چې د هغه شمال ته سپين غر، غرب ته يې د مڼلو غرونه، جنوب ته يې د خوست سيمه واقع ده او شرق ته يې وركزي پښتانه اوسي.
په كورمه كې توري پښتانه ژوند كوي، د دغې درې په منځ كې يو رود دى، چې هغه هم د كورمې د رود په نامه شهرت لري. د كورمې رود، چې له سپين غره مخ په جنوب باندې ځي او بيا په شرق بهېږي، د عيسى خېلو په برابرۍ په اباسين ګډېږي او د اباسين له مرستيالانو څخه دى.
د دې رود نوم تقريبا څلور زره كاله مخكې په ريگويد كې ذكر شوى دى، چې د ريگويد په دوهم، پنځم او لسم كتاب كې يې بيان راغلى، هلته يې د كرومو په تلفظ راوړى دى او د اباسين له مرستيالانو څخه يې گڼلى دى. د پنځم كتاب په 93 باب كې ماروت (ماروت د باد رب النوع ته ويل كېده) ته خطاب كوي: ائ ماروته! له موږ څخه ژر مه تېرېږه، نه چې د راسا رود، نه چې د كرومو رود، نه چې د كوبا رود تا له مږ څخه وځنډوي. له راسا څخه مطلب د كونړ، له كرومو څخه د كورمې او له كوبا څخه د كابل رود مراد دى.
بطليموس دا كرومو نه بلكې كرمو ضبط كړى دى، خو هغه وايي، چې دا رود هم د اباسين له مرستيالانو رودونو څخه دى. دا سيمه، چې توري پښتانه په كې اوسي تقريبا څلور زره كلنه سابقه لري، ځكه په ريگويد كې د هغه ذكر راغلى، چې هغه ډېر قديمترين كتاب دى.
د غزنويانو په دوره كې د دې سيمې نوم په ځينو اثارو كې كرمان ليكل شوى او حتى ځينې كسان دا اشتباه كوي، چې گوندې له دې كرمانه څخه به مطلب د ايران كرمان وي، د ايران په جنوب كې هم كرمان شته دى، چې غرب ته يې فارس او شرق ته يې بلوچستان واقع دى.
هغه كرمان، چې په غزني يا د غزني او پېښور يا د غزني او لاهور تر منځ يادېږي، له هغه كرمان څخه مطلب كورمه ده، زموږ محققين بايد دې ته ملتفت وي، چې دغه سيمه د غزنويانو په دوره كې د كرمان په شكل باندې ضبظ شوېده او دا هغه د ايران كرمان نه دى.
پوښتنه: كورمه څه مانا ښندي او په كومې ژبې پورې اړونده كلمه ده؟
ځواب: دا پوښتنه دې زما په فكر ځواب نه شي پيدا كولى، ځكه دا كلمه څلور زره كاله د مخه مروجه وه، چې په ريگويد كې راغلې ده او دا فيصله هم ډېره گرانه ده، چې دا په كومې ژبې پورې تعلق لري، دغه برخه يې ماته مجهوله ده.
پوښتنه: درنه استاده! كه وواياست، چې په پخوانيو اثارو لكه په ريگويد كې د دغې سيمې ساحه څومره ښودل شوې ده، ايا اوس هم دا سيمه هغومره ساحه احتوا كوي او كه نه؟
ځواب: په رېگويد كې د رود نوم ياد شوى، كرومو؛ د رود پر غاړه باندې ابادۍ چې دي، هغه هم په دغه نامه ياد شوې دي، يعنې د سپين غره له لمنو څخه تر اباسينه پورې، د دې سيمې مركز توتكۍ ده.
پښتانه هغه سيمې يا هغه ځاى ته، چې هغه مركز په كې موجود دى، توتكۍ وايي، خو اوس په پاړه چنار باندې شهرت لري. پر توتكۍ باندې له اريوب ځاځيو څخه د پيواړ كوتل ور اوړي.