منډيګک
افغان تاريخ

د افغانستان د عدلي چارو لنډ تاریخ

0 235

هرملت له خپل تاریخ سره ژوندی پاتې کېږي،ځکه چې دیوه ملت پروګړویې دتلپاتې تاریخي ارزښتونو اودمثبتو اومنفي پایلو دلازیاتو تجربو په ترلاسه کولو کې ارزښتناک اوزده کړه نیزه اغیزه لري.

زموږ خپل تاریخ دویاړلو پایلو له مخې دځلانده تمدنونو ګواه دی،دغه تاریخي خاوره چې تل یې دنړۍ له هرې برخې سره دفرهنګ ،ثقافت ،سیاسي،ټولنیزې اوسوداګریزې ګډې اړیکې لري،په اداره ،قضا اوسیاست کې هم دتشکیلاتو او جوړښتونو لرونکی وه، دغو تشکیلاتو او جوړشتونو ته دقوانینو تنظیم عملي بڼه او ورکړې ده .

تراسلام دمخه دوره چې دهوشنګ اواوپراسادا ددوران په نامه یاده شوې،پیشرایې دلومړنۍ سړي په عنوان یاد شوی،چې دعدل اوانصاف قانون یې راوړی، اوپه دې هیواد کې دعدل او انصاف دقانون دلړۍ سرخېل ګڼل شوی دی.

دلومړني معنوي میراث په توګه ویدي اشعار لرو چې قانون او قضایې په مذهبي قوانینو کې میندل کېږي .

داکسوس په حوزه کې آریایې سلطنتي تشکیلاتو ته داوستا په گویشتکې اشاره شوې چې دباختر،دجلې اوفرات پرغاړو یې دیوې پرمختللې امپراطوری چې دقانوني اوقضایې سیستم لرونکی وموجودیت لاره .

زوراستر(زردشت) چې دښوګنلو،ښوویلواوښوکولو دپیغام را وړونکی او لومړنۍ ستره کنګره (مجلس) یې په آریایي ټولنه کې جوړاوه ،غړي به یې د اورپرشاوخوا چې دکانون په نامه یادېده کښناستل .

آریایانودسمتي اوسبما په نومونو غوندې لرې او ددغو مجلسونو غړي په اداري،قضایې اوهیواد نیوچارو په برابرولوکې دپادشاه مشاورین وو

هغه ستره دبودایې مذهب غونده چې آشوکا دمذهبي قوانینو دترتیب اوتنظیم لپاره جوړه کړه ،پایله یې په بودایې نظامونوکې دهر ډول تعصب اوتنګ نظرۍ نه دخلاصون اودمهایاناپه نامه دقوانینو دلیکلو لپاره دکړنلارې رامنځته کول اویا له هرډول تعصب او تنګ نظرۍ نه دخلاصون دلارې په نامه ونومول شوه .

داووم میلادي قرن په شاوخواکې دهندوکش په شمال دیفتلیانودسلطنت په زمانه کې یو عالم ددهرمه سینا دمذهبي قوانینو داستاذ په نامه ژوند کاوه او په بامیانوکې هم دآریادسه اوآریستنا په نومونو قانپوه ژوند کاوه .

هیوان تسنګ مشهور چینایې چې په 630 میلادي کې یې دافغانستان ختیزې سیمې لیدلي ، په خپلویادښتونوکې یې راوړي، حاکمان اوقاضیان هریویې دخپل ژوندانه دتأمین لپاره ځمکې په واک کی لري.

هغه مهال هم په دولتي تشکیلاتوکې دجرایمو دتحقیق او څېړنې لپاره دجزا قوانین، محاکم اودحکم صادرولو مراجع موجودې وې.

دساسانیانوپه دوره کې دقضا منصب خورا اعتبارلاره ،ددې منصب لپاره به یې قانونپوه ،تجربه کار اوامانت دار شخص پرونده ګوماره، قاضي ته یېداذور او قاضی القضات ته یې شهرداذور یاداذور داذوران ویل.

په لومړۍ هجري پېړۍ کې چې په افغانستان کې اسلامي دوره پیل شوه، اسلامې القاب اقضی القضات، قاضي القضات ،قاضي، مفتي ،شیخ الاسلام ، صدور الصدور اوصدرالعلماء معمول شول، په دویمه هجري پیړۍ کې حنفي مذهب زموږ په هیواد کې دود اودخراسان اوبلخ په ټولو محاکموکې که هغه د آمو له دریابه دې غاړې وو او که هاغاړې وو دحنفي مذهب قضایې نظام استقرار ومینده .

