خوشال خټک، کورنۍ، هديره او مړينه

د خوشال خټک ژوند، کور، کلي او مرګ په اړه نوي روايات:
خوشال د پښتو ژبي شاعر، مبارز او ليکوال وو چي نږدې ۴۰ زره بیتونه لري او د ۱۷ اثرونو ليکوال دئ.
خوشال د پښتنو د يوالي ارمان ګور ته يوړړ، او لمسيان اوس هم د بې اتفاقۍ پر هغه ميدان چي ټول نارې وهي چي «راځئ يووالۍ وکړو» بې يووالي ولاړ دي.
د خوشال خان انځور
انځورګر: برېښنا
له نن څخه ۴۵٠ کاله پخوا په پېښور ته نږدې کوهاټ کي د خټکو دوو پښو[بولاک او تري] يوه ستره خپل منځي جګړه وکړه، د تري ښاخ مشر اکوړه خان د خيبر پښتونخوا د پېښور او راولپېنډۍ ترمنځ لويي لاري ته نږدې یو کلی اباد چي اوس اکوړه خټک نومېږي، اکبر باچا ددې کلي مشر ملک اکوړه چي په سيمه کي بيا مشهور سو، ځان ته وغوښت او هيله ئې وښوده چي ددې سيمي د خټکو ماليه بايد هغه[ملک اکوړه]راټوله کړي، هغه ومنله او د اوسني کمرک ريس غوندي دنده ورته وسپارل سوه او دغه ځای تر جلال اباد پوري ددې کس دنده وه. [د مغولي سرکار اصول دا وه چي چا به ماليه/ټيکس ټولوه، نيم به د هغه او نيم به د سرکار وو].
ملک اکوړه خټک د خوشال بابا ور/غور نيکه وو چي ځان ته ئې يو ښه ډبرين کور جوړ کړ او وروسته د پښتو ژبي ستر شاعر، ليکوال او اتل خوشال خان همدلته وزېږېد او دا ئې د زوکړي او نيکونو ټاټوبی سو. دغه کلی د مغولي دربار د اهميت له امله ژر وده وکړه.
خوشال په اتلس کلنۍ کي د نيکه او پلار ځايناستی سو او له خانۍ سره ئې تفسیر، فقه، حديث، فلسفه، طبابت، منطق، حکمت، معانی، عروض، بیان او نور هم ولوستل او له مغلو سره د يوه کړکېچ پر سر زندان ته په تللو د مغلو سرسخت مخالف او د پښتنو مشرتوب په رسېدو د مغلولي دولت په خلاف د لوی جنګ مشرتوب ورد غاړي سو.

