منډيګک
افغان تاريخ

د كندهار بلوا

0 531

څه موده مخکي، زما ګران دوست فرید میوندي په فیسبوک کي د کندهار ۱۹۵۹ د بلوا په باب یوه خورا جالبه خاطره د خپلو فیسبوکي یارانو سره شریکه کړه. خدای سته چي د میوندي صاحب د کندهار د ښار همدې تاریخي خاطرې په ما کي دا احساس راوپاراوهچي د دې بلوا په اړه څه مطالعه وکم. پدې قصې بانديڅه ځان خبر کړم، او د امکان تر حده پوري د قضیېعوامل او سببونه وپلټم. د تحقیق په بهیر کي دا خیال هم را پیدا سو چي کاشکي خپل معلومات او مفکورېراغونډي کم، او له خپلو ملګرو سره ئې شریکي کړم.زما همدا شخصي هڅه او ذهني تلوسه کرار کرار پدې مقالې بدله سوه.

البته د تل په شان په اول سر کي د کندهار د بلوا په باره څېړنه څه ګرانه وه. اول لاس مواد او اثار کم ول. څه چي زما سره موجود ول، هغه په هیڅ وجه کافي نه ول. خو بیا هم د خپل شخصي کتابتون تر څنګ مي د واشنګټن په ساحه کي د خپلو انډیوالانو سره د څه وخت لپاره دا موضوع د شپو په بانډارونو کي مطرح کوله. پدې باره کي به مي د هغوی خاطرې راسپړلې، معلومات مي ترې حاصلول، او څه مفکورې مو سره تبادله کولې. مدام به مو په ګده نوي سوالونه مطرح کول. قضیه به مو لهمختلفو زاویو څخه څېړله، او هم به مو پر ځینو جنجالي مسایلو باندي بحث کاوه.

د څه وخت، مطالعې، او سوچ راوروسته، مسله بالاخرهڅه ورښانه سوه. ابهامات څه حل سول، او د حادثې مختلف ابعاد څه راڅرګند سول. معنا دا چي د کندهار ۱۹۵۹ بلوا ورو ورو خپل خاص شکل او محتوا غوره کړه. د بلوا په باب په عمومي توګه یو نسبتا جامع او ژورتصور رامینځته سو، او پدې برخه کي ځیني مفکورېخپل طبیعي پوخوالي ته ورسېدلې.

د دې تر څنګ مي د ځینو نورو عزتمنو کندهاري منورینواو دوستانو سره په ټیلفوني مکالمو کي اول لاس معلومات، پخې مشورې، او ښکلي خاطرې تر لاسه کړې. د خوشحالۍ ځای دا دی چي د ۱۹۵۰ او ۱۹۶۰ په کلونو کي کندهار د فکري او سیاسي لحاظه یو ډینامیک او تپاند ښار وو. د سیاسي ګرداوونو نوښتګر مرکز وو. د تنویر او روشنفکرۍ له لحاظه، کندهار هله په ملي سویهیو استثنايي ولایت وو. اکثره ښاري اوسېدونکي ئې تحصیل کرده ول. زیاتره ئې د کندهاري تجارو او ملي بورژوازي بچیان ول، معنا د دولتي چوکاټ څخه بهر د مستقل عاید خاوندان ول. همدې اقتصادي استقلال او ځان بسیاتوب د کندهار و زیاتره منورینو ته د دې فرصت او ازادي ورکړې وه چي د حکومت په اپوزېشن کي وي،او کله نا کله حتی په ټکر کي هم ورسره واقع سي.مطلب مي دا دی چي په مجموع کي د کندهار مینځنۍ طبقه پرمختللې، پراخه، او ماهره وه، البته د افغانستان په سطح کي.

که څه هم د سلطنت په دوران کي د کندهار و عصري انکشاف او تعلیم ته کمه خاصه توجه نه وه سوې، او حتی عمدي غفلت لا هم ورسره سوی وو، خو بیا هم  کندهاري منورنیو په دواړوو مهمو ملي جریانونو کي -یعني په مشروطیت او وېښ زلمیانو کي – پراخ ګډون لاره، او تل ئې د ملي جریانانو په لیډرشیپ مطرح څېرې لرلې.

د ۱۹۵۰ او ۱۹۶۰ په کلونو کي، د کندهار د ښار هوټلونه، تجارتي دفترونه، او د باڼدار شخصي کوټې د نویو او مترقي افکارو د جر و بحث میدانونه ول. پدې وخت کي، په زرهاوو کندهاري ځوانانو و سیاسي فعالیت ته مخه کړې وه، او په ښاري ځوانانو کي مترقي او چپي افکار ورځ په ورځ غښتلي کېدل. په ګرده ښار کي، د وطپالني او مترقي نظریاتو خوږ زوږ خور وو. مطلب دا چي د مشروطیت او وېښ زلمیانو حرکتونو په کندهار کي اوږده سابقه، ژوري رېښې، او پراخ نفوذ لاره. د دغو دوو ملي جریانانو غړي لا هم پدې وخت کيپه کندهار کي ژوندي او فعاله ول. لنډه دا چي پدې وخت کي په کندهار کي د روشنفکرانو او تحصیل کرده ګانویو ډول تورم ایجاد سوی وو، او و کابل ته د خطرناکه مغزي فرار نوې څپه لا نه وه را شروع سوې.

