د افغانستان د جلاوطن پاچا غصب سوې ماڼۍ

د هندوستان په دهرادون ښار کي د افغانستان د جلاوطن افغان پاچا غصب سوې ماڼۍ:
دهرادون د هند تر ټولو ډېر نفوس لرونکي ۷۸ ښار دئ، ډېر لرغوني ودانۍ لري او د هري ودانۍ تر شاه خورا لويي کيسې سته، يوه پکښي د کابل هاوس په نامه ماڼۍ ده چي تر شاه ئې د يوه افغان پاچا کيسه ده.
امير محمد یعقوب خان د خپل اميرتوب پر مهال، کابل، بالاحصار، ۱۸۷۹ع
په ۱۸۷۸ع کال د هند له خاوري پر افغانستان د انګرېزي اشغالګرو لښګر رامات او افغان بې وسه حاکم امیر شیر علی خان د روسيې د مرستي او وعدې په خاطر د افغانستان شمال ته ولاړ، خو د روسانو بې وفايي هغه له سختي مايوسۍ او ناروغۍ سره مل او څه موده وروسته ومړ، دا چي امير شېرعلي خان خپل ځايناستۍ خپل مشر زوی او هرات والي [محمد يعقوب خان٭] ټاکلی وو، نو قومي سردارانو او مشرانو یعقوب خان د مرحوم امير ځايناستۍ ومانه. انګرېزي لښکرو چي په کابل کي ئې پراخ واک تر لاسه کړی وو، د ترهېدلی او نوی امير څخه په چم جلال اباد ښار ته نږدې د ګندمک٭٭ په کلي کي يوه معاعده واخیسته، د تړون له مخه د افغانستان بهرنی سیاست بریتانیا ته سپارل کېږي او هم به امیر محمد یعقوب خان ددغه تړون په پایله کي د کورمي، خیبر دره، لنډی کوتل، سېوۍ، پښین او کوږک سیمي انګرېزي دولت ته په کرايه ورکول کېږي.
د ګندمک رسمي ناسته…
می۱۸۷۹میلادی
له ښي اړخه:
اول: حبیب الله مستوفي، مايار وردګ
دوم: جنرال داوود شاه
دريم: امیر یعقوب خان
څلورم او پنځم: جانکینز او ملګري
ياد تړون په افغانستان کي د سترو پاڅونونو لامل سو چي په پایله کي یې یعقوب خان د ۱۸۷۹ع کال له استعفاه وروسته بریتانوی هند ته ولاړ او هلته ئې د هند په مسوري ښار کي د خپل نيکه امير دوست محمد خان په کور کي استوګن سو، خو د یعقوب د کورنۍ تعداد اټکل ۷۰۰ اووه سوه تنه وو او په دې کور کي نه ځايدل، نو ئې د هند په دهرادون ښار په اې سي سړک پراخه مځکه واخيستل او هلته ئې يوه لويه ماڼۍ، باغ او د کليوالو د پاره يوه ښوونځۍ هم جوړه کړه.
د امير دوست محمد خان کورنۍ، کابل بالاحصار
د افغانستان او پښتنو په سياسي چوکاټ کي چي ځيني کورنۍ تر پيړيو-پېړيو پوري رول لري، پوه پکښي د امير دوست محمد خان ده چي ځينو ورته د امیر کبیر لقب ورکړی وو، د هغه د احمدشاه بابا د کورنۍ د پاشل کېدو وروسته د بارکزو د کورنۍ بنسټ اېښودونکی او د ډېرو پېښو کرکټر وو.
دوست محمد خان د بارکزیو د مشر پاینده خان ۱۱م زوی وو چي د واکمنۍ په پیل کي ئې پېښور د ۱۸۲۳ع کال په نوشهره جګړه کي د رنجیت سنګ پوځ ته وسپاره خو د کندهار او هرات سلطنتونه ئې له کابل سره یو ځای او ۳۶ کاله ئې حکومت وکړ.
د هغه کورنۍ لويه او ده ئې د ګټو ساتلو له [امیر کبیر] لقب ګتلی وو، امير د مرګ پر مهال ۱۶مېرمني، ۲۷زامن او ۲۵لوڼي لرلې، مېرمنو کي ئې بنګښ بېګم د پېښور، زینب بېګم قزلباش او خدیجه بېګم پوپلزۍ مشهوري دي.
که ما له دې عکسه سم برداشت کړی وو نو دې عکس کي د هغه کورنۍ دغه کسان ښکاري:
د منځ کس امير دوست محمد خان [سپينه ږيره]، د دوست محمد په راسته څنګ کي په سپينه چپن کي د هغه زوی امیر شيرعلي خان او کیڼ اړخ ته لمسی امیر عبدالرحمن خان ناست دي.
