د افغانستان لوی خان؛ مير زمان خان

د غازي مير زمان خان نوم په افغانستان کي د انگريزانو سره د افغانانو په دريمي جگړې پوري مهم تړاو لري. هغه د انگريزي استعمار په وړاندي قبايلو پښتنو [ازاد سرحد] سيمه کي د آزادي غوښتونکو جنگياليو سره نژدى اړيکي لرلې او د خپلو جنگياليو ملگرو سره په مرسته يې د  ډيورند کرښي په اوښتو هلته په وسلوالو مبارزو کي عملي ونډه اخيسته.
ميرزمان خان ١٨٦٩ع کال کي د کنړ د لمټک کلي ږېږېدلی او غور نيکه محمد عمر خان ئې د سپين غره د تيرا د سيمي قبيلوي مشر وو چي د قبيلوي شخړو او اختلافاتو له امله يې خپل کلی [کوټ] پرېښود او د کنړ د لمټک سيمي ته ولاړ.
غازي مير زمان خان کونړۍ
انځورګر: حبيب علومي
د ډيورنډ کرښي غاړو ته د غازي ميرزمان خان شهرت هغه وخت سو چي په ١٩٠٨ع کال کي د انگريزانو په وړاندې د مومندو په مشهوري او تاريخي غزا [سرې غزا] کي د لښکر د يوه وتلي مشر په توگه برخه واخيسته، او له دې وروسته انګرېز ضد شهزاده امان الله خان سره د هغه کلکه دوستي د ژوند تر پايه دوام وکړ. د مومندو او انګرېزانو جګړې دلته
د میرزمان وجود اوس د انګریز لپاره یوه لویه سردردي وه ځکه دی به د خپلو ملو سره د سپین غر څخه واوښت او هلته په بیلا بیلو غزاګانو کي يې ګډون کاو. د ده لپاره بیا د ګرفتارۍ امر جاري سو او دا ځل د امیر حبیب الله خلاف د مشروطه غورځنګ نورو باغیانو سره ونیول سو. دی ۴ کاله د شیرپور په زندان کي بند وو. خو په اولس کي دی د میر زمان “کنړي” په نوم مشهور وو، خو په مومندو کي د ده نوم ډېر په ویاړ یادېږي او هغه وخت خلکو دا سندره زمزمه کوله چي:
دا شلمانۍ شوه ګټي-ګټي- مېړونه لاړل په لمټکی
تورو تمبو ته وایه داسي- راپریږده میر زمان په ناوګۍ..
….د شلمانۍ
د بده مرغه د امير حبيب الله په دوره کي هغه بندي او د حبيب الله خان د مرګ وروسته شاه امان الله هغه د پخواني شناخت پر اساس خوشي او هغه ته ئې د ختيځ د خلګو بيعت واخيست او د خپلواکۍ په جګړه کي د چترال (ارنوۍ، دوکلام، لمبربټ او اسمار) جبهې چي د استقلال د څلورمي جبهې په نوم ياده او ثبت سويده، مشرتوب لاره.
د امير امان الله خان لخوا هغه ته سپارل د ميرزمان خان په نامه فرمان
هغه د اماني دورې د دولتي شورا جرګو او مشهور غړی وو.
غازي ميرزمان خان ته د بي سارو خدمتونو او سرښندنو په وياړ لاندني مډالونه ورکړ سوي دي چي هر يو سره نقدي او د مځکو امتيازات هم ملگري وو:
د لوی خان مډال
د لوی خان مډال
دغه مډال يوازي ميرزمان خان ته ورکول سوی دئ.
د خدمت مډال
د صداقت مډال
د وفا مډال
د هغه تر ټولو مهم مډال د لوی خان وو چي له دې وروسته هغه په لوی خان هم مشهور سو.
د عکسونو سرچينه: عبدالرحمن زمانی له وېب پاڼي: https://www.zamanifamily.com/

د لوی خان په اړه فولکوريک ادب کي ځيني مواد:

د هغه په اړه د سلمانخېلو د سندري په نامه يو شعر سته چي د کندهار د ارغنداو شاولي رشيدي ليکلي او وروسته ويلې چي:
الله په موږ کي داسي يؤ افغان وزېږوه
په شان د احمد خان يا ميرويس خان وزېږوه
چي جوړه کړي انګرېز ته بيا غزا د هر نوې
يو داسي لوی غازي مير زمان خان وزېږوه
د نوموړي په اړه کونړ يو بله سندره هم سته چي ډیرو مشهورو پخوانیو سندرغاړو ويلې ده او ښځي یې تر اوسه هم په ودونو کي وايي:
سیند ويالې ويالې
ميرزمان خانه سیند مي وړینه
غرقي سوې جالې*
تر پایه….
جالې= کښتۍ ګاني. مفرد یې جاله ده.
دغه افغان اتل د اماني دورې په وروستيو مياشتو کي د کونړ د شينکوړک د کلي په جومات کي د ماخستن د لمانځه د ادا کولو په وخت کي تر ناځوانمردانه حملي لاندي راغلی او د ٥٨ کلنۍ په عمر په شهادت ورسيد او په کونړ کي خاور ته وسپارل سي.
د ده قتل یوه لویه فاجعه او غمیزه وه چي په لنډیو کي يې ویر سوی:
میر زمان داسي ارمان وکړو
د ننګیالو جرګې به څوک راټولوینه
له هغه څخه اوه اولاده پاته سوه:
شير محمد خان کنړى
غنډ مشرعصمت الله خان کنړى
غنډ مشر گل محمد خان زماني
حبيب الله خان زماني
محمد ارسلان زماني
خير محمد خان زماني
يارمحمد خان زماني
محمد هاشم زماني
د لوی خان کورنۍ شجره
تېر کال د غازي مير زمان خان د کورنۍ په ځانګړي ډول د هغه لمسي ښاغلي مصطفی زماني په مالي لګښت د ننګرهار پوهنتون مخ ته د غازي ميرزمان خان په نوم يو څلی او کوچنی پارک هم جوړ سول چي په توره مرمر ډبره يې د هغه د زوړوالي يو نظامي تصوير، د هغه لنډه بيوګرافي او د پوهنتون لنډه تاريخچه هک سوي او دواړو خواوو ته د افغانستان ملي بيرغ، د يونيسکو، لوړو زده کړو وزارت او پوهنتون بيرغونه په دنګو پايو ځوړند سوي دي.
* جالې:
 پخوا چي پلونه نه ول، د کونړ پر سیند دواړو خواوو ته پراته وکړي به د کوچنيو کشتيو او خیږانو او نورو وسیلو تلل راتلل. غالبا د کوم واده ورا چي د جالو په وسېله تیریدله. د سیند څخه د اوښتو په وخت د توفاني څپو خوراک سوې دي او د ورا خلک او ناوې پکښي ډوب سوي وه. بیا خلکو د کونړ د هغه وخت لوی خان ته غازي میرزمان څخه مرسته غوښتي چي خلک خبر کړي او لاموبزنان سیند نه ولیږي. له دې وروسته بیا ښځو دغه سندره ورته جوړه کړې ده.
سرچينې:
زموږ غازيان: د نومياليو ملي مبارزينو د ژوندانه حالات، محمد ولي ځلمى.
امان افغان جريده، پنځم کال، “داوطلبان سرکوبى باغيها”، ١٣٠٣
داستقلال څلورمه جبهه، د عبدالخالق اخلاص تاليف
د لوی خان البوم
جلال اباد، سرخرود، خیراباد کي ميرزمان خان ته منسوبه کلا #صمیم_فوټوګرافي
د استقلال د جگړې د چترال په جبهه كي د غازى ميرزمان خان كونړي د جهاد هغه بيرغ چي په 1918 ميلادي كال په زندان كي يوه سړي په خنجكي(كروشنيل) له ورېښمو نه اوبدلى و. دا بيرغ چي قرآني آيتونه او د مير زمان خان نوم پكښي اوبدل سوی د انگريزي استعمار سره د غازي ميرزمان خان فطري دښمني څرگندوي . دا بيرغ اوس هم د غازي ميرزمان خان د زوی ارواښاد محمد هاشم زماني په كور كي خوندي دئ، او په مناسب وخت كي به د هغه د وصيت سره سم دافغانستان ملي موزيم ته وسپارل سي.
د ميرزمان خان د اماني دولت د دورې عکس
کونړ کي د ميرزمان خان مقبره او قبر
د ميرزمان خان د سر خولۍ

غازي مير زمان خان کونړۍ
انځورګر: حبيب علومي
د ميرزمان خان د اماني دولت د دورې عکس
امان الله خانامير حبيب اللهفولکورکونړمصطفی زمانیميرزمان خان
نظريات (0)
نظر اضافه کول