منډيګک
افغان تاريخ

پوهاند محمدعلي ميوندي

ډاکټر عبدالرازق پالوال

0 304

نه پوهېږم چي پوهاند صاحب خپل تحصيلات چيري او په څه مسلک کښي ئې کړي ول، خو دء خپلي ليکني په انګليسي ژبه کولې. دى په ادبياتو او اجتماعي علومو پوهيځ کښي د معاصر افغانستان د تاريخ استاد ؤ، او خود ئې نو د تاريخ په څانګه کښي استادي لرله. دى اجتماعي او د خواږء مجلس خاوند ؤ. زء يوه پلا کور ته هم ورغلئ وم. په دغه ورځ مي د دء په کوټۍ کښي، بېله د دء له هردلي (خدمتګار) څخه، بل هيڅوک نه وليدلاى سواى. نو نه پوهېږم چي دى په دغه کوټۍ کښي يوازي اوسېدئ، که ئې د کورنۍ غړي په دغه ورځ په کار او روزګار پسي دباندي وتلي ول. په پوهنتون کښي يوه نجلۍ محصله وه، او له اورېدو څخه چي د پروفيسر ميوندي صاحب په کورنۍ پوري ئې اړه لرله. پوهاند ميوندي سپين پوستى ؤ، خو نجلۍ بوره وه.

د کابل پوهنتون کتابتون ـ ۱۹۵۰ ز.

پوهاند صاحب ميوندي د پادشاه امان الله خواخوږئ پالونکئ ؤ. دء به ډېر کله د هغه د کارنامو، پلانونو، او پېښو څخه بيان کاوء. يو دا چي هغه غوښتل چي د دارالامان او کابل تر منځ ئې ترام په کار اچولئ وي چي ځيني وسايل ئې لا ورته وارد کړي هم ول.

دا چي پادشاه امان الله افغانستان د انګليسانو له امارت څخه وايستئ، او آزادي ئې ځني واخسته. بل دا چي دء د جرمني سفر ئې وکړ او هغه زمان جرمني جهاني قدرت او د انګلستان سيال ؤ. ځکه نو انګليسانو نه غوښتل چي په افغانستان کښي يو آزاد حکومت وي، بيا په سرې سره چي ئې له تزاري روسيې سره هم مناسبات ټينګ کړي وي. هغه زمان د روس او انګليس تر منځ د اسيائي هيوادونو د نيولو مسابقه روانه وه.

لا هاله چي انګليسان په ١٧٥٣ع کښي د بنګال له جهيل څخه د هند و نيمي قارې ته وروختل، د ١٧٧٥ع تر پايه پوري ئې ټول بنګال ونيوئ. تر دغه وروسته، کال په کال مخ و لوېديځ ته د افغانستان پر خوا مخ پر وړاندي تلل او هر کال ئې د هند يو ولايت نيوئ. دوى په ١٨٩٣ع کښي د افغانستان ختيځ ولايتونه، چي نن پښتونخوا بلله کيږي نيمګړې اشغال کړي ول. دا په دې مانا چي ماليات ئې و افغانستان ته ورکول او سيمه د دوى په لاس کښي وه. انګليسانو پر امير عبدالرحمن باندي له لويه سره څخه لا دا ايښي وه چي د ډيورنډ کرښه به ورسره مني.

روسيه چي د انګلستان سياله وه، نه هم ناخبره وه او نه هم لاس تر زني لاندي بيده ناسته وه. روسانو هم سم د لاسه مخ د سهېل – ختيځ پر خوا باندي و خپلو لښکرونو ته حرکت ورکړ. دوى هم کال په کال د منځنۍ اسيا يو – يو هيواد اشغالاوه. کله چي انګليسان د افغانستان و سهېل ختيځو سرحداتو ته راورسېدل، روسان ئې و شمالي سرحداتو ته ورسېدل. انګليسانو چي پښتونخوا له افغانستانه څخه ونيوله او بېله کړه، روسانو هم پنج ده (پنجده) له افغانستان څخه ونيوله او ځني بېله ئې کړه.

کله چي شاه شېرعلي په زهرو سره وواژء سو، او امير عبدالرحمن د افغانستان پر اورنګ کښېنوست، د ډيورنډ کرښي پښتانه توکوم ئې نيمه خوا کړ. کله چي د امير عبدالرحمن زوى امير حبيب الله د افغانستان پر اورنګ کښېنوست او بالآخره د لغمان درې د اليشنګ درې په ګوشته کښي وويشته سو. شاپور امان الله د افغانستان پر اورنګ کښېنوست او له انګليسانو څخه ئې د افغانستان آزادي په ١٩١٩ع کال کښي واخيسته. دا چي بادشاه امان الله غوښتل پښتونخوا ئې هم له انګليسانو څخه آزاده کړې او اخستې وي، دء د دغه کار له پاره و پياوړي زورور ملګري ته اړتيا لرله چي هغه زمان جرمني ؤ.

کله چي بادشاه امان الله و جرمني ته سفر وکړ او د هغه مملکت له سرانو سره ئې ليدني کتني ولرلې، انګليسان ئې اندېښمن کړل، ځکه ئې نو ډېر ځايونه تر حکومت لاندي نغمونه وکښل، څو نه ګانه جرمني افغانستان د منظم لښکر او سپاه لرونکئ ګرځولئ نه وي چي د جرمني د وخت په عصري وسله او درسته سره سمبال وي. هاله به نو “اوبه تر ورخ تېري وي” ځکه نو تر وخت دمخه بايد دغه ټولواک بې واکه سوئ وي. په افغانستان کښي بايد داسي څوک واکمن وي چي هغه د دوى دوست وي. د دغه کار له پاره دوى تر مخه لا هغه څه وکړل چي د دوى هيلي او غوښتني ئې ورتر سره کولې.