د شير علي خان څنګ ته د هغه ورور محمد امين خان، وروسته غلام حیدر خان او اخر غازي محمد اکبر خان ناست دي.
یوه بله تشریح کي دا د امیر یعقوب خان دربار ښوول سوی چي ممکن دې عکس کي ولی محمد خان لاټي هم پکښي ناست وي خو ماته نه دئ مالوم، دې عکس کي تاسي نور څوک پېژنئ؟
امير دوست محمد خان د هرات تر ازادولو ۱۳ورځي وروسته د خپلي لور او زوم د مړيني اندېښنې د سالنډۍ په ناروغۍ د ۷۲ کلونو په عمر ومړ او په هرات کي د خواجه عبدالله انصاري د زیارت ترڅنګ ښخ سو.
د امير دوست محمد خان وروڼه چي ځيني ئې پر افغانستان، کشمير، بلوڅستان واکمنان ول؛ په دې ډول وه:
سردار فتح علي خان
نواب اسدالله خان
سردار تېمور قلي خان
نواب عبدالجبار خان
سردار محمد اعظم خان
نواب عبدالصمد خان
سردار پردل خان محمدزی
سردار شېردل خان محمدزی
سردار عطا محمد خان
سردار يار محمد خان
سردار کهندل خان
سردار امير محمد خان
نواب توراباز خان
سردار سلطان محمد خان طلايي
سردار رحيم دل خان
سردار مهردل خان
سردار سيد محمد خان
سردار پير محمد خان
سردار محمد زمان خان
سردار محمد زمر خان
سردار حيدر خان
سردار اسلم خان
سردار جمعه خان
سردار خيرالله خان
له یعقوب خان سره په دې سفر کي ۱۶ کورنۍ ملګري وې، دوی دلته پراخ باغونه او مځکي واخيستې، امير پخپلو مځکو د کونړ وريجي چي ډېري مشهورې وې، وکرلې او په هند کي ئې په لومړي ځل [باسمتی وریجي] او کابلی پلو رواج کړ، دا چي امير ډېره شتمني لرله چي په اصل کي د افغان اولس خزانه وه خو د هغه وخت د رواج سره سم دا هر د پاچا شخصي سرمايه بلل کېده.
د هندوستان په دهرادون ښار کي د امير یعقوب خان ماڼۍ
د هندوستان په دهرادون ښار کي د امير یعقوب خان ماڼۍ
بې فرهنګه انګرېزي حاکم چي د دوی شتمنۍ ته پخوا لا سترګي نيولې وې، امير محکمې ته وغوښت او امر يې وکړ چي دا ځای دولتي دئ او امير يې نسي کارولای، امير بېچاره چي په افغانستان کي د امير عبدالرحمن او کورنۍ لخوا ددغسي حالت سره ځان مخامخ باله، مخ پر برما ولاړ او هلته يې په يوه ښوونځي کي پناه واخيسته، کله چي د امير امان الله خان پر ضد د شينوارو پاڅون وسو، امير یعقوب خان خپل مشر زوی کريم خان پېښور او پکتيا ته ولېږه او دعوه ئې وکړه چي د شاه امان الله پر ځای بايد خلګ له ما سره بيعت وکړي، ځکه د شاه امان الله نيکه [امير عبدالرحمن خان] زما له پلاره واک نيولی خو خلګو ئې چنداني پر سُرنا غوږ ونه نيوه او کريم خان بيرته برما ته ولاړ، هلته ئې څه موده وروسته ځان وژنه وکړه او په دې غم سره ئې پلار یعقوب هم څه موده وروسته ومړ او هلته ښخ سو. [د کورنۍ روايت ئې دا دئ چي مرحوم یعقوب خان او جنرالانو ته د ډوډۍ خوړلو په وخت کي د انګریزي نوکرانو لخوا مسموم سوی وو. لامل یې دا و چي دوی غوښتل کابل ته ولاړ سی او د کابل تخت له امیر عبدالرحمن خان څخه واخلي…]
امير محمد یعقوب خان دد ژوند په ورستي کال، هندوستان، ۱۹۲۳ع کال
د یعقوب تر شاه له ۲۰۰ تر ۳۰۰ تنه پوري کورنۍ پاته او ځيني يې بيرته افغانستان ته ولاړل او نور ئې په هند کي ورک سول.
له هنده د انګرېزانو تر وتو پوري دهرادون کي د امير یعقوب ماڼۍ [د کابل هاوس] په نوم يادېده چي يوه عالي ماڼۍ وه، د انګرېزانو له وتلو وروسته هند دولت دغه ماڼۍ د افغان پاچا ضبط سوې مځکه ياده کړه او ماڼۍ ئې قلف کړه.