دآمویانو په دوره کې قاضیان دعلمي خپلواکۍ لرونکي اوحکم یې له ورځني سیاست نه بهر پروالیانو او عاملانو هم نافذ و.

هغه مهال دخراسان په حدودوکې قضایې تشکیلات موجودوو، خوغیرعرب قاضیان لږ پردندوګومارل کېدل .

دعباسیانو په زمانه کې که څه هم خلفا و په قضایې چاروکې لاسوهنه کوله،خوقاضیان له خراسان اوعربو یوځای ټاکل کېدل،دقاضیانولپاره ځانګړی لباس چې تور رنګ یې لاره ، امام ابویوسف رحمت الله علیه وټاکه، قاضی القضات زموږ د وخت دعدلیې دوزیر په څېرو.

ابومسلم خراساني چې اداري نظام یې په خراسان کې رامنځته کړ، قضاته یې هم پاملرنه وکړه،په ۱۲۹هـ کې یې قاسم بن مشاجع اونقیب تمیمي په خراسان کې قاضیان وګومارل.

دطاهریانو قضایې حالات څرګند نه دي، خو صفاریان چې دمنظمو دولتي ادارو لرونکي وو،له نورو دېوانونو سره سره یې داساس، مرستیالانو،اجرائیه قوې، قانون او دودونو دیوانونه هم لرل.

دسامانیانو دواکمنۍ په دوران کې دشکایاتو د اورېدلو، ظلمونو دمخنیوي دفترونه، اوځانګړیو قاضیانو به دظلمونو دمخنیوي اوقضا له محکمې سره یوځای دچاروڅارنه کوله په دې دوره کې قاضي دپادشاه دنایب په حیث پېژندل کېده اوپه عمومي ډول قاضیان له تحصیل یافته کسانوڅخه غوره کېدل.

دغزنویانو دواکمنۍ په دوره کې به لومړی قضیې په یوه مرحله اوله استیناف پرته فیصله کېدې ، اوزیاتر قاضیان له صحیح رایې لرونکو شخصیتونو څخه ټاکل کېدل او ددولت له لوري دباور اودرناوي وړوو،چې کولای شو دبلخ دقاضی القضات حسین محمودي دنامه یادونه وکړو.

غور یانوپه دې سیستم کې له غزنویانو پیروي کوله، خوپه قضایې چاروکې دسلجوقیانولاسوهنه زیاته وه.

دچنګېزخان په زمانه کې یې قضایې محاکموته یرغو، قاضي ته یرغوچې اودمحاکمو فیصلوته موچلګا ویل کېدل اوهغوی د حاجب په نامه اسلامي مشاورین لرل.

ګوډ تیمور دقاضیانو اوفقهاو درناوی کاوه، خو مجرمینو ته جزا ورکول دهغه خپلې ادارې پورې تړلي وو، یوه شهزاده ته دیوه نه بخښونکي جرم په مقابل کې له یوڅولښتوچېیسباق یې ورته ویل زیاته نه وه، حال داچې نور وګړي دبی ګناهۍ په حالت کې په دارځړول کېدل.

دهرات تیموریان چې ټول یې دعلم اوپوهې څښتنان وو،دقضا مقام ته یې درناوی کاوه، اودهغه مهال علما به یې دقضا پردندو ګومارل ،چې کولای شو دسلطان حسین بایقرا دواکمنۍ پرمهال دملا اختیارالدین،مولوي نظام الدین اوعبدالقادر نومونه چې دقاضی القضات په توګه ټاکل شوي وو یادګړو.

د محمدشیباني په دوره کې چې دسلطان حسین میرزا له ځای ناستوڅخه و دقاضی القضات منصب دمولوي نظام الدین په لاس کې و،ځنې نور هم چې هغه مهال د اختیار الدین اوصدرالدین په نومونو یادېدل ،قاضیان وو.

بابردخپلې واکمنۍ پرمهال یوکتاب چې دبابري فتوی په نامه یادېده،دشیخ نورالدین په وسیله یې تألیف کړ، شېرشاه سوري دعدالت اوقضا محکمې ته ځانګړې پاملرنه کوله اوویل به یې ماته په عدالت کې زمازوی اورعیت یو برابر دي .