د حادثې څرنګوالی

د ۱۹۵۹ د استقلال د جشن په جریان کي، د سلطنتي کورنۍ او ځینو نورو عالي رتبه مامورینو میرمني او لوڼي په لڅ مخ په عام محضر کي راښکاره سوې. دا وخت د صدراعظم محمد داود خان حکومت وو، او داود خان اراده لرله چي په افغانستان کي د ښځو نهضت یو ځل بیا راپیل کړي. د داود خان حکومت پدې وخت کي په ځان ډاډه وو، او ګومان ئې کاوه چي محافظه کاران او د ښځو د ازادۍ مخالفان کم خاص عکس العمل نه سي کولای، او معنا بیا د غازي امان الله خان کانه نه تکراریږي. ځکه پدې وخت کي، د افغانستان سلطنتي پوځ د شوروي اتحاد په وسلو سبمال سوی وو، او اردو زیات امکانات لرل. دغه راز د رفع حجاب تر مخه ځینو ښځو په راډیو، نرسینګ، او مکاتبو کي پراخه او په شوق ونډه اخیستې وه، او د خپلو نورو حقه حقوقو د لاسته راوړلو په منظور ئې کمپین هم کاوه. خو ټولو ښځو د کور بهر چادري کوله.

د جشن تر مراسمو را وروسته، د صدراعظم محمد داود خان حکومت په هیواد کي خپل والیان هم دېته تشویق کړل چي د مخ لڅي په نهضت کي برخه واخلي، او په خپلو ولایاتو کي عالي رتبه مامورین دېته تشویق کړي چي خپلو میرمنو ته اجازه ورکړي چي د چادري له توره زندانه راووځي، د وطن په ابادولو کي پوره ونډه  واخلي، او د افغان ولس سم نیم نفوس د هیواد په فرهنګي او اقتصادي ودي کي فعال ګډون وکړي.

په کندهار کي، د وخت ګورنر محمد صدیق خان وزیري هم د مرکز په تعقیب په کندهار کي د مخ لڅي و نهضت ته فعالیت پیل کړ چي په نتیجه کي د ۱۹۵۹ د بلوا یو بلعامل سو.

بلخوا، په افغان لیکوالانو کي د وېښ زلمیانو مشهور مبارز غړی مرحوم محمد علم بڅرکي د کندهار ۱۹۵۹ د بلوا یو اصلي علت پر فيوډالانو او دوکاندرانو باندي د مالیاتو یو دم او ناڅاپه جګوالی بولي. «د کندهار بلوا په اصل کي د لوڅ مخۍ موضوع نه وه، بلکي مالي موضوع وه.»بڅرکي صاحب لیکي چي له یوې خوا د مالیاتو ډېرېدل فیوډالان خوابدي کړي ول، او له بلي خوا د ښځو د لڅ مخۍ نهضت محافظه کاره ملایان او په جامعه کي نور ارتجاعي عناصر قهرولي ول. همدې ګډ قهر او نارضایتهغوی سره متحد او منظم کړي ول.

پدې مرحله کي، د ښځو د حقوقو د نهضت موضوع د کندهار منورین او محافظه کاران سره مخامخ کړي ول، او دې تقابل څو میاشتي په بر کي ونیولې. د کندهار منورینو د طلوع افغان د جریدې له لاري د ښځو د حقه حقوقو ملاتړ کاوه، او پدې ارتباط ئې مقالې او ترجمې نشرولې. ځینو ویښ زلمیانو د ښځو د حقوقو لپاره د یوېغیر رسمي شبکې په توګه فعالیت کاوه. ځکه د ښارروشنفکرانو د ښځو له لڅ مخۍ سره «پوره همنوايي درلوده.» پدې مبارزه کي، د کندهار ښځو او منورینوعملا برخه اخیستې وه. د مثال په توګه، محترمه مېرمن ساجده بڅرکي او متحرمه مېرمن نفیسه سلیمي «په خورا مېړانه خپل طبیعي او بشري حق ته ور ودانګل.» په کندهار کی، همدا دوې محترمي مېرمني د لومړی ځل لپاره لڅ مخ و بهر ته راووتلې، او تاریخي وړیا ئې وګټی.

په مقابل کي، ارتجاعي ډلي هم ارامي نه وې ناستي،هغوی د ښځو د نهضت په مخالفت کي په ماجتونو او بازارونو کي جلوسونه کول. په پاکستان کي ئې د ښځو د نهضت پر خلاف رساله چاپ کړې وه، او د کندهار په ماجتونو کي ئې خورول. په ښار کي، محلي ارتجاع د «بې سترۍ» او «ناموس دارۍ» درواغجن شعارونه ورکول، او د ښځو د نهضت پر خلاف ئې د بې سوادو خلګو احساسات راپارول. تر بلوا یوه ورځ مخکي ئې د ښار په متخلفو محلو کي اعلامیې هم ځوړند کړي وې.

خو د دې ټولو فعالیتونو او سیاسي جنجالونو سره سره،د کندهار ګورنر محمد صدیق خان بېده وو. اقدامات ئې زیاتره یو «لیوني» ته پاته کېدل. د ښاغلي بڅرکي په قول، په کندهار کي د ښځو د نهضت مسله دونه په «بد خوندۍ» عملي سوه چي «تاریخ هغه هیڅکله نه سي هېرولای.» بڅرکي صاحب پخپل کتاب کي ګورنر صدیق خان نهایت مغروره، بې پروا، او بې کفایته معرفي کوي. د لیکوال بل نظر دا دی چي حکومت غوښتل چي په کندهار کي یوه حادثه را مینځته سي، څو حکومت خپل قدرت وښيي، او نور ولایات وډاروي. (وېښ ځلمیان، مخونه ۱۰۲-۱۰۹).

ساجدې بڅرکي:
ساجده بڅرکې په عامه توګه په افغانستان کي او په ځانګړې توګه په کندهار کي د ښځو د نهضت یا غورځنګ خښته ایښونکې وه، په کال ۱۹۲۷م کي د کندهار په یوه علمي او مذهبي کورنۍ کي زیږیدلې ده.او دې نړۍ کې سترګي روڼي کړي دي. ساجده د علیجانخان لور وه، چي په خپله سیمه یعني ښارصفا کي په بابک شهرت درلود.

