منډيګک
افغان تاريخ

منډیګک او د هغه اړیکی د سند او بین النهرین سره

زمری محقق

0 558

سریزه

لکه څنګه چی د ډیالکتیک د عام قانون له مخی تل زوړ له مینځه ځی او ځای یی نوی او متکامل شی یا پدیدی ته پاته کیږی، همدارنګه مد نیتونه هم د تاریخ  په اوږدو کی یو په بل پسی د نوی شکل او مضمونه په لرلو سره زیږی ، وده کوی او زوال مومی خو دا ټکی د یادولو وړ دی چی نوی تل د زړی پدیدی په دننه کی وده کوی او بیاهم د زړی پدیدی هغه خصوصیات چی د نوو شرایطو سره سمون ولری ، د ځانه سره ساتی . څر نګه چی لرغونی مدنیتونه زموږ د اوسنی او راتلونکی زمانی بنسټ جوړوی نو په دی لیکنه کی هڅه سوی ده چی زموږ د اوسنی افغانی ټولنی لرغونی مد نیت  (منډ یکګ )د نورو ګاونډو سیمو د لرغونو مدنیتونو  په اړوند را وسپړو او دهغوی تر مینځ متقابلی اغیزی او ګډی اړیکی و پلټوڅو د لروغون پیژندنی د نورو بر  سیرونو په رڼا کی زموږ د هیواد او د نړی تیاره اړخونه ښه ترا روښانه او څرګند سی .

مخکی له دی چی اریایان افغانستان ته راسی په دغه هیواد کی هنر او صنایع په لوړ معیار سره موجود وه اودغه مدنیت افغانستان د نړی د دوسترو مدنیتونو سره مښلوی دا هم څرګنده ده چی د تاریخ نه مخکی دوران کی یعنی هغه وخت چی لا تراوسه اریایانو مهاجرت نه و پیل کړی او په اروپا کی خلکو د ډبری په دوره کی ژو ند کاوه ، د بین النهرین ، افغانستان او فارس په حوزو کی بو می مدنیتونه اوج ته رسیدلی او لرغونی افغانستان د نوموړودوو مدنیتونو د نښلولو کړی وه .

ددوهمی نړیوال جګړی څخه مخکی زمانی پوری د نړی د لرغونو مدنیتونو په برخه کی داسی فکر کیده چی لرغونی مدنیتونه یوازی د بین النهرین ، مصر او سیند څخه عبارت دی . لکه څنګه چی د تورات قصواو نکلونو څخه څرګندیږی بشری ژوند او تمدن لومړی د فرات او دجلی په شاوخوا کی پیل سوی دی همدا رنګه د لرغون پیژند نو مربوطو هغو څیړنو څخه چی تر ۱۹۴۰ م کال پوری تر سره سوی ، څرګنده سوی ده چی لومړنی دولت  په لرغونی بین النهرین کی د دجلی او فرات تر  مینځ سیمو کی جوړ شوی دی . خو د (۱۹۴۵) کال را وروسته د فارس ، افغانستان او پښتونستان په سیمو کی د لرغون پیژندنی څیړنی پراخی او په نتیجه کی معلومه شوی ده چی د بین النهرین څخه د سیند تر حوزی پوری مد نیتونو یو ډول وده او پرمختیا کړی ده ځکه چی ددغو سیمو څخه تر لاسه سوو لرغونو آثارو یو له بله سره ورته والی در لودی او په ټاکلی زمانه  پوری یی اړه درلوده چی په فارس کی ددغو حوزو په لړ کی شوش حصار غونډی ، د تخار غونډی . شمشیر غار، اق کپرک ، د شلی غونډی  او په بلوچستان کی د کولی اود سند په حوزه کی  د موهنجدارو او په پنجاب کی د هرپه څخه یادونه کولای سوو.

لکه څنګه چی څرګنده شوی ده پروفیسور کزل د ۱۹۵۱ څخه تر ۱۹۵۷ کلونو پوری په مند یګک ( افغانستان پنځه زره کلن زوړ ښار ) کی حفریات او کیندنی سرته رسولی او په دی باب لیکی  چی د مند یګک ابدات د افغانستا ن تر ټولو لرغونی ابدات دی او دغه هیواد د میلاد څخه دری زره کاله مخکی د نړی د لرغونو مدنیتونو په برخه کی مهمه ونډه لرل . رښتیا هم دغه لرغونی هیواد په څلور لاری کی واقع سوی دی چی دهغو دښتونو په امتداد د آسیا تاریخ نقش شوی دی دهغه سیمو په تقا طع کی چی دغه هیواد موقعیت پکی لری ختیځ د لویدځ سره مښلول کیږی چی هم  د غه جغرافیایی موقعیت هم ددغی لرغونی سیمی  په غوړیدوکی څرګنده ونډه لرلی ده .

د یو بل فرانسوی لرغون پوه( ُلیپ ګومن) د هغو څیړنو او مطالعو څخه چی د مندیګک د شکلونو په برخه کی یی سرته رسولی ، څرګندیږی چی  د میلاد څخه مخکی ددریمی زریزی په پای کی ا فغانستان ، هند ،د مرکزی آسیا جنوب ،بین النهری اود اندوس د کلتورونو تر منځ یو ډول اړیکی او راکړی ورکړی مو جودی وی .

تاریخی اسناد او شواهد څرګندوی چی د برونزو دغه دوران په مصراو هندو چین کی د ( ۴۰۰۰څخه تر ۳۰۰۰ق م) څخه پیل شوی د چی وروسته یی نوری نړی ته پراختما او پرمختیا موندلی ده،  ددی عصر د پیل سره سم سوداګری پراختیاکړی او خلکو یی عمومآ ځای په ځای ژوند غوره کړی او په دغه وخت کی د عرابه لرونکی وسایلو لکه کراچی یا ګاډی څخه ګټه اخیستل  رامنځ ته شوی او رسم الخط هم په همدغه زمانه کی ایجاد سوی دی .

په مجموع کی د برونزو عصر په نړی کی د انسانانو د ژوند هغه دوره ښیی چی یو لړ داسی خصوصیتونه لری چی کیدای شی هغه د نړی په زیاترو برخو کی ولیدل سی خو دغه عصر د نړی په بیلا بیلو اقلیمی او جغرافیایی سیمو کی په بیلا بیلو وختونو کی رامنځته سوی دی .

په افغانستان کی دغه عصر د ۳۵۰۰ ق م څخه تر ۱۵۰۰ ق م پوری دوام مومی (۱) دی کی شک نشته چی په افغانستان کی د برونزو د عصر ساحه پراخه او مربوطی سیمی یی زیاتی دی چی د هیواد په جنوب کی د سید کلا او مند یګک او د افغانستان په شمال کی د شورتوغی ، دشلی ،او دولت آباد څخه یادونه کولای سو خو په دی لنډه لیکنه کی یوازی په هیواد کی د برونزو او یا ژړو د عصر لومړی کشف سوی سیمی یعنی مند یګک د موضوع په اړوند تر مطالعی او څیړنی لاندی نیول شوی دی او ددی لیکنی اهمیت هم په دی کی دی چی د دغی لرغون سیمی ( مند یګک)   هغه نژدی  اړیکی شباهتونه او تو پیرونه چی د نورو لرغونو مدنیتونو په تیره بیا د سند او بین النهرین سره یی لری د امکان تر حده څیړل سوی دی .

زه په دی پوره باور لرم چی دا موضوع بیاهم زیاتی اوپراخی هر اړخیزی څیړی ته اړتیا لری او هیله من یم چی په راتولو نکی وختونو کی به د لرغون پیژندنی دنوو برسیرونو په رڼا کی د څیړونګو له خو اددی لرغونو تمدونونو تر منځ نوری نامعلومه اړیکی او تیاره ګوټونه مطالعه او لاپسی روښانه سی .

منډيګک د څېړنو پر مهال

۱ـ کزل د مند یګګ د جنوبی صفحاتو تاریخ د ۵۴۰۰ ـ ۳۰۰ ق م  پوری او د برونز د عصر د شمالی صفحاتو تاریخ د   ۵۴۰۰۰ ـ ۱۰۰۰ ـ  ق م پوری اټکل کړی دی .

لومړی فصل 

د مند یګګ جغرافیایی موقعیت :د هیواد دنورو سیمو په شان د تارخ نه مخکی دوران د څیړنو په لړ کی د ارغنداب او د کندهارپه لوید یځ لوری( پنجوایی او دهموراس غونډی ) کی د تاریخ نه مخکی اثار کشف شوی چی د سند د وادی، پنجاب او د بلوڅو د سیمی دتاریخ نه مخکی مدنیت سره اړیکی لری چی د هغه څخه د مور د رب النوع مجسمی هم تر لاسه سوی دی .

د مند یګګ غونډی چی د کندهار دشمال لویځ به ۶۶ کیلومتری کی واقع ده په ۱۳۴۴ لمریز کال کی علمی څیړنی پکی پیل  شوی ، د پنځه زره کلونو مخګی زمانی یعنی د تارخ نه مخکی دوران  مربوط مدنیت څخه د ارغنداب په وادی کی ، نمایندګی کوی پوهان په دی عقیده دی چی د کشک نخود رود چی د کندهار په لویدیځ کی واقع او اوس وچ دی ، دری زره کاله مخکی یی دغه سیمی سمسوری کړی وی  .

دغه غونډی چی دهغه د استوګنی  دوران د وروستی عصر څخه دری زره کاله تیرشوی دی ،د جوی حالاتو له امله اوس مخروطی بڼه لری او او په هغه برخه کی واقع شوی ده چی د هرات فراه او د هلمند د آخوا د وادی او د پښین او سند د سیمو د خلکو لاره وه او همدارنګه د تر نک غزنه او د هند کش د حنوب شاوخوا ته رسیدل یعنی د هلمند سیمه  یی دارغنداب او تر نک سره نښلول .

د مند یګک غونډی  د میلاد څخه مخکی د څلورمی زریزی د پای څخه تر لومړی  زریزی تر پیل پوری د آبادی پنځه پړاونه وهلی دی  او دهغه په وروستی او لوړ پړاو کی د غلو دانو د امبارولو ځای ؤ چی مستطیل مخروطی بڼه یی لرل سره له دی چی کو چنی ؤ خو د هراپی سره بشپړه ورته والی لړی او دهغه په کښته طبقو کی د حیواناتو د ساتلو کوټی موجو دی دی .

 

څرنګه چی د نوموړی غونډی ددو طبقو څخه انبار وتلی دی نو وایی چی د تاریخ په بیلا بیلووختونو کی د دغه ګدامونو په پورتنیو طبقاتو کی یوه کوچنی کوټه  د نوموړو ګدامونو د ساتوونکو لپاره موجوده وه چی یو شمیر د کلالی لوښی ، مفرغی او د ډبری پیکانونه په هغه کی کشف سوی دی او داسی ښکاری جی د ګدامونو ساتونکی دی دهغو څخه د دفاعی وسلو په توګه ګټه اخیستل او ددی دفاعی الاتو عمر هم دهغه څخه دریزره کاله مخکی اټکل سوی دی  .        (۱)

د  هغه په مخکی پراخ غولی او صحن موجو دی چی پر شاوخوایی یو شمیر کوچنی کوټی ښکاری او د یوی ستری ماڼی آ ثار هم د ورایه ور باندی ښکاری جی د اوموخښتو څخه په نیمه مخروطی ډول جوړی شوی دی ¸دهغه ستر ستونونه درول سوی او سپین دنګ شوی دی چی اوس یی هم بهرنی دورنما په خپل  عظمت سره ښکاری او په دی ستره ودانی کی مفرغی چاقو ، د هډوکی لاستی او د کلالی ښکلی کودرکی یا ټوټی او د خیراو برکت رب النوع اد یتا ( مور) یوه ماته مجسمه چی د بلوچستان او سند د مجسمو سر ه بشپړ ورته والی لری د یو شمیر  نورو ډول ډول وسلو سره کشف شوی دی . په نوروغونډیو کی هم داسی نښی نښانی موجودیدی چی نوموړی غونډی د هغوی معبد ؤ . په نورو کوټو کی یی تنور چی د پخو خښتو څخه جوړ شوی ، کشف شوی دی .

 

د زیاتو کورونو د بامونو شاوی نشیب لرونکی او پر خارجی دیوالونو باندی یی مستعمله تیغونه  یا د نیزی سرونه  ایښودل شوی او ددی ودانیو د اړوندو قبرونو څخه په یوه قبر کی اوه اسکلیټه موندل شوی دی .

 

 

د مند یګګ بیلی بیلی طبقی د کښته څخه مخ په پورته دا ډول وی

 

د مځکی څخه مخ په پورته تر نهو طبقو پوری د نیمه کوچی ژوند نښی نښانی لیدل کیږی .

د دغو نښو له مخی ویلای سو چی تر یو وخته پوری د هغه ځای خلګو مالداری او نیمه کوچی ژوند درلودی او کورونو یی د اومو خښتو ( پخسه) څخه جوړ سوی وه او وروسته د اومو خښتو څخه جوړی سوی ودانی تر درو طبقو پوری لیدلی سوی دی .او د کلالی لوښی یی هم په کښته طبقو کی ابتدایی بڼه لرلی ده چی ورسته وروسته یی بڼه ښکلی سوی ده .څو چی د خټو تزین سوی لوښی رامنځ ته شول .او پر هغو باندی د حیواناتو مرغانو او بیلا بیلو ګلانو انڅورونه تصویر او نقاشی سوی دی  چی دا ډول نقاشی شوی کلالی لوښی د اتمی طبقی څخه وروسته ډیر زیات موندل سوی دی چی کویټی د شاوخوا سیمو څخه تر لاسه سوو لوښو سره زیات شباهت او ورته والی لری . د مسو او مفرغو فلزات د شپږمی طبقی څخه پیل کیږی او کله چی د پنځمی طبقی مر بوط اثار د کاربن چهارده تر وړانګو لاندی کیښودل سوه نو ددی طبقی تاریخ یی د میلا د څخه کابو ۲۶۲۵ کاله وړاندی و ښودی .او د موسیو کزال چی د تاریخ نه مخکی دوران متخصص دی ، په قول دغه غونډی څه د پاسه ۵۰۰۰ پنځه زره کاله عمر لری ، په همدی اساس ښایی د سند د موهنجدارو په پرتله زیاته لرغونی وی .

مند یګګ هغه لومړنی د تاریخ نه مخکی سیمه ده چی د جنوب مرکزی افغانستان په برخه کی په دومره اوږدوالی سره د لرغون پیژندیی د څیړنو له مخی کیندل شوی ده  چی د هغه له مخی د ایران او پاکستان د جنوبی برخو د تاریخ نه مخکی سیمو تر منځ ډیری مهمی اړیکی روښانه سوی دی په دغه سیمه کی د لرغون پیژندنی د مربوطو کیندنواو څیړنو په نتیجه کی تر لاسه سوی مواد زموږ له پاره د زیات ارزښت وړ دی  ځکه چی د هغه په اساس د پاکستان څخه د برونزو د عصرد موادو او د هغواثارو چی په ایران کی موندل سوی دی ، تر مینځ ګډی اړیکی څرکندیږی . »

په هر صورت د جغرافیایی پلوه  دغه لرغونی سیمه د کندهار په شمال ا ولویځ کی د کشک نخود د علاقه داری مربوط د شاه مقصود منطقی ته نژدی واقع سوی او دا چی مندګک د کندهار دو لایت د شمال لویدځ په څو کیلومتری کی پروت دی په دقیقه توګه نه دی اندازه سوی ځکه د مثال په توګه مور وینو څرګنده کړی ده چی د مند یګګ لرغونی سیمه د کندهار د شمال لویدځ په پنځوس کیلو متری کی د ګرشک کندهار د سړک څخه په شل میله فا صیله کی پرته ده . *

خو په بل اثر کی بیا ټینګار سوی دی چی مندیګک د کندهار په ۵۵ کیلو متری کی په یوه وادی کی چی د ارغنداب څخه را بیله شوی ده ، واقع شوی دی   *‍‍‍

په داسی حال کی چی په یو شمیر نورو مأخذونو کی څرګنده سوی ده چی دغه لرغونی سیمه د کندهار د شمال لویدیځ په شپږ کیلو متر کی واقع سوی ده . په هر صورت مند یګک یوه غونډی ده چی  تقریبآ د ۳۱ مترو په لوړوالی د ارغنداب د رود مربوط وادی او هیرمند د رود تر مینځ موقعیت لری دغه کلاچی د میلاد څخه دری زره کاله مخکی یعنی د اریانا د مهاجرت څخه پخوا د هنرمندانو د پیاوړو لاسونو په مرسته د لته او همدا رنګه په بلخ کی جوړه شوی ده حتی د اوس څخه په زرګونو کلو نو مخکی یو ستر ښاری ا و نظامی مرکز ؤ . خو نن ورځ پرته له یوی خرابی بل څه نه ښکاری لاکن بیا یی هم خپل تاریخی عظمت ساتلی دی .

په ۱۳۳۰ – ۱۳۳۸ کلونو کی د مند یګک په پخوانی سیمه کی د فرانسوی لرغون پوه له خوا

.‍  حفریات ، کیند نی او څیړنی تر سره سوی دی ‌

د نوموړی هیآت مدیر ژان ماری کزل ددی لرغونی ښار په هکله خپل نظر داسی څرګند کړی: دی نوموړی حوزه زیاتی غونډی او کوچنی غرونه لری چی تر ټولو لوړه برخه یی د مځګی د سطحی څخه شل متره لوړ والی لری . د کشک نخود سیند چی د باران د اوریدو څخه څو ساعته وروسته وچیږی د سفلا په برخه کی پراخ شوی او په وچو غونډیو سره را چا پیر سوی دی  چی د ډبرینی دری ته په رسیدو سره پای ته رسیږی . ددی سیمی د اوسنی کلی خلک د هغو کاریزونو د اوبو څخه ګټه اخلی  کوم چی د غرو د لمنو څخه سر چینه اخل او د نوموړو اوبو په وسیله کښت او کروندی ته دوام ورکوی .

د لرغون پیژندنی د مربوطو کیندنو  او څیړنو څخه څرګنده شوی ده چی اوسنی مند یګګ د پخوانی سمسور مند یګګ سره زیات تو پیر لری د یو لړ هغو څا ه ګانو څخه چی کشف سوی څرګنده سو ی ده چی پخوا هم د اوبو سطح د نن ورځی يه پرتله ډیره لوړه وه . دغه برسیرونه موږ ته دا را ښیی  چی د لرغونی مند یګک مد نیت باید زیات سمسور او آباد وی چی ددی پنځه زره کلن ښار عمده څیری په پنځو پړاونو کیند نواو څیړنو په لړ کی څرګندی سوی دی . دا ښارد پخوانو وختونو کی د غیری مرءیی لارو مرکز ؤ پر  دغه لاری اوس هم د هغو کوچیانو له خوا چی په دی لارو خیمی او کږدیانی وهی ، تګ او راتګ  کیږی .

‍ددی پنځه زره کلن ښار څیره د لرغون پیژندنی د کیندنو او حفریاتو په اتــو پړاونو کی څرګنده سوی ده ، د مند یګګ د ښار او دهغه د ودانیو هسته په یوه استحکام سره احاطه سوی او د پنځه زره کلونو په اوږدو کی ددی ښار زیاتره بهرنی برخه تخریب او ورانه سوی ده .خو دا خبره حقیقت ته نژدی ده چی دغه ښار تقریبآ یو کیلو متره مربع ساحه په بر کی نیولی ده .

د استحکاماتو په دننه کی دوی لویی ودانی ښکاری چی د غټوالی له پلوه یی لومړی ته قصر ویلای سو چی د شمال خوای ۳۵ متره اوږدوالی لری ، د ختیځ لوری ته یی ددوهمی ودانی قصر او ماڼی پرته ده چی مذهبی مراسیم پکی  تر سره کیدل .

په یوه بله وړه کوټه کی یی خدای ته سوغاتونه موجود وه .سره له دی چی تحریری سندونه لږ دی خو بیا هم یوازی ددی سیمی د لرغونی معماری څخه پوهیدای شو چی په مندیګک کی پرمختللی عالی مدنیت موجود ؤ .

د مند یګګ خلکو د غنمو د کرلو اصول زده وه او هغه ډول غنم یی کرل چی د کابل په سیمه او د هند په شما ل لویدیځ کی هم مروج وه .دا ډول غنموغښتلی ساقی اوپستی دانی درلودی . چی د لږ حاصیل مځکی لپاره ډیر مساعد  غنم وه . د هغو فرهنګی زانګو د هند او بیڼ النهرین تر منځ سیمی ګڼل شوی دی هغوی د ژوندانه ډیر لرغونی وسایل لکه کوږ یوم استعمالوی چی داډول یوم د افغانستان د ملی موزیم د تاریخ نه مخکی وران په مربوطه ګوټه کی ننداری ته وړاندی شوی دی .