اعلحضرت احمدشاه دراني دخپل رعیت ترمنځ دعدالت قایمولو،دعامه حقوقو ساتلو، دیني، مذهبي اوملي قوانینوته ځانګړې پاملرنه کول ،په مرکز او ولایاتو کې شرعي محاکم اوقضائیه قوه موجوده وه، روحاني وګړي ددرناوي وړاودفریاد اورېدلو دفترونه اوټول جوماتونه دهمغوي په واک کې ووه .دده ددورې قاضی القضات خانعلوم ملامحمد غوث و اودقاضیانو دلارښوونې لپاره یوکتاب داحمد شاهي فتوی په نامه دعمدۀ الامر عبدالله خان دیوان بېګی وکیل الدوله او ملافیض الله خان له لوري تألیف شو.

تیمورشاه مولوي عبدالرحیم دقاضي عبدالرسول زوي ته دقاضی القضات فرمان ورکړ، پردې سربېره هغه مهال یوبل مقام دجلیس السلطان په نامه شتون لاره چې په سفر او حضرکې یې پادشاه ته دعلمي اوشرعي مشورو ورکولودنده لرله اودشرعي احکامو دتنفیذ لپاره یوه اداره دمیر عدل اود اسلامي عدالت داروغه په نامه موجوده وه دکابل شرعي محکمې دکابل لویدیځ لوري ته موقیعیت لاره، دپسرلي او اوړي په موسمونوکې دپادشاه باغ اودقاضي باغ دخلکو دعریضو داخیستلو اوعدالت ځایونه وو، په دغه زمانه کې پرشرعي محاکمو سربېره دعدلیې وزارت دصدارالمهام په نامه موجود و، چې قاضي فیض الله خانه پردغه دنده ګومارل شوی و، خودشاه زمان دحکومت په زمانه کې دعدلیې وزیر دقاضي القضات په نامه یادېده .

دشاه زمان ،شاه محمود اوشاشجاع حکومتونو سره ورته عدلي اوقضایې تشکیلات لرل، امیرالقضا، اقضي القضات،خان علوم، امین قوانین اسلام ،امین محکمه، امین المحاکم، هریویې دعدلیې دوزیر، معین اود تمیز له رئیس سره په هغه وخت کې برابروو، اویوجید عالم یې دعزیزالدین په نامه داسلامي قوانینو دامین په نامه سرکې واقع و.

امیردوست محمدخان په پخپله دمحکمې اوپولیسو پرمهمو احکامولاسلیک کاوه، هغه مهال عدالت پردوه برخو قضایې اوبل یې دپولیسو په وسیله پیاده کېده ،دعوې به له شرعي احکاموسره سمې عملي کېدې، ملامحمد سعید خان اوملاعبدالرحمن بارکزایي دهغه مهال دسترې محکمې رئیسان وو .

دامیر شېرعلی خان دحکومت په لومړي دوره کې ملاعبدالرحمن دخان علوم اوخان ملا دهیوا دعدلي اوقضایې چارې پرمخ وړلې، امیر محمد اعظیم خان او امیر محمد افضل خان لومړی قاضی عبدالرحمن او ورپسې یې زوی سعد الدین خان دخان علوم له لقب سره دقاضي القضات په توګه په دنده وګومارل.

امیر شېرعلی خان دخپل حکومت په دویمه دوره کې دسید جمال الدین افغان داصلاحي پروګرام پیروي کوله ، دسیدنورمحمدشاه فوشنجي په مشری دکابینې دجوړولوترځنګ یې په عصري توګه عدلي اوقضایې سیستم هم رامنځته کړ، قاضی عبدالرحمن خان قاضی القضات اوقاضی عبدالسلام خان دعدلیې وزیر په توګه وټاکل .

په دې دوره کې عسکري محکمه اړونده جرایمو ته دلاسرسي لپاره هم موجوده وه همدارنګه یوه دولس کسیزه شوری چې غړي یې دپادشاه له لوري ټاکل کېدل په هیواد نیوچاروکې به یې پادشاه ته مشورې ورکولې ، عسکري قانون نامه ،عسکري قواعد اودبودجې قانون هم ترتیب اویولړنورکتابونه د ذخیره الملوک ، فتاوا اوارکان الصلاه په نامه دشمس النهار په مطبعه کې چاپ شول، هغه مهال یو ښوونځی دملک زاد ګانوپه نامه چې حقوق اوسیاست پکې تدریس کېدل جوړشو.

