منډيګک
افغان تاريخ

محمد امین خوگیاڼی

محمد امین خوگیاڼی
0 701

کله چی ۱۹۱۹ غازی امان الله استقلال اعلان کړلو د لمړی ځل لپاره محمد امین خوگیانی ته په ۱۹ کلنی کی د امانی حکومت له خوا هدایت وشوو چی دی باید د هغه تجربی په اساس چه ده ته له د خپل پلار علامه محمداسرائیل خان له خوا رسیدلی او هم دده خپلی تعلیمی تجربی چی په مدنی مکتبونو څخه لری دده نه ئی توقع وکړله چی دی باید دافغانستان اولین مدنی مکتب په مشرقی کی خلاص کړی ( دا هدایت د سردار نادرخان او سردار هاشم خان له خوا ده ته وشوو). او ددی توقع دلیل هم دته داسی بیان شوی وو چی ستا د پلار علامه محمداسرائیل خان کورنی محبوبیت د مشرقی د خلکو په منځ کی دومره ډیر دی ځکه چی په منطقه کی هیڅ چا د ده د جهادی او تبلیغی تصمیمونو سره مخالفت نه وو ښکاره کړی او هم ټولو ته په مشرقی کی د دی کورنی شهرت چه له ډیری پخوا نه ئی د مدنی تعلیماتو سره درلوده په منطقه کی ټوله ته معلومه خبره وه او ده. او کله چی ده په غله ډیر کی د مدنی مکتب په خلاصیدو کی محمداسرائیل خان خپله همکاری کوله نو ډیرو ډیرو مخالفینو ته ئي قناعت ورکړی وو چی مدنی تعلیم غیر اسلامی کار ندی. نو د همدغه دلیل په اساس د آمانی حکومت او خصوصاً سردار نادر خان او امانی حکومت پدی مطمُن وه چی ددی کورنی هر غړی چی په منطقه کی مخکی شی نو خلک ددی کورنی په تصمیم کی مخالفت نه کوی. او د دوی دا فکر صحیح وو، نو کله چی محمدامین خان د شجاعت مکتب د کږی (خوگیاڼو په زاړه ښار کی د ۱۲۹۹ کال (۱۹۲۱ عیسوی) کی افتتاح کړولو هیڅ چا مخالفت ښکاره نکړلو بلکه بر عکس ډیرو ډیرو کورنیو د هغی ملاتړ وکړلو. نو دا مدنی مکتب د افغانستان اولین مدنی مکتب په مشرقی کی او دوهمین په ټول افغانستان کی وو (د حبیبیه مکتب په افغانستان کی اولین مدنی مکتب گڼل کیږی چی د امیرحبیب اله خان په دوره کی د ۱۹۰۴ کی د هندی مهاجرونو په کمک خلاص شوی وو).
مشرقی د معارف معاون د ۱۳ سنبله ۱۳۰۳ تر جوزا ۱۳۰۵ (۱۹۲۴-۱۹۲۵)

محمد امین خوگیاڼی د په ۱۶/سنبله/۱۳۰۳ کال کی د مشرقی ولایت (اوسنی ننگرهار، لغمان، کنر او نورستان) د معارف معاون او وروسته به همدی کال کی د معارف د مدیر په حیث مقرر شوو. او په همدغه دوره کی یئ په لغمان (چارباغ صفا ښونځی) او په کامه کی مدنی ښونځی افتتاح کړل.
د ننگرهار د ولایت د مطبوعاتو معاون او د اتحاد مشرقی جریده ترجمان ۱۳۰۴/۷/۱۵ تر ۱۳۰۵/۳/۱۸
دننگرهار د ولایت د مطابع او مطبوعات مدیر او د آتحادمشرقی جریده مدیر او سر محرر د ۱۸ جوزای ۱۳۰۵ تا جدی ۱۳۰۸(۱۹۲۶-جنوری ۱۹۳۰)

