د امیر حبیب‌ الله خان د دورې حالات/نالوستي لیکونه

لومړۍ برخه:
د امیر حبیب‌ الله خان د دورې حالات:
امیر حبیب‌ الله خان په ۱۸۷۱ ز کال کې، په سمرقند کې وزیږېد او د ۱۹۰۱ ز کال د اکټوبر په میاشت کې، د خپل پلار امیر عبدالرحمن خان تر وفات وروسته، د هغه له وصیت سره سم، په کابل کې پر تخت کښېناست. امیر عبدالرحمن خان د خپلو ټولو ښو او بدو صفاتو ترڅنګ، تر هر څه، زیات پر استبداد مشهور و. د هغه د پاچاهۍ په باره کې چې څوک فکر کوي، نو تر هر څه مخکې یې د هغه د استبداد د تورې دورې کیسې او خبرې ور په زړه کېږي. امیر حبیب الله خان، په استبداد او قساوت کې، که له پلار سره یو برابر نه و، نو تر هغه ډېر کم هم نه و. البته د امیر عبدالرحمن خان ټوله انرژي د یوه متمرکز نظام او یو موټي افغانستان جوړولو او په دې لاره کې د خپلو ټولو رښتینو او خیالي مخالفینو له منځه وړلو ته متوجې وه. په داسې حال کې چې حبیب الله خان ته یو نسبتاً جوړ شوی او کرار افغانستان په میراث پاتې شوی و او د خپل پلار د پالیسیو د تعقیبولو تر څنګ یې عصري اصلاحاتو ته هم توجه کوله. عصري تعلیم او تربیې ته یې توجه وکړه. هندي او اروپايي استادان او انجنیران یې را وبلل. د اخبار چاپولو ته یې توجه وکړه، عصري او اروپايي لباس یې اغوست او مېرمنو ته یې هم اروپايي لباس جوړاوه او مامورین یې په ارګ کې د بګړیو پر ځای، د خولیو پر سرولو ته مجبورول.
امیر حبیب الله خان د خپل پلار په څېر مستبد سړی و، مګر نه یې د هغه شخصي قوت او جذبه درلوده او نه یې په کورنۍ او له کورنۍ څخه د باندې د خپل پلار شرایط درلودل. په دې اړه زه، زیاتره د انګرېزانو له هغو لیکونو څخه استفاده کوم، چې تر اوسه پورې خپاره شوي نه دي او لا هم په ارشیفونو کې پراته دي. ښايي د افغانستان د تاریخ له شاګردانو او علاقه‌مندانو سره مرسته وکړي او یا لږ تر لږه د علاقې وړ یې وګرځي.
امیر عبدالرحمن خان ورور نه درلود او د خپل قدرت دوه دښمنان یې، د میوند فاتح سردار محمدایوب خان او د افغاني ترکستان حاکم سردار محمداسحق خان، چې دواړه یې د کاکا زامن وو، یو په بل پسې د تل لپاره له صحنې وایستل. خو امیر حبیب الله خان څو وروڼه درلودل، چې له هغې جملې څخه سردار نصرالله خان هم په قدرت کې ځان شریک باله او هم تر مرګه د امیر حبیب الله خان له نظر او عمل سره مخالف پاتې شو. عبدالرحمن خان خپلو زامنو ته اداري چارې ورسپارلې وې، مګر د اطاعت په برخه کې یې د غلامانو په څېر سلوک ورسره کاوه. په داسې حال کې چې د امیر حبیب الله زامنو، په تېره بیا سردار عنایت الله خان او سردار امان الله خان د خپل پلار له مخالفینو سره جرګې- مرکې کولې. امیر عبدالرحمن خان مذهبي مشرانو او روحانیونو ته د سر پورته کولو مجال نه ورکاوه؛ مګر حبیب الله خان نه یوازې مذهبي مشرانو ته د مستقلو سیاسي فعالیتونو زمینه برابروله، بلکې په خپله یې یا په رښتیا او یا په ریا، ارادت او اخلاص ورته ښود او په دې توګه یې په لوی لاس، د خپل قدرت او سلطنت په مقابل کې یوه زوروره جبهه منځته راوړه. د دې تر څنګ، لا هم په ازادو قبایلي سیمو کې له جنګونو او هم په داخل کې له قبیلوي جنګونو او مخالفتونو سره مخامخ و او په وروستیو پنځو کلونو کې د لومړۍ نړیوالې جګړې له امله، د لویو قدرتونو د دسیسو په منځ کې لا هم را ګیر شو. د امیر حبیب الله خان د وخت پر اصلاحاتو او پروګرامونو باندي هم زه په خپلو نورو مضامینو کې غږېدلی یم او هم نورو لیکوالانو کافي توجه ورته کړې ده. دلته موږ له موضوع څخه لرې نه ځو او تقریباً یوازې هغو لیکونو او رپوټونو ته توجه کوو، چې د دې دورې د حالاتو په معرفي کولو کې مرسته راسره کوي. دلته به د حبیب‌الله خان او د هغه د پلار امیر عبدالرحمن خان د دورو د مقایسه کولو لپاره دوې- درې بېلګې راوړو او بیا به یوازې د حبیب الله خان دورې ته ولاړ شو.

