د افغان تاريخ جالبه څېره: بي بي رادو جانه…

د افغان تاريخ جالبه څېره: بي بي رادو جانه…
[ دېوان نرنجنداس ] افغان هندو چارواکی وو چي د امير امان الله خان د وخت ايلچي، مستوفي او ماليې وزير پاته سوی وو. زوی ئې نه لاره، بلکي دوې لوڼی ئې لرلې چي یوه ( رادها ) او بله ( زارا ) نومېدلې.

رادا سپين سريتوب کي …

رادها له سيکې خورا ښایسته وه چي د کابل خلکو به له نازه ( #رادو ) بلله چي وروسته په ( رادو جانه ) مشهوره سوه. هغې به د کوچنیوالي څخه د هلک کالي اغوستل او د خپل پلار سره به اوږه پر اوږه په رسمي او غیر رسمي غونډو، محافلو او میلمستیاوو کي راڅرګندېدله او داسي ئې ښووله لکه د پلار زوی چي وي.
کله چي د هغې پلار نرنجداس امان الله خان د خبرو د پاره راولپينډۍ ته ولېږه، باور عام داسي وو چي ښايي له دې کاره [له مسلمان هيواد څخه هندو استازی لېږل] به د هغه موخه دا وه چي هندوستانيانو ته وښيي چي تاسي هم خپلواکي اخيستلای سئ! [نرنجداس به بل وخت دلته ولولو…].

بي بي رادو جانه ځواني کي

کله چي امیر امان الله خان د سقاوي بغاوت له امله ایټالیا ته ولاړ، د نرنجداس او رادو جاني ژوند هم د خطر سره مخامخ سو او باالاجبار هندوستان ته وخوځېدل. رادو جانه په سپین سرتوب کي یو ځل افغانستان ته راغله او تر لږ مودې تیرولو وروسته د تل له پاره بیرته هند ته ولاړه. هغې هلته هم د ژوند تر پایه واده ونکړ او همداسي مړه سوه.
دا چي رادوجانه ډیره ښکلې پېغله وه او د هر چا به خوښېدله او ان یو وخت خو د کابل مجلس عنوان همدا رادوجانه وه چي هر چا ئې مفته ستاینه کوله. د کابل ډیرو ځوانانو زړونه پر بایللي وو، څنګه چي هغې تل د خپل پلار سره سلطنتي دربار او غونډو ته تګ راتګ درلود، نو مَینانو ئې دا جرأت نسو کولای چي هغې ته د خپل عشق اظهار وکړي . نو هغوی به اړ وه چي د خپلو زړونو فریاد په دې شعر سره پر ژبو راوړی او د هغې پر پلار ږغ وکړي چي دا د ګل غوندی نازکه او ښکلې پېغله خو تر مړینی وروسته قطعأ د سوځولو وړ نه ده، یعنی:
او دختر دیوان بی بی رادو جان
لاله را قسم دادم که رادو را نسوزان
لاله [ لالا-دا کلمه زیاتره د هندوانو له پاره کارېدله]؛ دغه سندره وروسته د ډاکټر صادق فطرت ناشناس په خواږه آواز کي وویل سوه او وروسته ډیره مشهوره هم سوه.

 

رادو جانه وروسته بيخي ارګ کي دننه د شاهي کور د ښځو په څير د هغوی سره راسه درسره لرله او وروسته خو نو د موري زوی زړه نسوای کولای چي مرکه ورته وکړي، دا ځکه چی رادو جانه په اصطلاح [سردارخېله] وه.

لومړی کتار: د کندهار هندو مشر چهوته قندهاری، باباجی کابل نات، جگدیش، چند خان[د ملي بانک پخوانی ريئس] او بي بي رادو جانه د ژوند ورستيو کي… ۱۹۹۰
 

دېوان نرنجنداسفطرت ناشناس
نظريات (0)
نظر اضافه کول