منډيګک
افغان تاريخ

د پاچهی تر مخه سردار عبدالرحمن خان د انګرېزانو په باره کي څه نظر لاره؟

امير عبدالرحمن خان
0 215

هغه وخت چه د ١٨۶٩ م كال په جنوري كي د افغانستان پخواني پاچا (امير شېرعلي خان) و اميرمحمداعظم خان ته په جنګ کی ماتي وركړه او د دوهم وار د پاره د افغانستان پاچا سو، په دغه وخت كي اميرمحمداعظم خان او وراره يې (سردار عبدالرحمن خان) و ايران ته فراره سوه، كه څه هم چه عبدالرحمن خان ويله چه بايد يو داسي ڂائ ته ولاړ سو چه د افغانستان خاوري ته نژدې وي او كه يو وخت قضا او قدر ملګری وکړه چه بيرته په آسانه سره راتلائ سو، خو بالاخره ایران ته ولاړه او هلته په ايران كي اميرمحمداعظم خان په لنډ وخت كي د ناروغۍ په نسبت وفات سو او د ايران پاچا ناصرالدين شاه قاجار په امر په ډېرو شانداره مراسمو په بسطام كي ښخ كړه سو. خو سردار عبدالرحمن خان په مشهد كي تر درو ورڂو تېرولو وروسته د مرو شاجهان له لاري بخارا ته ولاړئ، او يو څو ورڂي بعد يې د سياسي مشكلاتو له كبله د بخارا ښار هم ترك كړئ او سمرقند ته راغلئ او هلته يئ خپل د ژوند راتلونكي يوولس كلونه تېر كړل.
په همدغه (١٨۶٩ م ) كال كي د امريكا رئيس جمهور يوليسيس گرانټ و تزاري روسيې ته د انډرو كرټين په نامه يو نوئ سفير مقرره كړئ. څرنگه چه نوئ سفير د روسیې او د روسي ژبي سره كاملأ ناآشنا ؤ، نو د ڂان لپاره يې ايوجين شوئلر خپل د سكرټر په حيث مقرره كړئ چه هغه تر ١٨٧۶م كال پوري په همدغه وظيفه كي په سینټ پيترزبرگ كي پاته سو.
ايوجين شوئلر د امريكا د نولسمي پېړۍ مشهوره اديب، ليكوال، سياح، او ډيپلوماټ ؤ. ده د روسي ژبي څخه د نامتو ليكوال ايوان ترگينېف مشهوره اثر (پلرونه او زامن) په انگليسي ژبه ترجمه كړئ ؤ او د همدغه ايوان ترگينېف په واسطه يې د روسيې د بل نوميالي ليكوال (ليو توليستوئ) سره د ١٨۶٧ م كال راهيسي شخصي پېژندگلوي پيدا كړې وه او په ١٨۶٨ كال كي يې د ليو توليستوئ سره يوه هفته تېره كړې وه چه نوموړي خپل (جنگ او صلح) كتاب و تمکیلېدو ته رسولئ ؤ اوشوئلر د ده د کتابخانې په تنظیمولو او مرتبولو کی هم کومک ورسره کړئ ؤ.

ايوجين شوئلر

د سياحت او ادب سره مينه وال او ډيپلوماټ شوئلر ډېر ژر د روسيې د پيتركبير د سوانح په ليكلو شروع وكړه او همېشه به په سېنټ پيترزبرگ كي (د روسيې د جغرافيايئ ټولني ) ومجلسو ته ورتلئ. په ١٨٧٣ م كال كي شوئلر اولين خارجي ؤ چه روسانو بلنه وركړه چه په مركزي آسيا كي د روسانو د نوي اشغال سوو ښارو او ولاياتو څخه ليدنه وكړي.
همدغه بلني او سفر و ايوجين شوئلر ته موقع مساعده كړه چه و تاشكند، بخارا، خوقند، سمرقند، او نورو ښارو ته د خپل سفر په ترڂ كي د امريكا د خارجه وزارت د پاره د روسيې د مركزي آسيا په باره كي يو مكمل راپور برابر او نوشته كړی چه د دې منطقې د خلگو، ژبي، كلتور، اقتصادي مناسباتو، او د ژوندانه نور ټوله اړخونه يې په مكمل ډول پكښي ثبت كړي وه.
ايوجين شوئلر خپل سفر د ١٨٧٣ د مارچ په مياشت كي شروع كړئ او تر اووه مياشتي سفر وروسته بيرته سېنت پيترزبرگ ته راغلئ. دا همدغه وخت دئ چه په افغانستان كي اميرشېرعلي خان خپل د دوهم وار پاچهي څلورم كال تر سره كوي، او سردار عبدالرحمن خان په سمرقند كي په تبعيد كي ژوند كوي او ايوجين شوئلر ورسره ويني، او د سردار عبدالرحمن خان سره خپله مكالمه په نوشته سوي راپور كي په لاندي ډول ثبتوي:

