د افغانستان په تاريخ کي يو تور داغ

د افغانستان په تاريخ کي يو تور داغ
سل کاله وړاندي په همدې ورځو کي بريتانيې پر افغانستان يرغل وکړ، کندهار کي هم د نور هيواد په څېر انګرېز ضد يا د استقلال جنګ په نغاره اعلان سو، د کندهار په سرحدي محاذ [بولدک] کي اټکل ۶۰۰ عسکر موجود ول، خو د انګریزي امپریالیزم مجهزي قواووي په زرهاوو وې. اشغالګر انګریزان د سپین بولدک پر قلعه جدید باندي په یوه نابرابره او افسانوي جګړه کي۱۵۰ افغان عسکر شهیدان او ۱۵۰ زخمیان کړه چي قومندان ئې داود شاه خان سخت ټپي او قومندان یوسف خان د کوما په حالت کي د دښمن اسیر سو، دغه خبر [د سپين بولدک سقوط] چي کندهار ته راغلی، په ښار کي د پرنګي پر ضد د مقاومت ولولې او احساسات سخت وپارېدل او ډلي-ډلي خلګ مخ پر بولدک د انګرېزانو سره جګړې ته روان سوه.
انګرېزانو چي د کوږک له غره څخه افغانان په دوربين کي لیدل چي ډلي-ډلي له سپينو بيرغونو او توپکو سره مخ پر بريتانوي هند ور روان دي؛ سخت وارخطا سوله.
عين په دې وخت کي به کندهار ښار کي د انګرېز په ةلتيا نادره پېښه وسوه، پېښه داسي وه چي د کندهار ښار د قزلباشانو د يوه مشر [قربان علي قزلباش] کور ته نژدې په انبار کي یو مړ ماشوم پيدا سو او ژر اوازه ولاړه سوه چي دغه ماشوم د ښار د یوه بل کس [سيد عبدالروف اغا] ماشوم دئ چي يوه ورځ د مخه ورک سوی وو.
څرنګه چي واقعه په مهارت سره پلان سوې اوعملي سوې وه، نو ددې پېښي خبر په ټول ښار کي د برېښنا په سرعت تيت سو. خلک راوپارېدل اوبازارو ته راووتل، قربانعلی خان بېچاره يې په ارګ کي وواژه او د ښار د پاړسيوانانو کورونه، دوکانونه يې په بې رحمۍ سره چورکړل.

بولدک کلا


دغه خبره ډېر ژر د بولدک مبارزينو ته ورسېدل چي پر انګرېز يرغل ته چمتو وه، اوازه سوه چي خلک ناحقه د پرنګي غزا ته وزي، په خپل کور کي غزا راته جوړه ده او بايد ورته راستانه سي. دې ناولي اوازې کندهاري پاړسيوانانو کي چي هغوی هم په لښکر کي وه، د بې اعتمادۍ فضا منځ ته راوستله. نژدې و چي د دښمن ددې فتنې له خاطره د سني او شيعه خونړۍ جګړه پېښه کړي خو د مشرانو د هلو ځلو له امله يې ژر مخه ونيوله سوه.
ما اورېدلي چي د قربان علي کورنۍ اوس په امريکا کي اوسي او وایي چي دوی هم د بولدک په جګړه کي برخه لرله، زما د يوه دوست [نعيم سعيدي] به وينا چي دوی وای چي د يولسم سپتمبر په وخت کي چي موږ په په امريکا کي په ځينو ايالتو کي څه مسجدونه وليدل چي څو خلګ پکښي مړه او يا څه سيکان د مسلمانانو په اشتباه مړه سوه؛ نو موږته هغه د خپلو مشرانو قصي را په ياد سوي چي ددغه واقعي سره يي ډير نژدي شباهت لاره.
کندهار کي دغه متل چي: “کور دي خراب سه انګريزه، دا څونه شيطانت دي زده دئ” له همدې ورځي جوړ سو.
د کوچني شهيد په نامه دغه مشهوره پېښه د انګرېزي جنرال [General Wilfred Malleson] لخوا طرحه سوې وه [د نور تفصيل د پاره د ټالي سټيوارټ نامتو کتاب [Fire in Afghanistan] وګورئ].

General Wilfred Malleson

په دې ملي مبارزه کي د کندهار ښارمشران هر يو عبدالله خان بابی، سيد نورمحمدشاه خان، محمد انور خان اڅکزی،  محمداسلم خان بلوڅ، طبيب ببريل(کندهاری هندو) يعقوب خان توخی، عبدالرووف خان کابلی، ايوب خان کاکړ، دادمحمدخان_الکوزي، اخندزاده فضل حق خان، مولوي عبدالواسع خان، معين خيرو جان کرزی او کڼ نور وه.
ــــــــــــــــــــــــ
سرچينې: اور افغانستان کي، د استاد هوتک، استاد فقيري او نورو له يادښتونو څخ

سپين بولدکسيد نورمحمدشاهطبيب ببريلقزلباش
نظريات (0)
نظر اضافه کول