زموږ د تاريخ د دغه انګرېزي غله اصلي نوم [جېمز لوييس] دئ، چي په ۱۸۰۰ع کي د لندن په مډل سيکس کي زيږيدلی. پلار جورج لوييس ئې د ستنو جوړولو په يوه کارخانه کي مامور وو.
جېمز لوييس تر ښوونځئ وروسته په يوه شرکت کي مامور او د پلار سره د خوابدۍ وروسته د بنگال توپخانه کي مامور سو. دی په ۱۸۲۱ع کي هند ته واستول سو او د انگرېزانو او د مرهټوو په جنگ کي ئې ګډون وکړ خو کله چي ئې په بهرتپور کي په لوى شمېر مرگ ژوبله وليده، زړه ئې له جنگه تور سو او ۱۸۲۷ع کي له اگرې څخه له خپل يوه پوځي ملگري سره وتښتيد، خپل نوم ئې په چارلس مِسن واړاوه او څه موده په لاهورکي د سيک مهاراجه رنجيت سينگ په دربار کي له يوه فرانسوي جنرال وېنچورا سره ملگرى سو خو هلته دده د نيول کېدو خطر وو نو خپل سفر ئې روان وساته اوڅه موده د ډېره غازي خان، کوږک او اباسين په شاو خوا سيمه کي د يوه فقير په شان وگرځېد.
چارلس ميسن د امير دوست محمد خان د باچاهۍ په زمانه کي انګليسي څارګر وو چي د لوئيس په مستعار نوم بالاحصار کي اوسېده. او همدلته ئې د غير قانوني سپړنو په پايله کي پراخي کيندني وکړې او تر لاسه سوي اثار ئې له ځان سره يوړه چي تر اوسه پوري موږ لا هم نه یو خبر چي څه وه؟!
همدارنګه دغه انګرېز سيلاني په لومړي ځل د باميانو بتان وليدل او په خپل يونليک کي دلته دوو پخوانيو ښارونو او ډېرو اثارو يادونه هم کړې.
ميسن په کابل او نورو پښتني سيمو کي په يوازي سر څو کاله په پراخه پښه وګرځېد او د علامه رشاد له خولې ئې [لس زره] د افغانستان سيكې له ځانه سره لندن ته وړي دي.
ده له کوټي، پېښور او نورو پښتني سيمو څخه هغه وخت ډېر اثار غلا کړه چي په دې سيمو کي د پرمختيايي کارونو په ځانګړي ډول اورګاډي د پاره کاريګرو مځکي کيندلې او داسي اټکل کېږي چي د برتانوي ميوزيم نيمه برخه د همدې چارلس په لاس د ملتونو لوټ سوی هويت تشکيلوي.