د احمدشاه بابا مقبره

د اوسني افغانستان د بنسټګر [احمدشاه بابا] مقبره چي د هغه په ژوند کي جوړه سوې ده، هدف یې دا و چي خرقه شریفه پکښي کښېښوول سي.
دا موږ چي اوس د احمد شاه بابا مزار وينو، پر دې ځای پخوا د روضه باغ په نامه دولتي عاليشانه باغ ولاړ وو، احمدشاه بابا ئې له مرګ وروسته همدلته ښخ کړ، ددغي سيمي څنګ ته چي کومه وياله بهېږي، دفترونو کي ئې نوم [د روضې باغ نهر] ليکل سوی دئ، دغه وياله اوس شاه وياله بلل کېږي.
په بخارايي سبک جوړه سوې دغه ستره ګومبده پخوا په يوه باغ کي ولاړه وه چي د وخت په تېرېدو چارواکو شاوخوا خپلو قبرونو ته ځانګړې کړې وه او اوس په يوه هديره غوندي ځای کي ولاړه ده.
په ۲۰۱۵ع کال د کلتور وزير عبدالباري جهاني د بابا د مقبرې په اړه وپوښتلم، ما په ځواب کي ورته وويل:
“اول خو دي دولت د بابا د مقبرې د پاره بېل رياست او يا د کندهار په کلتور رياست کي بېل مديرت ورته ځانګړی کړي او د هغه دي د بابا پر مقبره هره ورځ په رسمي شکل د مقبرې پرانيستل، خلګو په ځانګړي ډول مېلمنو ته د بابا او اړوند موضوعاتو اړوند مالومات ورکوي، پر څنګ دي د بابا اړوند يوه کتابتون/کتاب پلورنځي جوړه کړي او که دولت بوديجه نه لري نو دي و خلکو ته د ټکټ سيسټم منظم سي او په هغه بوديجه دي د بابا د مقبرې سمبالښت وسي…”
خو دې خبرو لکه چي چنداني ځای ونه نيوه او په ۲۰۱۹ع کال زه د بابا مقبرې ته ورغلم او مخ ته ئې يو درزن اوباشو ځوانانو ورکي/تاش کاوه او د بابا مقبرې يوازي د پنجابي برېلويانو د زيارت ورهخوا کوم بل ارزښت نه لاه.
په دې البوم کي د احمدشاه بابا د مقبرې هر هغه عکس چي زه ئې پوره مالومات لرم؛ ږدم، که کوم ملګري سره ناليدلی عکس وي، د دقيق مالومات په لرلو سره ئې ورته زياتوم.
د احمدشاه بابا مقبرې البوم
کندهار ښار، د احمدشاه بابا مقبره او سينکنل ټاور… Kandahar, mausoleum of Ahmad Shah Abdali in the distance, February 1879. Painting by General James Maurice Primrose.
🔹اشرف البلاد کندهار…. د کندهار د احمدشاهي ښار ارګ، شاهي طويله، احمدشاه بابا مقبره، سيګنل ټاور او نوري ودانۍ… کله چي احمدشاه بابا په نه څه د يو افغاني او پښتني دولت بنسټ کښېښود، نو د نورو ابادو ښارونو پر ځای ئې په ١۷۵۴ع کال کندهار کي د يوه ستر ښار بنسټ کښېښود چي رسمي نوم ئې [اشرف البلاد] وو خو په عوامو کي په احمدشاهي کندهار مشهور سو/دئ. په لومړي ځل افغانانو رسمي، منظم او موډرن دفترونه پکښي جوړ کړله. ښار دروازوې لرلې او هره دروازه د نړۍ سره د اړيکو پر بنسټ ونومول سوه چي اوس ځيني همدا نوم لري. دغه انځور د شاه جامع له سر څخه ليکل سوی دئ. يادښت: که تاسي ددې عکس په اړه نور مالومات لرئ، ورته اړ يم. Citadel of Candahar (Kandahar), with the Principal Gate . Print dated 1880 from London Illustrated News.
🔹🔶#له_آرشيف_څخه: 🔹احمدشاه بابا مقبره چي د هغه په ژوند کي جوړه سوې ده، هدف یې دا و چي خرقه شریفه پکښي کښېښوول سي. يادښت: که تاسي ددې عکس په اړه نور مالومات لرئ، ورته اړ يم. Ahmed Shah’s Tomb from Kirk ••• ═══ ༻✿༺═══ ••• د عکسونو نېټه: ۱۳-۱۹۱۵ع | عکاس: اسکار رېټر | ورته عکسونه: mundigak.com #دافغانستان_تاريخ #Afghanistan 🇦🇫
🔹احمدشاه بابا مقبره چي د هغه په ژوند کي جوړه سوې ده، هدف یې دا و چي خرقه شریفه پکښي کښېښوول سي. Ahmed Shah’s Tomb from Kirk ••• ═══ ༻✿༺═══ ••• د عکس نېټه: ۱۸۸۰ع | عکاس: جان بورک| ورته عکسونه:
Historical view of Kandahar, Afghanistan. Tomb of Ahmad Shah viewed from the Citadelle. Wood engraving, published in 1893.
د #احمدشاه_بابا مقبره، ۱۸۴۲ع Tomb of Ahmad Shah Abdali the founder of Modern state Afghanistan in Kandahar city.
د #احمدشاه_بابا مقبره، ۱۹۶۹ع
د احمدشاه بابا د مقبرې نقاش
د احمدشاه بابا د مقبرې دننه برخه
مقبره بنیانگذار افغانستان؛ احمد شاه بابا عکاس: Meer Abdullah
د #احمدشاه_بابا مقبره، ۲۰۱۹ع عکاس: Tomb of Ahmad Shah Abdali the founder of Modern state Afghanistan in Kandahar city.
د #احمدشاه_بابا مقبره، ۲۰۱۹ع عکاس: Tomb of Ahmad Shah Abdali the founder of Modern state Afghanistan in Kandahar city.
د #احمدشاه_بابا مقبره، ۲۰۱۹ع عکاس: Tomb of Ahmad Shah Abdali the founder of Modern state Afghanistan in Kandahar city.
د #احمدشاه_بابا مقبره، ۲۰۱۹ع عکاس: Tomb of Ahmad Shah Abdali the founder of Modern state Afghanistan in Kandahar city.
د #احمدشاه_بابا مقبره، ۲۰۱۹ع عکاس: Tomb of Ahmad Shah Abdali the founder of Modern state Afghanistan in Kandahar city.
د #احمدشاه_بابا مقبره، ۲۰۱۹ع عکاس: Tomb of Ahmad Shah Abdali the founder of Modern state Afghanistan in Kandahar city.
د کندهار په ښار کي د خرقې شريفي او احمدشاه بابا مقبره د فضا لخوا…
د #احمدشاه_بابا د مقبرې دننه برخه، ۲۰۱۹ع
د #احمدشاه_بابا مقبره، ۱۹۵۹ع:

احمدشاه ابدالياحمدشاه بابااحمدشاهي کندهارکندهار
نظريات (0)
نظر اضافه کول