دغه راز، د افغانستان د چارو مشهور امریکايي لیکوال فقید لویس دوپري په خپل کلاسیک کتاب کي لیکي چي د کندهار د بلوا یو اساسي عامل د مالیاتو راټول او اضافه کول بولي. ښاغلي دوپري لیکي چي د کندهار فیوډالانو مالیه نه ورکوله، او هر کال چي به کم ګورنر د هغوی څخه د مالیاتو د راټولو خبره یاده کړه، د کندهار زمینداران به په خرقه شریفه ننوتل او بست به ئې اعلان کړ. پسله څه مودې به والي هم دا خبره هېره کړه، او کندهاري فیوډالان به بېرته خپلو کورونه ته کامیابه ستانه سول. خو دا ځل صدراعظم محمد داود خان د کندهار ګورنر ته امر کړی وو چي د هغوی سره دي هیڅ ډول نرمښت نه کوي، او د کندهار فیوډالان باید دېته مجبوره سي چي نه یوازي مالیات ورکړي، بلکي اضافه مالیات هم ومني. دغه زار، د کندهار د ښار تجار او دوکاندارن هم باید پر خپلو عایداتو باندي مالیه ورکړي.

کله چي د یوې غونډي په ترڅ کي ګورنر محمد صدیق خان وزیري د حکومت دریځ و کندهاري فیوډالانو، تجارو،او دوکاندارانو ته اعلان کړ، د کندهار فیوډالان د پخواني عادت سره سم مخ د خرقې شریفي په لور رهي سول. مګر دا پلا د هغوی مخ عسکرو او پولیسو نیولی وو، او هغوی ته اجازه ور نه کړه سوه چي په خرقه شریفه کي بست اعلان کړي. نو بنا، دا خلګ د ښار په بازارونو او کوڅو کي تیت سول، او د مخ لڅي پرضد ئې د کندهار پایلوچان، د ښار ډانګیان، او نور بېکاره ځوانان راوپارول چي په نتیجه کي د کندهار ۱۹۵۹ بلوا ایجاده سوه.دوپري لیکي چي بلوا ډېر ژر د جنرال خان محمد خان د مهارت په وجه ختمه سوه،‌ او ښايي درې کسه پکښي مړه او اته تنه ټپیان سوي وي (مخونه- ۵۳۶-۵۳۷).

دفاع وزير خان محمد خان

د یوې ورځنۍ بلوا په جریان کي، بلواګرانو د حکومت پرځینو تاسیساتو باندي حملې وکړې. د زرغونې انا دانجونو پر مکتب باندي برید وسو. بلواګران د ښځو و یوه حمام ته ننوتل. ځینو د کندهار ښار سینما او فلمونه وسوځل. ځيني دوکانونه چور سول. اعتراض کونکو د امریکا د ایډ د دفتر یو کارکونکی ټپي کړ، او د هغوی د دفتر نور سامان الات ئې خراب کړل. او دغه راز مظاهرچیانو د کندهار په ښار کي پر هغو کندهاري منورینو باندي حملې وکړې چي د ښخو د نهضت طرفداره ول، او یا ئې خپلي مېرمني دېته هڅولې چي د مخ لڅۍ په نهضت کي برخه واخلي. د مثال په توګه، بلواګرانو پر سلیمي صاحب باندي حمله وکړه او د هغه موټر ئې ور خراب کړ.


کندهار سینما، چي په ۱۳۳۸ ش کال په کندهار کي دښځو د لڅ مخي او آزادۍ پر خلاف يوه بلوا او اغتشاش جوړ سو، په دې بلوا کي خلګو د کندهار سینما هم وسوځل. وداني اوس نسته او پرځای یې عمر جامع مسجد جوړ سوی.
۱۹۵۱زیږدیږکال.

په هر صورت، د جنرال خان محمد خان قواوو فقط په څو ساعتونو کي بلواګران وځپل، یو شمېر خلګ توقیف سول، او  ۱۷۲ تنه کابل ته بندي واستول سول. د حکومت او مخالفینو تر مینځ تشدد او مرګه ژوبله هم پېښه سوه. دوپري وايي چي ټوټال درې کسه وژل سوي دي. خو فرهنګ د ۶۰ کسانو د مرګ ذکر وي چي په اغلب ګومان مبالغه ده.  داسي ښکاري چي فرهنګ د سیاسي ملحوظاتو په خاطر د وژل سویو کسانو تعداد جګ ښيي(افغانستان در پنج قرن اخیر، مخونه – ۴۷۰-۴۷۱).

د کندهار بلوا په باب د نورو لیکوالانو مختلف نظرونه

باید په سر کي ووایم چي د افغان او خارجي لیکوالانوپه مینځ کي یوازي محترم بڅرکي صاحب او دوپري د کندهار بلوا ته څه توجه کړې ده. بڅرکي او دوپري دواړه لیکي چی د دې بلوا یو  اساسي سبب د مالیاتو ډېرول وو. د هغوی همدا ټکی را وروسته لیکوالانو په مختلفو اشکالو سره تکرار کړی دی. ځینو خارجي لیکوالانو خو حتی د دوپري بېچاره نوم قدري هم ندی اخیستی، او د فقید دوپري خبري ئې په ناحقه په ځان پوري تړلي دي.