په اکوړه خټک کي د ملک اکوړه خان خټک مقبره، د خټک ټبر د ۱۶پیړۍ مشر او د مغل امپراتور اکبر معاصر
هغه د نوښار اولسوالۍ کي د اکوړه خټک ښارګوټی د هغه لخوا تاسیس او ونومول سو.
د بده مرغه ددې مقبرې نوم لا هم نه دئ په پښتو!
د ۶۲ اولادونو له ډلي مغلو د هغه زوی بهرام خان د خوشال د نیولو یا وژلو لپاره رشوت ورکړ او هغه ته په رسمي ډول د خټکو د ملکۍ يا خانۍ تمه هم ورکړه. خو مخکي له دې چي بهرام دا کار وکړي، خوشال د خپلو دوو زامنو نصرت خان او ګوهر خان په مرسته د تیرا په سیمه کي د افریديو سیمي ته ولاړ.
د خټکو تري ښاخ شجره
د پښتون شاعر خوشال خان خټک کورنۍ شجره…
خوشحال د ۱۶۸۹ع کال د فبرورۍ پر ۱۸ د جمعې په ورځ د ۷۶ کلونو په عمر په ډمبارا کي مړ سو. کله چي خټک د هغه په تلاش کي سوه، د هغه مړی، توره او آس وموندل سول.
د ملک شهباز خان خټک مقبره
اکوړه خټک، نوښار
شهباز خان خټک د مغلو د لښکر یو برجسته سپاهي وو، د یوسفزي قبیلې خلاف یې ډېر جنګونه کړي وه چي د خوشحال پلار دی، هغه په ۱۶۴۱ع کال کي د یوسفزي قبیلې پر ضد په قبایلي نښته کي ووژل سو.
روايت دئ چي خوشال د خپل مرګ څخه مخکي وصيت کړی چي د هغه جسد باید په داسي ځای کي ښخ سي چي: “د مغولو د اسانو د پښو دوړي د هغه پر ​​​​قبر نه راځي”، له دې امله د هغه جسد د اکوړه خټک په خټک غونډۍ کي د چشمې کلي کي ښخ سو او عام پښتانه ئې قبر ته د يوه مشر مبارز په توګه ورتلل او وروسته پښتنو يوه وړه وداني ورته جوړه کړه چي دغه وداني چي تر مخ یې سیند بهیږي، د پښتني کلالۍ ډېره هنري برخه جوړه وي، کور کي تر ډېره د ځآيي کاڼو څخه کار اخيستل سوی دئ.
د خوشال خټک مقبره چي د هغه وصيت سره سم له خپل کلي لږ ليري ښخ سو.
ياده مقبره د افغانستان د دولت په مرسته د پښتو ټولني لخوا د کابل په ډبرينه فابريکه کي جوړه سوه.
اويا کاله وړاندي چي د افغانستان هنرپال پاچا محمد ظاهر د خوشال خټک مقبره رغوله، نو د هغه په ياد ئې يو ووړ کتابتون هم جوړ کړ چي اوس پراخ سوی دئ.
د خوشال خټک مقبره د افغانستان د دولت په مرسته اول نادرخان قبر جوړ کړ خو ډېر ساده، وروسته د خوشال مقبره د افغانستان د دولت لخوا د پښتو ټولني په هڅو د کابل په ډبرينه کارخانه کي جوړه او ودانه سوه.
د خوشال خټک مقبره چي د هغه وصيت سره سم له خپل کلي لږ ليري ښخ سو.
ياده مقبره د افغانستان د دولت په مرسته د پښتو ټولني لخوا جوړه سوه
خوشال خان خټک په خپل شعر کي د خپلو بچيانو شمېر ٦٢ ياد کړی، چي ٣٠ يې زامن او ٣٢ لوڼي دي.
کابل کي د خوشال خټک د ډبرليک جوړول
د ښه مرغه نوښار اولسوالۍ کي د اکوړه خټک ښارګوټی اوسېدونکو د خپلو نيکونو ډېري زړې ودانۍ ساتلي دي چي يوه پکښي د خوشال خان خټک د کورنۍ ده چي تر اوسه ښه ولاړه ده، دې هديره کي د ملک اکوړه خان خټک مقبره هم سته چي د خټک ټبر د ۱۶پیړۍ مشر او د مغل امپراتور اکبر معاصر او نوښار اولسوالۍ کي د اکوړه خټک ښارګوټی د هغه لخوا تاسیس او ونومول سو.
علامه عبدالحی حبیبی د ده د شاعرۍ په هکله لیکی:
د ده اشعار تقریباً څلوېښت زره بیت ته رسیږی. هغه انقلاب چي ده د پښتو ژبي شعر ته ورکړی دئ، نو دی هر کله په حیث د مؤسس او پلار د پښتو ژبې منل کیږی، تر ده وروسته چي ټوله ادبا راغلي په فکر او ډول کې یې دی مقتدر دی…
د پښتون شاعر #خوشال_خټک د لاس ښکلې خطاطي؛ ١٦٥٨ع
دغه البوم د خوشال خټک د کلي، کورنۍ او نورو اړوند مالومات درکوي. نور اړوند مالومات او عکسونه لاندي…
د خوشال خان خټک کور، پښتونخوا:
د خوشال خټک د کور دروازه
د خوشال خان خټک کور، پښتونخوا:
د خوشال خټک د کور هجره چي اوس رغېدلې ده.

 

د خوشال خان خټک کور، پښتونخوا:
د خوشال خټک د کور برج

 

د خوشال خان خټک کور، پښتونخوا:
د خوشال خټک په کور کي شپاړسمي پېړۍ وسايل

 

د خوشال خان خټک مزار، پښتونخوا:
د خوشال خان خټک مزار، پښتونخوا:
د خوشال خان خټک مزار، پښتونخوا:

د نوازخان خټک دېوان
نوازخان خټک د خوشحال خان زوی وو چي سردار شهباز خان خټک د حاکمیت څخه ئې سرغړونه وکړه.
پېښورخوشال خټکشعرکوهاټمغلملک اکوړههنر
نظريات (0)
نظر اضافه کول