د وخت په تېرېدو ماڼۍ په خرابه بدله سوه او اوس د ښاروالۍ په يوه نقشه کي کېدلای له منځه يوړل سي.
ددې ماڼۍ نور عکسونه دلته:
د هندوستان په دهرادون ښار کي د امير یعقوب خان ماڼۍ
د هندوستان په دهرادون ښار کي د امير یعقوب خان ماڼۍ
د هندوستان په دهرادون ښار کي د امير یعقوب خان ماڼۍ
د هندوستان په دهرادون ښار کي د امير یعقوب خان ماڼۍ
په دهرادون ښار کي د امير دوست محمد خان په نامه بالاحصار…
ويل کېږي چي هغه دلته زنداني وو او له همدې امله اوس دغه ځای ده ته منسوب دئ، خو ځيني بيا وايي چي پخوا دغه ځای اصلاً د احمدشاهي دورې څخه د افغانانو په نامه مشهور وو.
د هند افغان کنفرانس په ۱۹۳۰ کال کي په مسوری کي د ساووې هوټل په بال روم کي. عکس: جولین رست
٭یعقوب خان چي د خپل پلار امیر شیر علي خان له خوا د هغه د ناسکه ورور پر سر په بالاحصار کي ۷ کاله بند تېر او په رواني ناروغي اخته سوي وو، کله چي امیر محمد یعقوب خان په هرات کي امیر وو، امیر شیر علي خان د خپلي ګراني میرمني [عایشې] زوی عبدالله چي د امیر محمد یعقوب خان کشر نا سکه ورور وو، د ولیعهد په توګه و ټاکه. د ا کار د یعقوب خان احساسات را وپارول او د پلار پر وړاندي یې بغاوت وکړ. له همدې سببه امیر شیر علي خان هغه په بالاحصار کي بندي کړ. له بنده تر خلاصېدو وروسته یې عقل او فکر د بعضي رواني ناروغیو له سببه کار نه کاوه.
 
٭٭ کوم وخت چي انګریزانو له دریو لارو پر افغانستان هجوم راوړ، امیر محمد یعقوب خان دې ته اړ سو چي د انګریزانو سره سوله وکړي. دا لنډ مهاله سوله د ګندمک په شرمونکي تړون را منځ ته سوه. امیر یعقوب خان د انګریزانو په غوښتنه د یوه هیئت سره د ګندمک سیمي ته ولاړ او هلته یې د انګریزانو سره یو تړون چي لس مادي یې لرلي، لاسلیک کړ. دا تړون د افغانستان له خوا یعقوب خان او د انګریزانو له خوا کیوناري لاسلیک سو. دغه تړون اصلاً د افغانستان په ډېر بدو شرايطو کي لاسليک سوی دئ، چي د يوه ملت په توګه تړون نه بلل کېږي.
کوم وخت چي امیر شیر علي خان مزار شریف کي ومړ او پر ځای زوی محمد یعقوب خان د افغانستان د امیر په توګه وټاکل سو، دې وخت کي انګریزانو پر افغانستان ددریو خوا یر غل راوړ. د خیبر له لاري، د کرمي (خوست) له لاري او د کندهار سپین بولدک له لاري.
ګندمک تړون د انګرېزانو د دوهم يرغل پر مهال د اميرشېرعلي خان له مرګ وروسته د هغه د زوی امير محمد يعقوب خان او لوی بریتانیا تر منځ د څلورو افغانستان ضد پرېکړو سره داسي لاسليک سو:
۱-برتانيه به د خيبر، کرمي، #پښين او #سيوۍ سيمو کنټرول اخلي.
۲-د افغانستان حکومت به د برتانيې د مشورې پرته د هېڅ خارجي هيواد سره اړيکه نه ټينگوي.
۳-په کابل کي به د برتانيې دايمي استازی منل کېږي.
۴-انګرېزان به امير ته د کاله ۶۰ زره پونډه ورکوي.
ګندمک د ننګرهار شيرزاد ته نږدې ډبرين کلی وو چي انګرېزانو چي په همدې وخت کي افغانستان کي په نيمه اشغال حالت کي وه، فوځي اډه جوړه کړې وه، امير ئې همدلته دعوت کړ او سهار له لمر ختلو وروسته دغه تړون لاسليک سو، ما اورېدلي چي لس کاله وړاندي د ننګرهار په هوايي ډګر کي د بريتانويانو ځای هم قصداً [ګندمک] نومول سوی وو.
امير یعقوب خانامیر دوست محمد خانګندمکهندوستان
نظريات (0)
نظر اضافه کول