د صدراعظم محمد داود خان د حکومت نظر د هغه قلم مخصوص ښاغلي محمد حسن شرق پخپل کتاب کي بیان  کړی دی. شرق لیکي چي د کندهار بلوا د داود خان د «مخالفانو» یو «مسلحانه قیام» وو، معنا د کابل حکومت د کندهار بلوا ته د یوه وسلوال پاڅون په سترګه کتل. او هغه ئې غالبا د پاکستان دسیسه بلله. شرق اضافه کوي چي د کندهار بلوا دوې ورځي دوام درلود، خو د پولیسو او د کندهار د ښاریانو لخوا ختمه سوه (کرباس پوشهای برهنه پا، شرق، مخ- ۶۶).

د افغانستان په چارو کي بل ژوندی امریکايي عالم برانیت روبین عقیده لري چي پدې وخت کي شهید داودخان ځان قوي احساسوی. هغه پوهېدی چي قوي اردو لري او کولای سي چي د ملایانو او نورو محافظه کارانو مقابله وکړي. همدا علت وو چي داود خان د ښځو نهضت را مخته کړ، څو د ملایانو او محافظه کارانو سره ټکر ایجاد سي (د افغانستان ټوټه کېدل، روبین. مخ –۷۲).

پوهاند عبدالشکور رشاد لیکي چي د کندهار والي محمد صدیق خان د داود خان په تقلید په کندهار کي هم مجلسونه جوړ کړل، او د مامورینو او مخور خلګو څخه ئې وغوښتل چي د خپلو ښځو سره یو ځای پدې مېلمستیاوو کي برخه واخلي.

«دې کار په خلکو کي د بلوا هڅه پیل کړه.» پدې بلوا کي څو تنه ووژل سول، او ۱۷۲ تنه کابل ته بندیان واستول سول. پدې ګرفتاریو کي حاجي حبیب الله بامیزی، د کرز صالح محمد خان پوپلزی، عبدالقدوس خان بارکزی، میراحمد جان محمدزی، ملک شکور پوپلزی، عبدالصمد اخوندزاده خروټي، او محمد اسحاق علومي نومونه یادوي (د کندهار یاداښتونه، دوهم جلد، رشاد. مخونه ۲۴۴-۲۴۵).

د (داود خان د کي جي بي په لومو کي) مولف لیکي چي د ګورنر محمد صدیق خان او د ولایت د ژاندارم قومندانډګروال سردار محمد اکرم د ځینو مامورینو ښځي د «بریچې او پولیسو په زور مخ لڅي او بې حجابه بازار او کوڅو ته راوایستلې، څو په کندهار کي خلګو ددې عمل په مقابل کي د مولوي عبدالصمد اخوندزاده په مشرې د خپلو ملي او اسلامي شیوناتو د ساتني په خاطر» په اعتراض لاس پوري کړ (مخونه ۴-۵).

د دغو نظرونو تر کتلو را وروسته به اول د بلوا و تیوري ته څه لنډ نظر و سي او بیا به نهايي نتیجه ګیري وسي.

کندهار سینما چي په ۱۳۳۸ش کال په کندهار کي دښځو د لڅ مخي او آزادۍ پر خلاف يوه بلوا او اغتشاش جوړ سو، په دې بلوا کي خلګو د کندهار سینما هم وسوځل. وداني اوس نسته او پرځای یې عمر جامع مسجد جوړ سوی.

نتیجه

ښاري قیامونه د جهان په ګوټ ګوټ کي پېښ سوي دي، او نن سبا حتی په پرمختللو ملکونو کي لکه امریکا او اروپايي هیوادونو کي هم کله نا کله ښاري بلواګاني پېښېږي. ښاري بلواګاني عموما د خلګو د عمومي شکایت، نارضایت، او یا مخالفت په ترڅ کي واقع کېږي. په امریکا کي، ښاري پاڅونونه عموما نژادي کیفیت او بعدونه لري. عموما د سپین او تور موضوع وي. د پولیس د بد او سخت چلن مشکل وي. او یا  هم په لویو ښارونو کي د اقلیتونو په مینځ کي د فقر او بې کاري ستونزه ښاري بلواګاني او اعتراضونه راوزېږوي. په بل عبارت، پهپرمختللو ملکونو کي ښاري بلواګاني د اقتصادي نابرابریو، محرومیت، او بې عدالتیو په مقابل کي یو جمعي او ګډ اعتراض وي. کله نا کله، په درېیمه نړۍ کيښاري قیامونه عموما د اشغالګرو قواوو پر ضدنشنالستي پاڅونونه وي. په هند کي، بلواګاني عموما مذهبي عوامل لري.

مګر د کندهار بلوا نه نژادي اړخ لري، نه د ازادي لپاره یو قیام وو، او نه ئې هم کم خاص مذهبي عوامل لرل. د کندهار بلوا لکه څرنګه چي له نامه څخه ئې ښکاره ده، یوه سپېره توره بلوا وه. یو نبستا منظم ارتجاعي بغاوت وو. استاد حبیبي ئې «یو ارتجعانه حرکت» بولي چي زه کاملا ورسره موافق یم (د افغانستان پېښلیک، حبیبي. مخ ۳۰۹).

په بل عبارت، بلواګرانو هیڅ کم عالي هدف نه لاره. اکثره د کندهار د ښار لوچګان، ډانګيان، او د چور او تالانلپاره چمتو خلګ ول. معنا دا چي بلواګران نه د مطمین برق، نه د پاخه سړک، نه د مجهز عصري مکتب، او نه هم د اجتماعي عدالت لپاره راپاڅېدلي ول، بلکي په یوېبې هدفه ارتجاعي بلوا کي ئې لاشعوري برخه اخیستې وه.