امير د پاچاهۍ په لومړي کال

د حبیب الله خان په دوره کې به کله کله یا ډېر کله، د هغه ورور نصرالله خان په خپل کور کې دربارونه جوړول او کله کله به امیر هېڅ خبر هم نه و. مګر د امیر عبدالرحمن خان دوره داسې نه وه. د امیر له اجازې پرته، د هغه په کورنۍ کې هېچا د سیاست او حکومتي چارو په باب ښه او بد نه شوی ویلای. د بېلګې په ډول، د کندهار نیوزلیټرز د اووم ټوک په ۱۸۰یم مخ کې، د ۱۸۹۶ ز کال د اګسټ د پنځلسمې نېټې یو رپوټ را اخلو: «د شنبې په ماښام، سردار حبیب الله خان څلوېښتو محمدزیو ته ماښامنۍ مېلمستیا کړې وه او د ډوډۍ له خوړلو وروسته یې پر مختلفو موضوعاتو باندې بحثونه وکړل. امیر ته د دې موضوع په باب رپوټ رسېدلی و. هغه خپل زوی سمدستي را وباله. شا آغاسي هغه پر پښو ورته راوست او دا د سهار دوې بجې وې.‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍ کل‍‍ه یې چې هغه په داسې حال کې چې لاسونه یې تر شا تړلي وو، د امیر‍ مخې ته ودراوه، نو امیر ورته وویل چې اې نمک حرامه ته اوس غواړې چې پاچاهي ونیسې؟‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍ ته دومره خپل سری شوی یې چې په خپل کور کې مېلمستیاوې جوړوې او غواړې له امیر عبدالرحمن څخه د پاچاهۍ تخت لاندې کړې؟ سردار چوپ ولاړ و، رېږدېدو او ژړل یې. امیر د سردار له ښکنځلو وروسته، امر وکړ چې بندي یې کړي، خو په دې وخت کې سردار پر ځمکه پرېوت. قومندان نعیم خان او شا آغاسي هغه د امیر له حضور څخه لرې کړ او د باغ بالا په قصر کې یې په یوه کوټه کې دوه ساعته بندي کړ. د امیر قهر د ډوډۍ تر خوړلو وروسته یو څه کرار شو او پوښتنه یې وکړه، چې سردار یې بندي کړی دی که نه؟ نعیم خان ورته وویل چې شپه یې په باغ بالا کې بندي کړی و او نن سهار به یې بندي خانې ته ولېږي. امیر حکم وکړ چې سردار بېرته ورته راولي. کله چې یې سردار ورته راوست، نو امیر یو ځل بیا هغه وسکونډی او ورته وویل چې په راتلونکي کې باید په دغو راز مسایلو کې احتیاط وکړي. سردار په سرو اوښکو کورته ولاړ او درې ورځې د سر د درد په پلمه له کوره راونه وت. اوس په منظمه توګه خپل کار ته ځي».