په پای کی د پروفیسورژان ماری کزل د څیړنو څخه څرګندیږی چی مند یګک د بشری مدنیت په وده کی د افغانستان رول او نډه د سکندر مقدونی دیرغل څخه بیا د میلاد څخه تر دری زره کاله مخکی زمانی پوری څرګندوی او ثابتوی چی د تارخ نه مخکی وران د پیل څخه دغه هیواد دخلکو د افکارو د ټکر مرکز ؤ د معماری او ودانیو جوړولو او مجسمه جوړولو په برخو کی دهغه وخت خلکو قوی او پیاوړی رول در لودی چی د افغانستان د لرغونی هنر لپاره په زړه پوری  او ساسی سریزه تشکیلوی او د هغنه وخت د کشف شوو آثارو څخه ثابتیږی چی  افغانستان حتی د مدنیت په لومړیو پړاونو کی د بین النهری ، د سند حوزی او فارس په منځ کی د یوه شاخص په توګه ، اساسی ونډه لرل .

ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

* د پیښور پوهنتون د لرغون پیژندنی څانګه د لرغونی پاکستان بولبټن ۲۲۹ مخ په انګریزی ژبه .

* تالقانی نورالله  افغانستان ماقبل اریایی ها ۱۵۷ مخ .

* دانی احمد حسن ( پروفیسور ) لرغونی پاکستان ۲۲۹ مخ . په انګریزی ژبه .

 

 

د مند یګک تاریخی اهمیت

 

مند یګک په افغانستان کی د برونزو ددوران لومړنی سیمه ده چی په هغه کی څو زره کلن مدنیت په ځلانده توګه ښکاری د هغو څیړنو او کیند نو په لړ کی چی د نژدی ختیځ په بیلا بیلو برخو او د هند په لویه وچه کی دوروستیو ۶۰ کلونو په اوږدوکی د مفرغ یا برونزو د عصر په باب تر سره سوی ، داهیله کیده چی د افغانستان په لرغونی سیمه کی هم دا راز څیړنی وسی . په تیره بیا هغه وخت چی په ۱۹۳۶ کال کی موسیوګریشن (د فرانسوی حفریاتو د هیآت پخوانی مدیر) په ناد علی ( زرنج ) کی مقدماتی څیړنی تر سره کړی نو دا ډول هیلی لا پسی زیاتی سوی .

څو چی په ۱۹۵۰ کال کی د کندهار سیمه د تاریخ نه مخکی دوران له پلوه تر مطالعی او څیړنی لاندی و نیول شوه څو د نوموړیو څیړنو په لړ کی یوه مهمه غونډی چی د مندیګک په نوم یادیږی وموندل شوه . بده به نه وی چی په لنډه توګه ددی سیمی په برخه کی تر اوسه پوری تر لاسه سوو مربوتو څیړنو اوتر لاسه سوو  بریاووپه هکله و ږغیږو :

په زیاترو اثارو کی په دغه سیمه کی د بشر د اوسیدلووروستی نیټه دری زره کاله مخکی اټکل سوی ده چی د اوږدی مودی بارانونو او قوی بادونو له امله دی غونډی مخروطی بڼه غوره کړی ده او د ارغنداب د مجرا سره موازی دره کی د کند هار هرات سرک په ۲۵ میلی فاصیله کی او تقریبآ په همدغه فاصیله کی د کندهار د ښار د شمال ختیځ په خوا په څو سوه متری کی دیوه سند مجرا موقعیت لری چی پرته د سیلابی حالاتو څخه نور وخت وچه وی . که څه هم په لومړی سر کی دا عجبه ښکاری چی څرنګه دغه غونډی د سوداګری د لاری څخه لیری او د ښار جوړونی د پلوه په یوه نا مساعده سیمه کی واقع شوی ده خو که د موسمی مهاجرتونو او کوچی قبیلو حرکتونه په پام کی ولرونو ثابتیږی چی د نوموړی غونډی په شاوخواکی به د شپی له خوا ډیری کږدی ځای په ځای کیدی چی سهاروختی به بیا ټولو کوچ کاوه نو په دی ډول داسی ښکاری چی هغه ځای د کوچی قبایلو او کاروانونو عنعنوی لار ه وه او د هیرمند په حوزه کی ددی غونډی د آبادیو په څیر د نورو لرغونو و دانیو موجودیت ددی عقیدی د ثبوت سره مرسته کوی .

په هر صورت د مند یګګ په سیمه کی د افغانی او فرانسوی هیأت د ګډ کار په برکت د لرغون پیژندنی مربوطی د برنزو د دوران برسیرونی نه یوازی زموږ د لرغونی تاریخ را سپړلو کی څرګند او ارزښتناکه رول لری ، بلکی د نوموړی دوران په اړوند د سیمی د لرغونی تاریخ په را سپړلو او څرګندولو کی هم ستره ونډه  لری .

د مندیګک په لرغونی سیمه کی په ۱۳۲۹ ( م۱۵۹۰) کال کی د فرانسی د تاریخ نه مخکی دوران نامتو لرغون پیژندونکی (ژان ماری کزل) تر نظر لاندی د لرغون پیژندنی مربوطی څیړنی ا و کیندنی پیل او د اوو کلونو په اوږدوکی په یوولسو پړاونو کی تر سره سوی چی د وروستی پړاونه یی په ۱۳۳۷ کال کی پای ته رسیدلی دی . لکه څنګه چی د فرانسی د لرغون پیژندنی د هیأت مدیر(شلوم برژه) اټکل کړی ؤددی سیمی څخه د هیواد د پنځه زره کلن تاریخ عینی مؤثق او په زړه پوری شواهد ترلاسه شول .

او د مند یګک په لرغونی سیمه کی دحفریاتو په لړ کی د استوګنی اوه پړاونه په نښه سوی دی چی د زمانی پلوه دغه دوری کابو دری زره کاله دوام وموندی چی د میلاد څخه مخکی دوهمی زریزی مربوطه زمانه په بر کی نیسی په دغه دوران کی مندیګک د کرنی د یوه کوچنی کلی څخه وده وکړه د ( لومړی څخه تر دریمی دوری پوری ) څو چی د سوداګری په یو ه ستر مرکز  بــدل سوو . د ګدامونو په برخه کی یی د یو لړ نورو لرغونو مد نیتونو سره ورته والی څرګند سوی دی د مثال په توګه که څه هم د غلو دانو د ساتلو ګدامونه یی مستطیل شکلونه لرله خو دغه ګدامونه نسبتآ واړه وه لاکن په ماهیت کی د هغو ګدامونو سره چی په هرپه اود سند په حوزو کی کشف شوی دی ، ورته والی لری . دغو ګدامونو دوه دری پوړه اشغال کړی او ددی غونډی ړ اشغالیدو د اوږدی مودی استازیتوب کوی .

د مندیګک مختلفی طبقی  د کښتی څخه مخ په پورته په لاندی ډول دی :

د مځکی څخه مخ په پورته تر نهو طبقو پوری د نیمه کوچی ژوند نښی نښانی په کی لیدل کیږی او د هغو له مخی څرګندیږی چی دغه سیمه د اوسپنی په عصر کی د اوسیدلو څخه خالی سوی وه . ددی ځای لومړنی او سیدونکی تر یوی مودی پوری مالدار او نیمه کوچی ژوند درلودی او د استوګنی د کورونوجوړښت یی هم پخسه یی ؤ چی وروسته د لومړی ځل لپاره اومی خښتی په کی را پیدا سوی دی او تر درو لوړو طبقو پوری دوام مومی په کښتو طبقو کی یی د سفالی لوښی ساده او ابتدایی بڼه لری خو وروسته وروسته یی وده او انګشاف محسوسیږی او دکلالی لوښی یی نسبتآ ښکلی او په تدریجی توګه متکامله بڼه غوره کړی د ه څو چی نقاشی شوی لوښی پکی راپیدا کیږی او پر پایه لرونکو جامونو باندی د مرغانو ، ژوو او ګلانو شکلونه او تصویرونه رامینځ ته کیږی . یعنی  د غټو ښکرونو لرونګی هوسی ، زرکی . فیل او نورو ډول ډول مرغانو تصویرونه او شکلونه دورایه ور باندی ښکاری .د اتمی طبقی وروسته نقاشی سوی خاورین لوښی په زیاته پیمانه موندل سوی دی چه په نهمه طبقه کی یی شمیر ډیر زیات دی . دغه لوښی په کویټه کی د موندل سوو لوښو سره زیات ورته والی لری .

مرحوم کهزاد څرګنده کړی ده : « مفرغی لوښی د شپږمی طبقی څخه پیل کیږی او دهغو ازمایښتونو له خی چی د منځنی طبقی پر اثارو باندی د کاربن چهارده په وسیله تر سره سوی دی ، څرګنده سوی ده چی د نوموړی طبقی تاریخ د میلاد څخه ۲۶۲۵ کاله مخی نیټی پوری اړه لری .» ۰

دغه راز احمد علی معتمدی د(دوره های ماقبل التاریخ افغانستان ) تر عنوان لاندی مقاله کی په مندیګک کی د حفریاتو نتیجو ته داسی اشاره کړی ده : « پروفیسور کازل چی د ۱۹۵۱ ــ ۱۹۵۷ کلونو کی په مند یګګ ( د افغانستان پنځه زره کلن زوړ ښار ) کی د لرغون پیژندنی مربوطی کیندنی کړی دی د مندیګک په هکله لیکی چی د مندیګک ابدات د افغانستان تر ټولو ارغونی آبدات دی اودا څرګندوی چی دغه هیواد د میلاد څخه دری زره کاله مخکی د لرغونی نړی په مدنیت کی چی د سند د حوزی څخه تر مدیترانی پوری غزیدلی وه ، څومره مهمه ونډه لری ده . دغه فرانسوی پوه زیاتوی چی افغانستان پر هغه څلور لاری باندی واقع سوی دی چی دهغو دښتونو په امتداد چی دغه هیواد موقعیت پکی لری، لویدیځ او ختیځ سره مښلوی .» *۱

۱ـ د اریانا مجله دوهمه ګڼه ۱۳۵۴ کال مقاله ( دوره های قبل از تاریخ افغانستان ) ، معتمدی

* ـ کهزاد افغانستان در پرتو باریخ طبع ۱۳۴۶ کال ، ۱۲ مخ

*ــ  معتمدی احمد علی    د اریانا مجله دوهمه ګڼه ۱۳۵۴ کال « روره های ماقبل التاریخ افغانستان » .

د سیمی پر تمدن باندی د مند یګګ اغیزی

 

پرته دکتبی اسنادو د موجودیت څخه د معماری د مطالعی او څیړنی څخه

څرګند یږی چی په مندیګګ کی عالی تمدن موجودؤ او خلکو یی د میلاد څخه دری زره کاله مخکی هم د غنمو دکښت او کروندی سره اشنایی او بلد بیا درلوده او هغه ډول غنم یی کرل چی په کابل او د هند په شمال لویدیځ کی یی کرنی رواج درلودی .

دغو غنمو پیاوړی ساقی او پستی دانی درلودی چی د لږ حاصیل وروکوونکو مځکو لپاره ډیر ګټور وه ……. د مندیګک خلکو د کرنی ډیر لرغونی وسایل لکه کج بیل (سنګر بیلچه) استعمالول دغه کوږ یوم د تیشی په ډول جوړ سوی چی تیغ یی ۱۴،۴ سانتی متره او عرض یی ۵،۷ سانتی مترو ته رسیږی . ( دغه کج بیل اوس هم د کابل موزیم د تاریخ نه مخکی دوری مربوطه کوټه کی موجوددی ) تر اوسه پوری دا پوره نه ده معلومه شوی چی د مندیګګ  خلکو به کوم نژاد پوری اړه لرل خو د هغوی د مړیو د هډوکو څخه څرګندیږی چی دغه خلک د اروپایی ټیپ څخه وه .دهند سی تزء یناتو لرونکی د ډ برو مهرونه او ټاپی څرګندوی چی مندیګک د ډیرو لیری هیوادونو  او ګاونډیانو سره د سوداګری اړیکی او مربوط فعالیتونه در لودل ……. د مندیګک د کلالی پر لوښو باندی د ډیرو غټو حیواناتو شکلونه او د لکی لرونکو سترګو او لویو حلقو سترګو موجودیت د پاملرنی وړ مفهوم لری چی دا ډول نقاشی د پارس څخه تر بلوچستان او سند پوری څرګندی سوی دی .

د پارس د شمال سره د مندیګک اړیکی هم څرګندی دی هغه لویی کاسی (قدح) چی د بالون په څیرد مندیګک په سفالی کی رواج درلودی هغه ته ورته اثار د حصار په غونډی کی په خاکی رنګ باندی هم لیدل شوی او همدا ډول د حصار د کلالی د خاکی رنګه لوښوو نمونی  په مندیګک کی هم موندل شوی دی . امریکایی لرغون پوه په سیستان کی تر مقدماتی څیړنو وروسته وایی :

« په سیستان کی کشف سوی شواهد څرګندوی چی افغانستان د خراسان د سیمی د ژوندانه په تکامل کی مهم نقش لری دی . » *

د کندهار به جنوب شرق کی د ارغنداب رود ته نژدی د مندیګک په نوم یوه لرغونی سیمه ده چی ا م کازل په وسیله حفریات پکی سوی دی او ډیری مهمی نتیجی ځنی تر لاسه سوی دی په دغه سیمه کی ډیر لرغونی اثار او ډول ډول شکلونه موندل سوی او نیمه کوچی ژوند په کی تشخیص سوی دی خو دیوه مقایسوی تحلیل له مخی ویلای سو چی ددی سیمی څخه یو شمیر داسی تزین او          تقاشی سوی  ډیزایــــــنونه را منـــــــځ ته ســــوی دی چی کیـــلی ګل محمد           )Kili Ghul  Mohammad(

او انجیرا د مربوطو ډیزاینونو سره ورته والی لری .

د هډوکو تیری د مرمرو ګلدانونه ، د ډبرو چړی او د مری دانی چی د زمرودو او فیروزی  څخه جوړ شوی دی دا ټول هغه شیان دی چی په همدغه دوره کی جوړشویدی او همرارنګه یی د مسو څخه یی بیلا بیل شیان لکه چړی او نور جوړوله . خو د مندیګک د لومړی دوری مربوط شیان تر زیاتی اندازی ورته والی ورسره لری  لاکن د لاسی صنایعو په برخه کی د بلوچستان د سیمی د مربوطو شیانو په پرتله مند یګک د همدی دوری مربوط شیانو زیات متنوع اوټوپیر لرونکی دی .

په دی ډول نو د پورتنیو دلایلو له مخی په ډاګه ښکاری چی د نفو‌ذ لومړنی څپی په شمالی او مرکزی بلوچستان کی  احساس سوی او وروسته له هغه یی بیا د افغاانستان د جنوب او کندهار په لور د سوداګری لرعونی لاره تعقیب کړی ده . بیا هم لاتراوسه پوری د جنوبی بلوچستان او یا د مکران ساحلی سیمی د همدغه پړاو په باب لا ترواوسه پوری څرګند دلایل نه دی موجود خو دهغو د موجودیت امکانات شته ځکه چی هلته تر دی دمه ډیری لږد لرغون پیژندنی علمی څیړنی او پلټنی تر سره سوی دی .موږ هیله من یو چی په راتلونکی کی دغه ډول څیړنی په پراخه پیمانه تر سره سی .

په امری کی دوی غونډیانی سته چی په رپوټ کی د الف او ب په نوم یادی سوی دی . کزل دا نتیجه تر لاسه کړی ده : « لرغونی ایستوګنځی د الف غونډی په وسیله محدوده او احاطه سوی وه خو وروسته بیا د( ب) غونډی هم اشغال سوی ده »

دغه مواد پر څلورو عمده پړاونو ویشل سوی دی چی وروستی پړاو یی د اسلام مرحله ده چی وروسته اشغال سوی ده . دتاریخ نه مخکی دوران ( د لومړی پوړ څخه تر څلورم پوړ پوری ) لومړی یی د امری کلتور استازیتوب کوی چی خصوصیت یی د ټپیک نازکو خاورینو لوښو ، د خټو دیوالونو او نورو شیانو څخه عبارت دی  .لیکوال لیکی : « په دیوالونو کی د لرګیو پایی ښکاری او همدارنګه په ۱۹۵۰ کال کی د موجهندارو په حفریاتو کی یو دفاعی برج هم څرګند سوی دی آیا په دی دواړو کلتورونو کی د لرګی د تخنیک او دهغه څخه د استفادی د کار په طرز او ډول کی څه اړیکی موجودی دی ؟

لیکوال پخپله په دغه باب تبصیره نه ده کړی که څه هم هغه لومړی پړاو پر څلورو کوچنیو مرحلو باندی ویشلی دی او د کلالی صناعت یی تعقیب کړی دی .په زړه پوری ده چی حتي په ور

منډيګک د څېړنو پر مهال

وستی کوچنی مرحله کی د ( کوټ دیجی ) د وروستی سطحی په پرتله ډیکوراو ډیزاین زیاته وده کړی ده .

په عین حال کی ( توګا ) کړوپ او کاږه لوښی هم دلته په لومړی او دوهمی کوچنی مرحله کی  لیدل شوی دی د توګا د لوښو دغه پیژندنه او تشخص ددی

واقعیت څرګندولو لپاره ټینګ بنسټ جوړوی چی د امری کلتور د کرونولوجکی

 

………………………………………………………………………………………….

 

ـ د هندوستان د مدنیت منشآ . هندوستان او پاکستان د میلاد څخه ۵۰۰ کاله مخکی .اومړی چاپ ۱۹۶۸ ،۱۰۵ مخ ( په انګریزی ژبه )

 

 

پلوه دد بلوچستان د کلتور سره نژدی اړیکی لری په تیره بیا د سوراب په سیمه کی دغه اړیکی دورایه ښکاری . ډکارډی وایی: « توګا لوښی تقریبآ په بشپړه توګه    په( انجیرا ) کی په دریمه مرحله پوری اړه لری یا په بل عبارت د امری پخوانی    )  مرحلی سره همزمانه ده .B او مخکنی سطحه د انجیرا د (

د ګوټ دیجی په باب موږ څه پوهیږو ؟

کزل وایی : « د کوټ دیجی کلتور داسی ښکاری چی قسمآ دی لږ تر لږه د امری د لومړی پړاو سره او تر زیاته حده د هغه سیمی د دوهم پړاو سره هم عصره وی . داسی ښکاری چی امری او کوټ دیجی دی د محلی کلتور ګډه سابقه او مشترکه زمینه ولری .

خو امری د هغه سره زیات توپیرونه هم لری لاکن د بلوچستان سره یی نژدی اړیکی درلودلی دی دهغه ځای سره چی کوټ دیجی مهمه ونډه نه پکی لری ښایی چی هغه هم د جغرافیایی علتونو له مخی وی .»

اوس چی د کوټ دیجی رپوټ خپور سوی دی د کازل دغه تبصیره په سختی سره د منلو وړ ده . په کوټ دیجی کی د کورونو جوړولو سیستم  چی د ډبرو بنسټونه لری او د اومو خښتو څخه جوړ سوی دی ، د سورپ دسیمی دودانیو جوړولو د سیستم سره، زیات ورته والی لری د بلی خوا کوټ دیجی د کلالی په لوښو کی د توګا ډوله لوښو تولیدات نه ښکاری او حتی په ورستی کوچنی مرحله کی د حیواناتو ډیزاینونه نه دی موندل شوی دا ممکنه ده چی د( سورپ ) او ( کوټ دیجی ) د سیمو تر مینځ دی په هم هغه وخت کی تماس او اړیکی موجودی وی  او دا اړیکی هم په انجیرا کی د الف په مرحله کی معلومیږی خو وروسته بیا د فلز په رامینځ ته کیدوسره دغه اړیکی ورکی سوی دی ، یا په بل عبارت د کوټ دیجی په وروستی پړاو ( زموږ د ب مرحله ) کی د خاورینو لوښو دیکورونه د امری د لومړی پړاو سره په درسته توګه پرتله کیدای سی .په دی ډول نو زموږ د اټکل سره سم د ګوټ دیجی لومړی پړاو داسی ښکاری چی د امری د استوګنی د اصلی ټاتوبی څخه مخکی وی .

په وروستی کوچنی پړاو کی ( د هراپی د کلالی د لوښو څو بیلګی او نمونی څرګندی شوی دی ) خو( د هراپی د څو اړخیزی ودی نمونی ) په دوهمه عمده مرحله کی څرګندی سوی دی، کوم چی د امری د لومړی پړاو د اصلی کلتور او د هراپی د کلتور د دریم پړاو چی په هغه کی ( جوکار) کلتور چی په وروستی کوچنی مرحه پوری اړه لری ، هم شامل دی ، تر منځ یو منځنی پړاو ګڼل شوی دی. څلورمه مرحله یی د جونګار په کلتور سره مشخصه او په نښه سوی ده .

