منډيګک
افغان تاريخ

د میرزکه خزانه (خزانه میرزکه)

لیکوال : استاد حبیب الله رفیع ژباړه : یوسف ظریفي (فقیرزی)

میرزکه خزانه
0 717

د کافر کوټ تپه چې د ګردیز ښار په دیرش کیلو مترۍ کې پرته ده مسیر یې د میرزکه له نیم سیند څخه اوویا متره فاصله لري .
په هغه دښته کې چې دې تپې ته مخامخ ده پاتې زیات پخواني اثار وجود لري د قبل الاسلام دورې مربوط دي نو له همدې کبله د سیمې خلکو هغه د کافر کوټ په نوم یادوه .
د تپې په لمن کې د زلال په نوم د اوبو یوه چینه ده چې همیشه روانه وي ، شتون لري او له زرګونو کلونو راهسې ټوله سیمه او ځمکې چې د چینې په شاوخوا پرتې دي خړوبوي چې هر ورځ به د کلي جینکۍ د اوبو وړلو لپاره راتللې او خپل منګي به یې ډکول .
شپږ پنځوس کاله وړاندې د سپرلي په موسم کې له چینې څخه د پيغلو یو کتار ، چې د چینې سره د نږدې کلي وې ، راغی ، پیغلو ښکلې جامې اغوستې وې او د اوبو وړلو لپاره یې له ځانه سره ښکلي منګي راوړي وو ، پیغلو خپل منګي ډکول چې په شګو کې یو څه وځلیدل یوې جینۍ هغې ته لاس وروړو او هغه یې را پورته کړ ، وي لیدل چې د سپينو زرو یوه سیکه ده ، د چینې ګرد چاپيره ځایونه یې راوسپړدل وي لیدل چې د شګو او خاورو لاندې نورې سیکې هم پرتې وې .
د انجونو د راتلو څخه وروسته د یوې خزانې د راوتلو (مندلو) اوازه هریخوا ته خوره شوه ، خلکو د چینې او خزانې خواته مخه کړه او هر کس په خپل وار له خزانې څخه سیکې راوویستلې او د کابل ، جلال اباد او پیښور په ښارونو کې یې خرڅې کړې داسې ویل کیږي چې خلکو د پنځوسو زرو په شاوخوا کې راویستلې وې چې ټولې بې ځایه لاړې .
د افغانستان د هغه وخت حکومت چې خبر تر لاسه کړ یو هیئت یې هلته واستاوه ؛ هیئت د چینې ګرد چاپيره ځایونه راوسپړدل او هلته یو کور راووت چې د کور هره برخه شپږ متره طول درلوده او په هغې کې دننه وړې وړې دانې هم وې .
هیئت له هغې ځایه څخه د لس زرو په اندازه سیکې لاسته راوړې چې له سپينو زرو او مسو څخه جوړې شوې وې او هغه ټولې یې د کابل نندارتون ته راوړې او په یوه خاصه المارۍ کې یې وساتلې .
د چینې سیکو د مختلفو زمانو او شاهانو سره اړیکه لرله ،څیړونکي باور لري چې ډیرې زړې سکې دوه نیم زره کاله پخوانۍ دي چې څلور سوه کاله وړاندې له میلاد څخه کیږي او د هغې وروستۍ سکې د دریمې میلادي پيړۍ دي چې په همدې ډول د کلکسیون چينې په خپله غیږه کې د اوو سو کلونو د افغانستان سکې په ځای کړې وې .
ویل کیږي چې دا چینه مقدسه وه د پخوانۍ زمانې خلکو دا عقیده درلوده چې څه مشکل به یې درلود د هغې مراد ته د رسیدلو لپاره به یې نذر نیولو او د سکې په شکل به نذرونه راوړل او بیا به یې د چینې د کوټو په شاوخوا کې خطا کولې او بیا به چا دا جراعت نه درلود تر څو چې له هغې مقدسې چینې څخه د خرڅ کلولو لپاره سکې راواخلي په همدې ترتیب په ټولیز ډول سکې تر هغه وخته راغلې وې .
ورځ په ورځ یې زیاتوالی پيدا کولو او د اوو سوو کلونو په تیریدو د خزانې شکل داسې لوي شو او د وخت په تیریدو د دې مقدسې چینې ابادي له منځه ولاړه او د کافر کوټ د تپې په شکل رامنځته شوه .
د چینې لومړنۍ سکې چې دوه زره او پنځه سوه کاله عمر لري ډیرې ابتدایه (لمړنۍ) دي چې له سپينو زرو جوړې دي ؛ یوه برخه لدې سکو څخه میله اي شکله دي او بله برخه یې د سپينو زرو له غیر منظمو ټوټو څخه هموارې شوې دي چې د انسانانو ، وسلو ، ونو ، الوتونکو(مرغانو) ، لمر ، ستورو ، ګلونو او د څارویو شکلونه پرې نقش شوې دي او ترې دا څرګندیږي چې افغانستان ته د یونانیانو له راتګ وړاندې ادیانو خپلې ځانګړې سکې درلودې چې د خپلو مشکلاتو د حل تر څنګ به یې پرې د خپل هنري ذوق ښکارندوي هم کوله چې دې ډول سکو د میرزکه له ختیځو ساحو څخه د ګندهارا او د سند تر سواحلو رواج درلود .

