منډيګک
افغان تاريخ

د آريانا لومړنۍ پلازمېنه

0 567

د هیوادونو پلازمېنه یا پایتخت د مدني ژوند لومړنی ټاټوبی یا مرکز هم وي چې په ځانگړې پاملرنه او شرایطو جوړېږي .

په افغانستان کې یما پاچا لومړنی پاچا ؤ چې زرگونه کاله وړاندې یې په هېواد کې د دولت مؤسسه په اساسي توگه جوړه کړه، ده بلخ د دې مؤسسې د پلازمېنې په توگه ودان کړ او له همدې امله بلخ د ښارونو مور وبلل شو .

یما یا جمشېد دلته د یوې داسې پلازمېنې بنسټ کېښود چې نه یوازې په خپل وخت کې یو پر مختللی او بې جوړې ښار ؤ، بلکې په تاریخ کې د یوه نمونه ښار په توگه پاتې دی.

د آریانا لرغونی سپېڅلی کتاب اوستا شاهدي ور کوي چې کله یما واکمنۍ ته ورسېد نو د خدای په امر سره یې د :وارا: په نامه په بلخ کې د یوه پایتخت په جوړولو لاس پورې کړ چې موږ دې ډول ودانیو ته اوس شاهي ارگ وایو، ده په خپل لاس د دې وارې یا بارې وداني پیل کړه او ورو- ورو د بلخ ښار يا د لوړو بېرغونو ښار ودان شو .

د اوستا یو څپرکی ددې ارگ په جز‌ءیاتو خبرې کوي او موږ ته راښیي چې دا ارگ څنگه جوړشوی ؤ او څه لوازم یې درلودل .

د اوستا دا څپرکی وایې څښتن یما ته وویل ای د ویوانگټ زویه! ځمکه د پښو په پوندو ووهه! او لکه کلال غوندې خاوره په خپلو لاسونو خیشته او هواره کړه!

ده له دې لارښوونې سره سم ځمکه په پوندو ووهله او لکه د کلالانو غوندې یې خاوره په خپلو لاسونو خیشته او هواره کړه، بیا یې یوه داسې واره یا باره جوړه کړه چې هر کونج یې د اس د یوې سانگې یعنې یوه زغاست په اندازه اوږده درلودل، ددې احاطې منځ ته یې د اوبو ویاله راتېره کړه، د ویالې پر غاړه یې چمنونه کېښودل او شنیلي یې پرې وکرل داسې چې تل سمسور او تازه وو او واښه یې هېڅ وخت نه تمامېدل هلته یې ودانۍ او ماڼۍ جوړې کړې چې دننه او دباندې یې کوټې اوښکلې برنډې درلودې .

یما پاچا د بلخ د شاهي کلا په منځ کې هر لور ته کوڅې جوړې کړې، د میدان په برنۍ برخه کې یې لس، په منځنۍ برخه کې یې شپږ او په لاندینۍ برخه کې درې کوڅې جوړې کړې.

بیا یې په برنۍ برخه کې زرتنه ښځې او نارینه ځای پر ځای کړل، د منځنۍ برخې په کوڅو کې یې شپږ سوه تنه او په لاندینيٍ میدان کې یې درې سوه تنه واچول.

بیا یې په خپل طلایي لور یوه دروازه او یوه یوه کړکۍ ورته جوړه کړه چې د اړتیا وړ رڼا ورته راشي.

په دې ودانیو کې یې داسې نارینه او ښځې راغونډ کړل چې د ونې او بېیې له مخې دنگ او لوړ او ښکلا له مخې بې جوړې وو، په همدې ترتیب یې ښکلي مرغان او الوتکي پکې راغونډ کړل، د څاروو ښکلي او تندرست نسلونه یې پکې واچول، د ښکلو مېوو ونې یې پکې کېښودې او گټور نباتات یې پکې وکرل مطلب دا چې د انسانانو، څارویو، ونو اوبوټو ډیر ښکلي او وتلي توکي یې ددې وارې په بېلا بېلو ځایو نو کې راغونډ کړل.

په دې ترتیب یما د یوې داسې ښکلې او موزونې پلازمېنې بنسټ کېښود چې بې جوړې وه، اوسېدونکي یې تندرست او هوا او فضا یې موزون او په زړه پورې وو، اهریمن او شیطان یې د اوسېدونکو په منځ کې ځای نه درلود او ټولو د خوښۍ او نېکمرغۍ ژوند کاوه.

په دې ترتیب د یما شاهي ارگ د یوې داسې دقییقې نقشې له مخې جوړ شوی ؤ چې شاهي ماڼۍ او نورو ورسره ودانیو یې خاص جوړښت درلود، د هوا د چلېدلو او د ښکلا درلودلو بشپړ خیال پکې ساتل شوی ؤ، داوبو، باغونو او باغچو او د بېلابېلو برخو د منظم وېش پلان پکې تطبیق شوی ؤ، د نباتاتو او څارویو فارمونه پکې وو او دروانو اوبو تابیا یې شوې وه .

دا په خپل وخت کې یولوی نوښت او ابتکار ؤ او یما یو نوښتگراو نابغه پاچا ؤو چې په بلخ کې یې یو ښکلی ارگ جوړ کړ، د بلخ ښار یې پسې پراخه کړ، په لوړو دېوالونو یې د ازادۍ او ابادۍ لوړ بیرغونه ورپول.

له همدې سره د بلخ ښکلی ښار د ښارونو مور شو او د زمانو یاد گار.

بلخ تاريخي ښار او ښکلی ښار اوس په ویرانو بدل شوی، تاریخي آثار یې یا بېخي وران شوي یا د ورانیدو په حال کې دي په کنډوالو کې یې غیر فني کېندنې کېږي او آثار یې په قاچاقي توگه له هېواده وزي او د املوکو په بیه خر څېږي. د لرغونو آثارو او تاریخي ځایونو د ساتنې نړیوال او ملي مسؤول مرکزونه باید د افغانستان څه بلکه د نړۍ دې تاریخي ښار ته پاملرنه وکړي او څه چې پکې شته هغه له ویرانۍ او لوټمارۍ څخه  وژغوري.

ځواب پرېږدئ

ستاسي ايميل به خپور نسي

error: Protected contents!