او دریمه مرحله یی په تبره بیا د امری د کلالی د سبک په له منځه تللو سره په نښه سوی ده د هغه د پای ته رسیدو وروسته څه شی رامنځ ته شول ؟

کزل مشکوک دی:« لوړه سطحه ( دوهم پړاو) یی تور او خړ رنګ لری خو دغه دنګ سطحی ته ډیر نژدی دی . بیا هم دا اسانه نه ده چی په جرآت سره ووایو چی هغه دی د اور نیټه وی » د بلی خوا هغه د کتګوری له مخی وایی : « د هراپی مدنیت د امری د مدنیت څخه منشأ نه ده اخیستی او د هراپی ډول اوسبک په زوره امری ته ور داخل سوی دی » .

همدا ډول تصور موږ په کوټ دیجی کی هم لید لی سو . که څه هم کزل د موهنجدارو د هراپه په انډول وړاندی ګڼی . د سرمور تیمورویلر

)هغه حفریات چی په                                       Sir Mortimar Wheeler( هراپه کی یی تر سره کړی دی موږ ته یی د نوموړی سیمی د ډیری لرغونی سطحی څخه مواد په لاس راکړی دی خو د موهنجدارو لرغونی او مخکنی سطحه لا تراوسه پوری نامعلومه ده که چیری د ۱۹۵۰ کال د حفریاتو او څیړنو نتایج او مر بوط مواد چاپ سوی وای نو به موږد هغه د منځنی پړاوڅخه ټاکلی مفکوره تر لاسه کړی وای يه هر صورت اوس دا روښانه نه ده چی د مو هنجدارو د سیمی د مد نیت منشأ باید په دغه برخه کی د ژورو کیندنو او د لرغون پیژندنی د څیړنیزو معیارونو له مخی وپلټل سی .دا د پاکستان د حکومت کار ا و ځانګړی مسؤلیت دی چی په دغه برخه کی د نړی د مربوطو پوهانو مرسته او همکاری وغواړی. په عین حال کی داهم ممکنه نه ده چی داګمان ومنو چی  داندوس یا سند د وادی په بیلا بیلو برخو کی د برونزو ددوران د کوچنیو ټولنو موجودیت دی د لویدیځ دنفوذ له امله وی ؟ د زمانی په اوږ دو کی په موهنجدارو کی داسی یوی ټولنی خپل مادی کلتور ته وده ورکړه او په تدرج سره یی خپلی ګاونډی سیمی تر نفوذ لاندی راوستی وروسته موجندارو د سیاسی پلوه  په تدریج سره مخ په وړاندی وده وکړه او د سند وادی یی ټوله تر خپل واک اوولکی لاند ی راوستل او حتی دهغه په آخوا

( کټوار)* ته یی ځان ورساوه خو دا یوازی یوګمان او اټکل دی .

 

اوس چی د اندوس د وادی په برخه کی د موهنجدارواو هرپی په اړوند څه وږغیدو لازمه ده چی د اندوس د وادی ا وایران ترمنځ تاریخی او باستانی اړیکی په لنډه توګه و څیړو : د بشر د کوچیدو د پیل او د سوداګری دودی راهیسی ایران د مدنیتو نو د تقاطع په لاره باندی واقع سوی دی . هغو ټولنو چی د کسپین په شاوخوا کی  ژوند کاوه د فقر او غربت له امه د لویځ په لور د( اناټالی )* او مخ په وړاندی د اروپا په لورو کوچیدل . په هغه وختونو کی چی د اندوس ستر ښار ی مدنیت او د دجلی او فرات وادی *  غوړیدلی وه ، د ایران سیمی د بین النهرین او سند د مدنیتونو تر منځ د سوداګری د چارو او راکړی ورکړی ، یا د پارس د خلیج او یا هم د ایران دلوړو سطحو د سړکونو له لاری ، ترسره کیدی . خو دا طبعیی  خبره ده چی په غه وخت کی دسومریانو  ، ایرانیانو او هرپی د خلکو تر منځ نه یوازی دا چی د سوداګری د مالونو راکړه ورکړه کیدل بلکی د افکارو او عنعناتو تبادله هم پکی روانه وه . په دی ډول نو څرګندیږی چی د هغوی تر منځ د سوراګری اړیکی ددی سبب شوی چی ددی دوو مدنیتونو پر هنراو لاسی صنایعو  باندی هم متقابلی اغیزی رامنځ ته شوی وی .

……………………………………………………………………………………………………….

 

*  Kthiawar –* Anatolla  * -( Tigris – Euphrates ) ,* Terracotta

چی په دغه باب ډاکتر خان په خپل یوه اثر کی یو لړ زیات داسی مثالونه او بیلګی وړاندی کړی دی چی په ډاګه دا ښیی چی د ایران او لوید یځ پاکستان تر منځ څه ډول اړیکی موجودی او د کلالی د لوښو ،د زرګری د صناعت ، سنګار، د ډبرینو شیانو جوړولو او (تیراګوته)* او نورو هنرونو په برخه کی څرنګه متقابلی اړیکی رامنځ ته سوی دی .

 

همدا رنګه د تیرو دیرشو کلونو حفریاتو او څیړنو په نتیجه کی د بلوچستان د سیمی کلتوری بڼه او تصویر تر اوسه روښانه شوی نه دی خو بیا هم په دغه برخه کی لکه څنګه چی ( پیګوټ) په ۱۹۵۰ کال کی لیکلی د ی یو لړ مهم ټکی د معماوو په څیر،لا ترواوسه ناحله او نامعلومه پا ته دی  .ځکه چی مندیګک خپلی اغیزی پر دغه سیمی باندی ښندلی دی نو لومړی لازمه ده چی ووایو چی هلته کومی پرمختیاوی رامنځ ته شوی .

 

د مند یګک په دوهمه دوره کی کورونه په ښه ډول جوړ سوی او د استوګنی سیمی د پخوانی دوری  په پرتله زیاتی سره راټولی او متکاثفی سوی دی او د یوشمیر کورونو په کونجونو کی د اور نغری جوړ سوی دی او د کلالی صناعت هم ددی ځای د لومړی پړاو په پرتله  په عمومی ډول پرته له ډیکور څخه موجود وه چی د کلتوری ثبات او عدم انکشاف څرګندوی دی . دغه راز د مند یګک دریم پړاو لومړی مرحله چی د شپږو مرحلو د ودانیو د جوړولو ښکارندوی ده، د ستروفعالیتونو او بدلونونو نمایندګی کوی او د لوړو پړاونو په انډول د پرمختګ او انکشاف زیاتی نښی نښانی پکی لیدل کیږی او هغه په مخکنی پړاو پوری مربوط د غونډی په لمن کی یوه هدیره کشف سوی ده . او دکلالی په صناعت کی هم د لیدو وړپرمختیا راغلی او د څرخ په وسیله جوړ سوی لوښی چی په زړه پوری ډیکورونه او ډیزاینونه لری پکی موندل سوی دی . د مندیګک په دریم پړاو کی په تیره بیا تور هندسی ډیزاینونه چی سطحه یی سور رنګ درلودی او پولی کروم

نه د منځ ته سوی دی چی هغه دواړه د بلوچستان د نور  ډیزاینو Polychrom

و سیمو  دا ډول ډیزاینونو سره موازی او ورته بڼه  او شکل لری

* ـ

د سند وادی او د ایران څلورم لمبر د پاکستان کراچی د موزیم او لرغون پیژندنی  Khan F.A

څانګه ۱۹۶۴ کال ۱۰۴ مخ ، ۹ پلیټ .

د مندیګک د تمدن ځانګړ تیاوی

د ۱۹۵۱- ۱۹۵۸ کلونو په اوږدو کی د فرانسوی هیأت ددغه حفریاتو له مخی چی د کزل په مشری تر سره شوه څرګنده شوی چی د منځنی ختیځ او اندوس د حوزی تر مینځ فرهنګی اړیکی  د افغانستان له لاری تر سره کیدی د مند یګک څخه تر لاسه سوی اثار او اوزار د ایران د سوزان ، هراپه او موهنجدارو د سیمو او د سند د وادی د مربوطو اثارو سره زیات ورته والی لری چی د مندیګک ، ده موراسی غونډی او شمشیر غار څخه تر لاسه شوی اثار د تاریخی او لرغونتوب له پلوه زیات اهمیت لری او هغه په حقیقت کی د میلاد څخه مخکی ددوهمی او دریمی زریزی په دوران کی د هغه وخت د خلکو د فکر د طرز ، عقایدو او هنر ښکارندوی دی او د بیڼ النهرین ، سوزان ( ایران ) هراپه ، موهنجدارو او دسند د مدنیت دودی او دبشری ژوند د پیژندنی سره زیاته مرسته کوی . دا ډول عقیده موجوده ده چی ددی دوران خلک غیری اروپایان وه او مدنیت یی د اروپایی مدنیتونو څخه ؤ او داسی فکر کیږدی چی خلک یی په اصل کی کروند ګر وه .(۱)

غنم او جواری د هغو لرغونو بوټو او نباتاتو د جملی څخه دی چی د ډیری لرغونی زمانی راهیسی پیژندل سوی دی له همدی امله د افغانستان سیمه او د چین شمالی ختیځه برخه د غنمو د کرلو ا و روزلو ستر مرکزونه ګڼل سوی دی او همدارنګه لومړنی وحشی بوټی د اوربشی په ډول د افغانستان ، ایران او د شوروی په قفقاز او ترکمنستا په شاوخوا سیمو کی لیدل سوی دی .

د مند یګک په لومړی او دوهمه دوره کی کرنی رونق موندلی او په دوهمه او څلورمه دوره کی د یوه ستر سوداګریز مرکز په توګه رامنځ ته سوی  او د اوسپنی په عصر کی د نفوسوی څخه په یوه خالی سیمه بدله شوی ده . (۲)

د هغه لومړی دوری څخه چی مندیګک دیوه ښار په شکل رامنځ ته شو تر لاسه شوی موادو او د معماری د مطالعی او څیړنی څخه را نتیجه تر لاسه کیدای شی چی دغه دواړه د بین النهری د لومړی دوری هم عصره وه چی په هغه وخت کی د مندیګک اقتصادی وده ، بین النهرین ته ورته وه. په دی دوو حوزو کی قصرونه او استحکامات څرګندوی چی سیاسی قدرت او د هغوی د ټولنیزومراتبو سلسله یو له بله سره ورته والی درلودی خو لکه څنګه چی معمولآ په تاریخ کی پیښه شوی ده سوله او ترقی تل پایداره نه ده پاته سوی .

۲- توفق محمد علی ، شناخت از ساحات قبل التاریخ شمال و

جنوب افغانستان ۱۶۴ کال رساله ۳۴ مخ

د حفریاتو په لړ کی څرګنده سوی ده چی په مند یګک کی هم دغه پراختیا او پرمختیا په پای کی د سوځلو په وسیله له منځه تللی ده .  د قصر ددیوالو پر استحکاماتو باندی د اور اغیزی او نښی نښانی دورایه ښکاری او داسی معلومیږی چی یو شمیر دی په دغه لمبو کی مړه سوی او نورویی بندیان سوی او یا هم په تښته بریالی سوی دی خو د خطر د پای ته رسیدو وروسته بیرته راغلی دی  . تر   دغی ستری فاجعی وروسته یو ځل بیا د ودانیو جوړښت پیل سوی دی خو دغه حالت هم ډیر پایښت نه دی موندلی نوموړی ودانی هم بیاوروسته د زلز لی په وسیله ړنګ او له منځه تللی دی . تر هغه وروسته بیا هم ژوند پکی پیل شوی دی خو دا ځل ژوند ډیر پکی  منحط اووران سوی دی، واړه او وروسته پاته کورونه د هغه وخت د اوسیتدونکو غربت او بی وزلی ښیی .

د مندیګک دوی وروستی څیری د لومړی دوری یو شمیر زیاتی برخی په میراث  وړی دی. د مندیګک په وروستی دوره کی د سند د حوزی د مدنیت سره د اړیکو لرلو ډیرښه او غوره شواهد ساتلی دی. د توری طرح د کلالی لوښی په دواړو حوزو کی تر لاسه شوی دی دغه راز عشقه پیچان ددرو پاڼو هنری موضوع چی بیلګی یی پر کلالی لوښو باندی لیدل شوی  ددی مانا(معنی) لری چی د سند د حوزی خلکو دی د مندیګک د سیمی د خلکو څخه زده کړهاو اخستنه کړی وی . چی په وروسته ذکر سوی حوزه کی د عشقه پیچان د برګ نقش د کلالی پرلوښو باندی ، په پراخه پیمانه لیدل شوی دی .

ددی دوو حوزو ترمنځ تر ټولو غوره پرتله  هم هغه د موهنجدارو کلالی ده چی د راهب په نوم یادیږی . د مندیګک د دریم ښار څخه د یوه سړی کله یا سر کشف سوی چی د غوږ ، مخ او سر په برخو کی یی زیات ورته والی لیدل کیږی .په دی وروستیو وختونو کی په شهداد ( خبیص ) کی هم یوه مجسمه موندل سوی ده چی وایی د موهنجدارو د نامتو مجسمی سره زیات ورته والی لری .

د مندیګک لو مړی دوره د جمد نصر او یا هم د بین النهرین د( اوروک ) د وروستی دوری سره مطابقت او سمون لری یعنی د میلاد څخه مخکی ( د څلورمی زریزی پای یا د میلاد نه مخګی د دریمی زریزی لومړی وختونه ۳۲۰۰ ـ ۲۸۰۰ ق م ). (۱) *

د لومړی دوری خصو صیت یی دا دی چی په ښار کی یی رکود نه ښکاری خو دوهمه دوره یی د رکود دوران دی ، د کلالی لوښی عمومآ په لاس جوړیږی د بهر سره اړیکی عمومآ منظمی نه دی هغه لومړی ابتدایی ډبرینه ټاپه یا مهر چی د راتلونکو پخو مهرونو اصلی بیلګه شمیرل کیږی ، په همدغه دوره کی جوه سوی ده په دریمه دوره کی شپږ پوړیزو ودانی ښکاری او کولای شو چی هغه د مندیګک د دوری د پرمخ تللی پړاو وګڼوښایی چی په دغه دوره کی د هغو خلکو مهاجرت چی د سومی  څخه راغلی وی ، تر سره شوی وی .

دا اوس په ډاګه ښکاری چی د فرغانی د کلالی لوښی د مند یګک د داډول لوښو سره ورته والی لری ، د کلالی لوښی په لاس جوړ سوی او پر سر باندی یی تور هندسی خطونه نقش شوی دی خو تر اوسه پوری په فرغانی کی د مندیګک په پرتله دومره لویه آبده نه ده موندل شوی او د دی دوو حوزو تاریخ هم یو له بله سره توپیر لری .

د مند یګک څلورمه دوره د میلاد څخه مخکی د دریمی زریزی د وروستی برخی سره مطابقت لری . په پای کی د پروفیسور ماری کزل د لرغون پیژندنی مربوطو کیندنو او څیړنو څخه دا نتیجه تر لاسه شوی چی مند یګک د سکندر مقدونی  د لښکر کشی ا و یرغل څخه بیا د میلاد څخه مخکی تر دری زرو کلونو پوری

په بشری مدنیت کی د افغانستان نقش او ونډه څر ګندوی  او دا ثابتوی چی د تاریخ نه مخکی مدنیت په پیل کی دغه هیواد دخلکو او د هغو د افکارو د ټکر مرکز ؤ . د معماریو او قصرونو او د هغو ستونونو او مجسمو جوړولو په برخه کی د هغه ځای د اوسیدونکود کار توان ، د  افغانستان د لرغونی هنر لپاره کلک بنسټ جوړ کړی دی . او دهغه د کشف سوو آثارو (توکو) څخه ثابتیږی چی افغانستان د مدنیت په لومړی پړاو کی د فارس ، بین النهرین او سند د حوزو ترمنځ د یو شاخص په توګه ،مهم او بنسټیز رول لرلی دی . (۲)*

د هیرمند د سند پهغاړو کی د شهر سوخته ښار ( ایران ) چی په ۱۹۵۹ ـ ۱۹۶۳ زیږ کلونو کی د د متحریکو او ریګونو د تل څخه کشف شوی ، د یوی خوا د کندهار دښار دشمال لویدځ په پنځوس کیلومتری کی واقع سیمی یعنی مندیګک کی د پنځه زره کلونو د ژوندانه  شواهد و په کشفولو سره د لرغونی نړی حیرانوونکو تمد نونو ته لاره پرانستل شوه په دی ډول د هغه وخت د کار اوزار ( افزار) او د خلکو د هنر، فرهنګ ، او د ژوند څرنګه والی وپیژندل شو چی هغوی که د هغه وخت  تر ټولو مخکی قومونه  نه وه نو د هغوی څخه وروسته پا ته هم نه وه . په دی ډول د هیواد لرغونی تاریخ پاڼی بدلون وموند او نوی حقایق ور باندی زیات سول  دا هم څرګنده شول چی بین النهری د تاریخ د تمدن لومړنی زانګو نه وه بلکی همدارنګه یو بل مدنیت چی د خط د ایجاد سره په یوه وخت ( ۳۵۰۰ ق م ) کی د کندهار په مند یګک کی موجود ؤ  . په دغه لرغونه سیمه کی   د ۸  ـ ۱۲ پوړونو پوری یو  په بل پسی د ژوند پړاونه تیر سوی دی .

 

(۱)  سیستانی محمد اعظم  سیستان قبل از  اسلام جلد اول اکادمی علوم ، مرکز علوم اجتماعی ۱۳۶۴ کال  کابل ۳۴ صفحه .

 

(۲)  مجله اریانا شماره ۱۳۵۴ مقاله  ٫٫ دوره های قبل التاریخ افغا نستان  ٬٬

 

 

 

 

 

 

 

بــریګټ  لیکی : ٫٫د مندیګک (۴) لرغونی اوسیدونکو خپله استوګنځی بد له کړی اود هغه ښار ته  چی په دفاعی لویو دیوالونو باندی چی د لمر په وسیله وچوو شوو خښتو څخه جوړ شوی وه ، احاطه سوی ؤ ، کوچید لی دی . پر اصلی غونډی باندی یوه پراخه ا وغټه ودانی موجوده وه چی د یوه قصر نمایندګی کوی او همدارنګه یو شمیر نوری غونډی چی د معبدونو کمپلیکس ور باندی ښکاری ، موجو دی  دی .

ددی قصر یا ماڼی دیوالونه د یو کتار ستونونو او پایو لرونکی وه ( پلټ ۴ ب ) چی دغه ښار وران شوی ا و د همدی پړاو په اږدو کی دوه واره بیرته جوړ شوید ی چی یو شمیر زیات د کلالی لوښی یی  په صاف ډول په سرو او تورو رنګونو سره ډیکور شوی دی .  چی هغه په طبیعی شیانو لکه مرغانو ، ژویوو، ونوو ، په تصویرونو باندی ښکلی کړل سوی دی . دلته د زرو څخه جوړه سوی د( ژوب ) د مور الهه مؤنث څیری هم موندل شوی دی چی هغه د ( ډمب سه دات ) او( رنا غونډی ۳ )  ( شپږم لمبر پلیټ ۴ـ ۷ ) سره نژدی اړیکی او ورته والی  لری . دا ددی څرګندوی دی چی د مند یګک (۴) په مخکنی مرحله کی د نوموړی مرحلی سره هم اهنګه او هم زمانه وه  په داسی حا ل کی چی په وروستیو پړاونو کی د هراپی د مرحلی سره هم عصره څرګند شوی دی . چی ددی نظر د ملاتړ او تایید په برخه کی د نارینه د سر هغه مجسمه چی ویښتان یی په یوه پټه باندی سره راټول شوی او د اهاکو او ګچو څخه جوړه شوی او په مندیګک (۳ ـ۴) پوری اړخه لری  ( الف پلیټ ) ، د بیلګی په توګه یادولای شو ٬٬.   *(۱)

دا هم ممکنه ده چی په همدغه وروستی پړاو کی د ( کولی ) کلتور د بلو جستان په جنوب کی  ، په وده او پرختیا  پیل کړی وی . د کو لی د کلالی د صناعت مشخصه نښه  په څرګنده په دی ټینګار کوی چی د عراق  د جنوب ، ایران او د اندوس د کښتی برخی  تر منځ نژدی  اړیکی  موجودی وی . او ښایی چی د کولی کلتور د هراپی په وخت کی په ځلانده توګه موجود ؤ . د لویدیځ پاکستان په برخه کی د کولی سیمه هغه برخه ده چی د بشپړ حقریاتو او لرغونه پیژندنی مربوطو څیړنو ته لا پسی زیاته اړتیا احساس ده .* (۲)

په پایله کی ویلای شو چی ددی سیمی (مندیګک ) د بومی اوسیدونکو د فکر طرز په خپله په حوزه کی د فکر د تریجی تکامل سره سم پر مخ تللی او ښایی چی دغه ډول طرزتفکر د نورو د فکر د ډول تر اغیزی لاندی راغلی وی چی داډول ټوله ورته والی او ترمختګونه د ختیځ او لویدیځ تر منځ د اتصال د موضوع سره اړه پیدا کوی .

