منډيګک
افغان تاريخ

مولانا شمس الحق افغاني

ژباړه او راټولونه: عزت الله کوټوال

د پاکستان لومړی وزير ضياالحق مولانا ته د مډال ورکولو پر مهال، ۱۹۸۰ع
0 1،112

د نابغه اسیا، شمس العلماء شیخ القرآن علامه شمس الحق افغاني ( رحمة الله تعالی علیه ) ژوند ته لنډه کتنه:

د ده په اړه د دارالعلوم دیوبند مهتمم قاری محمد طیب رحمه الله فرمایلي: ” ما په ټوله اسیاء کې د افغاني په څیر عالم ندی لیدلی ” .

شیخ افغاني په ۱۷ د رمضان المبارک ۱۳۱۸هـ چې د۱۹۰۰ء سره سمون خوري په کوزه پښتونخوا پیښور ته نیژدې د چارسدې په تاریخي علاقه ترنګزو کې د مولانا غلام حیدر بن مولانا خان عالم ابن مولانا سعد الله په کور کې چې یو علمي او پښتنه کورنۍ وه، وزیږید.

ابتدائې زده کړې : ابتدائي تعلیم یې د خپل والد صاحب څخه حاصل کړی ، په ۱۹۰۹ء کې یې په ښوونځي کې داخله وکړه او په ۱۹۱۳ء کې ترې فارغ شو، له دې ورسته یې د خیبر پختونخوا او د افغانستان له مختلفو علماء کرامو څخه د اسلامي فنونو کتابونه وویل.

لوړې زده کړې: په ۱۹۲۰ء کال د لوړو زده کړو لپاره یې د هندوستان سترې مدرسې ( دارالعلوم دیوبند ) کې داخله واخیسته او په ۱۹۲۱ء کې یې د دارالعلوم دیوبند څخه د دورہ حدیث په کولو فراغت وشو او علم طب یې هم دارالعلوم کې زده کړ.

په ۱۹۲۲ء کې ورته دحج کولو سعادت هم په نصیب شو .

مشهور استادان: د نوموړي له استادانو څخه مشهور عالم دین د وخت محدث علامه انور شاہ کشمیري، علامه شبیر احمد عثماني، سید اصغر حسین، مولانا رسول خان هزاروي وغیرہ شامل دي.

تدریس : په ۱۹۲۳ء کې په مدرسه مظهرالعلوم کراچي کې صدر مدرس مقرر شو. په ۱۹۲۴ء کې په مدرسه ارشاد العلوم لاذکانه سند کې صدر مدرس ؤ. په ۱۹۴۸ء مدرسه قاسم العلوم لاهور کې د صدر مدرس په توګه تدریسي خدمات انجام کړل. په ۱۹۳۲ء دارالفیوض سند کې صدر مدرس مقرر شو. په ۱۹۳۳ء څخه تر ۱۹۳۹ء پورې دارالعلوم دیوبند کې د درجه علیا لپاره استاد او شیخ التفسیر وو. ۱۹۴۴ء جامعه ډابھیل کې د صدر مدرس په حیث مقرر شو.

۱۹۶۳ء په جامعه اسلامیه بهاولپور کې د شیخ التفسیر په منصب وټاکل شو او تقریبا ۱۲ کاله پورې یې تدریسي خدمات انجام کړل .نوموړی د پاکستان له جوړیدو مخکې د قلات د قاضي او د معارف وزیر هم پاتې شوی او هلته دده او ملګرو په محنت د (وفاق المدارس العربیة) په څیر ستره اسلامي اداره جوړه شوه چې لومړی صدر یې افغاني وو او دده په کوښښونو یې ډیره کامیابي حاصله کړه.

او ویل کیږي چې د افغاني لقب ورته د خپل استاد محدث العصر شیخ محمد انور شاه کشمیر رحمه الله له لورې ورکول شوی .

تصانیف: علامه افغاني رحمه الله ډیر اهم او مفید کتابونه لیکلي چې يو څو مشهور یې دا دي:

۱ علوم القرآن (اردو، پښتو او دري ژباړه) ۲ سوشلزم اور اسلام ۳ معین القضاۃ و المفتیین (عربی) ۴ شرح ترمذي (عربي) ۵ عالمی مشکلات اور ان کا قرآنی حل ۶ تصوف اور تعمیر کردار ۷ اسلامی جهاد ۸ کمیونزم اور اسلام ۹ احکام القرآن ۱۰ مفردات القرآن ۱۱ مشکلات القرآن ۱۲ اسلام اور ساینس ۱۳ شرح دیوان ضابطه ۱۴ مکتوبات افغاني

د دار العلوم دیوبند له طرفه ( شهر دھانند ) ته د ارتداد د فتنې او (شدهی تحریک) لپاره چې کوم ۵۰ پنځوست مبلغین لیږل شوي وو ، د هغو مشر او آمیر علامه افغاني صاحب وو، دده تبلیغي هڅو رنګ راوړ، برآې نام مسلمانان د ارتداد څخه وژغورل شو او بې شمار هندوانو هم دلته اسلام قبول کړ.

نوموړي له دې څخه علاوه د عصري علومو طبقې ته هم په دعوت او اصلاح کې ډیر کوښښ کړی.

د یو کال په موده کې یې د دارالعلوم دیوبند په کتابتون کې د نادرو کتابو مطالعه هم وکړه . همدارنګه د قیام حجاز په دوران کې یې هم د سلطان عبدالحمید خان په مکتبه (حمیدیه) کې پراخه مطالعه وکړه .

۲ د بخاري شریف تدریس: کله چې د متحده هندوستان په ډابهیل دارالعلوم کې د وخت عظیم محدث او امام علامه محمد انور شاه کشمیري رحمة الله علیه وفات شو نو د احادیثو د تدریس لپاره علامه شبیر احمد عثماني رحمة الله علیه د بخاري شریف تدریس په ۱۹۴۴ء کې افغاني رحمة الله علیه د نابغه اسیا، شمس العلماء شیخ القرآن علامه شمس الحق افغاني ( رحمة الله تعالی علیه ) ژوند ته لنډه کتنه:

د ده په اړه د دارالعلوم دیوبند مهتمم قاری محمد طیب رحمه الله فرمایلي: “ما په ټوله اسیاء کې د افغاني په څیر عالم ندی لیدلی”.

او ویل کیږي چې د افغاني لقب ورته د خپل استاد محدث العصر شیخ محمد انور شاه کشمیر رحمه الله له لورې ورکول شوی .

۱۹۶۳ء په جامعه اسلامیه بهاولپور کې د شیخ التفسیر په منصب وټاکل شو او تقریبا ۱۲ کاله پورې یې تدریسي خدمات انجام کړل .
 
نوموړی د پاکستان له جوړیدو مخکې د قلات د قاضي او د معارف وزیر هم پاتې شوی او هلته دده او ملګرو په محنت د (وفاق المدارس العربیة) په څیر ستره اسلامي اداره جوړه شوه چې لومړی صدر یې افغاني وو او دده په کوښښونو یې ډیره کامیابي حاصله کړه.

 

ځواب پرېږدئ

ستاسي ايميل به خپور نسي

error: Protected contents!