د علامه رشاد خپرندويه ټولني له خوا د مرحوم پروفېسور محمدعلي ميوندي يو تاريخي اثر د (ميوند فاتح) په نامه چاپ سوى دئ، چي د پښتو ژبي ځوان او مستعد ليکوال، شاعر او مترجم ښاغلي عبدالنافع ثنا له انګرېزۍ څخه په روانه او سليسه پښتو ترجمه کړى او په ٨٨ مخونو کي په ښه شکل او صحافت سره چاپ سوى دئ .
په دغه کتاب کي د افغانستان د معاصر تاريخ د يوې خاصي دورې په باب د کره دلايلو، شواهدو، اسنادو او حوالو په درلودلو سره ډېر تاريخي معلومات سره را يو ځاى سوي دي. دغه اثر په ځانګړې توګه د ميوند له فاتح سردار محمد ايوب خان څخه بحث کوي، چي د دې بحث ټول مربوط اړخونه (د افغان او انګليس دوهم جنګ، د ميوند نښته، د کندهار کلابندي، د بابا ولي جګړه او…) هم په ډېر کره ډول څېړل سوي دي.
پر دغه کتاب د ښاغلي ډاکټر نثاراحمد صمد لخوا يوه سريزه هم ليکلې سوې ده، چي پکښي د دې کتاب د ژباړن (ثنا) د ترجمې ښېګڼي، پياوړتياوي او ځانګړتياوي بيان سوي دي. دوى خپله سريزه د (ژباړي فاتح) په نامه کښلې ده. دغه راز پر دغه کتاب د ښاغلي محقق شېرشاه رشاد له خوا هم يوه کوچنۍ سريزه کښل سوې ده او پکښي د کتاب او د ژباړي اهميت يې بيان کړى دئ.

په پغمان کښي د انګليسانو د سفارت غړو د افغانستان يا لا کابل د واليبال له ټل سره سيالي (مېچ) لرله. د بازۍ قاضي هم افغان ؤ او وايي دى داسي پوهول سوئ ؤ، چي بازي ئې بايد هرومرو و افغانستان ته ورګټلې وي چي داسي هم پېښه سوې وه. دا چي له انګليسانو څخه د افغانستان ټل بازي ګټلې وه، نو د انګليسانو سفير د بازۍ په پاى کښي ويلي وه: که مو څه هم په کوچني ميدان کښي بازي بايلوله، خو په لوى ميدان کښي به ئې هرومرو ګټو. دغه د پوهاند محمدعلي ميوندي د خولې وينا وه.

که پښتانه د فهم او شعور خاوندان واى، دوى به د دباندنيانو شومي نقشې او دسيسې په افغانستان کښي پلي کړي نه واى. دوى که خواران دي له خپله لاسه دي، که اړ او محتاجان دي له خپله لاسه دي. او که به ظلمونه پر کيږي دغه هر څه ئې له خپله لاسه څخه دي. دوى بايد هيڅکله ويلي نه وي چي: “خداى راپېښه کړې ده”. خداى تعالى په قرآن شريف کښي فرمايلي دي چي: “زء پر چا باندي ظلم نه کوم. دا تاسي ياست چي پر خپلو ځانو باندي ظلم کوئ”. پښتانه د خپل جهالت له اسيته څخه پر خپل ځان باندي ظلم کوي. بد ظلم ئې دا دئ چي بې کسبه ؤ بې کماله خواران دي، او لا سره وژني هم. عقل په کار دئ.

د پوهاند ميوندي په اړوند به ځينو استادانو ويل چي حکومت دى نه پرېږدي چي له افغانستان څخه وتلئ وي. مراد يا لا بيان به ئې دا ؤ چي له دء سره تاريخي اسناد او شواهد سته څو هغه ئې و دباندنيانو ته افشاء کړي نه وي. خو په ظاهرشاهي لسۍ کښي دى د امريکا و متحده ايالاتو ته دعوت کړء سو او هورې ئې په ځينو معتبرو پوهنتونو کښي پر افغانستان باندي بيانونه Lectures ورکړل.

پوهاند ميوندي به خود له پخوا څخه هم ځيني خوشمړي پيسې لرلې. خو د دء کورني هردلي (نفر خدمت) ئې دغه پيسې ځني ليدلي وې. د کابل پوهنتون د استادانو تر منځ داسي ويل کېدل چي د دء هردلي دى پر دغو پيسو باندي وواژء. ويل کېدل چي پوليسو هغه د دء کورنى هردلى نيولى او هغه خپل جنايت ئې منلئ ؤ.

جنايتکار بايد د دء پيسې غلا کړي او تښتېدلئ به واى، نو دى ئې ولي واژء؟ که به پوهاند صاحب بکس او خونه قلف کول. کيلۍ ئې په زور ځني اخستلاى سواى. هغه زوړ کاواکه سړى ؤ، چي جنګ او مقاومت ئې ورسره کولاى نه سواى. نو دا ممکنه نه وه چي دى دي په زور ورسره وهلو او مقاومت کښي وژل سوئ وي، هغه آرام او صالح سړى ؤ. د بدو سړى نه ؤ. هردلي ئې د هغه په غياب کښي د کړکۍ هينداري ماتولاى سواى، او غونډ بکس ئې ځني وړلاى سواى که به ئې پيسې ځني کښلاى نه سواى.

ځواب پرېږدئ

ستاسي ايميل به خپور نسي

error: Protected contents!