 

 

 

……………………………………………………………………………………………………….

بریګټ و رومانا الچن د هندوستان د مدنیت منشأ ۱۹۶۸ کال ۱۰۸ مخ  پهBridget  ا(۱) (انګریزی ژبه ) .

 

(۲)  همدغه اثر ۱۱۲ مــخ .

 

(۱)  – New archaelogecal work particularly Lanborgkaarlosky    1969 and Tosi (1962 , 1969)  indecat the possibelity of an urban civilization in Iran as early as in those in Mosopotamia and the indus valley . Also see M. Figchey ( M69)

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

مند یګک او دهموراسی غــــو نــډی

 

مندیګګ د برونزو د زمانی سیمه ده چی د دهموراسی غونډی په ۵۰ کیلو متری کی واقع ده د دوپری په حواله داسی ښکاری چی دغه دوی لرغونی سیمی یو د بل سره متممی دی .

د میلاد څخه مخکی د (۳۰۰۰ ) څخه تر( ۲۰۰۰ق م ) کلونو ، په مینځ زمانه کی د نیل په وادی کی ښاری مدنیت رامنځ  ته شوچی د دجلی او فرات وادی

او د زراعتی کلیو یی د چی د سند وادیTigris – Euphratus Valleys

اقتصادی پلوه د ملا شمزی جوړوله . همدغه رنګه موږ په دغه برخه کی ډیر نور لرغونی مرکزونه پیژنو چی د برونز ددوران د مدنیت ښکارندوی او دغلو دانو د کرلو لومړنی مرکزونه دی ، چی د هغی جملی څخه د موهنجدارو ، هراپه او نوری لرغونی سیمی ، د یادونی وړ دی . ( ډالز ۱۹۶۶ ، خان ۱۹۵۸ ، بی لال ۱۹۶۲ ، ویلر ۱۹۶۸ ).

د برونز د دوران لومړنی رښتنی مدنی مرکز د ایران په لوړه سطحه کی ( چی افغانستان هم په کی شامل دی ) ، د هخامنشی د امپراطوری په دوران کی رامنځ ته شو.( د ګرشن په حواله ۱۹۵۴ )* (۱)

x په هر صورت د افغانستان ددی لرغونی سیمی یعنی مندیګک  ( کزل ـ ډافا۷۱۱

۱۹۶۱ ډاف اندیکس یا ضمیمه وګوری ) او دهموراسی غونډی (دوپری ۱۹۶۳ ـ یواویل متمم د تاریخ نه مخکی دوران رول  په افغانستان کی (۹ جدول) د کرنی دټولګی یو ګډ ترکیب جوړوی چی د سند د وادی د مدنیت په وسیله تأیید او تصدیق شوی دی .

د دهموراسی غونډی* (۱) اقتصادی بنسټ د غنمو یا د غلو دانو پر کرنه او د پسو، وزګړو او ګلو پر روزنه ولاړ ؤ خو مند یګک (*۱) په تدریج سره ورو ورو د کوچنی زراعتی کلی څخه یو رښتنی او سوچه ښار ته د غلو دانو د تولیدولو سره وده کړی ده . او ښایی چی هغه دی د اندوس یا سند د وادی د مدنیت م مرکزی ولایت په توګه رامنځ ته شوی وی .

کزل د دهموراسی په غونډی کی مند یګک ته ورته څه ونه موندل څو هغه د مندیګګ په برخه کی په وروستی سطحه کی کوچنی او نیمه استوګن اقتصادی حالت اټکل کړی  . چی په مند یګک (2) كي د هغه د كلتوري نسبی ركود په خوا حرکت ښيي .

 

 

د بهرنی نفوذ له مخی ښایی د جنوبی ایران له خوا ( کزل ډافا ۱۹۶۱ ـ دوپری ۱۹۶۳ ـ ډالس ۱۹۶۶ ـ نمرک کارلوسکی ۱۹۶۷ ) دی  ، هلته د مند یګک (۳) او دهموراسی (۲) په سیمو کی د ودی او پرمختیا ستر پړاو چی نیمه کوچی او نیمه مشته ژوند لرونکو کلیو دی ظهور پکی کړی وی، رامنځ ته شوی وی . چی ددی  دوری تر ټولو مهم موندل شوی توکی (آثار) د خټو هغه خښتی دی چی د لمر په وسیله وچی شوی دی . چی ددی  خښتو اندازه ( ۱۸×۱۶×۱۲ ) سانتی متره ده . *

(۱)

 

ښایی د سیستان د سطحی کلکسیون  (فیر  سرویس ۱۹۶۱ ) په تقریبی ډول د مندیګک (۳) او مندیګک (۲) سره همزما نه وی . مندیګک ساحه ( ۲۰ متره لوړه او ۱۵۰ متره د هغه منطقه د ه) د دهموراسی د سیمی په پرتله چی  (۶ متره لوړه او ۵۰ متره اوږده ده ) ،د مندیګک (۴) په وخت کی په یو د فوسو ډک ښارباندی بدل سوی دی . د ایران د شمال له خوا یرغلګرو هغه لرغونی او لومړنی ښار وران کړ خو داسی ښکاری چی دهغه ځای اوسیدونکو ډیر ژر پر نوموړو کنډوالو باندی نوی ښار آباد کړی او غنی او شتمن کلتوریی پکی رامنځ ته کړی دی .

په مندیګک (۴) کی د ګچو څخه  جوړی شوی مجسمی یا معبد ، سر ( نر) ، موندل سوی چی د سند یا اندوس د وادی تقریبأ د همدغه زمانی (هالز ۱۹۶۶) د موندل شوو مجسمو سره ورته والی لری . په داسی حال کی چی دهموراسی (۲) ښایی په هغه وخت کی نیمه کوچی ژوند درلودی  او دومره د پامرنی وړ سیمه دی نه وه چی یرغل کوونکو د حرص او طمع سترګی دی ور اوښتی وای .

چی دروسیی د مرکزی آسیاFerghana  مندیګک (۵) په هغه وخت کی د فرغانی

سیمه ده ، چی یرغل پر شوی خو بیا هم ددغو فعاله اود انرژی ډک اوسیدونکو هغه دوباره آباده کړی او د ژوند شرایط یی پکی رامنخ ته او ستر یادګارونه یی پکی جوړ کړل . (۲)

مندیګک (۵ـ۷) او دهموراسی غونډی  ( ۷) داسی ښکاری چی مقررأ دی یی د میلاد څخه مخکی د زریزی ددوهمی نیمایی په وخت کی کوچی او نیمه کوچی ژوند اختیار کړی وی . یعنی هغه وخت چی د هغه اروپایی ژبو ویونکی د شمال څخه را وکوچیدل .

 

 

………………………………………………………………………………………….

  • Louis Dupree , Afghanistan , Pincelvani . stypress,Prehistory . Newjersy P. 268 .
  • Cssal , Dafa, Xvo Appendix F 1961

 

 

 

 

 

 

د مندیګک او دهموراسی غونډی د مهمو لاسی صنایعوو کلتوری فهرست او موجودی . کزل ډافا ۱۷ ضمیمه ۱۹۶۱، دوپری ۱۹۶۳

ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

 

 

۱ـ  دډبری رمبیان ـ د مسو تیږی ، د غوایی د  څیری تیرا کوټه ، د خټو سندل  هورلز

 

( Spindle Whorls )سپین مرمر

د هډوکی تیره او د لمر په وسیله وچی سوی خښتی  .

۲ ـ د انسانانو او غوایانو د څیرو تیراکوټه د ډبری مهرونه او ټاپی Flitt Projectile

چړی، د مسومیخونه ،ستنی ، نـیری ، د خټو څخه جوړی شوی ویشتونکی ګولی ، د هډوکو نیری د ډبری رمبی .

۳ ـ د اوبو د تیریدلو لپاره د کلالی خومونه ، د انسانانو او غوایانو د شکلونو تیراکوټی ، د ډبرو او هډوکو څخه جوړ شوو مهرونه او ټاپی ، د ډبری څخه جوړ سوی

( Spindle Whorls ) د سپین مرمر چړی ، د ویشتلو مربوې سامان ، د ډبرو رمبیان د هډوکو نیزی ، ستنی ، د هډوکو نل ، د مسو او برونزو نیری ، رمبی ، ترښځ یا تیشه او میخونه .

۴ ـ د قصر تاریخی آثار د زهاپ Zhop

تیرا کوټه ، د برونزو ټاپی ، د ډبرو رمبی یا سنګر بیلچه ، چړی ، د ګچو څخه جوړی شوی مجسمی ، د نر غوایانو  اوزګړو ، چرګانو سپیانو سرونه او تیرا کوټی . د ژړیو څخه جوړی سوی نیری ګلدانیانی او د کلالی سامان آلات .

۵ ـ د ډبرو څخه جوړی سوی نیری او ټاپی د ډبری سنګر بیلچه، تیراکوټه .

۶ ـ Fint Projectile Points                          د ډبرو سنګر بیلچه ، د برونزو نیزه ،د اوسپنی لومړنی او ابتدایی توکی د بنفشی ډزاین سره هغه د کلالی چی د لوښو مخ یی سور رنګ لری .

 

 

 

 

 

خلا یا فاصیله

 

۱ ـ ټیټ کیفیت لرونکی د کلالی لوښی کابو

۴۰۰۰کاله د میلاد څخه مخکی .

 

۲ـ د اوبو د نلونو لاسی بقایااو لرغونی توکی ، د هډوکو نیری ، سوهان سوی یا توږل سو ی  د غوږو والی ، د مچلوغزی پروجکتیل ( هغه څه چی دزور یا محرکه طاقت په واسطه غورځول کیږی لکه د توپ یا د توپک ګولی . )

 

) ، مری یا تسبیح د کلالیDibble پلن یوم  (

پلنی تختی   د حیواناتو څیری ، د Polter discs

خټو نقاشی شوی شیان ، د مور د زهاپ نومی   وړه مجسمه  یا تیرا کوټه ، دلمر په وسیله وچی سوی خښتی او د زیارتونو کمپلیکس ( ۲۰۰۰ ـ ۳۰۰۰ ) ق م .

 

Tirracotta   ۳ ـ د مؤنث شکل تیراکوټه        وروستی ډول یی سور بخونه کلالی لوښی

۱۵۰۰ ـ ۲۰۰۰۰ ق م .

 

۴ – د مسو د مهر او ټاپی سره کلالی .

 

مــــــند یګـــــک                          دهموراسی غــــونډی      

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

دوهم فصل

بین النهرین او د مند یګک سره د هغه اړیکی

 

د بین النهرین جغرافیایی موقعیت :

 

د آسیا په جنوب لویدځ کی دوه لوی سندونه د دجله او فرات په نوم موجود دی چی د قفقاز د غرو څخه سر چنه اخلی او د فارس په خلیج کی تؤیږی هغه سیمه چی Mesopotamia ددی دوو سندونو په منځ کی واقع سوی ده د بین النهرین

په نوم یا دیږی .

د میلاد څخه دری زره کاله مخکی په دغه سیمه کی ښار او دولت منځ ته راغلی دی دغه سیمه ډیره حاصل خیزه وه ځکه چی د دجلی او فرات سندونو چی به څه خټی او لای دی سیمی ته راوړل نو دغه کار ددی سبب شوو چی مځکه یی ډیر ښه سمسوره او حاصلات یی پریمانه وی .په بین النهرین کی لومړی د سوریانو، اکا دیانو ، بابلیانو ، او اشوریانو تمدونونه  یو په بل پسی منځ ته راغلی دی.

د میلاد څخه مخکی څلورمه زریزه کی د بین النهرین په جنوب کی د هغو لوړو غونډیو پر سرو نو باندی چی د سیلابونو د خطر څخه لری وی، کروند ګرو ژوند پیل کړ .

د بین النهرین دغه جنوبی برخی د ( سومر) په نوم او خلک یی د سومریانو په نوم یا د سوی دی . سومریانو په لومړی سر کی خپل کورونه د خټو او نلانو څخه جوړول او خواړه یی هم د مالداری ، کرنی او ښکار څخه تهیه کول .

په دی وروستیو وختونو کی د ایران په ختیځ کی د لرغون پیژندنی د څیړنو له مخی نوی معلومات تر لاسه سوی چی د میلاد څخه مخکی دریمی زریزی په اوږدوکی د سند او بین النهرین د سیمو تر منځ لارو کی  د سوداګری په برخه کی نوی تفکر رامنځ ته شو دغه پراخه سیمه چی د بین النهرین څخه د سند تر وادی پوری غزیدلی ده ، په هم هغه وختونو کی یی زیات نفوس درلودی چی د سوداګری کاروانونو تګ او راتګ په کی کوی . خلګ یی په هغو سیمو کی چی سطحه یی تر اوبو لاندی وه متمرکز سوی وه ددی سیمو ایکولوژیکی  حالت او ددوی توان ددی سبب سوی ؤ چی ښارونه پکی جوړ او اقتصاد یی وده وکړی .

د بین النهرین سره موازی د دریمی زریزی په پیل کی هغه سیمی چی د ښاری ژوند او مدنیت د ودی امکانات په کی موجود وه په عمده توګه عبارت وه : د

…………………………………………………………………………………

۱ ـ  سیستانی محمد اعظم سیستان قبل از اسلام ۳۸ مخ

کاشان دسهالک د وادی د البرز د جنوب کپته برخی (حصار) ترکمنستان ( نمازګاه ـ ۳ ) .

د هلمند ماو ارغنداب وادی ( مندیګک ۳ او د شهرسوخته ۱ـ۲ ) او د لرغونی کرمان د وادی ۴ـ۵) او ددی سیمو تر مینځ وادی ګانو کی ځای په ځای اوسیدنه او ژوند نسبتأ لږ ؤ ځکه چی د کرنی امکانات په کی محدود وه . د جغرافیایی څیړنو له مخی او د مادی فرهنګ د ودی په اساس پنځه لاندنی فرهنګی ایالتونه تشخیص شو دی :

۱ـ د ترکستان جنوب چی په ۲۰۰ کیلومتره مربع ساحه کی یی اوسیدونکی سره تیت شو وه د میلاد څخه مخکی د دریمی زریزی په دوران کی په عمده توګه یی رود خانی په دلتا کی تمرکز در لودی .

۲ـ د کمرګان او د امغان جلګی چی  د حاصیلاتو له مخی د استوګنی په سیمه بدل شوی اوحصار یی یوه غوره بیلګه ده .

۳ـ د هیرمند د سند وادی په تیره بیا دهغه د تلاقی نقطه ارغنداب چی د مندیګک د استوګنی ساحه یی شاته واقع سوی ده ، به دغه ځای کی دموکراتیکه وده څرګنده دده او تمرکز یی په تیره بیا په شهرسوخته کی په ډاګه ښکاری .

۴ـ د کرمان په تنګو وادیو کی چی دو روستیو څیړنو له مخی په دغو سیمو کی مالداری ،د حیواناتو روزنه ، حمل او نقل ، او د حجاری څخه ګټه اخیستل رواج درلودی . (۱)

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

………………………………………………………………………………………….

 

 

 

 

 

 

د بین النهرین لرغونی تمدن او دهغه دآاثاروپرتله د مندیګک سره

 

د تاریخ د ډیرو لرغونو وختونو څخه نیولی بیا زموږ تر اوسنی عصر پوری د بین النهرین د کنترول لپاره مبارزه او هلی ځلی شوی دی ځکه چی دغه ډیره سمسوره او د کرنی لپاره ډیره وړ سیمه وه او څنګه چی د نیل رود د مصر لپاره زیات مهم ؤ ، همدارنګه د بین النهرین د لرغونی مدنیت بنسټ هم پر د جله او فرات           باندی تکیه ؤ . څرنګه چی د هغه وخت ودانی د ډبرو څخه  Tigris Euphrates

نه بلکی د اومو خښتو څخه جوړی سو وی او لیکنی یی هم د لمر په وسیله وچو شوو خښتودیوالونو  باندی شوی وی ، ځکه نو هغه د تاریخ په اوږدو کی له منځه تللی دی .

خو د مجسمو له مخی ښکاری چی ددی ځای اوسیدونکی لنډی ونی او مستقیمی پزی درلودلی . د نژادی پلوه هغوی عمومأ د مدیترانی د خلکو په لست کی را غلی دی هغوی دغه سیمی ته د کوچیانو په توګه د عربو د صحرا څخه راغلل بابلیانو او  )  دسیاسی او کلتوری پلوه زیات پرمختګ وکــړ .  Assyrians   سوریانو (

 

د سومریانو عنعنات د اوږدی مودی لپاره :   Somerians ســــومـــریان

د یوه پیاوړی پرمخ تللی مدنیت او یوی منظمی ټولنی څخه نکل کوی خو د تاریخی شواهدو څخه دا هم څرګنده شوی ده چی د یو شمیر سیلابونو او طوفانونو له امله ښارونه وران شوی او پر نوموړو کنډوالو باندی دوباره ښارونه جوړ شوی دی .

، Nippur او نیپر Lagash    ،   اوما  ،  لاګش Ur  د هغوی ستر ښارونه د اور

څخه عبارت دی . سومریانو یو قوی سیاسی سیستم جوړ کړ چی تقریبآ ۱۰۵۰۰ کاله یی پایښت وموند .

د سومریانوکلتور په ټول بین النهرین کی خپور شو حتی د کریټ او مصر سیمو ته په مرسته راورسیدی او تمدن   )  د فتح ( ۲۳۷۰ ـ ۲۵۰۰  ق م Akad هم د اکاد

يي په  ټول بین النهری کی خپور شو خو د هغوی  پاچهی د بربریانو د یرغلګرو له خوا ورانه شو ه خو د اور ښار د پاچا  د خوا د میلاد څخه کابو ۲۳۹۸ کاله مخکی ، بیرته جوړ شو ، په دی ډول د اور ښار د ددیوالونو ، قصرونو ماڼیو او مجسمو او معبدونو په لرلوسره د یوه پیاوړی او غوړیدلی ښار په توګه رامنځ ته شو . د زیکوریټ Ziggurat   ستر معبد د نانور د سپوږمی خدایپه ویاړ جوړ شو چی د پاملرنو وړ ودانی یی لرل او دهغه یوه برخه لا تراوسه پوری ولاړه ده .

بابلیانو د میلاد څخه څه دپاسه ۲۳۰۰ کاله مخکی دغه ټوله سیمه فتح کړه .

 

د سومریانو کلتور :

د سومریانو تر ټولو مهم او لوی کارد هغوی د لیکنی د سیستم د جوړښت څخه عبارت دی چی ۴۰۰۰ ق م کی د استفادی او ستفاضی وړ ګرځیدلی دی .سومریانو د لیکنی مفکوره د جنتری د هغو مهرونو او ټاپو څخه اخیستی ده چی شخصی او کورنی منشأ یی لرل او وروسته دغه سمبولونه د اقتصادی او مذهبی ترمنلوجی د څرګندولو په لاره کی د استفادی وړ وګرځیدل .

سومریانو د یوی وړی قطعی مخکی د لاسته راوستلو لپاره ډیری ستونزی ګاللی خکه چی د دجلی او فرات دسندونو طغیانونو د دواړو خواوو مځکی تر اوبو لاندی کولی .

خو د سیلابی موسم څخه وروسته لوړی مځکی ډیری ژړ وچی سوی او کښته سیمی به یی د نلانو څخه ډکی شوی .

سومریانو په لومړنی او ابتدایی وسایلو سره د طبعیت سره مبارزه پیل کړه خو وروسته له هغه د میلاد څخه دوهمه او دریمه زریزه کی د سومریانو د نه ستړی کیدونکی کار په برکت د بین النهرین سیمه په یوه سمسوره سیمه بله شوه .هم دا رنګه د اوبو لګولو د ابتدایی سیستم او لومړنیو تاسیساتو په رامنځ ته کیدو سره یی د کرنی محصولات له غنم ، جواری او خرما یزیات شوه .سومریانو د میلاد څخه څلور زره کاله مخکی مس وپیژندل خو د مسو او بونزو څخه په یپراخه یبپیمانه ګټه اخستل د میلاد څخه مخکی در یمه زریزه کی  رواج په کی وموند او بیلا بیل کسبونه رامنځ ته شول .

د طبقاتو او غلامی د دولت رامنځ ته کیدل :

د بین النهرین به جنوب کی د مصر په شان د مالداری ، کسبګری او کرنی وده ، د طبقاتو د رامځ ته کیدو سبب شول .