محمد امین خوگیاڼی د ښه خدمتگاری آوازی آمانی حکومت ته روښانه وی او غوښتله ئی چه دده د لیاقت نه د افغانستان په هره گوډ کی استفاده وکړی نو د معارف نه وروسته یئ دی د ننگرهار د مطبوعاتو او اتحاد مشرقی اخبار د معاون او ترجمان په حیث تعین کړلو، او وروسته محمد امین خوگیاڼی د اتحاد مشرقی د مطبع او مطبوعاتو د سر محرر په حیث مقرر شوو او دا وظیفه ئی تر آمانی دوری تر اخره پوری په غاړه وه (د سقاوی انقلاب پوری). دده د مدیریت او سر محرری په دوره کی د اتحادمشرقی جریده چی دمیاشتی یو ځل په فارسی ژبه خپرونی لرلی د دوی د مدیریت په دوران کی په هفته کی یو ځل په خپریدلو پیل ورکړو او هم یئ یو مخ خبرونه د لمړی ځل لپاره په پښتو ژبه چاپیدل. دا جریده د اعلاحضرت امان الله خان د اول کال د سالگری سره سم او د اتحاد مشرقی د جرگی (چی نوم ئی د هغی نه اخستی دی) نه وروسته د حوت په لسمه ۱۲۹۸ د جمعه په ورځ د دی لمړی نشریه د شاهرخ خان کلشی (شاهرخ خان د علامه محمداسرائیل خان شاگرد وو) په مدیریت چاپ شوه. او په دغه شماره کی د مشرقی د جرگی په هکله خبرونه او هم د سپه سالار نادرخان عکس چی د جرگی د ډلی سره اخستی وو چاپ شوی وو. ددی اخبار کلیز گډیز په هغه وخت کی دوه نیمی افغانی وی. نو دا ویلای شوو چی ددی جریده دامانی دوری لمړی سر محرر د محمد اسرائیل خان شاگرد (شاهرخ خان) او آخری سر محرر ئی د ده زوی ښاغلی خوگیانی وو. دا هم باید ذکر شی چی ددی جریده لمړی سر محرر مرزا شاهرخ خان کاشی ملقب په چترالی او دوهم سر محرر برهان الدين کشککي او دریم سر محرر ئی محمد بشیر منشی زاده وو. د پورتی دوری په جریان کی د ۱۳۰۷/۸/۱۲ د اعلاحضرت امان الله خان په وکالت د شنوارو د نا آرامی جرگه کی گډون کړی او موفقه راستون شوی وو او د ۱۳۰۷/۱۲/۵ د هډه په لوی جرگی کی شامل وو (ددی جرگو معلومات دده د سوانح په کتاب کی ویلای شی)
روزنامهُ اصلاح ۱۳۰۸/۱۰/۱۸ تر ۱۳۱۰
محمد امین خوگیاڼی د سقاوی د انقلاب نه وروسته د سردار نادرشاه له خوا د اصلاح د نیمه رسمی دولتی اخبار مدیریت د جنوری ۱۹۳۰ په ډیره بهرانی دوره کی دا مسولیت په غاړه ورکړل شوو. او محمد امین خوگیاڼی ددی اخبار اداره د افغانستان د ملت د استقرار او آرامی لپاره د ۱۹۳۲ د مارچ تر میاشتی پوری موفقانه مخکی بوتله. د اصلاح اخبار نشریدل د سقاوی انقلاب په دوران کی د سردارنادرشاه په هدایت په جنوبی کی دلمړی ځل لپاره په نشریدلو شروع کړی او لمړی سر محرری ئی محمد حسن سلیمی وو. او د دوی نه وروسته ددی اخبار مدیر برهان الدین کشکی وټاکل شوو.
د انیس اخبار ۱۳۱۰/۱۲/۱۲ تر ۱۳۱۹
محمد امین خوگیاڼی د ۱۳۱۰/۱۲/۱۲ دانیس د اخبار د مدیر په حیث وټاکل شو او ددی اخبار مدیریت ئی تر ۱۳۱۹/۱۰/۱ پوری په غاړه وو چی ویلای شو چی دی ددی اخبار اوږدترین مدیر وو. د انیس اخبار د دوی د مدیریت په دوره کی خپل اعظمی اوج ته ورسیدو: اخبار د لمړی ځل لپاره مصوره شوه او هم انیس اخبار چی د میاشتی دوه ځله چاپیدو د خوکیانی صاحب هغه اوه نیز (هفته وار) اخبار کړلو. او هم ئی د انیس په اخبار کی د لمړی ځل لپاره پښتو مضامین ور شامل کړل او د هغی ۵۰ فیصده مضامین په پښتو نشریدل. او د ده د مدیریت په دوره کی د کلیز واقعاتو کتاب (سالنامه)، او د هر کال اخباری کلکسینونه چاپیدل چی تر اوسه ئی کاپی په کتابخانو کی پیدا کیږی شروع شول. ددی اخبار موسس او سر محرر مرحوم محی الدین انیس چی د لمړی ځل لپاره د انیس اخبار د ۱۳۰۶ کال کی نشر کړلو او کله چی محی الدین انیس بندی شو نو ښاغلی سرور جویا ددی اخبار سرمحرری د یوی لڼدی دوری لپاره په غاړه لرله او بیا د دی دوهم سر محرر محمد هاشم میوندوال او دریم مدیر ئی محمدامین خوگیانی وو.
ریاست مستقل مطبوعات مشاوریت ۱۳۱۹/۱۰/۱۱ تر ۱۳۲۵
محمد امین خوگیاڼی د ۱۳۱۹ کی د انیس د اخبار د مدیریت نه وروسته د افغانستان د اطلاعاتو او کلتور د مشاور په حیث وټاکل شو او دا وظیفه ئی تر ۱۳۲۵ کاله پوری په غاړه وه نو دلوستونکو د معلو مات لپاره باید ووایم چی خوگیانی صاحب په یاداشتونو کی دا ذکر کړی چی زما ددی مقرری خبر ماته زما دوست جناب صلاح الدین سلجوقی راوړلو.
د عدلیه وزارت معاونیت د ۱۳۲۵/۳/۳۲-۱۳۲۵/۱/۱ (جون ۱۹۴۶-مارچ ۱۹۴۸)
محمد امین خوگیاڼی چی دا وظیفه تر لاسه کړه نو د خپل ټولو زیر دستانو ته هدایت وکړلو چه زما د دفتر دروازه ټولو عاریضونو ته خلاصه ساتی او دغه توقع ستاسو ټولو نه هم لرم چی خپل ټول رسمی وخت خپلو وطندارانو ته په صادقانه توگه محیا کړی. او ددی سره سم ئی ډیرو مامورینو ته وظیفه ورکړه چی ټول ځنډ شوی دوسیئ او عریضی په چټکی سره مکملی کړی. د ده نه وروسته د عدلیه وزارت معاونیت میرسیدقاسم خان ته ور په غاړه شوو او بیا وروسته د هماغه وزارت وزیر هم شوو.
ریاست تمیز (قاضی القضات) د ۱۳۲۷/۱/۱-۱۳۲۹/۷/۷
د ۱۳۲۷ د حمل میاشت کی ده ته د افغانستان د غټ قاضی وظیفه ور په غاړه شوه . خوگیانی صاحب په دی دوره کی بیا خپل بیطرفه عدالت ته دوام ورکړو او په زرونو خلکو دده د عدالت او قضاوت راضیان او دعا گویان وه او ده د په دوره کی خلکو اعتماد د حکومت سره ډیر شوو. دا باید وویل شی چی د افغانستان قضای او عدلی اعتبار ددی نه مخکی د خلکو په منځ کی ډیر لږ وو.
عضو مجلس عالی اعیان د ۱۳۲۹/۷/۷ تر ۱۳۴۴
سناتور مشرانو جرگه د ۱۳۴۴/۷/۲۲ تر ۱۳۴۹/۷/۲۲
تقاعد ۱۳۴۹/۷/۲۲
تالیفات
حیات سید جمال الدین افغان د ۱۳۱۸ کال په کابل کی چاپ شوی
تتمة البیان فی تاریخ الافغان دری ترجمه د ۱۳۱۸ چاپ شوی دا کتاب خپله سید جمال الدین په عربی ژبه په ۱۳ کی په مصر کی لیکلی وو او بیا په ۱۳ کی په ترکیه کی د ….په عربی چاپ شوی. [1]
حیات سید علی ترمزی پیر بابائی بنیری د ۱۳۱۸ کال کی چاپ شوی
د قضا تاریخ (پشتو ژبه)
د پښتونولی څلی
تاریخ قضا (دری ژبه)
خوشحال خان خټک (نا چاپه )
د پښتونولی څروی