[ كله چه زه په سمرقند كي وم، ما د افغانستان دمعزول شهزاده ( سردار عبدالرحمن خان) سره مصاحبه وكړه او د نورو موضوعاتو تر څنگ، خبره د افغانستان او هندوستان تر مناسباتو پوري راغله. عبدالرحمن خان خپل په باره كي ډېر په اطمينان سره داسي احساس كاوه چه كه دئ محض اعلان وكړي، بالا ټوله خلگ د ده پر خوا كېږي، ويل يې چه د اميرشيرعلي خان څخه د افغانانو په دې نسبت ښه نه راڂي چه دئ دانگرېزانو خوش آمد كوي (هر څه چه هغه ورته وايئ هغه كوي).
ما پوښتنه ڂيني وكړه چه آيا و اميرشېرعلي خان ته د انگرېزانو امداد (اعانه، مالي مرسته) د افغانانو پر احساساتو باندي تاثير نه دئ كړئ؟
سردار عبدالرحمن خان وويله چه شايد پر اميرشېرعلي خان يې شخصأ تاثير كړئ وي، مگر خلگ په هيڅ رقم د انگلينډ څخه ښه نه وړي. او كه انگرېزان د هندوستان ټوله عايدات و افغانستان ته وركړي، بيا به هم دوئ د انگرېزانو سره مينه پيدا نه كړي.
وروسته ما ڂيني وپوښتل چه كه په هغه صورت كي چه د انگلينډ او بل مملكت سره جنگ سي، آيا افغانان به برخه پكښي واخلي؟
سردار عبدالرحمن خان وويل چه كه و افغانانو ته دا اطمينان وركول سي چه په هندوستان كي پر انگرېزانو حمله كېږي، او افغانان په دې مطمئين سي چه جنگ د هندوستان په مقابل كي نه دئ بلكه د انگرېزي سلطې په مقابل كي دئ، نو افغانان به پخپله خوښه او غير له كومي اعانې او مالي مرستي څخه په داسي جنگ كي برخه واخلي.
كه هغه څه حقيقت ولري چه سردار عبدالرحمن خان وويله، دا امكان لري چه يو خارجي قدرت چه د انگلينډ سره په جگړه اخته وي، و دوئ ته د دوئ په هندي تصاحباتو كي جدي مشكلات خلق كړي.]

( ايوجين شوئلر، د امريكا د متحده آيالاتو د سفارت سكرټر –
سېنټ پيترزبرگ ، د مارچ اوومه، د ١٨٧۴ م كال)

د امير د کورنۍ په اړه د منډيګک بنسټ يادښت:

هغه د امير محمد افضل خان مشر زوی او د دوست محمد خان لمسی و. په بلخ کې يې دوديزې زده کړې ترلاسه کړي.

ماندينې
لومړنی واده يې د سردار فقير محمد خان بارکزي د لور مريم بېگم چې لقب يې بوبو جهان قلای هزارا وه سره وکړ او له هغې يې هېڅ کوم اولاد پيدا نه شو. بيا يې دويم واده د بدخشان د يوه اوزبک مشر د لور بي بي وليده جهان سره وکړ. درېيم واده يې د بخارا د امير اعلحضرت امير المومنين سيد امير مظفر الدين عبدل خان بهادر سلطان د لور سره وکړ. څلورم واده يې د واخان يوې کنيزې، اصل بېگم چې پخوا گلراز بي بي نومېده وکړ، پينځم واده يې د سيد امير عتيق الله خان لور بي بي حليمې سره چې لقب يې بوبو جهان جاغدار بېگم سره وکړ، شپږم واده يې د مير حکيم خان د شبرغان نظام الدوله د لور سره وکړ. اووم واده يې يوې چترالۍ پېغلې صفورا بېگم چې لقب يې بي بي ستارو وه وکړ، اتم واده يې د بلخ د مزاري سيد د لور پادشا بېگم سره وکړ، نهم واده يې بي بي گلراز دويمې سره چې د قولاب وه واده وکړ. لسم واده يې يوې بلې قولابۍ پېغلې سره وکړ، يوولسم واده يې د بدخشان د مير محمد علي خان يفتلي مشرې لور ساجده بېگم سره وکړ چې له هغې يې هم اولاد و نه شو. دوولسم واده يې يوې بلې قولابۍ پېغلې سره وکړ. ديارلسم واده يې يوې چترالۍ سره چې نوم يې بي بي نېک آدمه وه وکړ څوارلسم واده يې د محمد حسين خان منگ د لور سره واده وکړ. د امير عبدالرحمن خان نه دوولس زامن او څلور لوڼې پاتې شوې.

زامن او لوڼې
سردار عبدالله خان (د مريم بېگم زوی)
سراج الملت و دين امير المومنين حبيب الله شاه سرکار والا (د اصل بېگم زوی)
سردار نصرالله خان نايب السلطنة اتواد الدوله (د اصل بېگم زوی)
سردار فتح الله خان (د اصل بېگم زوی)
سردار عبدالفحد خان (د اصل بېگم زوی)
سردار شمس الدين خان (د بي بي حليمې زوی)
سردار حفيظ الله خان (د بي بي گلراز زوی)
سردار محمد امين خان (د بي بي نېک قدم زوی)
سردار اسد الله خان (د قولابۍ کنيزې زوی)
سردار محمد افضل خان (د پادشا بېگم زوی)
سردار محمد عمر خان (د بي بي حليمې زوی)
سردار غلام علي جان (سخي داد خان) (د پادشا بېگم زوی)
گوهر خانم (د بي بي وليده جهان لور)
روقيه خانم (دصفورا بېگم لور)
فاطمه بېگم (د بي بي زهرا لور)
حاجره بېگم (د صفورا بېگم لور)

ځواب پرېږدئ

ستاسي ايميل به خپور نسي

error: Protected contents!