د امير عبدالرحمن خان خواړه

تاريخونه ليکي چي د امير عبدالرحمن خان خواړه به په لوړه کچه پخلنځيو کي پخېدل، څارل ئې دومره سخت وه چي بې مسوله بل څوک نسو ورننوتلای، اروپايي ليکوال [فرانک مارتين] چي د امير سره ئې ډوډۍ خوړلې ليکي: ” کله چي به ئې د ډوډۍ غابونه قصر ته وړل، د اشپزانو مشر او څو تنه عسکر به بدرګه ورسره مل وه [غابونه ټول په يوه پلا وړل کېدل]کله چي به غابونه د امير مخ ته کښېښوول سول، د اشپز دنده ده چي له هر غاب څخه څکه وکړي او وښيي چي خواړه له زهرو څخه خالي دي.
پر يوه واړه مېز سپين ټوکر هوار دئ او د امير سره څو لوړ رتبه مامورين په ډوډۍ خوړلو کي ملګري دي. ټول په ښي لاس ډوډۍ خوري او پر سترخوان شاوخوا راګرځېدلي دي.

تور امير يا پولادي امير
Abdur Rahman Khan – Amir of Afghanistan
عبدالرحمن خان

پر سترخوان تل د کباب او پلو په ګډون خوندور خواړه پراته وي، چي پر ټولو ئې مساله دوړولې وه، وچه ډوډۍ او هوار کېک تل وي او امير سپينه ډوډۍ ډېره خوښوي، چي د کوچنۍ انګرېزي ټيکلي په څېر شکل لري”.

که يو انګرېز مېلمه له امير سره ډوډۍ خوري، هغه ته يو هندوستانی اشپز او مرستيال په انګرېزي ډول ډوډۍ تياروي، که هغه شراب او نور مشروبات وغواړي، امير ئې له ګودامه ورته راوغواړي، که څه هم پخپله هر وخت د خپلي عقيدې سره سم عامي اوبه چيښي”.

.سرچينه: د پولادي امير تر سيوري ﻻندي [فرانک مارتين] د معصوم هوتک پښتو ژباړه.

 

د امير د کورنۍ په اړه د منډيګک بنسټ يادښت:

هغه د امير محمد افضل خان مشر زوی او د دوست محمد خان لمسی و. په بلخ کې يې دوديزې زده کړې ترلاسه کړي.

ماندينې
لومړنی واده يې د سردار فقير محمد خان بارکزي د لور مريم بېگم چې لقب يې بوبو جهان قلای هزارا وه سره وکړ او له هغې يې هېڅ کوم اولاد پيدا نه شو. بيا يې دويم واده د بدخشان د يوه اوزبک مشر د لور بي بي وليده جهان سره وکړ. درېيم واده يې د بخارا د امير اعلحضرت امير المومنين سيد امير مظفر الدين عبدل خان بهادر سلطان د لور سره وکړ. څلورم واده يې د واخان يوې کنيزې، اصل بېگم چې پخوا گلراز بي بي نومېده وکړ، پينځم واده يې د سيد امير عتيق الله خان لور بي بي حليمې سره چې لقب يې بوبو جهان جاغدار بېگم سره وکړ، شپږم واده يې د مير حکيم خان د شبرغان نظام الدوله د لور سره وکړ. اووم واده يې يوې چترالۍ پېغلې صفورا بېگم چې لقب يې بي بي ستارو وه وکړ، اتم واده يې د بلخ د مزاري سيد د لور پادشا بېگم سره وکړ، نهم واده يې بي بي گلراز دويمې سره چې د قولاب وه واده وکړ. لسم واده يې يوې بلې قولابۍ پېغلې سره وکړ، يوولسم واده يې د بدخشان د مير محمد علي خان يفتلي مشرې لور ساجده بېگم سره وکړ چې له هغې يې هم اولاد و نه شو. دوولسم واده يې يوې بلې قولابۍ پېغلې سره وکړ. ديارلسم واده يې يوې چترالۍ سره چې نوم يې بي بي نېک آدمه وه وکړ څوارلسم واده يې د محمد حسين خان منگ د لور سره واده وکړ. د امير عبدالرحمن خان نه دوولس زامن او څلور لوڼې پاتې شوې.

زامن او لوڼې
سردار عبدالله خان (د مريم بېگم زوی)
سراج الملت و دين امير المومنين حبيب الله شاه سرکار والا (د اصل بېگم زوی)
سردار نصرالله خان نايب السلطنة اتواد الدوله (د اصل بېگم زوی)
سردار فتح الله خان (د اصل بېگم زوی)
سردار عبدالفحد خان (د اصل بېگم زوی)
سردار شمس الدين خان (د بي بي حليمې زوی)
سردار حفيظ الله خان (د بي بي گلراز زوی)
سردار محمد امين خان (د بي بي نېک قدم زوی)
سردار اسد الله خان (د قولابۍ کنيزې زوی)
سردار محمد افضل خان (د پادشا بېگم زوی)
سردار محمد عمر خان (د بي بي حليمې زوی)
سردار غلام علي جان (سخي داد خان) (د پادشا بېگم زوی)
گوهر خانم (د بي بي وليده جهان لور)
روقيه خانم (دصفورا بېگم لور)
فاطمه بېگم (د بي بي زهرا لور)
حاجره بېگم (د صفورا بېگم لور)

امير عبدالرحمن خان
نظريات (0)
نظر اضافه کول