د کندهار د ۱۹۵۹ بلوا د نورو د عواملو او سببونو په برخه کي باید دا ووایم چي لومړی د بلوا په ایجادولو کي د محلي حکومت بې کفایتي له ورایه ښکاري. په یوه کلام کي، د کندهار والي د رفع حجاب مسله غلطه سمبال کړې وه. ځکه امر یوازي دولتي مامورینو ته راجع وو، خو داسي ښکاري چي د کندهار ګورنر – البته د حکم تر صلاحیت او چوکاټ بهر – عام خلګ، تجار، او محلي مشران دېته هڅولي او یا هم تهدید کړي ول چي خپلي ښځي راوباسي. په نهایت کي همدا بې کفایتي وه چي ګورنر صدیق خان برطرفه او «تحت الحفظ» کابل ته واستول سو، او پر ځای جنرال خان محمد خان مقرره سو (رشاد).

دوهم، د افغانستان اکثره ښاري جامعه د ښځو د نهضت تحول ته چمتو وه، او د کندهار په ښاري او تحصیل کرده طبقه یا قشر کي د ښځو د حقوقو لپاره په کافي اندازه ملاتړ موجود وو. پدې برخه کي د وېښ زلمیانو تاریخ او مبارزه څوک نه سي هېرولای. په بل عبارت، د کندهار بلوا دونه منزوي او نامحبوبه وه چي په هیواد کي هيچ مشهور ملا او یا مذهبي مشر د دې بلواملاتړ و نه کړ. د دې مخالفت د نه شتون یو اساسي علت دا وو چي پدې زمانه کي په افغانستان کي ښاري او مینځنۍ طبقه پراخه سوې وه، او دې طبقې او نورو ښاري ټولنو د حکومت له تصمیمه حمایت کاوه. په یوه کلام کي، د کندهار بلوا صرف یوه محلي حادثه وه چي کېدای سي د عصریت او مډرنټي پر خلاف یو شډل اکټ وبلل سي. دا بلوا تر ډېره حده یو اني او احساساتيحرکت وو چي د نورو بلواګانو په شان ئې د څو ساعته لپاره دوام وکړ. همدا علت دی چي اکثره افغان او خارجي لیکوالان چندان توجه ورته نه ده کړې، او حتی مشهور کندهاري لیکوالان ئې نه یاده کړې.

څلرم، د مالیاتو لانجه هم درسته ده. بڅرکی صاحب اوښاغلی دوپري ئې په تفیصل سره یادوي، او باقي پاتي لیکوالان اکثره له  دوی څخه الهام اخلي. څرنګه چي په کابل کي د جشن مراسم په اګسټ کي لمانځل کېږي، خو د کندهار بلوا د ډسمبر پر ۲۱ باندي پېښه سوه چي پدې ترتیب قریب څلور میاشتي وروسته د کندهار بلوا وسوه. پدغو څلورو میاشتو کي په کندهار کي څه پېښ سوي دي، هغه درانه لوستونکي د بڅرکي صاحب د ویښ زلمیانو په کتاب کي، چي په کافي اندازه معلومات ئېراغونډ کړي دي، میندلای سي. بڅرکي صاحب دا ښيي چي پدې څلور میاشتو کي محافظه کارو ملایانو  او نورو ارتجاعي عناصرو په کندهار کي فعالیت کاوه، او د کندهار په ځینو محافظه کارو حلقو کي ئې پروپاګندکاوه، او ښايي اعتراض لپاره څه بند و بست هم نیول سوی وي.

ددې ليکني په اړه د کندهار د يوه ټولنيز شخصيت فريد ميوندي داسي تبصره کړې ده:

د کندهار بلوا

ګرانه فقیری صاحب، Wahed Faqiri
زه ستاسی سره بالکل موافق یم چه د کندهار د ۱۳۳۸ د جدی د بلوا اصلی علت سل په سل کی کوم چا نه دئ واضح کړئ، که څه هم چه د کندهار عام خلګ په دې نظر دي چه ګویا دا ښورښ یا پاڅون سل په سل کی د هغو کوښښونو په مقابل کی ؤ چه دولت د حجاب د ایسته کولو په برخه کی کوله.
که دا موضوع د تاریخی شواهدو په روڼا کی وڅېړل سی، باید داسی ووایو چه : دې پاڅون یو ترکېبی علت درلودئ: اول یې دا ؤ چه د داؤدخان خپل د صدارت په دغه وختو کی د دولت لخوا د زراعتي کومکونو (سبسیډي subsidy) ختمه کړې وه، او پر هغو زارعینو او کروندګرو، او زمین دارانو چه د امیرعبدالرحمن خان د وختو راهیسی یې مالیاتو تغیر نه ؤ کړئ، پر هغو یې مالیه پورته کړه. یعني ده خپل د صدارت په وخت کی هم د مترقی مالیاتو پلان درلودئ چه وروسته یې خپل د ریاست جمهوری په وخت کی دا پلان وضع کړئ چه هغه یو جلا بحث دئ. په هرصورت، د کندهار د بلوا دوهم علت دا ؤ چه د افغانستان دولت د هغو انکشافی پروژو د تطبیق او اعمال د پاره چه و بین المللی تمویل ته یې ضرورت درلودئ ، مجبوره او مکلف ؤ چه د ښځو د حقوقو او اختیار ورکولو( empowerment) ځیني قوانین وضع کړی، تر څو د خارجی دولتونو دغه شرط یې پر ځائ کړئ وی چه په هغو کی و ښځو ته د کور د باندي په بعضی شرکتو کی لکه په آریانا هوایئ شرکت کی د سټوورډیس، یا د مخابراتو د وزارت د ټلیفون په دفترونو، او یا نورو دولتي کارو کی د سکرټرئ او نور کارونه ورکول سی. د همدغه کار د کولو د پاره د اولین وار د پاره د افغانستان صدراغظم محمد داؤد خان، دهغه د کابینې غړو، او منصبدارانو خپلي خانماني د ۱۳۳۸ کال د استقلال په جشن کی د رسم ګذشت د مراسمو د لیدو د پاره په لڅ مخ کی را ایستلې وې. او وروسته د دولت مامورین هم په ځینو ولایاتو کی د دولت لخوا دعوت سوله چه خپل د خانمانو سره یو ځائ په دعوتونو کی اشتراک وکړی. چه د هغه وخت د کندهار والي محمدصدیق خان وزېری هم د کندهار د ولایت د سلام خانې په سالون کی دعوت جوړ کړئ او مامورین یې دعوت کړه او اکثرو خپل خانماني په لڅ مخ کی ورسره بوتلې.
دلته یو باریکی موجوده ده: هغه وخت چه دا کار وسو، نو په عامو خلکو کی هیڅ چا د دولتی پر اداری یا امنیتی مراکزوباندي حمله ونکړه، خو هغه وخت چه دولت د کندهار د لویو زمین دارانو او مالکینو څخه د لوړی مالیې د تادیاتو غوښتنه وکړه، دوئ په مظاهرو لاس پوری کړئ او د (یا، چهار یار! ، او نبی دي یې شفاعت نه کوی!) نارې په بازارو کی شروع سوې او د مکتب هلکانو او نجونو ته یې وهل ورکول، دولتي مامورین چه به یې په بازار کی ولیدل په ډانګانو به یې وهل، او داسی نوری بې نظمیانی.
یعني داسی خلګو لکه صالح محمدخان، یا حاجی لطیف وارو خلګو نه د دولت په مقابل کی د ښورښ او پاڅون کولو د پاره یو منظم او منسجم پېشکی پلان درلودئ او نه یې د افغانستان د دولت او امنیتي قواؤ سره د جنګ کولو توان درلودئ. هغه ملاحظات چه ملایانو او عامو خلګو د ښځو د حجاب په باره کی درلودل، یا زارعینو او لوئ زمیندارانو د مالیاتو په تادیاتو کی درلودل، باید چه د مذاکراتو، شکایتونو او خبرو د لاری یې د دولت سره حل و فصل کړی وائ.
ضمنآ د کندهار د والي لویه غلطي او اشتباه دا وه چه د ډېر زوره څخه یې کار واخیستئ او ټانکونه یې را وایستل او تر فرقې پوری خبره ولاړه، خو محمدصدیق خان والي په هغه ماښام د سردار داؤد خان د خوا د خپل وظیفې څخه برطرفه سو او کابل ته تحت الحفظ وروغوښتل سو.
دا چه د هغه وخت دولت (سردارمحمد داؤد خان) خپل د انکشافی پلانونو او اجتماعی اصلاحاتو په راوستلو کی څومره ناکامه ؤ یا کامیابه، پر هغه هم موږ کولائ سو چه بل وخت بحثونه وکړو، خو دومره ویلائ سو چه په هغومره تندي او تېزی چه داؤد خان د نوموړو دولتي پروګرامو په تطبیق او اعمال کی د پښتون نشینو منطقو د خلګو سره رویه کوله، اعلیحضرت ظاهرشاه په هغومره ډېره نرمی سره د دغه منطقو د قومی مشرانو سره رویه کوله، او دغه حین شیان يه په کراره کراره په منله. یعني د کندهار تر بلوا فقط درې څلور کاله وروسته د افغانستان و ملی شورا ته اولینه ښځه (کبرا نورزایئ عصمتي) و ټاکله سوله، او دسی نوری ښځی چه ځانونه یې په خپل لیاقت سره و دولتي چوکیانو ته ورسوله.
The Politics of Zan from
Amanullah to Karzai
(By: shireen khan burki)
په پائ کی زما نظر دا دئ چه فقط لکه د ۱۹۱۳ کال د بلوا په شاني، د ۱۳۳۸ کال بلوا هم د احساساتو او غیرت موضوع وه. په نوموړې بلوا کی چه د کرز محمدزمان خان او ځیني ملګری یې په خرقه شریفه ننوتله او د کندهار والی سردارمحمدعثمان د هغه وخت قاضی ورولېږئ چه خبری ورسره وکړی او د هغو څخه غوښتنه وکړی چه را ووزی او خپلو کورو ته ننوزی، خو د خرقې شریفی د بست مظاهره کوونکو قاضی هلته مړ کړئ او یو لویه قصه پېښه سوله، او او امیرحبیب الله خان، دکندهار والي د خپل مقام څخه برطرفه کړئ او کابل ته یې وروغوښتئ او پر ځائ یې محمدیونس خان د والي په حیث مقرره کړئ.
په هغه وخت کی هم خلګو فکر کوئ چه د کابل دولت د کندهاریانو څخه ښځی غوښتي وې، په داسی حال کی چه کابل د کندهار والي ته ویلي وه چه د کندهار څخه یو څو دانې مسلیاني و کابل ته ورولېږی چه هلته په یو واده کی غزلي ووایئ. نو پر دغه موضوع یوه ملي کشآله جوړه سوه، او ناحقه خلګ مړه سوله.