میرزکه خزانه

د میرزکه د کلیکسیون دوهم ډول سکې د دوه سوه او دیرش قبل میلاد کال سره اړیکه لري چې دریمې میلادي پيړۍ ته رسیږي او د شاهانو او شاهي کورنیو پورې اړه لري چې د هندوکش په جنوب کې یې حکومت کاوه.
له میرزکه څخه شپږ پنځوس کاله وړاندې کابو پنځوس زره سکې لاسته راغې چې له دې جملې څخه څلویښت زره سکې په همغه لمړي پړاو کې د سیمې د خلکو لاسته ولویدې چې په بازارونو کې په ډیره کمه بیه خرڅ شول او لدې جملې لس زره هغه یې د یو هیئت په واسطه کابل ته راوړل شوې .
هغه سکې چې له میرزکه ترلاسه شوي د کابل په نندارتون کې خوندي پرتې دي چې د بهرنیو پخواني پيژندونکو (باستان شناسان) لخوا وڅیړل شوې او ډير تاریخي مسایل یې ترې لاسته راوړه .
په هیواد کې د ۱۳۵۷ کال د غوي له اوومې کودتا څخه وروسته د افغانستان ملي موزیم د مسلسله خطرونو سره مخ شو او له دې ځایه بل ځای ته انتقال شو چې په دې وړلو (انتقال) کې ډيرې نیمګرتیاوې رامنځته شوې ، بلاخیره په ۱۳۷۱ لمریز کې د تنظیمي جګړو له امله دا غني او بې نظیر موزیم د چورمارانو په لاس چور شو او د هغې لوړ بیه اثار د نړیوالو قاچاقبرانو لاسته ولویدل او لدې جملې څخه د میرزکه څخه په لاس راغلې سکې یو ځل بیا له منځه ولاړلې او د میرزکه اثار ولوټل شول او په همدې وخت کې یو ځل بیا په ۱۳۷۳ کال د سیمې نفوذ لرونکو د پاکستاني قاچاقبرانو سره لاس یو کړ او د میرزکه په چینې کې یې په غیر قانوني ډول حرکتونه پيل کړل او ویل کیږي چې دا ځل د چینې سخاوت نور هم زیات شوی ؤ او د مسو او سپين زرو د سکو پخوا کې یې د سرو زرو سکې هم ورڅخه لاسته راوړل شوې او د دې سربیره د سرو زرو مجسمې هم دغو کنونکو لاسته راوړلې مګر د سیمې د خلکو د بې اتفاقي د دې سبب شوه چې دا حسرتناکه غلا بنده شوه .

ځواب پرېږدئ

ستاسي ايميل به خپور نسي

error: Protected contents!