پاچا امان الله په رسمي مراسمو کښي ولي کوڅی اغوست؟

لیکوال: نوماند اکاډیمېسن محمد اعظم سیستانی ژباړه او ډېروني: حُسن بارک شاغاسی

پاچا امان الله په رسمي مراسمو کښي ولي کوڅی اغوست؟

پاچا امان الله په رسمي مراسمو او د بهرنیو هیوادونو د ډیپلوماټانو سره د لیدني پر مهال د سرې کورتۍ درلودونکې دریشي اغوسته او د دریشۍ پر سر یې کندهاری کوڅی (د سپينو وړیو چپن) اغوست چي په رښتیا هم ښکلی برېښېدئ. [کوڅی د پښتو ژبي د «کوڅۍ» د لغت مذکره بڼه ده چي د (اودلو او چوټي کولو) څخه موخه ده. د لوی کندهار د دې تاریخي او ارزښتناکه پوښاک څخه شاه غازي امان الله خان د شاهي افغانستان د درباري سمبول په توګه یو ویارمن ملي پوښاک جوړ کړی و. شاغاسی]. 

شاه غازي امان الله خان د خپلي شاهي دریشۍ پر سر اغوستی پوښاک «کوڅی» دئ.

سور رنګ د خپلواکۍ یاد تازه کاوه چي د وطن د ځوانانو د وینو په بهېدلو لاسته سوی و. لاندي عکس ته پاملرنه وکړئ چي یو رسمي عکس دئ او د پاچا امان الله د وني او بڼي ځانګړی لوړوالی او ستروالی انځوروي.

دا یلان چي په پښتو ژبه کښي «کوڅی» ورته وايي، د کندهار، هلمند، زابل او فراه د خلکو یو مشهور پیداوار دئ چي د وریو پسونو د وړیو څخه جوړ سوی او په جوړښت کښي یې له ډېره غَوره کار اخیستل سوی دئ [کوڅي ته په ورځنیو مکالمو کښي د (کوسي/کوسی) بڼه او تلفظ هم کارول سوی دئ، چي شاید د کوڅي لغت د دري ژبي د ژباړي څخه به اخیستل سوی وي؛ دا یوه تېروتنه (اشتباه) ده ځکه چي په پښتو ژبه کښي «کوسی» د لمسي، لمسي ته ویل کېږي. شاغاسی].

د پاچا امان الله مور چي د کندهار د شاغاسیانو د خاندان څخه وه او هغوی د کندهار د ټولو لوړو او معتبرو اشرافو په څېر د ژمي په موسم کښي د کوڅي څخه کار اخیست، دا اغوستنه یې خوښه وه او د دې صنعت د رونق او لا ډېر تولید لپاره یې، د هغه څخه د یوه ویاړمن او ګران خلعت په توګه اغوستنه کول. له دې چي د ښکلی اوډني او ګنډني څخه برخمن و، پاچا هغه ته رسمیت ورکړ او ورپسې یې هغه د یوه ویاړمن او ګران پوښاک په توګه د هیواد هغه پوځي رجال چي هیواد ته به د ځانګړي خدمت جوګه سول او د لمر د اعلی نښان مستحق به وګرځېدل، د مستحق وګړي پر ځیګر به د نښان د ټومبولو سره یوځای، یوه جوړه «کندهاری کوڅی» هم پر اوږو ور اچول کېدئ چي د ستر ویاړ نښه وه.

اعلیحضرت امیر امان الله خان غازي له پلاره د بارکزو د سردارانو د (پاینده خیلو) په څانګه پوري تړاو لري، او له موره د بارکزو د سردارانو د (شاغاسی خیلو) په څانګه پوري تړاو لري؛ چي پلرنۍ او مورنۍ شجره يې د (عمر خان نیکه څخه) د بارکزو په (عمرخانزو) کښي سره یوځای کېږي (عزیزالدین وکیلي پوپلزی، نگاهی بتاریخ استرداد استقلال، مخ5). غازي امان الله خان ته د هغه د مورني خاندان په توګه د (شاغاسي) لقب هم په افتخاري توګه کارول سوی دئ ځکه چي د هغه مور سرورو سلطانه شاغاسۍ (علیا حضرته) د شاغاسي شېردل خان لور او د شاغاسي میرداد خان بارکزي لمسۍ وه او بل دا چي لکه څنګه چي عزیز الدین وکیلي پوپلزي په خپل کتاب (سلطنت امان الله شاه و استقلال مجدد افغانستان) کښي هم یادونه کړې ده، د شاغاسیانو کورنۍ د خپل لمسي (غازي امان الله خان) په سلطنت ته رسولو کښي او د غازي امان الله خان د قدرت په استقرار کښي ډېره ستره ونډه درلوده.

 

مرحوم استاد عزیزالدین وکیلي پوپلزی په خپل (1396) کال کښي چاپ (د لوی احمدشاه څخه دمخه د کندهار د ابدالیانو تاریخ) کتاب کښي د کندهاري کوڅي په اړه جالب بحث لري او وایي چي د پښتنو ټولو لویانو او ابدالي پاچاهانو له دې کوڅي څخه استفاده کوله. او د بحث په پای کښي وايي چي پاچا امان الله له «22» کلنۍ څخه د کوڅي په اغوستنه پیل وکړ او د ((1299 (1920م)) کال د زمري په میاشت کښي یې د خپلواکۍ د لومړني کال د پوره کېدلو څخه څو ورځي مخکي په دې اړه داسي فرمان صادر کړ:

«حسب فرمان و ارشاد شاه ذیجاه افغان پناه اعلیحضرت غازی امان الله خان؛ ذوات محترمین کرام و سرداران عظام و حضرات افسری وکشوری که دارای نشان افتخار لمر درجه اول باشند باید خلعت کوسئ افغانی ملی و وطنی را هم مطابق نمونه کوسی که در فوتوی وجود مسعود ذات شاهانه است بروزهای رسمی در بر داشته باشند (پوپلزایی، همان اثر، ص۶).»