د غلامانو لپاره  د غلامی کار مهم شو . د غلامی اصلی منابع جګړی او د ګاونډیو هیوادونو څخه د غلامانو رانیول تشکیلول بر سیره په دی ماشومان هم رانیول او پلورل کیدل چی په وروسته وروسته کی به پوروړی بزګران هم په غلامانو بدل شول .

د میلاد څخه څلورزره کاله مخکی د بین النهرین په جنوب ( سومر ) کی واړه او مستقل دولتونه لکه د اور ، اوورک ، کاسی ، کیش ، نیپو او نور رامنځ ته شول .

سومریان هغه لومړنی خلک وه چی د بین النهرین په جنوب کی یی  د مدنیت بنسټ کیښود هغه دوهم قوم چی د بین النهرین په جنوب کی یی مدنیت پیل کړ اکاد یان وه دغه دواړه مدنیتونه د بین النهرین د غلامی د نظام دولتونه وه .

بادارانو به د غلامانو څخه په کارخانو ، د اوبو لګولو تاسیساتو ، کرنه او چوپانی کی ګټه اخیستل ، څرنګه چی خانانو زیاتی مځکی او غلامان درلودل نو یی نفو‌ذ هم زیات ؤ او همدارنګه د ښار حکمان به هم دهغوی څخه ټاکل کیدل چی په پای کی د اکادیانو فرمان روایانو زیات قدرت وموند . سارګون د اکادیانو پاچاه ۵۴۰۰ تنوڅخه یو حرفوی او مسلکی لښکر جوړ کړاو د جنوب په لوری یی یرغل وکړ څو چی د سومریانو ښارونه یی یو په بل پسی ونیول .

د اکاد پاچهانو د سومریانو د دی کار تقلید وکړ او هغه ته یی وده پسی ورکړه دغو پاچهانو د اشتراکی ټولنی مربوطی مځکی ونیولی او پیسی به یی هم د اشتراکی ټولنو ریسا نو ته ورکول کیدی په دی ډول به په اشتراکی ټولنه کی مالونه د شتمنو په واک کی ورتلل او اکثریت خلک به په اجاره دارانو ، مزدورانو او غلامانو بدلیدل خو په پای کی د هغه ښورښونو په نتیجه کی چی د درندو مالیاتو ورکولو له امله رامنځ ته شول ، د اکاد دولت کمزوری شو او د بل قوم یعنی بابلیانو په وسیله یی دولت ړنګ شو .

بـــابــلیان :  

بابل د فرات د سند څنګ ته یو ښار ؤ چی د شمالی او جنوبی بین النهرین د سوداګری لاره وه د دغی سیمی عمده حاصیلات غلی دانی او خرما وه . سومریانو غلی دانی او خرما صادروله او دهغه په بدل کی یی د اړتیا وړ مواد لکه لرګی او فلزات د شمالی بین النهرین څخه واردول . څرنګه چی د موادو راکړه ورکړه د وچی مځکی او د اوبو له لاری د بابل په ښار کی تر سره کیده ځکه نو د سوداګری د ښه دریځ له امله دغه ښار په یو د پانګی ډک او ستر ښار باندی بدل شو . او ماړه یاشتمن او نیستمند خلک پکی رامنځ ته شول .

د میلاد څخه دوه زره کاله مخکی د طبقاتو د تشکیل سر ه سم هلته هغه دولت چی د شتمنو د ګټو ساتندوی ؤ ، جوړ سو .

د بابل د سترو پا چهانو د جملی څخه یو هم حمورابی ؤ چی د میلاد څخه  ( ۱۷۹۲ ـ ۱۷۵۰ ) کلونه مخکی یی ژوند کاوه هغه زیاتی برخی د خپلو ګاونډیو ایا لاتو په شمول تر خپلی ولکی لاندی راوستی .

د لرغون پیژندنی د څیړنو او کیند نو په پایله کی څر ګنده شوی ده چی د یو شمیر  زیاتو شیانو لومړنی  منشأ د بابل د تمدن څخه اخستل سوی ده په جنوب لویدیځه آسیا او حتی په لرغونی یو نان کی زیات مسایل د دغه مدنیت څخه نشأُت کړی دی .

بابلیانو په هم هغه لرغونی زمانه کی لمریزی جنتری او کلیزی ته وده ورکړه او یو کال یی پر دولسو لمریزو میاشتو باندی وویشی او یوه میاشت یی د سپوږمی د دوام په اساس دورځو څخه جوړه کړه او په دی ډول یوه اونی اوه ورځی وټاکل سوه .

هغوی د بو ټواونبا تاتو څخه د تداوی او درمل په برخه کی په زیاته پیمانه ګټه اخیستل پیل کړه او یو شمیر زیاتی ناروغی له دی امله تداوی سوی ، د مثال په توګه د آفتاب ګردان دګل د تخم څخه یی د غاښو د درد د تداوی په برخه کی ګټه اخیستل او د همدی دردونو او ناروغیو د درملنی لپاره یی شدی تجوزولی او د غوړو شامپو ا و بیر ( د اربشو څخه جوړ شوی کمزوری الکهول ) به یی د ویښتانو د ناروغیو د درمل په برخه کی په کار اچول . همدا رنګه د نجوم او ریاضی په برخه کی یی هم د پام وړ پرمختیا کړی وه . (۱)

ددی سیمی اقتصادی ، کلتوری او فرهنګی خصوصیاتو په پام کی نیولو سره په ډاګه ښکاری چی دغه لرغونی مدنیت زموږ د مندیګک د لرغونی تمدن سره اړیکی درلودی . په دغه سیمه کی د حفریاتو په پایله کی نقاشی او تزءین سوی د کلالی لوښی چی پر هغه باندی د حیواناتو او الوتونکو مرغانو  تصویرونه ښکاری . او د ژویو یا حیواناتو وړی( تره کوټی ) او د مور الهه ، تر لاسه شوی ده . باید وویل شی هغه د کلالی لوښی چی ددی ساحی څخه تر لاسه سوی دی ، د سید قلعه د کلالی لوښو سره ډیر شباهت او ورته والی لری  یعنی دغه لوښی هم د هغه ځای لوښو ته ورته نصواری رنګ لری چی ځنی یی هندسی او یو شمیر یی حیوانی ډیزاینونه لری په مندیګک کی د لوښو نډول د لوړ جدار لرونکی کاسی ، لاستی لرونکی کوزی مفرغی اوزار یی لکه مفرغی قلم ، تبر او نور دی چی په مجموعی توګه په دغو توکوو او آثارو کی د بین النهرین د آثارو یو لړ ګډ او ورته خصوصیات ښکاری . (۲)

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

………………………………………………………………………………………….

1- TE SWAIN A HISTORY OF WORLD CIVILIZATIOH 1976 NEW DELHI   P .79

(۲) ـ ارام محمد احسان عصر مفرغ در افغانستان پروژهء علمی تحقیقی ۱۵۹ صفحه .

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

په اعراق کی د بین النهرین د لرغونی مدنیت په باب نوی څیړنی

په ۱۹۴۳ ـ ۱۹۴۴ کال کی د عراق د حکومت له خوا د هغه هیواد د لرغون   یو Tell Hassuna  پیژندنی  یوهیأت مؤظف شو چی د تیل هسنه

په سیمه کی چی په  ۱۹۴۳ کال کی د پروفیسور( فواد سفر) له خوا کشف شوی وه، د لرغون پیژندنی مربوطی څیړنی اوکیندنی پیل شوی دغه غونډی د عراق په شمال کی هسنه کلی ته نژدی د شورا د شمال ختیځ سیمی پنځه ملی او د موسول د جنوب په شل ملی کی واقع شوی ده . ددی مهمی لرغونی سیمی په باب یو پراخ رپوټ په ۱۹۴۵ کال کی د  ( لیود) او سفر له خوا خپور شو دغه د تاریخ نه مخکی لرغونی سیمه په منځنی ختیځ کی د مدنی ژوند د نفوذ د منشأ او در ښتینوالی په برخه کی د پوهیدو په باب ، د زیات اهمیت وړ ده .

ددی سیمی وروستی برخه د هغو خلکو په ژوند اړه لری چی د ډبری د دوران په     یعنی  د زیږ کال څخه څه د پاسه ۵۰۰۰ کاله (New Stone age نوی پړاو کی( مخکی یی ژوند کاوه . (۱)

په دغه سیمه کی زموږ پاملرنه هغه اوږدی ماتی کاسی ته را اوړی چی د لرغون پیژندنی د کیند نو د سیمی د لویدیځ کونج په دوهمه سطحه کی موندل سوی ده .

په هغه کی د دوو تنو اسکلتونه چی په اغلب ګمان د هغو ماشومانو دی چی نوی زیږیدلی او دوه ګونی یا غبرګولیان دی وی او د نوموړو هډوکو په منځ کید چښلو د اوبو د کلالی د صناعت یو ه پیاله هم موندل شوی ده د هغو دغاښو د ودی له مخی لرغون پیژندونکی اټکل کوی چی نوموړی ماشومانو د زیږیدو څخه وروسته څو میاشتی ژوند کړی دی ( لیود او شفر ) چی دغه ټول لرغونی توکی (آثار) او بقایاوی یا پاته شونی ، د اعراق په موزیم کی خوندی ساتل شوی دی .

( د یادونی وړده چی دغه متن پر اعراق باندی د امریکا د یرغل نه مخکی تهیه شوی او تر یرغل وروسته چی موزیمونه چور اوتاریخی توکی وران او تالاسول ، د هغو د موجودیت او خوندی ساتلو تصدق نه شی کیدای . )

 

سره له دی چی د اعراق په موزیم کی هغه ډیر خوندی ساتل شوی وه خو بیا  هم  د اعراق د موزیم مشر( ډاکتر محمد حسن عبدالعزیز) او ډاکتر جاروسلاو سیکا چی دواړه په ترتیب سره د اناټومی او میکرو اناټومی پروفیسوران او د طب په پوهنځی کی کار کوی ، دوی ته اجازه ورکړه چی هغه د ۱۹۶۶ کال د جنوری په میاشت کی په مفصله توګه ووینی او وه یی څیړی .

 

…………………………………………………………………………………………

(۱) د  زیاتو معلوماتو لپاره دغه اثر وګوری :

Sumer A Toumal of Archaeology and history v.l xx nos 1 and 2 1966 P. 46

 

………………………………………………………………………………………….

 

د هغوی د څیړنو په پایله کی څر ګنده شوه چی د عینی عمر لرونکو کوچنیانو هډوکی ښیی چی هغوی د نیو لیتیک په سیمه کی ۲۰۰۰ کاله مخکی ژوند کاوه او دواړه د یوه جنس څخه وه او د نښونښانو له مخی هغوی د ښځی په جنس پوری اړه لرل. په دی ډول نو لیکوال دا نتیجه تر لاسه کوی چی په دغه سیمه کی د اوه زره کاله مخکی زمانی لرغونی پاته شونی موجود دی .

دغه راز په دی وروستیو وختونو کی  د لرغون پیژندنی د څیړنو او کیندونو په پایله کی څرګنده شوی ده چی د لرغونی زمانی مهمی او ستری ودانی باید د خټو د خښتو څخه  جوړی شوی وی ، رښتیا هم د لرغون پیژندنی  مربوطی کیندنو او څیړنو څرکنده کړی ده چی د بین النهرین د تمدن په ټولو پړاونو کی یو لړ داسی یادګارری ودانی رامنځ ته شویدی چی د غنا او پیاوړ تیا له مخی دیوهغو ودانیو سره پر تله کیدای شی چی لا تر اوسه په مصر او نورو د جوړولو تر ټولو عام او په پراخه پیمانه د استعمال وړ موادو د جملی څخه د لمر به وسیله وچی شوی خښتی پکی استعمال سوی وی چی د داډول خښتو ډولونه او سایزونه یو له بله سره تو پیر لرلی دی . په همدی لرغونو سیمو کی به د خښتو دو هلو او مښلو لپاره دهغو ریګو او خټو څخه ګټه اخستل کیده چی د بیڼ النهرین په وچو برخو کی به د ودانیو لپاره جوړیدی دغو موادو به کله کله د اوبو د ګډیدو اړتیارا منځ ته کول چی د لرګیو د غالبونو په وسیله به اومی خښتی ځنی جوړیدی کله چی به یی  خټی څه وچی شوی نو به یی په اهاکو کی وهلی او وروسته به یی د دیوالونو د وهلو لپاره چمتو کولی .او عمومآ به د خټو دیوالونو ته پلستر ورکول کیدی ( د خټو د پلستر سره به پروړ هم د زیات دوام کولو په مقصد یو ځای کیدل ) او معمولآ به ددغه ګل یا پلستر سره رنګ هم ګډیدی  او یا به هم د ډول دول ډیکورونو څخه کار اخیستل کیدی په یو شمیر مهمو دیوالونو کی به په افقی ډول سره د خښتو په منځ کی د جذابیت او ښکلا په مقصد د نلانو او یا د بوریا ډوله لوخو څخه استفاده کیدل هغوی تر ډیره وخته د دا ډول خاشو او نلانو څخه د کورونو په جوړولو کی ګټه اخیستل .څو چی وروسته بیا د خټو سره د پروړو پر ځای مساله رامنځ ته او دهغه څخه د کورونو او ودانیو په جوړولو کی ګټه اخستل پیل شوه .

نوموړی نلان به د څه مودی لپاره په آزاده هوا کی ایښودل کیدل څو چی د )Gypsum ورستیدو څخه یی مخنیوی وشی . که په هغه وخت کی د جپسوم (                د پلستر( یعنی هغه پلستر چی د منرالونو څخه استفاده پکی کیږی ) څخه ګټه اخیستل کیدل ،څو د دغو موادو په وسیله د خښتو دیوالونه محافظه شی خو Cone Mosaic موږ د اورک  مثالونه لرو یعنی د هرم ډوله موزایک  (

د ډیکورونو څخه ګټه اخستل کیده .

 

خو وروسته د ډبروڅخه جوړ شوی اهرامونه رامنځ ته شوی څرګه چی ډبری په پراخه پیمانه موندل کیدی نو له همدی امله د خټو او ډبرو څخه د ګټه اخیستلو یو ډول تر کیبی سیستم را منځ ته شو په سوریه کی د دیکور شوو ډبرو د تختو څخه کار اخستل شوی دی او پر دغو ډبرینو لوحو باندی لیکنی هم شوی دی چی وروسته د ډبرو دا ډول تختی په چتونو کی هم استعمال شوی دی څرنګه چی د خټو دیوالونه او څرنګه چی دخټو پلستر به د بارانو نویا اورښتونو په وسیله ډیر ژر له منځه تلی او په وارو وارو به یی بیا دیوالونو ته کاګل ورکاوه نو دا کار  ډیر ستونزمن ؤ ځکه یی نو د ډبرو د لوحو او تختو څخه چی مقاومت یی زیات ؤ ، ګته اخستل پیل او دغه رواج لاپسی پراخ شو خو بیا به هم د زلزلو په وسیله ودانی ورانیدلی  ځکه به نو د چتونو په جوړښت کی د غټو لرګیو څخه ګټه اخیستل کیدل وروسته به یی بیا پر دغو لرګیو باندی نلان او پروړ یا خاشی اچولی د چت جوړولو دغه طریقه په تیره بیا ددوو پوړیزو ودانیو په جوړولو کی زیاته ګټه اخستل کیدل په ډیر ندرت سره به یوازی ډیری مهمی ودانی د خټو څخه جوړی شوی ګومبتی د ( روضی) په ډول جوړیدلی چی په دغه د بیلګی په توګه په ټیل    کی هغه معبد یادولای شو چی په عــراق کـی د انګلستاTell Al Rimah الرماه (

ن او عراق د لرغون پیژندنی د ګډ هیأت په وسیله په دی ورستیو وختونو کی د حفریاتو په پایله کی کشف شوی دی دهغو د نتایجو څخه داسی ښکاری چی په لرغونو وختونو کی د ګومبدی یا روضی په شکل د ودانیو جوړول زیات عمومیت درلودی خو د هغوی لوړی برخی به په عمومی ډول ورانی شوی دی . په حقیقت کی پرته د پورتنیو موادو څخه د ودانیود جوړولو په برخه کی نور داسی مواد چی د زمانی په اوږدو کی دی په ښه توګه خوندی پاته شی ، موجود نه وه .

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

د بین النهرین د استبدادی دولت ظهور

 

مخکی له دی چی په سومر کی د طبقاتی ټولی د منشأ او د دولتی ځواک د جوړښت د رامنځ ته کیدو مربوط مسایل و څیړو لازمه ده چی د سومریانو لرغونی ټولنی عامی ځانګړتیاوی په لنډه توګه مطالعه کړو موږ هڅه کوو چی دلته په مسلسل ډول ددی سیمی د هم عصره ټولنیز جوړښت او نفوسو ځانګر ی بڼی او د دولت جوړښت و څیړو.

د سومریانو په ټولنه کی هغه څه چی په پیل کی د پاملرنی وړ ګرځیدی د معبدونو او کلیساوو څخه عبارت دی ترا وسه یو شمیر زیاتو پوهانو په تیره بیا په لویدیځ  ، ډیمل ، سکندر ، اچ فرنکفورت (A. Polkenstein کی ءیی فالکن ستین (

معمولأ په مجموع کی د لرغونی سومریانو د معبدونو او کلیساوو حالت په تیره بیا ددی سیمی د ټولنیزحالت په چوکاټ کی یو دموکراتیک او مذهبی دولت په څیر ، تشریح کړی دی .

زموږ څیړنه د سومریانو نامتو دولت ته چی د لاګس په نو م یادیدی ، متوجه ده      ۶۶ کیلومتره الهی (d Ba-u( د ډیمل د محاسبی او اټکل له مخی د لاګس دولت د

مربع څخه لږ مځکه په واک کی لرل چی د هغی جملی څخه ۴۴ کیلو متره مربع برخه یی کښتونه او حاصل خیزی مځکی وی . نوموړی الهه دد لیګز د دولت دوهم ستر معبد ؤ او نورو یو شمیر زیاتو الهو (چی په اغلب ګمان یی شمیر شلو ) ته رسیدی ، نسبتآ کوچنی دریځ درلودی . (۱)

کی مجموعی شتمنی د  (Lagas په دی ډول ډیمل په دی بریالی شو چی په لاګس (

۲۰۰ څخه تر ۳۰۰ کیلومتره مربع پو ری اټکل کړی ده .

په هغو وختونو کی چی په دغو سیمو کی د اوبو یو څه کمښت رامنځته شو نو د لاګس د دولت د مځکی ساحه د بیلا بیلو ماخذونو په حواله ( ۲۰۰۰) کیلومتره ته ورسیده یعنی هغه یعنی هغه مځکی یی چی په طبعی ډول یی اوبه درلودی په اختیار کی لرلی ددی سیمی د نفوسو په باب د معلوماتو د تر لاسه کولو په برخه   َ ) ،او ګودیا لیکنوUrukagain، اورکاجینا (  ( Antemena  کی باید د انتیمینا

ته پاملرنه وکړو . په هغو کی څرګنده شوی ده چی  پاچهان او د قدرت څښتنان د الهی په وسیله ټاکل شوی دی .چی په دی ډول سره د ۴۶۰۰ ‍، ۳۶۰۰ او یا هم د ۲۶۰۰ کسانو په منځ کی ټاکل شوی دی  . دا باید په یاد ولرو چی ( ګودیا ) نه یوازی لیکز په واک کی درلودی  بلکی کابو ټول سومر یی په اختیار کی ؤ په داسی حال کی چی ښایی د  انتیمینا لیکنی په هغه زمانه پوری اړه ولری چی هغه

 

……………………………………………………………………………………….

(۱)  د زیاتو معلوماتو لپاره وګوری :

Societ and State in Ancient Mesoptamia sumer . Moscow , 1969

 

په لیکز کی نه بلکهی په نیپر کی پاچهی کوله .(۱)

………………………………………………………………………………………….

 

د مشابه او ورته مډرن استعماری هیواد ونو څخه لکه اسوریا ، تر لاسه شوی معلوماتو او اسنادو ( چی له بده مرغه کافی نه دی ) له مخی د لیکز د نفوسو مجموعی شمیر لکه څنګه چی پورته د آزادو خلکو شمیر ذکړ شوی دی ، کیدای شی چی ښل زره او یاهم د هغه څخه  څه زیات اټکل شی .(۲)

د پر تله کیدو لپاره ضرور ده چی د نفوسو اندازه د خلکو د شتمنی او د نوموړو شتمنیو د ساحی په اړوند وڅیړو . لیکز بنسټیز او عمده خدایان د هغوی د اهمیت له مخی په تر تیب سره په لاندی ډول دی :

نیګرسو، نانسی یا نانزی ، ګتمدک ،دومزی ، ایګالیم ، سوتل ساګن ، نیمار ، اوټ نینډور ډلوګال اورو ، اینګی ، اینین او پاساګ .( لاتنی لیکنه یی په لاندی ډول ده)

Neagrsu , dba-u , Nanse , Gatumdug , Dumzi , Lgotim  )

Ninlmar , utu , Nindar dlugal – uru ,Sutlsagan ,

ا(Enki ,Innin Pasag

په دی ډول د معبدونو د ښځو د غلامانو دشمیر د عمومی مجموعی څخه بیا هم د هم هغه وخت د نفوسو په باب اټکل کولای شو .