او د مالیاتو پر سر جنګونه خو نو یو بسته کتاب خبری غواړی، خو دلته به فقط په دغه اکتفا وکړو چه زموږ خلګو ته دي نو هم خدائ انصاف ورکړی!
هغه خبری چه یې په ګټه وی، د هغو د منلو د پاره شرعی حیله جوړوی، او د دولت هغه پالیسیاني چه د دوئ په تاوان وی، د کفر ټاپه پر لګوی، ځکه نو موږ همېشه وایو چه :
تل دي وی افغانستان او ژوندئ دي وی د افغانستان ملت!
***
که څه هم چه وړ او مناسب یې نه بولم چه خپل په باره کی ډېر څه ووایم یا ولیکم، خو دا چه زما زېږېدل په ظاهرشاهی دور کی په کندهار کی د یوې ډېری مشهوری واقعې سره تړون لری، نو په همهغه نسبت غواړم لنډ توضیحات ورکړم.
زه د ۱۳۳۸ کال د جدي پر شپاړسمه چه د ۱۹۶۰ کال د جنوری د اوومی نېټې سره سمون خوری، د کندهار ښار په دوهمه ناحیه کی د سرلېچانو* په کوڅه کی پیدا سوئ یم. هههه! دا کوڅه دي نو هرڅوک پخپله بیا پیدا کړی. یعني زه د کندهار د بلوا په کال یا په بل عبارت د بلوا پر پنځلسمه زېږېدلئ یم.
دکندهار بلوا چه په اصل کی عربی لغت دئ او د ښورښ معنی ورکوی، هغه پېښه وه چه په هغه کی د کندهار د عامو خلګو او دولت د امنیتی قواؤ ترمنځ د تظاهراتو په نتیجه کی نښته رامنځ ته سوه او د ښار په مختلفو برخو کی د درګیرو خواؤ ترمنځ جنګونه وسوله. د کندهار بلوا د ۱۳۳۸ شمسی کال د قوس پر ۲۹ نېټه هغه وخت شروع سوه چه د افغانستان دولت ، یعني د کندهار والي محمدصدیق خان وزیری د افغانستان د زمین دارانو یا د هغو د نماینده ګانو څخه وغوښتل چه خپل سالانه مالیات تحویل کړی. خو دوئ د دې پر ځائ چه مالیات تحویل کړی، د نورو تېرو کلو په شان په ډله ایزه توګه کوښښ وکړئ چه د خرقې شریفی په بست کی کښېنی.
[بست= د تحصن موندلو، یا په یو مذهبی ځائ کی ځان خوندي کولو ته وایئ] خو د سردارمحمد داؤد خان د صدارت وختي وې او دولت هم جدي ؤ چه د کال تر پایه خپل عواید سره را جمع کړی، نو یې څو واری د زمیندارانو څخه د مالیاتو د تادیاتو غوښتنه کړې وه، خو هغوئ په یوه او بله بهانه د دغو مالیاتو دورکولو څخه ډډه کوله.باید وویل سی چه زمیندارانو د سوو کلونو راهیسی پر جریب یوه افغانۍ مالیه ورکوله چه په دغه وختو کی دولت هغه هم لوړه کړې وه. نو د یوې خوا د دولت او مالیه ورکوونکو تر منځ مناسبات خراب وه، او له بلي خوا د همدغه کال د استقلال د جشن راهیسی دولت د ښځو مخ لڅۍ هم اعلان کړئ ؤ. هغه ؤ چه دولتي عسکرو بلوایان و خرقې شریفی ته د ننوتولو څخه منع کړه او خلګو په عمومی مظاهره لاس پوری کړئ او ځیني ملایانو او مذهبی مشرانو هم پر دولت باندي د مخ لڅی د موضوع په نسبت د کفر ټاپه ووهله، د ولایت او خرقې شریفی ترمنځ د عسکرو او خلګو سره جنګ سو. دوکاندارانو دوکانونه وتړل، دولتي مآمورین په خپلو شعبو کی بند پاته وه، او د مکتب شاګردان په مکتبو کی یا بند پاته وه یا یې ّځانونه په ځغاسته تر کورو ورسول چه د بلوایانو د لاسه و سړک ته نسوائ راوتلائ ځګه چه وهل یئ ورکول. د بلوایانو یوې ډلي ځانونه د کندهار و سینما ته ورسول او د هغه وتعمیر ته یې اور واچاوه، و دفترو ته ورغله او بعضی فلمونه یې وسوځل او کارګران یې وډبول. د مظاهره کوونکو بله ډله چه اکثریت یې په ډانګو سمبال وه د زرغونې انا په لېسه ورننوتل او ځیني نجونو او معلمانو ته یې لتونه ورکړه. البته تر غرمې پوری په ښار کی ډېری خرابۍ وسوې او یوه عمومی بې نظمی روانه وه او د نیم ښار خلګو د خپلو کورو پر بامو د سینما د لمبو او مظاهره چیانو سیل کاوه چه په کوڅو او بازارو کی یوې خوا او بلي خوا ته آزادانه ګرځېدله. دې حالت تر غرمې پوری دوام وکړئ او داسی معلومېدله چه بلوایان په پېشرفت کی وه، خو تر غرمې وروسته د هغه وخت نایب الحکومه سردارمحمدصدیق خان وزیری د فرقې عسکر او ټانکونه را وایستل او په یو څو ساعته کی یئ په ښار کی امن راوستئ او د بلوایانو ځیني مشران یې ونیوله او بندیان یې کړله. یو څو ټانکونه د کرز د کلي وخوا ته هم ولاړه او تر لنډی محاصرې وروسته یې ټانکونه و کلي ته وردننه کړله او صالح محمدخان کرزئ چه د بلوایانو د مشرانو څخه ګڼل کېدئ، ونیول سو.
په دې پېښو کی درې نفره مړه او ډير خلګ زخمیان سوله (Louis Dupree). د ښار ځیني مشهوره مشران بندیان کړل سوله (لکه عبدالقدوس خان بارکزئ، حاجی حبیب الله خان پوپلزئ، صالح محمدخان د کرز، او نور). او دا چه محمدصدیق خان وزیری ټانکونه را ایستلي وه، په هغه شپه د سردارمحمد داؤد خان لخوا د کار څخه بر طرفه سو او پر ځائ یئ د کندهار د هغه وخت فرقه مشر جنرال خان محمدخان (وروسته وزیر دفاع) سرپرست والي مقرره سو.
په هغه نجونو کی چه بلوایانو په عذاب کړی وې، یوه زما مشره د اکا لور هم وه. د هغې د قوله چه وایئ کله چه بلوایان په زوره د زرغونې انا لېسې ته راننوتل، نو موږ ټوله په صنفو کی پټی سولو، او دغه خلګ نو په مکتب کی ګرځېدله او خرابیو ته یې لاس اچولئ ؤ، خول کله چه دولتي عسکرو د زرغونې لېسې و مکتب ته ځانونه راورسول، بلوایان په ځغستا سوله. وایې چه یو نفر په داسی حال کی چه د ولې تر یوې مورۍ وتۍ ، موږ په څلورو پنځو نجونو تر پښو ټینګ کړئ. د دې پایلوچه زورونه دي چه تر مورۍ ووزی او نیمئ وتلئ دئ او نیمئ زموږ د مکتب خوا ته دئ، مګر وایئ چه موږ تر هغو پوري په ګردو ټینګ نیولئ ؤ چه یو څو عسکرو راوځغستل او دا پایلوچه یې بیرته د مکتب وخوا ته را کش کړئ او یو څو چپلاخی یې هم ورکړې او وې نیوئ. البته داسی دوې درې نوری د خندا قصې هم په دغه ورځ پېښی سوی دې چه دلته د موضوع د تطویل باعث ګرځي.