د امیر عبدالرحمن خان له لیکنو، فرمانونو، ویناوو او عمل څخه په څرګنده ښکاري، چې هغه په قدرت کې هېچا ته د لږ تر لږه مداخلې اجازه نه ورکوله. هغه د هېواد ټولو اتباعو ته د رعیت په سترګه کتل او له خلکو څخه یې یوازې د اطاعت انتظار درلود او چې په هېواد کې یې څه ښېګڼې موجودې وې او یا د ده په نظر ښېګڼې ورتلې، هغه یې یوازې د خپل شخصي کمال او عقل محصول بللې. بیا هم د هغه کتاب په ۲۰۱ مخ کې د ۱۹۹۶ ز کال د اکټوبر د اوولسمې نېټې یو رپوټ را اخلو: «پرون امیر په دربار کې، د خپل کاکا سردار محمدیوسف خان په مخ کې وویل، چې د خدای شکر دی چې نن سبا د هغو شتمنیو، مقام او پوځونو په زور چې زما په برخه دي، زما د هېواد خلک څومره ښې ورځې- شپې تېروي. تاسې د مخکنیو پاچاهانو په دورو کې داسې شیان اورېدلي وو؟ ما څومره زحمتونه وګالل؟ زه ټول کارونه پخپله کوم. نه وزیر لرم او نه لوړ مقامات، چې زما سره په کار کې مرسته وکړي. تاسي بل داسې پاچا لیدلی دی؟ سردار ورته وویل چې ستا ټولې خبرې سمې دي، مګر خلک ډېر پرېشانه دي. دا چې ولې خپه دي؛ علت یې نه معلومېږي. امیر څو شېبې چوپ و او وروسته یې وویل، زه د هغو غلاوو، فحاشیو، قتلونو او بدو عملونو ريښې کاږم، چې د پخوانیو پاچاهانو په وختونو کې عام وو. دغه علت دی چې خلک خوابدي دي. سردار ومسل او وې ویل، ښايي دغسې به وي. د سردار موسکا او جواب امیر په غوسه کړ او په ډېر قار یې ورته وویل، سمدستي له درباره ووځه او که نه؛ زه به دروښیم چې تا ولې ومسل او خلک ولې خوابدي دي. سردار هم سمدستي له درباره ووت او خپل کورته ولاړ».
په داسې حال کې چې د حبیب الله خان په سلطنت کې د هغه ورور سردار نصرالله خان، د نایب السلطنته په حیث، که د هغه سم نیمايي قدرت نه درلود، نو لږ تر لږه په قدرت کې ورسره شریک و. هغه له امیر سره د عقایدو ډېر زیات اختلاف درلود او امیر نه شوی کولای چې ټول کارونه پر خپل سر او د سردار له خوښې پرته په خپله اراده پر مخ بوزي.
امیر عبدالرحمن خان د خپلو نږدې او لرې تربرونو چې یو څه خطر یې ورڅخه احساساوه، تر وژلو، ځپلو او له ملکه د شړلو ترڅنګ، د مذهبي مشرانو او روحانیونو نفوذ ته چې خطر یې ورڅخه لیده، ډېر سخت متوجه و. هغه ټول مذهبي مشران او روحانیون په خپل کنټرول کې ساتل او له مُلایانو او د جوماتونو له امامانو څخه یې، چې کلونه یې له حکومت څخه میاشتنۍ او کلنۍ تنخواوې اخیستې وې، وغوښتل چې که تنخواوې او وظیفې غواړي، نو باید چې یو ځل ټاکلې دیني ازموینه ورکړي. پر دې امر باندي که مُلایانو هر څه اعتراضونه وکړل، امیر د هېچا خبره ونه منله. په خپله سوانح عمري (تاج التواریخ) کې لیکي، چې ملا عبدالرحیم یې چې د ده د کفر فتوا یې صادره کړې وه او په خرقه شریفه ننوتلی و، د خرقې شریفې په بست کې دننه، په خپل لاس وواژه.

امير حبيب الله خان د لمانځه لپاره د فيل څخه کښته کيږي… دامير پرسر شاپو خولۍ ده.

امیر عبدالرحمن خان د مُلا مشک عالم په څېر مشهور دیني عالم، روحاني شخصیت او د انګرېزانو پر ضد د مشهور مجاهد د نفوذ پروا ونه کړه او د هغه پر ضد یې له پوځي قوې څخه کار واخیست. د هډې ملاصاحب ته یې، چې لسګونه زره مریدان یې درلودل او تر مرګه یې د انګرېزانو پر ضد له جهاد څخه لاس وانه خیست، د ازاد فعالیت اجازه ور نه کړه او حتی ځمکه یې داسې پرې تنګه کړې وه، چې هغه د انګرېزانو او د امیر د مخبرانو د لاسه دوې شپې په یوه ځای کې نه شوای تېرولای. مګر حبیب الله خان حضرتانو او اخوندزاده‌ګانو ته د وسله والو مریدانو د ساتلو او د ازادو قبایلو له مجاهدینو سره د مالي او پوځي ملاتړ، چې وروسته به ورباندې خبرې وکړو، اجازه ورکړې وه.