امیر عبدالرحمن خان دقضا پرخپلواکۍ عقیده لرله .دشرعیت احکام پرپادشاه اوفقیریوډول نافذ وو،آن تردې چې که پرامیر په دعوی وشوه ،دمحکمې ته به حاضرېده، خوکه قاضي به دامیر پرکړنو ګوتنیوی کاوه ،سزایې پرمرګ تهدیدول وو، دلایقوقاضیانویوه هیئت به له قاضیانو آزموینه اخیسته ، داساس القضات، احتساب العمل اودستورالعمل په نامه کتابونه دشخړودپای ته رسولو او دمحکمو داجرا لپاره دمولوي عبدالروخاکيملاابوبکر اوملا غلام احمد له لوري تألیف شول. امیر دخلکو عرایضوته دپاملرنې په موخه دمحکمې دحکم قاطعیت په خاطر په کابل ښارکې عالی محکمه چې ۱۲ غړي یې لرل تأسیس کړه،دوی داستیناف په مرحله د ذوی الحکم قضایې حیثیت لاره ، اوددعوې دویه لوري داستدعا په حالت کې به یې دابتدائیه قضیې څېړلې اودتمیز په مراحلوکې به یې دقصاص اوتعزیري اعدام دپرېکړو څېړنه کوله .

کله چې په ۱۲۷۹هـ ش کال امیر حبیب الله خان دافغانستان امیر شو، ملا سعدالدین خان یې دقاضي القصات په توګه وټاکه .

معین الاحکام یا ضیأالاحکام چې تردې مهاله چاپ شوی نه و، دسراج الاحکام یافی معاملات الاسلام په نامه په ۶۷۴ مخونوکې له سراج الاحکام سره چاپ شو، عسکر محکمه اودعسکرو قاضي هم په همدې وخت کې منځته راغی.

دامیرحبیب الله خانه په وخت کې محاکم عبارت وو،له محکمه شرعیه،محکمه دارالعدالت ،محکمه مال،محکمه وجوهات، محکمه پنچات اومحکمه نظام.

اوهمدارنګه د راهدارۍ نظامنامه ، معارف ، له بهرنیو هیوادونو دمالونو اخیستل ،ودونه ،فاتحې ،تذکرې ،پرعایداتومالیې اودپولیسو اصول اومقررات مدون شول او دمقننې یومجلس ددولت دشوری په نامه رامنځته شو.

امان الله دهیواد دخپواکۍ دلاسته راوړلوسره په سیاسی، اقتصادي،اداري اوقضایي برخوکې مهم بدلونونه راوستل، په ۱۳۹۸هـ ش کال د وري د(حمل) په میاشت کې یې د عدلیې وزارت دنظارت عدلیه په نامه تأسیس او محمد ابراهیم خان بارکزایي په لومړي ځل دعدلیې دوزارت مقام ترلاسه کړ او میرزمان الدینبدخشي یې مستشارو، دعدلیې دوزارت ترځنګ څلور ډوله محاکم موجود وو،اصلاحي محکمه ،ابتدائیه محکمه ،مرافعه محکمه ،اودتمیز محکمه ټولې دعوې په لومړی اصلاحي محکمي ته وړاندې کېدلې، که دواړه لوري به په صلح راضي نه شول، قضیه به یې لومړۍ محکمې ته لېږل کېده ، دتمیز محکمې پرېکړی (داعدام اودوامدار حبس پرته چې دعدلیې وزیر په لاسلیک به پادشاه ته رسېدې)عملي کول یې ضروري وو. دعلوموشوری، ددولت شوری اودقوانینو دوضع کولو مجلس تأسیس شول، دغو ادارو دزیات شمېر نظامنامو په مدون کولو اقدام وکړ، چې یادې نظامنامې به دوزیرانو دعالي شوری دتحریراتو په مطبعه او وروسته به بیا درفیق چایخونه کې چاپېدلې .

دابلاغ جریده دمیرزامحمد اکبر په مسوول مدیریت دوري دمیاشتې په لومړۍ نېټه -۱۳۵۵ هـ ل کال چې له یوویشتم مارچ ۱۹۲۱ میلادي سره سمون خوري په دري اوپښتو ژبوخپرېده دغه جریدې دنن ورځې درسمي جرېدې دنده لرله ،چې په هغې کې به یولړ شاهي فرمانونه ،اعلامیې اونور چاپ اوپه کابل اوکندهار کې به پردېوالونو راځړول کېدې، چې دعامې خبرتیا لپاره داهمیت وړ مرستندویه وي.

دنظامنامې د۳۳ مادې دبنسټیزو جوړښتونو ترسرلیک لاندې یې دمرکزي ادارې ترځنګ دعدلیې وزارت پژندې اودندوته نغوته شوې ده اوداسې راغلي دي په افغانستان کې دعدلیې اوانضباطي قوې دمنظم کولو لپاره دعدلیې وزارت مؤظف شوی دی.

 

ځواب پرېږدئ

ستاسي ايميل به خپور نسي

error: Protected contents!