) معبد د پرسونلو په سلو کی (۱۳) برخه او د اسنادو له مخی د آزادوdsa – u  د (

نارینه کارګرانو تقریبأ ( ۲۵) برخه په واک کی درلوده .

په دی ډول نو موږد هغوسره د آزادو خلکو د کورنیو (۲۰۰۰۰) غړی او تقریبأ د (۴۰۰۰ ) څخه تر(۵۰۰۰ ) تنو ته د خصوصی او محلی غلامانو شمیرجمع کوو څو په دی توګه د خلکود مجموعی شمیر اندازه د معبدونو د شتمنی په اړوند تقریبأ (۲۵۰۰۰ ) آزادو اشخاصو ته رسیږی چی ددی جملی څخه کابو (۷۰۰۰ ) تنه ځوان نارینه تشکیلوی او دا د منلو وړ ده چی د ټولو معبدونو د مځکی مجموعی ساحه د ۵۰۰ څخه تر ۶۰۰ کیلو متره مربع پوری رسیدل ، خو تر اوسه هیڅ داسی اسناد او شواهد نه دی موندل شوی چی د نوو کتګوریو مځکو د رانیولو او پلورلو  تر  ریفورم وروسته(Urukagaina  تصدیق دی وکړی . حتی د اورک اګینا (

د کرنی پرسونل په زیاتره حالاتو کی په معبدونو اړه لری او یوازی یی دا حق در لودی چی خپل سرای یاکور  او انتقا ل کیدونکی ملکیت و پلوری او همدارنګه کولای یی شوای چی د خپلی مځکی مر بوطی اوبـــه وپلوری نه داچی خپله مځکه خرڅه کړی .

………………………………………………………………………………………….

(۱) د اچ فرنکفورت  د نظریی له مخی چی دنوموړی سیمی نفوس یی ۱۹۰۰ تنه ښودلی دی دغه رقم د زیات باور وړ نه دی ځکه چی هغه هم پر ځان متکی نه دی او یوازی مرکزی ټولنه په پام کی نیول شوی ده نه ټوله د لاګس دولت .

(۲) د یوی بلی بیلګی په توګه دغه اثر و ګوری . ( وی وی ماروف ، د لیکز هغه شمیر ښاریان چی د اوکاګینا د ریفورم نه مخکی یی بشپړ حقوق تر لاسه کړی دی

۳۸ ټوک ماسکو ۱۹۶۰ کال ۱۱-۳ مخونه ( په روسی ژبه   ( Ksivan کسوان (

 

………………………………………………………………………………………..

 

په لرغونی دیوناستیکی دوره کی سومری دولت د هغه پاچا په وسیله اداره کیدی     (۱) لقب غور ه کړ د مقرراتو (Ensi , Lugal چی وروسته یی د انسی یا لوګل (

له مخی انسی ته د الهو نسبت نه کیدی د( لوګل) ما نا غټ سړی دی چی د کورنی د مشریا دلاوره مشر په مفهوم  په مفهوم استعمالیدی .

خو دغه اصطلاح په  زیاتره سومری ستونو کی نه ده موندل شوی او همدارنګه ددولت د مشر په نوم هم دغه اصطلاح استعمال شوی   ( د میلاد څخه مخکی       دمیلاد څخه پخواد دریمی زریزی څخه لږ مخکی زمانه ) ( ED 2 ) ده . د

څخه وروسته د نوموړی لقب د کورنی د مشر اویا ستر شخص په څیر استعمال شوی دی . دا هم ګران کار دی چی د انسی د قدرت هدف د لوګل په مقابل  قطب کی وګڼو خو په دی کی هم شک نشته چی د سومریانوپه یو شمیر زیاتو دولتونو کی حالاتو بدلون او توپیر موندل دی . ځینو دولتونو هیڅکله لوګل نه درلود او نورو یی بیا هیڅکله انسی نه دی لرلی په لیکز کی هم کله کله لوګل او کله هم انسی را څرګند شوی دی .

 

په یو شمیر نورو برخو کی داسی ښکاری چی لوګل او انسی دواړه په عینی وخت او زمان کی موجودیت لری دی ، داسی عقیده هم شته چی په دی ټنګار کوی چی لوګل  یوه خپلواک او په ځان متکی پاچاته ویل کیدی .

سره له دی چی د معبدونو او کلیساوو شتمنی ، د مځکو خړوبولو او د ودانیو جوړولو ټول مسایل د لوګل دخوا اداره کیدل ، خو بیا هم د پاچهانو صلاحیتونه د هیڅ یوه حکومتی ارګان له لوری نه محدود کیدل . خو په نورو حالاتو کی د په خپل سر حکومت په ټولو ارګانونو کی د پاچاه سره قدرت او صلاحیت ویشل کیدی . هغوی د مشرانو شورا او د ټولو فعاله خلکو اسامبله در لوده که څه هم ددغو ارګانونو په باب په ندرت سره یا دونه شوی ده خو بیا هم د هغو د موجودیت په باب د میلاد څخه مخکی دوهمی او دریمی زریزی د دوران تقریبأ په ټولو پړاونو کی په لرغونی جنوبی بین النهرین کی په کافی اندازه مواد ، اسناد او شواهد مو جود دی او حتی د هم هغه دوران څخه وروسته هم داسی نښی نښانی تر لاسه شوی د ی چی د لومړی ډول حکومت د ثبوت بیلګی دی وګڼل شی .

او همدارنګه د سومریانو په یو شمیر  ) Gilgames , Aka د ګیلګامس ، اکا (

نورو جنګی او حماسی نکلونو کی هم د مشرانو د شورا او هم د عامه خلکو د اسامبلی د فعالیتونو مربوط اسناد او شواهد موجود دی .

تحلیل له مخی څرګنده شوی ده چی نه  یوازی شورا د ( Oblesk د اوبلیسک (

بلکی محلی اسامبلی هم د کادیانود مرحلی په سیاسی ژوند کی فعاله ونډه اخیستی ده  د کادیانو د پاچا تارام سون او د کیس د پا چا تر منځ جګړی مربوط نکل څرګندوی چی د کیس محلی او عامیانه اسامبلی په هم دغه دوران کی ( د میلاد څخه مخکی ۲۳ پیړی ) کی په همدغه استراری حالت کی هم اسامبله جوړه شوی د ه.

د کیلګمز د اکادیانو په ورستیو حماسو کی اسامبلی لږ یا ډیر پاسیف او غیر فعال رول لرلی دی په داسی حال کی چی د مشرانو شورا بیا هم په زیات اهمیت او ستر فعالیت سره خپل رول او ارزښت ساتلی دی .

 

که څه هم د میلاد څخه مخکی ددوهمی پیړی په پیل سره رسمی مذهب د پا چا په خدمت کی ؤ او د اوتوکراتیک ځواک د مفکوری د خپرولو په لاره کی  خدمت پیل   او د کړ چی په دغه ډول پاچهیو کی د مذهبی قدرت د مشرانو شورا او سترو الهو څخه ګټه اخستل کیدل .

 

د مشرانو شورا (سیبټوم ) او د  خلکو اسامبلی د بابلیانو په دو لتی ژوند کی د همورابی تر زمان ( ۱۸ میلادی پیړی ) پوری فعال رول درلودی . خو تر

هغه راوروسته یی د محلی حکومت د یوه ارګان حیثیت غوره کړ . څرګنده ده چی د سومر دولتونه په زیاتو حا لاتو کی یوه محدوده ساحه ( چی د نوم په نامه یادیدل ) ، په واک کی لرله داهم څرګنده ده  چی د مشرانو شورا او د نوم اسامبلی په هم هغه دوران کی په مجموع کی ددولتی ارګان د جملی څخه وه . بابلیانو په لرغونه زمانه کی ( د همورابی او هغه د اولادونو په پړاو کی ) په خپله حکومت ، ټولنیز سیستم درلودی چی یو شمیر دندی یی لکه د قضاوت ، پولیسی او مالی مسأیل  ترسره کولی . ټولنی ځانته د پاچهی د حکومت څخه بیلی ، ځانګړی دندی درلودی. دغه ډول دندی او نور موضوعات په  لرغونی دیناستیکیکی پړاوکی موجود ی وی  .

حماسی قصی او نکلونه څرګندوی چی په همدغه دوره او حتی بیا تر هغه وروسته پړاو کی د اکادیانو کورنې پاچهانو پو ځی عملیات د ټولنیزو ارګانو نو سره د مشوری او صلاح کولو څخه پرته نه شوای تر سر ه کولای .

داسی ښکاری چی د پرنسیب له مخی د پاچهانو قدرت او ځواک د ټولنیزو ارګانونو له خوا پر ټاکنو او انتخاباتو باندی متکی او ښیایی چی همدغه ارګانو نو دا حق درلودی چی پاچاه مو قف او د کاره څخه ګوښه کړی په حقیقت کی د

( لیګز) لرغونی او پخوانی پاچاه لوګالندا وروسته له دی چی د قدرت واګی یی د لاسه ورکړی ، په ټولنیزه توګه یی ‌ژوند ته دوام ورکړاو نوی پاچا( اورکاګینا  )

هم دده د ټولنیز ژوند ته هیڅ ګواښ نه وو متوجه کړی چی ددی څخه په ډاګه څرګندیږی چی لومړی پاچاه د یوه انقلابی پاڅون په اساس د ځواک څخه نه دی لیری شوی بلکی د هغه ځای د قانونی ارګانونو په غوښتنه د پاچهی د تخت څخه ګوښه شوی او د یوه عادی ښاری اوسیدونکی يه توګه یی ژوند ته دوام ورکړی دی . هغوی ډیری ساده وسلی لکه غشی ، لینده ، سپر او ډال په کار اچوی د عسکرو په برخه کی یی بیلابیل ډولونه او توپیرونه موجود نه وه شریف او ماړه خلک د جګړی په وخت کی د وسلو او جامو په توپیر سره نه سره بیلیدل .

 

د نوموړی مرحلی په پای کی د ښار دیوالونه وران شوی دی چی دا په حقیقت کی د ددی څرګندوی یدی چی د جګړی دوران پیل شوی ؤ . د ټولنیزاو سیاسی پلوه په ټولنه کی « پوځی دموکراسی » موجوده وه . په اورک کی موږ د یوی خلاصی ساحی او جوړښت نښی نښانی وینو چی ددغو نښانو او بقایاوو پر دیوالونو اوستونونو باندی موزایک کار شوی او داسی ښکاری چی یو وخت دی دغه ساحه یا غونډی د مشرانو د شورا او د خلکو د اسامبلی اړونده غونډی وی .*

 

د اثــور د دولت ټولنیز او سیاسی جوړښت

 

په بین النهرین کی لکه څنګه چی څرګنده شوی ده کله یو دولت او کله هم بل دولت نفوذ او پراختیا موندلی ده چی په دی ډول د میلاد څخه مخکی په اومه اتمه پیړی کی د اثور دولت زیات قدرت وموندی اود د جلی د رود په غاړوکی یی یو پیاوړی او غښتلی دولت جوړ کړ .

د بین النهری شمال چی  پخوا د اثور د اثور په نوم یادیدی دایوه غرنی سیمه وه چی ډیر ښه تجارتی ارزښت یی درلودی . د سوداګری د مالونو د راکړی ورکړی او د مختلفو افکارود نفوذ له مخی په تدریج سره اثور په یوه بډایه او پرمختللی  سیمه بدله شوه ورو وروطبقات پکی رامنځ ته شول او طبقاتی دولت پکی جوړ سو.

د اثوردولت د میلاد څخه مخکی اتمی پیړی کی د زیاتو فتوحاتو له امله خپل قدرت اوج ته ورسوی اود هغه ځای پلازمینه ( پایتخت) نیلوا دسترو ښارونو په کتار کی وشمیرل شو . ثوریانو جنګی بندیان په بی رحمی سره وژل .

د اثور اشراف د هغو مځکو په تر لاسه کولو سره چی پاچهانو به د سوغات په توګه هغوی ته ورکولی ، د پراخو مځکو او شتمنیو څښتنان شول همدارنګه روحانیونو هم زیاتی مځکی په واک کی درلودی چی زیاته ګټه یی تری اخیسته خو بزګران ، غلامان او بندیان به په شدت سره استثماریدل  او سخت او شاقه کارونه به یی سرته رسول .

 

………………………………………………………………………………………….

 

* ـ د شوروی پوهانو د تحقیقاتو او څیړنو مجموعه ، لرغونی بین النهرین ، مسکو ۱۹۶۹ د شوروی اتحاد د علومو اکاډمی ، د آسیا د خلکو انستیتیوت ۱۸۶ مخ .

 

………………………………………………………………………………………….

 

د اثور د حکومت په وخت کی له یوی خوا د غلامانو پاڅون پیل شو او له بلی خوا فتح شویو هیوادونو د اثور سره خپلی اړیکی وشلولی په پای کی د اثور دولت د فارسیانو له خوا چی په همدغه وخت کی قدرت ته رسیدلی وه، ړنګ شو   . میلاد څخه مخکی د شپږمی پیړی په منځنیو وختونو کی د کوروش کبیر په دوره کی فارسیانو پر بین النهرین باندی یرغل وکړ د اثور او بابل دولت یی ړنګ او د فارس خلیج کی ( شپږمه پیړی ق م ) د فارس دولت تاسیس شو .

د فارس پاچاه کوروش د منځنی آسیا په جګړو کی له منځه ولاړی او دهغه ځای خلکو د فارسیانو په مقابل کی سخت مقاومت وکړد کوروش تر مړینی وروسته د فارس عسکرو په مصر باندی یرغل وکړ او په ۵۲۸ کال کی یی هغه ځای فتح کړ. د میلادڅخه مخکی شپږمی پیړی په پای کی فارس د لومړی دار یوش د پاچهی په وخت کی په ستر دولت بدل شو . او فارسیانو د فتح شوو هیوادو څخه مالیه تر لاسه کوله او دهغوی ځوانان به یی په زوره عسکری خدمت ته لیږل او کله چی به د فتح شوو هیوادونو خلکو د مالیی څخه ډډه کوله ، په بی رحمی سره یی وژل . دا د اثور د دولت یو لنډ تصویر ؤ اوس به وګوړو چی د اثور د امپراتوری ټولنیز او سیاسی جوړښت څرنګه ؤ :

لکه چی مخکی یادونه وشوه اشرافو زیاتی مځکی په واک کی لرلی  خو آیا هغوی دی ته چمتو وه چی مالیه ورکړی او عسکری خدمت تر سره کړی ؟

د یو لړ اسنادو له مخی دی پوښتنی ته منفی ځواب ورکړه شوی دی هغو کسانو چی به په لوتی چوکویو کی کار کاوه د عسکری خدمت څخه یی په دی دلیل چی هغوی ددولت لپار خدمت کوی ، ډډه کوله او د مالیی ورکولو موضوع هم په دومره آسانی  ) کی Rzoa  P. 133 سره نه ده حل شوی . دیګونوفلی په خپل یوه اثر روزا (

عقیده څرګنده کړی ده چی اشراف په مجموع کی د دولتی خدمتونو او مالیی دورکولو څخه معاف وه . *

خو همدارنګه د یولړ اسنادو له مخی ښکاری چی د ډیرو مځکو څښتنان دی ته اړ وه چی د خپلو حاصیلاتو او غلو دانو یوه زیاته برخه پاچاه ته ورکړی . دغه راز په یوه بله لیکنه کی راغلی دی چی د ایسارهاډون پاچاه ته داسی رپوټ وړاندی شوی چی باید د بارهالسا د سیمی مشران او ګورنران دی د خپلو حاصیلاتو یوه پنځمه برخه مالیه ، معبدونو ته ورکوی . د حکومت چوکویو او دفترونو د قانون له مخی نه بلکی د دود اودستور په اساس میراثی بڼه درلودل . د میراث اود وراثت مسأله او دهغه سلسله  به په عمومی ډول په نارینه اولادونو پوری اړه لرل  یعنی میراث او نسب به د نارینه اولادونو پوری مربوط وه .

موږ  ) له مخی Tab – Sil – Earra   سارګن پا چه ته د یو مکتوب (Sargan ‌

دی نتیجی ته رسیږوچی د یوه رسمی مامورد مړینی وروسته به د هغه ځای دده زوی نیوی یعنی دده زوی به یی پر ځای ټاکل کیدی لکه څنګه چی د تاب سیرثسرا په لیک کی یادونه شوی ده د نوموړی مامو تر مړینی یوروسته د هغه زوی او وراره د هغه رسمی مقام ته کاندید پاته شوی ؤ  نو رورسته دواړه پاچاه ته و لیږل سول څو د هغوی څخه یو تن د نوموړی مړ شوی شخص د وراث په توګه د هغه په ځای وټاکی . همدارنګه بل داسی لیک چی د همدی خبری ثبوت دی وکړی هم موجود دی **

 

په هغه کی ویل شوی دی( اثور بنا پال) تاج پر سرشهزاده وټاکل شو دی ځکه د کار د ریس په توګه وټاکل شو چی پخوا دده پلار او نیکه هم پر دغه چوکی باندی کار کړی ؤ خو کله چی به رسمی وظیفه لرونکی مړشو او هغه به نارینه اولاد نه درلودی نو دهغه لور اویا د کورنی نورو غړیو دا حق نه درلودی چی نوموړی مقام تر لاسه کړی یعنی هغوی به ددغه امتیاز څخه بی برخی وه . په دغه لیک کی دیوی کونډی هغه غوښتنه چی څو لوڼی یی درلودلی اود پاچاه څخه یی دخپل تیر ملکیت غوښتنه کړی ده ، لیکل سوی ده . *

د نوموړیو لیکونو څخه ښکاری چی د خلکو دری ډلی او کته ګوری پاچاه په کار ا  او غلامان . خو لکه څنګه چیSettled چولی : کارکوونکی، مقیم    او یا غلامان

Sube Sarri په ۹۹ او ۵۳۳ لمبر مکتوبونو کی څرګنده شوی ده سب ساری

او مقیم اصطلاح د آزاد انسان او یا خپلواک سوی سره ورته والی لری .

لنډه دا چی موږ تراوسه داسی مثبت اسناد نه دی تر لاسه کړی چی څرګنده کړی چی پاچاه کولای سوای چی د آزادو اثوریانو د استوګنی سیمی خپلو درباریانو ته په سوغات کی ورکړی .

باید وویل شی چی د میلاد څخه مخکی د اومی او اتمی پیړی په دوران کی د اثور دولت غښتلی شو او دجلی او فرات په سواحلو کی یی یو ځواکمن دولت جوړ کړ . د بین النهری شمال چی پخوا کی د اثور په نوم یادیدی ، یوه غرنی سیمه وه چی د سوداګری لپاره یی  ډیر ښه موقعیت درلودی په تدریج سره د سوداګری د مالونود راکړی ورکړی له مخی دغه سیمه په یوه بډایه سیمه بدله شوه چی ورو ورو طبقات او طبقاتی دولت پکی را وزیږیدی .

د میلاد څخه مخکی اتمی پیړی کی د اثور دولت د زیاتو فتوحاتو له امله خپل  ځواک د اوج پړاو ته ورساوه  او د هغه پلازمینه( نیاوا) په یوه ستر ښار باندی بدل شوه . اثوریانو جنګی بندیان په بی رحمی سره وژل او ښارونه یی ور ورانول د اثور اشراف د هغو بخششی مځکو څښتنان سول او زیات جایدادونه یی په واک کی راغلل .

 

…………………………………………………………………………………..

 

ـ             *  Har Per ,v 532

**  Har Per , 1 x 885 . Ancient Mosapotamia , p. 286 .

 

 

 

همدا رنګه روحانیونو هم پراخی مځکی په واک کی لرلی خو بزګران غلامان او بندیان به د سختو او شاقه کارونو په کولو سره استثماریدل .

د اثورد حکومت په دوره کی له یوی خوا د غلامانو ښورښ پیل شو او د بلی خوایی د فارسیانو په وسیله چی په همدغه سیمه کی  قدرت تر لاسه کړی ؤ سقوط وکړ .

