د سلطان مسعود څلی

د سلطان مسعود څلی ۱۹۰۰ع

د نړۍ له تاريخي منارونو يو د غزني د سلطان مسعود منار دئ چي غزنویانو پکښي د معمارۍ هنر په نادر ډول په ډاګه کړی دئ. د پخو خښتو څخه جوړ دغه منار پر دوو وېشل کېږي چي لاندي برخه ئې اته څنډي لري او پورتنی برخه ئې د ستني په ډول ده، چي د یوې زلزلې په ترڅ کي ړنګ سو.ددې څلي اوس یوازي اته څنډیزه اوستوری ډوله برخه پاته ده چي دننه وبام ته کږه وږه مارپېچه لاره لري او پر منار باندي په کوفي ليک ليکل سوي:

“السلطان الاعظم ملک الاسلام علاءالدوله والدین ابوسعید مسعود بن ظهیر الدوله امیر المومنین ابراهیم خلدالله ملکه”.

دغه څلي په ۱۱مه عسوي پېړۍ کي د غزنوي واکمنانو لخوا د لسو کالو په دوران کي په خورا برم سره جوړ سو؛ چي اوس يو سل او څلوېښت فوټه قد لري.ددې سره په څنګ کي بل څلی هم سته چي د [بهرام شاه څلی] ئې بولي، خو لوی څلي ته ساده او ووړ دئ.

سلطان مسعود
د سلطان مسعود څلی

بهرام شاه د مسعود زوی، د ابراهیم لمسی، د دوهم مسعود کړوسی او سلطان محمود کوسی دئ. چي په ۵۱۲ق کي پر شاهي تخت کښېناست او دوه ځله ئې پر هند يرغلونه وکړل.
په ۱۸پېړۍ کي د بهرنيو سيلانيانو د راتګ له امله دغه منار نړۍ ته ور وپېژندل سو، خو طبعي افتونو او بارانونو د سر د خوا ډېر وتوږه. د ښه مرغه چي امير حبيب الله خان د سر چادري پوښ ورکړ او دغه منار ئې له نړېدو وژغوره.
نوموړی څلی په دې وروستيو کي په بې خونده ډول بيا ورغول سول.
غزنوي واكمنو اټکل۲۰۰ كاله په هندي نيمه وچه واكمني وكړه چي پلازمېنه ئې د غزني ښار وو، دوی د علم او ادب ډېر زيات خوښوونكي ول، په ځانگړي ډول سلطان محمود غزنوي د پېر فردوسي او البېروني كارنامې نن هم نړۍ د يادولو وړ بولي.

غزني ولايت ۱۵۰۰ کلن او له اسلام څخه مخکي تاريخ لري، چي اټکل ۳۰۰ تاريخي سيمي، ابدې او مقبرې لري، چي بالاحصار، زوړ ښار، د سنايي مزار، شمس بابا، حسن غزنوي، د سلطان مسعږړ منار، شامير پالېزوان، سلطان محمود، خواجه بلغار او نورو مقبرې…

د سلطان مسعود سيکه

د منار ځيني عکسونه چي په نړيوالو خپرونو کي خپار سوي دي:

د سلطان مسعود منار، غزنی
په شلمه پېړۍ کي
د سلطان مسعود منار، غزنی
په شلمه پېړۍ کي
د سلطان مسعود منار، غزنی
په شلمه پېړۍ کي
د سلطان مسعود منار، غزنی
په شلمه پېړۍ کي
د سلطان مسعود منار، غزنی
په شلمه پېړۍ کي
د سلطان مسعود منار، غزنی
په شلمه پېړۍ کي

د سلطان مسعود منار، غزنی
په شلمه پېړۍ کي
د سلطان مسعود منار، انځورګري…
انځورګر: جيمي رېټر
د سلطان مسعود منار، غزنی
په شلمه پېړۍ کي
د سلطان مسعود منار، غزنی
په شلمه پېړۍ کي
د سلطان مسعود منار، غزنی
په شلمه پېړۍ کي
د سلطان مسعود منار، غزنی
په شلمه پېړۍ کي
د سلطان مسعود منار، غزنی
په شلمه پېړۍ کي
د سلطان مسعود منار، غزنی
په شلمه پېړۍ کي
د سلطان مسعود منار، غزنی
په شلمه پېړۍ کي
د سلطان مسعود منار، غزنی
په شلمه پېړۍ کي
د سلطان مسعود منار، غزنی
په شلمه پېړۍ کي
د سلطان مسعود منار، غزنی
په شلمه پېړۍ کي
د سلطان مسعود منار، غزنی
په شلمه پېړۍ کي
د سلطان مسعود منار، غزنی
په شلمه پېړۍ کي
د سلطان مسعود منار، غزنی
په شلمه پېړۍ کي
د سلطان مسعود منار، غزنی
په شلمه پېړۍ کي
د سلطان مسعود منار، غزنی
په شلمه پېړۍ کي
د سلطان مسعود منار، غزنی
په شلمه پېړۍ کي
د سلطان مسعود منار، غزنی
په شلمه پېړۍ کي
نظريات (0)
نظر اضافه کول