[په دې شاهي فرمان کښي، شاه غازي امان الله خان پر لویانو، مخورینو او سردارانو، او د هیواد پر هغو پوځیانو باندي چي د اولي درجې لمر نښان ویاړ وربښل سوی وي، د شاهي دربار د ویاړمن سمبول، همدې کوڅي د اغوستني حکم کړی دئ. شاغاسی].

خو د اماني عصر د ختمېدلو سره سم د دې کندهاري کوڅي اهمیت هم کم سو او د دولتي رواج څخه ولوېد. دا «کندهاری کوڅی» د کندهاري شتمنو بډایانو او کوچیانو یو پُخوانی پوښاک دئ چي تر ډېره د ژمي پر مهال خلک کار ورڅخه اخلي ځکه چي په ښه توګه د سړې هوا مخنیوی کوي.

[د کوڅي اودنه او د پوښاک په توګه تیارونه ډېر زیار او ځانګړې مسلکي پاملرنه غواړي، چي د همدې لپاره یې بیه هم ډېره ګرانه وي، او تر اوسه پوري د بارکزو په شاهي خاندانونو کښي، او شاید نورو پُخوانیو کندهاریانو کښي هم، د یوه مخور او مشر لپاره تر ټولو غَوره سوغات دئ. شاغاسی].

کوڅی یې د سپین پسه او اوښ له وړیو څخه جوراوه چي په صحرا کښي ګرځیدونکو مالدارو به یې پاکوالي ته دونه پاملرنه نه کوله، خو کله چي به یې جوړېدونکي وړۍ برش سوې نو کوڅی (چپنه غوندي)، واسکټ او خولۍ به یې ورڅخه جوړول خو نن د دې پوښاک ځای اوروپایي کوټ او بالاپوش نیول دئ.

[په دې اړه یو تاریخي شعري ټوټه چي د شاغاسیانو د خاندان په تاریخي او فولکلوریکو ادبیاتو کښي د (غازي امان الله) تر عنوان لاندي په (شاغاسیان څوک دي) مقاله کښي خپره سوې ده، خورا لوړ تاریخي ارزښت لري.

دا تاریخي ټوټه په څو ډَوله لیکل سوې ده. یوه بڼه یې داسي ده:

غازي امان الله

تور قمیص* دي د بخمل

په ملا توره د طلا

وه! غازي امان الله

شاغاسي امان الله

قمیص عربي کلمه ده چي پښتو سوې بڼه یې (کمیس) ده.

بابائ کرام محمد سرورخان شاغاسی او شاه غازي امان الله خان؛ د لویناب شېردل خان شاغاسی د مړیني وروسته د هغه ځوانه مېرمن (بېنظیر سلطان دُرانی د هغه وخت د رسومو سره سم د هغه پر وراره (همدې سرورخان) باندي نکاح سوې وه. نو پر دې اساس بابائ کرام محمد سرورخان د شاه امان الله خان د مور (سرورسلطانې) پلندر و او امان الله خان هم هغه ته نیکه په څېر احترام کاوه.

 

دا شعر (غازي امان الله) په یوه بله پاڼه کښي چي زما د شخصي کتابتون په آرشیف کښي راسره خوندي هم ده، او د دې تاریخي شعر اصلي بڼه ښکاري، داسي لیکل سوی دئ:

غازي امان الله

توره وباسه له تېکي

کمربند تړه تر ملا

وَ غازي امان الله

شاغاسي امان الله

[اعلیحضرت امیر امان الله خان غازي له پلاره د بارکزو د سردارانو د (پاینده خیلو) په څانګه پوري تړاو لري، او له موره د بارکزو د سردارانو د (شاغاسی خیلو) په څانګه پوري تړاو لري؛ چي پلرنۍ او مورنۍ شجره يې د (عمر خان نیکه څخه) د بارکزو په (عمرخانزو) کښي سره یوځای کېږي (عزیزالدین وکیلي پوپلزی، نگاهی بتاریخ استرداد استقلال، مخ5). په دې اړه نور معلومات په دې مقاله کښي (ځکه نو په پورتني تاریخي شعر کښي د غازي امان الله خان لپاره د هغه د مورني خاندان په توګه د (شاغاسي) لقب په افتخاري توګه کارول سوی دئ. شاغاسی]. په دې اړه نور معلومات د (سردار حاجي جمال خان بارکزی) پر مقاله ولولئ.

[د کوڅي په اړه د پښتو ژبي یو خورا مهم متل دادئ:

پر (…پلانکي…) باندي دا کوڅی اوږد دئ

(یعني نا اهل ته د کار سپارلو څخه کنایه ده). شاغاسی]

 

ژباړه او ډېروني: حُسن بارک شاغاسی 28/05/2023

لیکوال: نوماند اکاډیمېسن محمد اعظم سیستانی 15/05/2023

شاغاسيعزیزالدین وکیلي پوپلزیفولکورکلتور
نظريات (0)
نظر اضافه کول