د امیر حبیب الله خان په وخت کې هم پیران او هم مُلایان، تر یوې اندازې پورې د مرکزي حکومت له کنټروله وتلي وو او کله کله به یې د امیر پر ضد د عام تبلیغ کولو جرأت کاوه. په کندهار کې د برېټانیې رپوټ لیکونکی د کندهار نیوزلیټرز په لسم ټوک کې، د ۱۹۰۳ ز کال د اکټوبر په اتمه لیکي: «د ارغنداو د سرده د کلي اوسېدونکي ملا عبدالرووف د جمعې د ورځې په خطبه کې وویل، چې ټول هغه مسلمانان چې له انګرېزانو څخه پیسې اخلي، کافران دي. په مجلس کې ځینو حاضرو طالبانو او قاضي امرالله له مُلا څخه پوښتنه وکړه، چې د افغانستان امیر خو هم د برېټانیې له حکومت څخه پیسې اخلي، هغه هم په دغه کتار کې راځي که نه؟ مُلا وویل چې هغه هم کافر دی. والي ته اطلاع ورسېده. مُلا یې بندي کړ، امیر ته یې رپوټ ورکړ او د هغه امر ته انتظار باسي».
د همدغه کتاب د اووم ټوک په ۵۱۵ نمبر رپوټ کې د امیر عبدالرحمن خان د عسکري خدمت د هشت نفري سیسټم په باره کې یو ځای راغلي دي: «امیر د کوهدامن ټول ملکان، چې تقریباً درې سوه تنه کېدل، را وبلل او له هغوی څخه یې وغوښتل چې له خپلو کلیو څخه پر هرو اتو تنو باندي یو سړی د عسکري خدمت لپاره حاضر کړي او هېڅ معطلي ونه کړي. له دریو سوو ملکانو څخه دوو تنو یې وویل چې د کوهدامن خلک ‌ډېر غریبان دي او د عسکري خدمت لپاره پیسې نه شي برابرولای. امیر دا خبره د هغوی نافرماني وبلله او دواړه یې بندیان کړل. امیر له نورو ملکانو څخه پوښتنه وکړه چې که څوک کوم عذر لري، ودې وايي. ټولو وویل چې دوی هېڅ عذر نه لري او د عسکري خدمت لپاره به سړي برابر کړي. دوی ټول رخصت شول».
خو له دې پېښې څخه یوولس کاله وروسته، د همدغه عسکري خدمت لپاره، د کندهار او شاوخوا سیمو خلک د امیر امر نه مني. د همدغه کتاب د لسم ټوک په ۱۷۴مه پاڼه کې د ۱۹۰۵ ز کال د اګسټ په اتمه یو رپوټ کې راغلي دي: «د کندهار والي، د امیر له حکم سره سم د اګسټ په لومړۍ نېټه د کندهار مشران ور وبلل او غږ یې ورباندي وکړ چې خپل سړي د عسکري خدمت لپاره برابر کړي. ټولو په یوه خوله د والي غوښتنه رد کړه او والي ځینې مشران بندیان کړل. دوکانونه وتړل شول او څو تنه تاجران په خرقه شریفه ننوتل. محمدزیو او بارکزیو موافقه کړې ده، چې خپل زامن د امیر د غلام بچه‌ګانو په حیث ولېږي. د دهلې، ګرشک او پشت رود ملکانو هم د کندهار له نورو مشرانو سره خپل غږ یو کړی دی؛ خو امیر ته یې عریضه لېږلې او په هغې کې یې لیکلي دي، چې که یې غزا ته لېږي، نو دوی خدمت ته حاضر دي».
دوام…

امير حبيب الله خانامير عبدالرحمن خانتاج التواریخسردار محمدایوب خان
نظريات (0)
نظر اضافه کول