ازاد خان افغان چي بهرنيو سرچينو په ازاد سلېمانخېل او غلجي ياد کړی، د سلېمان خان زوی وو چي د افغانستان د غزني د اندړو په سيمه كي په ۱۷۰۵ع كال زېږېدلى دى.
کله چي په ۱۷۳۷ع کال کي ايراني نادر کندهار ونيو نو پښتنو ئې د شاه حسين هوتک په مشرتوب پر ضد پراخ پاڅون وکړ، ددې پاڅون د جرګو کار د هوتک او فوځي مشرتوب سيدال خان ناصر او ازاد خان سلېمانخېل کاوه، کله چي پښتنو ايرانی ګرګين [کندهار والي] وواژه، نو ازاد خان له لس زرو/اته زرو پښتنو سره اصفهان ته ولاړ او هلته مېشت سو.
څرنګه چي ازاد خان يو عيار وو او هم د نادر د وژلو وروسته ايران کي دريو کسانو د تخت تر لاسه کولو هڅي کولې چي يو پکښي ازادخان وو. د سيدال خان ناصر تر ړندېدو وروسته، نوموړی وتوانېد چي د ايران په شمال کي خواره واره سلېمانخېل، اذري، کوردي، عرب او ايرانيان لښکر او يو لوی واک تر لاسه کړ.
د پوهاند حبيبي او (تاريخ کامل ايران) په حواله ازاد خان په ۱۷۵۵ع کال کي په اصفهان کي په خپل نامه سکه ووهله چي د دغي سکې نمونې د اصفهان په موزيم کي سته، چي پر ليکل سوی وه
تا که آزاد درجهان باشد – سکهء صاحب الزمان باشد
“[ جالبه ده چي افغانانان په تش جېب په ډيلي او اصفهان کي پر يوه مهال کي سکه وهي].
هغه درې کسان چي د ايران واک ئې تر لاسه کاوه، کريم خان زند، ازاد خان افغان او حسن خان قاجار وو. په ۱۷۶۷ع کال کريم خان زند په [کمارج] کي چي ډېره نرۍ لاره ده، د غرونو په منځ کي له ازاد خان سره جگړه پيل کړه. په دغه جگړه کي د ازاد خان لښکر مات او کريم خان زند ځان د ايران پادشاه اعلان کړ، ازاد اصفهان او شېراز هم پرېږدي او د کيلويه غرونو ته وتښتد او هورې پسي ورک، مړ او ښخ سو، [که له ايرانه غچ اخلو، ددې ستر سړي جسد بايد افغانستان ته راوړئ!].
ازادخان او احمد شاه بابا
مورخين وايي چي د اعلیحضرت آزاد خان افغان دوکتورین دا وو چي (افغانستان، هندوستان، ایران، آذربایجان او عراق) یو هیواد کړي او د يوي سترې افغانیه امپراتوري بنسټ کښېږدي، دده نيت وو چي ياد هيوادونه دي باید یو کاسه سي، بیا هیڅ یو به کمزوري نه وي. ټول به د مذهبي او نژادي توپیر نه پرته د وروري او سولي په فضا کې ژوند وکړي.
احمد شاه بابا د آزاد خان افغان په دغه دوکتورین خبر وو، او غوښتل چې آزاد خان افغان سره مفاهمه وکړي، خو هغه د هند پر لورې ډېر مشغول سو، ددې دواړو امپراتورانو ترمنځ ددې دوکتورین په سر فکري توپیر شتون درلود. احمدشاه بابا د افغانستان د طبیعي حدود په ساتلو کي هڅه کوله، خو د آزاد خان افغان پلان تر هغه پراخ وو چي د آزاد خان افغان دې پلان ته موږ یو سیاسی، اقتصادي، فرهنګي او نظامي دوکتورین ویلي سو. که د آزاد خان افغان او احمدشاه بابا لاسونه سره ورغلي وای، نو نن به د افغانانو برم په تاریخ کي بل ډول څرګند سوي وای. څرنګه چي ازاد پر احمدشاه بابا ۱۷ کاله مشر وو، وای کله چي احمدشاه بابا د آزاد خان په ماته خبر سو، خفه او خوښ سو، خفه په دې وو چي يو مېړنی افغان ئې له لاسه ورکړ خوښ په دې سو چي يوازينی حريف ئې له مخه ووت.
نامتو مورخ گنډاسينگ د فرير له قوله ليكي:
“ازاد خان افغان د خپل ملت د نورو افرادو څخه ډېر سرسخت، زړور او منور سړى وو. دده عدالت، د برابرۍ افكار او له شيعه گانو څخه دده طرفداري ددې سبب سوه چي زيات شمېر پارتېزانان دده پر شاوخوا راټول سي. كله چي ده خپل زياتېدونكى قدرت وليد، په ښكاره يې د عراق، خراسان او ان افغانستان نيول اعلان كړل چي دده په گروهه سربېره پر ايران د افغانستان پادشاه هم بايد غلځى وي!”.
د ازاد خان سلېمانخېل مړينه
امريکايي ليکوال جان پيري ليکي چي ازاد خان پر ۱۷۸۱ ز کال، يانې د کريم خان زند تر مړيني دوه کاله وروسته د پارس په شيراز کي په حق ورسېد. د ده له وصيت سره سم د ده جنازه افغانستان ته ولېږدول سوه. خو ايرانى ليکوال سيد علي آل داوود بيا ليکي چي د ازاد خان وصيت په رښتيا هم همداسي وو چې جنازه ئې افغانستان ته ولېږدول سي، خو هغه مهال د شرايطو د خرابتيا له امله دا کار ونه سو. نو پر دې بنسټ ويلاى سو چي په غالب گومان ازاد خان سلېمانخېل به همهلته د پارس په شيراز کي خاورو ته سپارل سوى وي او ارامځاى به ئې اوس هم همهلته وي.
ازاد خان او ادب
ازاد خان د توري او مېړنيتوب تر څنګ د هنر خاوند هم وو او اندړ ئې يوه پښتو غاړه داسي يادوي:
“سيدال خان ويل لښکر مي سو بزې بزې
ازاد خان سلېمانخېل مې توري شپې وخوړ که ورځي
ازاد سلېمانخېل بيا منگولې سرې کړې
پر ميدان ورگډ شو د مرادعلي غاړي يې پرې کړې.”
ويل کېږي په پای کي ايران کي مېشت دغه پښتانه د اعليحضرت تيمور شاه په بادشاهۍ کي په لغمان او کابل کي مېشت سول، د بده مرغه اکثرو ئې پښتو هېره کړې وه، دوی کي ساکزي، په ساکو کي سلېمانخېل په چهاردهي کي توخي، په رېشخور کي پوپلزي، په دېوان بېگي او کابل کي بېلابيل پښتنو واړول چي کور ئې پښتو نه ويله او اوس خو بيخي هويت نه لري.
څرنګه چي د ازاد په اړه چي ایراني، ګورجي، ازربایجاني، ارمني او په تېره بيا اوسنيو آيراني تاریخونو بخيلي ښوولې، نو ځيني خبري لا هم څېړنه غواړي چي ازاد خان په داسې حال کي چي يو افغان وو څنگه وکولاى سول د اذربايجان اولس پر ځان راټول کړي؟
🔶عزيزالدين وكيلي تېمورشاه اثر کی ليکي:”ازاد خان د احمد شاه بابا پلان ونه مانه”؟! دا خبره ډېره څېړنه غواړي چي رشتيا څه ډول دى؟