مقالی
خوگیاڼی صاحب د شپږ سوو (۶۰۰) نه زیاتی مقالی لیکلی دی چی ددی مقالو تاثیرات په داخل او خارج کی لوستونکو درلوده. لاندی د هغی دوری څو سیاسی او مشهوری مقالی: ۱ -همکاری برای فعالیت های برادران مسلمان ترکستان چینی سنکیانک از ۱۳۰۸ تا ۱۳۱۰ در روزنامه اصلاح ۲ – تاسیس مکاتب خانگی در سرحدات ازاد در مهمند و باجاور از ۱۳۱۱ تا عقرب ۱۳۱۲ ۳ – راپور مکمل جرگه اعلحضرت امان الله خان در سراج العمارت شهر جلا ل آباد و بحث قانون اساسی
وفات جدی ۱۳۶۴ (دسمبر ۱۹۸۵)
محمد امین خوگیاڼی د ۱۳۶۴ شمسی کال د جدی په پنځمه نیټه د شپی ۹ بجی د شپږ اتیا (۸۶) کلو په عمر د کابل د علی آباد روغتون کی د دی جهان نه سترگی پټی کړی.
نفر 10 محترم محمد امین خوگیانی .

ځواب پرېږدئ

ستاسي ايميل به خپور نسي

error: Protected contents!