***

مؤرخین لیکی چه د خرقې شریفی په بست کی د خلګو ناسته د مالیاتو څخه د انکار په وجه وه، خو دولت مصمم ؤ چه مالیات باید ټول سی. خو په دې کی هم شک نسته چه د مخ لڅۍ حساسه موضوع هم یو بل عمده دلیل سو چه د دولت او خلګو ترمنځ فاصله نوره هم زیاته سوه او تشنج او کړکېچن مناسبات په مسلحانه جنګ تبدیل سوه. دغه موضوع د افغانستان په امورو کی متخصص، باستان شناس، او مشهور مؤرخ لویئ ډوپری په خپل یو کتاب کی په مفصل ډول بیان کړې ده. او په دې کی هم شک نسته چه دولت ډېر بې ګناه کسان بندیان کړه.
یو موضوع چه ډېره مهمه ده، هغه دا ده چه هغه وخت چه په کابل او کندهار کی دولتي مامورین مجبور کړه سوه چه خپل خانماني و رسمی دعوتو ته بوزی، د افغانستان دولت د ملل متحد د مدنی حقوقو د انفاذ په نسبت ځیني موافقې امضا کړی وې چه دولت مجبوره ؤ چه هغه باید عملي کړی. عبدالحمید مبارز(مورځ) په خپل یو کتاب کی لیکی چه د ۱۹۵۹ د استقلال د جشن په وخت کی د کابل په سټیډیوم کی د سپورټی نمایشاتو په جریان کی چه اولینه ښځه ما لڅ مخ ولیدله، هغه د صدراعظم محمد داؤد خان خانمه وه. خلاصه و لڅ مخی ته که څوک د یو نوی اجتماعی تحول په سترګه وګوری او که بین المللی تعهدات وه او که د قرضو او امدادي پروژو پېشکی شرایط وه، خو دهغه وخت دولت او اراکینو داسی احساس کاوه او مصمم وه چه دا کار باید عملی سوئ وائ.

*چه په چهارکوڅه کی داسی و درېږي چه د نوراحمداخندزاده مسجد او شېرعلی خان کوڅه دي و راسته لاس ته وی، شا دي د زینب مکتب او رنګرېزانو د کوڅې و خوا ته وی، او مخ پز قبله د سپین کوڅی بایا د کوڅې وخوا ته را روان سې، دلته دستي و چپه لاس ته یوه کوچنۍ کوڅه وه، چه شاید د اووه یا اته کوره به بالا نه وه پکښی.
موږ دلته فقط یو شپږ میاشتي ژوند کړئ دئ، زموږ کور د شېرعلی خان په کوڅه کی د دغه لوئ او تاریخی کور پر مخامخ ؤ چه په ۱۳۱۲ شمسی سنه کی زما مرحوم نیکه جوړ کړئ ؤ. او بیا نو موږ په ۱۳۴۲ کال کی و ښار نو ته ولاړو، تر څو چه د خلقیانو د برکته د خپل وطنه را ورک سولو.

** د بلوا په وختو کی ډېر امریکایان په کندهار کی موجود وه چه د ارغنداب او هلمند او د کندهار د میدان او نوری ګڼی پروژې یې پرمخ بېولې. امریکایان دي په لسهاؤ تنه متخصیصین په کندهار کی ولری، او به هغو کی به یو څو نفره د استخباراتو نفر نه وه. یعني د بلوا په بارهکی د دوئ پېشبیني ما تر دوه کاله د مخه نه منله، تر څو واشنګټن ته ولاړم او هلته می د لایبریری آف کانګریس عضویت واخیستئ او هلته می یوه هفته څېړني وکړې او بعضی اسناد می ولیدله چه خپله ورته حیران وم. نو یو هم دغه د بلوا پېشبېني وه.

Here is what I had found:

Intelligence Briefing Notes, Vol. I (10) [September-November 1959] [anticipated
coup in Laos; rioting in Kandahar, Afghanistan; NATO Ministerial Meeting; U.S.
bases in Morocco; Finland’s acceptance of Soviet credit; Suez Canal; Indonesian
actions against Overseas Chinese; Burmese elections; India’s economic situation;
Soviet nuclear submarines; Soviet assistance to UAR; Cuba

ځواب پرېږدئ

ستاسي ايميل به خپور نسي

error: Protected contents!