دمیلاد څخه مخکی شپږمی پیړی کی د کوروش کبیر په دوران کی فارسیانو پر بین النهرین باندی یرغل وکړ او د اثوراو د بابل دولت یی ړنګ کړ ( د فارس دولت د میلاد څخه مخکی شپږمه پیړی  )

 

اوس به په لنډه توګه د بین النهرین د فرهنګ، کلتور، مذهب او علومو په هکله وږغیږو :

 

فــر هنګ : د بین النهری د فرهنګ بنسټ د میلاد څخه څو زره کاله مخکی ، د سومریانو له خوا کیښودل شو وروسته له هغه په وارو سره اکادیانو،بابلیانو او اثوریانو د هغه په وده او پرمختیا کی ونډه واخیستله . د بین النهرین تمدن او فرهنګ ځکه د زیات ارزښت وړ دی چی د نورو لرغونو پرمختیاوو تر څنګ د میخی لیک بنسټ هم پکی ایښودل شوی دی ( چی لومړی د تصویرونو او بیا وروسته یی د حروفو بڼه غوره کړه ) دغه لرغونی خط ورو ورو وده او پرمختیا وموندل څو چی سوریه ،فلسطین ، فارس او یونان ته هم خپورشو اودغه ډول لیکنی  زیات عمومیت  وموند . وروسته بیا د بین النهرین مدنیت ډیر عام او  د یونان  له لاری یی روم او د اروپا نوروهیوادونو ته لاره وموندل .

لــیک : د بین النهرین څخه د خټو او کلالی داسی لوښی موندل شوی دی چی پر هغو باندی بیلا بیل شکلونه کښل سوی دی . تر ډیره وخته پوری څوک په دی نه پوهیدل چی دغه شکلونه او خطونه څه مفهوم لری خو نن ورځ چی لرغون پوهانو د سومریانو ، اکادیانو او بابلیانو ددوران مربوط زیات خاورین لوښی او لرغونی توکی چی په اور پوخ سوی او ډیر مهم یادګارونه ور باندی ثبت سوی دی ، دلوستلو توان موندلی دی . دغه شکلونو او کرښو ته د بین النهرین د میخی خط نوم ورکول سوی دی .

په بین الهرین کی یو شمیرد خټو داسی لوښی موندل سوی دی چی پر هغو باندی دهغه وخت کلنی پیښی ، د پاچهانو دو ختونو علمی اثار ، قوانین ، نکلونه او نور موضوعات په میخی لیک کښل سوی دی .

پورتنی برخه تصحح سول

 

مــذهــب : په بین النهرین کی مذهب د ژوند د بدلون سره سم بدلون موندلی یعنی په لومړی سر کی چی کرنه او مالداری رواج وه سومریانو د دجلی او فرات لپاره خدایان درلودله دوی دغه راږ د حاصیل خیزی او یاهم د طوفان لپاره بیلابیل خدایان در لودل .

د کرنی په پیل او ختم کی یی د جشن ځانګړی مراسم تر سره کوله

وروسته د بابلیانو په دوره کی داسی فکر کیدی چی ړ نجیبه ارواحو خدایان د انسان سره مرسته کوی او د خبیثه ارواحو خدایان ناروغی او مړینه نازلوی .

نجیبه خدایان د خبیثه خدایانو سره جګړه کوی له همدی امله یی قربانی ورکول او د بیلو بیلو ارواحو پرستش او لمانځنه یی کول روحانیونو د نذر او قربانی په بدل کی خلکو ته ویل چید پیریانیانو او شیطانانوتسخیروی او په دی ډول دوی د ناروغی او د ناروغی څخه مړینی ته نجات ورکوی په همدی اساس د روحانیت کسب چی زیات عاید یی درلودی په ارثی توګه د هغوی اولادونو ته انتقال کیدی .

عـــلوم : دد جلی او فرات د سندونو طغیان به د بین النهرین خلک دی ته اړ کول چی چ خړوبولو د شبکو د تنظیم او د هغو مځکو په باب زیات فکر وکړی چی د سیلابونو په وسیله اواری کیدی . په دی ډول د هندسی او ریاضی لپاره لومړنی هلی ځلی پیل شوی ، حساب په لومړی سر کی د ګوتو په وسیله تر سره کیدی او وروسته د جمع ، منفی ، ضرب او تقسیم عملیی منځ ته راغلی .

څرنګه چی د دجلی او فرات د سندونو تغیان په یوه ټاکل وخت کی تر سره کیدل نو د بین النهرین خلکو د آب اوهواد بدلونونو او د سترو مشاهداتو له مخی د کال بیلابیل فصلونه سره تشخیصول او په دی ډول یی د کال د ورځو شمیر وموند او کال یی پر ۱۲ مساشتو وویشی . څرنګه چی په هرو ۲۸ ورځوکی د میاشتی بڼی بدلو موندی په همدی اساس یی د میاشتی هر بدلون یوه قمری میاشت ګڼله او هغه یی پر څلورو برخو وویشل چی په دی ډول یی اونی یا هفته وموندل . همدا رنګه د بین النهرین خلکو دا درک کړه چی یوه ورځ ۱۲ ساعته ده بر سیره په دی هغوی هغه پنځه ستوری چی نن ورځ د سپوږمی ، زهری ، مشتری ، مریخ او زحل په نوم یا دیږی ، پیژندل . وروسته بیا په بین النهرین کی د نجوم علم دومره مخته ولاړی چی خسوف او کسوف یی یاټکل کولای سوای .

 

دریم فـــصـل

د سند تمدن او د مندیګک سره د هغه یاړیکی

 

د سند د تمدن پراختیا او موقعیت (۲۵۰۰ ق م ــ ۱۷۰۰ ق م )

 

د همالیا د غرونو په لمنو کید ښاری او کوچی ژوند لومړنی پړاو په                 د مدنیت په Indusیوه پراخه سیمه کی پیل شو چی د سند یا اندوس

Sir John Marshal نوم یادیږی . دغه سیمه د جون مارشال

او د هغه د ملګرو له خوا کشف او څرګنده شوی ده چی اوس د اندوس سیمه د نړی د درو سترو لرغونو مدنیتونو د جملی څخه ګڼل کیږی  چی د میلاد څخه دوه زره کالو څخه زیات لرغونی مدنیت لری . چی په پاکستان او هند کی د روانو څیړنو په لړ کی ددی سیمی د لرغونوخصوصیاتو په باب یو لړ زیات معلوماتونه را غونډ شوی دی.

دغه پراخی کلیوالی ټولنی د کلتوری پلوه داسی ښکاری چی د بین النهرین لومړنی ښاری تو پیرونه ددی مانع ګرځی چی د لرغونو تمدو نونوتر منځ دی  نژدی اړیکی څرګندی سی او همدارنګه د ګنجز

او د مرکزی هندوستان کلتورونه ددی لپارهGanges

کافی ثبوت دی چی وښیی چی د لیری ختیځ یا د جنوب دیوه ټاکلی پلار منشأ نه ده لرلی .

سند د بلوچستان یا ایران په جنوبی سیمو کی پاته سوی دی لکه څنګه چ د هند د مدنیت یو لړ منابع څرګندوی خو یو شمیر لږ مواد چی بیا هم د اهمیت وړ دی ددی نظر په خلاف څرګندونی کوی .

« د بشر د کو چیدو لیکی :  Gr. F.A. Khan د ډاکتر اف أي خان دوران او د نړیوالی سوداګری د پرمختیا پړاود هم هغه پیل راهیسی ایران د مدنیتونو د تقاطع په نقطه کی واقع سوی دی د کسپین په شاوخوا سیمو کی د لوږی او فقر په نتیجه کی ددغو سیمو خلک د د اناتولیا  او اروپا په لور یی حرکت وکړ Anatoliaد  راوکوچیدل او

د سند او دجلی ـ فرات ښاری مدنیتونو د اوج په دوران کی ایران بین النهرین او اندوس د مدنیتونو ترمینځ د پل حیثیت درلودی » *

په سند کی یوه سیمه ده چی د موهنجدارو په نوم یادیږی په دغه ځای کی د لرغون پیژندنی د کیندنو په تنیجه کی یو ښار چی  تر خاورو لاندی ؤ کشف سوی دی هغه اثار چی ددی ښار څخه تر لاسه شوی دی دزیات ارزښت وړ دی د موجهندارو مدنیت  د نړی د ډیرو لرغونو مدنیتونو څخه شمیرل کیږی . د همدغو بر سیرونو څخه څرګنده شوی د ه چی په موجهندارو کی دوه پوړیزی ودانی موجودی وی چی د پخو ډبرو څخه جوړی شوی وی .

په دی ښار کی حمامونه د ملازمینو لپاره کوټی او د استوګنی لپاره خونی او کوټی موجودی وی لرغون پیژندونکی وایی چی دغه تمدن په ۲۹۰۰ ق م کال کی رامنځ ته شوی دی .

هغه کنډوالی چی د ښارونو استازیتوب کوی او د خاورو څخه را څرګند سوی دی ښیی چی په دغه سیمه کی هم په سلګونو کورونه او دکانونه د پخو خښتو څخه جوړ سوی دی چی پراخ او لوی دیوالونه لری . دغه برسیرونی ثبوتوی چی په سند او پنجاب کی یعنی موهنجدارو او هراپه کی بقریبأ د نن ورځی څخه پنځه زره کاله مخکی یو پرمختللی ژوند او عالی تمدن موجود ؤ دغه ښار په هغه وخت کی د څاهګانو او حمامونو لرونکی ؤ هغه زیات شمیر آثار چی ددی ځای څخه تر لاسه سوی دی د ډبرینو کورونو ، سطرنج مهرو ، مسی سکو نقش سوی مهرونه، فلزی اثار ، مسی ارابه د سروزرو ، جواهراتو او نقری حلقی یا کړی ، توږل شوی ډبرو او نورو څخه عبارت دی .

ددی آثارو او لرغونو توکو څخه څرګندیږی چی په هم هغه وخت کی د سند او پنجاب خلکود بهرنی نړی سره د سوداګری اړیکی درلودلی چی دغه تمدن د هغه د هم عصره تمدن یعنی بین النهرین او د مصر د تمدن سره زیات ورته والی لری .

د فارس ستر فاتح د اندوس یاDarius همدارنګه وینو چی دارویش

سند د وادی لوړی برخی تر خپل کنټرول لاندی راوستی او په خپل وار سره د ستر الکسندر په وسیله اشغال سوه وروسته دهغه د پرشا تګ څخه دلته د چندرا کپتا تر مشری لاندی د هندوستان ستره پاچهی چی د ګنګا او هندوس ساحه یی را چاپیروله ، رامینځ ته شوه .

( د میلاد څخه ۳۱ کاله مخکی ) چی وروسته بیا دهغه لمسی اشوکا وکولای سوای چی نوموړی امپراطوری تر مرکزی هندوستان پوری پراخه کړی ده بودیزم د رسمی او دولتی مذهب په توکه تاسیس کړ .

( ۲۵۰ ق م ) د هغه دوران د ښاری ژوند صناعت وده وکړه .

او بله د اهمیت وړ پاچهی په ۲۹۰ کال کی چی ۹۰ کاله یی دوام وکړ د ګپتا پاچهی وه په دغه وخت کی طب او طبابت ادبیات او نجوم هڅول شوی او د تکامل لوړ پړاو ته رسیدلی دی .

همدارنګه د هندوستان او بین النهرین ترمنځ د میلاد څخه دری زره کاله مخکی سوراګری اړیکی موجودی وی الکساندر هم دا درک کړی وه چی د ختیځ او لویدیځ تر منځ د سوداګری لرغونی  اړیکی شته او د روم په وخت کی د اندوس د وادی د کښتو برخو څخه د سمندر د لاری د بین النهرین  ته د فارس د خلیج او مصر ته دسری بحیری له لاری د سوداګری د مالونو راکړه ورکړه کیدل .د سوداګری مالونه به د ختیځ هندوستان او چین څخه هندوستان ته او دهغه ځای څخه به لویدیځو بازارونو ته رسیدل څرنګه چی د مذهبی پلوه هندوانو دا نه خوښول چی مالونه او شیان دی د سمندر د لاری دی انتقال سی په همدی اساس یو شمیر زیات مالونه د مځکی له لاری بهرنیو مارکیتونو ته انتقال کیدل د هند د سوداګری مرکزونه د بهرنیو سوداګرو او پلورونکو د ګڼو ګوڼو څخه ډک وه .

سیمه په ۱۹۲۹ کال کی د ام جی ماجنډور Amri د امری

له خوا کشف شوی ده دی لومړی شخص N.G.Mojumdar

ؤ چی دغه سیمه یی د هراپی د طبعیت څخه مخکی تشخص کړی ده ددی سیمی د بشپړ حفریاتواو څیړنو لپاره موږ مجبور یو چی تر ډیره وخته انتظار وباسو څو چی مون کازل پر هغه باندی کار وکړاو هغه یی په ډیر مهارت سره بشپړ او تکمیل کړ . ده په خپل مفصل رپوټ کی په مهارت سره هغه مواد وړاندی کړل چی نو ورځ موږ په مشخصو اصطلاحاتو د اندوس یا سند و وادی د برونزو د عصر کلتوری ودی او د یوی خوا بلوچستان او افغانستان او دبلی خوا د هند د سیمی لکه په ګجرات او لوټ حال د سیمی سره یی د اړیکو په هکله فکر کوو .

د دادو په سیمه کی د امری منطقه یو وړوکی کلی دی چی د سند د وادی څخه د ښی لوری په خوایو میل فاصله لری او د موجهندارو څخه تقریبآ سل میله لری پرته ده . د هراپي د مدنیت د منشأ د ټاکلو په هکله مربوطی پوښتنی سره د ډیر وخت راهیسی لرغون پیژندونکی مخامخ دی هم په موهنجدارو او هم په هرپه کی مدنیت پاخه او پرمخ تلل پړاو ته رسیدلی ښکاری په دی ډول د لرغونی زمانی په سیمو کی نوو برسیرونو ته اړتیاوه له همدی امله د (امری)په سیمه ک د لرغون     پیژندنی ،کیندنی او څیړنی د زیات اهمیت وړ ګڼل شوی دی. د مون کزل دحفریاتو په نتیجه کی تر لاسه شوی لرغونی شیان په امری کی د( ماجومدر) په وسیله تر لاسه شوو لرغونو آثارو په برخه کی پوهه لا پسی ژوره کوی او دامسله روښانه او تشریح کوی چی آیا د امری کلتور د هراپی د مدنیت سره مورنی منشأ درلوده او دبلی خوا د هغوی د مخکی یا وړاندی توب او یا هم هم عصره والی اړیکی وښیی .

 

 

 

 

 

د سند د مدنیت د نیټی ټاکنه اود مندیګک سره دهغه ورته والی

 

په دی عقیده John Marshallیو شمیر لیکوا لان لکه جان مارشال دی چی د اندوس د مدنیت دوران د میلاد څخه مخکی په دریمه زریزه پوری اړه لری . د سند مدنیت نیټه مخکی له دی چی د بین النهرین د مدنیت د تاریخ نه مخکی دریمه زریزه د پروتو هستوری سره دهغه اړیکی څرګندی شی ، په نښه شوی ده .د اندوس ځانګړی ډول ۳۰ یا       اوما  Tell Asmar۲۹ مهرونه او پا پی د اوکیش ، اسمر غونډس

لا ګش ، سوسا ، د ګورا(Umma , Lagash ,susa ,Tepe Gawra)

غونډی ،او نوروڅخه تر لاسه سوی دی .چی ددغو نښانونو او مهرونو څخه پر یو شمیرو یی نیټی هم لیکل شوی دی چی د هغوی له مخی د اندوس د مدنیت نیټه هم ټاپو نیټه هم د میلاد څخه seals په ډاګه څرګندیږی . ویلرز د نوموړو

مخکی د ۲۵۰۰ـ ۱۵۰۰ کلونو پوری  ښودلی ده .په تیل اسمر کی د پښتورګی ډوله سنګار شوی هډوکی موندل شوی دی . په اګراب کی هم د نر غوایی د هډوکی بوک موندل شوی چی د سند مدنیت سره د اړیکو څرګندوی دی .

د ولرز په قول د موهنجدارو په کښته سطح کی د موندل شووډبر د ټوټو څخه  د لویدیځ سره اړیکی ، دورایه ښکاری .همدارنګه په اورکیش لکش اوسو سا ،کی موندل شوی دی ورته او سره بیلی نقاشی شوی مری یا تسبیح دد اندوس د وادی خلکو هم استعمالولی او د اکادیانو د تیل اسمر ښاریانوهم ګټه ځنی اخیستل . همدارنګه د موهنجدارو او اور څخه تر لاسه شوی سپینو زرو ګوتمی او د هغو ترمنځ ورته والی ددی څرګندوی دی چی ددی سیمو په منځ کی لرغونی اړیکی موجودی وی . د هراپه څخه تر لاسه شوی تسبیح د کنوسنی د تسبیح سره ورته تشخیص سوی دی .

ددا ډول ورته والی څخه دا نتیجه راوزی چی د هراپی او کنوستی څخه تر لاسه شوو بیلګو تر منځ د جوړښت ورته والی څخه یو شی ښه ترا څرګندیږی هغه دا چی دغو دواړود یوی ټاکلی سرچینی څخه نشأت کړی دید کنوسوس تسبیح د     د معبدو د زیرمی څخه تر لاسه شوی دی چی تقریبأ Minoan منځنی دریم مینون

نیټه یی د میلاد څخه مخکی ۱۶۰۰ ټاکل شوی ده . د سوریی په شمال کی  (دتیل برک ) په سیمه کی تسبیح د میلاد څخه ۳۲۰۰ کاله پخوا، لرغونتوب لری .

تر دی وروستیو کلونو پوری د اندوس د مدنیت په باب زموږ معلومات د لویدیځی آسیا سره او په پراخه پیمانه د سومریانو او اکاد د مدنیتونو سره د ارتباط له مخی په پراخه پیمانه رامنځ ته شوی چی یو لړ یی پخوا لا توضیح شوی دی د بین النهرین د اوسنی کرونو لوژی له مخی نوموړی مدنیت د میلاد څخه ۱۳۵۰ کاله مخکی څخه نیولی بیا د میلاد څخه مخکی د اولسمی او شپاړسمی پیړی پوری        چی نن دوره  Sargonid زمانه په غیږ کی نیسی چی په ژوره توګه د سرګونید

ورځ د میلاد څخه ۳۲۸۴ ـ ۲۳۷۰کلونو مخکی اټکل شوی ده ، په بر کی نیسی .

د کاربن ۱۴ یا راډیو کاربن له مخی  سندد مدنیت د  تاریخ اټکل د زیات اهمیت وړ   کلتور چی د موجهنداروپه ختیځ Kot Diji دی . د هراپه نه مخکی د کوت دیجی

کی واقع دی . د کاربن ۱۴ له مخی دا ډول توضیح سوی دی :

 

(1). kot Fiji : from layer 14.the lowest; kot Dijian layer Dut two on the cite , 2605 BC = 145

Can a half lifr of 5730 s 40 ) :or 247 BC = 44 Con a half life , of 5568 = 30 ).

From the latest, Kot Drjian , Layer ( 4 A ), beneath the Harappan , 2100 Bc = 138

Half Life ,5730 ) or 975 BC = 134 (half life 5568) . Two dates from , KotDijian , Layer 5

Are 2250 / 233Bc and 2330/224 Bc with similar maragins.

Secondly from normal sites:

(2) Kaliban : Lati (high) level of the Harappan culture :

9101 BC = 105 (half life , 5730 or 1780    BC =100 ( half life , 5568 ) on a middle , level , equvialent ,

dates are :2030 BC . on  a lawer middle , level , equivalent dates are ? 2030 BC = 105 or 1915BC= 100 and 2060 = 105 BC or 945 = 100 BC .

(3) Mohenjeo – Daro : charrd grains foujnd long ago and ascriged to  a late level : 1760 BC = 115 chalf life 5730 ) or 650 BC= chalf life 5568) .

(4) Lothal : Harappan phases (lothal A) I- IV, subhlarappan, (Lotal B) phase V. Dates available are as follows: Lothal  A phase III BC ( three samples ): 2000-200 BC = 115 (half life 5730 ) or 880-895 BC = 20 (half life , 5568 . Phase IV a 1895 BC = 115 (half life 5730 ) or 1790 BC= 110 (half life ) 5568 .

Lothal B phase va : 800 BC 40 (half life 5568 ) Another sample gave respectively 865 BC or 755 BC = 110

…………………………………………………………………

 

5 Sir Mortimer . Wheeler. Civilization of the Indus valley and beyond London 966 P. 68 .

 

 

که څه هم د راډیو کاربن پورتنی نیټ د زیات ارزښت وړ  دی خو بیا هم په نسبی توګه د یو لړ غلطیو څخه خالی نه دی  سره له دی هم د لرغون پیژندنی د نورو تحلیلونو او څیړنو په پر تله د ډاډ او اهمیت وړ دی .

Sargan د لرغون پیژندی د مربوطو شواهدو له مخی څرګنده شوی ده چی  د ستر سارګن

او د هغه د اولادی په زمانه کی د جنوبی بین النهرین او سند تر منځ سیمه د هغوی لپاره په زړه پوری منطقه وه . د یو محدود شمیر کلونو تر منځ زمانه د ساګن لپاره ټاکل شوی ده یعنی دهغه دوران د ( ۲۳۷۰ـ ۲۳۸۴  ق م ) تعین شوی دی چی د سارګن پړاو په بر کی نیسی . راځی چی هغه د ( ۲۳۷۰ ـ ۲۳۸۴ ق م ) پوری وګڼو .

د سند د مدنیت اقتصادی او ټولنیزی ځانګړ تیاوی

 

ددی لپاره چی د سند لرغونی مدنیت د اقتصادی او اجتماعی جوړښاو ځانګړیو خصوصیاتو سره اشنا شو د هرڅه نه لومړی باید دهغوی د ژوند ډول د اقتصادی او فرهنګی پلوه وڅیړو:

د موجهندارو خلکو د اوبو د تهیه کولو ډیر ښه سیستم درلودی یو شمیر زیات څاهان په هم دغه ښار کی موندل شوی دی . همدارنګه د اندوس خلکو د زیم ایستلو یو بشپړ سیستم در لودی د خښتو څخه جوړ شوی کانالونه هری خواته غزیدلی دی چی دهغوی ژور والی د ۹ او ۱۲ انچو څخه نیولی بیا ددغو عددونو تر دوه برابره پوری اټکل شوی دی .

دغه کانالونه په سوستو خښتو باندی اخاطه شویدی دا هم ځکه چی د اړتیا په وخت کی هغه په اسانی سره بیرته راو کښل سی خو اوږده کانالونه د ډبرو څخه جوړ شوی او په ډبرو احاطه شوی دی .

د سند په سیمه کی سوداګری هم غوړیدلی بڼه لری هلته په پراخه پیمانه غنماو باغلی کرل کیدل او د خرما دو نو روزنه هم په کی رواج وه . په دی ډول داسی ښاری چی د خلکو غذا او خواړه په عمده ډول دغه لاندی موارد وه :  غنم ، باغلی ، شدی ، کبان ، د پسه غوښه ، د غوایی غوښه ، د کشف غوښه ، او د کوتری غوښه .

هغه ژوی یا حیوانات چی دوی اهلی کړیوه په لاندی ډول دی : اوښ خوګ یا سرکوزی ، ګاومیښه ، بوک لرونکی غوایی ، او ښایی چی آس او سپی هم په دغه ډله کی شامل وه . دغه راز یو شمیر وحشی حیواناتو لکه توره مږه ، هوسی ، وحشی غوایی ، بیزو ،خر ، پړانګ او نور چی د حفریاتو په لړ کی موندل شوی دی . داسی ښکاری چی هغوی سره زر، مس ، سپین زر ،قلعی ، او سرپ استعمالول په داسی حال کی چی لا تراوسه یی د اوسپنی استعمال نه وو زده کړی . لاکن د هډوکو( آج ) او پوستکی څخه یی ګټه اخیستل .

خو د هغوی د کالیو او جامو په برخه کی موږ په دقیقه توګه څه نه شوویلای یوازی دهغو ، تصویرونو له مخی چی د کلالی پر لوښو، مجسمو او یا یو شمیر مهرونو او ټاپو باندی چی په بیلابیلو برخو کی موندل شوی دی ، موجودی دی ویلای سو چی هغوی ځانګړی جامی درلودی اوداسی ښکاری چی د ووړیو او پومبی د تارونو څخه یی  په اوبدلو کی ګټه اخیستل او ښځو یی جاکتونه اغوستل خو د پسولونو او ګاڼو رواجونه هم په کی زیات وه چی هم د ښځو او هم د نارینوو ګټه ځنی اخیستل او هغه یی استعمالول هغوی به د لاس کړی ،بنګړی مړوند بند او د ګوتمی څخه استفاده کوله خو یوازی ښځو به په کمربند ملا تړلی خو د  بډایانو او شتمنو کسانو ګاڼی او پسول به د سروزرو او سپینو زرو ، عاج او قیمتی ډبرو څخه جوړی سوی وه په داسی حال کی چی د بی وزلو او غریبو خلکو به د ګوجی یا صدف هډوکو ، مسو او نورو ارزان بیه شیانو څخه ځانونوته ګاڼی ا و پسولونه جوړول . دوی به ویښتان سره را ټولول اود تندی څخه یی لیری کول او شاته یی د یوی رښکی یا غوټی په وسیله تړل . او په ځینو وختونو کی ویښتان تاو یا حلقه شوی دی او پر کیڼ غوږ باندی داسی اچول شوی دی چی ښی اوږه یی پوښلی ده د ږمونځ استعمال زیات عمومیت درلودی ، رښکی په عمومی ډول ددی لپاره په کار لویده چی ویښتان سره ټول او منظم کړی .

هغوی د ښکار سره علاقه نه درلوده خو د نڅا او سندرو سره یی زیاته مینه لرله یو شمیر زیاتی ناوکی او د ماشومانو د لوبو شیان په موهنجدارو ککی مونل شوی چی ددی څرګندوی دی چی د ماشومانو یی د لوبو د سامان الاتو سره زیاته  مینه درلودله . دغه سامان د تیراکوته

څخه جوړی شوی د مرغانو حیواناتو ګاډی ، انسانانو او نورو تصویرونه وه . Terra Cotta

د سند د مدنیت مربوط د کلالی لوښی په عمومی ډول د څرخ په وسیله جوړ او په سرو او تورو رنګونو سره ښکلی کړه شوی دی . ځینی یی جلا داره او تړږل سوی  بڼه لری دا هم څرګنده شوی ده چی دغه ځلانده د کلالی لوښی په خپل ډول کی د ډیرو لرغونو لوښو دجملی ځه ګڼل شوی دی . دوی د جګړی په وخت کی د تبر ، سپر ، خنجر ، مچلوغزه اود وهلو د سوټیو څخه ګټه اخیستل خو ډیر لږ غشی او لینده هم موندل شوی دی .

د حیواناتو هغه تصویرونه  چی پر مهرونو باندی حک شوی دی ددی حقیقت څرګندوی دی چی په هم

هغه زمانه کی ددوی هنری استعدادونه هم لوړ پړاو ته رسیدلی وه . په بیلا بیلو  سیموکی څه د پاسه ۵۰۰

مهرونه او ټاپی موندل شوی دی چی د تیرا کوټه څخه جوړشوی او سایز له مخی کوچنی دی دغه

ټاپی په بیلابیلو وختونوکی د اوږدی مودی په جریان کی د ( راوی ) د سند په لرغونی تل کی  موندل شویدی .

ډاکتر مـــکی  په دی یعقیده دی جی دغه ډول مهرونه هغه لومړنی آثار او پیژندل سوی لیکنی دی چی تراوسه د اندوس د سیمی په برخه کی تر لاسه سوی دی ددغو آثارو او شواهدو څخه د هغه وخت مد خلکو د ژبی په هکله څه معلومات تر لاسه کیدای سی . د ډبری او د کلالی د صناعت مهرونه د سند د لرغونی مدنیت د مذهبی عقایدو د روښانه کولو په برخه کی زیاته مرسته کړی ده  دهغوی دجملی څخه تر ټولو د اهمیت اون ارزښت وړ هغه ټاپی دی چی یوه لڅه یلغړه الهه  پکی انځور شوید ه دغه الهه ښکرونه او دری مخونه لری او پر یوه چپر کټ یا د ونی کوندی باندی ناستی حالت لری چی مذهبی دریځ پکی څرګندیږی دهغی پر شاوخوا باندی حیوانات ښکاری . مارشال په دی عقیده دی چی هغه دیز د شهوا څیره وی چی د الهه په استازیتوب ترا وسه پوری ددرو څخه زیات مهرونه مونل شوی په درو حالتونو کی الهه پر چپرکټ باندی ناست حالت لری خو په دریم حالت کی هغه پر مځکه ناسته ده . الهه تل لڅه وی او یو شمیر حلقی یا کړی یی مړوند باندی ښکاری . خو په دغو ټولو حالاتو کی الهه ښکرونه لری او الهه ښایی پیغله وی .

دغه راز دهغو ټاپو څخه چی د موهنجدارو څخه تر لاسه شوی د ښکاری چی د مؤنث

خدای د پړانګ په څیره را څرګند شی او دغه راز په هغه حالت کی هم څرګنده شوی ده

چی ښکرونه یی د اوزګړی او نوره تنه ، پښی او لکی یی د پړانګ ، ښکاری .

د سند د لرغونی مدنیت د حکومت ډول په  باب ستوارټ پیګوټ نظر څرګندوی او وایی :

«  د هراپی پاچهی ددوو هغو پایتختونو له خوا اداره کیدل کوم چی ۳۵۰ میله لری ځنی واقع

شوی وه خو د روان سیند په وسیله یی اړیکی سره درلودی یعنی د شمال او جنوب د برخو د حوکمتونو او پا چهیو په توګه یی سیمی یسره بیلی شوی وی. خو په عمومی ډول لویو لارډانو، د مذهب په مرسته خپلی ساحی اداره کولی او دحکومت او اداری ډول هم په عمومی ډول اوتو کراتیکه بڼه لرل .موږ د اندوس د خلکو مذهبی عقاید د هغوی څخه    د راپاته شوو مهرونو  ،مجسمو او تیراکوټو په بیلا بیلو څیرو کی لیدلای شو . د جان مارشال په عقیده د اندوس د خلکو تر ټولو لرغونو مهمه او د ټولو خلکو عمومی عبادتګاه  ) عبادت ګاه وه . په همدی اساس یو شمیر Mother – Goddes  د مور د خدای (

زیات مؤنث تیراکوته چی د مور د خدای نمایندګی کوی تر لاسه شوی دی چی همدا ډول بیلګی او څیری د بلوچستان په حنوب کی د کولی په سیمه او په شمال کی د زوهاب په سیمه کی موندل شوی دی . په مجموعی توګه هغوی پر دم او جادو باندی زیاته عقیده یدر لودل او زیات عبادتت یی کاوه . » *

د انـــدو س خـــلــک :

د سند د نژادونو په باب پوښتنی اوس ستړی کوونکی او یو نواخته بڼه موندلی ده . یو شمیر پوهان په دی عقیده دی چی هغوی د سومر ځخه راغلی دی یو شمیر نور په دی فکر دی      ی .د  Dravidians  چی د اندوس خلک ډریوډنس

دغه راز څرګنده شوی ده چی ډراوید یانو ژبه لا تر اوسه پوری هم د بلوچستان د خلکو په  کی موجوده ده چی په همدی اساس د ډراویډیانو د تیوری ملاتړ کیږی . په دغه باب یو بل ډول فکر هم شته هغوی وایی چی د سند خلک اصلآ اریایان دی چی د هندوستان څخه Brichi  بریچی

لویدیځ آسیا ته کوچیدلی دی . دا مکان هم شته چی دسند خلک ښایی چی د بیلا بیلو نژادونو د مجموعی څخه تشکیل شو ی وی چی وروسته به ددغو سره ګډ شوو نژادونو څخه یو واحد نژاد

رامنځ ته شوی وی .

وایی : « د هراپه په امپرا طوری کی چا ژوند   Amaury de Riencourt اماری دیرنکورټ

کاوه ؟ موږ د دوو اساسی نژادونو په هکله یو لړ شواهد لرو لومړی دا چی ښایی د ټولنیز پلوه تر تسلط لاندی خلکو وو د اوږدو سرونو لرونکی وه چی د مدیترانی د خلکو سره یی  ورته والی در لودی دوی د هسپانیی څخه تر هندوستان پوری خپاره سوی وه دوهمه ډله یی  د         په   ډله پوری اړه لری  چی پند شونډان او زموختی پزی ی درلودلی     Australiod استرلیود

او ښایی چی ددی سیمی اصلی اوسیدونکی وه خو زیاترو یی باید د هندوستان د جنوب په اوسنیو

تورپوستکو ډراوینډ یانو پوری اړه لرلی وی . »

 

 

 

 

 

 

 

 

 

  • – Ancient India p . p 45 -44

 

 

 

 

 

 

نــــتــیــجـــه

 

 

نامتو لرغون پیژندونکی ستوارت پیکوټ په ( ۱۹۵۰  ز) کال کی افغانستان د یوی باستانی سیمی په توګه تر څییړنی لاندی ونیوی او ورسته بیا په ۱۹۷۶ کال کی یو بل نامتو پوه  جیم شیفر د افغانستان د  تاریخ نه مخکی دوران په باب یو لړ حیرانوونکی پوښتنی او ځوابونه رامنځ ته کړل  په دی ډول افغانستان په نړیواله سویه د لرغون پیژندنی د ستر ی شتمنی او غنی سیمی  دغه راز د افغانستان د په توګه و ځلیدی  پروتو هستوری

پری هستوری پړاو په وروستیو څلورو لسیزو کی کشف سوی او دا هیله  رامنځ ته شوی ده چی په راتلونکی کی د افغانستان رول په نړیواله سویه او په ځانګړی ډول د آسیا د بشری کلتور په برخه ښه ترا روښانه او دبیلابیلو لرغونو مدنیتونو سره ددی لرغونی مد نیت اړیکی لا پسی څرګندی شی . چی د همدی اړتیا له مخی په دی لیکنه کی د مافغانستان د لرغاونی مدنیت او دنورو مدنیتونو  په تیره بیا د سند او بین النهری سره دهغه د اړیکو متقابلی اغیزیو د مسألی د څیړلو او روښانه کولو پر موضوع باندی زیات ټینکار شوی او تر وسه وسه هڅه شوی د ه چی د امکان تر حده دا ډول اړیکی او متقابلی اغیزی د معتبره او مستندو مأخذونو په مرسته و څیړل سی .

د  لرغون پیژند نو د مربوطو څیړنو او کیندونو  څخه ښکاری چی مندیګک د افغانستان د برونزو د دوران هغه سیمه ده چی څلورزره کلن مدنیت په ډاګه په کی ښکاری کله چی په وروستیو شپیتو کلونو کی په هدوستان کی د برونزو د عصر په باب  د لرغون پیژندنی مربوطو څیړنو پراختیا وموندل نو دا نښی نښانی رامنځ ته شوی چی په افغانستان کی هم دغه ډول څیړنی وشی څو چی په ۱۹۵۰ کال کی د کندهار لرغونی سیمه د تاریخ نه مخکی دوران له نقطه نظره تر مطالعی لاندی ونیول شوه خو چی ښه دغه سیمه کی یوه مهمه غونډی چی د مندیګک په نوم یادیږی ، وموندل شوه په دی لرغونی سیمه کی په ۱۹۵۰ د فرانسوی نامتو لرغون پوه کزل تر نظر لاندی مربوطی څیړنی پیل شوی په هر صورت د مندیګک په سیمه کی افغانی او فرانسوی هیآت د ګډ کاراو هلو ځلو په برکتد برونزو ددوران مربوط د لرغون پیژندنی په باب یو لړ نوی بر سیرونی رامنځ ته شوی چی هغه نه یوازی زموږ د لرغونی تاریخ د تاریک اړخونو په روښانتیا کی زیات ارزښت لری بلکی د نوموړی دوران په اړوند د سیمی د لرغونی تاریخ پهرا سپړلو او  څرګندولو کی اغیزه ناکه ونډه لری . لکه څنګه چی پروفیسور کزل څرګنده کړی ده د افغانستان پیځه زره کلن ښار یعنی د مندیګک ابدات د افغانستان تر پولو لرغونی ابدات دی چی هغه ددی څرګندوی دی چی افغانستان د میلاد څخه دری زره کاله مخکی په لرغونی مدنیت کی چی دسند دحوزی څخه تر مدیترانی پوری غزیدلی ؤ ، مهمه ونډه لرل .

مندیګک هغه لرغونی د تاریخ نه مخکی سیمه ده جی د لرغون پیژندنی  څیړنی یی د ایران او پاکستان دجنوب دهغو سیمو سره چی د تاریخ نه مخکی دوران پوری اړه لری ، نژدی اړیکی څرګندوی . په دغه برخه کی د حفریاتو له مخی تر لاسه شوی لرغونی آثار زموږ لپاره ځکه د زیات ارزښت وړ دی چی د هغو له مخی هغه ګډی اړیکی د پاکستان او ایران د برونزو د عصر د مر بوطو موادو تر منځ موجودی دی ، په ډاګه ښکار ی که څه هم د مندیګک د مدنیت په باب لیکل سوی سندونه لږ دی خو یوازی ددی لرغونی سیمی د معماری څخه پوهیدای سو چی دلته پرمختللی عالی مدنیت موجو د ؤ لنډه دا [ د مطالعو او څیړنو څخه معلومیږی چی مندیګک د بشری مدنیت په وده کی د سکندر مقدونی د یرغل څخه بیا د میلاد څخه دری زره کاله مخکی زمانی پوری د افغانستان د رول او نقش څرګندو ی دی . همدارنګه ددی سیمی لرغونی آثار د مندګک د هغه استثنایی ارزښت ښاکرندوی دی چی د هنر او معماری په برخه کی یی لرلی دی د هغو د معماری او ودانیو د جوړولو او د مخسمو جوړولو مربوط هنرونه ددی څرګندوی دی چی دوی به په دغو برخو کی لوی لاس درلودی چی د غه لرغونی هنرونه د افغانستان د تاریخ او پخوانیو هنرونو لپاره د په زړه پوری سریزی حیثیت لری او موږ دهغو څخه دا نتیجه تر لاسه کولای سو چی افغانستان حتی د مدنیت په لومړی پراو کی د ین النهرین د سند د حوزی او فارس په منځ کی دیوه شاخص په توګه اساسی ونډه لـــرل .

دښتیا هم د مندیګک د لرغونی سیمی په کشفیدو سره د لرغونی تاریخ پاڼی بدلون وموند او نوی حقایق ورباندی زیات سول څرګنده  شوه جی بین النهرین د تمدن لومړنی زانګو نه وه بلکی همدارنګه یو بل مدنیت د لیک د ایجاد سره په یوه وخت کی د کندهار په مندیګک کی موجود وو او په دغه لرغونی سیمه کی د ۸ ـ ۱۴ پوری یو په بل پسی د ژوند پړاونه تیر سوی دی .

 

 

 

 

 

………………………………………………………………………………………….

 

 

 

 

 

 

 

مـــــأ خـــــــذو نـــــــه :

 

  • آرام محمد احسان ، عصر فرغ در افغانستان ، پروژه علمی تحجقیقی ۱۳۶۴
  • تالقانی نولاییه ، افغانستان ماقبل اریایی ها ۱۳۶۱
  • توفیق محمد علی ، شناخت از ساحات ماقبل التاریخ شمال وجنوب افغانستان علمی رساله ۱۳۶۴
  • حبیبی عبدالحی ، تاریخ مختصر افغانستان .
  • خوب نظر حسن ، د تاریخ نه مخکی تمدونونه . دوهم چاپ ۱۳۵۰
  • رابرت شاکروف ، تاریخ قدیم ۱۳۰۹ کابل .
  • سیستانی محمد اعظم ، سیستان قبل از اسلام حلد اول اکادمی علوم افغانستان ۱۳۶۴
  • کهزاد محمد علی، افغانستان در پرتو تاریخ . ۱۳۴۶
  • غبار میر غلام محمد ، افغانستان در مسیر تاریخ مطبعه دولتی کابل افغانستان ۱۳۶۴
  • معتمدی مجله اریانا شماره دوم سال ۱۳۵۴ مقاله ( دوره های قبل التاریخ افغانسان  ) .
  • هاشمی سعدالدین ، تارخ تمدن ، کابل ، مطبعه پوهنتو ن کابل .

 

………………………………………………………………………………………….

 

انګلیسی مأخذونه :

  • A .B. y soviet scholars, ancient Mesopotania Mascow , 1969 .
  • Casal D.A. F. xv. II , appendix f , 1961 .
  • Harper jx 885 . Ancient Mesopotamia . Memoir No .4 of the department of archaeology university of Pashawer , Valene 11 , 1965 – 66
  • Bridget and Rymand the birth of indean civilization , indea and Pakistan befor 500 B.c first publication . 1968 .
  • Gearges Roux , Ancient larg , dreprented 1969, 1972 1976, 1977 , made and printed in great Britain , by Viehard cly .
  • Henri Frankfort, the Birth of civilization in the near east, published by india university press in 1951 ,
  • M Duadinaff , Ancient Mesopotania , ussr Academy of sciences . Moscow 1969 .
  • James Edgar swain, ph . D. Professor of history Muhlenberg college a history of world civilization New Delhi , 1976 .
  • Laus Dupree, Afghanistan prenceton New Jercy :
  • Mortimer Wheeler , civilization of the Indus valley and beyond , 1966 .

 

 

 

 

 

 

 

 

پـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــای

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

ځواب پرېږدئ

ستاسي ايميل به خپور نسي

error: Protected contents!